د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

ایا دښونکی څپیړه هم سبق دی

خیریوسی
16.07.2007

ایا دښونکی څپیړه هم سبق دی
ګرانو ماشومان تاسو ماته غوږ سی ښونکی واحمد ته په یوه څپیړه څنګه دهغه دسوالو ځواب ورکړی
یوه ورځ وړوکی احمد وخپل ښونکی ته وویل زه دری پوښتنی لرم ایا ځواب به یې راکړی
ښونکی ورته وویل وپوښته احمد ته څه سوال لری
ښونکی داحمد وپوښتنو ته غوږ سو او احمد پوښتنه ځنی وکړه
احمد اوله پوښتنه : ولی موږ الله سبحان وتعالی نه وینوحال دادی چی الله ج حاضر دیاو موږ وینی ؟
احمد دوهمه پوښتنه : قضا وقدر څه دی ؟
احمد دریمه پوښتنه : څنګه شیطان په اور کی داورڅخه په غذابیږی حال دادی چی شیطان پخپله داور څخه پیدا سوی دی ؟
احمد چی سوالونه وکړه نو ښونکی واحمد ته یوه څپیړه ورکړه داحمد مخ ډیر درد وکړ
نو ښونکی ورته وویل ته پوی سوی چی ته می ولی ووهلی؟
احمد ورته وویل نه
ښونکی ورته وویل دا یوه څپیړه ستاد ددرو پښتونو ځوابونه دی
احمد ورته وویل زه نه سوم پوه څنګه زما دپوښتنو ځوابونه دی
ښونکی ورته وویل
کله چی ما ته په څپیړه ووهلې ستا مخ درد وکړی ؟
احمد ورته وویل هو
ښونکی پوښتنه ځنی وکړه ته درد وینی ؟
احمد ورته وویل نه
ښونکی ورته وویل هم داسی لکه چی ته درد نه وینی او درد سته نو همدا شان الله سبحان وتعالی مجود دی او ته یې نه وینی او الله سبحان وتعالی تا وینی
احمد ددوهم سوال ځواب څه دی ؟
ښونکی داحمد څخه پوښتنه وکړه
ایا تا ماښام خوب ولیدی چی زه به وتاته څپیړه درکړم ؟
احمد ورته وویل نه
ښونکی داحمد څخه بله پوښتنه وکړه
ایا تا داسی فکر کاوه چی زه به تا په څپیړه ووهم ؟
احمد ورته وویل نه
ښونکی ورته وویل هم دا قضا وقدر دی
احمد ورته وویل نو ددریم سوال ځواب څه دی
ښونکی ورته وویل احمده ستا لاس دڅه نه پیدا دی ؟
احمد ورته وویل دخټو نه
ښونکی بیا احمد ته وویل ستا مخ دڅه نه پیدادی
احمد ورته وویل دخټو نه
ښونکی ورته وویل نو داستا ددریم سوال ځواب دی
احمد ورته وویل زه نه سوم پوه
ښونکی ورته وویل زما لاس دخټو پیدا سوی او ستا مخ دخټو نه پیداسوی زمالاس ستا مخ وواهه ستامخ درد وکړی احمد ورته وویل هو
نو ښونکی ورته وویل هم داسی شیطان داور څخه پیدا دی او داورڅخه به په عذابیږی

مینه


Re: ایا دښونکی څپیړه هم سبق دی

درويش
22.08.2007

[quote:3a811337d6="ajaza"]ایا دښونکی څپیړه هم سبق دی
مینه[/quote:3a811337d6]
چې ماشومان په څپېړو وهي، زما په نزد خو هغه ښوونکى نه بلکې خـر دى ځکه چې د خـر مينه لغته وي.
بله ورځ به ته وايې چې يو ښوونکي يو ماشوم ذبح کړ او ورته وې ويل چې ستا اجل راغلى و نو ځکه ما حلال کړې او دا ستا لپاره سبق دى.
پښتون؟ وروره زه درنه يوه پوښتنه کوم: تاسې ولې په مدرسو کې ماشومانو ته د تشدد او جنايتکارۍ درس ورکوئ؟ ايا دغه خبرې چې تا ليکلي دي او ماشومانو ته پرې د درس دليل جوړوې ماشومان تشدد او جنايت ته د تشويقولو په مانا ندي؟
ددې په ځاى ورته د مينې او پوهې درس ولې نه ورکوې؟
يوه بله خبره دا چې ولې تل منفي فکر کوئ او منطقي سوالونو ته غېر منطقي ځوابونه يا د تشدد لارې لټوئ؟ لومړى خو زمونږ په ټولنه کې نه د مدرسو او نه هم د ښوونځيو د تعليم کچه دومره لوړه ده چې يو ماشوم دې دغه ډول پوښتنې پکې وکړي. خو که بيا هم داسې وشي نو ايا د ښوونکي؟ سره کوم منطقي ځواب نشته چې ماشوم ته پرې اطمينان ورکړي؟ که چېرې دا ماشوم نه وي او غټ سړى وي نو داسې به نه وي چې ښوونکى ووژني او ورته ووايي چې زه خو انسان يم هيڅ نشم کولى ته خو ما نه يې بلکې الله وژلى يې. نو تا سره يې بيا څه ځواب دى؟


خیریوسی
23.08.2007

ګران محترم درویش صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
وروره دونه دردیدلی یې سلام هم درڅخه هیر سو
زما په فکر تاسو دهغو رحم دله ښونکی دنده پر ځای کړی ده ستاسو داحساساتو څخه یوه نړی مننه
وروره دلته خبره په تشدد او وهلو ټکولو کی نه بلکی دښونکی په حکمت کی ده
*چې ماشومان په څپېړو وهي، زما په نزد خو هغه ښوونکى نه بلکې خـر دى ځکه چې د خـر مينه لغته وي.

معلومه خبره ده که ښونکی دماشوم سره دخپل بچې په شان مینه ونه لری نو به ښوونه سمه نتیجه ورنکړی
او که ښونکی تر حد زیات نرم وی نو به ماشوم خپل دکور واجبات حل نکړی
وروره مور، پلار، ښونکی باید تر حد زیات نرم هم نه وی

په عربی متل دی وایې :
امسک عصایة من نصف لکړه په مینځ کی نیسه

*پښتون؟ وروره زه درنه يوه پوښتنه کوم: تاسې ولې په مدرسو کې ماشومانو ته د تشدد او جنايتکارۍ درس ورکوئ؟ ايا دغه خبرې چې تا ليکلي دي او ماشومانو ته پرې د درس دليل جوړوې ماشومان تشدد او جنايت ته د تشويقولو په مانا ندي؟

زه خپله دتشدد خلاف یم او تشدد نه خوښوم

مينه او مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more