د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

سلآ مونه او نيکي هيلي

pakhtoon
10.07.2007

زماډيرخواږو ورونو او خويندو سلأمونه او نيکي هيلي.
دا زماړومبي ځل دي چي دي فورم ته سره له پوښتي راځم خدائ دي وکړي چي زړه ته مو څه رانشي زه ده ټولوښاغلو او اغلوليکني په ډيره مينه لولم.او خدائ شته چي زما مينه ئي ده لوستلوسره زياته کړي ده
ښاغليو او اغلو زما پوښتنه شايد ډيره عجيبه وي هغه دا چي له ما څخه يو پارسيوان د مجلي لپاره يو په پښتو باندي مضمون غوښتي دي
او ډير ټينګار ئي د ښځي او دښځي په حقوقو باندي کړي دی
ستاسي ښاغليو او اغليو څه وړانديز دي
خدائ دي وکړي چي زماپوښتنه په خپلوښائيسته او ګل ورينو ليکلو باندي حل کړي
او که چيرته ستاسو خوښه وي نو بيا که چا سره په زړه پوري ليکني وي نو ما ته ئي راوليګي
مرګ حق دي خوکه په پښتو مړشم ..................آرمان مي دي


افغانه ښځه افغانه ټولنه : لومړی ټوک

ashna
11.07.2007

ښاغلی پښتون وروره چې سیال ته پاتې رانشې زه به یو څو کرښې درته ولیکم
افغانه ښځه افغانه ټولنه : لومړی ټوک
زما د ټولو ښځو نه دا هیله ده چې د زړۀ پځای دې په دماغو فېصلې کولو هنر زده کړي کېدای شي له همدې کبله په ټولنه کې دې خبرې شهرت مندلی وي چې ښځه ناقص العقل ده ځکه چې ښځه ټولې فېصلې په زړۀ کوي چې زړۀ یې وي نوی جامې او کالي جوړ کړي او که په زړۀ کې د سرو زرو هیله په نڅېدو شوه نو بیا به یې د چا هغه دا دا د خپل هوډ نه واړ وي څنګه چې د سړي په کامیابۍ او ترقۍ کې د ښځې لاس وي همدغه شان د سړي په بربادۍ او ناکامۍ کې هم د ښځې نېغ په نېغه لاس دی او نن سبا خو پدې ګرانه ګرانۍ کې د دوی فرمایشونه دومره زیات دي چې ډېر ښاغلي یې په وادۀ کولو پښېمانه کړي دي چې هره ورځ ورته لګیا وي په کور کې رنګه ټلویزن ولې نشته د ګاونډیانو کور ته خو ویډیو هم راغله او فلانۍ خورلڼه خو مې هر کال غالینې بدلوي نو زمونږ هم باید کور د هغوی په شان وي او کال په کال د کور سامان باید بدلون ومومي او هغه بله ورځ خو ورله خاوند د سروزرو امیل واخست نو ماته یې هم باید واخلې او داسې نور ډېر فرمایشونه چې د همدغې مېرمن د لاسه یو سوچه او پاک افغان خاوند په کږو وږو لارو سر شي او دخپلې مېرمن د خوشحالولو لپاره بیا د خپلې تنخوا تر څنګ په بډو یا رشوت اخستو لاس پورې کړي او ټولنه ورو ورو بیا د بې اعتمادۍ او بې باورۍ په لور ورسمه شي او ځینې مېرمنې خو د خاوند سره په جنګ جنګ د خاوند نه ذهیني مریض جوړ کړي او کومه یوه چې پکې لږه داسې نخریزه وي په دغه حساس او نازک وخت کې خاوند یوازې پرېږدي او د پلارګنۍ په کور وخوځیږي .
چې د بلې خوا د کورنۍ په خراب تربیت کې هم د دغه ښځو نېغ په نېغه لاس دی په کور کې ټوله ورځ په ډشنټینا او په ټلویزنو باندې دا فلمونه او د ټلویزنونو اخلاق رېبلې ډرامې او پراګرامونه څوک ګوري ؟ همدغه ښځې یې ګوري او که لږ داسې پسې ورشو چې په هغه ښارونو او کلیو کې چې د انټرنېټ اسانتیاوې دي په انټرنېټ باندې دا مېلې ټېلې او مامېلې همدا ښځې ګوري سړي خو ټوله ورځ په خوارۍ غریبۍ پسې د کوره په یوۀ خړه وځي او په بله خړ راننه وځي او د ماشومانو د خراب تربیت پړه هم بیا د خاوند په سر وتپي او د خاوند هغه پېسې چې یې ټوله ورځ پرې ځان خوله خوله کړی وي مېرمن بيبي یې د سترګو په رپ کې والوځوي داسې ښځې به څه د کورنۍ تربیا وکړي دوی خو خپله تربیا ته اړتیا لري زما په اند خو د کورنۍ خرابه تربیا او په ټولنه کې خراب سیسټم رامنځته کول یا د ورانۍ په لورې بوتلل همدا ښځې دي .
سړو ته پکار دي چې پداسې ښځو دې یو څه سختي کوي او هغه د چا خبره کنټرول دې پرې مضبوط کړي او پځای د دې چې د ښځو په ناز او او ادا ځانونه بې وخته ووژني د دوی اصلاح ته دې بډې ووهي او ډېرې دې خپل سرۍ ته نه پرېږدي ځکه چې دې سره ټولنه بربادېږدي او نوی کهول خراب تربیا کېږي او زمونږ خو په مذهب کې هم داسې شته که چېرې د ښځو اصلاح په وهلو ټکولو هم وي نه باید چې دغه کار سړي وکړي خو بېخي داسې هم نه چې کوتک دې ورپسې راخستی وي بلکې یوازې په تش لاس او هغه هم په مخ او خېټه نه . .... نور بیا

میوند اشنا


pakhtoon
11.07.2007

سلأمونه او نيکي هيلي
ميوند اشنا له ستاسود پيرزوني څخه زړه له کومي ډيييييييره زياته مننه کوم
خدائ دي وکړي چي روغ او جوړ وسي
ٌٌٍْْښاغلي ميوند اشنا
ستاسوپه ليکنه کي ښځوته ګوته نيول شوي ده او زما يوه داسي ليکنه پکار ده چي په هغي کي د ښځو حقوق او يا په ښځه باندي چي کوم تيره نن په افغانستا کيږي ذکر شوي وي
(ځکه چي دا ليکنه زه بيا (دري) مجلي ته ورکوم )
يعني د ښځي اهميت په افغاني ټولنه کي
ښاغلي اشنا ستاسو په زړه پوري ليکنه زما د بل درد درمل شوله
مننه



ع کريم حليمي
12.07.2007

ډېر مکرم او محترم پښتون صاحب او منلي اشنا صاحب ، درنو لوستونکو 
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !

تاسو يوه ليکنه غوښتې 
[quote:2054d1aca7]او ډير ټينګار ئي د ښځي او دښځي په حقوقو باندي کړي دی [/quote:2054d1aca7]
وروره ! 
د نارينه او ښځو تر منځ خو داسي غټ فرق نسته ، چه څوک څه پر وليکي 
يوه غټه خبره سته : هغه داده چه پر نفس ئې تېری ونسي ، او په ټولنه کښي 
پتمن ژوند ولري ، او بس 

 او يوه بله خبره ده چه : ښځه هم د پلار په سرمايه کښي حق لري او هم د مېړه 
په سرمايه کښي  ، او نور خو نو مساوات خبره ده ، چه نارينه او ښځه دواړه 
په محکمه کښي د مساوات غوښتنه کوي او کوو ئې !!!

که ستاسو غوښتنه مشخصه کړي ، نو ليکوالو ته به ښه پته ولګيږي 

 په مينه 


ashna
13.07.2007

اسلام علیکم !
ښاغلو پښتون او حلیمي صېب درناوی :
باید عرض وکړم پښتون وروره چې ما خپله لیکنه په ټوکونو ویشلې ده کېدای شي یو نیم ټوک ستاسو د هیلې سره سمون وخوري خو موږ په داسې ټولنه کې وسېږو چې ټولنه مو د خرابۍ او د ناپوهۍ نه ډکه ده او د آدم بابا نه تر دا دی د ظاهر شاه بابا پورې پکې چا اصلاحات ندي کړي خو چې څوک څنګه لوی شوی دی همغه شان یې نور هم روزلي دي نو په یوه داسې ټولنه کې به څوک څه د چا په حقوقو خبرې وکړي چې په خپل کور کې د نر سځې حقوقو نه خبر نه وي او پدې نه پوهېږي چې څوک د چا قرباني کېږي ایا ښځه د نر قرباني کېږي او که نر د ښځې ؟ د دې ستونزې دحقیقت مندلو لپاره باید د خپله ځانه شروع وکړو او حل یې په خپل کلتور ، رسم رواج ، او په اسلام کې ولټوو نه د کفارو په مذهب او کلتور کې چې کله وایي د مور ورځ ده او کله وایي د ښځې ورځ ده چې دغه ورځې نه زمونږ په ټولنه کې راوج دي او نه کومه اسلامي بڼه لري او نه شکر الحمدالله زمونږ ټولنه دومر ظالمه ده او نه مو مذهب دومره ظالم او بې رحمه دی چې په ښځو دې دومره ظلم وکړي چې یې بیا د کفارو په شان هر کال د ظلم ورځ ولمانځو .
مننه اشنا مو


سلآ مونه او نيکي هيلي

pakhtoon
17.07.2007

له ټولوورونو او خويندوڅخه ډيره مننه کوم چي د ښځوحقوقو په اړه ډير ښکلي او په زړه پوري معلومات ليکلي دي
په درنښت


salam
01.08.2007

پښتون صیب چې دښځو پۀ حواله لیکونه دی پکاروی نو باید چې د ښځو لیکوالو نه
وغوواړی زمونږ پۀ ټولنه کښې خو لا تر اوسه ښځه دسړوپۀ تصلط کې ده او د
هغې دژوند فیصلیی سړی کوی ٠ددی اندازه لۀ دی نه هم کیدی شې چې دښځو پۀ
نوم نوممولی شوی فورم کښې دښځو تعداد دنیشت برابر دے او کۀ چرته راهم شې
نو فتوی پۀ لاس دومره مفتییان ناست دې چې ژوند به ورته عذاب کړی٠ ځان ته خو
دریو څلورو ښځځوکولو زمینه برابر کړی او پۀ هغه جهان لګیادی د70 ,70 حورو
بندو بست کوی. بیا دداسی خلکو نه دښځو دحقوقو طمعه څۀ له لری.


ashna
28.08.2007

افغان ښځه افغانه ټولنه ( ۲ )
نن سبا د ښځو د آزادۍ یوازې رمباړې ندي بلکې د خلکو نارې آن تر اوم آسمانه پورې رسیږي لېکن د دغه نارو سورو تر شا نورې موخې هم دي او هغه دا دي چې مسلمانې ښځې دې هم لکه د نامسلمانو ښځو په ځانګړې امریکا ، لویدیځ او یا د یهودو په شان بې حیایي پېدا کړي چې پدې کار دغه کفار غواړي اسلام د بېخه وکني چې کافي کار هم ورته شروع دی چې بېلګې یې راډیوي او ټلویزیوني خپرونو کې لیدل کېږي پدغه خپرونو کې ښځې سړو ته لمسوي او په سړو ملنډې وهي او آن د طنز غشي پرې وروي او یو ناسم انځور یې ټولنې ته ورپېژني که څه هم دا تر یو ځای سمه ده چې ځینې سړي په ښځو ظلم کوي او حقوقو ته یې نه تسلیمېږي چې ټول داسې ندي او دغه نه تسلیمېدل په ټولنه کې د سړو بې علمي او ناخبري په ډاګا کوي چې پدغه ډله خلکو کې ننۍ باعلمه افغانه کورنۍ هم په سیند لاهو ده بې علمه او بېسواده خو لا څه کړې
هر کله چې یو ماشوم پېدا شي نو د هر چا نه مخکې یې خپله مور ښکلوي اومینه ورکوي بیا یې خویندې او همدغه شان د کورنۍ نور غړي او ورو ورو دغه ماشوم بیا د ځوانۍ په ورۀ ننوځي او د ټولنیز عادت سره سم د یوې جنۍ سره د مجنون یا د فرهاد چمونه شروع کړي او دومره بیا جدي وي چې نه غواړي د دۀ محبوبې سره کوم بل د کلي یا د ښار هلک خبره وکړي او همدغه شان بیا دغه جنۍ یا کومه بله جنۍ د دۀ د ژوند ملګرې شي چې هغې ته بیا روحاني مینه او جسماني آسودګي ورکوي او هر حکم ( نخره) یې بیا په سر سترګو مني .
اوس لږ فکر وکړئ چې مور هم په ټولنه کې یوه ښځه ده خور هم یوه ښځه ده نیا هم ښځه ده او محبوبه هم یوه ښځه ده چې دغه ټولې ښځې بیا د سړي ماشوم سره مینه کوي او مینه ورکوي او هم خپله سړي سره مینه کوي او مینه ورکوي خو چې کله دغه سپېڅلې هستي د خپل ځان په شان یوه ښاېسته ښکلې هستي وزېږوي نو په سړي بیا فرعونیت وخېژي او په کور کې د یوې ماشومې (جنۍ) په زږېدنه دومره خوښ نه وي لکه د یو ماشوم (هلک) په زېږدو چې وي
زما په اندخوپه اصل کې د سړي نه په کور کې د یوې ښځې پالنه نه کېږي که چېرته د سړو نه د یوې ښځې پالنه کېدای شوی نو په لومړۍ ورځ د پېداېښ به یې دغه ماشومه ښکلولئ او په زړۀ پورې به یې نیولی پځای د دې چې ښاغلی د ماشومې د پېدایښ نه پوره یوه میاشت وروسته یې د مور پوښتنه وکړي .
سړو ته پکار دي که یې نور هېڅ د لاسه نه کېږي نو دومره خو دې وکړي چې په لومړۍ ورځ د ماشومې خبر واخلي او د ماشومې د مور یا د خپلې مېرمنې په مخکې د خوښۍ اظهار وکړي او د ماشومې د نوم په هکله هم که داسې ووايي چې نوم یې ډیوه یا شمع شوه نو دا خو بېخي ښه کار دی چې د یوې خوا به یې خپله مېرمن خوشحاله شي او هغه کومه سخته چې پرې څو ساعته مخکې تېره شوي وي د یو څو ثانو لپاره به یې هېره شي او وجود به یې دمه شي او د ماشومې د نوم په هکله یې که داسې هم وویل چې دا به داسې ډیوه یا شمع وي چې زمونږ ټوله کورنۍ به پرې رڼا وي نو دا خو بېخي د ثواب کار دی او د همدغه ځای نه د یوې بهترینې میرمن بنیاد کېښودل کېږي او د مور په زړۀ کې یې دا هیله راوژندۍ کېږي چې د دې ماشومې به زه داسې تربیا وکړم چې واقعًا پرې دا ټوله کورنۍ رڼا شي او همدغه شان ورو ورو د یو څراغ نه بل څراغ روښانېږي او یوه ګلالۍ ټولنه منځ ته راځي ...... نور بیا
میوند اشنا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more