د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د لمونځ پۀ هکله يو څو پوښتنې

پيوستون
18.10.2003

سلامونه محترمو ورونو او خويندو، پۀ خا صه توګه طالب جان ورور، پاڅون صيب او غرول ورور ته. زۀ مخکې د "پښتون ځلمى" پۀ نوم راتلم خو د لګ څۀ مصروفياتو لۀ کبله دلته راتلى نۀ شوم او لۀ تخنيکي ستونزو لۀ کبله مې ليکلى نۀ شو. پۀ هر صورت، ما د لمونځ پۀ باره کې يو څو پوښتنې درلودې. څۀ چې را پۀ ياد شوې، هغه به وکړم، نورې به بل وخت شي...
[color=darkblue:0e6a28fa60]١. موږ حنفيان چې لمانځۀ کې لاسونه پۀ نامۀ ږدو، نو زياتره يې د ښي لاس ګټه او قچه ګوته د چپ لاس نه چاپېره کوو او دا نورې درې ګوتې د چپ لاس پۀ مړوند خوروو. ما اورېدلي چې خپله پيغمبر (صل الله عليه وسلم) به کله ښى لاس چاپېره کول او کله به يې لاس (ټولې ګوتې؟) پۀ چپ لاس خورول، او حنفيان، لۀ پاره د دې چې دواړه سنـته پۀ ځاى کړي دا کار کوي، يعني ٢ ګوتې چاپېره کړي او دا ٣ يې خورې کړي. پوښتنه دا ده چې ريښتيا هم زموږ د دې ډول عمل سبب هم دا دى؟ کۀ وي نو آيا دا سم کار دى؟ کۀ پۀ دقيق ډول را ته و واياست چې خپله پيغمبر (صل الله عليه وسلم پۀ قيام کې لاسونه پۀ کوم ځاى کېښودل او پۀ څۀ ډول او پۀ څو ډولونو، نو مننه به کوم. او موږ ته څۀ پکار دي چې ويې کړو؟

٢. موږ چې کله پۀ جمعه (پۀ ګډه) لمونځ کوو، نو پۀ خفي (؟) لمونځونو (لکه ماسپښين، مازديګر) کې هم مقتديان قرات نۀ کوي، يعني الحمدلله او سورت نۀ وايي، خو يو حديث کې راځي چې 'لا صلات لمن لا فاتحه له" (کۀ غلط کړى مې نۀ وي). نو د دې حديث پۀ رڼا کې موږ ته پکار نۀ دي چې پۀ پټ (غير جهري) لمونځونو کې يواځې د امام پۀ قرات بسيا و نۀ کړو؟[/color:0e6a28fa60]
جزاکم الله خيرا


م ن غروال
18.10.2003

ښاغلئ پيوستون صاحب سلامونه اونېکې هيلې
دلمانځه شپږ ارکان فرض او اتلس ارکان هم واجب او نور يا سنت يا هم مستحب دي دلاسو نيول لکه څرنګه چه تاسو ويلي دي کامل صيح دي٠ دا نه فرض دي او نه هم واجب،
هغه رکعتونه چه د امام لخوا خفيه تلاوت کيږي مقتدي ته چوپتيا حنفي مذهب غوره ګڼلئ دی اما دا هم له فرايضو او واجباتو ندي ، که څوک چيرته ايات متبرکه پدغه حال کي زړه کي يعني خفيه قرأت کړي لمونځ يې صيح دی٠
که نور تفصيل او شرح او درستر بيان نور وروڼه وليکي مونږ به هم مستفيد شو٠ والسلام


پښتون ځلمی
21.10.2003

دېره مننه او جزاکم الله خيرا غروال صيب د ځواب نه مو. هو صيب، زۀ هم د يو تفصيلي ځواب پۀ طمعه يم.
پۀ درنښت



طالب جان
22.10.2003

ګرانو محترمو مکرمو او عزتمندو وروڼو او با عفته خويندو
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
په لمانځه کي دﻻس تړلو کومه طريقه چي تاسي ليکلي هغه داحنافو په نزد غوره او مستحبه طريقه ده . ياني له تکبير تحريمه څخه وروسته دي ښی لاس په چپ لاس بر سيره داسي کيښودل شي چي دښي لاس په غټه اوقچه ګوته دي دچپ لاس مړوند ونيول شي اوپاته درې ګوتي دي دچپ لاس په مړوند وغزول شي د ا حنافو په نزد دا مستحب دي .
پاتي شوه دقراءت مسأله نو په اسلامي فقه او مبارکو احاديثو کي دحنفيانو او شافعيانو رحمهم الله تر منځ دا يوه معرکة الأرا مسأ له ده او د فقي او حديثو په اصطلاح کي دي مسألې ته د (( قراءت خلف الامام )) نوم ورکړل شويدې دا مسأله داستحباب او عدم استحباب مسأله نه ده (( لکه څنګه چي دځينو وروڼو خيال دې بلکه دا دجواز او نه جواز مسأله ده ځکه هم دا مسأله ډيره مهمه ده نوموږ يي په تفصيل سره ليکو اول به موږ دمسألي صورت او په هغي کي اختلاف وليکو بيابه دامام شافعي رحمه الله دليل وليکو بيا به دامام ابو حنيفه رحمه الله دلايل په ترتيب سره اول ايت بيا حديث اوبيا عقلي دليل ذکرکړو اوپه آخر کي به دحضرت امام شافعي رحمه الله دليل ته ځوابونه ووايو .
[color=green:cf7f6be638]دمسألي صورت : [/color:cf7f6be638]دادی چې کله چي امام په لمانځه ودريږي او قراءت شروع کړي نو ايا مقتدي به هم قراءت وا يي که به پټه خوله دريږي ؟؟؟ حضرت امام شافعي رحمه الله فرما يي چي مقتدي به هم قرأ ت وايي مګر حضرت امام ابو حنيفه رحمه الله فرمايي چي مقتدي به قرأت نه وايي بلکه پټه خوله به دريږي .
[color=olive:cf7f6be638]دامام شافعي رحمه الله دليل [/color:cf7f6be638]: په حديث شريف کي راغلي دي چي لاصلاة الا بفاتحة الکتاب (( ياني دفاتحې ((الحمدلله )) له ويلو پرته لمنځ نه صحيح کيږي )) نو امام شافعي رحمه الله فرما يي چي له حديث څخه په ډاګه شوه چي په امام پسي له شا هم قرأت ويل فرض دي .
[color=blue:cf7f6be638]دامام ابو حنيفه رحمه الله دﻻيل : [/color:cf7f6be638]
[color=indigo:cf7f6be638]اول قرآني آيت [/color:cf7f6be638]: په قرآنکريم کي راغلي دي چي ((واذا قرئ القرآن فا ستمعوا له وانصتو )) سورة الاعراف آ يت لمبر٢٠٤ټوک نهم .
ژباړه ! کله چي قرآ ن ويل کيږي نوتاسي يي په غور سره واورۍ او پټه خوله اوسيږۍ . پدي آيت شريف کي دتلاوت يا قرأت په وخت کي دچپ کيدو امرشوېدې نو په لمانځه کي هم چونکه امام قرأت وايي نوپه دي آيت شريف دعمل کولو له امله ښايي چي مقتدي پټه خوله ودريږي او قرأت ونه وايي .
[color=blue:cf7f6be638]دوهم دليل حديث شريف : [/color:cf7f6be638]عن جابر رضي الله عنه قال قال رسول الله صلي الله عليه وسلم من کان له امام فقرا ء ةالامام له قرا ء ة . کتاب الاثار ٩٤ مخ
ژباړه ! له حضرت جابر رضي الله عنه څخه روايت دې چي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي چي دچا لپاره چي امام وي نو دامام قرأت دده (( مقتدي )) قرأت دی. له دي حديث شريف څخه په ډاګه شوه چي دامام قرأت دمقتدي لپاره هم کافي ده نو ځکه بايد مقتدي په امام پسي قرأت ونه وايي بلکه پټه خوله دي ودريږي . دا حديث حافظ احمد بن منيع په خپل مسند کي او امام محمد بن الحسن په خپل مؤطا کي او امام طحاوي او دارقطني هم ذکر کړېدی .
[color=indigo:cf7f6be638]دوهم حديث : [/color:cf7f6be638]عن ابي هرير ة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلي الله عليه وسلم انما جعل الامام ليؤتم به فاذا کبر فکبروا واذا قرأ فانصتوا . رواه الخمسة الا الترمذي هذا حديث صحيح کتاب الاثار ٩٣ مخ
ژباړه !له حضرت ابي هريره رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي چي امام ددي لپاره دې چي اقتدا پسي وشي نو کله چي امام تکبير ووايي تاسي هم تکبير وواياست خو کله چي هغه قرأت شروع کړي نو تاسي پټه خوله اوسۍ .
[color=blue:cf7f6be638]دريم حديث [/color:cf7f6be638]: عن ابي موسی رضي الله عنه قال علمنا رسول الله صلي الله عليه وسلم قال اذاقمتم الي الصلوة فليؤمکم احدکم واذا قرأ الامام فانصتوا . کتاب الاثار ٩٢-٩١ مخونه
ژباړه ! حضرت ابي موسي رضي الله عنه وايي چي موږ ته رسول الله صلي الله عليه وسلم تعليم راکاوه نو راته ويي فرمايل چي ! کله چي تاسي دلمانځه قصد وکړۍ نو يودي ستاسي امامت وکړي او کله چي امام قرأت وايي نو تاسي پټه خوله شۍ . پدي دواړو حديثونو کي رسول الله صلي الله عليه وسلم مقتديانوته دامام ترشا دوﻻړي په وخت دپټي خولې نيولو امر کړېدې .
دا ټول احاديث علامه محدث محمد بن علي النيمي په خپل وتلي کتاب (( کتاب اثارالسنن )) کي ذکرکړي دي .
[color=brown:cf7f6be638]دريم دليل [/color:cf7f6be638]: عقلي دﻻيل خداي پاک جل جلا له په قرآنکريم کي دقيامت دورځي په اړه فرمايلي (( يوم يقوم الروح والملائکة صفآ لا يتکلمون الا من اذن له الرحمن )) سورة النبأ آ يت ٣٨ ټوک ٣٠ .
ژباړه ! ((ياده کړه هغه ورځ )) کله چي ولاړوي روح او ملائکه په صف کي دوي به خبري نه کوي ما سيوا له هغوچا څخه چي الله تعالي هغه ته اجازه وکړي . لدي ايت شريف څخه معلومه شوه چي دخبروکولوحق هغه چاته حاصل دی چاته چي اجازه ورکړل شوي دا نورکسان بايد پټه خوله و او سيږي نو لمونځ هم له خداي جل جلاله سره دخبري کولو په معنا دې نوپه لمانځه کي هم فقط امام ته د قرأت ويلو اجازه شته نو ځکه بايد مقتديان پټه خوله ودريږي .
[color=green:cf7f6be638]دوهم عقلي دليل [/color:cf7f6be638]: عقل هم دا غوښتنه کوي چي دتجمع په صورت کي دي بايد يو سړی خبرې وکړي ځکه که ټول په يوه وار خبري سره شروع کړي نو دهيچا خبره هم نه اوريدل کيږي مګر که يو سړی خبرشروع کړي اونور ټول پټه خوله ودريږي نو دهغه يوه سړي په خبر سړی ښه پوهيږي نو ځکه د جماعت يا جمع په صورت کي هم بايد امام قرأت ووايي اونور مقتديان پټه خوله ودريږي .
يادونه : داحنافو په نزد په غير جهري يا خفيه لمونځونو کي هم دامام تر شا قرأت ويل مکروه تحريمي دي .
[color=red:cf7f6be638]دحضرت امام شافعي رحمه الله دليل ته ځوابونه .[/color:cf7f6be638]
[color=darkred:cf7f6be638]اول ځواب : [/color:cf7f6be638]د امام شافعي رحمه الله روايت شوې حديث د امام او منفرد ((چي تنها لمونځ ادا کوي )) لپاره دې نه دمقتدي لپاره ځکه چي ددي حديث نور طرق هم شته چي په ځينو کي ((الا ان يکون وراء الامام)) او په ځينوکي (( هذا اذاکان وحده )) او په ابو داود شريف کي (( لمن يصلي منفردا)) هم راغلي دي نو د مقتدي دفعل لپاره د امام يا منفردپه حديث دليل نيول صحيح نه دي .
[color=brown:cf7f6be638]دوهم ځواب : [/color:cf7f6be638]دروايت شوي حديث په اړه داکثرو علماو دا رايه ده چي دا حديث سندا او متنا معلول او مضطرب دی دسند اضطراب يي دادی چي په راويا نو کي يي اتصال نشته بلکه انقطاع ده او دمتن اضطراب يي دادی لکه څنګه چي موږ پورته ذکرکړو چي ددي حديث شريف الفاظ مختلف راغلي دي ددي برعکس داحنافو روايت شوي احاديث صحيح دي اودمتن او سند له هر ډول کمزوري څخه پاک دي .
[color=darkred:cf7f6be638]دريم ځواب : [/color:cf7f6be638]دامام شافعي رحمه الله په روايت شوي حديث کي استثنا راغلي ده اوله استثنا څخه فرضيت نه بلکه استحباب څرګنديږي حال داچي دامام شافعي رحمه الله دعوي دقرأت دفرضيت ده .
[color=brown:cf7f6be638]څلرم ځواب [/color:cf7f6be638]: دټولو امامانو په نزد متفقه مسأله داده چي هر څوک چي رکوع له امام سره ونيسي نو هغه رکعت ونيوحال داچي مقتدي حقيقتا قرأت نده ويلې نو ځکه بايد ومنل شي چي دامام په قرأت سره حکما دمقتدي قرأت هم ادا شو اوداحنافو مذهب هم همدادی نو پدې مسأله کي شافعيان رحمهم الله هم د احنافو رحمهم الله دمذهب تا ئيد کوي .
[color=darkred:cf7f6be638]پنځم ځواب [/color:cf7f6be638]: په قرآنکريم کي دقرأت په وخت دانصات ياني پټی خولی نيولو حکم راغلی نو که په حديث کي د قرأت حکم راشي نو د آ يت او حديث تر منځ تعارض راځي او دتعارض په وخت کي ترجيح آ يت ته ورکول کيږي نو ددي دﻻيلو په بنياد با يد مقتدي په امام پسي پټه خوله ودريږي . پدي مسأله کي هم دحنفيانو دلايل ډير قوي دي او قوي دلايل د مذهب په برتري دﻻلت کوي . والحمد لله علي ذلک .


پښتون ځلمی
26.10.2003

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
جزاکم الله خېرا محترم طالب جان صيب. سبحان الله والحمد لله، پۀ ريښتيا چې علم يو بحر دى او بيا پۀ تېره د اسلام علم.
وروره، بخښنه غواړم کۀ زۀ نۀ يم پوه شوى، خو ماته داسې ښکاري چې پۀ دې حديثونو کې پۀ ښکاره ډول دا ذکر نۀ دى شوى چې دا جهري لمونځونه يادوي او کۀ خفيه او کۀ دواړه. امکان لري چې د "قرات" معنا يواځې پۀ اوچت غږ قرات وي؟ بل دا چې د دواړو ډلو د دلايلو او بحث نه هم داسې برېښي چې خبره د جهري لمونځ کېږي. تاسو هم د خفيه لمونځونو حکم داسې ياد کړى (پۀ "يادونه" کې) چې ګنې دا دلايل د خفيه لمونځونو د پاره نۀ دي.
بېرته لومړۍ پوښتنې ته؛ لکه څنګه چې ما پۀ اوله ليکنه ياد کړل، ما دغسې يو څۀ اورېدلي چې په لمانځه کي دﻻس تړلو طريقې پۀ اړه صحيح حديث/احاديث پس د امام ابو حنيفه (رح) د وخت و موندل(؟) شو خو حنفيانو خپلې طريقې ته تغير ور نۀ کړل او يا هم دا چې زموږ دا ډول لاس تړل د دوو (٢) بېلو بېلو سنتونو پۀ منځ کې يوه لاره ده. دا ريښتيا دي او کۀ نه. پۀ دې کۀ لږ څۀ رڼا واچوئ، ډېره مهرباني به مو وي.



ليلماـ الفت
27.10.2003

ګرانو وړونو سلامونه !
د لمانځه په اړه زما هم يو پوښتنه په زړه کي ګرځي ـ
هغه دا چه د سنتو په نيت کي دا ويل ضروري دي چه دوه رکعته سنت په پيروي دمحمد رسول الله (ص)او که يواځي دوه رکعته سنت ويل کافي دي ؟
ستاسي د جواب په هيله ستاسي خور ليلوما الفت


م ن غروال
27.10.2003

پتمنې او عزيزې خورې سلام عرض کوم
البته زه فقهي نه يم اما تر کومه چې مې زده هغه به ليکم٠ سنت يا، په پيروي د رسوال الله ص ، دا حقيقت کي يوه معنی افاده کوي٠ که نيت کي سنت کلمه وويل شي دا معنی ورکوي چه تاسو دا لمونځ په پيروي د رسول الله ص يې ادا کوئ٠ سنت لمونځونه دوه دوړه دي٠ يو مؤکد او بل غير مؤکد٠ مؤکد سنت لمونځ هغه دئ چه تل رسول الله ص ادا او هغې کي د انجناب ص هدايت يا يې په ادا کولو کي امر فرمايلئ دی خو دلته هم فقهيان له بده مرغه اختلاف لري٠ او غير مؤکد سنت هم هغه لمونځ دئ چه تأئيد نشته يعنې ترک هيڅ ګناه نلري٠ که مخکې د لمانځه ادا کولو مؤمن راپاڅيږي او غواړي لمونځ ادا کړي او پو هيږي چه اوس دا لمونځ مې سنت دئ يا هم فرض، او پرته له نيته ﻻسونه غوږو ته پورته او الله اکبر ووايې او خپل لمونځ ادا کړي، لمونځ يې صيح دئ٠ او دمؤکد سنت لمنځو کي که د مؤکد کلمه په نيت کي وويل شي غوره ګڼل شوئ دئ٠ ومن الله توفيق٠ او په درناوې



طالب جان
28.10.2003

[quote:9562301557="ليلوماـ الفت"]ګرانو وړونو سلامونه !
د لمانځه په اړه زما هم يو پوښتنه په زړه کي ګرځي ـ
هغه دا چه د سنتو په نيت کي دا ويل ضروري دي چه دوه رکعته سنت په پيروي دمحمد رسول الله (ص)او که يواځي دوه رکعته سنت ويل کافي دي ؟
ستاسي د جواب په هيله ستاسي خور ليلوما الفت[/quote:9562301557]
محترمې خورکۍ ليلوما (( الفت )) : السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
د خپل ګران او محترم ورور(( غروال )) صيب دټولو خبرو په تائيد بايد دومره عرض کړم چي ! دنيت تړاو تر زړه پوري دی ځکه نو دلمانځه پر وخت دلمانځه نيت فقط په زړه کي دا راتيرول کافي دي چي زه اوس دفلاني وخت فرض يا سنت لمونځ ادا کوم په ژبه د نيت دتورو اداکول ضروري نه دي .والله اعلم



ليلماـ الفت
28.10.2003

زما مسلمانانو وړونوغروال اوطالب جان صاحبانوسلامونه !
ستاسي دنيکو رايو او علمي څيړونو څخه يوه نړۍ مننه وړونو زما بله پوښتنه داده ـ
د ښځوتګ مسجد ته د جمع لمونځ لپاره رواه دئ اوکه نه ؟که روا وي نو ولي په افغانستان کي ښځوته اجازه نسته چه مسجد ته لاړي سي او په جمع لمونځ ادا کړي او که نه وي روا نوبيا ولي په امريکا کي په مسجدو کي د ښځو لپاره جلا ځای جوړه وي او په جمع ښځي لمونځ کوي او خدای پاک (ج) هم په خپل کلام پاک کي ويلي دي چه ـ
((ورکعومع راکعين )) چه دواړه جمع توري دي او ښځه او نر دواړو ته راجع دي ـ که په دې هکله پوره او مفصل معلومات را کړئ ثواب به موسي ځکه که امريکا او افغانستان په دې مسئله کي سره پر تله کړو د سړی عقيدې ته زيان رسيږي
ستاسي پښتنه خور ليلوما الفت


م ن غروال
01.11.2003

پتمنې خورې سلام عرض کوم٠
د بخښنې په غو ښتو سره چه راڅخه ﻻ ځوابه پاته ياست علت ئې دا دئ چه محترم طالب ورور پدې هکله هم شرعې رڼا پر مسئله اچولې ده چه ستاسو د پوښتنې ځواببه حاصل شوئ وي٠
اما دومره غواړم عرض کړم چه که کوم ډول اسلامي اخلاقي لمنو ته د ښځو له ورتګ څخه نه را پيدا کيږي او ښځې د مسجد څخه د وتلو او ننوتل ﻻر ځانته وي او د لمانځه ادا کولو ځائ يې هم ورته د حال منسب ځائ د يوه منلي اسلامي عالم لخوا ليدل شوئ وي، نو د ښځو تګ مسجد ته کومه ګناه نده٠ ولله اعلم٠ په درناوې


انځورګر
02.11.2003

زما مسلمانانو وړونواو خوندوستړي مه شئ ـ
يو پوښتنه لرم هغه دا چه که سړی قرآن شريف ختم کړي څو سجدې پر واجب کيږي ؟
اودسجدې ترتيب او نيت څنکه دئ ايا دا په هر وخت کي کولائ سې او که څنګه ؟
ستاسي مسافر ورور له نيويارک څخه


م ن غروال
02.11.2003

خالد جانه وروره ستړئ مسې او دا دونه موده؟ د ګېډۍ ګېۍ سلامه درته تقديم دي او روغ او جوړ او بريالۍ اوؤسې٠ د قرأن شريف د تلاوت سجدې ١٤ دي چه له نهمې پارې څخه پيل کيږي٠ هم په لوستونکي او هم په اوريدونکي واجب ده٠ اکثره علمأو وروسته د سجدې ايت له تلاوت او اورېدو سمدﻻسه سجده کول غوره ګڼلې ده٠ مخ په قبله، د اوداسه لرل، دجامو او ځای پاکې د فرضياتو دي٠ نيت کول د سنتو څخه دي٠ نيت کوم ادا کړم د تلاوت سجده چه پرما واجب سوې ده خاص الله تعای لپاره، مخ کو په طرف د کعبې شريفې، الله اکبر٠ يت خلاص سو او د اله اکبر په ويلو سره مستقيما پرته له کمه تأخيره سجدې ته ځي يعنې سر به پر ځمکه کښيږدي، او ٣ ځله به سبحان ربي ﻻعلی وائي او د الله اکبر په ويلو سر له سجدې راپورته کيږي٠ خوښه ستا ده چه ورسته له سجدې کښېنې او که ودرېږې، له سجدې څخه د سر په راپورته کولو د تلاوت سجدې ختم دئ يعنی تلاوت سجده کامله ادا سوه٠ لويه خداي ته دې په څپل لوئ دبار کښی زما دغه سجه قبوله وفرماياست، امين٠ که دا دعا وويل سي خورا نېکه به وي٠ د تلاوت سجده د جماعت لمانځه اداکولو او د خطبو ، د لمر ذوال او سر وهلو پر وخت د سجدې کول منع کڼل سوئ دئ٠دا سجده لکه لمونځ چه سړئ پر څوکئ ناست وي ادا کول ئې ندي ﻻزمه ، مګر د صحي تکاليفو له مخې چه نسي کوﻻئ سر پر ځمکه کښيږدي ٠
خالد جانه وروره تلاوت دې خدای ج قبول کړه خو زه وړانديز کوم تلاوت د ترجمې سره چه تر خپل حده د قرأن په معنی او مفاهيمو سړئ پوه سی په زرګنو مراتبو غوره عبادت دئ چه هماغومره يې ثواب هم ډير دئ٠ که سړئ يوازی روژې مبارکه مياشت کي لس ځله د ترجمې پرته قرأن المبارک په تلاوت ختم کړي بيا هم ديوې رکوع په ترجمه معنی ځان پوهولو ته يې مقام نسي رسيدائ٠ خير په هر حال ما لږزيات درته وليکل چه انشأالله تعالی ځواب مو حاصل سوئ وي٠ الله مو مل اوسه٠ په درناوې


انځورګر
03.11.2003

:lol: ګرانه غرواله الله ٠ج) خو دي راوله ـ داسي راته ښکاري چه دروژې په مبارکه مياشت کي دکندهار دسپين ږيرو په څير درد او غصه نه در ځي :lol: هسي يوه هم طبي
خدای دي وکړي چه جوړ او روغ ياست ـ ګرانه ستا پورته ليکني ته چه ګورم نو په کندهارکي خپل وړوکتوب او ديني مدرسه مي سترګو ته ودريدل ـ هغه وخت زما يو استاد ؤ مولوي عنايت الله صاحب نوميده اصلاٌ دزابل ولايت وخو ستاسي په څير ډير مهربانه ؤهر وخت به ئې ستاسي دليکني په څير دښووني سره يو نصحت ضميمه کاوه او ماته هغه را ياد سو تاسي ته دي د هغه ښاغلي سره يوځای څښتن تعالی (ج) عوضونه درکړي ډيره مننه خو ودي نه ويل چه هري سجدې ته جلاجلا نيت په کار دئ که ټولو ته يو نيت کافي دئ ؟
او ګرانه څه وکړو د امريکا فاحشه چاپيريال دئ او دخالق تعالی مبارکه روژه ـ په کور کي ناسته راته غوره ښکاري که ووځو نو روژه مو زيانمنه نه سي خير په هر صورت يوځل بيا مننه
په دې مبارکه مياشت کي نيک کړه درته غواړو کامياب واوسيږئ .....ستاسي مسافرکشر ورور



طالب جان
03.11.2003

[quote:46ec4b0fbe="ليلوماـ الفت"]زما مسلمانانو وړونوغروال اوطالب جان صاحبانوسلامونه !
ستاسي دنيکو رايو او علمي څيړونو څخه يوه نړۍ مننه وړونو زما بله پوښتنه داده ـ
د ښځوتګ مسجد ته د جمع لمونځ لپاره رواه دئ اوکه نه ؟که روا وي نو ولي په افغانستان کي ښځوته اجازه نسته چه مسجد ته لاړي سي او په جمع لمونځ ادا کړي او که نه وي روا نوبيا ولي په امريکا کي په مسجدو کي د ښځو لپاره جلا ځای جوړه وي او په جمع ښځي لمونځ کوي او خدای پاک (ج) هم په خپل کلام پاک کي ويلي دي چه ـ
((ورکعومع راکعين )) چه دواړه جمع توري دي او ښځه او نر دواړو ته راجع دي ـ که په دې هکله پوره او مفصل معلومات را کړئ ثواب به موسي ځکه که امريکا او افغانستان په دې مسئله کي سره پر تله کړو د سړی عقيدې ته زيان رسيږي
ستاسي پښتنه خور ليلوما الفت[/quote:46ec4b0fbe]
محترمو وروڼو اوخويندو : السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
دپورتنۍ پوښتني دځواب په اړه په ټول ګړي بحثونوکي ځما ليکنه چي د ((اسلام ښځي تعليم او پاچاهي تر موضوع ﻻندي ليکل شوي بايد وکتل شي . په مينه . مننه



طالب جان
03.11.2003

[quote:40b539d53a="خالد هادي"]زما مسلمانانو وړونواو خوندوستړي مه شئ ـ
يو پوښتنه لرم هغه دا چه که سړی قرآن شريف ختم کړي څو سجدې پر واجب کيږي ؟
اودسجدې ترتيب او نيت څنکه دئ ايا دا په هر وخت کي کولائ سې او که څنګه ؟
ستاسي مسافر ورور له نيويارک څخه[/quote:40b539d53a]
پدي اړه دګران ورور غروال صيب له ليکني سره په سرښورولو سربيره بايددومره ووايم چي دايت تلاوت له لوستلو سره سم ځيني سجدې په انسان واجبيږي او دواجبو په تاخيرکي ګناه ده نوکه دتلاوت په پاي کي دايت سجدي دلوستلو په صورت کي په سمدستي ډول سجده وکړل شي غوره به وي .
[color=blue:40b539d53a]پاتي شوه دنيت مسأله [/color:40b539d53a]نو وروره که له هري سجدي سره په زړه کي دا درتيره کړي چي دتلاوت سجده کوم ښه خبره ده او دډيرو سجدو په يوه ځاي کولو په وخت کي که په زړه کي دا ووايي چي دومره سجدې کوم او هري سجدي ته ځانګړی نيت ونه کړي داهم کومه پروا نلري بس هرڅنګه چي تاسي ته اسانه وي هماغسي کوۍ .


م ن غروال
03.11.2003

ښاغلۍ هادي سلامونه٠
د سجدې ايت په تلاوت او په اورېدو سمدﻻسه سجده واجب ده سمدﻻسه بايد ادا سي اما که ګرده سجدي پاتې وې او دا ګرده ١٤ د ټول قرأن شريف دسجدې واجب تر سره کوئ، نو يو نيت کفايت کوي، اما غوره له هرې سجدې سره دئ چه نيت وسي٠ په مينه



ليلماـ الفت
04.11.2003

زما مسلمانانو وړونو ! سلامونه او ښې چاري
ستاسي د جواب نه ډيره مننه ـ زما بله پوښتنه داده چه دلته په امريکا کښي پر hayway يالويه لاره باندي موټر قانوني څوک نه سي درولائ ترڅو چه exit ونه کړي نو که څوک په اوږده سفرروان وي او دلمانځه وخت سي نو په داسي حال کي موټرچلونکي ته جواز سته چه دموټردچلولو سره لمونځ اداء کولائ سي ؟



هيواد شېرزاد
04.11.2003

درنو او قدرمنو دوستانو! ډېرې ښکلې پوښتنې مو راشروع کړي دي. خدای ج دې ټولو ته ددې کار اجر اوثوب نصيب کړي. زما په مغزو کې له ډېره وخته يوه پوښتنه، چې دقضايي لمانځه په هکله ده، راګرځي. اوس يې تاسې ته وړاندې کوم .
ما د ځينو مولايانو څخه اوريدلي چې قضايي لمونځ بايد سبا هغه وخت د فرضو څخه دمخه اداً شي او ځينې بيا وايي چې سړی کولای شي د بل راتلونکي لمونځ د فرضو څخه يې مخکې اداً کړي. په دغوکې کومه خبره سمه ده؟ ستاسې د وضاحت په تمه.



طالب جان
05.11.2003

[quote:57d3a2f9d0="ليلماـ الفت"]زما مسلمانانو وړونو ! سلامونه او ښې چاري
ستاسي د جواب نه ډيره مننه ـ زما بله پوښتنه داده چه دلته په امريکا کښي پر hayway يالويه لاره باندي موټر قانوني څوک نه سي درولائ ترڅو چه exit ونه کړي نو که څوک په اوږده سفرروان وي او دلمانځه وخت سي نو په داسي حال کي موټرچلونکي ته جواز سته چه دموټردچلولو سره لمونځ اداء کولائ سي ؟[/quote:57d3a2f9d0]
ګرانو او محترمووروڼو اوخويندو السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
دپورتنۍ مسألې په اړه بايدووايم چي : پداسي لويه ﻻره دتللو په صورت کي موټر بايد ودرول شي اوخپل لمونځ بايد اداکړل شي او اړونده چارواکي بايد دخپلو مذهبي تګلارو څخه خبرکړل شي . مګر که چيري دموټر درولو امکان نه ؤ نو بيابايد لمونځ تر اخيره وخته وځنډول شي ترڅو چي دexit ځاي ته ورسيږي او هلته بيا لمونځ اداکړل شي خو که دلمانځه تر اخيره وخته هم دexit ځاي ته سړې ونه رسيږي اودقضا کيدو خطره يي وي نو بيا دي په موټرکي لمونځ په اشاره وکړل شي خووروسته بيا ددې لمانځه قضا راوړل واجب دي . والله اعلم باالصواب ٦



طالب جان
05.11.2003

[quote:57784ddb11="هېواد"]درنو او قدرمنو دوستانو! ډېرې ښکلې پوښتنې مو راشروع کړي دي. خدای ج دې ټولو ته ددې کار اجر اوثوب نصيب کړي. زما په مغزو کې له ډېره وخته يوه پوښتنه، چې دقضايي لمانځه په هکله ده، راګرځي. اوس يې تاسې ته وړاندې کوم .
ما د ځينو مولايانو څخه اوريدلي چې قضايي لمونځ بايد سبا هغه وخت د فرضو څخه دمخه اداً شي او ځينې بيا وايي چې سړی کولای شي د بل راتلونکي لمونځ د فرضو څخه يې مخکې اداً کړي. په دغوکې کومه خبره سمه ده؟ ستاسې د وضاحت په تمه.[/quote:57784ddb11]
محترم قدرمن او عزتمنه وروره (( هيواد )) صيب : السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
ترڅو چي له انسان څخه شپږ لمونځونه پيوسته نه وي قضا شوي نودپنځو ياله هغو څخه کم لمونځونو د قضا کيدو په صورت کي ددي لمونځونو دقضايي په راګرځولو کي ترتيب واجب دې که قضا لمونځونه شپږ ياتر شپږو زيات شي نو بيا ترتيب ساقطيږي . دمثال په ډول که له چا څخه دسهار او ماسپښين لمونځ قضا شي نو دمازديګر ترلمانځه له مخه بايد ددي دواړو لمونځونو قضا پداسي ترتيب راوړل شي چي اول دسهار دلمانځه بيا دماسپښين دلمانځه قضا راوګرځول شي وروسته بيا دمازديګر لمونځ ادا کړل شي يا مثلا که له چاڅخه دماښام لمونځ قضاشي نو دهغه قضايي بايد د بيګا ترلمانځه له مخه راوړي اووروسته بيا دبيګا لمونځ ادا کړل شي دي ته ترتيب وايي او که قضا لمونځونه شپږ يا زيات وي نو بيا ترتيب ضروري نه دی که يي اول دمازديګردلمانځه قضايي راوړه وروسته بيا دسهار نو داهم روا ده ياني تاته چي کوم اسانه وي اول دهغه لمانځه قضا راګرځوه بيا ددي نورو . والله اعلم باالصواب



هيواد شېرزاد
05.11.2003

تر سلام وروسته به د طالب جان ورور څخه يوه نړۍ مننه وکړم. رب العذت دې ستاسې په علم کې نور برکت هم وکړي.


پښتون ځلمی
06.11.2003

سلامونه او نېکې هيلې. ډېرې پۀ زړۀ پورې پوښتنې او د هغو صريح ځوابونه مې و لوست.
د هېواد ورور د پوښتنې پورې يوه پوښتنه را ياده شوه چې "[color=darkred:09bdec8fec]د لمانځۀ قضايي را ګرځولو پۀ وخت بايد د سنتو قضايي هم ادا شي او کۀ يواځې د فرضو + واجبو؟[/color:09bdec8fec]" ما يو اردو کتاب کې لوستلي چې کۀ د سهار لمونځ قضا د زوال نه مخکې راوړل شي نو بايد سنت هم ادا شي او کۀ د زوال نه وروسته راوړل شي، نو يواځې فرض يې ادا کېږي، او د نورو لمونځونو يواځې فرض + واجب را ګرځول کېږي.
يوه وړه پوښتنه: [color=darkred:09bdec8fec]کۀ پۀ يو سړي د تېر شوي وخت لمونځ قضايي را ګرځول وي او د اوسني لمونځ پۀ قضا کېدو کې هم لږ وخت پاتې وي، نو د ترتيب پۀ اړه څۀ حکم دى، کولاى شي چې اول اوسنى لمونځ وکړي او بيا هغه قضا لمونځ؟[/color:09bdec8fec] (کۀ څۀ هم دا پوښتنه پۀ اوسنۍ زمانه کې ډېره عملي نۀ ده ځکه چې يو خو موږ د لمونځ قضا کېدو پۀ دقيق وخت نۀ پوهېږو (پۀ تېره د سهار او ماښام) او بل دا چې موږ چېرته د پوخوانيو خلکو پۀ څېر پۀ کرار کرار لمونځ کوو چې وخت به را نه تېر شي)
وړانديز: کۀ دې سوالونو ته شمېرې او بېل رنګ ور کړو نو فکر کوم پۀ راتلونکي کې د نورو لوستونکو د اسانتيا د پاره به بده نۀ وي. ما خپلو لومړيو دوو پوښتنو ته نمرې ور کړي دي. تر هغۀ وروسته چې هر چا پوښتنې کړې دي، پۀ خپل وار دې خپلو پوښتنو ته پرلپسې ٣، ٤، ٥، .... نمرې ور کړي کۀ غواړي چې خپلې پوښتنې شريکې کړي : ) مننه.
جزاکم الله خېرا، والسلام



طالب جان
07.11.2003

ګرانه او محترمه وروره پښتون ځلمی صيب : السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
تر کومه ځايه چي دلمړۍ پوښتني ځواب دې نووروره شرعي مسأله داسي ده چي دفرض لمانځه قضا راګر ځول هم فرض دي اودواجب لمانځه قضا راوړل واجب او د سنت لمانځه قضا راوړل بيا سنت دي له همدې کبله له فرض اوواجب لمانځه سره دسنت لمانځه قضاراګرځول سنت دي .
پاتي شوه دوهمه مسأله نوکچيري وخت تنګ ؤ اوفقط دومره وخت ؤ چي وقتي لمونځ پکي ادا کيداي شواي نو اول بايد وختي لمونځ ادا شي وروسته بيا قضا لمونځ ادا کړل شي (( الا ان يخاف فوت صلاة الوقت فيقدم صلاة الوقت علي الفا ئتة ثم يقضيها )) جوهرة النيرة ٧٩ مخ اول ټوک
ژباړه : کچيري ((وخت تنګ ؤ او سړې )) دوختي لمانځه په قضا کيدو ويريده نو بيا دي وختي لمونځ په قضايي لمانځه مخکي کړل شي اوورسته دي بيا قضا لمونځ ادا کړي . داځکه چي دقضااوادا تر منځ ترتيب په دريو شيانو ساقطيږي تنګي دوخت ، هيره ، اوتر پنځو لمونځونو زياتوالې . ((لان التر تيب يسقط بضيق الوقت وکذا باالنسيان وکثرة الفوا ئت )) هدايه باب قضا ء الفوائت .



ليلماـ الفت
08.11.2003

يوه نړۍ مننه زما مسلمان ورور طالب جانه چه په دې مبارکه روژه کي مو دونه تکليف کښلئ و
په دې پاڼه کي ستاسي موجوده ګي زه دلته په دغه دملحدينوپه چاپيريال کي دا محسوسه وم لکه چه زما کور په کندهار کي دالحاج شراف الدين اخندزاده دجامع څنګ ته دئ ـ ځکه هره ديني مسئله چه لرم نو تاسي ته ئې په هغه آن وايم او تاسي ئې په ډيره عاليمانه او فصحه ژبه جواب راکوۍ ـ خدای دي اجر درکړي ـ او په دې ځای کي به د انټرنيټ صفت تر يواندازې وکړو زما په اند په دنيا کي هر جامد موجود چه خالق پيدا کړئ دئ پر ښه لاره هم کاريږي او بده لاره هم ـ
يو ځل بيادي خدای تعالی جنتونه په نصيب کړه ـــ .........ستاسي کشره خور ليلما الفت



طالب جان
08.11.2003

ګرانووروڼواودرنو اوباعفته خويندو : السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
داچي تاسي وروڼه اوخويندي ځماپه ليکنو ماته حوصله افزايي راکوۍ له تاسي ټولو څخه يوه نړۍ مننه کوم ښاداوبريالي واوسۍ . په ډيره مينه او احترام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more