د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

طرفونه، اړخونه

khattak
04.06.2007

مشرق= ختيځ، نمرخاته=east
مغرب= لوېديځ، قبله=west
شمال ===؟؟؟؟؟؟=north
جنوب====؟؟؟؟؟؟south
شمال او جنوب ته په پښتو څه وايي؟؟؟؟؟؟؟


صافی
05.06.2007

مشرق= ختيځ، نمرخاته=east (نمرخاته خوا)
مغرب= لوېديځ، قبله=west (لمرپرېواته خوا)
شمال ===؟؟؟؟؟؟=north [color=darkblue:520e901170](قطب، شمال)[/color:520e901170]= مړوخوا
( - مړو خوا- اوریدل شوﺉ، په مطلب یې نه پوهیږم)
جنوب====؟؟؟؟؟؟south [color=darkblue:520e901170](سویل،سهیل)[/color:520e901170]=پښوخوا


pattang
05.06.2007

صافی صيب سلام !
دا غټه فلسفه لري ځکه چې پر دې حالتونو کې د خو ځېدني نورمونه ټاکل کېږي ٠
خو په عاميانه شکل لنډ داسې دي ٠
پورته خوا ( دسر خوا )= شمال
کښته خوا (دپښوخوا ) = جنوب
ښیۍ خوا = شرق
کيڼه خوا = غرب
پورته ښۍ خوا = شمال شرق
پورته کيڼه خوا =شمال غرب
کښته ښۍ خوا = جنوب شرق
کښته کيڼه خوا = جنوب شرق .
زما هغه وخت را په ياد شو چې په ښونځي کې مې د جغرا فيې نخشه ( نقشه ) زده کوله٠
په پښتني مينه او درنښت



26.08.2007

[quote:e00500ad65]مشرق= ختيځ، نمرخاته=east (نمرخاته خوا)
مغرب= لوېديځ، قبله=west (لمرپرېواته خوا)
شمال ===؟؟؟؟؟؟=north (قطب، شمال)= مړوخوا
( - مړو خوا- اوریدل شوﺉ، په مطلب یې نه پوهیږم)
جنوب====؟؟؟؟؟؟south (سویل،سهیل)=پښوخوا[/quote:e00500ad65]
_________________
صافي صیب مننه چې مړوخوا دې ماته نوی، راواورولو، ښایي پوهیزی (مفهوم)یې «د مړو خوا» وي ځکه له مکې دراکښته (ختیزه خوا) مسلمانانو او په دې توګه د پښتنو مړي تل سرشمال او پښې سهېل ته ښخیږي .
زما په شمول د ډیرو په اند
ختیځ او لوېدیځ،
شمال او سهېل
شمال لویدیځ او شمال ختیځ
سهیل ختیځ او سهېل لوېدیځ سم دي او اړینه نه ده چې دعربي شمال دې هم په یوه نیمګړي پښتو وییزي واړول شي . تر دې درنه خبره داده چې سهیل ته دې جنوب نه ویل کیږي اوپه کلکه دې ترې ډډه وشي، ځکه پښتو ټکی (سهېل) ورته لرو او ډیر ښه کارول کیدای شي .
برعکس د مړوخوا ترکیب بیخونده او د ګرامر له پلوه سخت نیمګړی دی . یو وییز ( لغت) هغه دی چې له ویلو څخه یې پوهیزی (مفهوم) په ډاګه روښانه کیږي. د مړو خوا څخه لومړی د مړو خوا ، او د مړو له خوا څخه شمال د چا اندون ته نه راځي .
په درنښت


دپښتو پوهنيزه پراختيا

ارمان
23.11.2007

ګرانو ورونو !
موږ او تاسو پوهنيز څه باندې خبرې کوو، موخه ترې دا نه ده، چې ګوندې زما يا د هغه اند دې ناټيک او د دې بل دې ټيک وي. د ټولو موخه د ژبې پوهنيزه کېدنه او ټيکاوی دۍ، نه دا چې زه يا دا بل دې په سمه يا نا سمه لار يو.
موږ ددې سره بلد شوي يو، چې ختيز ه خوا ،....... او داسې نور، خو زه به د ښاغلي پتنګ نومونو ته هم ګوته ونيسم، چې ماته هم لږمناسب ښکاري، خو اړين نه ده، چې نور دې هم په دې اند وي. موږ زياتو څېړنو ته اړتيا لرو او له دې امله په ډېر دردښت يو بل سره د خپل اند ګډول( شريکول).

موږ داسې زده کړي، چې که د ځمکې نقشې ته دريږو ، نو ښي لور ته ( ماته د خوا څخه لور ښه بريښي) ختيځ ، کيڼ لورته لویديز او .... دۍ، نو که غواړو، چې دا ساده او زر پوهوړ شي، نو کېدی شي، چې ښي لو ر، کيڼ لور ، پورته لور ، کښته لور و بلل شي.
په ډېر درناوي ستاسو ارمان



26.11.2007

ځينې ستونزې شته .
۱ ــ افغان ولس اوس هم ۸۰٪ بیسواده دی او جغرافیايي نقشې ته نشي درېدلای .
۲ ــ افغانان شکر مسلمانان دي، بیا هم مخ قبلې ته لویدیځ ویلی شي خو فکر نه کوم چې مخ قبلې ته چپ لور یا کیڼ لور وکاروي .
۳ــ لور او لوری یوشی نه دي، لور د وښو یا شفتلو د ریبلو آله ده او لوری خوا ته وایي ، دلته لوری نه، بلکې لور په چپلور او ښيلور کې راغلي ایا موخه ترې لوری
نه دی که څنګه ؟
آرمان ته په مینه درنښت او سلامونو !


پښتو پوهنيزه کېدنه

ارمان
27.11.2007

پتوال صاحب !
ډېره مننه
زه له تاسو سره په يو اند يم، کوم مخامخوالی نه شته، خو د مختلفو ځايونو وينډول سره توپېر لري. له تاسوسره لوری منم.
ستاسو ارمان


Ghairat
27.11.2007

ارمان صیب ارمان دې پوره شه او[color=cyan:c4fa200002] یو غښتلی لوی خپلواک افغانستان [/color:c4fa200002]دې خدای زمونږ او ستاسې په برخه کړي!
تاسو چې د پتوال سره لوری ډیر ژر ومانۀ، نو مونږ به څه کوو، هسې دې رانه نوموړی خلاص کړ، ځکه زمونږ لوري ته هم ډیر کسان لور کاروي، خو ستاسې منلو زما پام هم دېته راواړاړوه چې ښايي لومړی د اختصار له پاره لوري ته لور ویل شوی وي او بیا رو رو یې عادي بڼه خپله کړې اوسي . نو اوس زه هم اړ یم چې د پتوال سره لوری ومنم ، که نه نو دومره په اسانۍ خو په خدای که رانه خلاص شوی وای .
درنښت مینه او سلامونه!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more