د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

د پښتو له پړانګانوڅخه مرستې غوښتل :

pattang
26.04.2007

وروڼو سلام عليکم !
تور بورګينت اسانه کار ندی چې څوک يې يو وارې په غاړه واخلي بيا ډېره سخته ده
چې خوشې يې کړي ، خو که څوک دا کارکوي بايد د کورنۍ له غړو سم سلا او
مسلا ت ( مصلحت ) وکړي.
لنډ:
لمړۍ قضيه :
د (بودن ) کلمه په پاړسو کې مصدر دی ، په پښتو کې ددې کلمې مصدر څه شی
دی ?
زما په اند خو پښتونظر پاړسوته غني برېښي , ځکه چې بودن خو يوه فلسفي
کلمه هم ده چې په پا ړسو کې دغه يو کلمه دوه ماناوې ورکوي :
بودن کائينات او من بودم ، تو بودي ،٠٠٠
اوپه پښتو کې ( بودن ) ته يووارې ( شته والی ) لرو٠
اوپه بله مانا داسې : زه وم ، ته وې ، هغه وه ، هغوی ول ، تاسو وۍ ،٠٠٠٠
چې مصدر به يې ( ول ?) وي٠
بودن :=> شته والی او ( ول ) ??? ستاسو مرسته غواړم ٠
دوهمه قضيه :  
عقد فضولی : يانې څه ?? په پښتو به څرنګه وي ?
عقد : تړون ، لا سليک
فضولي : بې مانا ، چټي ، او که عقد فضولي د ( تېري ) مانا ور کوي??
عقد فضولي : تېری ، له نرخه وتلی ، بې بنسټه ،٠٠٠٠
ستاسو دمرستې په هيله.


Re: د پښتو له پړانګانوڅخه مرستې غوښتل :

صافی
26.04.2007

[quote:0a51c02e98="pattang"]وروڼو سلام عليکم !
تور بورګينت اسانه کار ندی چې څوک يې يو وارې په غاړه واخلي بيا ډېره سخته ده
چې خوشې يې کړي ، خو که څوک دا کارکوي بايد د کورنۍ له غړو سم سلا او
مسلا ت ( مصلحت ) وکړي.
لنډ:
لمړۍ قضيه :
د (بودن ) کلمه په پاړسو کې مصدر دی ، په پښتو کې ددې کلمې مصدر څه شی
دی ?
زما په اند خو پښتونظر پاړسوته غني برېښي , ځکه چې بودن خو يوه فلسفي
کلمه هم ده چې په پا ړسو کې دغه يو کلمه دوه ماناوې ورکوي :
بودن کائينات او من بودم ، تو بودي ،٠٠٠
اوپه پښتو کې ( بودن ) ته يووارې ( شته والی ) لرو٠
اوپه بله مانا داسې : زه وم ، ته وې ، هغه وه ، هغوی ول ، تاسو وۍ ،٠٠٠٠
چې مصدر به يې ( ول ?) وي٠
بودن :=> شته والی او ( ول ) ??? ستاسو مرسته غواړم ٠
دوهمه قضيه :  
عقد فضولی : يانې څه ?? په پښتو به څرنګه وي ?
عقد : تړون ، لا سليک
فضولي : بې مانا ، چټي ، او که عقد فضولي د ( تېري ) مانا ور کوي??
عقد فضولي : تېری ، له نرخه وتلی ، بې بنسټه ،٠٠٠٠
ستاسو دمرستې په هيله.[/quote:0a51c02e98]
پتنګ صاحب ! سلامونه او ښې چاری:
ياره پتنګ صاحب که په دې لاندې جمله مو یو څه رڼا واچوﺉ! ځکه زه خویې ولا که په مطلب پوه شوی یم.
((تور بورګينت اسانه کار ندی چې څوک يې يو وارې په غاړه واخلي بيا ډېره سخته ده چې خوشې يې کړي ، خو که څوک دا کارکوي بايد د کورنۍ له غړو سم سلا او مسلا ت ( مصلحت ) وکړي. ))

دپښتو او یا دبلې ژبې پړانګ هم نه یم ،خو دا عربی ټکې په درته معنی کړم ،په نورو خبرو به یې نور ورنه نظر ورکړي.
(عقد) په عربی کې غوټه کولو ته وایی، اویا عهد تړلو ته. چې تاسو یې هم پوره معنی کړﺉدی. (فضولی) په عربی کې دوه معناوی لري یو: هغه چاته ویل کیږی چې په نه کارکې یې کاروي ،بې ځایه مداخله کونکي، بې ځایه لاسوهونکي ته وایې او همدا راز په عامیانه ژبه کې ورته (حشری) وایی. د(ح) په زیر اویاکسرې . په انګریزې کې فضولی ته - Nosy - اویا – Meddler – وایی .د (فضول) قوه ځینی وخت یوه مثبته قوه هم ګڼل کیږی، او په پلټنه،کنجکاوی اویا په انګریزۍ کې Inquisitiveness- Curiosity معنی کیږي.
اوبل:
فضله ،او فضاله= مفرد،چې جمع یی (فضول ،فضالات) په معنی د بقایا،پاتی شونکی،اویا هغه څه چې دانسان اوحیوان د بدن څخه وځي.
( فضولی )په فارسی کې هم دعربی په څیر همغه معنی لري، داچې ځینی کسان (فضولی ) دفضلې او یا (فضله) نه اخلی او( فضلولی عقد ) ورځینې جوړوي.د(ف)په پیښ . ښایی مطلب یی بې معنی اوبې ځایه تړون وي! داچې بې معنی اوبې ځایه تړون څنګه تړل کیږی! نه پوهیږم.
.



ع کريم حليمي
27.04.2007

محترمو او مکرمو ،پتنګ صاحب او صافي صاحب 
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !

دا عقدفضولي په حقوقي موضعاتو کښي يو ډول عقد دي چه فعل ته قيد 
ورلوېدلی وي او يا شرط پکښې وي  ، مثلا ولي اجازه لري چه خپله لور و يو 
چاته په نکاح ورکړي ، اما که نجلۍ وويل چه نه زه د دغه سړي سره نکاح 
نه کوم نو دې ډول نکاح ته نكاح الفضولي‏ ويل کيږي
، نو نجلۍ دا نکاح باطله کولی سي ( موقوف على إذنها ) او په نزد د 
ابو حنيفه او مالک دا نکاح باطله او  مردوده ده 
 ، او  عقدفضولي : د مشتري او پلورنکي معاملې ته هم هم ويل کيږي
 ،چه طرفين کولی سي عقد  منعقدکړي 
په حقوقو کښي عقد ډير اقسام لري لکه  
(نكاح الفضولي‏ ،عقد قط، عقدفضولي ،عقد معصية ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ غيره وغيره ) 

 


صافی
27.04.2007

محترم استاذ حلیمی صاحب، اودردند ورور پتنګ صاحب!
السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته:
محترم استاذ! ډیره مننه ددې ګټورو معلوماتو څخه مو. بلکل همداسی ده. ستاسو دمعلوماتو نه روسته ورته متوجه شوم.
[color=darkblue:b05e76d06c]لغةً هو الذي يتدخّل فيما لا يعنيه، العقد الفضولي هو العقد الذي يجريه شخص لآخر دون علمه، كأن يشتري أو يؤجر ونحو ذلك، والمشهور أن العقد الفضولي يصح إن أجاز صاحب العقد بعد علمه به.[/color:b05e76d06c]
یعنی عقد فضولي عبارت دهغه تړون څخه دﺉ چې دیوو کس دعلم اواکاهۍ پرته تړل شوی وي،او هغه وخت بشپړ کیږی چې دتړون اصلی طرف پرې خبرشي اوورته اجازه ورکړي.
فضولی لغتاً دلته ،په هغه کارکې لاس وهنه چې دپوری اړه ونه لري،په معنی دﺉ.


pattang
27.04.2007

قدرمند استاذ حليمي صيب او او زړه ته نږدې صافی صيب سلام عليکم !
ستاسو له مرستې څخه ډېره ډېره مننه خدای پاک دې افغانستان بې تاسو نکوي٠
داخواوس مالومه شوه چې پښتو ژبه نظر پاړسي ته مستقيله ده او ( عقد فضولي )
عربي کلمه ده او حال دا چې په پښتو کې مو نږ ځانګړې سوچه داسې
کلمې ورته لرولکه :٠
ناخبره تړون ،بې مانا تړون ،بې ځايه تړون ،پټ تړون ، په پټو سترګو تړون ،
پټسترګی تړون ، ړوند تړون٠
خوچې زما ډېر خو ښېږي هغه ( ړوند اندی تړون ) دی چې دعقد مفضولي سره به
سم سر خوري٠ ?
متا سفانه زمونږ تېرو پښتو نژاده پښتنو زمونږ خپله ژبه لکه اوس هم له قضا او
دفتر څخه لرې ساتلې اود لوی ملي خيانت په تور تاريخ کې يې ځانونه محاکمه
کړي دي .
صافی صيب !
زه په نورو فورمونو کې له يو شمير تاجکو انتي پښتني عناصرو سره هم په اخ او ډب
اخته يم چې يو ترب ګينت ( تور بور ګينت ) ورڅه جوړ شوی٠ اوځني وخت هغوی
داسې سوا لونه مطرح کوي چې يانې پښتو مکمله ژبه نده او دځينو پاړسوکلمو ته

دپښتوبرابرې کلمي شته والی نلري ٠
ستاسو له مرستې څخه يوه نړۍ مننه
ستاسو پتنګ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more