د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

اسلام تنوير ، کفرجهالت ، او جالت دکفر سبب ګرځي

ډاکتر وطنمل
27.09.2003

.[color=blue:65b15a00be][size=18:65b15a00be]
............................................... د لوی خدای په نامه ....................................................

د اسلام سپېڅلی دين د افغانانو له پاره تر هر څه لوړ ارزښت لري ، له هستۍ او موجوديت، ځان ، مال او سر ، بال وبچ او اولاد څخه يې زيات بولي، ځکه هغه د ايمان او سپيڅلتيا يواځينۍ ﻻر او ضمانت دی چې د الهي ذات په دربار کې د مؤمن د منلو او د الله تعای حضور ته د تقرب سبب ګرځي . خدای دې مونږ او تاسې له دې ستر نعمت څخه نه محروموي . امين ثم امين .
نو له دې کبله مونږ د اسلام په وړاندې بي نزاکته او نامناسبه څرګندونه څه چې بي تفاوتي هم نشو منلای . اسلام د افغان د وجدان غږ دی ، شرف عزت او ناموس دی او هر مؤمن افغان خپل راسخ ايمان داسلام رڼا او بريښنا بولي . او بيا اسلام خو د افغانانو د ملي ازادۍ او خپلواکۍ د ﻻسته راوړلو او زمونږ د کلتور او ثقافت د ودې
او پرمختګ سبب ګرځيدلی دی . دې حقيقت ته هم پاملرنه ضروري ده چې پرمختګ او اولسواکي د ملي ازدۍ زيږندې دي ، که نه نو ملي زادي او خپلواکي شنډ پاتې کيږي، دغه راز زمونږ ملي زادي او خپلواکي د اسلام د سپيڅلي دين زيږندې دي ، نو په منطقي استنتاج کې افغاني ديموکراسي هم د سلام له بنسټ او چو کاټ څخه وتلی نشي که غواړي چې برياليتوب ته ورسيږي .څنګه چې ملي ازادي ، دغسي بايد اولسواکي هم د اسلام د مقدس دين سره تړاو او وحدت ولري ، که څه هم هر يو په دغه درې ګوني اتحاد کې خپلې څانګړې دندې او څانګړتياوې ري ، خو له متقابل اړوند او پيوند څخه به يې رغون هم نه وي .اسلام يواڅې په ديموکراتيکو ﻻرو ( لکه شورايت ، شوری، انتخباتو کې د ګډون له ﻻرې ) په سياست کي برخه اخيستلی او اغيز شيندلی شي ا و ديموکراسي په اسلامي بنسټونو او ملي ارزښتونو په پښو دريدلی شي .
بايد ووايم چې اسلام تنوير دی او کفر جهالت ،ﻻاو جهالت دکفر سبب ګرځي ، له دې کبله تنوير نه يواڅې يوه ملي او ديموکراتيکه دنده ده ، بلکې د سلام خاصيت ؤ،دي او وي به . د ټول افغان د پاڼې رسالت هم تنوير او د پوښتنو روښانول دي . له دې کبله د پوښتنو و ځوابونو څخه پکې هرکلی کوو ، ولې د پوښتنو او ځوابونو توګه
تل اسلام ته د درنښت په پولو کې وي ، او د چا شخصي کرامت به په نوک هم نه ګروي .
په دې هکله د محترم ورونو غروال صاحب او قدرمن ورور طالب جان له هلو څلو څخه ډېره مننه کوم او
د ټول افغان د ويبپاڼې د مؤسس او چلوونکی په توګه په دې برخه کې ستاسو د ټولو برياليتوب غواړم . والسلام علی من التبع الهدی !
وطنمل
[/size:65b15a00be][/color:65b15a00be]



طالب جان
27.09.2003

ګرانه محترمه مکرمه اود عزت خاونده و روره (( وطنمل )) صيب :
السلام عليکم ورحمت الله وبرکا ته
ورور ه دا چي تا سي خپلو وروڼو ته دهغوي دخدمت لپا ره پښتو ويب پاڼه جوړه کړي اوخپلو وروڼو ته مو دا موقع په لاس ورکړي چي خپل نظرونه سره تبادله کړي اويوه اوبل ته د اسلام په چوکاټ کي دننه دخپلو مشکلاتو دحل لاري چاري وروښيي نو دا اول په ما بيا ځما په نورو وروڼو ستاسي ډير لوي احسان دی ستا سي دد ي احسان په بدله کي دپاک پروردګار له لويه دربا ره تاسي او ستا سي ټولي کورنۍ او دوستانو ته په دنيا او أخرت کي نيکي چاري غواړم . الله تعالې دي موږ اوتاسي ته سيخه لارراوښيي او خداي جل جلاله دي موږاوتاسي ته نور هم توفيق راکړي چي اسلام او مسلمانو هيوادوالوته لاښه خدمتونه وکړو . امين ثم امين يا رب العلمين .



ع کريم حليمي
10.01.2004

ګرانه وطنمل صاحب سلام
ستاسو يوه ښه ليکنه مي ولوستل د خوشحالۍ احساس مي وکي ٠ تشکور !
ټول افغان د ډماکرسي خبري کوي دغه د ژوندهغه اعلی ﻻرده٠ معلوم تعريف لري
راسي چه ازادي و ګورو چه څه لري څه واي ٠ غربۍ زاد ي يو معلوم تعريف نلري اوس هم ترنن پوري ترجمه ئي روانه ده ٠ هو ډماکرسي يو ښه حکومتي نظامدي (داخلي جنګوو مخنوي کوي )٠
ازادي د قلم،خولي،تجارت ډيره ښه ده تر دغه ٣ ازاديو ورسته ټوله نوره ازادي د انسانانو ته خطر دي
عبدالکريم حليمي n.y



ع کريم حليمي
18.02.2004

ګرانو او درنو افغانانو وړونواو خوندو سلام ٠
غواړم چه نن تاسو ته دمنافق په باره کی څه وليکم ٠ پوهيږم چه تاسو هم منافق پيژنی ٠ غواړم چه يوازی او يوزی
دقرأن دتشرح څه وپيژنو ٠ منافق په قرأن کښی په ډيرو اياتوکی تشرح سويدی چه منافقان څوک دی
درواغجن +غل+خاين+بدګويه مساوی=په منافق دی ٠ چه دوهمه درجه بد انسان دی ٠اوله درجه بد انسان هغه څوک دی چه دخدايه سره ئی بل کم شی شريک کړی وی ٠ اصلأ شرک په دنيوی اعمالو کی ډيره خساره نه پيښيږی
بسمه تعالی ٠ ان شرک لظلم عظيم :!: دا داسی ظلم دی چه يوازی ئی پر ځان کوی او خدای عفوه نه ورته کوی ٠
اؤس راځو منافق ته ٠ منافق هغه ځوک دی چه د دنيا د ټولو خرابيو پلار دی ٠ او پيږندل ئی بل انسان نسی کولای
بيل نبی څه٠ چه الله ئی وروښئ يو منافق هغه دی چه ځان پيژنی ، بل هغه منافق دی ځان نه پيږنی چه منافق دی
دخپلی ناپوهی يو او بل تعقبوی ٠ هغه منافق چه په خپله خبر دی اکثره وخت د عامو خلګو مشری ئی غاړه اخستيوی٠ داهم په مذهبی مشری کی، هم په دولتی مشری ، پيداکيږی ٠
منافقت يو قسم قلبی مرض دی ٠ تاتقربأ اخلاقی مرض دی ٠
چه الله فرمايی ٠ بسمه تعالی٠ فی قلوبهم مرض فزادهم الله مرضا ولهم عذاب أليم بماکانويکذبون :!:
ترجمه =په زړونو د دوی کښی مرض(نفاق او شک) دی نو زيات کړ دوی لره او (مقرر) دی دوی ته غذاب ډير دردناکه په سبب د دی چه وو دوی چه دروغ به يی ويل ٠ ددی ايات ځه داسی معلوميږی دروغجن هم وی
په بل ايات کی داسی فرمايی ٠ واذاقيل لهم ﻻتفسيدوا فی الارض قالوا انما نحن مصلحون :!:
ترجمه=او کله چه وويل سی دی منافقانو ته : فساد مکوئ په مځکه کښی نو وايی دوی چه بيشکه دا خبره ده چه موږ هم دغه اصلاح کوونکی يو ٠
ددی اتات ځه داسی معلوميږی چه منافق فسادی هم وي په مځکه کی ٠
په بله ايه کی الله فرمايی ٠ مثلهم کمثل الذی استوقدنارأ فلما اضائت ماحوله ذهب الله بنورهم و ترکهم فی ظلمتﻻبصرون :!:
ترجمه =مثال دمنافقانو په شان د مثال د هغه چادی چه بل کړی ئی وي اور په تورو تيارو کی نوکله چه روښانه کړی دغه (اور) هغه ځايونه چه چارپير د هغه دی نو مړه کی الله رنا د دوی او پريږدی دوی په تيارو کی په دی حال کښی چه هيځ نه وينی ٠
د دی څه مطلب دا سو چه دا منافق يو کيل را استلی وي نو د دا خپل کيل روښنايی خورا دلری څه وينی او ور رهی وی ٠ نو داسی وخت راسی چه هغه کيل نور نه چليږی هغه روښنايی چه ده ليدله مړه سی نو دده څه ﻻر ورکه سی ٠
دده نو دغه کار وی چه بيا به چيری يو اور بلوی چه مطلب قدرت يا پيسی په پيدا کی ٠
بعضی تجاران هم ددغه منافق ملګری وي ٠ اوطرفداری ئی کوی دده په کيل کی ئی تجارت مخ ته ځی ٠
او ځنی خلګ ئی د ناپوهی ملګری وی ٠
په بله ايه کی الله فرمايی چه ٠ يأيهاالذن امنوا ﻻتخونوا الله والرسول وتخونوا أمنتکم وانتم تعلمون :!:
ترجمه ٠ ای هغه کسانو چه ايمان ئی راوړی دی مه کوی خيانت له الله سره اود الله د رسول سره ئی مه کوی خيانت
تاسی په امانتو خپلو کښی حال داچه تاسی پوهيږی چه د امانت ساتل واجب دی ٠
اؤس نو مطلب دا سو چه مسلمان يی نومکوه خيانت اول دخدايه سره او بيا د خدای د رسول سره او دنبی د امت سره
دا ټوله بد چه کوو د دی دپاره چه قدرت واﻻ سو او يا پيسه داره سو
اؤس نو غواړم چه ځنګه د منافقانو علاج وکو دمځکی څه مو فساد، دربدری ،بيچارګی، غم ،فقر ، وغيره
داسی معلوميږی چه په دی ډيمکراسه دونيا خاينان کم دی تر اسلامی نړۍ ٠ ولی ؟
زما په سترګو ئی داسی رامعلوميږی (1 ) دولتی کاريګر چه خلاف د قانون عمل وکی ٠ يوه ډله خلګ سته چه خبر سی چه د دولت کاريګر خلاف دقانون کار کړی نو محکمی ته ځی او او محکمی ته راغواړی ترڅو چه جزا ئی
په قاضی نه وی ورکړی دعوه په سر ونه رسوی لاس نه اخلی ٠ ( 2 ) په خپلو خبرو کی د منافق لغت هر وخت يو
او بل ته استعمالوی ٠ له پلاره نيولی بيا تر رئس جمهوره پوری که داسی خبره چاوکړه چه دعمله سره ئی نه وه برابره
په بل عبارت ٠ څه چه وايی او عمل هغهسی نوی نوپه عادی ډول ورته وايی چی منافقت مه کوه
نو دولت او ملت دواړه داسی خبره ، عمل نکوی چه هغه دمنافق وی ٠
د امريکا په بنديخانو کی يو عالم د دولت مامورين ، وکيلان ، ډکتران ، پوليس ، رئسان ، او لوی تاجران وغيره ٠
پر خيانت په بنديخانه کی پراته دی ٠په مقابل کی په افغان کی په ډير ډير لږ فی صدی او يا هيڅ د دولت مامور بنديخانی ته ندی تللی ٠
اونه په مجلس کی چاته څوک اجازه ورکوی ٠ چه وايی چه په دغه خبره کی منافقت وينم
او وه موږته الله داسی فرمايی ٠ يأيهاالذين امنوا لم تقولوا ماﻻتفعلون :!:
نو هر افغانته ضرور ده ٠ که چا داسی خبره وکړه چه خبره او عمل ئی سره يو نه وي ٠ خبره ئی پر مخ ور ووهی
ترڅو صداقت په موږ افغانانو کی معروف سی ٠ که څوک غواړی ٠ خپلی غاړی خلاصی کړی ٠
دغه ډير ښه (وأمر بالمعروف وانه عن المنکر) عمل دی ٠ دغه وظيفه يوازی د ملا نده بلکی پرهر مسلمان فرض ده
هر افغان ته ﻻزمه ده چه وظيفه د خپل قدرت په اندازه پر غاړه واخلی ٠ که څوک دا نصحت شروع کی هم ځان هم جامعه اصلاح کيږی ٠ او څوک چه پو هيږی او دا کار نکوی غاړی ئی په بنديږی ٠
که خطا راځه سه وئ وي دخدايه عفوه غواړم
حليمي



طالب جان
02.05.2004

گرانه محترمه او عزتمنه وروره حلیمي صیب :
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ستاسي له لیکني څخه یو جهان مننه . تاسي چي دمنافق کوم تعریف لیکلی یقینا چي جامع او مانع دی الله تعالی دي مونږ اوتاسي د هر ډول منافقینو له شر او فساد څخه په امن وساتي . أمین ثم آمین یا رب العلمین .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more