د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

آیا د ادیانو رامنځته کیدل په عقلی توګه توجِیه کېدایشي ؟

اور- بل
07.04.2007

ډیرکسان هڅه کوي چې پرعقلی دلایلو دادیانو حقانیت ثابت کړي، خو په استدلال کې ترې مخه تل قولی (مذهبي) دلایلو ته ګرځي . که څوک له مذهبي دلایلو پرته داکار وکړ ي او یایې لږ ترلږه د دین د رامنځته کیدو عقلي ،علمي او منطقي تیورۍ معرفي کړي،زه به ترې زدکړه او یوعالم مننه وکړم .


pattang
09.04.2007

خورکۍ اسلام عليکم !
ډېر خوشاله يمه چې له يوې پښتنې خور څخه يوداسې علمې لړ زونکی سوال اورم٠
کوم شی خورکۍ چې تاسو يې غواړۍ ډېرسخت کار دی ډېرې ليکنې او ډېر وخت
غواړي او هم ډېر نزاکت ،سربېره پردې سړی بايد په دواړو کې پوخ ملا وي٠
نو دداسې ملا او عالم پيدا کول اسانه کار ندی چې په دواړو طرفونو پوه شي
او هم  دومره وخت ولري ٠
که دخپل وزن کموالی اودصحت جوړوالی غواړې نوخپله روژه نيسه او پنځه
وخته خپل لمونځ کوه چې هم ديني او هم سيانسي کار دی٠

زه دنورو استازيتوب نکوم ، خدای پاک دې يو داسې ځوان راپيداکړي چې
ستا اغلې ارمان پردې هکله در پوره کړي٠

ورور مو
پتنګ

[quote:0fe78c2cac]ډیرکسان هڅه کوي چې پرعقلی دلایلو دادیانو حقانیت ثابت کړي، خو په استدلال کې ترې مخه تل قولی (مذهبي) دلایلو ته ګرځي . که څوک له مذهبي دلایلو پرته داکار وکړ ي او یایې لږ ترلږه د دین د رامنځته کیدو عقلي ،علمي او منطقي تیورۍ معرفي کړې،زه به ترې زدکړه او یوعالم مننه وکړم .[/quote:0fe78c2cac]



ع کريم حليمي
10.04.2007

محترمي ديني خور غوټۍ وربل او دروند پتنګ صاحب ته سلامونه !
 [quote:09459486ed]که څوک له مذهبي دلایلو پرته داکار وکړ ي او یایې لږ ترلږه د دین د رامنځته کیدو عقلي ،علمي او منطقي تیورۍ معرفي کړې[/quote:09459486ed]
مکرمي خورکۍ زه به د خپل وس سره کوښښ وکړم چه جواب مو ووايم 
تر دې له مخه چه تاسوته جواب وليکم ، اول غواړم چه ځان پوه کړم چه ستاسو
څه نظر لرۍ د Creation په باب ، ايا دا کريېشن يو اتفاقي او تصافي ګڼۍ 
او که يو خالق دغه خلقت کړی ؟؟ 
دا پوښتنه مي په دې سبب  وکړه  متل دی چه : وګوره سړی تر لاندي واچوه کالی 

 


larghonay1
10.04.2007

السلام عليكم.
غوټۍ خورې په انټرنيټ كې د ديني مسئلو په حلولو كې خو حليمي زمونږ داسې يوشخص دى لكه د پښتنو عوامو لويې ځوان.
پښتنو ته كه هره ستونزه پېښه شي بيا په ځانګړې توګه ستاسو ښځينه طبقې ته نو وايي هله لويه ځوانه راورسېږې . نو شكر اوباسه چې حليمي صيب درته ټټر وهلى انشاء الله په ډېرو منطقي دلايلو به ستاسو پوښتنې حل كړي.
الله دې د حليمي صيب سيورې زمونږ له سره نه كموي.
زه يوازې يوه خبره كوم هغه دا چې تاسو ويلي له ډېرو خبره د عقلي دلايلو پر ځاى قولي ته اوړي نو په قولي دلايلو كې هم عقل نغښتى تاسو به په قران كې ډېر لوستي وي چې الله پاك وايي .............. انكنتم تعقلون. انكنتم تعلمون. ... تفكرون، او داسې ډېر دا ټول پر عقل او نقل دواړو پورې تړلې خبرې دي.
نور نو دا ته او دايې لويې ځوان ك حليمي صيب


رښتینی
10.04.2007

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=2865

کيدي شي په دا پورتني لينک کي دغوټۍ خور له پاره څه وي

مننه


اور- بل
12.04.2007

محترم مولوي صاحب حلیمي ته سلامونه !
ترکومه ځایه چې د کریشن خبره ده، نوهغه د الله تعالی کار او صنعه ده، زه پرې ایمان او عقیده لرم ، خو عقیدوي دلایل دلته نه دي مطرح، که نه ، نو بیا له نورو خویندوو رونو څخه نشم غوښتلای چې یواځې پر عقلی دلایلو ځان محدود کړي .

حامد صیب ته هم له سلام او مننې څخه وروسته عرض کومه ، وروره تاسو دعقلی دلایلو پر تړاو د زرملوال صاحب د لیکنې دلېنک سپارښتنه کړې ، خو دنوموړی په زړه پورې لیکنه کې دقران کریم پر اعجازاومعجزو خبرې شوي اومعجزې دمنطق سره تړاونه لري، یا منطق ترې عاجز وي، ځکه خو معجزه ورته ویل کیږي.
په درنښت !



12.04.2007

محترمې خورې غوټۍ جانې پوښتنې دې هم تاته ورته غوټۍ غوټۍ دي، نو که حل او پرانیستل شي لکه ګل غوړیږي، او که نه ، دغوټۍ په حال په سل ژبوخاموشه پاتې کیږي.
زه ستا پوښتنه حلولی او دغه غوټۍ غوړولی نشم ،خو له خاموشۍ نه به یې راوباسم ، چې نور اندوال یې حل کړي ،خو تر دې مخکې مې سلامونه او نېکې هیلې ومنه :
خورکۍ، د ادیانو اصلي موضوع له خلقت نه پیل کیږی او هغه هم د طبیعت خلقت دی، چې نه د فکر، منطق او علوموموضوع ده او نه یې حلولی شي. داچې انسان هرڅه په تغیراو بدلون کې و یني ګوري او نه یواځې داچې خپل اود نورو ژوندیو موجوداتو خلقت او زیږیدنه هم دسرپه سترګو ویني ، بلکې خپله هم مصنوعات
جوړوي او خلقوي یي، نو د خلقت له پاره دخالق په باب فکر ورته له خپل ورځني عمل کار او تولید څخه پیدا کیده ــ په دې معنی چې ځان د خپلو تولیداتو او معبود بیا د ټولې د نړۍ او هر نوي ژوندي او غیر ژوندي موجود خالق بولي او همدغه اصل ورتهبیا اسمانی ادیانو هم تایید کړ چې نړۍ خالق لري.. ددین له پلوه انسان پرځمکه د خدای تعالی نایب دی، ځکه چې فکر کولی، تولیدات خلقولی اوایجاد کولی شي اوباید هم د خالق له مفهوم سره اشنا وي، څو د نړۍ دخالق پر ارشاداتو و پوهیدای شي. دا یو دینی استدلال دی او ځینې کسان چې اسمانی ادیان نه مني، برعکس «استدلال » کوي چې ګواکې انسان هم پخپله ( دتولیداتو)خالق دی او هم د نړۍ په اړه همدغه مفهوم (خالق) استعمالونکی او دادیانو رامنځته کونکی دی ، یعنې دوی د خالق له لوري پر پیغمبرانو باندی ، نعوذ بالله ، د وحی له نزول څخه انکار کوي.که څه هم دوی دخدای له وجود څخه انکارنه کوي ( ځکه ددې انکار ثبوت نلري) ، خو دخالق تعالی د موجودیت دینی ثبوت یعنې معجزې نه مني. دوی د خالق مفهوم د انسان د عمل له اډانې وړاندې پر ټول طبیعت کارول یوه تیروتنه او د عقایدو او مذاهبو د رامنځته کیدلو لومړۍ معرفتی نیمګړتیا او معرفتی سرچینه بولي .
ددوی پر اند دعقیدې دوهمه معرفتي سرچینه پر اسان د طبیعت حاکمیت یعنې ناپوهي ده، اوهغه په دې معنی چې : د پیښو علیت یعنې د علت اومعلول تړاو نه پیژني اومعکوس یې تصور کوي او یا یې د بل مافوق طبیعی سرچینې پورې تړي.

دریمه سرچینه یې د لومړۍ او دوهمې په څیر معرفتی نیمګړتیاوې نه ، بلکې اجتماعي ( طبقاتي)سرچینه بولي : ددوی پراند تولیدکونکی یا زیارکښ انسانان د ټولنې له مطلق اکثریت نه هم زیات اوآن ۸۰ ــ ۹۰ فیصده جوړوي، پر زور سره پرې حاکمیت چلول یا ناشونی اویا په ډیر موقتی ډول امکان لري. نو طبقاتی وېش اوپر زیار ایستونکوباندې د زبیښاکګرو طبقاتي حاکمیت ته دوام و رکول یواځې دزیار ایستونکو د غولولو اوترایستلو له لارې امکان لري،اوکه نه برده دار، فیوډال اوسرمایدار په خپل کوچني اقلیت سره څنګه کولی شي ، خپل زبیښاکګر حاکمیت ته دوام ورکړي،مګر داچې د زیارایستونکو په یوه عقیدوي سیستم کې ددوی طبقاتي حاکمیت مشروع او آن اړین بلل شوی وي.
له دې امله د ادیانورامنځته کیدل په منسجم ډول د زبیښاکګرې ټولنې ( برده دارۍ) او داسمانی ادیانو پیلیدل فیوډالیزم ته د لیږداو اوګذار په وخت کې ترسره شوی دي،نه مخکې. ددغه ګذار داسانولواو آن ممکنولو له پاره اسمانی دینونو اصلاحاتي اوانقلابي بڼه لرله ،خو د فیوډالیزم په پخلي سره یې نور دغه رول له لاسه ورکړ اوآن د برژوازي انقلابونو د مخنیوي له پاره دیوې محافظه کارې
و سیلې په توګه کارول شوي دي . خو سره له دې په دې باور یم چې اسمانی ادیان یوه
یوه تلپايه دنده او رسالت لري : دا یو ټولنیز معنوی،اخلاقی او روحاني رسالت دی، کوم چې باید دبشري ټولنې تکامل بدرګه کاندي او په هیڅ یوې طبقاتی یاغیر طبقاتی ټولنې کې نه ختمیږي.

په دې اړه نوربیا !



ع کريم حليمي
13.04.2007

مکرمي او محترمي غوټۍ وربل او مجازي خالقي 
او د بحث درنو ګډونکوونکو زما سلامونه ومنۍ !
ګراني  غوټۍ وربل !
تاسو ليکلي چه :
[quote:c435c1295a]ترکومه ځایه چې د کریشن خبره ده، نوهغه د الله تعالی کار او صنعه ده، زه پرې ایمان او عقیده لرم [/quote:c435c1295a]
که زه ستاسو ليکنه ترجمه کړم نو داسي معنا لري چه :
يعني په کريشن ايمان (باور) لرۍ ! او عقيده هم ورسره لرۍ !
کله چه څوک باور ولري ، نو خبره پخه او ساينسي وي ، هو ډيرداسي پېښه 
وي چه عقيده پر ګمان ولاړه وي 

نو څرنګه چه تاسو باور لرۍ په خلقت ، نو په خالق نو طبعا باور لرۍ !
نو دا خبره به هم منۍ چه : creator (خالق ) بيا Sustainer  هم دی 
ولي چه هر خالق د خپل خلقت روزنه هم کوي ،نو دغه creator  دي چه دغه 
د مځکي او اسمانونو نظام ئې Sustain کړي او روزي ئې ، 
بېجانه شيانو روزل  کوي که فرضاSustainer نه وي نو په يوه اټوم کښي به 
مثبت او منفي کله څنګ پر څنګ يوځای وساتل  سي 
نو هم دارنګه يې جانداره  مَخْلُوقات هم پيدا کړي ، او روزنه ترې غواړي 
او جانداره مخلوقات هم مثبت او منفي لري ، يعني انسان مثبت او شيطان 
منفي دی ، نو داچه دواړه په يوه مځکه کښي اوسيږي ، نو لازمه ده چه 
creator او Sustainer و انسانته ښوونه وکړي ، چه څرنګه د دې منفي 
قطب سره څنګ پر څنګ ژوند وکړي ، نو وموږ انسانانو ته ئې اخلاق 
را استولي چه هم د شيطان له شره خلاص اوسو او هم د خپل هم جنسه 
سره خوږ ژوند ولري ، او هم هغه نور مخلوقات چه زموږ په خدمت کښي دي 
څرنګه ترې ګټه واخلو ، نو دغه اخلاقو ته دين ويل کيږي ٠ 

انسان به هرڅه جوړ کړي او اختراع وي به وکړي ، خو اخلاق نسي ليکلی !!!!!
نن چه قانون وليکي سل کاله ورسته ئې په عيب پوه سي بيا نور ليکي 

طبيعي علوم ئې راته پټ کړي ، موږ مجبوره يو چه پر خپل وخت ئې را سربېره 
کړو ، او اخلاق بيا creator پر خپل وخت و موږ ته را استوي ، نو د هغه 
سړي له خولې به اسماني اخلاق منو چه معجزه هم ورسره وي ( د سحرګر له 
خولې ئې نه منو )

هو ! ځيني نبي صفته خلک سته چه آداب معاشرت  ئې ټولني ته راوړي 
لکه بودا ، افلاتون ٠٠٠ 

[quote:c435c1295a]پرعقلی دلایلو دادیانو حقانیت ثابت کړي[/quote:c435c1295a]
له عقلي دلائلو څه يو  logic دي ، او logic  اصلا يو د رياضي اصول دي 
چه ډير وخت داسي پېښېدلی سي چه اوږد بحث ته يو لنډ د رياضي په اصولو 
جواب وويل سي ٠ 
که وغواړو چه د يو اجتماعي موضع حقانيت معلوم کړو ، کتابونواو کتابونو 
بحث ته ضرورت وي ، اما که را ولاړ سو  او د يو ګراف له لاري  ورته وګورو 
نو ډير ژير به پوه سوو چه حقيقت چرته دی (في صدي )
په usa کښي USA 293,028,000 3 - 9%  له ٣ څه تر ٩ في صده دين او خدای 
نه مني ، او په چين کښي  China 1,298,848,000 8 - 14%  له ٧ څه تر ١٤ 
في صده خلک دين او خدای نه مني ، او  Italy 58,057,000 6 - 15%  کښي 
له ٦ څه تر ١٥ في صده دين او خدای نه مني  - نو که اوس د دې اوسط ونيسو 
او سط ئې تقريبا ٩٠ في صده کيږي ، نو ويلی سو چه د دين حقانيت تقريبا 
صد في صد دی 

په درناوي 

 


اور- بل
16.04.2007

محترم مولوی صیب حلیمي السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته !
ستاسوخبره بیخي سمه ده، خو بیا هم پرعقیدوي اصل ولاړه ده : له عقلی بنسټ
نه مخکې اول باید پر خالق تعالی او کریشن یا کریاسیون باور لرل مطرح شي، نو بیا ستاسې استدلال د درک وړ دی . حال داچې غوښتل شوي یواځې عقلي دلایل دي ، بر عقیدوی سربیره چې شکر لرو یې باید عقلی دلایل هم وپیژنو . په درنښت !



ع کريم حليمي
16.04.2007

مکرمي  او قدرمني  غوټۍ وربل  سلامونه 

[quote:96b0844a80]ستاسوخبره بیخي سمه ده، خو بیا هم پرعقیدوي اصل ولاړه ده : له عقلی بنسټ
نه مخکې اول باید پر خالق تعالی او کریشن یا کریاسیون باور لرل مطرح شي[/quote:96b0844a80]

تاسو خپل طرف معلوم او څرګند کړي ! تاسو د بحث په اوله کښي خالق منلی وو
پر دې سربېر به بيا هم بحث وکړو ، که تاسو مخاليف طرف ونيسۍ 
په درنښت 


اور- بل
17.04.2007

[quote:287c9552d7]پر دې سربیره به بيا هم بحث وکړو ، که تاسو مخاليف طرف ونيسۍ [/quote:287c9552d7]
نعوذ بالله من الشيطن الرجيم ٠ وسلام علیکم يامعلمَ الدین ، محترم مولینا   عبدَالکريمُ  الحليم !
دا دهر انسان ،په تیره بیا هرمسلمان حق دی چې ددین پرعقلی او منطقی بنسټ او سیستم ځان پوه کړي ، څو دین دعقل اومنطق له پلوه هم ځان اوهم نورو ته روښانه اوترې دفاع وکړای شي! یقینأ ستاسو په څیر مولیانو هم دغسې زدکړه او پوهه د مخالف طرف یعنې الحاد پر منلو او دالحاد په دفاع سره نه ده تر لاسه کړې !
نعوذ بالله من هذا، آمین، مونږ او تاسې ټول دې خدای له الحادي دریځ نیولو څخه وساتي!!! خو متاسفانه دغسې پوښتنې ډیرې مطرح کیږي چې ځواب یې هم غوښتل کیږي او بیځوابه پریښودل یې هم د اسلام پر ګټه نه تمامیږي .نو د [color=yellow:287c9552d7]هر [/color:287c9552d7]اسلامی عالم سره یې چې ځواب وي، باید ویې نه سپموي او له قیدو شرط پرته یې د اسلام [color=white:287c9552d7]او مسلمانانو[/color:287c9552d7] د خدمت له پاره وړاندې کړي.
هو، مونږ غواړو چې دیني ژوند مو پر منطقي ځواک هم پیاوړی اوسي . و السلام .


Re: آیا د ادیانو رامنځته کیدل په عقلی توګه توجِیه کېدایشي ؟

Anonymous
17.04.2007

[quote:0b4afefeda="غوټۍ وربل"]ډیرکسان هڅه کوي چې پرعقلی دلایلو دادیانو حقانیت ثابت کړي، خو په استدلال کې ترې مخه تل قولی (مذهبي) دلایلو ته ګرځي . که څوک له مذهبي دلایلو پرته داکار وکړ ي او یایې لږ ترلږه د دین د رامنځته کیدو عقلي ،علمي او منطقي تیورۍ معرفي کړي،زه به ترې زدکړه او یوعالم مننه وکړم .[/quote:0b4afefeda]
خورکئ ما چي د څونه کتابونو پاڼي اړولي او لوستلي نو دا رامعلومه شوي چي يوه دين هم عقلي - منطقي يا ساينسي بنسټ نلري او هيڅوک دا ثبوت ته نشي رسولي - ځکه چې ادیان له عقل څخه په لوړه سطحه اومافوق ډول تدوین شوي دي [color=white:0b4afefeda]البته که څوک پریو یا بل دلیل ځانته قناعت ورکوي ، ورکوي به یې [/color:0b4afefeda]، خو هرکله چي خبره د موضوع سر ته راوړي نو پايله يي هيڅ راوځي دا يوه خبره په ګرده اديان کي عقلي او په يو ډول ده چي هر دين د بل رد دي .



17.04.2007

.....په تیر پسې :[color=yellow:e98f9f3f38]
نوموړو ډلو له یوه تنګ نظره سیاسی دریځ څخه پورتنی استدلال ته مخه کړې او د اسمانی ادیانو رول او رسالت یې تحریف کړی دی .
داسمه ده چې ځمکنی ادیان لکه اورنمامځنه ، لمر نمانځنه او بت نمانځنه په کثیرالارباب شکل له اسمانی کتابونو دمخه په لومړۍ طبقاتی ټولنه کې رامنځته شوی او د ټولنې د طبقاتي ویش يې انځراوۀ، خو اسمانی ادیانوتل سوله ، ورورګلوی او برابري غوښتېده،او اړین مافوق طبقاتي اخلاق یې پلي کړي دي . له برده دارې ټولنې څخه یې فیوډالی مترقي ټولنې ته لیږداو د مریانو په ګټه اسانه کړی اوفیوډالی پرمختګونه یې شوني کړي دي. په فیوډالي ټولنه کې یې هم د بزګرانو په غورځنګونو کې مثبته اغیزه شیندلې او د مظلومو پرګنو پلوی یې کړی دی.آن تردې چې د سرمایدارۍ د بداخلاقۍ فحش او فحشا ، سودخورۍ ، د زیات اقتصادي استثمار او سیاسی استعمارپر ضدیې هم مبارزه کړې ده . داسلامي هيوادونو په ملي غورځنګونو او پاڅونونوکې اسلام د کفري استعمارګرانو پر ضد
ګوته په غاښ ايښودونکي رول لوبولي دي .هو اسمانی اخلاق دتل لپاره اعتبار لري، نو په هر اقتصادي اجتماعی تاریخي فورماسیون کې داسلامی اخلاقو د پلی کلو اړتیا اواړینتیا لیدل کیږي . پر کمونیزم باندی پرعملی توګه دهغه د تاریخي بطلان کرښې د طبقاتي مبارزې شعارهم د تل له پاره دتاریخ له پاڼو څخه چلیپه او یواځې د دموکراتیکې مبارزې اړینتیایې په ثبوت ورسوله ،کومه چې د فردی لیبرالیزم پرته د دیني اخلاقو سره ضدیت نه لري او سمون ورسره خوړلی شي !
نوغوټۍ جانې ، که قناعت مو حاصل شوی نه وي پوښتنو ته مو سترګې په لاریم .
په درنښت او افغانی ورورولیزه سلامونو ![/color:e98f9f3f38]



ع کريم حليمي
17.04.2007

[quote:9455c63f9b]......له قیدو شرط پرته یې د اسلام او مسلمانانو د خدمت له پاره وړاندې کړي[/quote:9455c63f9b]
درنې ، خوږې او مکرمي پښتنې مېرمني / پېغلي غوټۍ وربل  
سلامونه درلېږم ، د ندرلاند پر ګلونو دي لغړيږي څو سبا رسيږي تاته !

الحمد لله رب العالمين والعاقبة للمتقين وصلى الله على محمد خاتم النبيين وعلى جميع الأنبياء والمرسلين ‏.‏

أما بعد فإنك يرحمك الله بتوفيق
اسلامي اخلاقو د معلم محمد ص امتياز 
په نړۍ کښي د اخلاقو لوی لوی معلمان پيدا سول چه د هغوی مکتبونوته
 د نړۍ لويو لويو قامونو د ادب ګونډي ماتي کړې او په دغو مکتبونو کښي 
يې له دغو
معلمانو څخه د  آدابو  او اخلاقو هغه سبقونه زده کړل چه نن په هغو مکتبونو 
زرګونه کلونه تېر سول مګر د هغو درسونه نن هم د خلکو ټکي په ټکي ياد دي 
او حقيقت هم دا دی چه که نن په کوم يو ځای کښي د ښو اخلاقو کومه نمونه 
ليدل کيږي نو هغه هم د تعليم د هغي تېري صحفې يوه پاڼه ده ; مګر يو تنقيدي 
نظر به موږ ته دا خبره وښولی سي چه دې اخلاقي استاذانو په خپلو منځو کښي څه 
نسبت درلود ; او د دې تعليمي  نصاب ترتيب  په کومو اصولو ولاړ دی او په 
دغو معلمانو کښي د عالم د درسګاه د ټولو ورستی معلم عليه الصلوه والتسليم 
ته څه امتياز ورکړسويدی ٠ 

د محمد صلى اللَّه عليه وسلم  څخه وړاندي د انساني نوعی د اخلاقو معلمانو 
دوې ډلي وې ; يوه هغه ډله ده چه هغې د خپل تعليم بنسټ په کوم يو اخروي 
مذهب ايښوولی دی لکه عام انبياعليهم السلام  او ځينو مذهبونو بانيان
او بله هغه ډله ده چه هغې خپله ودانی د خپلي فلسفې او حکمت اوعقل او
 دانايۍ په بنسټ درولې ده ٠ موږ په دې دواړو ډلو کښي له لمړۍ ډلې څخه 
د انبياؤ او د دين د مصلحينو او د دوهمي ډلي څخه حکماؤ په نوم تعبير کولای 
سو , دې دواړو ډلو د خپل خپل درس او تعليم د پاره جلا جلا اصول او طريقې 
خوښي کړې , پيغمبرانو او مذهب بانيانو د خپلو تعليمونو ماخذ 
(خداوندي حکم ) وګرزاوه او پرته له دې الهي فرمان اوحکم څخه د هغوی 
د تعليم کوم بل بنياد او بنسټ نسته ، 
او نه د هغوی په تعليمونو کښي د علت او معلول کومه سلسله سته او نه 
د اخلاقو د باريکو نکتو د کومي غوټي خلاصونه !!!

په درنښت 



ع کريم حليمي
17.04.2007

[color=cyan:5c3be6bbff]د انبياؤ او حکماؤ په منځ کښي چه کوم اصلي فرق او امتياز موجود دی
هغه دا دی چه د انبياعليهم السلام د اخلاقو تعليمونو سره د هغوی پاک
ژوندون او د هغوی هغه مقدسي کارنامې او د هغه پاک اثرات ملګري دي
چهد هغو فيض د هغوی د هر وېښته د بخ څخه د خير او برکت د چينې په
شکل راخوټيږي او خپل تږي خړوبوي ٠ [/color:5c3be6bbff]
 

[color=blue:5c3be6bbff]لېکن که تاسو يو جګ پياوړي حکيم او د اخلاقو په رمزنو پوه هغه فلسفې
ته چه د هغه اخلاقي خبرلوڅۍ اونکته سنجۍ ته دنيا حيرانه وي او د انسان د پټي
جذبې ، باطني قوت او د اخلاقي فطرت پته ئې معلومه کړې وي د عمل په
لحاظ وګورئ نو تاسي ته به دهغه ژوند د يو عادي بازاری څخه يوانچ هم پورته
او جګ ښکاره نه سي ، که څه هم هغه نوروته رڼاښوولای سي ، مګر پخپله
له تيارې څخه نه راوزي ، هغه د خپل ځان څخه د نورو لارښووني مدعي جوړ
وي مګر پخپله د عمل په هر لار کښي بې لاري روان وي [/color:5c3be6bbff]



18.04.2007

خان جان لیکي :
[quote:1bca1268e4]دا يوه خبره په ګرده اديان کي عقلي او په يو ډول ده چي هر دين د بل رد دي[/quote:1bca1268e4]
عیسوي دین موسوی دین نه دی رد کړی، بلکې ترموسوي دين بشپړ ؤ او هغه یې بشپړکړي او په ځان کې مدغم کړی و. اسلام نه عیسوي او نه یې موسوی دین رد کړی بلکې دواړه یې بشپړ کړي.اسلام تر ټولو بشپړ دین دي نو هغوی یې بشپړ او په ځان کې مدغم کړي دي. صرف د مدغم شویو ادیانو [color=white:1bca1268e4]پیروانو[/color:1bca1268e4] ادغامونکی ا د یان نه دي منلي او ددوی په وړاندې یې دخپلو دینونواړونده برخو ته تغیر ورکړی چې دا هم دهغوی ګناه ده،نۀ دهغوی داصلی دینونو . والسلام .



ع کريم حليمي
18.04.2007

درنو وړنو او خويندو ته سلامونه !
دامنم چه د ازادۍ په اصولو کښي هر فرد حق لري چه خپل نظر څرګند کړي په داسي شان سره  چه د نورو خلکو ازادي ئې نوي سلب کړې،
او د اکثريت احساسات ئې نوي جرح کړي او اصول ئې تر ګونډو نوي لاندي کړي
 
 که کوم څوک راولاړيږي د بليونو خلکو  عقيده او باور چليپه کوي د مطبعاتو 
له ازادۍ څه سوء استفاده !!!!

په درنښت 


رښتینی
18.04.2007

ما خو د خانجان ليکنه نه ده ليدلي خو دهغه له روش او ذوق نه يي مالومولي شم
چي ښه مهرباني به يي کړي وي اوس خو وطنمل صيب پاکه کړي ده خو دوي د ثبت
کولو په پاڼه کي داسي څه کښلي دي

[code:1:15757c27ab] تاسو دا مسووليت لرئ چې ګواښوونکې، توهينوونکې، ناوړې، جګړه پاروونکې او نورې لانجمنې ليکنې په دې پاڼه کې خوندي نه کړئ. له دغو کړنلارو او تګلارو څخه سرغړونه ستاسو د سملاسي مخنيوي يا له پاڼې څخه د ليرې کولو لامل ګرځي.[/code:1:15757c27ab]

خو دا تقريبا دووه کاله زه په ټول افغان کي اوسم او دلته مي خورا زياتي

[code:1:15757c27ab]ګواښوونکې، توهينوونکې، ناوړې، جګړه پاروونکې او نورې لانجمنې ليکنې په دې پاڼه کې [/code:1:15757c27ab]

ليدلي دي خو دمسئولينو له خوا مي

[code:1:15757c27ab] سملاسي مخنيوي يا له پاڼې څخه ... ليرې کول.....[/code:1:15757c27ab]

نه دي ليدلي

اويا خو کيدي شي زه ځوروونکي او پاروونکي ليکني پيژنم نه !!!!!!

په مينه


Anonymous
19.04.2007

مولينا حليمي او له ګرده دوستانو بښشنه غواړم چي زره يي ازار شوي او خوابدي شوي دي
ځما هدف هيچري دا نه و چي څوک دي ازار يا خوابدي کړم
يواځي مي دا خبره غوشته ، لکه چې مې وروسته روښانه کړه، چي اديان د انسان له عقله بالاتر دي او په عقلي دلايلو ثبوت ته نه شي رسيدلي .زما په نظر که تاسي هم راسره دا ومنئ چي اديان له عقله ماورا دي نو بحث او پوشتني له منځه ځي
او که بيا تاسي دا دريځ لرۍ چي اديان عقل مني او له انساني عقل سره سم دي نو دا بيا تاسي د اديانو له منځه وړلو ته يو دليل ګورۍ
که خبره و عقل ته راشي نو خو اديان بيا څرنګه له تعقل سره پاتي کيدلي شي؟ ځکه چي عقايد له روحه سره تړاو لري نه له عقل سره



24.04.2007

محترم مولینا صیب حلیمي، ښاغلی لرغونوال صیب او قدرمنې پوښتونکې خور غوټۍ وربل ، منلی کوشان صیب او ښاغلی صافي صیب السلام علیکم و رحمت الله ! و اما بعد :
[quote:851e166b66]څه نظر لرۍ د Creation په باب ، ايا دا کريېشن يو اتفاقي او تصافي ګڼۍ او که يو خالق دغه خلقت کړی ؟؟ [/quote:851e166b66]
دمکرم حلیمي صاحب ددې پورتنۍ پو ښتنې په ځواب کې لیکل شوي :
[quote:851e166b66="غوټۍ وربل"]محترم مولوي صاحب حلیمي ته سلامونه !
ترکومه ځایه چې د کریشن خبره ده، نوهغه د الله تعالی کار او صنعه ده، زه پرې ایمان او عقیده لرم ، خو عقیدوي دلایل دلته نه دي مطرح، که نه ، نو بیا له نورو خویندوو رونو څخه نشم غوښتلای چې یواځې پر عقلی دلایلو ځان محدود کړي .[/quote:851e166b66]
له دې نه څرګندیږي چې وربل خور په عقیدوي اساس نوموړی کرییشن د خالق تعالی بولي او په عقلی حساب پرې له قضاوت څخه ځان ناتوانه ګڼي .
دوه ټکي باید سره بیل کړو : نظم او پلان ! پلان یو پلانونکی غواړي ، که مونږ نظم له پلان څخه تفکیک نکړو، نوبيا هر نظم پلان ګڼل کيږي اوڅنګه چی هرپلان پلانونکی لري، نو هر نظم په دې توګه يو پلانونکی لري. او که یې سره تفکیک کړو، نو بیا نظمونه او نظامونه په مادی علیت هم تشریح شوي لکه شمسي نظام د ګریویټشن د قانون له مخې . د اتوم دهستې او الکترونو نو تر منځ نظم اود منظم حرکت ټو ل میکانیزم روښانه شوی دی. خو داچې دګریویټشن قانون چا رامنځته کړ؟ دایوه عقیدوی پوښتنه ده او یواځې عقیدوی ځواب لري، چې الله تعالی رامنځته کړی او بس .
عقل دا پوښتنه نه کوی چې ګریویټیشن چا رامنځته کړی ، که کوی یې نو دا پوښتنه کولی شي چې هغه څنګه رامنځته شوی دی او بس! چا رامنځته کړي او يا څوک يې له منځه وړي ښايي دعقل پوښتنې نۀ، بلکې د عقيدې او عقيدوي احساس پوښتنه وي. ايا همداسې ده ؟
زما پراند دا د عقل بيوسي ده چې مافوق طبيعي پوښتنې نشي ځوابولی نو ځکه يې احساس ته پريږدي . او که نه تاسو څه فکر کوئ .
والسلام .


صافی
25.04.2007

دبحث ورنو لوستونکو! اوپه خاصه توکه ښاغلو حلیمی صاحب،پتنګ صاحب ،لاروی صاحب ،ځواکمن صاحب، خانجان صاحب،اومحترمه پوښتونکې خور غوټی وربل! ټولوته سلامونه اودرناوﺉ وړاندی کوم.
که یواځې په عقلی دلایلو هم ددین درامنځته کیدو په اړه بحث وکړو
نو عقل به مو دانسانی فطرت اودانسانی ضعف د اړتیاو په اقتضا سیخ ددین په پولو ودروي . په دې کې هیڅ شک نشته چې انسان یوه ضعیفه او بې وزله هیولاده . دخوب ،خوراوڅر،مریضی،ماشومتوب اوزړښت،اونوروشخصی احتیاجاتو څخه یې چې تیر شو، دیوه ډیر بختور انسان تولیدی ژوند ته که چیرته پنځه کاله وخت هم پاتی شی ډیربه وي. ( البته دلته الهامی څړیکه، اوعشوایی اکتشاف مستثنا ګڼم سره له دې چې دبشر دمادی اومعنوی پرمختګ اسباب علماً، په يونه شرحه کیدونکې علت همدا دي چې په ځانګړی توګه ددې بحث ساحه نده) دمثال په توکه که دیوانسان ژوند ۸۰ ونیسو (په افغانستان کی ۸۰ کلو ته که د ډنډه پنج په زورهم څوک ورسی) د۸۰ کالونیمه برخه په خوب تیریږی،پاتی شو ۴۰ دڅلویښتو څخه ۱۶ یی په ماشومتوپ کې ولاړل،۱۰ یې په زړښت اویا کبرالسن کې، که له دې څخه دژوندانه دنورو اړتیاو وخت منفی کړو ډیر لږ څه به داتیاو کلونو دژوند په ترڅ کې فکری اوعملی تولید ته پاتی شي . سربیره پردې پخپله دانسان دشخصی ظاهری حواسو نیمګړتیا هم باید په پام کې ولرو. ( دځینو بری او بحری حیواناتو ظاهری حواس په انسانانو غښتلی دي)
پدې علت زما په نظر انسان په فردی توګه دکون اومکان،او دنورو مخلوقاتو دخلقت د کونهې په فهم کې په خپلو دې نیمګړو حواسو او وخت پرمټ دتکیې په ترڅ کې ، دقیامت تر رارسیدو پڅ اوبطی ښکاري.په دې مفهوم چې دنړی دلمنځه تګ زمونږ تر فهمه ښایی ګړندی تر وي.


salam
26.04.2007

محترمی غوټۍ چی کومه پښتنه کړی ټولو ملګرو ﺉ داسی ځواب ورکړ چی هغه ﺉ نوره هم کنفیوز کړی :په اسا نو ټکو کی مونږ ددغه جوابونو په رڼا کی دا ویلﺉ شو چی دمذ هبونو اډاڼه پهء عقیده ده اوعقیده د عقل دپا ره داسی ده لکه دو سپنی دپاره زنګ :


صافی
26.04.2007

[quote:0af3897f3b="salam"]محترمی غوټۍ چی کومه پښتنه کړی ټولو ملګرو ﺉ داسی ځواب ورکړ چی هغه ﺉ نوره هم کنفیوز کړی :په اسا نو ټکو کی مونږ ددغه جوابونو په رڼا کی دا ویلﺉ شو چی دمذ هبونو اډاڼه پهء عقیده ده اوعقیده د عقل دپا ره داسی ده لکه دو سپنی دپاره زنګ :[/quote:0af3897f3b]
اوزه بیا برعکس داسې وایم چې نه: عقیده د انسان دسلوک تهذیب او صیقل دﺉ.
سلامه وروره ! سلام : وروره تاسو خپل پورتنی نظر ندﺉ شرحه کړﺉ ،چې عقیده څنګه دعقل زنګ کیداشي.


salam
27.04.2007

مطلب دا چې چرته عقل وی هلته عقیده نه چلیږی او چې چرته عقیده وی هلته عقل لاری بندی وی البته عقیده تر هغه وخته د عقل استعمال کوی تر څو چې عقیدی ته خطره نه وی.


pattang
27.04.2007

ولا هلکه سلا مه ته خو لويه بلا يې :
مارکس ، لين، هېګل ، ستالين او ډېر نور دې په خپله تيوري شاګردان کړل داسې
راته بريښي چې په مېتا فزيک او ديا ليکتيک کې غټ عالم يې٠
زما خبره ومنه : هغه کار کوه چې زور دې پرې رسيږي ٠

[quote:a2065ae6e8]محترمی غوټۍ چی کومه پښتنه کړی ټولو ملګرو ﺉ داسی ځواب ورکړ چی هغه ﺉ نوره هم کنفیوز کړی :په اسا نو ټکو کی مونږ ددغه جوابونو په رڼا کی دا ویلﺉ شو چی دمذ هبونو اډاڼه پهء عقیده ده [color=brown:a2065ae6e8]اوعقیده د عقل دپا ره داسی ده لکه دو سپنی دپاره زنګ :[/color:a2065ae6e8][/quote:a2065ae6e8]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more