د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

وطن پيــــــر محــــمد کـــاروان

Farhad zaheer
14.09.2003

وطن
دا وطــــــــــن ډيوې ډيوې داوطـــــــــن رڼـــــا رڼـــاـ
شين به مو په شپوکې شې سپين مهين سبــا سبـا
دادغرونو غيــــږ کې پروت دا افغانســــــتان وطن
دا دازادۍ چيــــــــــــــغــــــــــه بــــــــــــــلالي اذان وطن
ځي په تـــرنم روان
غــوږ ته ددنيا دنيا
دا مو دژوندون کتـــاب مينه مو او مينه مــــــو
باب دشـــــــــــهادت لرو ليک دزړه په وينه مو
وايو قربانۍلره
مرحبـــايامرحبا
توردغـــــــــــلامۍټـکی نه لروقاموس کې موږ
تيــــر ترسرومالـــــــــه يو لاره دنـــامـوس کې موږ
خدايه سپينې تورې مو
مه کـــــــــړې بې ځلا ځلا
بيلا بيل قومونه مو بيــــــلا بيـــــــل ګلونه دي
ناوې دوطــــــــــن لره واړه امـــــــــــــــــــيلونه دي
دا وطن غونچه وطن
ټول ګلونه خواپه خوا
نه چې موږ تش لاســــــــــي يو خـــــــــــــدايه لرو قــــــــــــــران لرو
زړه کې دوطـــــــــــــــــن مينه برخه دايـــــــــــــــــــــــــــــمان لـــــــرو
کاڼي مو زرکاڼي دي
بوټي موکيمياکيميا
خدايه دي وطن ته مـــــــــو سپينه ســـــــــــــــــــــــــــــــوله راولې
کرکي ،تور جنګونه ورک مينــــــــــــــــــــــــــــــــــــه سوله راولې
عرش ته يې دروبوله
دا مـــــو ده دعـــــــا دعــــــا پيــــــر محــــمد کـــاروان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more