د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ايا کوشان دختيځپوهني دپوهنځي شاګردنه دي ؟؟

رښتینی
24.03.2007

وروڼو سلام او نيکي هيلي

په لويديځواله نړۍ کي ځيني داسي پوهان شتون لري چي هغوي د مشرق
يا ختيځ په اړه ژور مالومات لري او هغه په مستشرقينو يه ختيځ پوهانو
سره نومول کيږي دوي داسلام او ختيځ په باره کي خورا ډير کارونه کړي
دي او داسلام په اړه ددوي له کار نه اساسي موخه داده چي دمسلمانانوپه
منځ کي داسلام په اړه شکونه او ان نفرت پيداکړي

دوي په دي اړه خورا زياتي ليکني کړي دي او دمسلمانانو ځيني مخګيني نادر
او غوره کتابونه يي هم چاپ کړي دي ددوي ليکني داسلام په څو ګوتشميره او
هغو مسئلو باندي ډير تمرکز لري کومي چي ظاهرا يو څه له عقل مخالفي او يا
له لويديحوال تهذيب سره په ټکر کي وي لکه دبيلګي په توګه :

(١) دنارينه له پاره له يوي نه زياتي ښځي کول کول
اد ښځي له پاره فقط يو ميړه کول

(٢)دميړه له خوا ښځي ته دطلاق ورکولو جواز او ښځي ته نه جواز

(٣)په ميرا ث کي دنارينه پوره برخه او د ښځي نيمه هغه

(٤)له دوو ميرمنو سره ديوه تن نارينه شاهدي برابريدل

(٥)رسول الله ته له څلورونه دزياتو ميرمنو جواز

(٦)دلومړۍ وحي په مهال دهغه ويريدل

(٧)او دبردګي مسئله داچي کوشان صيب بحث پري را نښلولۍ دي

او داس نور ځيني مسائل شته چي دوي بحثونه پري کړي دي او کوي يي
خو اساسي موخه يي داده څو داسلام په اړه شکونه را ولاړ کړي اود نويو
ځوانانو ذهنونه داسلام په اړه دشک په زهرو ککړ او ولړي

دا استشراق يا ختيځ پوهنه له ډير پخوا را هيسي ديوه مکتب او يوه
پوهنځي په جوله او شکل کي کار کوي او په دي اړه يي په خپله په ختيځ
کي ډير بچوړي او شاګردان پيدا کړي دي او لا يي نوي نوي زيږوي او په
مختلفو بر خو کي يي په کار او فعاليتونو ګوماري

ما چي دکوشان صيب ليکني څومره لوستي دي او دهغه اندود او فکر
مي ځان ته مالوم کړي دي زه سل په سلو کي باور کوم چي شاغلي کوشان
له همدي پوهنځي سره تړاو لري او دي نوموړي فکرته کار کوي

دي خو په تکرار سره وايي چي زه داسلام په اړه ځان پوهول غواړم او بله موخه
نه لري خو دده دا خبره يواځي يوه پوچه ادعاده او بس ځکه دده ټولي پوښتني په
هغو مسائلو باندي را څرخي دکومو يادونه چي ما مخکي وکړه ده هيڅکله هم د
اسلام داخلاقو په اړه کومه خبرهنه ده مطرح کړي نه يي داسلام دعباداتو په اړه
کله کومه پوښتنه کړي ده لکه اودس لمونځ روژه زکات او حج

زما له دي خبرونه موخه دا نه ده چي ګواکي له کوشان سره دي داسي وشي او يا هسي
او يادي کومه فتوي پري ولګوم نه هيڅکله داسي نه ده دي کولي شي خپلي هرډول
پوښتني مطرح کړي او دهرڅه په اړه خپل نظر ښکاره کړي مونږ يي دمعقول نظر
احترام کوو او زموږ پښتون ورور دي خو اقلا دده فکر بايد وپيژنو ؟؟؟
او زما دا خبري دده په اند او فکر ولاړي دي نه دده پر شخصيت

اوس له ده نه او له هغو وروڼو نه چي له ده سره پيژني يا يي دده ليکني لوستي وي
داپوښتنه کوم چي ايا دي دختيځپوهني د شونځي شاګرد نه دي ؟؟

او کيدي شي کوشان صيب دکسر نفسي په اساس ووايي او يا نور ملګري ووايي
چي کوشان دومره مهم نه ده چي دلته يي پر فکر خبري وکړو خو زه وايم چي نه داسي
نه ده دکوم فکر شک او يا يقين چي زما پري راغلي دهغه فکر پيژندنه ډيره مهمه ده
او .................
نوربيا

په مينه او درناوي


sabawoon azadkhial
25.03.2007

حامد صيب ښې چارې
کوشان صیب یو روڼ اندی افغان دی چې دبدمرغه افغانستان دبدبختیو او وروسته پاتی توب دپراخه عواملود تشخیص په لټه کې دی . دهغه پوښتنې اوسوالونه فلسفي بڼه لري او ښکاره خبره ده چې فلسفي پوښتني په هر مذهب کې دهرکلي سره نه مخامخ کيږي. فلسفه پوښتنه کوي قناعت غواړي ، دازاد فکر قضاوت غواړي خو مذهب امر کوي او خلک اطاعت ته رابولي! که څوک درته ووایي دمثال په ډول چې دپنځه وخته لمونځ حکمت په څه کې دی؟ ولي څلور ځلي نه دی فرض شوي؟ او يا داچې تاسې پخپله مثالونه وړاندې کړي چې ښځه دنيم میراث حق لري ، د یوسړی شاهدي ددوو ښځو سره برابره ده او داسي نور. پوښتنه راولاړيږي چې ولي؟ او ولي ځواب غواړی. داډول پوښتنې فلسفي اومنطقي پوښتنې دي چې ستاپه څیر کسان باید ورته ځواب ولټوي ، تشريح يی کړي او که حکمت پکې پټ وي په حکمت يی خلک وپوهوي. دفورم داخونه هم د منطق او ازاد بحث خونه ده او پريږده چي خلک علمي اومنطقي بحثونو ته دوام ورکړي. تاسی لیکلي
[quote:0e9111ffe5]خو اساسي موخه يي داده څو داسلام په اړه شکونه را ولاړ کړي اود نويو
ځوانانو ذهنونه داسلام په اړه دشک په زهرو ککړ او ولړي [/quote:0e9111ffe5]
وروره خدای تعالی پخپله په قران کریم کې ويلي چې داسلام دين یی نازل کړ او دهغه ساتونکی دی. که تاسې پخپله داسلام په قوت اواسماني توب باور لری نو بيا ډار له څه دي؟ ایا خدای پاک دخپل رانازل شوي دين دساتلوتوان نه لري؟ په همدې اساس زه هیڅ ددې بنیاد ګرايانو په منطق نه پوهیږم چې تل داسلام څخه ددفاع په نوم خلک وژني او زوروي .
تاسي بيا ليکلي:

[quote:0e9111ffe5]ما چي دکوشان صيب ليکني څومره لوستي دي او دهغه اندود او فکر
مي ځان ته مالوم کړي دي زه سل په سلو کي باور کوم چي شاغلي کوشان
له همدي پوهنځي سره تړاو لري او دي نوموړي فکرته کار کوي[/quote:0e9111ffe5]
نوکه سل په سلو کې باوري يی نو بیا ولي له نورو پوښتنه کوی؟ دلته ستاسې کلام ضد اونقیض دی. په هرحال کومه موضوع چې تاسې دکوشان په باب طرحه کړې زما په نظر بې ارتباطه ، بې خونده ، بې وخته اونامناسبه ده.

خوشاله اوسي

سباوون ازادخیال


صافی
25.03.2007

....


larghonay1
25.03.2007

حامد صيب سلامونه!
وروره د سباوون ازادخيال خبرې تر ډېره سمې دي.
ځكه دا د بحث فورم دى او هر څوك كولى شي چې ازاد بحث وكړي.
كه چېرته چا كومه موضوع له اسلامه خلاف هم څېړله نو بايد همغې موضوع ته يې خپل منطقي،مدلل اسلامي ځواب ووايو!
نه دا چې يو چاته په شك او ترديد وګورو او خپل ژوند پر اټكلونو روان كړو.
خداى مه كړه بيا به له اټكليانو څخه وشېرل شو


Ajab
25.03.2007

ښاغلى زخمي څو ورځې د مخه ما ستاسې د نامه سره يو ټکى ولوست
تاسې ليکلي وه

[quote:aee3b6db1d]ته خبریی !
چی دالله په وړاندی بدترین خلک هغه دی چی له عقل اوفکر نه کار نه اخلی ﴿انفال ۲۲﴾[/quote:aee3b6db1d]

ما درته وليکل
[quote:aee3b6db1d]عجيبه ده! ملايان خو وايي چې د عقل نه کار اخيستل د اسلام په ضد کار دى[/quote:aee3b6db1d]

نو په ځواب کې تا وليکل

[quote:aee3b6db1d]ښاغلی عجب دابه سمه وی چی یوڅه دخلاصی ملایان به داسی خبری کوی
خوقسم ده تاسی روش فکران هم له داسی ملایانوکم نه یاست
چی هیڅ به هیڅ دخلکو جذباتوسره لوبی کوی ددی په ځای چی دمسلی حل پیداکړی برعکس کوشش کوی چی دمقابل لور توهین وکړی[/quote:aee3b6db1d]

او ښاغلى پتنګ هم وروسته پاتې نه شو. هغه وليکل

[quote:aee3b6db1d]عجب خانه ( ځای: کابل، زما د زړه سر)!
لکه چې په کابل کې ډېر خو شاله يې ?
خپله څېره دې په خپله معرفي کړه ٠
ملا يان خو دنبي ( ص ) ددين چوپړ وهونکې دي او پر دې کې شک هم نشته چې
ښه او بد په هر ګروپ کې شته ٠ که تاريخ ته فکر وکړو ملا په ډېرو سختو شرائطو کې ژوند کړی او کوي يې نو دا چې ته او س دغه د ک. ګ. ب سره الفاظ د ملا يانو په برخه کې بيا تکراره وي د اخو لوی خيانت کوي او غير مستقيم د اسلام دين ته تحقير کوې او د اسلام دين منجمد او جاهل معرفي کوې ٠ په حقيقت کې داسلام له دينه خبر نه يې اوتر اوسه پورې هغه زوړ وفادار شاګرد پاته شوې يې ٠
کوم ملا وېلي دي چې :
(چې د عقل نه کار اخيستل د اسلام په ضد کار دى) ?
ايا د اسلام دين يوه ژندی عقلي او د تمدن يو لوی ساری ندی?
ايا د ټولنې د ارامي اودانسانانودښوروابطو بنسټ پالونکی ندی ?
اسلام د سولې ، ارا مي ، علم او پر مختګ دين دی او دا يې ان هلته سابته کړې
دی چې په هه خت کې عيسويانو ژوندي انسانان سوځول او د يهودو او عيسويانو لپاره، اسلام يو بشرپاله اورينايسانسه Renaissance دين وو چې حتی دعيسوي مذهب ريفارميست مارتين لوتر وډار شه چې ډېر عيسويان مسلمانان
شي او دخپل عيسوي مذهب ناوړو کارو ته نور هم متوجه شه ٠ [/quote:aee3b6db1d]

اوس زه په دې نه پوهېږم چې اسلام د تعقل، پوهې، فکر او نظر دين دى نو بيا چې څوک په دې اړه کومه پوښتنه کوي، تاسې ولې د ځواب په ځاى دا طعنه ورکوئ چې هغه د پلانکي شاګرد دى او د پلانکي سره يې تړاو دى او دا او هغه. ولې يو مدلل او د عقل او پوهې پر بنسټ ولاړ ځواب نه ورکوئ؟
که دغسې کوم دليل او ځواب نه لرئ نو دا هيڅ خبره نه ده چې څوک د چا شاګرد دى او څه سوچ کوي.
ښه وخت درته غواړم


رښتینی
25.03.2007

ټولو وروڼو سلامونه او نيکي هيلي مي ومنئ

ما په خپله ليکنه کي يوځاي ليکلي :

[code:1:d6f1238316]زما له دي خبرونه موخه دا نه ده چي ګواکي له کوشان سره دي داسي وشي او يا هسي
او يادي کومه فتوي پري ولګوم نه هيڅکله داسي نه ده دي کولي شي خپلي هرډول
پوښتني مطرح کړي او دهرڅه په اړه خپل نظر ښکاره کړي مونږ يي دمعقول نظر
احترام کوو او زموږ پښتون ورور دي خو اقلا دده فکر بايد وپيژنو ؟؟؟
او زما دا خبري دده په اند او فکر ولاړي دي نه دده پر شخصيت[/code:1:d6f1238316]

څرنګه چي زما دليکني دابرخه دپاي پاراکراف دي
نو وروڼه مخکي له دي چي دي ځاي ته رارسيدلي واي
او زما پر ليکنه يي سم قضاوت کړي واي احساساتي
شوي دي او داسي څه يي ليکلي دي چي زما په اند
بي ارتباطه بريښي

په مينه


ټولو ته سلام

و.افغان
26.03.2007

ټولو ورونو ته د زړه له کومی سلام وایم
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
محترمو! الله جل جلاله د خپل دین حافظ دی، او ددغسی خلکو دغه بیځایه تهمتونه، اشتباهات، انتقادات، او اعتراضات د اسلام په سپیڅلی دین باندی هيڅ رنګه اثر نه غورځولی دی، او نه یی غورځولی شي، او نه به یی وغورځوي، دغه د استشراقیانو باطل استدلالات او افکار هیڅ کله هم د اسلام با ثباته دیوال نشی لړزولی.
زمونږ سینه ددوي سوالونو ته پراخه ده، دغه ډیر معمولی سوالونه دي، او ځواب یی ډیر اسان دی، او دهغی په مقابل کی په اوسنی مسیحیت،او یهودیت کی داسی مسایل شته چی انسان یی په ویلو شرمیږي.
کوشان که هر څه دی، مونږ دهغه سوال ته جواب وایو، ما هغه ته مخکی هم ویلی وو،
ګوره که یهودۍ یی ښکاره ووایه: چی مونږ هماغی طریقی سره برابر ستا سوالونو ته جواب ووایو، او که مسیحی یی نو بیا هم ووایه چی مسیحی یم، نو مونږ ستا دحال مطابق تاته ځواب ووایو، دی کی هیڅ دشرم خبر نه ده، او بل کوشان څوک څه پیژني، د انترنت تر پردی شاته پټ دی، نو دۍ له څه خطره احساسوي،
ما ورته هم ویلی وو، که مسلمان یی او ځان پوهول غواړي، نو همدغه سوالونه وکړه، لیکن درنی طریقی سره، نه په توهین آمیزی طریقی، داسی ووایه: چی زه نه پوهیږم، دغه اشکال لرم ، تاسی ددی جواب ووایی ، مونږ تیار یو،
خو دۍ په خپلو عباراتو کی کله مستقیما او کله غیر مستقیم اسلام پوری ملنډی وهي، مونږ بحث هغه چا سره کوو چی دحق غوښتونکی وی، ولو که یهودی او که نصرانی، دادب په چوکاټ کی، زه دډیرو مسیحیانو سره بحث کوم، دهغوی ددین باره کی، او هم د هغوی سوالونو ته جواب وایم، خو هغه دبی احترامۍ څخه ډیر ی لری فاصله کی،
او دغه ادب مونږ ته الله په قران کی راکړی.
الله جل جلاله فرمایی: ولا تسبوا ال‍ذین یدعون من دون الله فیسبوا الله عدوا بغیر علم)
ترجمه: او تاسی ښکنځل مه کوۍ هغه معبودانو ته چی دوي یی عبادت کوي غیر دالله څخه، نو دوي به هم ښکنځل وکړي الله ته په ظلم سره، او د ناپوهۍ او جهل حالت کی.
د کوشان لیکنی مالوستلی ټولی دوه مخی ، دوه اړخیزی، دي، چیرته یی چی سودا خرڅه نه شي، نو له هغه ځایه وتښتی، او حتی کله په پوچو هم سر شي.
له هغه څخه مونږ دا یوه هیله کوو، چی همدغه پوښتنی دی کوي، مونږ ته یی ځواب اسان دی، خو مخکی له دی چی لیکنه وکړي، ددغی لیکنی ادب دی زده کړي،
نور دی الله سوکاله او له هدایته برخمند کړي، مونږ پر کوشان ، نورو او حتی په بوش هم خوشحالیږو، چی د ریښتینی اسلام تابعداران شي، زمونږ مخالفت دهغوي له افکارو سره دی ، نه د هغوي داشخاصو سره، که بوش کلمه ووایی او مسلمان شي، او خپل طاغوتیت پریږدي، نو زمونږ ورور دی.
و آخر دعواناان الحمد لله رب العالمین.
په درنښت


larghonay1
26.03.2007

نه پوهېږم چې كوشان به رښتيا هم دا لاندې پوښتنې بحث ته وړاندې كړي وي او كنه؟
په هرصورت دا خو داسې پوښتنې نه دي چې سړى دې پر يو چا د يهودي، نصراني ، بل او بل ټاپې ولګوي. دا پوښتنې حل حقوقي بڼه لري نه اعتقادي!
زه د يو مسلمان په توګه چې نه يهودي، يم، نه نصراني او نه بل سوچه مسلمان يم خو كه دا پوښتنې راسره پيدا شي نو څوك بايد دا حق ځانته ورنه كړي چې پر ما د يهودي، نصراني ، بل او بل خوشې تشې ټاپې ولګوي.
كه چېرته له چا سره معلومات وي بايد ځواب وركړي او كنه وي له چا دې پوښتنه وكړي چې د پوښتنې ښه او اسانه لار يې همدا د ټول افغان ملي پاڼه ده!
الله ج وايي ( د الله په خدايئ كې فكر وكړي! خو د الله په ذات كې فكر مه كوئ!).
دا لاندې پوښتنې داسې كومه ستونزه نه لري چې د الله له وجود سره تړاو ولري او كه څوك په كې شك وكړي كافر كېږي!
بلكې دا فقي او حقوقي پوښتنې دي بايد په نرمه او سړيتوب يې ځواب وويل شي!
وهاج صيب وايي د دې ځواب ډېر اسانه دى خو نه يې وايم. نو دا چې كوشان يې له نږدې ليدلى هم نه دى او عقيده يې هم نه ده ورمعلومه نو د ټاپو پر ځاى يې كاشكې ځواب ويلى وى دا خو دومره بده خبره نه ده.
موږ بايد دومره عقل ولرو چې يهوديت نسلي دين دى. هر څوك يهودي كيدى نه شي. او كه دا هم فرض كړو چې خداى مه كړه كوشان (..... ) دى نو د يو مسلمان ځواب بايد داسې وي چې خلك د ده له حسن اخلاق څخه اغېزمن شي، نه دا چې د كركې او كينې په لومه كې داسې نښتى وي چې نه ورسره څوك سمه خبره كولى شي او نه كږه!
د سراج الحق صاحب سره يوټوكه:
( وايي پخوا به چې د ملايانو په خپلو كې په كومه مسئله سره اختلاف و نو مناظرې به يې سره كولې. د دوى عادت دا و چې په كتابونو كې به يې هغه ځاى چې د بل ملا ځواب به په كې و په نښه كاوه او دانښې به يې بروزې وې. يانې د كتاب په همغه مخ كې به يې بروزې كېښودې چې د مناظرې پر وخت يې ورته راړول اسانه وي. مقابل لوري ملا به خپل چڼيان پوه كړل چې بروزې ورته له خپل ځايه بې ځايه كړي، نو كله به چې ملا په خبرو ډېر ګرم راغلو او غوښتل به يې چې په كتاب كې هغه نښه شوى ځاى راواړوي نو بروزې به په بل ځاى كې وې بيا به يې نه شو پيدا كولى ...)
وهاج صاحب د كوشان چڼو خوبه دې په كتاب كې بروزې نه وي بې ځايه كړي؟ )
دا يوه ټوكه وه خداى دې وكړي چې په چا بده ونه لګېږي. زه له ډېرې مودې پس انټرنټ ته راغلى يم او همدا اوس مې چې په ذهن كې څه دي دلته د لاندې پوښتنو په اړه يې ليكم ، ښه به دا واى چې دا پوښتنې د اسلام په فورم يا پاڼه كې بحث ته وړاندې شوې واى خو په هر حال حليمي صيب بايد دا ځوابونه په دقيقه توګه ووايي ځكه چې په ديني مسئلو كې خو زمونږ لوى ځوان حليمي صيب دى.

[color=red:2147a0ebbe]( ۱)دنارينه له پاره له يوي نه زياتي ښځي کول کول او د ښځي له پاره فقط يو ميړه کول [/color:2147a0ebbe]
زما په خيال دا يوه حل پوښتنه ده اسلام جواز وركړى خو هغه نر ته چې هم يې شهوت زيات وي او هم د ښځو د حقونو پوره كولو امكانات ولري. ( نه داسې لكه په پښتني ټولنه كې چې په يوه توره ككړه كوټه كې يې د څارويو غوندې دوه او درې ښځې سره اچولې وي، نه يې د جامو امكانات وي، نه يې د خوراك او نه يې شهوت ورپوره كولى شي يوازې يو ناوړه هوس او ناوړه دود پسې اخيستى وي او په خور يا لور او يا يې په پيسو دويمه يادرېمه ښځه د څارويو غوندې رانيولې وي. يا په خپله نر ښځې وي او اولاد يې نه كېږي نو خپل شرم په ښځو پټوي او دويمه اودرېمه ځانته ودوي. ) تاسو ته به معلومه وي چې د رسول الله د هرې بي بي ځانګړى كور و او هغه وخت هغه د هر چا همغه غريبانه ژوند و او بله دا چې الله ج ورته ويلي هم وو چې كه كومه ښځه ستاسره دغه ژوند نه غواړي نو طلاقه يې كړه. ) نو اوس هم كه څوك په ځان كې دا طاقت وويني چې ښځې ته د اوس وخت د شرايطو سره سم جلا كورونه،د وخت دټولو اړتياوو پوره كول او د هغې شهوت ورپوره كولو امكان ولري نو د دې پر ځاى چې په زناوو پسې كلپونو ته ځي دويمه ښځه دې وكړي هم به يې شهوت پوره وي او هم به لكه تفريح كله يو كور او كله بل ته ځي.

او ښځه ځكه دويم ميړه نه شي كولاى چې بيا حقوقي ستونزې راولاړېږي، د اولاد پر سر چې د كوم يو دى شخړه راځي، بله دا چې كه چېرته يو نارينه په له څلورو ښځو سره جماع وكړي نو ټولې كولى شي څلور اولادونه وزېږوي خو كه له يوې ښځې سره څلور كسه يوځاى شي نو څلور اولادونه نه شي راوړلى. همدا راز يو ميړه به يې وايي زه اولاد نه راوړم ، عزل كوم او بل به وايي زه يې راوړم او داسې په سلګونو ستونزې. نو د الله هره پيرزوينه له ډېرو حكمتونو ډكه ده.
[color=darkred:2147a0ebbe](٢)دميړه له خوا ښځي ته دطلاق ورکولو جواز او ښځي ته نه جواز. [/color:2147a0ebbe]
ميړه ډېر مسؤوليتونه هم لري ځكه كه چېرته ورسره ښځه سمه ګوزاره نه كوي نو كولى شي طلاق وركړي خو دا هم شته چې كه چېرته ښځه وغواړي چې له ميړه بېله شي نو خلع وړانديز كولى شي ( د قران كريم څرګند ايت دى چې كه د يو بل حقوق نه شئ پوره كولى او سمه ګوزاره سره نه شئ كولى نو سره جلاشئ)
[color=blue:2147a0ebbe](٣)په ميرا ث کي دنارينه پوره برخه او د ښځي نيمه هغه [/color:2147a0ebbe]
د ښځې نيمه برخه نه ده. ځكه چې نيمه يې مهر او نيمه د مراث ده او بله دا چې د ښځې خوراك او څښاك پر نارينه دى، نو هغه د پښتو فولكلوري كيسه ده وايي: د يوې مور درې اولادونه وو چې يوه ورځ يې په كور كې وړه كم وو نو درې ډوډۍ يې پخې كړې چې هر بچي يې يوه ډوډۍ واخيسته او مور ته يې پاتې نه شوه، نو ټولو داپرېكړه وكړه چې مور ته به له خپلې ډوډۍنيمه نيمه وركوو. كله يې چې داسې وكړل نو يو بچي يې غږ كړ: د هرچانيمه نيمه د ابۍ شوه يوه نيمه.). نو په اسلام كې خو ښځې ته ډېر عزت وركړل شوى دى خو كه څوك ترې خبر وي او ويې مني. )
[color=green:2147a0ebbe](٤)له دوو ميرمنو سره ديوه تن نارينه شاهدي برابريدل [/color:2147a0ebbe]
دا ځكه چې د ښځې جنسيت داسې دى چې خبره يې ژر وېرېږي او بله دا چې كله مياشتنۍ مريضي لري او كله د اولاد نو هر وخت دې ته چمتو نه وي چې فكر يې سم وي او شاهدي ووايي. كه داسې نه وي نو په كور كې مو د مور او پلار په اړه فكر وكړئ چې كوم يو جسمي او درانده كارونه كولى شي او بيا يې هم فكر پر ځاى وي؟
[color=indigo:2147a0ebbe](٥)رسول الله ته له څلورونه دزياتو ميرمنو جواز [/color:2147a0ebbe]
دا پوښتنه به كومه بله ورځ له چا وپوښتم اوس يې سم ځواب نه راځي خو د هغه مېرمنې د شهوت له مخې نه وې، بلكې هغو ښځو په خپله غوښتل چې د ده د نكاع په عقد كې راشي او دا يې وياړ ګاڼه حتى ځينې داسې وې چې د خپلې جماع وار يا نمبر يې نورو ته وربښلى و او بله دا چې اكثره يې د داسې كورونو وې چې رسول الله غوښتل د هغوى په خپلوئ سره د مسلمانانو ډله پياوړې كړي.
[color=orange:2147a0ebbe](٦)دلومړۍ وحي په مهال دهغه ويريدل . [/color:2147a0ebbe]
د پېغمبرۍ او بهترۍ سره سره بيا هم رسول الله انسان و او په هر انسان چې داسې ناڅاپه وحې راشي نو وېرېږي او وېره له انساني فطرت سره تړلې ده.
[color=white:2147a0ebbe](٧)او دبردګي مسئله داچي کوشان صيب بحث پري را نښلولۍ دي ) [/color:2147a0ebbe]
په بردګي پوه نه شوم كه په پښتو يې څوك روښانه كړي چې دا څه شى دى ځكه چې په سوال پوره پوهيدل نيم ځواب دى. زه په دې سوال پوه نه شوم.
نور نو ښه دا ده چې داډول پوښتنې د همدې ويب پاڼې په اسلامي خونه كې وڅېړل شي.
مننه
ستاسولاروى


محترمو صاحبانو ته سلامونه

و.افغان
26.03.2007

محترم لرغوني صاحب!
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته.
محترما!
تاسي يو څه عجله کړی ، زما لیکنه مو په غور نه ده لوستلی، زما د ټولی لیکنی خلاصه دا ده، چی ما د کوشان د سوا ل کولو طریقه غندلی، نه خپله دغه رنګ سوالونه، او نه می پر هغه ټاپه لګولی، البته زما دغه خبری دحامد ورور پر پوښتنه بنا نه وی، ما دکوشان دغه سوالونه نه دی لیدلی، البته ما دهغه نوری لیکنی او سوالونه لیدلی، او بیا هغه څوک دی چی زه پری ټاپه ولګوم، زما خبری ټولی د هغه پر لیکنو دي، ما دخپلو خبرو اخر کی دا هم ویلی دي، چی زمونږ دشمنی یا مخالفت ددغه رنګ فکر سره دی، نه د شخص سره، البته تاسی زما لیکنه پوره نه ده لوستلی.
پاتی شوه ددغه سوالونو جوابونه، ما دهغی باره کی ویلی چی هغه اسان دي،اواوس یی هم وایم، او کیداي شی چی ځینی ورونه چی څه وخت لري لکه تاسی غوندی، دغه کار وکړي، زه البته زه ډیر سخت مصروف یم، او که څه وخت می پيدا کړ، نو پوره تفصیلی به دی باره کی څه ولیکم.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

په درنښت


رښتینی
26.03.2007

وروڼو سلام او نيکي هيلي

ګومان کوم ځيني وروڼه د يوي ليکني يواځي سرليک او څو دپيل کرښي ولولي
او بيا نو خپلي ليکني ته مټه شي

ښاغلي لرغوني زماله ليکني نه هغه پوښتني را خيستي او ځواب کړي دي کومي
چي ما دبيلګي په توګه راخيستي وي داپو ښتني نه کوشان صيب کوم ځاي داسي په
يوه ځاي بحث ته وړاندي کړي دي او نه ما ددي له پاره راخيستي دي چي له چا نه ځوا
بونه غواړم بلکي ما يواځي دبيلګي په توګه وړاندي کړي دي او لرغوني صيب زما
ليکنه پوره نه ده لوستي لطفا دازحمت وکړئ او زما ليکنه پوره ولوله

په مينه


Re: ټولو ته سلام

Ajab
27.03.2007

[quote="اآ] دغه ډیر معمولی سوالونه دي، او ځواب یی ډیر اسان دی، [/quote]
کشکې چې ددې نورو اپلتو په ځاى دې همدغه اسان ځوابونه ليکلي واى او نوره دې خوله چوپه ساتلې واى. شېخ فريده چوپه خوله دې بهتري ده. خداى زموږ ډېره پرده ساتلې چې يهودان، مسيحيان او هندوان په پښتو نه پوهېږي، که پوهېدل او ستا دا ليکنې يې خداى مه که لوستلې واى نو ټول اسلام به ورسره په شرمونو شرمېدلاى واى


جواب

و.افغان
27.03.2007

كوشان صاحب وايي:
(((((((((((((((((((او بيايې د
سني که شعيه شي تر موضوع لاندې ليکلي :

اقتباس:
او بل حدیث کی فرمایی: هر چا چه د تعصب قومی لپاره دعوت کاوو نو ورته ووایی : د خپل پلار په غین چک ولګوه او ددی خبره څخه بل څه مه وایي د کنایت لپاره: یعنی صراحت باندی ورته ووایۍ
د حدیث عبارت دادی: من ادعی بدعوی الجاهلیة فاعضوه بهن ابیه و لا تکنوا

لمړی خو زما شک راځي چې زمونږ پيغمبر چې د اسلامي غوره اخلاقو خاوند وو ، داسې خبره کړي وي چې ، د پلار په شرمګاه دې چک ولګوه . نو کله چې محمد ص د دې اجازه راکوي چې زه نورو ته ښکنځلې وکړم ، تاسي نو بيا د کوم سوري مار ياست چې تاسي سره زه د ادب په چوکاټ کې وغږېږم )))))))))))))))))

محترمو ورونو!!!
كوشان ته ما د پیغمبر صلی الله علیه وسلم دا حدیث هغه وخت ذکرکړ، کله چی هغه کوشش کاوه ، چی خپلو دعواګانو ته د پښتو رنګ ورکړی، پداسی حال کی دهغه ټولی دغه دعواګانی داسلام او پښتو سره ډیر لری فاصله کی دي، هغه غواړي چی دپښتو سپیڅلی څادر کی خپل دزهرو ککړ افکار ونغاړي،
اسلام پر پښتو مخکی دی،زمونږ اکثر پښتنی عادات د اسلام سره سمون خوری، او کم عادات چی پښتو کی د اسلام مخالف دي، هغه باید له منځه لاړ شي،

بله خبره داده: چی ماله کوشان څخه ددی شکایت نه دی کړی، چی دۍ ما سره په خبرو کی بی ادبی کوي، لکه ده چی ویلی دي:
نه، ما هغه څخه دا غوښتنه کړی چی اسلام پسی ملنډی مه کوه، او ددین سره بی ادبی پریږده.

او کوم حدیث چی ما کوشان ته ذکر کړي، هغه باندی اوس زه هم ولاړ یم، او په دی معتقد یم چی له نبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي.
کوشان ووایی: که زه کافر هم شم زه د پلار په شرمګاه چک نه لګوم،
کوشان جانه !!مقصدا دادی، چی له تعصب تیر شه، هیڅ، اود غیر اسلامی او پښتنی کلتورونو او ګندګیو زهرونه دپښتو په نوم د پښتو پاک څادر کی مه رانغاړه.

او عجب ګل ته وایم: ته د حامد صاحب پورتنۍ دوهمه لیکنه ولوله، چی ماغ‍ذه دی ساړه شي
او دا دکوشان شک راتلل ځانته په دغه حدیث کی منحصر نه دی، هغه د استشراق شاګرد دی،او استشراقیان داسی نوری ډیری اپلتی هم لري.
البته مونږ مسلمانان او خصوصا دعلم حدیث متخصصین دپیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه په صحیح او ثابت سند داسی ایمان او یقین لرو، لکه د خپل مور، پلار، بچیو، په وجود چی یقین لرو.

محترمو ورونو !! ددغه حدیث ماخذونه دادي:

السنن الكبرى النسائي م ت سيد كسروي/6 - (ج 5 / ص 272)
أخبرنا إبراهيم بن محمد التيمي القاضي كان بالبصرة قال حدثنا يحيى بن سعيد القطان عن عوف عن الحسن عن عتي عن أبي قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : من تعزى بعزاء الجاهلية فاعضوه بهن أبيه ولا تكنوا

السنن الكبرى النسائي م ت سيد كسروي/6 - (ج 5 / ص 272)
أخبرنا محمد بن هشام قال حدثنا خالد بن الحارث قال حدثنا أشعب عن الحسن أن أبيا قال سمعت رسول الله صلى الله عليه و سلم يقول : إذا اعتزى أحدهم بعزاء الجاهلية فاعضوه بهن أبيه ولا تكنوا

السنن الكبرى النسائي م ت سيد كسروي/6 - (ج 6 / ص 242)
أخبرنا أحمد بن محمد بن المغيرة قال حدثنا معاوية هو بن حفص قال حدثنا السري بن يحيى عن الحسن عن عتي عن أبي بن كعب قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : من سمعتموه يدعو بدعوى الجاهلية فأعضوه بهن أبيه ولا تكنوا

السنن الكبرى النسائي م - (ج 6 / ص 242)
أخبرنا أحمد بن محمد بن المغيرة قال حدثنا معاوية هو بن حفص قال حدثنا السري بن يحيى عن الحسن عن عتي عن أبي بن كعب قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم من سمعتموه يدعو بدعوى الجاهلية فأعضوه بهن أبيه ولا تكنوا

مصنف ابن أبي شيبة م ت كمال الحوت/7 - (ج 7 / ص 456)
حدثنا وكيع عن كهمس عن الحسن عن أبي بن كعب قال سمعت رسول الله صلى الله عليه و سلم يقول من اتصل بالقبائل فاعضوه بهن أبيه ولا تكنوا

بيان مشكل الآثار الطحاوي م ت شعيب الأرنؤوط/15 - (ج 8 / ص 51)
حدثنا السري بن يحيى عن الحسن عن عتي عن أبي بن كعب رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم من سمعتموه يدعو بدعاء الجاهلية فأعضوه بهن أبيه ولا تكنوا قال ففي هذا الحديث أمر رسول الله صلى الله عليه وسلم فيمن سمع يدعو بدعاءالجاهلية ما أمر به فيه فقال قائل كيف تقبلون هذا عن رسول الله صلى الله عليه وسلم وأنتم تروون عنه فذكر ما قد
حدثنا محمد بن علي بن داود قال
حدثنا سعيد بن سليمان الواسطي قال
حدثنا هشيم عن منصور بن زاذان عن الحسن عن أبي بكرة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم الحياء من الإيمان والإيمان في الجنة والبذاء من الجفاء والجفاء من النار قال ففي هذا الحديث أن البذاء في النار ومعنى البذاء في النار هو أهل البذاء في النار لأن البذاء لا يقوم بنفسه وإنما المراد بذكره من هو فيهفكان جوابنا في ذلك بتوفيق الله عز وجل وعونه أن البذاء المراد في هذا الحديث خلاف البذاء المراد في الحديث الأول وهو البذاء على من لا يستحق أن يبذأ عليه فمن كان منه ذلك البذاء فهو من أهل الوعيد الذي في الحديث المذكور ذلك البذاء فيه وأما المذكور في الحديث الأول فإنما هو عقوبة لمن كانت منه دعوى الجاهلية لأنه يدعو برجل من أهل النار وهو كما كانوا يقولون يا لبكر يا لتميم يا لهمدان فمن دعا كذلك من هؤلاء الجاهلية الذين من أهل النار كان مستحقا للعقوبة وجعل النبي صلى الله عليه وسلم عقوبته أن يقابل بما في الحديث الثاني ليكون ذلك استخفافا به وبالذي دعا إليه ولينتهي الناس عن ذلك في المستأنف فلا يعودون إليه وقد روي هذا الحديث بغير هذا اللفظ كما
حدثنا أحمد بن شعيب قال أخبرنا محمد بن عبد الأعلى قال ثنا خالد وهو ابن الحارث قال
حدثنا عوف عن الحسن عن عتي بن ضمرة قال شهدته يوما يعني أبي بن كعب وإذا رجل يتعزى بعزاء الجاهلية فأعضه بكذا أبيه ولم يكنه فكأن القوم استنكروا ذلك منه فقال لا تلوموني فإن نبي الله صلى الله عليه وسلم قال لنا من رأيتموه تعزى بعزاء الجاهلية فأعضوه ولا تكنوا

عمل اليوم والليلة النسائي م - (ج 1 / ص 540)
أخبرنا أحمد بن محمد بن المغيرة قال حدثنا معوية هو ابن حفص قال حدثنا السري بن يحي عن الحسن عن عتي عن أبي بن كعب قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم
من سمعتوه يدعو بدعوى الجاهلية فأعضوه بهن أبيه ولا تكنوا

المنتقى من عمل اليوم والليلة النسائي - (ج 1 / ص 29)
عن أُبَيّ قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: (إذا اعتزى أحدكم بعزاء الجاهلية فأعضّوه بِهَنِ أبيه ولا تَكنوا) عن عتي بن ضمرة قال: شهدته يوماً يعني أُبَيّ بن كعب وإذا رجل يتعزى بعزاء الجاهلية فأعضَّه بأير أبيه ولم يكنه، فكأنَّ القوم استنكروا ذلك منه فقال: لا تلوموني فإِن نبي الله صلى الله عليه وسلم قال لنا: (من رأيتموه يتعزى بعزاء الجاهلية فأعضّوه ولا تكنوا)

البته زما وخت ډیر تنګ دی، نو که حلیمی صاحب د امام طحاوی په خبرو څه رڼایی واچوي،نو ډیره به ښه وي.

په درنښت :

ستاسی ورور.


Re: جواب

Ajab
28.03.2007

[quote="آ] البته مونږ مسلمانان او خصوصا دعلم حدیث متخصصین دپیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه په صحیح او ثابت سند داسی ایمان او یقین لرو، لکه د خپل مور، پلار، بچیو، په وجود چی یقین لرو.

محترمو ورونو !! ددغه حدیث ماخذونه دادي:

السنن الكبرى النسائي م ت سيد كسروي/6 - (ج 5 / ص 272)
أخبرنا إبراهيم بن محمد التيمي القاضي كان بالبصرة قال حدثنا يحيى بن سعيد القطان عن عوف عن الحسن عن عتي عن أبي قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : من تعزى بعزاء الجاهلية فاعضوه بهن أبيه ولا تكنوا
ستاسی ورور: .[/quote]

يوې خواته دا خبره ده او بلې خواته په ټول افغان کې څو ورځې د مخه د خان جان په نامه چا د (مينې ورز) يوه موضوع روانه کړې وه په هغې کې ښاغلي غفار ليکلي وه
[quote:1c6cdc52d7] د بحث عزتمنو ګډون کوونکو ته سلامونه او نیکې هیلې !
ما په دې بحث کې لیکلي وو :
khan jan وروره دا د کیسې خاوند خو ډېر سپک سړﺉ وخوت ! ځکه د بړستنې لاندې کیسې څوک چاته نه کوي !!! [/quote:1c6cdc52d7]
او يو بل تن ښاغلي لمر دا هم ليکلي وه چې [quote:1c6cdc52d7] د خان جان وهل پکار دي.[/quote:1c6cdc52d7]
نو د عجبو نه عجبه خبره اوس دا ده چې پېغمبران د [color=cyan:1c6cdc52d7]شرمګاه[/color:1c6cdc52d7] خبرې کوي نو دا دين دى او چې يو افغان يې کوي نو هغه سپک سړى دى او وهل يې پکار دي.
داسې ولې ده؟


salam
28.03.2007

ملګروخبره داده چې ځنی ملګری دا اعتراض پۀ کوشان کوی چې هغه دمغربی فکر ملګے دے او دمغربی فکر نه ددوی مطلب عسویت دے ٠اول خو دا چې عیسایت دمنځه دوه دری پیړۍ پخوا تللے دے. پۀ مغرب کې دیو سروے مطابق پنځۀ فیصده خلک چرچ ته ځی .او هغه هم اثر هغه خلک دی دچا معا شی ژوند چې دچرچ سره تړلے دے یا هغه ما یوسه خلک دی چې پۀ ټولنه کې موجودی ټولی خرابیانی ازلی ګڼی او دفرار لار ی اختیار کړی .انسانی نفسیات پۀ موجو ده ټولنو کې هم دغه رویه اkثر اختیار کړی چې دهری کامیا بۍ وجه خو ځان ګڼی خو دخپلے هری نا کامۍ زمه وار بل.
کوشان دمو جوده ټولنی غړے دے او دغه ټولنه دنن نه سل کاله مخکی ټولنی نه مختلفه دفکر سر حدونه مات شوی ٠مختلف نوی سوالونه مخی ته راځې دکوشان نه خلکدعباداتو پوښتنه نۀ کوی عبادات پۀ هر مزهب کې دیو بل پۀ لږ ډیر شکل کې مختل f وی خw ایډی الوجی ی یوه ده .او چې کله خبره دایډیاLوجی راشی نو هلته دکوشان مخی taخلک دکفر دفتوو سره ولاړوی.انسانی ټولنه چرته هم دسازش لۀ لاری نشی بدلیدے بلکې دچا پیر چل مکمل ادراک او موضوعی اومعروضی حالاتپکې لوئ کردار ادا کوی .


pattang
28.03.2007

افرين وفاداره شاګرده ، خو تر اوسه پورې مو هيڅ شی هم ونکړل.
خپل شی دې وساته خو عقل زده کړه ٠

[quote:03bc704194="salam"]ملګروخبره داده چې ځنی ملګری دا اعتراض پۀ کوشان کوی چې هغه دمغربی فکر ملګے دے او دمغربی فکر نه ددوی مطلب عسویت دے ٠اول خو دا چې عیسایت دمنځه دوه دری پیړۍ پخوا تللے دے. پۀ مغرب کې دیو سروے مطابق پنځۀ فیصده خلک چرچ ته ځی .او هغه هم اثر هغه خلک دی دچا معا شی ژوند چې دچرچ سره تړلے دے یا هغه ما یوسه خلک دی چې پۀ ټولنه کې موجودی ټولی خرابیانی ازلی ګڼی او دفرار لار ی اختیار کړی .انسانی نفسیات پۀ موجو ده ټولنو کې هم دغه رویه اkثر اختیار کړی چې دهری کامیا بۍ وجه خو ځان ګڼی خو دخپلے هری نا کامۍ زمه وار بل.
کوشان دمو جوده ټولنی غړے دے او دغه ټولنه دنن نه سل کاله مخکی ټولنی نه مختلفه دفکر سر حدونه مات شوی ٠مختلف نوی سوالونه مخی ته راځې دکوشان نه خلکدعباداتو پوښتنه نۀ کوی عبادات پۀ هر مزهب کې دیو بل پۀ لږ ډیر شکل کې مختل f وی خw ایډی الوجی ی یوه ده .او چې کله خبره دایډیاLوجی راشی نو هلته دکوشان مخی taخلک دکفر دفتوو سره ولاړوی.انسانی ټولنه چرته هم دسازش لۀ لاری نشی بدلیدے بلکې دچا پیر چل مکمل ادراک او موضوعی اومعروضی حالاتپکې لوئ کردار ادا کوی .[/quote:03bc704194]



ع کريم حليمي
29.03.2007

درنو او مکرمو وړونو سلام !
محترم وهاج صافی چه کوم حديث رانقل کړي و"ټول افغان "ته 
زه ښه پوهيږم چه دا يو صحيح حديث دی له عليه السلام څخه !

[quote:47ecdb9f04]من تعزى بعزاء الجاهلية فاعضوه بهن أبيه ولا تكنوا [/quote:47ecdb9f04]
اول په نن عصر کي دغه حديث نشي ترجمه کيدلی ! ولي چه د ١٥٠٠ کاله 
پخوا دعصر بعضي کنايي هيڅ وجود نه لري ، او نه په پوهيږو ،چه مطلب څه شي
پورته حديث د ١٥٠٠ کاله پخوا سب ، لعنت ويل وه ، يا توهين امېزه ويل 

زه چه کوچنی وم نو دا با ادبو مشرانو به داسي ښکنځل کول چه : د کونجۍ زو ، 
که چيري پر دغه د کونجۍ زو پر ښکنځلو ١٥٠ کاله تير شي او زمانه ئې نېستي 
سي نو بيا که خلکو يوه زړه ليکنه پيدا کړه نو به ناست وي او د کونجۍ زوی 
به ترجمه کوي ؟ او دابه ئې لو بيعقلي وي 

١٥٠٠ وه کاله دمخه خلکو و الادنوته نوم ورکاوه جحش (کوټرکی ) اما نن ورځ 
د خره نوم نور و اولادونو ته نه ورکوو ، اما حيدر نوم بيا تر نن عصر پوري موږ 
پر اولادونو باندي ايږدو ، حال داچه خر تر زمري بهتر دی ، زمری درنده دی 
اما خر ډير متين حيوان دي ٠ 

ډير به ښه وي چه پورته حديث داسي ترجمه شي 
څوک چه د جهالت سلوک کوي دې جهالت کوونکی ته ووايه خاوري دي په خوله 
سه ٠ 
هو ! ١٥٠٠ کاله پخوا به دا يو ښه expianation وو چه د پلار هغې ته خوله ور 
واچوه ، د داسي کنايي زمانه نېستي سوې ده ! د خاوري پلار هم يوه کنايه 
وه ، چه حضرت علي کرم الله وجهه ته ئې ويل چه د خاورو پلاره 
او دا د خاورو د پلار  کنايه هم نن عصر هيڅ معنا نه لري ، د پشي پلار هم 
يو کنايه وه ، نن ئې استعمال نه شته ، 

او بل زمونږ غرني خلګ و اولادونو ته حيوانان وايي ، خوکه موږ يو جرمني ته 
ووايو چه زه او حيوانان مي ټوله په جرمني کښي اوسېږو ، هغه به ډير په 
تعجب کښي ولوېږي 

محترم وهاج صافی !
څوک چه مخ د جهالت پر خوا روانيږي نو د فاعضوه ترجمه داسي کوه چه خاوري 
دې په خوله سي ، نه داسي چه د پلار هغې ته خوله ور واچوه 


زرملوال
29.03.2007

حليمي صيب کور مو ودان
او ښاغلي وهاج صيب که هغه دامام الطحاوي خبري دي ژباړلي واي هم
نو داعتراض کوونکو له پاره ځواب په کي و که ما وخت بيا موند نو ځواب به ليکم

په درنښت



ع کريم حليمي
30.03.2007

ډير قدرمن Ajab خانه سلامونه مي ومني !
[quote:817261b275]نو د عجبو نه عجبه خبره اوس دا ده چې پېغمبران د شرمګاه خبرې کوي نو دا دين دى او چې يو افغان يې کوي نو هغه سپک سړى دى او وهل يې پکار دي.
داسې ولې ده؟[/quote:817261b275]

زجري خبري د لويو خلکو سره ښاييږي ، خبره د شرمګاه نه ده ، [color=red:817261b275]من تعزى بعزاء الجاهلية فاعضوه بهن أبيه ولا تكنوا [/color:817261b275]  
[color=cyan:817261b275]داسي حديث ته زجري حديث ويل کيږي ، اما که بل هر سړی غواړي چه
زجري خبري وکړي ، نو اول دي له ځانه نبي صفته سړی جوړ کړي ، نو
بيا ده زجري خبرو حق لري ، او که نه تقوا لري او نه نبي صفته وي
او زجري خبري هم کوي نو طبعابه يي ټولنه سپک سړی وګڼي ! [/color:817261b275] 
هو ! طبعا به پېغمبران د شرمګاه خبري کوي ، په ښوونه او روزنه کښي حيا 
نسته ، د دين په کار او شوونه کښي حيا کول ، لويه بيحيايي ده 
اجب وروره ! نن به تاسو د اخلاقو معلم وبولم 
او پوښتنه به له تاسو وکړم او کووم ئې چه :
که فرضا ستاسو يو شاګر له پاکي او روښاني لاري واوړي ، او په جهالت 
 (خور وژنه ، ورور وژنه ، غلا ، قتل ، زنا ، شراب خوري )شروع وکړي ، 
تاسو به د عصر په کنايه څه ورته وواياست
او هغه چاته به څه وواياست چه خلک و جهالت ته دعوت کوي ؟؟؟ 
زه فکر چه ضرور به يي حقير او خسيس، رذل وګڼې او په کنايه به داسي 
هم ورته ووايي چه که مي قدرت درلودلی نوبرته به مي په هغه ځای چخلی 
وای کوم ٠٠٠٠٠٠ 

خدای او رسول چه کوم مثالونه راوړي ، څوک منحرف او کجروه شي  په ضلالت 
کښي ولوېږي او مخ پر جهالت ولاړ سي ، دوږخ يې ځای سي ، 
او د بعضو بيا ايمان په کلک سي او کوم لږ د جهالت علائمي چه په کښې وي 
نو د هغه لږ جهالت څخه هم لاس پر سر شي ، او د علم او نور ، اخلاقو  پر 
لار ځان برابر کړي .
بسمه تعالی -  إِنَّ اللَّهَ لاَ يَسْتَحْيِي أَن يَضْرِبَ مَثَلاً مَّا بَعُوضَةً فَمَا فَوْقَهَا فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُواْ فَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ وَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُواْ فَيَقُولُونَ مَاذَا أَرَادَ اللَّهُ بِهَـذَا مَثَلاً يُضِلُّ بِهِ كَثِيراً وَيَهْدِي بِهِ كَثِيراً وَمَا يُضِلُّ بِهِ إِلاَّ الْفَاسِقِينَ  ٠  ٢٦ البقره 

تر کوم حده چه انسان پوهېدلي ٠ نو ترجهالت بد ترين حالت ئې بل ندی پېږندلی 
جهالت هغه بد صفت دي چه تر نن ورځې ئې انسان علاج نه دي مندلی 
جهان د جاهلانو له لاسه خراب دي ، قتل ، غلا،رشوت ، ورور وژنه ، د مدارسو
نړول ، زور ، ظلم ، دهشت ټول د جاهيلانو کار دی ٠ 
نو څوک چه دغه پورته اعمال کوي او يا څوک داسي جهالت ته څوک ور غواړي 
هغوئ ته وايو چه دا کارونه دمره بد دي لکه د پلار هغې ته چه خوله ور اچوې 
که ئې څوک مني ايمان ئې کلک سو ، او چه نه ئې مني نو يُضِلُّ بِهِ


نقاد
03.04.2007

[color=blue:fe60c56003](( هر چا چې د تعصب قومی لپاره دعوت کاوو نو ورته ووایی : د خپل پلار په آله چک ولګوه ،))[/color:fe60c56003] ځکه واقعأ یواځې همدغه دقومیت آله او د نسب [color=white:fe60c56003]طبیعي وسیله [/color:fe60c56003]ده، نو تعصب تر پولو پورې پرې ویاړ کول پر هغې له چک لګولو هم ناوړه کار دی !
له بلې خوا ښایی په عربو او نورو قومونو کې د نارینه دتناسلي الاتو یادونه دومره د شرم خبره هم نه وي لکه څومره یې چې په پښتنو کې هم بده او سپکونکې معنی او هم د ویاړ او نارینتوب نوم ګټلی دی چې له لېونتوب پرته بل مفهوم ترې نه اخیستل کیږي .


islam

zafar s zadran
10.04.2007

زه هم دخپل وار سره ټولو ګرانو مسلمانو ورونو او خویندو ته سلامونه وړاندی
کوم !
هغه چې  وائی ابی مړه تبه یا تبع ورکه ،
نو  مه په  نظر  ښه او پاک  مسلمان  هغه ځوک دئ  چه د ښه او بهترین اځلاقو
لرونکې  وې ٠
وائی چۀ یو اصحابی له  (حضرتې محمد ص ) وغوښتل چه هغی زوی ته دعا 
وکړې ، نو مبارک ورته  ده ښه  اخلاقو غوښتنه وکړه ، خو اصحابی په دا دعا 
خواښۍ  ځرګنده نکړه  هغی فکر کوو  چه مبارک بی هغې ته د  دنیااو دولت دعا وکړې
خو مبارک په هغه پوهې شوچه د اصحابې په فکر کې ځه ګرځې٠
مبارک ورته او وئی چه په اخلاقو  کی هر ځه شته ٠
نو کا سړی ږاور فکر وکړی همداسی ده٠ 
خو د مه په فکر سره دی داسې اخلاقو ځښتنا ن بی ډیر کم وې٠ 
خو دعا بې کوو چه هر مسلمان ته ده ښه اخلاق ور په برخه کئی، اول مه ته بیا
نورې ته امین ٠ ظفر س ځډراڼ  جرمنی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more