د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دا د بحث فورم دی او که د خبرو، ابلاغيو او ا علامیو د تبليغ ځای؟

Mohammad Hassan
18.03.2007

دا ډیره موده کيږی چې غفار خان په افغانستان کښې د اوسنۍ پردی پالونکی، غلې، رشوتخوره او فسادی ادارې په دفاع کښې په دې ځای او دې فورم کښې د «ګران هېواد افغانستان د بیا رغاونې څخه خبرشی!» تر عنوان لاندې د خپلو تبليغاتو کار په ډير مهارت سره پيل کړی دی.
ډير ځله له غفار خان څخه وغوښتل شول چې له دې ناوړه، نامناسبه او د فورم له روحيې سره له مخالف کار څخه لاس واخلی، خو ده له دې کار څخه لاس وانه خيست او دفورم د ګډون کوونکو نظر ته يې احترام ونه کړ. د فورم چلوونکی هم دده د دې کار په وړاندې هيځ عکس العمل نه ښئی او ليکنې يې نه ور ړنګوی.

د فورم نور ډير ګډون کوونکو ته طبعا دا کار زمولوونکی او له فورم سره د هغوی د علاقې د کمښت سبب ګرزی. دادی وينو يې چې فورم ورځ په ورځ سستيږی، د بحث وړ موضوعات کم مطرح کيږی او په ځای يې د ابلاغيو او اعلاميو، خبرو او تبليغاتو د نشرولو روحيه په ساری مرض واوښته .
په دې خاطر ما دا موضوع په دې ځای کښې بحث ته وړاندې کړه، چې که ملګری علاقه لری په دې وغږيږو چې په دې فورم کښې د ورځې خبرونه، تبليغاتی اعلاميې او د داسې نورو کاپی کول وکړو او که پخپلو منځو کښې د نظر د تبادلې له پاره د بحث وړ موضوعات مطرح کړو؟

د ملګرو د نظرونو د څرګندولو په هيله!

ghafar
18.03.2007

عزتمن محمد حسن او نورو دوستانو ته سلامونه او ښې چارې!
[quote:da2fe8692c] ډير ځله له غفار خان څخه وغوښتل شول چې له دې ناوړه، نامناسبه او د فورم له روحيې سره له مخالف کار څخه لاس واخلی، خو ده له دې کار څخه لاس وانه خيست او دفورم د ګډون کوونکو نظر ته يې احترام ونه کړ. د فورم چلوونکی هم دده د دې کار په وړاندې هيځ عکس العمل نه ښئی او ليکنې يې نه ور ړنګوی. [/quote:da2fe8692c]
ګرانه محمدحسن خانه، دا چې د موجود حاکمیت څخه مو نه خوښېږي پټه خبره نه ده او دا ستاسو خپل کار دﺉ، خو دبیا رغاونې کارونه، چې دهر چا له خوا شوي دي د خلکو لپاره دي او په همدې پاڼې کې ډېر نور هېوادوال شته چې د بیا ودانولو په کارونو خوشالېږي ! تاسې یو ځل د دغه عنوان مینه والو شمېرته وګورﺉ، چې تر نن March 18 پورې 11426 ته رسېږي. دا په فوروم کې د ګل ملا او ملا خېل له مبحث وروسته، چې 22788 مینه والو ورڅخه کتلي دي،دوهم مقام دﺉ.

په درناوي

Re: دا د بحث فورم دی او که د خبرو، ابلاغيو او ا علامیو د تبليغ ځای؟

Ajab
18.03.2007

[quote:7516a806cd="Mohammad Hassan"]دا ډیره موده کيږی چې غفار خان په افغانستان کښې د اوسنۍ پردی پالونکی، غلې، رشوتخوره او فسادی ادارې په دفاع کښې په دې ځای او دې فورم کښې د «ګران هېواد افغانستان د بیا رغاونې څخه خبرشی!» تر عنوان لاندې د خپلو تبليغاتو کار په ډير مهارت سره پيل کړی دی.
ډير ځله له غفار خان څخه وغوښتل شول چې له دې ناوړه، نامناسبه او د فورم له روحيې سره له مخالف کار څخه لاس واخلی، خو ده له دې کار څخه لاس وانه خيست او دفورم د ګډون کوونکو نظر ته يې احترام ونه کړ. د فورم چلوونکی هم دده د دې کار په وړاندې هيځ عکس العمل نه ښئی او ليکنې يې نه ور ړنګوی.

د فورم نور ډير ګډون کوونکو ته طبعا دا کار زمولوونکی او له فورم سره د هغوی د علاقې د کمښت سبب ګرزی. دادی وينو يې چې فورم ورځ په ورځ سستيږی، د بحث وړ موضوعات کم مطرح کيږی او په ځای يې د ابلاغيو او اعلاميو، خبرو او تبليغاتو د نشرولو روحيه په ساری مرض واوښته .
په دې خاطر ما دا موضوع په دې ځای کښې بحث ته وړاندې کړه، چې که ملګری علاقه لری په دې وغږيږو چې په دې فورم کښې د ورځې خبرونه، تبليغاتی اعلاميې او د داسې نورو کاپی کول وکړو او که پخپلو منځو کښې د نظر د تبادلې له پاره د بحث وړ موضوعات مطرح کړو؟

د ملګرو د نظرونو د څرګندولو په هيله![/quote:7516a806cd]

تاته دا بيا رغاونه منطقي کار نه ښکاري؟ يواځې چاودنې کول، غلاګانې کول، خلک تښتول او د پتنګ ښکنځلې درته منطق ښکاري؟

pattang
18.03.2007

عجب خانه بيا رو غا ونې ولي ښې ندي ?خو بې له داسې يومطلبه چې په هغه کې زمونږ ديني او کلتوري زيانونه وي ٠
که بحث کوې نو بيا داسې بحث کوه چې لږد سيالي وړ وي او ليږ څه حقيقت هم پکښې پروت وي ٠
وروره ستا سو ټول حکومت قاچاقبران او غله ندي ? ايا ستاسو نظاريان ښځې ، هلکان نه تښته وي او دوکانون نه لوټه وي او د کرزي له څنګه ناست ندي ??
که لدې حقيقت څخه انکار کوې ?
څوک چې شعوري افغانان او حتی بيګناه ميږی وژني ناروا او خيانت دي چې بايد محاکمه شي خو هېره دې نوي چې افغانستان اشغال دی او خصوصاله پښتنوڅخه
څخه ټول حقوق اخيستل شوي دي اوتش په نوم استازي يې لاسپوڅي اجنټان دي ٠

[quote:b54370485c]تاته دا بيا رغاونه منطقي کار نه ښکاري؟ يواځې چاودنې کول، غلاګانې کول، خلک تښتول او د پتنګ ښکنځلې درته منطق ښکاري؟[/quote:b54370485c]

pattang
18.03.2007

[quote:98e8f2d2ed]ګرانه محمدحسن خانه، دا چې د موجود حاکمیت څخه مو نه خوښېږي پټه خبره نه ده او دا ستاسو خپل کار دﺉ، [/quote:98e8f2d2ed]
داخبره دې درسته ده .

[quote:98e8f2d2ed]خو دبیا رغاونې کارونه، چې دهر چا له خوا شوي دي د خلکو لپاره دي [/quote:98e8f2d2ed]
انډيواله په دغه مړتتو او مرتدوخبرونو ا و پرو پا ګنده لکه خسک داشغالګرو
او دلا سپوڅي رژيم لپاره پرو پا ګنده کوی چې په حقيقت کې د ملت لپاره زهر دي
اودپردو يو عساکرو شته والي ته د هر کلي غېرې مستقيمې نار ې وهې او قانونيت ورکوې ٠

[quote:98e8f2d2ed]او په همدې پاڼې کې ډېر نور هېوادوال شته چې د بیا ودانولو په کارونو خوشالېږي ! تاسې یو ځل د دغه عنوان مینه والو شمېرته وګورﺉ، چې تر نن March 18 پورې 11426 ته رسېږي. دا په فوروم کې د ګل ملا او ملا خېل له مبحث وروسته، چې 22788 مینه والو ورڅخه کتلي دي،دوهم مقام دﺉ.[/quote:98e8f2d2ed]
ګوره دلته څومره بې منطقي کوې ?
ايادلوستونکو شمېر ديوه خبرمسبت اړخونه او د لوستونکو خوشالي ښکاره کوي ?? ډېرو يې شايد بد درته ويلي وي خو پردې فاسد ريتوريک به خپل وخت
نه ضائع کوي چې څه در ته وليکي٠

بحث کوې او که هسې ځان تيروې؟

Mohammad Hassan
19.03.2007

د فورم لوستونکو او ګډون کوونکو ته ډیر سلامونه!
ښاغلی غفار خانه!
تاسې باید دا په نظر کښې ولری چې دلته د ځان تيرونې او د نورو د غولولو امکانات ډیر کم دی. تاسې هميشه هڅه کوی چې له اصلی موضوع څخه ځان تير کړی او د خپل هدف د تر لاسه کولو له پاره د بحث په لړ کښې د اصلی موضوع پر ځای کومه بله جزئی او بې اهميته موضوع عمده او غوره وګرزوی. په دې کار کښې مو مهارت او تجربه زياته ده.

زما سوال دادی چې غواړو دلته يوله بله سره بحث وکړو او که د نورو ځايونو څخه
د يو او بل له لوری را کاپی شوی خبرونه، اعلاميې، ګزارشونه او تبليغاتی پاڼې ولولو؟

اوس نو وګوره د تاسې خپل ځواب.
[quote:a0420e717a]ګرانه محمدحسن خانه، دا چې د موجود حاکمیت څخه مو نه خوښېږي پټه خبره نه ده او دا ستاسو خپل کار دﺉ، خو دبیا رغاونې کارونه، چې دهر چا له خوا شوي دي د خلکو لپاره دي او په همدې پاڼې کې ډېر نور هېوادوال شته چې د بیا ودانولو په کارونو خوشالېږي ! [/quote:a0420e717a]

تاسې په ډیر مهارت سره دا روحيه وړاندې کړې، چې که څوک د دولت له غلاوو، فسق ، چور او چپاول سره مخالفت کوی، نو هغه د هېواد د بيا رغاونې سره مينه نه لری!!
یعنې دا په اوسنی دولت کښې د چوکيو خاوندان او د هغو تبليغاتی ډنډوره چيان چې په هر ځای او هر شکل په غلاوو، چور او چپاول اخته دی او د هيواد د بيا ودانولو له پاره د نړيوالو له خوا د خيرات په پيسو يې په هيواد کښې ښارونه جوړکړل او په بهر کښې يې ورباندې بانکونه ډک کړل، دا د افغانستان د بيا جوړونې ټيکه داران دی؟
زه خو په دې باور یم چې په دا اوسنی حاکميت کښې شامل کسان هغه غله او چورګر دی(البته ټول نه)، چې د هيواد د بيارغاونې تر نامه لاندې يې د ټول ملت ملی شتمنی ولوټولې او لوټوی يې او د خارجه د سوال پيسې يې هم پخپلو جيبونو او بانکی حسابونو کښی واچولې!! همدا دوی دی چې د هيواد په رښتينې بيا جوړونه خپه کيږی، نه زه او ددې پاڼې نور لوستونکی او د فاروم ګډون کوونکی. هیله ده چې لږ زما په مطلب رسيدلی ياست!
دا ښه بحث دی،خو زما سوال دادی چې غواړې چې همدا ډول بحثونه وکړو او که غواړې چې بیا هم له نورو ځايونو څخه راکاپی شوی مواد يو او بل ته وړاندې کړو؟
د تاسې په ليکنه کښې نورې ډيرې خبرې د بحث وړدی، خو زه بيا همدا سوا ل تکراروم چې غواړې چې سره بحث وکړو او که هسې تش د ځان تیرول او د تبليغ وړاندې کول د مطلب دی؟
د کاپی شویو موادو وړاندې کول د بحث اهميت له منځه وړی او دا د بحث فورم له سقوط سره مخامخ کوی، او په يوه خبری يا اطلاعاتی پاڼه يې بدلوی.
زما وړانديز دادی چې خبرونه، اطلاعيې، اعلاميې او دا سې نور شيان د پخپل ځای کښې مطرح او چاپ شی، نه د بحث په فورم کښې. همدا د ټول افغان ويبپاڼه هم د همداسې موضوعاتو له پاره خپل ځای لری، تاسې هم کولای شی چې هغلته مو خپل خبر نشر کړی.

زما هغه پخوانی مثال چې د مسجد او حمام فرق درته ضرور دی!!!

خوشحال
19.03.2007

[size=24:0cf2a54444][color=red:0cf2a54444][quote:0cf2a54444]زما هغه پخوانی مثال چې د مسجد او حمام فرق درته ضرور دی!!![/quote:0cf2a54444][/color:0cf2a54444][/size:0cf2a54444]

Mohammad Hassan
19.03.2007

[quote:9d2946d6ce]زماپیغام :-ګوری چیرته په کوشانی وائروس ککککککړنشی که چیرته کککککړشوییییی نوبیامحترم پتنګ صاحب خبرکړی هغه دکوشانی وائروس ضدیوڅه لری !!!!!!!!!!!!!!! زه څومره دستای په چوپړکی یم[/quote:9d2946d6ce]
ستا پیغام ته زما ځواب دا لاندې حديث دی.

واذاخاطبهم الجاهلون قالو سلاما!

او زما د درته سل او زر ځله سلاما وی!!!

ghafar
22.03.2007

عزتمنو دوستانو سلامونه او نيکې هيلې
ګررانه محمدحسن خانه وروره، لکه چې ستاسو د بحث موضوعګانو بازار سوړ دی ، چې دورمره نارامه یاست، که نه نو خپلې موضوګاڼې بحث ته وړاندې کړئ اوخپل بحثونه کوئ٠ زما په نظر د بيا رغاونې د خبرونو را نقلول تاسو ته يواځې يوه پلمه ده , که داسې نه وي، نو ولې د پتنګ ورور را کاپي شوي خبرونه تا نه ځوروي٠ که تاسو هم دبيا رغاونې کوم کار وکړئ او که زه خبر شم ډېر خوشحاله به شم او هغه به د نورو هېوادوالو د معلوماتو لپاره هرومرو دلته ليکم٠ لکه چې ما دخپل پيغام کې ليکلي وو د بيا رغانې خبرونه ډېر مينه وال لري او ښه به وي چې دا لړۍ همداسې دوام وکړي٠ هيله ده چې ګران هېواد فغانستان سره ستاسو مينه هم زياته شي او دا خبرونه تاسې نور و نه ځوروي٠ تاسې بايد چې دومره تنګ نظره نه اوسئ، دا يواځې د ښاغلي کرزي هېواد نه دئ دا زمونږ ټولو افغانانو هېواد دئ٠ سبا ورځ به د افغان ولس دکرزي پر ځای کوم بل افغان وټاکي خو دغه شوي کارونه، چې هر چا کړي وي دخلکو لپاره به پاتي شي٠

په درناوي

ستاسې مرض نورو ته هم سرایت وکړ!

Mohammad Hassan
23.03.2007

ګرانه وروره غفار خانه، سلام!
۱ـ په دې ځای او دې فورم کښې د تبليغاتو، خبرو، اعلاميو او کاپی موادو نشرول اساسا د فورم له ماهيت سره متضاد دی او تاسې ددې فورم د فعال ګډون کوونکی په حيث مکلفيت لری چې د فورم اصول داسې مراعات کړی، لکه چې په هيواد کښې د اساسی قانون مواد.
که تاسې د فورم اصول نه مراعاتوی، نو دا به دې ته ورته وی، لکه چې د هيواد يو لوړپوړی چارواک د له اساسی قانون څخه سرغړونه وکړی.
نو که بل څوک د فورم اصول ماتوی، دا بايد ددې سبب نه شی چې تاسې هم ورته کار ته ملا وتړی! زما هيله له تاسې څخه داده چې تاسې له موږ سره يوځای د فورم د نظم د ساتلو په خاطر د مروجه اصولو د ماتوونکو د اصلاح له پاره يوځای شی.
۲ـ تاسې ليکلی چې:
[quote:1a6e949ae0]نو ولې د پتنګ ورور را کاپي شوي خبرونه تا نه ځوروي٠[/quote:1a6e949ae0]
زما په نظر ددې موضوع اصلی عامل او منبع تاسې ياست او اوس د تاسې مرض نورو ته سرايت کړی. ماته نه يوازې ستا سې، بلکې د بل هرچا له خوا راکاپی شوی مواد، اعلاميې، خبرونه، تبليغاتی پاڼې او هر هغه څه چې د بحث د فورم سره نه جوړيږی، په دې ځای کښې مزاحمت کوی.
که ورته ځیر شی دا څو ورځې چې تاسې خپل تبليغات بند کړی، پتنګ هم کوم نوی شی نه دی را کاپی کړی. زه په دې باور یم چې که تاسې له دې کار څخه لاس واخلی، پتنګ به هم له نورو ځايو څخه د موادو را کاپی کول بس کړی، ځکه چې د هغو زياتره موضوعات د تاسې د راکاپی شويو موادو په مقابل کښې عکس العمل دی.
زه باور لرم چې که تاسې د بحث د فورم اصول مراعات او له خپلو تبليغاتو لاس واخلی، کوشان صيب به هم نور د ورځې د خبرونو رانقلولو ته اړتيا ونه لری!
که تاسې د بحث د فورم د فعال ګډون کوونکی په حيث د خپلو تبليغاتو له سلسلې څخه لاس واخلی او د بحث اصول مراعات کړی، وروسته له دې به نور څوک هم په مشکل سره د بحث د فورم د اصولو د عمدی ماتولو جرئت وکړی.
زه خو داسې فکر کوم چې موږ او تاسې د هوښيارو ، متمدنو او روشنفکره افغانانو په حيث هر يو بايد پخپله ځپل ځان د مجلس، ټولنې او هيواد له مروجو قوانينو او اصولو سره عيار کړو. هغه قوانين ، مقررات او لايحې چې وضعه کوو يې، بايد اول يې پخپل ځان عملی کړو ـ بيا په نورو.
داسې نه لکه کرزی چې د نورو له پاره قوانين جوړوی، خو پخپله، دده کابينه، د جهاد تش په نامه رهبران او نور د هيواد په چور او چپاول کښې شريک زوراوران يې نه يوازې په ځان نه تطبيقوی، بلکې د هغو ډیر رسوا ماتوونکی او تر پښو
لاندې کوونکی تر بل هر چا زيات پخپله همدوی دی.

۳ـ تاسې د خپل خبرو په ادامه کښې ليکلی دی:

[quote:1a6e949ae0]که تاسو هم دبيا رغاونې کوم کار وکړئ او که زه خبر شم ډېر خوشحاله به شم او هغه به د نورو هېوادوالو د معلوماتو لپاره هرومرو دلته ليکم٠[/quote:1a6e949ae0]
دا موضوع چې د وران او ويجاړ افغانستان د بيا رغاونې په خبر هر افغان چې د نړۍ په هر ځای کښې وی، په یقين به خوشحاله شی. خو دا چې دا اوسنی واکمنان د هيواد بيا رغاونه پرمخ بيايی او که د هغه تر نامه لاندې يې چور او چپاول ته لاره جوړه وی، دا بيا بله او د اوژده بحث وړ موضوع ده.

که ستاسې په نظر د بيا رغاونې خبرونه دومره مهم ښکاری، نو چا خو ستاسې لاس نه دی نيولی، هغه د خبرونو په ځای او پاڼه کښې په همدې ټول افغان او يا هره بله ويبپاڼه کشې نشر کړه. که هغه زما او يا د کوم بل چا له نظره د بحث وړ ؤ، بیا به په دې فورم کښې ورباندی بحث کوو، خو خبر به په بل مناسب او د همدې هدف له پاره په ټاکل شوی ځای کښې چاپ شوی وی.

۴ـ په بل ځای کښې مو ليکلی چې:
[quote:1a6e949ae0]
لکه چې ما دخپل پيغام کې ليکلي وو د بيا رغانې خبرونه ډېر مينه وال لري او ښه به وي چې دا لړۍ همداسې دوام وکړي٠[/quote:1a6e949ae0]
که تاسې داسې فکر کوی چې دا ستاسی تبليغات ډیر مينه وال لری نو ځکه تاسې دا حق لری چې د بحث د فورم اصول ورته ترپښو لاندې کړی، زما په نظر مو برداشت سم نه دی.
ستاسی د تبليغاتو د لړی دوام د فورم اصول او چوکاټ له منځه وړی.
ستاسې تبليغات تشنج زياتوی او د ستاسې د مخالفينو د دلسردی سبب کيږی، ځکه چې ته اخته يې خپل تیليغ کوی، خو بل څوک ورپکښې د ويلو او بحث کولو امکان نه لری. ځينې بيا مجبوريږی چې خپل ځان ته نوی عنوان خلاص کړی او ستاسی د تبليغاتو پر ضد خپله تبليغاتی لړۍ چالانه کړی.
دا اوداسې نور عوامل به په نتيجه کښې ددې سبب شی چې دا فورم به خپل اهميت له لاسه ورکړی، چلوونکو او ګډون کوونکی به يې په سيالانو کښې کم راشی، موږ او تاسې چې کله کله دلته ليکنې کوو، هم به د نورو د خندا شو.

ته له مانه ښه پوهيږی چې دا ستا تبليغات مينه وال نه، بلکې ضد ډیر لری. که ځينې يې له مينې لولی، چې زما باور کم دی، ډير یې له ضده لولی او ورپکښې ليکنې کوی. دا به در سره ومنم چې دا کار هم ستا د تبليغاتو له پاره ښه دی، خو د بحث د مقياس د راټيټولو سبب ګرزی. که موږ او تاسې دلته ليکنې کوو او که نه، خو ښه به داوی چې د نورو مينه والو له پاره د ليکنو او بحث فضا آرامه او مناسبه وساتو، او که نه؟
که تاسې په دې باور ياست چې نه، ستاسې تبليغات ډير مينه وال لری ، نو ته خو خبر يې چې کومې انټرنيټ پاڼې ډير ليدونکی لری؟ نو د ليدونکو ډيروالئ خو د حقانيت او ښه توب په معنی نه دی!!!
۵ـ تاسې وګورۍ چې تاسې بيا داسې ليکلی:
[quote:1a6e949ae0]
هيله ده چې ګران هېواد فغانستان سره ستاسو مينه هم زياته شي او دا خبرونه تاسې نور و نه ځوروي٠ تاسې بايد چې دومره تنګ نظره نه اوسئ، دا يواځې د ښاغلي کرزي هېواد نه دئ دا زمونږ ټولو افغانانو هېواد دئ٠ سبا ورځ به د افغان ولس دکرزي پر ځای کوم بل افغان وټاکي خو دغه شوي کارونه، چې هر چا کړي وي دخلکو لپاره به پاتي شي٠ [/quote:1a6e949ae0]
له ګران افغانستان سره زما مينه له ډیرونورو اشخاصو ډیره زیاته ده ـ ډاده اوسه. د ا مينه به زما له سا سره يوځای زما له بدنه وزی.
زه له تاسې او ستاسې له نورو انډيوالانو چې د هيواد دبیا رغاونې تر نامه لاندې د خپلو جيبو او بانکو په ډکولو او زموږ د خوارو او ناچارو افغانانو په چور او ځورولو اخته دی، خواهش کوم چې لږ ځانونه اصلاح کړی او د ساده زړو افغانانو له روحياتو او پاکو احساساتو څخه د ناوړه او ناانسانی ګټې اخيستلو څخه لاس واخلی.
ستاسې خبره سمه ده چې ښاغلی کرزی هيواد نه دی، خو د هيواد د چور او چپاول زمينه يې د ځان او د خپلو داخلی او خارجی شريکانو له پاره برابره کړې ده.
ته خو پوهيږی چې کرزی افغانانو نه، بلکې امريکايانو ټاکلی او په دې لاره کښې يې هم له افغانانو او هم له نورو خارجيانو حخه کار اخيستی دی. کرزی او د هغې مافيایی ډلې د هيواد د بيا رغاونې تر نامه لاندې د افغانستان ملی شتمنی خرڅې کړې، له باندينيو هيوادو څخه راغلی پيسې يې پخپل منځ کښې سره وویشلې.
افغانستان يې د خپلو خارجی شريکانو په ګټه د افيونو د کښت، توليد او قاچاق په ډګر بدل کړ. دده د حاکميت په وخت کښې د ځان وژلو او د ځان چاودلو تروريستی عملیاتو افغانستان ته مخه را خلاصه کړه. ملی او اسلامی عنعنات او د هیواد يووالی مو له ګواښ سره مخامخ دی او داسې ډیر نور...
تاسې به وايی چې دا ډیر کارونه خو نور کوی، خو زه به وايم چې همدا اوسنی په افغانانو تپل شوی دولت او دا اوسنۍ وضعه د همدې سبب شوی چې ددې کارونو له پاره موقع برابره شی.
نو زه هم په دې باور لرم چې کرزئ او د هغو اوسنۍ کابينه او دا واکمن چورګران به نه وی، خو دا تور داغ به يې په تاريخ کښې په تندی پاته وی او افغانان به که خدای کول په مېړانه او شهامت د خپلو مټو او مغزو په زور د خپل وطن په جوړولو اخته وی. که د خدای رضا وه نو که ټولې نه، يوڅه د چور پیسې خو به د دوی له بانکو او جيبو څخه هم بيرته راوباسی.
لنده داچې که بحث کوو، نو دا فورم يې ځای دی او که خبرونه، تبليغات، اعلامیې او نور څه نشروو، هغه بايد پخپل مناسب ځای کښې وکړو. زما دا خواهش یوازې له ستاسې څخه نه، بلکې له ټولو ملګرو څخه دی.

صافی
24.03.2007

ګرانودوستانو! ټولو ته سلام او احترام وړاندې کوم:
زما په نظر دروند ورور ښاغلی محمد حسن دډیرو معقولو او منطقی او رغنده دلایلو په وړاندکولوسره دابحث په پوره موفقیت ګټلی ، او دپای ټکی یې ورته ایښی دﺉ . که بیا هم دابحث پسې اوږدیږی ،
نه يواځې داچې څوک به یې راباندې ونه لولی بلکې دفالبینۍ زدکړې ته به پرې ترجح ورکړم .(سره له دې چې دبحث دفوروم دځینو دوستانو فالونه اوس هم کتلای شم ) ټوکه.
محمد حسن صاحب! ستاسو دا لاندې یادونه را ته ډیره په زړپورې ښکاره شوه .

لکه چې تاسولیکي:
ته خو پوهيږی چې کرزی افغانانو نه، بلکې امريکايانو ټاکلی او په دې لاره کښې يې هم له افغانانو او هم له نورو خارجيانو حخه کار اخيستی دی. کرزی او د هغې مافيایی ډلې د هيواد د بيا رغاونې تر نامه لاندې د افغانستان ملی شتمنی خرڅې کړې، له باندينيو هيوادو څخه راغلی پيسې يې پخپل منځ کښې سره وویشلې.
افغانستان يې د خپلو خارجی شريکانو په ګټه د افيونو د کښت، توليد او قاچاق په ډګر بدل کړ. دده د حاکميت په وخت کښې د ځان وژلو او د ځان چاودلو تروريستی عملیاتو افغانستان ته مخه را خلاصه کړه. ملی او اسلامی عنعنات او د هیواد يووالی مو له ګواښ سره مخامخ دی او داسې ډیر نور...
تاسې به وايی چې دا ډیر کارونه خو نور کوی، خو زه به وايم چې همدا اوسنی په افغانانو تپل شوی دولت او دا اوسنۍ وضعه د همدې سبب شوی چې ددې کارونو له پاره موقع برابره شی.
نو زه هم په دې باور لرم چې کرزئ او د هغو اوسنۍ کابينه او دا واکمن چورګران به نه وی، خو دا تور داغ به يې په تاريخ کښې په تندی پاته وی او افغانان به که خدای کول په مېړانه او شهامت د خپلو مټو او مغزو په زور د خپل وطن په جوړولو اخته وی. که د خدای رضا وه نو که ټولې نه، يوڅه د چور پیسې خو به د دوی له بانکو او جيبو څخه هم بيرته راوباسی.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

که ستاسو اجازه وي دا موضوع به دنوې سریزې لاندې بحث ته وړاندې کړم. سره ددې چې زه ستاسو پورتنیو ټولو خبرو سره همنظری یم، ولی بیاهم دهیواد دسیاسی حالاتو ،پوهنیز، اقتصادی اود لانجې د نورو ابعادو، او موجوده سیاسی واقعیتونوته په نظر کې نیولو سره ښایی نورورنه بل شانتې قناعت راکړي. ماسره هم په دې اړه کله داسی ضد اونقیض افکار پیداکیږی چې:
چې ایا دهیواد اسنئ حالت په عمومی ډول دتیرو دورو دحالاتو نه هم بدتره دﺉ؟ اوکه څناڅه بهتره شوﺉ؟او یا داچې: ایاداوسنۍ سیاسی واکمنۍ ګټه اویا زیان به راتلونکو نسلونو ته د پخوانیو ریژمونو په پرتله زیات وي او که کم؟
او داسی نورې پوښتنې.

Mohammad Hassan
25.03.2007

دروند ورور صافی صيب او د بحث د موضوع نورو لوستونکو او مینه والو ته ډیر ډیر سلامونه!
محترم صافی صاحب داسې ليکلی:
[quote:7f3b61a581]

او داسی نورې پوښتنې[/quote:7f3b61a581]
ښاغلی صافی صيب!
زما له خوا اجازه ولې نشته؟ زما د سترګې ووزی چې زه به تاسې او يا بل څوک د کومې موضوع له طرحه کولو او د خپل نظر له څرګندولو منعه کړم. نه دا حق لرم او نه هم دا توان.
تاسې کولای شی مهربانی وکړی او د بحث موضوع او خپل سوال مو داسې مطرح کړی، څنګه مو چې خوښه وی او څنګه يې چې تاسې پخپله فورمولبندی کول غواړی!
په درنښت

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more