tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

له پوهاند صاحب زيار څخه پوښتنه

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> ټولنه او ټولنپوهنه
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
طالب



دغړيتوب نېټه: 21 جولاي   2006
ليکنې: 6

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه جولاي   23, 2006 6:05 am    عنوان   : Reply with quote

ګران ورور ښاغلی ځواکمن صاحب ،
اسلام عليکم ورحمتۀ الله و برکاتۀ !
که څۀ هم چې تاسو خپلې پوښتنې د پښتو ژبې د کره ليکدود او ګړدود د علمي خوځښت د بنسټګر پوهاند مجاور احمد زيار صيب څخه کړې ، خو داچې پۀ پای کې مو له نورو وروڼو څخه هم غوښتي چې پۀ دې تړاو خپل نظر څرګند کړي ، ستاسې د همدې غوښتنې پر بنسټ ځانته حق ورکوم چې خپلې خبرې درسره شريکې کړم ،
تر کومه ځايه چې ماته مالومه ده ،
ورکول سو ، راکول سو ، ورکولو مې ، او داسې نور
د هغه سيمينار د پرېکړو له مخې ناسم برېښي چې پۀ ١٩٩٢ زېږديز کال د پښتو د کره ليکلار پر عنوان پۀ باړه ګلۍ کې جوړ ، اود لرې او برې پښتونخوا د پښتو ژبې تکړه پوهان ، عالما ن او ليکولان پۀ کې شريک وو ،
تاسو پر شاړو نه ياست سر شوي ، او کره او سمه بڼه يي { ور کړل شو ، راکړ ل شو ، ورمې کړ ، او نور ........ }
اودا ورکول سو ، راکول سو ، ورکولومې ............... د کندهار اونورو جنوبي ولاياتوسيمه ييز ګړدود دی ، چې د پښتودکره ليکلار د اصولو له مخې ناسم برېښي !
او لکه چې تاسو يي يادونه کړې ، ورکول سو، راکول سو ، که د ور او را مختاړي ورڅخه ليرې کړو نو د راکړې ، ورکړې دکړنې مصدر نه مالومېږي ا ويوازې کول پاتې کېږي چې بېل مصدر دی ا وهغه مطلب نه بيانوي کوم چې ځنې متصور دی ( د راکړې ورکړې مطلب نه افاده کوي )
پۀ درنښت ، ورور مو طالب
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
نقاد
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 30 جولاي   2002
ليکنې: 828

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   اکتوبر   26, 2006 11:16 pm    عنوان   : Reply with quote

ورکول سو = راکول + سو ، و رکول شو = ورکول + شو
ورکول او راکول مصدرونه دي او صرف (شو يا سو) ورسره جمع شوی دی. نو که پر همدې قاعدې له دوه مصدرونو خوړل او لړل په پام کې ونيسو او شو ورسره ورزيات کړو، ګورو چې (خوړل شو) او (لړل سو) ﻻسته راځي . دلته وينو چې يو څه په کې کم دي او دغه شکل نيمګړی دی . دغه کمي بايد په ورکول شو کې هم موجوده وي: که په خوړل شو او لړل شو کې يو (و) کم وي چې بايد دمخه يې داسې علاوه شي : وخوړل شواو ولړل شو، نو همدغسې بايد د ورکول او راکول له مصدرونو نه مخکې هم بايد (و) علاوه شي. نو که بيا يې شکل او معنی سمه وه نو ښه او که نه ، نو ورکول سو او راکول شو هم غلط دې :
و + ورکول شو = و ورکول شو ، و+ راکول شو = وراکول شو ! دا شکل نه شته او نه کومه معنې لري. نو له علاوه شوي (و) پرته ورکول شو او راکول شو هم غلط دي لکه خوړل شواو لړل شو چې نيمګړي شکلونه دي!
والسلام




.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> ټولنه او ټولنپوهنه    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.