د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په ښځی تیری

و.افغان
09.03.2007

دلوي څښتن جل جلاله په نامه

الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله، وعلی آله وصحبه ومن والاه.

په ښځه تیری
له ډیر وخت راهیسی د وخت د کمۍ له وجهی چی کله کله زما دآرام دکمۍ سبب هم ګرځی؛ نشومی کولای چی د انترنت د نړیوال جال په رسیو کی څه غوټه کړم، خو بیا به می هم ډیر وخت ځینی لیکنی او تودی خبری له نظره تیزی تیرولی، او الله حاضر دی چی په دغه لیکنو کی به ماته د حبیب الله غمخور لیکنو ډیر خوند راکاوه، له پښتو سره دهغه مینه ، له پښتو څخه دهغه دفاع، او د پښتو دسنګر په بچیانو کي دهغه هیښتیا زه نورهم دهغه دلیکنو لوستلو ته ډیره لیواله کولم.
خو پرون ما د هغه د لیکنو یو بل اړخ ولید، ما هیڅ تصور نه کولو چی غمخور صاحب د ستری پښتو پالوونکی به دغسی څه لیکی، زه ددغه لیکنی په لیدلو هک پک پاتی شوم، زړه می ودرید، ژړا راغله، او نږدی وو چی سترګی می د اوښکو په ځاي ویني وبهوی:
د هغه دلیکنو دغه اړخ دغربیانو دډنډورچیانو، اود عزت او پت ددښمنانو بدرګه کوله.
دده دغه لیکنه د ښځو دنړیوالي ورځی په مناسبت وه، که څه هم ډیر ترخه حقایق په دغه لیکنه کی شته دي، خو ده ددغه خطرناکو مریضتیاګانو د علاج لپاره په شاتو پیچلي زهر وړاندی کړي وو.
په لنډه توګه هغه دلیکنی په بیلا بیلو برخو کی د اسلام ځینو احکامو ته سپکاوی کړی، او د افغانی میرمنی لپاره یی په زغرده دغربي ازادۍ، بی حیایۍ، او بربنډتوب، غږ پورته کړی دی،او بیایي افغانه پاکه پیغله بی پردګۍ، بی حجابۍ، او د سړو اختلاط ته هڅولی ده، دایی غوښتي چی افغان میرمنی دی هم د اروپا او امریکی د ښځو په شان د ازادۍ لپاره پاڅونونه وکړي، او دغه پتمنه او له عزت ډکه په پښتو او غیرت ولاړه ټولنه ددوسیو، بی غیرتیو او فحاشۍ خوسا ډنډ ته وروغوځوي،او په دی لړ کی باید ښځه سپورتمینه، کارګره، ډمه، فنکاره، دوکانداره، قاضۍ، رئیسه، ولسمشره او بالاخره هر څه شي، او دخپلی دعزت کوډۍ او جونګړی څخه رابهره شي، او ځان دځناورو او بیرحمه لیوانوغیږی ته وغورځوي، داسلامي فتواګانو په زغرده او بی شرمۍ سره مقابله وکړي، کومو قوانینو او فتواګانو چه هغی ته د عزت خوندي ژوند بخښلی دی، په دین ولاړ خلک يي بنسټ پاله او بورجوازیان بللي، او په لیکنو کی یی د کمونستانو او نوری کفري نړۍ د هغه مصطلحاتو څخه هم ډډه نه ده کړی، کوم چه هغوي د مسلمانانو په ضداو دهغوي د سپکاوۍ لپاره کاروي، چی دهغو له جملی څخه دبورجوازیانو او بنسټ پالو لفظونه دی.
او ددی سره سره یی د سعودي عرب اسلامی حکومت ته کلکه ګتنیونه کړی، او ویلی یی دي، چه دغه دولت ښځو ته حقوق نه دي ورکړی، او په دغه دولت کی ښځی آزادی نه دي، او د ژوند د سختو او ناخوالو سره مخ دي، او ددی خبری د تایید لپاره یی هم یو کتاب ته ِِاشاره کړی ده،
زه غمخور صاحب او دهغه هم فکره ملګرو څخه پوښتنه کوم، تاسی پښتو څه ته وایاست؟؟
آیا پښتو فقط دغه دوه دیرش توري دي چی مونږ یی په خپله ژبه اړوو او راړوو، اوبس؟ او یا که څه نورو څیزونو لره هم شامله ده، که تاسی وایاست چی پښتو همدغه توري دي، نو ستاسی دغه هاندونه ،کوښښونه، او دهغی لپاره ځوریدنه هیڅ کومه معنا نه لری، بلکه زه یي یوه بیعقلي او سادګي بولم.
خو زه وایم: پښتو یو کلتور دی، پښتو یو ثقافت دی، پښتو غیرت دی، پښتو له پت څخه ډک تقالید او عنعنات دي، پښتو یواځي ژبه نده، پښتنه ټولنه یوه اسلامي، غیرتي، پتمنه او عزتمنده ټولنه ده، ته په کوم بنياد پښتنه پیغله بربنډۍ ته هڅوی، ته په کوم اساس پښتنه ځوانه بی حیایۍ، بی عفتۍ، فحاشۍ، او اختلاط ته هڅوی، ته په کوم پښتانه کلتور پښتنی میرمنی ته دفسق، فجور، زنا، هلاکت، دیوسۍ، او ګندګۍ لار هواره وی.
هو مونږ پښتانه مسلمانان یو، په اسلام ویاړو، په ډکه خوله افتخار پری کوو، په دی ایمان لرو چی حق دین دي، د هر وخت او هر ځاي لپاره صالح دی، متمدن او پيشرفته مذهب دی، او په دغه قضیه کی د دښمن د بی ځایه تهمتونو اوبهتانونو څخه نه ویریږو.
اسلام د ښځو حقونه خوندي کړي دي ، او هغی ته يي ازادي وربخښلی، مګر په اسلام کی ازادي خپل حدود لري، او همدغه حدودو سره دانسان او دحیوان فرق کیداي شي، او هيڅکله هم دغه حدود دتمدن او پیشرفتۍ مخه نه نیسي.
اسلام ښځه د نابودۍ او دهلاکت له تورو سمڅو څخه راوویستله، او دايی واضحه کړه، چی ژوند ددواړو حق دی، او د ښځی او سړي بهتري او لوړوالی یواځی په تقوی او پرهیزګارۍ سره تلل کیداي شي.

په اسلام کی ښځه او سړی ګډ د تمدن جوړونکي دي، خو هر یو جنس خپلی ځانګړتیاوی لری، او نه تنها چی اسلام په تشجیعی طور سره لار ښوونه کړي وي، بلکه د ښځی او د نر د دواړو حقوق او ضوابط یي په قانوني توګه وټاکل.
اسلام ښځی ته د خپلی خوښی د میړه اختیارولو واک ورکړ، هغه یی له میراث نه برخمنه کړه، د هغی سر یی اوچت کړ، د هغی دقتل په حالت کی یی قصاص واجب کړ، دښمن ته د پناه ورکولو حق یی ورکړ، د هغی حق یی په بچو دپلار په نسبت په څلور ځل واجب کړ، په پرده او حجاب کی يي هغی ته دتعلیم او مسجد ته دتګ حق ورکړ، د پیسو مالکه یی کړه، دهغی لپاره یی مهر واجب کړ، همدارنګه په میړه باندی یی دهغی لپاره خرچه او اوسیدګاه لازمی کړه، او که سړۍ له دغه حقوقو وتښتي، نو اسلامی قضاء یی دیته اړباسی چه دغه قوانینو ته غاړه کیږدي، ښځی ته یی د سړی سره د ژوند د نه تیریدو په حال دا حق ورکړ، چی قاضی ته لاړه شی،او طلاق ترلاسه کړي، هغه يی واده ته وهڅوله، او میړه ته یی دهغی سره دښیګڼی امر وکړ.
د ښځی د اخلاقو، عزت، ناموس، او درناوۍ لپاره یی خورا زیات قانونه وضع کړل، د حکومت ریاست او دټولنی د ساتنی مسوولیت یی دنارینه وو په اوږو ور بار کړ، او دښځو دهلو ځلو مخ یی د کور لور ته کړ، ځکه د ښځی حقیقی او رښتیونی څیره دا نه ده، چه هغه قاضۍ، ددفتر ماموره، او یا دفوځ سپاهۍ جوړه شي، د ښځی وظیفه تر دغه ټولو ډیره مهمه او درنده وظیفه ده، چی هغه داسی تکړه سړي تیار او تربیه کړي، چی آینده وکولاي شي خپل دین، ملت، او هیواد ته خدمت وکړي، او مخ په وړاندی يي بوځي.
خو د کینه ناکو غربیانو دغه کورني روابط، تړونونه، انسجام،مینه او محبت په مسلمانی ټولنه نه پیرزو کیږی.
یوی فرانسوۍ لیکوالی (هاري) په یوه بیانیه کی د ختیځ ښځو ته داسی وایي:
(تاسو زمونږ د اوروپایی ښځو سره سیالي مه کوۍ، زمونږ په لاره مه ځۍ، ځکه تاسو په دی نه یاستۍ پوهیدلی چی مونږ دغه ازادي په کوم قیمت تر لاسه کړی، هو، مونږ دغه ازادي د خپل عفت او ابرو په پلورلو تر لاسه کړی، له تاسو څخه زما غوښتنه داده، چی تاسی باید دکور ښځی واوسۍ په خپلو کورنیو كي سپیڅلی ژوند تیر کړۍ، تاسی باید د اولاد لپاره مهربانه میندي واوسۍ، او کوښښ وکړۍ تر څو د اولاد لپاره مهربانه، میندې جوړې شۍ)
په اوروپایي او غربي ټولنه کی ښځه له پردیو نارینه وو سره ګډون هیڅ عیب نه ګڼي، ان تردي چی پیغلی کولاي شي په آزادانه ډول، په آزاده فضا کي خپل یاران خپلو کورونو ته بوځي، او مور او پلار یی مجبوره دي تر څو دغه میلمه په ورین تندې وپالي، جنکۍ له خپلو یارانو سره سفرونه کوي، او قانونا ازادی او دیموکراسي ده، آیا تاسی هم دغسی دیموکراسی د افغانستان د پیغلو لپاره غواړۍ، په غربی دیموکراسۍ ټولنه کی اوس دعفت سوال بیخی له منځه تللی، او که چیری انجلۍ د واده په شپه باکره (پرده لرونکی) وخیږی، دا د هغی لپاره ستر عیب دی، او دغه ډول انجونی دوي دمرتجعینو په نامه سره یادوي.
ددغه مخلوطی ټولنی ددغو جنسی انحرافاتو په نتیجه کی د غیر قانوني اولادونو په اړوند احصایه چی د ملګرو ملتو داداری له خوا په 1959 یواځی په راجستر شوو نومونو کی غیر قانونی اولادونه پنځه اویا په سلوکی ښودل شوی وو، چی دغه حرامزاده ګان بیا افغانستان او عراق غوندی ځایونو ته د جنګ لپاره لیږلکیږي، نو دښځی کوم حقوق دي، او دا کوم تمدن دی، ښځه په غرب کی د سوداګرۍ د توکي په شکل استعمالیږې، په امریکایی ټولنه کی بدلمنه ښځی اوس آتیا په سلو کی شمیرل شوې دي.
آیا ددغی آزادۍ او دیموکراسۍ لپاره تاسی چیغی وهۍ،
په امریکا کی د سینمایی صاله په نامه پوهنځی کی د هری اونۍ په اخره شپه کی محصلینو ته د هایفبو فلمز دادا رو جوړ شوي سکسی لوڅ فلمونه ښودل کیږی، چی دهمدغو فلمونو څخه په پیروي پیغلی او ځوانان یو دبل غیږې ته لویږې، چی دا راز لوبی هلته بالکل عادي ګڼل کیږی.
نو اۍ د دیموکراسۍ ډنډورچیانو! تاسی په افغانستان کی دا رنګه اختلاط او ګډ تعلیم غواړۍ.
خو له دی سره سره داهم نه هیروم چی دا اوس په ځینو پښتنو ټولنو کی د ښځی مسلم حق پیمالیږي، لکه ښځه په دغه ټولنو کی د مالي میراث په توګه وړل کیږي، د یوه کوچني ماشوم نکاح کولو ته مجبوریږی، او خپل میړه خپل غیږ کی لویوي، او میراث ورته نه ورکول کیږی، او د بدلمنۍ په نوم په پراخه حق سره یي میړه په وژنه لاس پوری کوي، او دقتل په حالت یې د قاتل کورنۍ د سوری په توګه مقابل لورې ته ودوي، مهر یې اخیستل کیږی او ولي یا سرپرست یې خپل جیب کی اچوي، چی له دغه ټولو کارونو څخه اسلام بیزاره دی.
مونږ په زغرده وایو چه: تعلیم او علم حاصلول زموږ په دین کی یو مطلوب څیز دی، بلکه د علم د ځینو څانګو حاصلول حتمي، ضروري، او واجب دي، ولو که دغه تحصیلوونکی ښځه وی او که سړی، ښځه په کی تعلیم د سړي په رنګ ده، خو مونږ دا پوښتنه کولاي شو، چه د بربنډوالې، سینی ښکارکولو، پونډیو او ورون ښکاره کولو او د تعلیم تر منځ څه علاقه ده؟؟؟!!!!
کوم عزت د ښځی دی، چی د هغی عکسونه او ښایستوالی په بازار د تجارتی توکو په شان استعمالیږی، خو کله چی د هغی د ښکلا پاڼه ژیړه شي، نو دیوه بیکاره ماشین په توګه یي وغورځوي.
په دغه پیاوړی ټولنه کي د بدشکلی ښځی څه ارزښت دی ، دبوډیګانو او نیاګانو څه ارزښت دی، دبوډاګانو او بوډیګانو لپاره جوړو خونو کی مرګ ته شپی سبا کوي، نه یی د پوښتنی څوک وي، او نه یي څوک زیارت کوي.
خو اسلامي ټولنه کی او اسلام کی چی د ښځی عمر زیات شي، احترام يی زیات شي، حق يی لوي شي، هغی خپله دنده سرته رسولی وي، او اوس د ځامنو، نوسیانو، کورنۍ، او ټولنی دا دنده وي ، چه هغه ډیره ښه وپالي.
او دښځی حق په مال ، ملکیت، مسوولیت، ددنیا او داخرت د خکلو او بدو سزا ګانو کی د سړي سره یو شان دی، او هغه ځینی مسایل چی په هغی کی دښځی او سړی توپیر شوی دی، هغه یو طبیعی کار دی، ځکه برابروالی او مساوات په خلکو کی د هغوي دپیدایشي او اخلاقي صفتونو پوری اړه لري، نو څومره چی دغه صفات په دغه څیزونو کی نږدی وي، هومره مساوات ددغه څیزونو تر منځ ډیر پیاوړی او نږدی وي.
نا ممکنه ده چی د ټولو وګړو تر منځ د مطلق مساوات فیصله وکړو، ځکه چه دغه وګړي په ډیرو څیزونو کی توپیر لری، د مثال په طور سره، زه څنګ وکولاي چی یو ډاکتر چی څلویښت کاله یی تجربه او علم کړي وي د یوه جاهل سړي سره په حقوقو او واجباتو کی برابر کړم، دا د قانون په علم کی ناشوني ده، همدارنګه دښځی او سړي تر منځ ځینی فرقونه په حقوقو او واجباتو د هغوي په فسیولوجی، پیدایشي، اکتسابي، حالت پوری اړه لری، د مثال په طور سره میراث ته راځو چه غمخور ورته په خپلو خبرو کی اشاره کړی، او د اسلام دی ستر الهی قانون ته يي زما په اند سپکاوی کړی، ځکه الله فیصله کړی، چی ښځه به یوه برخه میراث وړي، او سړي به دوه برخی، نو مونږ په دی ایمان لرو، او ددی الهی قانون حکمت په ډاګه کولاي شو.
1- څنګه چی میراث د اسلامي نظام یوه برخه ده، نو دغه برخه دسړي او ښځی د مسوولیتونو او هغوي پوری داړوندو احکامو څخه منځ ته راغلی، او مخکینۍ قاعدی ته بیا اشاره کوم، چه هیڅکله مثلا ددوه کارګرو برابروالی لازمي نه دی، اګر که دواړه سړي دی، خو هر یو په بل ځانګړي امتیازات لري، په یوه دولت کی ډیر خلک کار کوي، خو د ټولو حقوق هیڅکله برابر نه وي، هو په احترام، تقدیر کی ټول انسانان مساوي دي، او بهتر دالله په نیز پرهیزګار وي.
2- د سړي د برخی زیاتوالی په میراث کی له وجهی دی، چی هغه پوری په اسلامی عام نظام کی ځینی اړوندی وظیفی او واجبات تړل شوي دي، او همدغه سړي د ښځی د مهر او دهغی دنفقی او خرچی مسوول دی، او ښځه له دغه تکلیف څخه خلاصه ده.
3- کله چی دیوه قاتل ددیت ورکولو قضیه راشي، ښځی دقاتل ددیت ورکولو څخه خلاصی دي، ولو که قاتل یی ځوي او یا ورور وي ، همدغه سړي وي چی په ګډه دهغه قاتل دیت خلاصوي کله چی د مقابل لوری له طرفه معاف کړاي شي،
4- دلور ټوله خرچه په اسلامي نظام کی تر ودیدو په پلار وي، تر هغه وروسته په میړه، تر هغه وروسته په بچیو وي، او هرکله که کوم سړی وغواړي له دغو حقوقو او واجباتو څخه وتښتي، د اسلامي نظام د نیولو او جزايي کولو سره مخ کیږي.
5- خو که غربي ټولنی، ددیموکراسۍ دډنډورچیانو مجتمع ته راشو، نو وبه ګورو چی پلار به د لور داتلس کلنۍ په عمر تر هغی بیزاري اعلان کړي، او هغه دیته مجبوره شي، چی ځان لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي، او ډیر کرته دغه مړۍ ډوډۍ هغی ته د هغی دعزت او شرف په مقابل کی تر لاسه کیږي.
6- اسلام طلاق منځ ته راوړه، او دطلاق احکام یی په تفصیل بیان کړل،سره له دی چی نصرانیت په طلاق قائل نه دی.
ښځه په اسلام کی د سړي په شان الله ته په عبودیت قائله وي اوبس، او دغه عبودیت دازادۍ او حریت یوه لویه مرتبه ده، نو د هرپادشاه د هتکړیوڅخه ازاده شي، او زړه یی یواځي الله ته په مخه وي، او سر یي یواځی داسمانونو، ځمکو، لمر، سپوږمۍ، اودستورو پروردګار ته ټیټ وي.، پداسی حال کی چی دیهودیت او نصرانیت دین کی ښځه خبیث جراثیم بلل شوی ده،
دښځی دازادۍ غربی مفهوم دښځو یوحرکت پیدا کړ، چی دهغی ترشا دیهودو قوي لاس وو، او دغه حرکت اخلاق تباه کړل، بنیادي فکرونه یي ړنګ کړل، او هغه تاداوونه يي رانوړول په کومو چی ټولنه ولاړه وه، په فردي او ځانګړي شعور اوچته شوه، داسی شعور چی سړی یی خپل شریر دښمن وباله.
دغه حرکت په یوی ګنده فکری ولاړ دی: هغه دا چه : ټولنه یواځی او یواځی په فرد منځ ته راځی، نه په کورنۍ باندی، او دغی فکری مفهومونه او ارزښتونه سرچپه کړل، دمادی څیزونو سره یی تړاو شو، او ددینونو،او عقیدو سره یی دښمني شروع کړه، دالحاد او خدایناشناسۍ ته یی لاری هواری کړی، فحاشي، لواطت، زناکاری او فسق او فجور یی روا وباله، او دغه کارونه یی دشخصي حقونو له ځانګړتیاوو څخه وګرځول.
دغه غربی ازادۍ د ښځی سره څه وکړل؟؟؟ هغه یی په بازار دهر توکی دخرڅلاو لپاره رواجوونکی وګرځوله، دخوندونو او شهوت په بازار کی یی ډمه او سندرغاړی کړه، دهغه لیوانو په منګلو کی ښکیل شوه، کومو چه دهغی دازادۍ ناری وهلی،
ډیرو سړو او ښځو ودونه پريښودل، ځکه چی دهغوي حاجت د غیر شرعی جنسی اړیکو له خوا پوره کیده، د بیلګی په توګه دامریکی وزیر خارجه کوندلیزا رایس تر اوسه لونډه ده، سره له دی چی څو کرته هغی ته پیغور ورکړ شو، خو هغه چی دبچیو عاطفه په زړه کی نلری، او دامریکایانو په خوله په امریکایی عسکرو یی زړه درد نه کوي، او د بوش لخوا ټیل وهل کیږي، نو نور څه غواړي.
فیلیبس ماکینلی، امریکایي لیکواله وایی:
آیا مونږ به ښځی وشمیرل شو، که بیرته خپلو کورونو ته ستنی شو، وروسته له دی چی خپل جنس او ځان سره موخیانت کړیدی، بیا وایی: زه په زغرده وایم: زما په دی ټکی کي ډیر غوڅ نظر دی ، زه په دی اصرار کوم چی باید مونږ باندی په کور کی دپاتی کیدو ډیر حقونو دي، چی هغه باید سرته ورسوو، او دغه حقونه سرته رسول زمونږ لپاره کافي دي، چی زمونږ ژوند او زړه ډک کړي.
په نړیوال څلورم کانفرانس کی چی دښځی د تعلیم لپاره جوړ شوی وو، په شپږم وصیت کی دا وویل شو:
څرنګه چی اختلاط د پوهنی پرمختګ پوری هیڅ اړه نلري، او اسلام هم اختلاط نه مني، نو په اسلامی دولتونو کی دښځی او سړی درسځاي او کارځاي باید جداوي،
که چیرته ښوونکي کم وي، کولاي شو د بند تلویزیونی سیستم څخه کار واخلو.
داختلاط او بدمرغی دیموکراسۍ بدمرغه څیري وايي : چه دغه دیموکراسي سړی او ښځه یوبل سره عادي کوي، او وروسته دغه دشهوت غریزه د دواړو تر منځ مړه شي،خو واقع بل څه ښودي، هغه دا چه ددواړو تعلق ښه اسان او په غټه کچه شي، او بالآخره دواړه په زنا کی واقع شي،
او زمونږ دغه ملګري چی اروپا کی اوسيږی، هغوي په دی ښه پوهیږي، خو سترګي، پټوي، بل شهوت په انسان متجدد څیز دی، په دغه توګه نه ختمیږی.
خو که مونږ مسلمانان یو، په اسلام ایمان لرو، او دهغه په مصداقیت عقیده لرو، دیته ضرورت نلرو چی دغرب دغه سوالونو ته ځواب ووایو، نبی کریم × په حدیث شریف فرمایي: خلوت یا ځانته کیدل دی نه کوي سړي د پردۍ ښځی سره،مګر هغه وخت چی دهغی ښځی سره محرم وي، او په بل حدیث کی راځي: هر سړي د یوي پردۍ ښځی سره ګوښه شي، نو شیطان د هغوي دواړو دریم وي.
اوس داختلاط یا دګډ تعلیم ځینی سلبی اغیزی بیانوو:
دامریکا په لیسو کي بلاربې یا حاملداری انجونی په سلو کی اته څلويښتو ته رسیږي.، او دغه شمیره هر کال په زیاتیدو ده، سره له دی هرڅه محصلین مظاهری کوي او وايي: مونږ جینکۍ غواړو، مونږ غواړو ځانونه په مزو کی ډوب کړو.
یوه بله قیصه وایی: چی یو نوولس کلن محصل په خپل استاذ ګولۍ وچلولی، لدی لامله چی دهغوي دواړو په یوی جینۍ جنګ وو.
نو غمخور او دهغه ملګرو ته وایم ، آیا تاسو غواړۍ چی دغه ارمغان افغانستان ته راوړۍ.
ځینی احصایی وایی: چی یولک او شل زره انجونو چی عمر یی له شلو کالو کم دی په غیر قانونی توګې بچی زیګولی.
او دغه اختلاط ددی سبب ګرځیدلی چی ایډز خپلی ګندی ريښی خوری کړي.
او دیوی احصایی له مخی ویل شوی دی: چی په هرو لسو محصلو کی شپږ محصلی د جنسی تاوتریخوالی ښکار شوي.
او دغه ګډ تعلیم او اختلاطی نظام نور زیات ضررونه لري، چی ځای یی له بیانیدو تنګ دی.
دښځی د ازادۍ دغربی ډنډوری موخه داده چی له سړي څخه دقوامت حق سلب کړي، الله جل جلاله د کورونیو دساتلو لپاره سړي ته د قوامت حق ورپه برخه کړی، ددی مثال دیوی پادشاهۍ دی، او ممکنه نه ده چی یوه وخت کی دی دوه پادشاهان په یوه ځاي کی حاکمان وي.
زمونږ اسلامی ټولنی دیته ضرورت نلری چی ښځه له کوره بهر ووځی، ځکه دهغی نفقه دهغی په پلار، میړه، او سرپرست ده، خو په اروپا او امریکا کی د ښځی د کارکولو څو لاملونه دي:
• پلار په غرب کی دلور په خرچی مکلف نه ګڼل کیږي، کله یی چی عمر اتلس کلنۍ ته ورسي، او ډیر کرته پلار ته د هغه دکور کرایه ورکوي.
• هلته خلک د خپلو شهواتو لپاره ژوند کوي، نو غواړي چه ښځه په هر میدان کی هغوي سره ښځه حاضره وي، چی خوند ترینه واخلي.
• نړیوال جنګونه او دډیرو ښځو کونډیکیدل له دغو لاملونه څخه شمیرل کیږي.

• بخل او ځانځاني هلته ډیره زیاته ده، داولادونو په تربیت اهتمام نه کوي، او ددین، تربیی، او اخلاقو هیڅ پروا نلري.

• ښځه هلته خپله د ځان لپاره دخاوند کور برابروي، او میړه ته مهر تقدیموي، او څومره چی د ښځی مال ډیر وي هومره دسړو رغبت په هغی کی زیات وي.
• ښځه هلته دیوی ورکی ازادۍ لټون کوي، او کله چی کار وکړي، او څه پیسه لاس ته راوړي، نو ځان ته دوکه ورکړي، او ووايي: اوس ازاده یی، لدی وروسته يي خوښه چی چا سره څملي له چا سره اوده کیږي، او له چا سره یاري کړي.
په دغه ټولنه دښځی فسیولوجي جوړښت په نظر کی نه دی نیول شوی ، هر کار پری کیږي، او ډیر کله د کار په ځاي د جنسی تاوتریخوالی سره مخ کیږي، او دهغی دکار مزدوري تر سړي کمه وي، اګر که یوی برخه کی کار کوي.
ښځه او دسیاست قضیه:
ښځی ته اسلام خپل واجبات او حقوق په ګوته کړي، اسلام ښځی ته دا اجازه نه ده ورکړی چه هغه دی قاضۍ شي، ښځه چی خپل کورني واجبات په ښه ډول سرته ورسوي، دا دهغي لپاره لویه کامیابي ده، زمونږ نبی کریم × په صحیح روایت کی فرمایی: هیڅکله به داسي قوم کامیابی حاصله نکړي ، چی په ځانونو یی ښځه مقرره کړي وي،
بل حدیث کی نبی کریم × فرمایی: سړي هغه وخت هلاکيږي چی د ښځو اطاعت وکړي.
او بل الله جل جلاله فرمايي: الرجال قوامون علی النساء:
ترجمه: سړي پر ښځو حاکمان دي.
او داسلام ټول فقها په دی متفق دي، چی ښځه پادشاه کیداي نه شي،
او څرنګه چی قضا، ریاست، ولسمشري، د زیرکتوب بشپړوالې، اود عقل پوره والې ته ضرورت لر ي، او دغه څیز په ښځه کی په پوره توګه متحقق نه دی، ځکه ښځه همیشه خپلی عاطفی پسی منډی وهي، او بل ددغه کارونو څخه دا لازمیږي چی ښځو پردو سړو سره اختلاط وکړي، او بې محرمه سفرونه وکړي، دسړو په محفلونو شرکت وکړي، او دښځی په پيدایشی او اجتماعی لورې ډیر خطرنا ک دی، کله به داسی هم کیږی چی ولسمشری ته ضرورت شي، خو ولسمشره بچۍ زیږوي، او یا يي بچی په نس وي، او دهغی له امله ګنګسه وي، او یا میاشتنۍ مریضتیا پری راغلی وي،نو دهغي له وجهی یی په دماغو بوج وي.
بل ښاغلیه غمخوره!!!
تا چی د سعودي په اسلامی قانون نیوکه کړي ډیره بیځایه دی کړی، او دهغی د تایید لپاره تا یوکتاب ته اشاره کړی وه، فکر نه کوم که تا هغه کتاب لوستلی وي، خو زه دی ددغه کتاب لوستلو ته مجبور کړم، او ومی وایه، ګرانه مخکی له دی چی زه په کتاب خبری وکړم داوایم: چی دلته ښځو ته داسلام په چوکاټ کی پوره ازادي ده، دلته دښځو حقوق خوندي دي، دلته ښځی ښی خوشحاله دي، دلته شرعي محکمو د هغی دهر شکایت لپاره خپلی دروازی پرانیستلی، خو چه ته کمه ازادي غواړي، دپاریس دانجونو ازادي، دسویډن د جینکو بربنډتیا، دلندن د ښځو فسق ، زناکاري او فجور، دامریکا دښځو جنسی شذوذ، نو الحمد لله هغه دلته وجود نلري،او نه به دلته پښې وکړي، او نه د ریاض انجوني دا غواړي، دسعودي انجوني دالله په لاره روانه دي، او دغی ښځی چه دغه کتاب لیکلی هغه دنوښتمندو(حداثیین) له ډلی ده، چی مشري یی ترکي الحمد کوي، هغه ملحد دی، او وايي : چی شیطان او الله جل جلاله والعیاذ بالله د یوې روپۍ دوه مخونه دي، نو آیا غمخوره ته دداسي ښځی او دداسي مشر دعقیدي معتقد یي؟؟
بله دا چه دغه کتاب ما ولوست، او محتوی یي په لاندی ټکو کی بیانوم:
1- دغه دڅلورو انجونو قصه انځوروي، چی د کتاب عنوان وايي: چی ددوي د ریاض د ښار دي، خو وروسته د کتاب محتوی وايي چه : هغوي ژوند په خارج کی تیر کړي، او له څلورو څخه دری انجوني، په ناکامو محبتونو او فاشلو تجربو، او ودونو کي را ایساری شوي دي، او څو څو کرته له ناکامو هڅو سره مخ شوي، شرابونه یي څښلي دي، سپي یی تربیه کړي دي، او د سړو په جامو کي يي ګاړي چلولی لدی لپاره چی ځان لپاره لونډان پیدا کړی،چی ددوي خوا ور یخه کړي، او ګرمایش یي له منځه بوځي،او څلورمه انجلۍ په دوي کی کامیابه ده، او له دوي سره کومک کوي، او دا ټوله قصه يي په يوه عاطفي پوښ پيچلی ده، ګواکی د ریاض انجوني ټولی داسی دي، او موخه او هدف يی دادی، چی د ریاض دښار پاکی انجونی بدلمنۍ ته راوبولي، او په دغه قسم کارونو پیل وکړي، او دهغوی دعفت په سپینو او پاکو جامو تور دغ ولګوي،او لیکونکی چی رجا صانع نومیږي، وايی: ما خپله همدا کارونه کړي دي، او دا حقیقت دی، او ما ددغه ښځو نومونه بدل کړي، او مالګه او مرچکی می ورسره ګډ کړی چی خوند وکړي.
ما چی کله داکتاب ولوست، حیران شوم، او ځان سره می وویل: هرو مرو دا دکوم بل ریاض باره کی غږیږی، چی یا په پاریس کی دی، او یا سانفراسیسکو کی دی، زه په سعودي داوو کالو راهیسی اوسیږم خوما دا قصی نه دی لیدلی، او که دا ښځه بالفرض رښتیا وایی نو ددی مثال داسی دی: چی یو سړی د ګلو یو لوي باغ ته ننوځی، ډیر ښایسته باغ وي، خو هلته په یوه څانګه کی یو ګل خراب شوي وي، نو دا سړی شروع وکړي، چی داسی خراب شوی وو، داسی ګونګوټان هلته خوزیدل، داسی چینجی خوزیدل،داسد تور شوی و، تا به ویل لکه تور سکاره .....،
خو ای غمخوره، ته خبر یی چی کله رجا صانع کتاب: بنات الریاض، چی په بیروت کی چاپ شوی، په اخبارونو کی ځوږ جوړ کړ، همدغه وخت کی یوی بلی سعودۍ په پاریس کی په یونړیوال کانفرانس کی د فزیک په څانګه کی دلوړي پوهتیا په سبب یوه لویه جائزه حاصل کړه، داسی حال کی چی خپل مخ يی په شرعی حجاب کاملا پټ کړی وو، او دغه دشرف جائزه یی، تر لاسه کړه، دغه ښځه دوکتوره (ریم) وه، چی دملک عبد العزیز په جامعه کی استاذه وه، او دغی بلی ډمی ته پکار وه، چی دخپل وطن ښیګڼه یي بیانه کړی وه، داسی حال کی هغی دډاکټرۍ شهادتنامه دریاض د ښار د اسلامي پوهنتون څخه اخیستی وه.
دغه کتاب چی غمخور یی صفت کړی دی په لاندینی نورو شیانو هم مشتمل دی:
• د ښځی محبت (مقصد یی غیر شرعی روابط) یی دپردی سړی سره په دین نومولی، او دغه سړی یی ددغی ښځی لپاره عبادت ځاي ګرځولی دی.
• دقدر یعنی د الله فیصله سره یی دیوی جنۍ دشمنی بیان کړیده.
• ویلی دی: چی دمحبت لمانځلو لپاره زمونږ هیواد کی اختر منعه شویدی، او زه وایم: چه داد محبت اختر له کومه راغۍ، مونږ دومره کمزوری شو، چی خپل ارزښتونه تر پښو لاندی کړو، او دغرب د نامسوولیته،بی احساسه کارونو او ګندګیو د ډاګ او ډانکی بچیو ثقافت پسی لاړ شو.
• دپالبینۍ کتابونو ته مراجعه کول، چی دا په اسلام کی حرام کار دی.
• د میلادي اویا زیګیز کال په سر کی اختر کول. او دا هم را معلومه چی زمونږ دین کی ناروا دی، د نصاراوو کار دی، خو مونږ نفسی شکست خوړلی، او هر کله مات شوی د قوی تقلید کوي.
• په دین باندی ریشخند وهلی دی، او همدارنګه یی په علماوو او ښو خلکو پوری ملنډی وهلی.
• نور شرعي مخالفتونه په دغه قیصه کی ډیر زیات دي، لکه د حجاب لری کول، بغیر محرم دښځی سفر کول، سپی تربیه کول د غربیانو غوندی، یارانی کول، شراب څښل، فسق اوفجور کول، او حتی تردی حده پوری چی اقرار یی کړی، چی زه ددغسی انجونی له ډلی یم، او کوشش یی کړی چی دسعودیانو ځوانانو څخه دخلکو زړونه ورتور کړي.
نو غمخور جانه !! دا دهغه کتاب قصه ده، چی تا یی صفت کړی و، له دی وروسته ته نور څه غواړې،
تاته وایم دالله جل جلاله څخه وویریږه او ددغه دغربۍ ازادۍ اهداف او مقاصد چی ته یې له ما ښه پیژنی، مه پوره کوه، او زمونږ د پتمندو ، عزتمندو، غیرتمندو، او پاکو پیغلو د بی پته کولو، بربنډلو، او لوڅولو دعوت مه چلوه، الله جل جلاله فرمایی: ( ان الذین یحبون ان تشیع الفاحشة فی الذین آمنوا لهم عذاب الیم فی الدنیا والآخرة).ترجمه: هر هغه څوک چی خوښه ګني چی خوره شي بدکاري په مؤمنانو کی هغوي لره ډیر دردناک عذاب دی په دنیا او آخرت کی.
اسلام باندی انتقاد مه کوه، که مسلماني در کي وي، نو خپل قلم داسلام په ضد مه څرخوه، پیغلو ته د شرعی او د اسلام پریښودو ثقافت مه ورښیه.
ستا نوری لیکنی می ولیدی، چی هغی کی تاسی د اساسی قانون په مادو کی داسلام د ټکی د اضافه کیدو څخه سرخوږاوی ښودلی وو، هغه د آمر بالمعروف شکلي او علی الورق ریاست باندی دی په زړه غر ولاړ وو، او بالجانب مقابل دی په بنسټ پاله باندی نومولي، اګر چه زه نه د برلمان له غړو څخه دفاع نه کوم، اونه د کابینی له غړو څخه، او په هغوي کی ډیر معلوم جنایتکاران چی باید په سزا ورسیږي، زه يو درویشت کلن ځوان یم، له هیڅ یو ګوند سره تړاو نلرم، محصل یم، خو خپل دینی او ټولنیز درد دیته وهڅولم چی دغه څو کرښی ولیکم، خو که د هغوي له خوا داسلام کلمه اضافه شي نو کوم بد کار نه دي، ته ولی د بنسټ پال لفظ استعمالوی، که مسلمان یی باید په خپلو اصولو باندی افتخار وکړي، او په اسلامي بنسټونو ودریږی، او که د کوم بل دین معتقد یی او یا دعلمانیت معتقد یی نو په دی پوه شه چی لادینۍ ته زمونږ په اسلامي ، غیرتي، او سرښندویه ټولنه کی ځای نشته، او په دی هم پوه شه چی مونږ دغه زهرجن قلمونه ښه پیژنو، دا دغیرتي ابدالی کور دی، دستر میرویس میهن دی، دملالی پیغلی په غیرت ولاړ وطن دی.
ای دافغانستان دلوړو غرونو شنو زمریانو!
دا دین تاسی ته په ډیرو قربانیو او سختیو رارسیدلی، تاسو چیرته یاست، ګیدړان په منبرونو ختلی دي، پام وکړۍ ، دالله نه وویریږۍ، چی دا دین ضایع نه کړۍ، تاسی به ذلیل شۍ، الله به دا دین په بل چا وساتي.
نو مات دی شي هغه قلمونه چی دمحبت ، مینی، او عدالت د پاکو نومونو لاندی تاریاک او زهر رانغاړي،
ټوټی دی شي هغه ګوتی چی د الله دین (اسلام) ته د بورجوازۍ او تخلف نسبت کوي.
او شنډ دی شي دهغه لیکوال او شاعر خیالونه، چی دده ددین بی عزتې کیږي، پیغلی يي بی پته کیږي، له بوډاګانو سره يي لواطتونه کيږی، او دۍ بیا هم د تورو زلفانو په لومو کی بند وي.
ای دافغان ملت قدرمنی، پاکلمنې، او غیرتمندی، موری، خوری او لوري:
ته دغسی نه یی څنګه چی دغه غربیان او دهغوي ګوډاګیان یی غواړي، او نه به دغه رنګ شي کوم چی له حیا څخه خلاص خلک یی غواړي، او نه به ددغه زهرجنو قلمونو او تریاکجنو لیکنو ښکار شی، خپل سرونه په ډیری غیرتمندۍ سره د هندوکش دغرونو غوندی لوړساته، تاسی زمونږ دسر سترګی او د وجود زړونه یاست، نو پام وکړۍ چی د خپل پروردګار نه بغیر بل چا ته سر ټیټ نه کړۍ، او د سپو د غپا پروا مه کوۍ، زر دی چی زمونږ د وطن له آسمان څخه دغه د آوړي توره وریځ له منځه ولاړه شي،
وآخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمین.

لیکونکی: وهاج صافی


Ajab
10.03.2007

ګرانه وهابي صافي صاب سلامونه
لنډه او اوږده خبره دا ده چې اوس هغه وخت تللى دى چې ښځې به د سړو شخصي شتمني ګڼل کېده او د څاروو په څېر به خرڅول کېدلې. اوس په نړۍ کې ښځه د انسانيت د معراج يوه ستن ګڼل کېږي او افغانه ښځه هم د خپل دغه حق د لاس ته راوړلو لپاره په يوه مضبوطه او پياوړې مبارزه بوخته ده چې ډېر ژر به دغه مبارزه هم د برياليتوب مخ وويني.
ښاغلي حبيب الله غمخور د افغانې مېرمنې د حق او په ننني تمدن کې د هغې د جايز منصب غوښتنه او په دې موضوع يې خپله په دليل پوره خبره کړې ده، که تاسې دې ته اسلام واياست او که انقلاب او که تمدن او که بل کوم نوم ورکوئ، خو خبره همدغه ده چې ازادي او برياليتوب د هر انسان حق دى او ښځه هم يو انسان دى. که ته وايې چې ښځه انسان نه دى نو دا ستا خپله تنګ نظري ده او تنګ نظري به يوه ورځ خامخا مري، او د انسانانو حق ته په درنه سترګه کتل روښانفکري ده او روښانفکري د ژوند لاره ده.
په خداى دې سپارم


sabawoon azadkhial
10.03.2007

وهاج وهابي صیب ورځ مو نيک مرغه !
دليکنې هرې کرښې ته ځواب لرم خو داچې ډيره اوږده ده او دښځې په وړاندې په ډیره تنګ نظرۍ ولاړه ده همدومره په لنډو درته وايم چې لکه عحب صيب درته ليکلي نورددې وخت تللی چې افغانه ښځه دتل له پاره دنارينه دمينځې په حيث وساتې او په ټولو انساني حقونويې تيری وکړې. دغمخور صيب ليکنه په واقعیتونو ولاړه ده او دوخت دغوښتنوڅخه راولاړيږي، خوستاسې ځوابیه لیکنه یوازې په متعصبو تبليغاتو ککړه ده چې هیڅ ډول واقعیت اوترحم ورکې نه ليدل کيږي او له هره اړخه ښځې ته ور کې په سپک نظر کتل شوي دي .
وروره دعربستان له دریڅې څخه دلويديځ ښځې مه ترسيموه. کله چې په کومه ټولنه کې قرارنه لري اویوازې دشيخانو دکرکجنو تبلیغاتي سرچينو څخه اوبه چښې نو له تاسې څخه دبل ډول نظرياتو تمه هم نه شي لرل کیدای. ستاسې خپل نظر خپل نظر دی خوستاسې دومره شديد عکس العمل په رښتیا هم د تعجب وړ دی.


ازاد خیالو ته

پښتون زلمی
10.03.2007

عجب او ازاد خیال او نورو ازاد خیالانو ته وایم، صافی صاحب کوم بد څه نه دی ویلی، دپښتو د ساتنی لپاره یی غیرت کړی دی، او تاسی خو پښتو او غیرت پریښی ، د ښځی د حقوقو نعری وهۍ: خو موخه د هغی بی عزتی بربنډیدل، فحاشی کول، په کم قیمت په بازار کی خرڅیدل دي،
ستاسی موخه داده چی افغانی میرمنی ټولی بربنډی او ستاسی د شرمخو غیږو ته وغورځیږی لکه ددغه عکس غوندی تاسی ازادي غواړۍ، چی د عالم په وړاندی بربنډی دي، او تاسی خو ورسره عادی یاست آیا تاسی ته غیرت نه درځی چه خور یا لور مو په دغه حال کی وینۍ، او که ضمیر مو له منځه تللۍ، غیرت مو مړ شوۍ، د ارامزاده ګانو او امریکایی سپو ثقافت مو په وینه کی چلیږي، نو مړ ضمیر او بی غیرته او بی حیا انسان ته به سړی څه ووایی، بلکه انسان ورته نه ویل کیږی، هغه حیوان بلکه له خره بدتر دی، خر او خره بیا هم ښه دي، شعور لري، او هغه لکۍ چی الله جل جلاله د هغه په شرمګاه پيدا کړی ، هغه خو له ځانه نه لری کوي.
ازاد خیالو دا عکسونه وګورۍ چی دا ګنده زړونه مو پری خوشحاله او سپک شي،

http://www.news.com.au/common/imagedata/0,,5234520,00.jpg

http://www.desert-voice.net/Afghan%20beauty.gif

http://www.lexpress.mu/images/72036_1.jpg
http://www.afghansite.com/images/missafghanistan.jpg


pattang
10.03.2007

افغان پښتونه کورد ودان ، خدای پاک دې نور هم همت در کړي:

[quote:1e2195f1f4]لنډه او اوږده خبره دا ده چې اوس هغه وخت تللى دى چې ښځې به د سړو شخصي شتمني ګڼل کېده او د څاروو په څېر به خرڅول کېدلې[/quote:1e2195f1f4].

اوس هم له ښڅو سره ظلم کيږي او علت يې نا پوهي دی کوم اوهغه حقوق چې اسلام
ښځو ته ورکړي دي ندي عملي شوي او عنعنات پرې غالبه دي ٠
خودښڅو حقوق مونږ بايد له خپله مدني عنعناتو اود خپل دين په چوکاټ کې
وټاکو او داسې هم دنارينه لپاره٠
په غربي نړۍ کې د حقوقو او ديموکراسي په نوم، ښځي ډېرې سپکې او ډېري بي عزته دي څکه په غربي نړۍ کې اخلاقي کورني ، ايتيکي او مذهبي روزنې نشته
دغربيانواخلاقي قيمتونه ددوی اساسي قانون دی او بس ٠
زما په نظر په اسلامي نړۍ کې يو ښه موډل ( ملا زيا ) ده٠ خو زمونږ خلک ډېر اکسترېم دې منځنۍ لاره نپېژني له نورو نه ډېر ژر تقليد کوي .......

[quote:1e2195f1f4]اوس په نړۍ کې ښځه د انسانيت د معراج يوه ستن ګڼل کېږي او افغانه ښځه هم د خپل دغه حق د لاس ته راوړلو لپاره په يوه مضبوطه او پياوړې مبارزه بوخته ده چې ډېر ژر به دغه مبارزه هم د برياليتوب مخ وويني. [/quote:1e2195f1f4]

دواړه خبرې دې غلطې دي په غرب کې هم دمعراج ستن ندی ( يواځې ځان لوڅه ول حقوق ندي ،ايمانڅيپاڅيون emancipation بل شی دی ...) اوپه افغانستان کې هم دپرديو په لمسون حق غوښتنه او تحريک او د هغوی له کنجه ورته کتل اوبرابرول به لويه ناکامي و ي.


Re: ازاد خیالو ته

Ajab
11.03.2007

[quote:ac617c286a="افغان پښتون"]عجب او ازاد خیال او نورو ازاد خیالانو ته وایم، صافی صاحب کوم بد څه نه دی ویلی، دپښتو د ساتنی لپاره یی غیرت کړی دی، او تاسی خو پښتو او غیرت پریښی ، د ښځی د حقوقو نعری وهۍ: خو موخه د هغی بی عزتی بربنډیدل، فحاشی کول، په کم قیمت په بازار کی خرڅیدل دي،
ستاسی موخه داده چی افغانی میرمنی ټولی بربنډی او ستاسی د شرمخو غیږو ته وغورځیږی لکه ددغه عکس غوندی تاسی ازادي غواړۍ، چی د عالم په وړاندی بربنډی دي، او تاسی خو ورسره عادی یاست آیا تاسی ته غیرت نه درځی چه خور یا لور مو په دغه حال کی وینۍ، او که ضمیر مو له منځه تللۍ، غیرت مو مړ شوۍ، د ارامزاده ګانو او امریکایی سپو ثقافت مو په وینه کی چلیږي، نو مړ ضمیر او بی غیرته او بی حیا انسان ته به سړی څه ووایی، بلکه انسان ورته نه ویل کیږی، هغه حیوان بلکه له خره بدتر دی، خر او خره بیا هم ښه دي، شعور لري، او هغه لکۍ چی الله جل جلاله د هغه په شرمګاه پيدا کړی ، هغه خو له ځانه نه لری کوي.
ازاد خیالو دا عکسونه وګورۍ چی دا ګنده زړونه مو پری خوشحاله او سپک شي،

http://www.news.com.au/common/imagedata/0,,5234520,00.jpg

http://www.desert-voice.net/Afghan%20beauty.gif

http://www.lexpress.mu/images/72036_1.jpg
http://www.afghansite.com/images/missafghanistan.jpg[/quote:ac617c286a]

افغان جمع پښتون کاکا ستړى مشې
وايي چې بودا ته يو سړى ورغى او څومره ښکنځلې چې يې زده وې ورته وې کړې، په اخر کې چې غلى شو نو بودا ورته وويل: که څوک چاله ډالۍ ورکړي او هغه قبوله نه کړي نو څه پکار دي؟ هغه سړي ورته وويل: ډالۍ بېرته اخيستل پکار دي. بودا ورته وويل: ماته ستا (د ښکنځلو) ډالۍ قبوله نه ده نو مهرباني وکړه بېرته يې واخله.
نو کاکاګله! افغانانو ته چې تا د خر او خرې ويلو کومه ډالۍ ورکړې ده دا دوى ته قبوله نه ده بېرته يې واخله.
او په دې خر او خرې ويلو راته بله خبره راياده شوله. وايي چې کارل مارکس په يو ځاى کې وېنا کوله نو متعصبو پادريانو جنجال جوړ کړ او خلکو ته يې وويل: دى چې د شراکت خبرې کوي نو اول دې خپله ښځه له مونږ سره شريکه کړي بيا به مونږ خپلې ځمکې له ده سره شريکې کړو. مارکس خلکو ته وويل: خېر دى دوى ته ګناه نشته، د دوى په ذهنونو ښځې سپرې دي او د دوى په سوچونو کې ښځه هم د ځمکې او دوکان په څېر يو "شى" دى نو ځکه چې زه کله د شراکت خبره کوم نو دوى وايي چې ښځه به هم شريکه وي حال دا چې زما په نظر کې ښځه " يو شى" نه بلکې يو انسان دى او لکه د سړو په انسانيت کې برابر برخه لري.
نو د هغو پادريانو او زمونږ په دې اوسنو متعصبو پنډتاتو کې هيڅ توپير نشته چې کله د ښځو د حقوقو خبره پېل شي نو دوى په سمدستي توګه د ښځې لغړولو ته ذهن لاړ شي. زما په فکر د حق خبره خو هيڅ کله د لغړتيا په مانا نه ده اړول شوې. ايا پښتانه چې په افغانستان کې د پښتو د حقوقو خبره کوي نو مطلب يې دا دى چې پښتانه دې جامې وباسي؟ که دغه يې مطلب نه دى نو د ښځو د حقوقو دغه مطلب ولې اخيستل کېږي؟ ښکاره ده چې ستاسو په ذهنونو لغړې ښځې سپرې دي او هر وخت مو سوچ او فکر په همدغو کې وي. دغه تاسې چې کوم عکسونه راخيستي دي دا خو مونږ تراوسه نه و ليدلي خو تاسې په همدې پسې ټوله ورځ ګرځئ.
خو زه به درته په لنډو ټکو کې ووايم چې که چرته د ښځو د حقوقو څخه د هغوى لغړول موخه وى نو بيا دغه کار خو په عربو هېوادونو کې لا تر هر چا زيات کېږي يو يو عرب څلور څلور ښځې په نکاح لري او شپږ شپږ يې ورسره همدغسې ساتلې وي ټولې يې لغړې کړې وي او په منځ کې ورته ناست وي.



ع کريم حليمي
11.03.2007

محترم او مکرم Ajab صاحب سلام او ښې هيلي مي ومنه !

[quote:c513f1978c]نو د هغو پادريانو او زمونږ په دې اوسنو متعصبو پنډتاتو کې هيڅ توپير نشته چې کله د ښځو د حقوقو خبره پېل شي نو دوى په سمدستي توګه د ښځې لغړولو ته ذهن لاړ شي. زما په فکر د حق خبره خو هيڅ کله د لغړتيا په مانا نه ده اړول شوې. ايا پښتانه چې په افغانستان کې د پښتو د حقوقو خبره کوي نو مطلب يې دا دى چې پښتانه دې جامې وباسي؟ که دغه يې مطلب نه دى نو د ښځو د حقوقو دغه مطلب ولې اخيستل [/quote:c513f1978c]
روره ! د ښځي زامن يوو ، دښځي مړونه يوواو د ښځو پلرونه يو ! 
هو سړی چه د ښځو پر مادي او معنوي حقوقو تېري کوي ، هغوی مجرمين دي 
خبر په دې کښي خرابه ده چه اکثره ليکوالان د ازادۍ خبري کوي !
او ازادي ډير وسع مفهوم لري ! 
ازادي يعني  ازادي تر هغه حده چه تر څو د بل ازادي تر پښو نه وي لاندي سوې !
په ازادي کښي لغړتيا  هم  ځای لري ، که ځيني ښځي و غواړي چه ځان لغړ پغړ
کړي ،که کوم سړی ئې د لغړپغرتوب مخه نيسي ، نو هغه احمق دی ! ولي ؟ 
دغه سړی اصلا د ازادۍ په معنا نه پوهيږي !!!!
که مکرم ليکوالان  تاکيد پر حقوقو وکړي ډېر به ښه وي ، نو د بعضو ليکوالانو
او پوهانو به چغ نه پورته کيږي ، ولي چه بيعقلانوته نه ازادي سته اونه  دين 

ازادي او دين اشد ضرورت لري و پوهي ته !!
کوم سړي او ښځي چه د کم عقل خاوندان (خالی الذهن )وي ،ازادي او دين 
دواړه په مردار وي !


غمخور
12.03.2007

وهاج صافی صاحب سلامونه مي قبول کړی !
محترمه ! ما ستاسو نيوکه ولوستل ،خوماپه خپله ليکنه کي هغه څه پيدانکړه چي تاسو يي په غوسه کړی اوله مانه بيزارکړی واست ؟
زه دداډول بحث سره هيڅ ډول علاقه نلرم ،اوله دېنه هم تېرېږم چي دټولوافغاني عنعنوله مخي ترځان مشر ته دجان خطاب کوي ، موږ ته مشرانودانده ښودلې چي تر ځان مشر اوياکشر ته په سپکه سترگه وگورو،که تاسوديوچاله نظر سره مخالف ياست خپل علمي دلايل په ډيرو ارامواعصابو وليکی اورد ئې کړی ،بدويل دمنطقودخلاصېدوبېلگه ده،هيله مي داده تل له پراخي حوصلې نه کار واخلی ؛خوزه ستاسو هغه احساس چي زماپه هکله مودرلود وهڅه ولم ،ستاسو سوالواوتورنوته جواب ووايم تر څومو اعصاب ارام شي .
اوس مي عرض ته ټول غوږ شی :
زما موخه دځان سپيناوی اودبيوگرافي ليکنه نده ،خوستاسوددغې خوابدی لپاره به يوڅه تلاښ وکړم ،اوله بلې خوادموقع نه په استفادې سره دنورودوستانوهغه سوالونه چي ممکن په راتلونکي کښي ددښمنانو د تبلېغاتوله مخي ددوي سره پيداشي حل کړم .
۱ / زه له مسلماني مور دنياته راغلی اوپه مسلمانه کورنی کي لوي شوی يم ،اوتر دغي شيبې دنورواديانو په پرتله داسلام دمبارک دين وړتياته عقيده من يم اوپه وياړم ،خودنورواديانواحترام هم ساتم .
۲/ تاسوته به معلومه وي چي په ټول افغانستان په ځانگړې توگه په کندهار زمين کي ماشوم له پنچه کلنی نه دديني زده کړی لپاره مسجد ته ليږي ،زه هم مسجد ته تللی اوديوه عادي ملا تر کچي مي يوڅو ټوکه لوستي او دهغې پوهي نه تراوسه دورځنيوستونزوپه حل کي استفاده کوم .
۳ / په مذهبی کورنی کي لوي شوی يم ،دين ،مذهب ،اسلامي عقيدي اوافغاني اصيلو دودونو اوعنعناتوته ترهرچاځان وفاداربولم ،پر خپله مورنی ژبه چي پشتوده مين اودنوروژبودرناوی کوم .ددې سره په څنگ کښې له پښتنوليکوالواوتاسوځانانونه چي دقلم خاوندان ياست خودبحث په فورم کښي ترې استفاده کوی خوابدی يم چي ولي دخپلي ژبې دعلمي پياوړتيا لپاره لکه نورکارنه کوي ؟ اوتمامه ورځ يوپه بل پسي ديوه اوبل دسپکاوی لپاره يې مټي رانغښتي دي . همدا بي غوری ددې لامل بولم چي اوس دپښتنو په ملک کښي په پښتو اوپښتنو ايران پلوه ملنډې وهي (په بهرکي تلويزيوني پروگرامونه لکه دارياناافغانستان جهاني شبکه ،ازلاس انجلس تاکابل چي اوس دخراسان په نامه نشرات کوي واوری)) دانترنټ سايټونه بايد وگوری چي هغوي په موږ اوتاسو پسي څه ليکې دبېلگې سايټونه ېې (آريايي ،خراسان ،خاوران ،پيام مجاهد،جنبش ملي ،پيمان ملي،سرنويشت اوپه ځانگړې توگه نوی جوړ شوی سايټ،www.darwishdaryadeli.blogfa.com ، ته هره ورځ سرورښکاره کړی اوویې گوری چي څه ليکی ،دهغوي دځوابولپاره مطالعه بايد وشي اوجواب شي ،دبحث فورم ته ډير خلک نه ورځئ ،داسي معلومېږی چي تاسو هر يوغښتلی ليکوال ياست ،خپله دغه پوهه دملي گټو،مورنی ژبې اوخپل هويت ددفاع په لارکي وکاروی ،په پاڼو کي ليکني خپرې کړی . دغوته جوابونه وليکی چي بربنډ ليکئ : ((صرف با تک زبانی ، زبان فارسی « ملت خــــراسان » وصلح درافغانستان ایجاد می شود )) خوزه ددغه ليکوال خبر دروغجنه بولم اودادپښتنواوپښتوسره ددښمنئ روښانه بېلگه ده، مايي جواب ويلی ولي پر هرپښتانه خپله ژبه اوپښتونولي داحق لري چي له هغه نه دفاع وسي . ژبه هويت دی هغه رانه اخلی اوياسپکاوی پري کوي موږ چوپ يو،خوبيا بې ځايه اوبېله کوم دليل نه موخپلوکې دسپکاوی لپاره ملاتړلې ده، ياډير ژردکفر ټاپه پرې وهو،افسوس . زما موخه دانده چي تاسوپه قومونو پسي راواخلی خودامي هيله ده چي دقو مونو دجنگو ونکو اوهغوچي هره ورځ په سايټونواوتلويزيونوکښې يې په پښتنو پسي را اخېستې ده څېرې يې افشأکړئ . که پدغه ډول بې تفاوتی يې نورهم دوام پيدا کړ داوعده درکوم چي عراق به په ستر گو پورې رانجه کړی .يوازي پدي نه کيږي چي دا دچاوطن دی اولافي ووهو،قلم بايد راواخلو،دقلم په زوراو دکتاب په برکت دخپلي ژبي ،اوهويت نه دفاع وکړو. البته داهيچاته نصيحت اودرس ښودنه نده بلکه دنظر څرگندول وه نور هرڅوک ترماډير ښه پوهيږي .
۴ / زه په افغاني دوداوکلتور دلته هم ویاړم ،شپه او ورځ مي تلاښ دادی چي زموږ څخه هلکان اوپېغلوټې بېگانه نشي ،يادغربي کلتوردهغه اړخ قرباني نشي کوم چي ددغو هيوادوپوهانو اوعادي خلکولپاره هم دمنلووړندی . زه پدې عقيده يم چي ښځه په لباس کي تر بربنډتوب ښه ښکاري ،دښځئ عفت اوعزت يو اړخ په لباس اغوستلوکي هم راڅرگنديديږي ، دافغاني لباس سره علاقه لرم ،خودنوروهغو لباسو پلوی هم يم چي هلته دبې عزتې کوم علايم نه وي پکښې . داوسنی پرمخ تللی عصر دټولوتوکوځخه دادب ،انسانيت اواخلاقوپه چوکاټ کې داستفادي پلوی يم .
ماته دښځو آزادي کوم ځانگړی مفهوم ندي ،زه ښځه هم دخداي پيدا اوبنده بولم ،نارينه اوښځه دواړه دآزدي نه بايد غلطه استفاده ونکړی ،ماپه خپلو ټولو ليکنو کښې دهغه جملې نه پداوروستي کښي هم ليکلی چي ښځي بايد خپل روااوانسانی حق ترلاسه کړئ .
فکرکوم چي د((روا))کليمه ټولو نارواسوالواوغوښتنوته ځواب دی؟
زه دډيموکراسی نه داسي تعبير اخيستلوچي ښځه بايد مجبوره شي چي ځان خرڅ کړې اويادنفس خر څو لو بازاروته ولاړه شي ،دغه ته هڅولی يم چي په خپلو ليکنو کښې هغه عامل اوميتودونه راوسپړم کوم چې دښځې دبې عزتی لامل گرځی اويايي دغوبازاروته هڅوي . تاسوته هم داوايم چي دښځودحق خبرې نه دقيق تعبيروکړی ،ولې تاسوهغه خراباژخ ته زياته پاملرنه کوی چي هغه ااصلا حق نه بلکي پر حق تيری دی .
۵ / شپږ کاله کيږي چي زه دلته په سويډن کي افغاني زلموته درخصتی په ورځو عندالله اومفت درس وايم يعني هغوي دمورنی ژبې وزده کړې ،عادي اوابتدائي مذهبي تعلمياتوته هڅوم ،هغوي ته زموږ دسپېڅلو اوپاکو عنعناتواومعقولورواجونوگټې تشريح کوم . غواړم چي که ځان افغان بولي نوبايد ژبه يې دلوستلواوليکلوتر کرښې زده وي اود اسلام نه ابتدایې معلومات ولري ،اوپخپلوکړنواواخلاقوکښي افغاني مثبتودودونوته ځاي ورکړی .
تاسوپه ليکنوکي دافغاني يااسلامي کلتور دساتلو کارکوی خو که خفه نشی زه دلته عملأ پدې هيواد کي خپل ځوانان له اخلاقي فسادنه ژغورم اوکوښښ کوم ددوي لپاره سالم مصروفيتونه پيدا کړم . زمايوازنی ارمان دادی چي دلته بهر،انجلی مي افغاني پاک لمنې پېغله اوهلک وياړلی زلمی اوسي . تير کال زما په تلاښ د((ځوانان اوسالمه روزنه)) تر نامه لاندي دنړيوال کنفرانس جوړېدل يې بهترينه بېلگه ده .
لنډه داچي ستاسودليکني په لوستلوسره زه له ډېرو شيانوسره موافق ځکه يم چې ماهغه په خپله ليکنه کښي منعکس کړې دي .يعني پدي بايد دټولوسرخلاص وي چي زه داسلام ،مذهب ،افغاني دود اودستور سره چي دافراط له کچي راوتلی اوداسلام له رښتيانيواحکاموسره برابر وي هيڅ مخالفت ځکه نه کوم چي دادځان اوخپل ولس وياړني بولم . خوداسلام په مقابل کي په کړنو،ليکنواوويلوسره دنوروراپارول داسلام سره جفابولم .
محترمه ! ما پخپله ليکنه کښي مطلق حکم ندی کړئ ،خودامي ويلې چي داکوم انصاف دی چي ۱۶ کلنه انجلی ۷۰ کلن دپيسواويازورخاوندته په نکاح شی ،ولې دښځو له اقتصادي مشکلاتوڅخه ناروا استفاده وشي .د بنسټپال نه زما موخه عادي مسلمان ندی ځکه زه خپله مسلمان يم اوافغانان له يوه مخه مسلمانان دي ، تاسوداسي ليونی چيري ليدلی چي دخپلې عقيدي اوخپل ولس پر خلاف راپورته شي،له بنسټپال نه زماموخه هغه کسان دي چي له اسلام نه ناوړه اودخپلوشخصی موخولپاره استفاده کوي،ياپه عادي اصطلاح چي پر اسلام اواسلاميت ناروا،بياهم وايم ناروا سوداگری کوي . ايا په سرونوکي مېخونه وهل اوياپه کانټينروکي دانسانانوسوځول ،اسلام ،انصاف اوعدالت دی ؟ ددغوسره موافق نه يم چي اوس په دولت اوپارلمان کي دمجاهدله نامه دځان په گټه استفاده کوي اوياپاکستاني ځيني اخوندان چي ځانته آئين اوماته وروروژنه بهتره بولي ،که تاسوموافق نه ياست داستاسوکاردی،خوزه هم دخپل نظر اوعقېدې دويلوحق لرم .
دابايدسره ومنوچي اسلام ډير وسيع اوپراخ دين دی ،هغه په څوټوکوکښې نشي خلاصه کېداي ،په هغه پوهاوی هم ترټولواساسي خبره ده ،خودومره ويلاي شم په اسلام کي هيچاته داحق ندی ورکړه شوی ،چي له اسلام نه دخپل نظردمخالف دټکولواوياخپلودښمنيودسرته رسولوسوټئ جوړکړي . داحقونه اومعقولي آزادي گاني چي يوشمير یې په نورواديالوژيگانوپوري تړی په اسلام کښي هم ښځو ته ورکړل شوی دي،مگر متاسفانه نارينه ودځان په گټه کله کله دښځو رواحقوق تر پښولاندي کړي دی . ما په خپله ليکنه کښي دښځوله اقتصادي ،ټولنيزواوسياسي حقوقوڅخه دفاع کړې ،داځکه چې زه ښځه علاوه پردې چي دامور،خور يالور اونورده ما اوتاغوندي دخداي بنده اودخداي په مقابل کښي يوشان مسؤليت لرو اوښځه پرنارينه زيات حقوق لري چي متاسفانه تل ترپښولاندي کيږي ، داډير اوږدبحث دی په قرانکريم کښي پدې هکله زيات آياتونه شته هغو ته مراجعه وکړئ . ماددي سره مخالفت ليکلی چي ولی ښځې له يوشميرهيوادونه د امريکايي ،عربي اواروپايي بډايانودجنسي غريضې درفعي لپاره دپلورلوبازاروته بيول کيږي ؟دانصاف له مخې ووايه چي دنړی عياش څوک دی؟اياداعربی شيخان ندی؟دعربی شيخانواوښان دلمرتر تيزووړانگولاندي څوک ځغلوي ؟اياداافغان ماشومان ندی؟داڅوک دي چې ښځينه هڅوي اويامجبوروي چي داولادساتني لپاره خپل عزت وپلوری ؟پر ښځواوماشوم باندي دظلم اونارواداسلسله ډيره اوږده ده .
نه پوهېږم چي ولي تاسو زما مقاله چپه لوستې ده ؟ما اصلأ دداسي تعبير انتظار نه درلود .
په هر صورت هيله مي داده چي اوس موزماپه عرضونوسرخلاص شوی وي ،اوپدي پوهېدلي ياست چي زه په افغانستان اوبهرکي دښځودسپکاوی سره کلک مخالف يم . بيا وايم ښځه بلاخيره يوه مورده ، افغانانوبايد دموراحترام تر هرچا زيات ولري .
هيله مي داده چي نور بحث اوږدنشي ،ماخپله عقيده اونظر ددي پاڼې دلوستونکواوستاسولپاره څرگندکړ . نور ټاپې ستاسوپلاس کي دی چې څومره يي لگولاي شی په تاسو پوري اړه لري .
راځی يو کيږو کنه ورکيږو
پر لوي څښتن موسپارم .ستاسوټولودلازياتوبرياوپه هيله . غمخور


Miwand Patang
13.03.2007

درنو افغان لیکوالو سلامونه او ښې چارې!
مخکې له دې چې زه د ښاغلي غمخور صیب لیکنه مطالعه کړم د ښاغلي وهاج صیب لیکنه مې د دې فورم له لارې ولوستله. رښتیا زه یې هم حیران کړم چی دروند لیکوال غمخور صیب چې په دې وروستیو څو کلونو کې یې د افغانانو د چوپړ په مخه د ژوند په مختلفو څانګو کې بې شمیره، ګټورې او اغیزمنې لیکنې د بریښناپاڼو او نورو خپرونو له لارې کړې دي ولې یې داسې څیزونه لیکلي دي؟ نو د ښاغلي وهاج له لیکنې وروسته مې سمدلاسه د ښاغلي غمخور صیب لیکنه ولوستله حیران په دې سوم چې یا الله په دې لیکنه کې خو د هغو تورونو یوه کوچنۍ نمونه هم نه سي لیدل کیدای چې ښاغلي وهاج صیب په ښاغلي غمخور صیب لګولي دي. نو زه ښاغلي وهاج صیب او نورو درنو او د استعداد خاوندانو لیکوالو ته وایم راځی چې په واقعي او ریښتنې مانا د خپلو خلکو خدمت وکړو، خپله لیکنه، نظر او هره هڅه کې د افغانستان ملي ګټې د غمخور صیب په څیر تر هر څه د مخه په پام کې ونیسو. همدارنګه د بې ځایه ناروا فتواګانو، پردي کلتور پالنې، ناروا تورونو او ناروا ټاپو لګولو څخه ډه ډه وکړو.
د ښځې د حقوقو په هکله به یوازې دومره ووایو چې د اسلام دین په ریښتنې بڼه هغه ته ټول حقوق ورکړي دي خو آیا موږ مسلمانانو ښځې ته هغه حقوق ورکړي دي چې اسلام یې په حق کې روا ګڼلي دي؟ کلا و حاشا نه نه نه
نو د دې لپاره چې د ښځې دغه روا حقوق اعاده سي د غمخور صیب په څیر درانه لیکوالان ټولو مسلمانانو او د هغوی حاکمو ادارو ته بلنه ورکوي چې ښځې ته د خپل دین، کلتور او د ټولنې د عنعناتو سره سم خپل حقوق اعاده سي. زما پوخ یقین دی چې که په اسلامي هیوادونو کې د قرآن کریم او نبوي احادیثو سره سم ښځو ته حقوق ورکړل سي نو هیڅ یوه ښځه به د اعتراض او اضافي حقوقو غوښتنه ونه کړي او هیڅ ټولنه به په دې هکله له چا څخه اضافي څه و نه غواړي نو پوښتنه دا ده چې آیا مسلمانانو دغه عظیم کلام په ځان باندې عملي کړي او یا دا چې عملي به یې کړي او که یه؟
د دې خبرې ځواب زموږ اوسنۍ ټولنه ژوند او د ژوندیو انسانانو په کړو وړو کې منعکس کیږي.
یوه غلط فهمي چې همیشه یې ځینې لیکوالان په خپلو لیکنو کې څرګندوي هغه دا چې د ښځې د روا حقوقو آواز پورته سي نو د دوې په ذهنونو کې یوه داسې بربنډه او بده اخلاقه ښځه تمثیل سي چې هغه په خپله له خپلو روا حقوقو څخه تیری کړی وي، هیڅ ډول دیني او ټولینز آرونه یې په پام کې نه وي نیولي، یو ګنهګار فرد یا افراد ګڼل کیږي او هیڅکله د ښځو د حقوقو مدافعه نه سي ګڼل کیدای.

مننه
میوند پتنګ


موضوع

و.افغان
13.03.2007

ټولو ورونو ته د زړه له کومی احترامات او سلامونه تقدیموم
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
یو ځل بیا وایم، چی د پښتو په باب د غمخور صاحب لیکنی زما ډیر خوښی وی، او خوښی می دي، البته دغه موضوع کی غمخور صاحب ډیر زیات حقایق جمع کړي وو، او ما په مخکینۍ لیکنه کی د هغی تایید کړی دی، او په دغه ترخه حقائقو می اقرار هم کړی،خو خبره په دی کی منحصره وه، چی ددغه مشکلاتو حل په کومه لار منځ ته راشي، آیا له غرب څخه؟؟ آیا دهغوي له کلتور څخه؟ زه په دی اقرار کوم، چی زمونږ ټولنه کی ډیر ظلمونه او نارواوی کیږي، خو دهغی ټولو مشکلاتو لپاره یواځنی حل رښتینی اسلام دی، لکه څنګه چی میوند صاحب دی ته اشاره کړی ده،
د غمخور صاحب ځینو انتقاداتو زه خواشینی کړم، چی دغه انتقادات مستشرقین په اسلام کوي، امکان دی ولري، چی دهغه ورته فکر شوی نه وي، همدار نګه هغه په یوه کتاب حواله ورکړی وه، چی هغه بنات الریاض دی، او دغه کتاب ما ولوست، کیدای شی غمخور صاحب نه وي لوستلای، دغمخور استدلال په دغه کتاب زه خواشینی کړم، دغه کتاب د فسق، فجور او بدکارۍ ددعوت څخه ډک دی، همدارنګه هغه داسی حقوق له ښځی لپاره غوښتی وه ، چی هغه د اسلام او زمونږ پښتو کلتور سره مخالف دي، د هغی له جملی څخه د ښځی قضاوت ، ولسمشري، د سړو سره په یو ځای کار، چی الله جل جلاله ښځه دغو کارونو لپاره نه ده پیدا کړی،
د سعودی په حکومت یی نیوکه کړی، چی ښځو ته یی حقوق نه دی ورکړی، تصریحا یی انتخاباتو کی د ښځی شرکت، او د ګاړي چلول یاد کړي وو، زه وایم: دلته ښځی ته تعلیم له ابتدایی څخه تر ډاکترۍ (p.h.d) پوری میسر دي، خو حجاب کی، ښځی په پوهتونونو کی استاذانی دي، ډاکترانی دي، د کمپيوټر انجنراني دي ....هر قسم د ژوند سهولت هغوي ته میسر دی، آن تردی چی په خپلو مړونو سربلندی کوي، له دی وروسته غمخور صاحب هغوي لپاره کومه آزادي غواړي؟؟!!،
که د غمخور صاحب مقصد داوي، لکه څنګه چی یی پورتنۍ لیکنه کی ښکاره کړی دی، نو زه خپل ځان په خطا بولم، او وایم: چی کیداي، دهغه په لیکنه(ښځی باید خپل حقوق واخلی)زما سر نه وي خلاص شوۍ، او بخښنه ورڅخه غواړم، او زه په چا ټاپی نه لګوم، خو ماچی کومه سخته خبره کړی، الله حاضر دی، چی هغه ډیر دزړه له درده کړی، زه ډیر غواړم، د اسلام، خپل پښتنی کلتور باره څه لیکنی وکړم، خو د وخت له تنګۍ له امله می دا آرمان په آسانه نه پوره کیږي، ځکه په یوه وخت کی می دوه رنګه تخصصونو ته مخه کړی (حدیث او نړیوال قانون)، نو په نورو لیکنو خپلی سترګۍ یخوم،نور نه غواړم بحث اوږد شي، غمخور صاحب ته د رښتینی پښتنولۍ دخدمت لپاره دالله څخه بار بار توفیق غواړم، او نه غواړم چی نور یی دیخوا ته مشغوله کړم، زما زه نه غواړم چی زما له لیکنو او خبرو څخه مراء (بیځایه جنجال او تاویلی ماویلی) جوړي شي، او ټولو په پښتو ولاړ ویاړمندو لیکوالانو ته بلنه ورکوم، چی خپلی مټی راونغاړي، او د خپل دین، ژبی ، وطن ، او ملت لپاره ځان د خدمت مصدر وګرځوي، او دپښتنو او د پښتو دکلتور دښمنانو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي، او ان شاء الله هیڅکله به ددغه خلکو مقصدونه پوره نشي.
په درنښت
وهاج صافی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more