د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

زما پو ښتنې ـــ ستاسې ځوا بونه ،او بر عکس !

Ghairat
24.08.2003

[color=blue:42ae34d4e7][size=24:42ae34d4e7] قضی اوقدر څه معنی لري او دانسان ازادي او مسئوليت نقضوي که نه ؟[/size:42ae34d4e7][/color:42ae34d4e7]


قضی او قدر

م ن غروال
24.08.2003

ښاغلۍ غيرت صاحب سلام او درنښت ومنۍ
د قضی په هکله دمولانا وينا،
ما را در کوۀ نيک نامي ګذر ندادند
ګر تو نه ميپسندي تغير ده قضی را
او د قدر څخه که مطلب هغه قدر وي ،چه شپه د قدر ده نو کابلي تفسير چه الحمدالله په پښتو ژبه هم تشريف لري، وګورئ ، ښه به وي ٠ او پاتې شو انساني مسئوليت؟، چه زه ورته د مسلمان اسلامي مسئوليت وايم ، ځواب دی، نه٠ په درناوې


نقاد
25.08.2003

غروال صاحب ته سلامونه ! له لوستونکو څخه د ښاغلي غيرت پوښتنه ماته داسې بريښي چې قضی او قدر [color=red:53e22778c8]څشي ته [/color:53e22778c8]وايي، يعنې د قضی مفهوم او معنی څشی ده او له هغې وروسته يې بيا د ازادۍ سره اړيکه څنګه ارزولی شو . داچې قضی او قدر شته ، په دې خو ټول مسلمانان ايمان او باور لري . ولې پوښتنه داسې بريښي چې د تقدير ( د خير او شر قدر او ټاکل شوې اندازه ) د [color=blue:53e22778c8]مفهوم[/color:53e22778c8] روښانول مطلب وي ، په تيره بيا د انسان په [color=red:53e22778c8]ازادۍ [/color:53e22778c8]به يې اغيزه څنګه وي ؟ . ددې سوال په په اړه زه هم په اند اخته يم ، خو لا ځواب مې پوره نه دی موندلی ، زه په دې ځای له محترم ورور طالب جان څخه هم غوښتنه کوم او بلنه ورکوم چې د قضی او قدر په هکله د مبارکو اسلامي ارشاداتو سره سم لوستونکو ته معلومات وړاندې کړي. درنښت .


م ن غروال
25.08.2003

ښاغلۍ پاڅون صاحب زما لخوا هم سلامونه ومنئ٠
دقضی ترجمه په شعر کي شويده٠ او له قدر څخه ، چه تقدير هم معنی ورکوي،مرام دي، نو لوئ فيلسوف جناب عبدالرحمان بابا داسی فرمايلی دي،
په تدبير که د بېړۍ سوري بند نکړل
دا تقدير دی چه بېړۍ به دې ډوبيږي
او يو بل لوي اسلامي متفکر په خپل يوه کتاب کي تقدير داسي پيژني او ليکي چه،
،،،يعني ټول شيان ، نړۍ ،انسان او وخت، د معينو علمي قوانينو تابع دي او هری پديدی لره اندازه او حد شته، او دما په نظر په قرأن ع کی هم تقدير يا، اجل مسمی، همدا دی، اوdeterminisme د terme يعنی قدر دهغه معادل دي٠،،،
او د نقضولو په هکله ما ، نه، ځواب ويلئ دی٠ په درناوې


نقاد
27.08.2003

[color=darkred:a7f1a0fff3]
(( ما را در کوۀ نيک نامي ګذر ندادند ..... ګر تو نه ميپسندي تغير ده قضی را ))[/color:a7f1a0fff3]
قدرمن غروال صاحب ، له يلام نه وروسته ، وايي چې د جومات ملا يو کوچني هلک ته د الف و بې سيپاره شروع کړه ، کله چې د ( م ) توري ته ورسيل ، شاګرد ميم نشو ويلای ، استاد چرت واخيست او بيايې د خپل دستور سره سم ورته د اسانۍ له پاره ميم نيمايي کړ و ورته يې وويل ، وايه : د ميم نيمايي ! خو شاګرد چې ميم يې نشو ويلای دايې کله ويلی شو . استاد بيا د نيمولو چرت واخيست او ورته يې وويل ، چې وايه :
د نيم ميم نيم ! شاګرد چې دا سختونه وليده ، سيپاره يې د ملا پر مخ ور وويشتله او کورته وتښتيده . نه پوهيږم ستاسو په لورنه چې قضی مو د مولانا صيب د شعر په وسيله ﻻ (( روښانه)) کړی، څومره لوستونکي به پرې
اوس پوه شوي وي چې قضی څشي ته وايي . او هغه علمي قوانين خو څکی څکی چې د (قدر او تقدير) په ښودل شو ي نه دي ، بلکې د اسلام دهغه ستر متفکر نوم هم همداسې ګنګ او نامعلوم پاتی شو ، چې نوموړي علمي قوانين يې بيان کړي دي . او د (پدېدو) له حد څخه به مو ، که غاړه مې بنده نشي، نو ټک مې دې پرې تير وي چې تاسو ښايي د يوه کيفي حد له پاره د کمي تغيراتو حدود يا سرحدونه ښايئ لکه د مايع اوبو کيفي حد چې د سانتيګريډ له صفر درې څخه پورته د 99 درجو پورې دی او په 100 درجو کې په غاز (بخار) او په صفر درجه
کې په کنګل بدليږي .خو نه پوهيږم چې د هر فرد فرد انسان له پاره د خير او شر يا خو او بدو کارونو کومه اندازه چې له اذله ټاکل شوې ده ، هغه دې سړی دغه ډول حدودو او پديدو ته ووايي . والسلام


م ن غروال
29.08.2003

ښاغلۍ پاڅون صاحب سلام اودرنښت می ومنئ
مونږ په دغه مسئله په کابل کي بحث وؤ چه په همدغه شعر ئی خاتمه پيدا کړه، وائی چه د جناب مولانا جلالدين بلخي په وخت کی پاچا د زمانې دوه کافره چه په قوي احتمال اهل د هنود وؤ، ځانته راوبلل چه که تاسو تر سبا پوری په اسلام ايمان رانه وړو نو سزا مو مرګ ده، کله چه دوئ سبا ته د پاچا حضور ته په پريشانو څېرو دتګ په حال وؤ نو مولاناصاحب ئی په مخه راغئ، او له دوئ څخه ئی وپوښتل چه ولې دومره پرېشانه ياست؟ دوئ جريان ورته وؤيل چه اوس څه وکړو حيران پاتې يو؟ مولانا صاحب ورته وائی چه زه به مو دپاچا له مرګه خلاص کړم خو پدی شرط چه ما به پلاس نه ورکوئ، خير دوئ ورسره ومنله نو مولانا همدا شعر ورته دپاچا په ځواب وويل ٠
چه د نېک نامئ غر يعني اسلام او قضی يعنی د هدايت له دغه نعمت بې بهره پاتی کيدل٠ نه پدي معنی چه خلق شوي کافردي٠ الله ج پخپل غيب العلم اويا خبيرالعليم پوهېدو چه دوئ به ګمراه وي حتی که محمدي معجزې په سترګو هم وګوري٠ خير ويل کيږي چه دوئ د پاچا له لاسه خلاص شول٠
قضی او قدر هم يو اوږده بحث ته اړتيا لري چه کامله شرحه ئی وشي٠ خو تر کومه ځايه چه زما معلومات ئی کولئ شی هغه به اوس عرض کړم٠ دا پوښتنه تل دوې لمنې لري يوه ئی اسلامي بله ئی غير اسلامي٠
٠١ اسلامي، د الله ج ش د اوصافو له يوه انکار هم د مؤمن د کفر دليل کيدای شي٠ پدي خاطر مؤمن بايد دخدای ج په ټولو اوصافو کامل ايمان ولري٠ الله ج ش مطلق قادر عليم او خبير دي٠ مخکی لدي چه خالق ج بشر خلق کړي ، دئ ج خبر وؤ چه دوی يعنی بشر په ځمکه کي مفسيدين واقع کيږي٠ او ټولو مفسيدنو ته ئی د خپلو اعمالودجزا خبردارئ، دوزخ، ورکړئ دی٠ بېشکه که الله ج غوښتي وای هيڅ مفسد به نه وای، که په چا دايمان او صالحه اعمالو نعمت ارزاني يا عنايت وکړي هغه به صالح او پرته له هغې به جاهل وي٠دبشرايستل له جنت څخه دابليس وسيله ګرځيدل ، او د ابليس نافرماني کول او په هغه لعنت کيدل، بيشکه الله ج خبير او عالم وؤ٠ او بيشکه قادر وؤ چه داسی ونشي٠ الله ج ډير پخوا يعني د يوه انسان دخلقيدو په تصميم ، پوره عليم او خبير دي چه مؤمن به وي که غير٠ الله ج بيشکه عليم او خبير دي چه دا انسان به تر دغه مودې مؤمن او وروسته به فاسد او کافر کيږي يا هم باالعکس،کوﻻی شي مسئلې ته په عکس ئی هم تغير ورکړي٠ دلته اوس دقضی او قدر څخه څه راسپړل کيږي٠ الله ج انسان مقتدر دښو او بدو په پوره پوهې او عمل ، عالم کل الختيار خلق کړئ دي٠ بشر د ښو او بدو دتوپير مقتدر خلق شوئ دی چه که ښه يا بد انتخاب کوي٠ خو دلته بيا هم دانسان په استعداد موضوع اړه پيدا کوي، يعني الله ج چه چا ته دااستعداد عنايت کړئ دی هغه به صالح وي که نه امکان نه لري٠ الله ج چه مخکي د جاهل او کافر متجاوز لعين منافق او٠٠٠٠٠ له خلقته خبير دي، بيشکه کوﻻی شي له خلقته ئی صرف نظر وکړي٠ بالاخره بيا راځو مبدأ د خبرې ته، چه الله ج د ابليس په لعنتيده خبر او عالم وؤ، او دبشر دايستلو وسيلې ګرځيدل له جنت څخه ، هملته که الله ج غوښتي وائ اصلا ابليس به ئی نه خلق کاوه، يا به ئی اصلا بشر مفسد نه پيدا کاوه، بيشکه چه الله ج کړائ شول٠ نو نن به دا داستان نه وؤ٠ شته داسی تفاسير او دﻻيل چه په ښو د الله ج اراده او رضا شته او په بدو ئی اراده او نارضا، يا انسان عالم يا مقتدر د ښو او بدو په انتخاب او٠٠٠٠
دلته زه يو مثال راوړم، فرضا که مور خپل يو کوچنۍ ماشوم ، وغواړي کور کي يوازي پريږدي، او په ډير اسرار ئی له غوږه وباسي چه ګوره، دغه ساکټ د برق ته ګوتې ورنوړې، يا به د سخت ژوبل کړي يا خو به هم خداي مکړه مړ شی،ښه پوه شوی، چه هو٠ ګوره له ياده خو به د نه اوځي، چه نه٠ خير مور ځي او ډيره په بيړه راستنيږي چه په ماشوم ئی څه ونشي٠ خو ګوري چه چه ماشوم نافرماني کړې ده ،يا خو سخت ژوبل يا خو مړ شوئ دی٠ دلته اوس يو څو پوښتنې ځوابوؤ٠ ايا مور کولائ شول چه ساکت پټ کړي يا داسي څه په راتاو کړي چه که ما شوم ګوتې ورړلې وائ، نو برق به نه نيوه؟ هو٠ ايا کړائ ئی شول چه ماشوم له ځانه سره اخيستئ وائ؟ هو٠ ايا نه پوهيده چه ماشوم نافرمانه دي او خبرې ته غوږ نه نيسي؟ هو٠ ايا نشول کيدائ چه نه وائ تللي ، يا ئی څوک ورته د پام لپاره ګمارلي وائ؟ هو، ولي نه٠ او ٠٠٠ اصلا پدي کامله متيقنه وه چه که دا ماشوم يوازی پريږدي ، برق يا ساکټ ته ګوتې وروړي، او ګوتې چه وروړی نو موجب د مرګ يا ئی د سختې ژوبلې کيږي؟ هو٠ نو ولې ئی بيا يوازی پرېښود؟ دلته د انسان علم او منطق د مور په پړه حکم کوي٠ دلته هم عينا همدا جريان دي٠ حضرت موسی ع د خضر څخه د ماشوم د وژلو علت د پوښتلواو په هغه دخبريدو سره سره، بيا هم د خپلې ﻻرې په سمت څرنګه چه د الله ج فرمان نياز کاوه، ولاړ٠ همدا ډول د حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه واله و صحبه وسلم وبارک، په وخت کي دا ريښتنۍ حکيم عليم مطلق خالق ، الله جل جلاله و شان عظمته،پخپل حبيب ص دا ارشاد په کراتو فرمايلئ دی چه ته د مشريکنو په په نه ايمان زړه مه تنګوه، چاته چه زه هدايت کوم زه ئی غواړم او چاته ئی چه نه کوم زه ئی غواړم٠ حتی فرمايی چه که يو کس هم ايمان رانوړي زه تاته کفايت کوم چه ته د ما رسول او اول اﻻخر پيغمبريی٠ فان تولو فقل حسبي الله ﻻ اله اﻻ هو، عليه توکلت و هو رب العرش عظيم٠ سوره توبه، اخري ايت٠
خير دلته ډير ايات متبرکه او احاديث شريف او قصص الصحابه شته چه بيان يی ډير وخت نيسي٠ له دغو ټولو استدﻻلو او اسلامي احکامو نتيجه داسي اخيستل کيږي چه خالق متعال ج په خپل کار او حکمت فقط دئ ج پوهيږي اوبس٠که انجناب ص خبر وي بيشکه چه هماغه د مقطعاتو قرأني توري به وي چه صرف الله ج پو هيږي او دده ج حبيب حضرت محمد ص او بس٠ چه راز دی ددوئ تر منځ او بس ، چه بل هيڅ څوک ، يعنی هيڅ مخلوق پرې هيڅ ډول خبرتيا نلري ٠ خدائ ج، نعوذ باالله، ظالم نه دی چه هم دي کافر خلق کړي او د هم بيا اور ته ورنسکور کړي٠ دا علم دخلقت هغه علم دی چه دانسان د عقل د تحليل له ساحې وتلئ دی٠ کله چه يو مؤمن دالله ج د دغه لوئ نعمت څخه برخورداره دي ﻻزمه ده چه د ژوند په هره لحظه کي ددغه لوئ نعمت شکر ادا کړي٠ او پا ملرنه وکړي چه ده ته د خدای ج کوم اوامر دي چه د ايمان له ساحې د باندې نشي٠ او څه وکړي چه دئ د يوه مؤمن په حيث تر خپله حده خپل مسئوليت رفع کړئ وي٠ دلته په مؤمن فرض کيږي چه خپل خدای الله ج دعليم خبير اوقادرپه پوره مطلقيت او حاکميت عدالت وپيژني٠ ائ مؤمن، ته مؤمن يی او د تا دنده او مسئوليت د خپل خداي الله ج او دخپل پيغمبر حضرت محمد ص هدايات، يعني شريعت ، دي چه بايد تر خپل توانه پورې يی عملي کړی اوبس ، نه دخداي ج د خلقت د ، ولې، پيدا کول٠ دا دهغه مطلق غيب العليم الله ج چه د بشر په ټولو کړو او وړو خبر دي چه څه وشول څه کيږي او څه به وشي، علم دي ، چه مطلق قادر او حکيم العليم دي ٠ هو، دا بايد ومنو چه د هيڅ انسان په بدو، له بې ايمانئ څخه ونيسه تر هر هغه ممنوع ﻻمور چه داسلام مبارک دين يی په هکله فرمايلی دي،اعمالو او ذهنو دلوئ عادل او خلق او خبير العليم او حکيم العليم ج رضا ،نه وه، نه دی، او نه به هم وي٠ بيشکه چه بشر دعقل څښتن د ښو او بدو تر منځ د توپيرتوانمند دي٠ دا چه ولې څوک څنګه دی پريږده ، د هغه چارو مطلق خبير العليم او مطلق قادر ج ذات ته، چه عادل دی اوبس٠ هره فيصله چه شويده او کيږي او وبه شي، د مؤمن ايمان دادي چه د الله د خپل ذاتيت د څرګندونې او د هستي خلقت، حتما په عدل وؤ،او په عدل دي اوپه عدل به وي ٠ کثيرالعلما ا و تفاسير شريف په همدغه يی بس کوي٠ دقضی او قدر مفهوم دا نه دي، چه زه خو خدای ګمراه پيدا کړئ يم، نو ولې يی ښه سړئ نه پيدا کولم، نو زما ګناه څه ده٠ بېشکه چه ته د خدائ ج نه پيژني٠ نو بېشکه چه په رښتيا ګمراه يی٠ او ستا د همدغه ګمراهئ په علت، ته د هادي ج دهدايت څخه محرومه ئې٠ او ځکه خو زه مؤمن هره لحظه دا شکر باسم چه، ياالله ج ش، الحمدالله ميليون ميليون ځله، چه ددغه لوئ نعمت ، چه له دغه بل لوئ نعمت اوس ماته نشته، زه مصتدعف دﻻيق ګرځولئ يم٠ دا چه هغه کامل مالک دجزا ورځي تا بخښي ما دوزخ ته اچوي، او لکه څرنګه چه له هيڅ پيدا يو او بيرته مو هيڅ کوي، دا بېشکه دهغه ج ش پوره اختيار دی٠ خو ايمان لرم پخپل دغه فکر کي هيڅ شک او ترديد نلرم چه، هر څه چه وي په عدل به وي٠
دهر مادي او پدېدې د رشد او نزول حد يا سرحد همدا دي٠ نه هغه کيمياده او نه هم دغه فيزيک٠ دا دهستي يو جز دي او بس٠ يعني هماغه اندازه رشد او نزول چه هماغه اندازه خلق شوئ دی٠ انساني فکري تکامل ، هماغه اندازه چه نعمت عنايت شوئ دی٠ سرحد يعني دا٠ دا علمي سرحد دی چه که زړه د ودرېد، مړ يې٠ دهوا مرغان وګوره، الوتکه جوړه کړه، سپوږمئ وګوره او ورشه چه څه دي، يعني انساني فکري تکامل٠
٢، غير اسلامي٠ خداي منم، خو چه يو کافر پيدا کړي بيا دا خلق شوئ کافردوزخ ته اچوي ، دا نو نه منم٠ وﻻ وجدان مي اجازه نه راکوي٠ دا سي نور دﻻيل مو وطن کي د خلقيانو او پر چميانو اوريدلي دي، يو بي ايمانه فليسوف خو په ځاي پرېږده٠ اصلا خبر ندي چه خداي ج لومړئ هيڅ څوک کا فر نه خلق کوي٠ بلکه هغه ج پوهيږي چه دئ به کافر وي٠ دلته بحث لنډ کوم٠ پدا شکل د هر چا وينا چه وي، دده داسلام يا د الله ج د شته والي څخه دانکار د دﻻلت پرته بل هيڅ څه نشته٠ دمادی خلقيت؟ بايد يو شئ، يعني هر شئ،چه وي با يديوشئ مو جود وي چه ماده خلق شي٠ دا د ساينس دعلم اثباتيه ده٠ هيڅ نشته او اصلا هيڅ، خلقت د مادي ، ساينس نه مني٠ د کمونستانو په اصطلاح ، ماترياليزم٠ دما په پوره باور، يعني هيڅ٠ هو، ماده خپل خلقت ته محتاجه ده٠ له هيڅ ، دمادې خلقت ماترياليزم نه مني٠ ماده وه چه معنی خلق شوه٠ خو اصلا ماده له کومه شوه؟ خير هيڅ څوک ، نه د ساينس پوهانو او نه ددين په ضد، کمونستانو، يا غربي فليسوفانو، څخه ﻻ تر اوسه نشته چه د مادې د خلقت پرته له هيڅه اثبات کړي٠ نشته٠ که وؤ زه نه وم خبر، زه به ددين باالخصوص د اسلام په هکله يو وار بيا غور او پلټنه وکړم، لکه چه سم نه يم خبر، يا هم تير وتلئ يم٠ خدای جسم ندي٠ ځکه يی د بعد قياسي واحدنشته٠مکان نه لري٠ پړمخئ،سنه، هم نلري خوب خو لا پرځائ پرېږده٠ اول دي او اخر٠ له هيڅ څه ندي پيدا٠ هيڅ ډول کمښت نلري٠ لوئ دی خو ډير لوئ٠ عليم دي په هر شي او خبر دی له هر څه٠ هو٠ خو دا دي څه؟ دا قدرت دي او بس٠ اما ختا نوځي چه انرژي نه ده٠ دا قدرت دي خو ګوره چه ﻻيتناهي ٠ هو، کله چه ماده له هيڅه نه پيدا کيږي بايد يوشئ وي چه بالاخره ماده پيدا شي٠ نور ټول دلته پاي ته راځي٠ منتظر د د نور بشري فکري ودې ته٠ دا شئ د مادې له مونږه ايماندارنو سره شته٠ چه هغه شئ قدرت دی ، يعني خداي٠ يعني الله ج٠ يعنی خالق دمادې له هيڅ څخه٠
ماده؟ ته ﻻ تر اوسه په شک يی چه د بېزو څخه د تکامل کړئ دی که انسان پيدا شوئ ئی؟ دا د چرګی او هګي د لومړيتوب پيدايښت ټوکی به نه ورنه جوړو٠ پدي کي دواړه منم، خو انسان درڅخه غواړم چه له کومه شو؟ ځان د چه پيدا کړ ، چه له کومه شوې، نو بيشکه تا پيدا کړل چي څوک يی، له کومه راپېښ شوئ يی او په کومه روان يی٠ دا ده د مؤمن ځواب او استدﻻل له هغو سره چه قضی او قدر په دا ډول ترجمه پيژني٠ مؤمن او دده خداي دا ډول بشرڅخه ، دبشري کلتور د ودې اود هغی د ټينګښت مسئوليت ، متوقع ندی٠ ځکه زه د مؤمن اسلامي مسئوليت ورته وايم ٠
ښاغلئ پاڅون صاحب هيله مند يم چه زده کوؤنکي سپاره راوخلي او مچ يی کړي، او ميم هم، ميم وؤيلئ شی٠ شته داسی علما چه خپل اصلي دنده او مسئو ليت به نه پيژني يابه ښه نه وي،په هرحال ولي د ملا کلمه استعمال چه په سپاره مخ ته ويشتل کيږي، په مراتبو يوه ديني بي احترامي ده، په تناسب د ستاسومخکيني نېوکې٠ اصلا ليکل د داسي يوه جريان د اسلامي قلم رنګ ندي٠
دما له دغو ليکنو هماغه لنډځواب جوړيږي چه مي عرض کړئ وؤ٠ پدي مسئله کي او په دې ويب پاڼه کي نور له لدې ايضافه ليکنه ماته افراط ښکاري٠زه اميد واره يم چه ستاسو په نظر مي ﻻاقل دومره استدﻻل کړئ وي چه دخپل يوه زده کؤونکي په حيث مي حضور ته ومنئ٠ چه ستاسو دعلمي رڼا له برکته مونږ هم يو څه زده کړي وي، ترڅو راتلونکي کي وکوﻻئ شم، د ميم پر ځائ ،نيم ميم، چاته ونه وايم٠ او د سپارې د بې حرمتئ ﻻاقل مؤجب ونه ګرځم٠ زه سهار په شپږو کار ته ځم او اوس ٣ بجی د شپی دي ٠ ستاسو له ټوکې ځکه مننه، ښاغلئ پاڅون صاحب ، چه مجبورئی کړم چه دومره ئي وليکم٠
زه له مسلمانو خويندو او وروڼو ددوي له لوستنې لپاره د زړه کومي مننه کوم٠ په درناوې٠ غروال


نقاد
29.08.2003

غرول صاحب سلامونه او درناوی وړاندې کوم او يو عالم مننه ، چې دومره زيار مو وګاله او ډيره مفصله ليکنه مو لوستونکو ته وړاندې کړه ، چې په حقيقت کې مو هغه سېپاره په يوځل سره ختمه کړه . د ملا او سيپارې کيسه يوه لطيفه ده ، او له ليکل شوي شکل څخه يې په بل شکل ليکل د لطيفې کيفيت له منځه وړي ، او لطيفه د چا نظر نه بلکې د يوې يوې موضوع د روښانولوه له پاره لکه يو مثال يا متل کاريدلې ده او د سيپارې يا ملا توهين ترې مرام نه دی . نور ستاسو له توضيحاتو او عامو معلوماتو څخه هم دا يو ځل بيا روښانه او تائيديږي چې بيشکه الله تعالی (ج) په هر څه خبر دی او مطلق علم لري چې په تير وخت ، اوس يا راتلونکې کې څه کيږي ، څوک يې کوي او څنګه يې کوي او څه په طبيعت او کائناتو کې پيښيږي . او دا هم روښانه ده چې الله تعالی له نوموړواعمالو ، پيښو او حالاتو څخه نه يواځې دا چې
خبر دی ، بلکې په هغوی ټولو کې يې خپله اراده هم شامله ده او هيڅ داسې کوم ښه يا بد کار او عمل نشته چې د الله (ج) له ارادې پرته واقع او ترسره شي . په څه کې چې د هغه لوی ذات اراده نه وي هغه کار او هغه پېښه هډو منځته راتلی نشي .خو يو ګمراه له دې څخه د خپلې ګناه او ګمراهۍ له مسووليت څخه د ځان خلاصولو په خيال هڅه کوي ،ثابته کړي چې انسان ازاد نه دی او وايي چې که د خدای (ج) اراده نه وي زه نه بد کولای شم او نه ښه ، يعنې کله چې د خدای (ج) له ارادې پرته زه نه يو ښه کار اونه يو بد کار کولی شم ، نو معنی داچې نه يې د کولو ازادي لرم او نه يې بل امکان . نو زياتوي چې په يوه کار کې زه ازاد نه يم نو مسئوليت به يې څنګه زما غاړې ته رالويږي . ولې داسی نه ده ! الله تعالی (ج) خپله ر ضأ او اراده دواړه په ښو کارونو کې شامله بللې او له دې څخه څرګنديږي چې : د الله تعالی اراده د هر کار ، عمل او پيښې لپاره ،که ښه وي او که بده ، د امکان مثال لري ، ځکه که الهي اراده په يوه کار کې نه وي ، هغه کار، عمل يا پيښه بيا امکان هم نه لري .نو د ښو او بدو عملونو امکان خدای تعالی (ج) د خپلې ارادې په واسطه را منځته کړی او نور يې د يو ه ښه يا بد کار د کولو تصميم او ددغه تصيم نيولو استعداد ، ازادي او اختيار د عقل پر بنسټ خپل بنده ته ورکړی دی ، سره ددې يې له بد کار څخه منع کړی او ښو ته يې ترغيب کړی او د اجرأ حکم يې ورته کړی دی . او د همدغه ازادۍ ، عقل او لار ښوونې پر بنسټ چې خدای (ج) ورته کړې ده ، انسان د خپل ښه او بد عمل د ښې او بدې نتيجې ، ثواب او عذاب ، کاميابۍ او ناکا مۍ مسئول دی . البته دده عمل ، د هغې نتيجه او پايلې ټول الله تعالی ته مخکې له مخکې معلوم او د امکان په حيث يې په کې اراده او هوکړه شامله ده . خو په ښو کارونو کې يې له امکان (ارادې ) سربيره خپله رضأ هم شامله کړې ده . لنډه دا : هغه څه چې واقعأ امکان نه لري ، معنی يې داده چې دالله تعالی اراده په کې نشته ، او د خدای (ج) له ارادې يعنې امکان پرته بيا د هغه عمل يا پېښې په پهواندې بيا نه د انسان ازادي او نه کوم مسووليت شته اونه بيا د يونا ممکن عمل په نه کولو ګناهکار ګڼل کيږي . خو داچې انسان له کوم امکان څخه څه کار او ګټه اخلي ، د انسان ازادي ، مسووليت او ګناه او ثواب ټول ور ټاکي ، کوم چې الله تعالی ته له ازل څخه معلوم دي او ټول يې د خپلې وينا [color=blue:d2a2a0cff0]((... وکل شئ احصيناه في امام مبين [/color:d2a2a0cff0])) سره سم په لوح محوظ کې ليکلي دي . والسلام .


م ن غروال
30.08.2003

محترمو لوستونکو سلام او احترام عرض کوم
وړانديز کوم، که ښاغلئ پاڅون صاحب دما دليکنې لوستل يو ځل بيا حضور ته مشرف کړئ٠
د دوئ د تحرير منظور زما ليکنې کي وجود لري٠ اما نه په دا شکل لکه چه د ارادې مثال يی راوړئ دی، اراده؟ يعنی څه؟ دالله ج رضا نه ده چه کافر وي خو اراده ئی ده؟ دا څه معنی ورکوي؟ حقيقت کی دا جمله بايد وژباړل شي٠ يعني رضا څه ته وايی او اراده مو هم همدا ډول ؟ يعني انسان مسئول دي؟ ايا دا معنی ورکوي چه يو کافر، د خپل کفر مسئوليت ،د الله ج په وړاندي لري؟ او ازادي؟ يعني کامل اﻻختيار؟ يعني په ښو او بدو مقتدر؟ خير فکر کوم ما هلته په جريان داسي اکتفأ کړيده، چه اصلا فلسفه دقضی او قدر دانسان مسئوليت نه، بلکه دمؤمن مسئوليت، او د انسان کاملا تسليميدل دهغه ج د ټولو اوصافو مطلقيت ته، څخه عبارت دي او بس٠ نه يوازې د الله ج د غيب په علم٠ او زه مې بحث همدلته پاي ته رسوم٠په درناوې٠ غروال


Ghairat
01.09.2003

له دواړو محترمو ورونو غروال او پاڅون څخه ډيره مننه کوم چې د يوې پيچلې موضوع په روښانولو کې هلې ځلې کوي او لوستونکي يې په ګډه حل ته رابولي. غروال صاحب په خپلو تفصيلاتو کې لوستونکي ته د سوال نه سوالونه پهﻻس ورکوي او له موضوع څخه سړي ته موضوات پيدا کوي ، چې که ټول وشي او حل شي ، نو سړي ته يوعالم پوهه حاصليدای شي او له همدې کبله يې ليکنه ډيره جالبه بولم ، په داسې حال کې چې د پاڅون صاحب په ليکنه کې ډيرې ضد او نقيض پوښتنې نه پيدا کيږي ، نو يا خو بحث لنډوي او يا خو د اصلي سوال د حل کومه اساسي طرحه لري ، نو دای دې وکړي چې خبره صحيحه راووځي او بحث بي له حل څخه هسې په دوه ټکو کې رالنډ او ختم نکړي . له نورو لوستونکو څخه د خپل محض نظر د څرګندولو هيلمن يم ، او په پای د غروال صاحب پام دې ټکي ته راګرځوم :
تاسو له اسلامي دريځ څخه پخپله ليکلي چې :
(( [color=blue:70b145fc34]خدائ ج، نعوذ باالله، ظالم نه دی چه هم دي کافر خلق کړي او هم د ې بيا اور ته ورنسکور کړي[/color:70b145fc34]))
او بيا مو غير اسلامي دريځ داسې کښلی دی :
(( ٢، غير اسلامي٠ [color=red:70b145fc34]: خداي منم، خو چه يو کافر پيدا کړي بيا دا خلق شوئ کافردوزخ ته اچوي ، دا نو نه منم٠ [/color:70b145fc34] وﻻ وجدان مي اجازه نه راکوي٠ دا سي نور دﻻيل مو وطن کي د خلقيانو او پر چميانو اوريدلي دي ))
دلومړي (ستاسود خپل) اسلامي دريځ اود دوهم الحادي دريځ په اصل کې دلته څه فرق کښل شوی دی ؟؟؟؟؟؟
تاسو هم واياست چې : خدای (ج) ظالم نه دی چی هم سړی پخپله کافر پيدا کړي او هم يې بيا اور ته ور نسکور کړي ، او ستاسو په قول ملحدان هم دا وايې چې : مونږ هم دا نه منو چې خدای داسې ظالم اوسي چې هم سړی پخپله کافر پيدا کړي او هم يې بيا اور ته ورنسکور کړي . دلته نو ددواړو دريځونو فرق څشي شو ؟؟؟
زما په اند دلته د منطق نيمګړتيا او د طرحې يوه کمزوري ده چې ملحدينو ( خلقيانو او پرچميانو ) ته په لوی ﻻس دا پاس او چانس ورکوي چې ناحقه ګول ووهي ، ځکه شايد ستاسو مطلب دا وي چې ( خدای (ج) دا ظلم نه کوي چې هم يو سړی کافر پيدا کړي او هم يې ددوزخ اور ته ور نسکور کړي ، خو که الله تعالی دا کار وکړي ، بيا هم هغه مبارک ذات ظالم نه دی او دا کر هم ظلم نه بلکی عدل او عدالت دی . ولې خلقي پرچمي درسره دا ضد او نقيض د خدای (ج) په اړه هم نه مني اودرته وايي چې : که يو سړی کافر پيداکول او د کفر په سبب بيا اور ته غورځول پخپله ظلم بولې ، نو کوونکي ته يې څنګه بياعادل او همغه کار ته چې تا ورته پخپله ظلم ويلی ، اوس ورته عدل او عدالت وايې؟ دا يو بام او دوه هوا (؟ ) له کومه شوې ! بايد په منطق ورته دا ثبوت شي چې يو کافر پيداکول او اورته غور ځول همدغسې عدالت دی لکه بل مؤمن پيداکول او جنت ته ليږل چې عدل او عدالت دی .
دا منطق بايد اسلامي علمأ ولري او باور لرم چې لري به يې !!!


م ن غروال
01.09.2003

ښاغلئ غيرت صاحب وروسته له سلامونو غواړم عرض وکړم چه دا خبره،،، خداي منم، خو چه يو کافر پيدا کړي بيا دا خلق شوئ کافردوزخ ته اچوي ، دا نو نه منم٠ ،،، دا مي دهغو خلکو له وينا مطلب دي چه هدف ئی خداي ج نه منل دي٠ نعوذو بالله زما داسي مطلب ندي چه يعني زه دا وايم يا خو ئی تصديق کوم٠ خلص دمطلب دادي چه دبشر خلقيدو سره خالق ج خبر وؤ چه بشر به مفسد واقع کيږي٠ او بيشکه هغه مبارک ذات کړائ شول چه مخ نيوئ وکړي او انسان مقتدر په ښو او بدو خلق دي او پخپل تصميم کي ازاد دي٠ ځکه چه د عقل لرونکئ دی٠ له دغه بحث څخه اخر دغه مطلب ته راځو چه صرفا دالله ج خپل کامل اختيار دي ٠ څوک څه ډول، بدعمل که صالح، ظالم که مهربان، کافر که مؤمن،دي، که دموسی ع او خضر ع داستان دې که په قرأن عظيم الشان کي لوستلی وي هلته واضح ليکل شويدي چه خضر ع ماشوم په قتل ورسولو، حضرت موسی ع سره له دې چه له مسئلې خبر شو د ولې پوښتنه ورته پيدا نشوه؟ځکه چه هغه بايد هغه څه سرته رسولي وائ کوم چه ده ته دده دخداي، الله ج څخه امر کيده٠ همدا ډول د حضرت محمد ص وخت کي داسي جريانات شته چه مطلق په الله ج اړه نيسي او بس ، چه ما ئی يومثال هم راوړئ دی٠ تاسو پوهيږئ ولي خضر ع ماشوم وؤژلو؟ کابلي تفسير شريف ډيره ښايسته تبصره کړيده او دا وائی چه دا صرفا الله پوهيږي او بس٠ ،،، ما سره ئی په پښتو هم شته که غواړئ چه دروئی ليږم ،،،اما څوک چه مؤمن وي هغه بايد د خپل دين شريعت تر خپل حده تطبيق کړي او پاملرنه ورته وکړي٠ ځکه په هغه دهدايت نعمت شوئ دي٠او په غير مؤمن دا نعمت ندي شوئ٠،،، صراط الذين انعمت عليهم غير المغضوب عليهم ،،،
ما نه غوښتل نور بحث وکړم اما تاسو دجملې عکس مفهوم اخيستئ دي٠ چه نږدې دي کافر مي کړئ٠ يو کتاب وؤ په نوم د امام اعظم چه کابل دولتي مطبعې چاپ کړئ وؤ هلته هم همدا بحث شوئ دي٠ خو څه کم ١٥ کاله تر مخه به ما لوستلئ وي٠ ٠ او همدا اخيستنه مي تري کړې ده٠ مولوي عبدالمنان چه د پل خشتي جومات کي به ئی د تفسير حلقه کي تل ګډون کاوه په همدا ئی بس کوي چه الله ج انسان کافر ندي خلق کړئ٠ او هر څوک چه مؤمن دي د الله ج له لوئ نعمت څخه برخورداره دي٠ خداي ج کوئ شي مخ نيوئ وکړي، دا چه ولې ئی نه کوي، هغه ج پوه شه او کار ئی اوبس٠ اصلا دا علم د انسانی تعقل څخه وتلئ دي٠ دا زه هم منم چه په بدو ئی اراده شته خو رضا نه٠ خوڅوک به دا پو ښتنه ځواب کړي چه ، خو رضا دې ئی هم شوې وائ چه دغه کافر يا مفسد يعني غير مؤمن ، به هم مؤمن وائ؟ خو رضا ئی نشته چه کافر دی، که څه؟ پدي منطق ديوه مؤمن يقين دادي چه هر څه چه وؤ،دي، او وي به، دهغه مطلق حکيم العليم، بيشکه چه په عدل به وي٠٠ لکه دجنت په بحث کي چه ويل شويدي چه ميوه يا ونه يا باغونه به معنوي وي نه مادي٠ دا اصلا غلطه ده٠ ولې الله ج پدي ندي قادر چه د جنت ميوې او باغونه به مادي وي ،خو نه به دباغونو پالنې ته اړتيا وي او نه به هم مڼي د ويتامينو يا د انرژئ قلت پوره کولو لپاره ؟ ياکلا د جنت نعمتونه، به انرژي نه توليدوي، او جنتي به ئی خوري بلکه فقط د لذت لپاره ، ولې الله ج دغه قدرت کي څه شک شته که څه؟ کله چه له هيڅ څخه هستي خلق کوﻻئ شي، نو دا خو هيڅ هم ندي٠قضی او قدر عينا همدا مثال دي٠ مونږه مؤمنين لدي ايضافه هيڅ نشو ويلائ٠ ما پخپل بحث کي په څه چه اکتفا کړيده هغه می عرض کړي دي٠ نور پکي د بحث ګنجايش نشته ٠ که څه غلط وي مهرباني دي وکړل شي چه مونږ هم پري پوه شو٠په درنښت


Ghairat
01.09.2003

دروندغروال صاحب ته سلامونه اودرناو ی ٠ مونږ اوتاسې دې خدای دايمان اومؤمنتوب له سترفضل اواحسان څخه نه محروموي ، مونږ دمسلمانۍ او ايمان د لوی رحمت شکران پوره کوﻻی نشو ه ،خو په عبادت ،ښه عمل او دامر او نهې سره سمو ښو خبرو يې تل دشکر او شکران هڅه وکړو ٠
خو ستاسو څارنه چې ګواکې ما د غير اسلامي دريځ ادعا په تاسو تپلي ده ، بالکل بي ضرورته ده ، ځکه ما ستاسو اقتباس دومره پوره راوړی چی په هغې کې دا ښکاره ليکل شوي چې دا خبره د ملحدانو لکه خلقيانو او پرچميانو خبرې دي ، نه ستاسو . تاسو مهرباني وکړئ او هلته هغه دواړه اقتباس شوي دريځونه يوځل بيا ولولئ، وبه ګورئ چې د ملحدانو دريځ په دوهم اقتباس کې دی ،او ستاسو دريځ چې تاسو هم اسلامې دريځ بللی دی ، هغه په لومړی اقتباس کې خوندي شوی دی . خو ددواړو تر منځ فرق او ضديت هلته په اصلي برخه کې نه دی روښانه شوی .ښايي درانده او قدرمن ورونه طالب خان او طالب جان هم خپل صائب نظر او شرعي معلومات په دې اړه وړاندې کړي څو په مسئله کې پوره روښانتيارامنځته شي . په اسلامي مينه ، محبت ا و سلامونو .


Ghairat
05.09.2003

[color=blue:a2df201048]زما دويمه پوښتنه :
موسی (ع) لومړنی پيغمبر دی چې اسماني کتاب پرې نازل شوی دی . خو د بشر( ادم عليه السلام ) له خلقت څخه د موسی (ع) تروخته پورې د تاريخ ډيره زمانه پرته ده نسبت له هغه نه راوروسته تر محمد (ص) يا نن ورځې پورې چې په ټوليزه توګه 4 اسماني لوی کتابونه په کې نازل شول ، خو په مخکينۍ ډېره ډېره اوږده زمانه کې ، چې نږدې درې پيړۍ د پاسه اوه زره ( 7297) کاله کيږي ، هيڅ کوم اسماني کتاب نازل شوې نه دی ؟ وايي چې صحيفې به پيغمبرانو ته راتلې ، خو دهغوی هيڅ اثار او پته نه ده جوته شوې ،ښايي چې هغه به نه په ليکل شوي شکل نه نازل شوي وي او نه به چا وروسته بيا ليکلي وي ، که څنګه ؟ البته ليک د عيسی(ع) له زيږيدو څخه 3300 کاله پخوا اختراع شوی ، او موسی (ع) له عيسی (ع) څخه لکه څنګه چې طالب حان هم ليکلي1700 کاله پخوا، يعنې د ليک له اختراع څخه 1600 کاله وروسته ژوند کړی دی . ايا د اسماني کتابونو د نه نازليدواصلي علت داؤ چې ګواکې بشر ﻻ ليک نه و ايجاد کړی ، نو کتاب به ورته څنګه راغلی وای ؟ که داسي وي نو ايا الله (ج) خپلو پيغبرانو ته خط او ليکل لوستل قدرې هم نه ښودل چې بشر ته يې هم ور زده کړي ؟ په داسې حال کې چې الله تعالی بيشکه دلوح اوقلم رب او خاوند هم دی ـ اويا خو داچې د اسماني کتاب نه راتګ بل ( کوم ؟) علت درلود ؟ [/color:a2df201048]


نقاد
16.09.2003

محترم غروال صاحب سلامونه او نيکې هيلې ومنئ .
ستاسو له اوږدې تبصرې څخه يو عالم مننه ! دغه څه چې تاسې کښلي سم او زما د باور او عقيدې سره سمون لري ، خو داسي بريښي چې مو ضوع يې د لوستونکو له پاره ايله مطرح کړه ، خو حل يې نکړه . البته د لوستونکو پوښتنې به يې نورې هم ډيرې کړې وي ، ولې که وايې چې پوښتنه هم نيمه پوهه ده ، نو دا پوهه مو په بري سره د لوستونکو په سرونو کې زيږولې ده .
که ما هم د ملا او سيپارې ټوکه بيان کړې نو هغه ، په عامه توګه د ملا يا سيپارې د بې احترامۍ په هدف نه، له څنګه چې تاسو انګيرلې ده ، بلکې د ښودلو لپاره چې له اسانې ﻻرې پيچلې او له پيچلې څخه پيچلتره جوړول څومره زړه ماتوونکې پرله (پايله) او اغيزه لري . اوشته هم داسې ملايان چې ناچاره او بيچاره د تدريس له اصولو بې خبر له ستونزو څخه ډک درس ورکوي. دا دهغوی ګناه هم نه ده ، خو ددې نيمګړيا زيان يې هم اسلام او هم شاګردانو ته رسيږي . او بيا د الف ب پاره هم صرف د تورو د لوست زدکړې ټولګه ده ، نه کوم وظيفات دی او نه د قران کومه برخه لري. بل داچې دا کيسه يوه لطيفه ده چې نه ما جوړه کړې او نه مې په کې ﻻسوهنه کړې ده . په اصلي مو ضوع کې تاسې ښه سمه ليکنه کړې چې :
(( قضی او قدر هم يو اوږده بحث ته اړتيا لري چه کامله شرحه ئی وشي٠ خو تر کومه ځايه چه زما معلومات ئی کولئ شی هغه به اوس عرض کړم٠ دا پوښتنه تل دوې لمنې ( مطلب جوابونه ؟ ) لري يوه ئی اسلامي بله ئی غير اسلامي٠
٠١ اسلامي، د الله ج ش د اوصافو له يوه انکار هم د مؤمن د کفر دليل کيدای شي٠ پدي خاطر مؤمن بايد دخدای ج په ټولو اوصافو کامل ايمان ولري٠ الله ج ش مطلق قادر عليم او خبير دي٠ مخکی لدي چه خالق ج بشر خلق کړي ، دئ ج خبر وؤ چه دوی يعنی بشر په ځمکه کي مفسيدين واقع کيږي٠ او ټولو مفسيدنو ته ئی د خپلو اعمالودجزا خبردارئ، دوزخ، ورکړئ دی٠)) . تر دې ځايه هيڅ پکې نقيض نه معلوميږي .
او بيا مو همدغسې يو بل ډير معتبر حقيقت ورزيات کړی چې : ((بېشکه که الله ج غوښتي وای هيڅ مفسد به نه وای، که په چا دايمان او صالحه اعمالو نعمت ارزاني يا عنايت وکړي هغه به صالح او پرته له هغې به جاهل وي )). خو د همدې نه وروسته ﻻ ندې ليکئ چې (( ا صلا دوی نه پو هيږي چې الله (ج) هيڅوک لومړی کافر نه خلقوي ....)) ايا دا په دې معنی ده چې له ازله هيڅوک کافر نه وي خلق شوی؟ او ايا همدغسی هدايت هم له اوله نه وي شوی ؟ که داسې وي نو بيا مو دا د مخکې جملې سره څنګه په سمون کې راولئ : (( بيشکه که الله (ج) غوښتي وای هيڅ مفسد به نه وای ، که په چا د ايمان او صالحه اعمالو دنعمت ارزاني وکړي ، هغه به صالح او پرته له هغې به جاهل وي )) البته دلته خوهم په جاهلانو کې تر ټولو لومړی کفار شامل دي ! هو غروال صاحب په دې دواړو کې هيڅ شک نشته ،خو ظاهرأ ددواړو تر منځ ضد او نقيض کې هم شک نشته ، نو که څوک ځان ملا او د قضی او قدر په مسئله پوه او خبر بولي دا ظاهري نقض بايد روښانه او حل کړي .
د ازلي ويش يوه بله ښه نمونه مو داسې بيان کړې :
((٠دبشرايستل له جنت څخه دابليس وسيله ګرځيدل ، او د ابليس نافرماني کول او په هغه لعنت کيدل، بيشکه الله ج خبير او عالم وؤ........بالاخره بيا راځو مبدأ د خبرې ته، چه الله ج د ابليس په لعنتيده خبر او عالم وؤ، او دبشر دايستلو وسيلې ګرځيدل له جنت څخه ، هملته که الله ج غوښتي وائ اصلا ابليس به ئی نه خلق کاوه، يا به ئی اصلا بشر مفسد نه پيدا کاوه، بيشکه چه الله ج کړائ شول٠ نو نن به دا داستان نه وؤ.....))
هو ، هو ، خو دا داستان څشې دی ، بلکې د څمکې پر مخ د بشر ژوند به نه و ، يواځې ادم (ع) او بي بي حوا به وو په جنت کې او بل هيڅ بشر هم نه . د انسان زيږنده ، خوراک پوښاک ، کار او فعاليت خو يواڅې ځمکنی کار دی ، نه د جنت !
او د همدې څمکني ژوند له پاره د ادم او شيطان دواړو ژوند پيدا شوی دی ، څو الله (ج) ادم او ادمزاد پر څمکه خپل او نائب وګرځوي .
بيا موداس ليکلي .
٠(( شته داسی تفاسير او دﻻيل چه په ښو د الله ج اراده او رضا شته او په بدو ئی اراده او نارضا، يا انسان عالم يا مقتدر د ښو او بدو په انتخاب ٠٠٠٠...))
له دې نه دسې بريښي چې د ستاسو دا نظر نه وي ، ولې په پای کې بيا همدا د مسئلې حل بولئ او اعتراف پرې کوئ .دلته يې داقتباس ضرورت نه وينم ، پخپله يې هلته وګورئ .
بل مو يو مثال بيان کړی :
((دلته زه يو مثال راوړم، فرضا که مور خپل يو کوچنۍ ماشوم ، وغواړي کور کي يوازي پريږدي، او په ډير اسرار ئی له غوږه وباسي چه ګوره، دغه ساکټ د برق ته ګوتې ورنوړې، يا به د سخت ژوبل کړي يا خو به هم خداي مکړه مړ شی،ښه پوه شوی، چه هو٠ ګوره له ياده خو به د نه اوځي، چه نه٠ خير مور ځي او ډيره په بيړه راستنيږي چه په ماشوم ئی څه ونشي٠ خو ګوري چه چه ماشوم نافرماني کړې ده ،يا خو سخت ژوبل يا خو مړ شوئ دی٠ دلته اوس يو څو پوښتنې ځوابوؤ٠ ايا مور کولائ شول چه ساکت پټ کړي يا داسي څه په راتاو کړي چه که ما شوم ګوتې ورړلې وائ، نو برق به نه نيوه؟ هو٠ ايا کړائ ئی شول چه ماشوم له ځانه سره اخيستئ وائ؟ هو٠ ايا نه پوهيده چه ماشوم نافرمانه دي او خبرې ته غوږ نه نيسي؟ هو٠ ايا نشول کيدائ چه نه وائ تللي ، يا ئی څوک ورته د پام لپاره ګمارلي وائ؟ هو، ولي نه٠ او ٠٠٠ اصلا پدي کامله متيقنه وه چه که دا ماشوم يوازی پريږدي ، برق يا ساکټ ته ګوتې وروړي، او ګوتې چه وروړی نو موجب د مرګ يا ئی د سختې ژوبلې کيږي؟ هو٠ نو ولې ئی بيا يوازی پرېښود؟ دلته د انسان علم او منطق د مور په پړه حکم کوي))

هو دابه د تقدير نتيجه وي ، خو معلوميږي نه ، بر عکس د تدبير نيمګړ تيا، د مور دپوهې ، تجربې ، عادت ، پروا ساتنې ، پيګيرۍ ، تون او طاقت ، واک و د مرستې څوک لرلو او يا په عصبي حالت کې يوه نيمګړ تيا به يې علت ؤ . د رحمان با با څخه ستاسې خپل نقل قول چې : په تدبير که د بېړۍ سوري بند نکړل ....تقدير دادی چې بيړۍ به دې ډوبيږي . واسلام .


قضی او قدر

م ن غروال
17.09.2003

ښاغلۍ پاڅون صاحب سلام عرض کوم
دقضی او قدر په هکله لدې ايضافه غږيدل زه ﻻزمه نه بولم٠ کله چه يوه مسئله روښانولو ته اړتيا لري بايد هغه تل هر اړخيزه وڅيړل شي او او د هرې پوښتنې له ځوابه چه بله يا نورې پوښتنې رامنځ ته کيږي ،هغه هم بايد مطرح شي چه د ضد او نقيض شکل لري، نه دا چه زه ضد او نقيض عقيده لرم٠
د مور او ماشوم مثال مي د خداي ج د خلقت په هکله بيان کړئ دي نه د تقديردوضاحت لپاره چه تاسو ئې ګمان کوئ، او کله چه خداي پوهيدو چه دا بنده به تل ګمراه يا جاهل يا کافر يا شرير واقع کيږي او دمخنيوي هم کامل مقتدر وؤ، نو مخنيوئ به کړئ وائ ،،، ما ټول هغه اړخونه چه په قضی او قدر اړه لري او بالاخره د هغه څخه څه راسپړل کيږي ، او د يوه مسلمان عقيده بالاخره پدې جريان کي،ليکلي دي ٠ که څوک داسي پوښتنه وکړي چه نو ولې الله ج مخ نيوئ ونکړ؟ يا يی ولې نه کوي؟، دا ځواب نشته٠ د بشر دخلقت دمخه، دهغه په راتلونکي د الله ج پوهيدل او خدائ ج څوک کافر خلق کول، دا ډير فرق سره لري٠ پدي هکله مې هم ليکلي دي چه مؤمن څه ډول ئې بايد دخپل خالق ج دچارو او د هغه د تصاميمو په برخه کي عقيده ولري٠ چه دلته ئی مکررا ليکلو ته اړتيا نشته٠ددي مسئلې کوڅه مخ په تنګېدو ده، څومره چه نور مخ ته سړئ ځي هماغومره سړئ ﻻځوابه کيږي٠ حتی اصحابو کرامو اکثرا تر وسه پدغه موضوع کي د زياتي شرحی او يادزياتو پوښتنو ډډه کړيده او کوشش شوئ دي چه لنډ ځواب وويل شي، او مابالاخرهدا په ډاګه کړيده چه يو مؤمن بايد دخپل ايمان له مخې خپل خدای ج ته کامل تسليم شي او دهغه چارې دې فقط هغه ج ته وروسپاري او بس٠ چه دا ما ليکلي دي٠ د موسی ع قصه ډير بهترين يو مثال دي چه سړئ کولائ شي په سا عتو دغه مسئله کي فکر وکړي او په لسګونې پوښتنې خپله ځانته ځواب کړي٠ ما چه په څه اکتفا کړيده هغه مي هم عرض کړئ دی چه فکر نه کوم چه په ضد او نقيض کي راګير شوئ وم٠ زه اطمينان درکوم چه څه مي ليکلي دي اسلامي او روښانه دي٠ پيل او پاي د جريان بيان شوي دي٠ چه که کومه پوښتنه هم پيدا شي بيا هم ما تر وسه کوشش کړئ دي چه موضوع له هره طرفه وکتل شي، چه ستاسو په وينا ضد اونقيض٠
پدې هکله همدومره بس دي ، نه دين پرې جوړيږي او نه هم دنيا٠ همدا ډول د جنت په مادياتو او معنوياتو او نه هم د ادم ع څخه تر اوسه دکلونو په پيدا کولو، يا دصحيفودنشتوالو په څارنو او٠٠٠٠ ، فکر کوم اسلامي ټولنيز او د اسلامي نړئ ستونزې او خصوصا د وطن ستونځې که د اسلام له کړکيو وليدل شي او مطرح شي او وڅيړل شي او بحث پرې وشي چه د سولې، پرمختګ ،او مسلمانو ته د غرقيدو څخه نجات ورکول به مرام وي، په کراتو او مراتو به بهتره وي په تناسب د داډول مسايلو٠
پاتې شوه ستاسو لطيفه؟ ملا يعني بې عقل٠ چه ماشوم ميم نشي ويلائ نو دميم، نيم ميم دې وؤائې٠ خير دا لطيفه بلل خپله د لطيفې دکلمې له معنی څخه وتلې خبره ده ٠ اود ملا کلمې ته هم يوتوهين دي ٠ که ملا صيح ترجمه کړو ممکن نني ملايان اصلا ملايان نه وي٠ بېشکه شته خو له بده مرغه ډير لږ٠ اما دا ددې معنی نشي ورکولائ چه ملا پسې ټوکې جوړو کړو٠ تاسو نه ده جوړه کړې، پاڅون صاحب ما هم ندي ويلي چه تاسو جوړه کړيده، ويل دداسي ټوکې نبايد دمؤمن دقلم رنګ وي٠
ملايان د دين ډېوې دي نصيحت نه کوي
هيچ چاته منت نه کوي کار د شريعت نه کوي
دې ته زه لطيفه وايم اما ستاسو ليکنې ته نه٠ خير هغه تېره شوې خبره وه تکرار ئې بهتره وه چه نه مووائ کړې، اما زه خوځواب بايد ځکه وليکم چه ستاسو ليکنه ټول لولي دما لپاره بيا نو مناسب د حال نه ده چه ليکنه مو ﻻ ځوابه پرېږدم، که د ملا پر ځائ مو زه مثال راوړئ وائ نو بيشکه لطيفه وه او که ټوکه وائ هم ښه وه، اما ملا او ټوکه؟ وګورئ دښمن داسلام له څه، څه راته جوړ کړي دي٠ او هغه هم حتی عملا٠ همداسی وطن کي چاته مجاهد خطاب وشو او چاته هم تروريست٠ کلا نړېواله سطح کي وګورئ چه اسلام ،مجاهد، عالم، طالب يعنی څه؟ ، او BBC او نور تبليغي او نشراتي ارګانونه په کوم شکل د اشکالو تبليغ کوي چه اسلام يعنی دا٠
ښاغلو طالب خان او طالب جان ته مسقيما بلنه ورکړ شوې وه چه خپل نظر وليکي، اما فکر کوم چه پداسو مسئلوکي ددوي له ليکني ډډه کولو يوازنۍ علت به ئې دا وي چه هغوي پوهيږي چه د داسی شيانومطرح کول او د هغې شرح ورکول د مسلمانې نړئ د رنځ هيڅ درمل هم نشي کيدائ٠ خير په هر حال٠
زه هيله مند يم چه ستاسو قناعت می څه نا څه حاصل کړئ وي٠ او ډيره به ښه وي چه که نوره پاي ورکړل شي ٠
په درناوې ٠ غروال


نقاد
18.09.2003

دروند غرول صاحب السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته! تاسوته ستاسو له توضيحاتو څخه کورودانی وايم او مننه کوم چې خپل دينې مسووليت مو پر ځای کړی دی . په قضی او قدر باندی مونږ ټول مسلمانان ايمان لرو چې د ( ( ولقدر خيره و شره من الله تعالی )) سره سم د ايمان او عقيدې رکن دی ، او له دې کبله د ولې ؟، څنګه ؟ ايا؟ عملي ثبوت او تائيد ، او نورو منطقي، علمي او غير علمي بحثونو موضوع نه ده او نه کيدای شي ، بلکې صرف ديني موضوع ده، د عقيدې سره تړلې اوله عقيدوي اړخه پرې رڼا اچول کيدای شي اوبس . دا کار تاسو وکړ، اجر مو نصيب شه ، او دا مو هم وښودل چې نور پرې سکوت او چوپه چوپتيا ضروري ده ، او علمي منطقي بحث پرې نشي کيدای بې له دې چې مؤمن مسلمان پرې خپل ايمان ته زيان واړوي . دين د مفاهيمو د منطقي تړاو ، منطقي احکامو او منطقي استنتاج سره نه ، بلکې له احساس او جذباتو سره چې نيک وي اړه لري ، د بدو جذاتو غندنه او مخنيوی او د نيکيو او اخلاقي جذباتو روزنه او ښوونه ده . تر کومه څايه چې له منطق څخه پکي کار اخيستل کيږي هغه هم څومره چې د نوموړو نيکيو اوروحي پاکيو د روښانتيا او باوري کولو له پاره ضروري بريښي او بس . له دې کبله دين يوه ښودنه (اموزش) او روزنه او ﻻر ښودنه ده ، چې تدريس او تبلغ کيدای شي او پراخه تعليمات لري ، ولې علم او پو هنه ورته نه ويل کيږي .ديني ملا، مولوي او قاضي صاحب يو ښوونکي او عقيدوي ﻻر ښود دی ، خو عالم او پوهاند نه دی ، د ډېرې پو هې خاوند دی ، خو پوهنه ښايي هيڅ ونه لري . د ديني پوهې واکمن خو د پوهنې (( دوښمن)) ، او يا لږ تر لږه ددغې دوښمنۍ( (طالب)) دی. د شرعي حقوقو د برخې پوهه يې د يوه تاريخي او فعلي واقعيت په توګه پوهنه ده . نو ځکه دا ضروري ده چې محاکم ، مسجدونه ، ديني مدرسې ددوی د کار ،فعاليت او واکمنۍ برخه وي او بس او له هر اسلامي حکومت څخه همدغه او همدومره واک او صلاحيت و غواړي ، نه زيات او نه نور سياسي قدرت ، او که سياسي غواړي نو هغه ه بايد د پارلمان (شورا) ، يعنې له ديموکراتيکې پارلماني ﻻرې څخه وغواړي، څو د طالبانو او ياد قدرت د وږو تږو ليونيو (( مجاهدينو)) په څير بيا به د وطن او ملت د بدبختۍ سبب نشي. ځکه هر قدرت چې په زور (په ځنګلي قانون) تر ﻻسه کيږي او تر ﻻسه شوی ، غه په زور ( وحشت) ولاړ او چليدلی او په زور راپرځول شوی دی . ځکه د هر زور د پاسه زور پيدا کيږي ، خو په ازادۍ ، ازاد رژيم او ازاد ملت د هيچا زور بر نه دی . ځکه ازادي د جمعي اند او تفکر او جمعي مسووليت نوم دی ، او الله تعالی يې ملاتړ کوي . ديموکراسي په ازادۍ ولاړه ده او ازادي د انسان شرف ، د انسان اصل او ماهيت او د انسان لپاره يواځينی نعمت دی چې سترو مسئوليتونو ته پرې تن ورکولی او هغه پرې ترسره کولای شي. او همدغه ازادي او د ازادۍ زيږنده مسووليت دی چې د د مفهوم پولې يې د قضی او قدر په اړوند هم روښانتيا غواړي او ز ما لپاره د موضوع دا اړخ جالب ؤ، قضی او قدر پخپله راته سوال نه ؤ . نو هيله ده لوستونکي په ازادۍ خبرې وکړي ، چې دا څشی دی ، ولې دومره مهمه ده ، ولې يې ډير خلک خطرناکه بولي ، د مسوليت سره څه تړاو لري اود اسلام مبارک دين تر کومه څايه پورې ازادي او ديموکراسي مني ؟ د نوي اساسي قانون د مسودې کومې مادې يا جملې د اسلام سره متضادې دي ، اوداسې سل او زر نورې پوښتنې ! والسلام .


ډاکتر وطنمل
02.10.2003

[quote:ca1998f1dc="Ghairat"][color=blue:ca1998f1dc]زما دويمه پوښتنه :
موسی (ع) لومړنی پيغمبر دی چې اسماني کتاب پرې نازل شوی دی . خو د بشر( ادم عليه السلام ) له خلقت څخه د موسی (ع) تروخته پورې د تاريخ ډيره زمانه پرته ده نسبت له هغه نه راوروسته تر محمد (ص) يا نن ورځې پورې چې په ټوليزه توګه 4 اسماني لوی کتابونه په کې نازل شول ، خو په مخکينۍ ډېره ډېره اوږده زمانه کې ، چې نږدې درې پيړۍ د پاسه اوه زره ( 7297) کاله کيږي ، هيڅ کوم اسماني کتاب نازل شوې نه دی ؟ وايي چې صحيفې به پيغمبرانو ته راتلې ، خو دهغوی هيڅ اثار او پته نه ده جوته شوې ،ښايي چې هغه به نه په ليکل شوي شکل نه نازل شوي وي او نه به چا وروسته بيا ليکلي وي ، که څنګه ؟ البته ليک د عيسی(ع) له زيږيدو څخه 3300 کاله پخوا اختراع شوی ، او موسی (ع) له عيسی (ع) څخه لکه څنګه چې طالب حان هم ليکلي1700 کاله پخوا، يعنې د ليک له اختراع څخه 1600 کاله وروسته ژوند کړی دی . ايا د اسماني کتابونو د نه نازليدواصلي علت داؤ چې ګواکې بشر ﻻ ليک نه و ايجاد کړی ، نو کتاب به ورته څنګه راغلی وای ؟ که داسي وي نو ايا الله (ج) خپلو پيغبرانو ته خط او ليکل لوستل قدرې هم نه ښودل چې بشر ته يې هم ور زده کړي ؟ په داسې حال کې چې الله تعالی بيشکه دلوح اوقلم رب او خاوند هم دی ـ اويا خو داچې د اسماني کتاب نه راتګ بل ( کوم ؟) علت درلود ؟ [/color:ca1998f1dc][/quote:ca1998f1dc]

غيرت خانه وروره ښې چارې !
ستا ددې پوښتنې هم ډير وخت وشو ، خو ښايي چا به تر اوسه کوم نقلي دليل نه وي موندلی چې ځواب يې درته ليکلي وای ، او ښايي په عقلي دﻻيلو کې چا اندښت (سوچ) نه وي کړی چې څواب درکړي . او يا خو داچې سوال دې له نقلي معلوماتو څخه راوﻻړ شوی ، نو ځينو ته به دا جرئت سخت ښکاري چې د نقلي موضوع په سوال کې له خپله انده عقلي ځواب ووايي . نو تر اوسه ټول لوستونکي او ليکونکي په دې اړه په ټپه وﻻړ او چوپ پاتې دي .
که چيرې ته خپله ورته کوم جواب لرې ، نو بيان يې کړه ، که نه د عقلي او نقلي دﻻيلو لرونکو ته د بلنه ورکوو چې خپله وروستۍ خواري وکړي اود پوښتنې ځواب ووايې . واسلام


Ghairat
02.10.2003

درنو لوستونکو ، محترم پاڅون صيب ، زما سلام او نېکې هيلې ومنئ ، او بيا همدومره عرض کوم چې زه اصلأ نقلي دﻻيلو ته سترګې په ﻻره يم ، او د نقلي حل هيله هم له محترم طالب جان او ښاغلي غروال صاحب څخه لرم چې په دې اړه يې څه لېکلی وای . په عقلي توګه خو سوال ډير اړخونه او پيچلتيا پيدا کوي او هغه د چا خبره
(( له مور څخه يې لور غټيږي )) . د ساري په توګه : موسی (ع) ته تيار ليکل شوی کتاب (تورات) راغلی دی . دا ليک څه ډول ؤ ، املا او انشأ يې بشپړه او فوق العاده وه او دعبراني ژبې د راتلونکې املا او انشأ څخه هم لوړه او بشپړ ه وه او که د خپل وخت متوسط شکل يې درلود ؟ ايا د تورات ليکلي شکل املااو انشأ د انسان
له سويې لوړه اولږ تر لږه د راتلونکو زمانو لکه اوسني وخت سره برابره وه ؟ تورات چې اوس يې حجم د قران کريم پر نيمايي هم نه دی ، ايا په رښتيا سره لکه څنګه چې ځينې علمأ کرام ادعأ کوي ، تورات په يو شمير (40 ؟) اوښانو بار راوړل شو ؟ ايا تورات له اسمانه څخه په دې حجم ليکلی راغلی و، اوکه الله تعالی د کوه طورپر سر موسی (ع) ته 30 ورځې وايه (ديکته کړ)او هغه ليکه ، چې بيا هم پوره نشو، نو لس ورځې يې نور هم موسی (ع) معطل کړ څو ليکنه يې پوره شي او خپل قوم ته يې له ځان سره يوسي ؟ ايا د تورات حجم همدومره دی چې يو يا حد اعظم دوه تنه يې په 30 ـ 40 ورځو کې ددرمې په ليکاڼي هم ليکلی شي ؟ ايا د هغه وخت عبراني حط دومره غټ توري لرل چې له همدغه موجوده تورات له زخامت او حجم څخه دومره ډير کتابونه جوړيدل چې په څو اوښانو باريدل او که نه، همدغه اوسنی حجم ټول دډبرو پر تختو ليکل شوی ؤ نو د دردندوالي له کبله يې په اوښانو راوړ .
موسی (ع) هغه تختې چې لس شرعي حکام پرې ليکل شوي وو ، دساميري په مشرۍ کفر ته د قوم د اووښتو له امله په قهر کې له ﻻسه وغورځولې .ايا يو پيغمبر له قهره دومره بيخوده کيدای شي چې د خدای کتاب يا د کتاب يوه برخه له ﻻسه وغورڅوی ، په داسې حال کې چې شيطان هم پر پيغمبرانو تأثير نشي کولای ؟
هغه صحيفې چې د 7000کالو په ترڅ کې په څه کم يو لک او 24 زرو پيغمبرانوباندې له ادم (ع) نه تر موسی (ع) تر وخته پورې نازل شوې وې ، ولې ليکلې نه وې ، دابه څومره لويه کلتوري پانګه وه ، او که ليکلې هم نه وې نازل شوې ، دهغوی محتوا او نتيجې څه وې او څه شوې ؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې هر سالم عقل يې ځواب لټول غواړي . هيله ده په مطرح کولو يې هغه نقلي عالمان خفه يا په قهر نشي چې نه يې نقلي څواب لري نه عقلي ، او هغه عالمان چې نقلي ځواب ورته لري ، باور دی چې هغوی پرې نه خفه کيږي ، بلکې په خوشحالۍ به يې ځواب کړي . والسلام .


م ن غروال
03.10.2003

ښاغلئ غيرت صاحب سلام
دا ما په کابل کي پوښتي وؤ چه دادم ع کتاب څه نوم دی او دا نورو 124زرو پيغمبرانو ع کتابونه نامې او هغه صحيفې څه شوې؟ دا به نن ښه اسلامي اسناد وائ ﻻاقل دبشر خلقت به نن له بېزو ګمان څخه په امان کي وائ٠ خو بحث او معلومات داسي وؤ چه په تاريخي او علمي دﻻيلو ئې اتکا نشوه کوﻻئ٠ چه صرفا عقيدوي جنبه ئې درلوده ، هغه درست ، اما ستاسو پوښتنه تر ډېره حده په تاريخ هغه هم په ديني تاريخ اړه نيسي چه هغه ستاسو د پوښتنې ځواب نشي جبران کوﻻئ٠ فعلا ما خپله اوسنئ بيبل سره د انجيل او تفسير شريف کم زيات وکاته او مخکي می هم پدې هکله څه تر سترګو ندې تېر شوي چه کوم ځواب ورڅخه دﻻسه شي٠ او دا ريښتيا چه د موجديت عدم ئې ډيره جالبه ده٠
د کلونو شمير هم په همدې اساس مؤثق نشي کيدائ٠ خو هغه هم لږ يا ډير دومره ددې مسئلې د بحث موضوع نده٠
نوره پاتې شو د هر سړي شخصي اند ، چه دلته څه ډول جريان انګېرﻻئ شي هغه پدې اړه لري چه ايمان په اسلام څومره غښتلئ دی٠ ځکه خلقت کاملا يوه ژور عجايب له ځانه سره لري چه علمي اثباتيي ئې خورا ډېرې ګرانې يا خو هم ﻻممکنه دي٠ بېشکه هر څه چه وؤ دالهي په مصلحت وؤ اما د مونږ ﻻسونه د لوست او په دې هکله د پوهې او تاريخي اسنادو لپاره تش دي٠ زه مننه کوم له هغه ورور څخه چه پدي هکله که مستند څه په نښه کړي٠ په درناوې٠ غروال


Ghairat
03.10.2003

.................................... ((بېشکه هر څه چه وؤ دالهي په مصلحت وؤ))

محترم غروال صاحب سلام او نيکې هيلې مې دواړه ومنئ. په منځنيو پيړيو کې عيسويانو د شوﻻستيک په چوکاټ کې د خپل دين له پاره د تيوري په کچه ډير تحقيقي او فلسفي کار او خدمت تر سره کړی دی او دغه راز
پوښتنو ته څوابونه موندلي دي ، خو زمونږ سپيڅلي دين ته چا ډيرتيوريک کار نه دی کړی ، او دا زمونږ نيکمرغي نه ده . زه م په عقيدوي او هم پ عقلي ﻻر دې يوې نتيجې ته رسيدلی يم چې ((بېشکه هر څه چه وؤ دالهي په مصلحت وؤ ، دي او وي به)) او پهدې باور او اند يم چې هرڅه الله تعالی په خپله يوځلي او ازلي اراده سره چې ( کن ) يې ورته ويلی او له هغه راهيسې د نړۍ تر پايه پورې د ( فيکون ) بهير دوام لري . دې تهﻻغور کول په کار دي چې هر څه د الله تعالی د ازلي ارادې مطابق تر سره شوي کيږي او وبه شي ، او الله (ج) له هماغې لومړۍ مطلقې ارادې زيات نوردهيڅ شي سرته رسولوته اړتيا نلري . که څنګه، تاسو څه اندښت (سوچ) لرئ والسلام .


م ن غروال
03.10.2003

غيرته وروره بيا هم سلام
بېشکه او سل په سلو کی همداسی ده څه چه مو ليکلي دي چه پرته لدې زما معلومات ئې هم نشي وړاندي کوﻻئ٠
اما پوښتنې مو پدي هکله لدي زياتې تاريخي اسنادو ته اړتيا لرله٠ او فکر کوم په پورتنئ لېکنې کي مې تاسو موافق ياست٠ اما که څه په ﻻس لرئ چه دپوښتنو له ځوابو سره متطابقت ولري نو له لوستونکو ئې مه سپموئ٠ او که نه په همدې اکتفا کوئ؟ خير ، په هر حال٠ اما که ټول ځواب مو پورتنې ليکنه وي نو په همدغه ځاي دې بس وي٠ په درناوې٠ غروال


نقاد
04.10.2003

[منلي غروال صاب ليکلي :
1 ــ ((ﻻاقل دبشر خلقت به نن له بېزو ګمان څخه په امان کي وائ))

2 ــ (( د کلونو شمير هم په همدې اساس مؤثق نشي کيدائ٠ خو هغه هم ... دومره ددې مسئلې د بحث موضوع نده٠ ))
]
درنو ورونو، محترم غروال صيب او ښاغلی غيرت صيب ، له سلامونو څخه وروسته ستاسو په تائيد همدومره زياتوم چې : داد کلونو شمير رښتيا هم شکمن بريښي ، ځکه چې د انسان د بدن د سکليټونو له موندلو ، په تيره بيا د سر او د ملاد تير له هغو څخه څخه د بشر ژوند له ديرشو څخه تر 40 زرو کالو پورې تثبيت شوی دی . که د ادم صفي الله دوره لس ، په اعظمي صورت 12 زره کاله پخوا فرض کړو ، نو پوښتنه پيدا کيږي چې تر هغه د مخه خير دا شل دېرش زره کاله ژوند د انسانانو بيا څنګه امکان لري ؟
که ادم او حوا وروستني انسان ته ويل شوی وي چې تاريخ ته يې په نسبتأ نږدې دوره يعنې د بري مدنيت په پيلامه کې يې ژوند کړی وي او پر مخکينيوانسانانو د صرف نظر چليپه راښکل شوي وي ،نو دا مخکيني وګړي دچا او ﻻده وه او له چا څخه پيدا شوي وو ؟ او که د ادم دوره له څلوپښت زره کالو د مخه وخت وبولو ، نو د مذهبي اټکلونو سره په ټکر کې راڅي چې ادم (ع) ته له لس دولس زره کالو پخواڅخه زياته موده نه ورکوي . سر بيره پردې هغه وحشي او نيمه وحشي ژوند چې انسانانو په لومړيو دېرش ــ ، شل زرو کالو کې تير کړی دی ، د ادم عليه اسلام د اوﻻدونو سره نه ښايي و نه ممکن بريي ، په داسې حال کې چې ادم (ع) د نقلي عقيدوي بنسټ له مخې کائن علم درلود او پخپله د پيغمبر په توګه به د هغه اوﻻد څرنګه د وحشت او نيمه وحشت دورې ته راټيټ شوی وي ؟ طبعأ داامکان نه لري !!!
دلته عقيده او تيورکي نعلومات سره په ټکر کې راڅي ، او علم له عقيدې څخه بيليږي . مونږ شکر الحمد ل الله مسلمانان يو ، که هر څو تيوريکي معلومات مو زيات شي ، بيا هم عقيده مو بايد له شک څخه پاکه غو مصؤنه پاتې وي . تيوريکي معلومات او تيريکي بحث ضرور دی ، خوبي له دې چې د عقيدې ځای ونيسي او يا يې اخلال کړي .
نو خدای (ج) دې زمونږ غاړه بنده نکړي چې په تيورکي لحاظ اورو يا لولو چې داسې هم کيدای شي چې د ادم کلمه لومړی دعام نامه په توګه د انسان له پاره ( لکه اوس چې څنګه ادمزاد وايو) هغه وخت کارول شوي وي چې له نورو ژويو څخه د خپل کيفيت په توپيروپوهيده او غوښتل يې ځان ترې توپير کړي . او يا هم هر نارينه انسان ته ادم اوهر ښځينه بشر ته حوا ويل شوي وي او بيا وروسته يې اوسنی (مذهبي ) مفهوم خپل کړی وي ؟.
د عيسوي دين په عقيده د بايبل له مخې ادم په اسمان يا اسماني جنت کې نه دی پيدا شوی او نه ادم او حوا له اسمان څخه راکښته شوي دي ، بلکې هغه جنت چې دوی پکې ژوند کاوه ، هغه پخپله د ځمکې پر مخ د عدن د باغ په نامه موجود ؤ ، او بيا ترې دوی دواړه د خپلې ګناه له کبله وويستل شول ، او هغه باغ عدن هم وروسته الله تعالی د ځمکې له مخ څخه ورک کړ . اسمان ته د بايبل له مخي خدای بخښلي انسانان له مرګه وروسته درومي ، او نابخښلي دوزخ ته ځي چې په ځمکه کې دی . دلته مطلب د بايبل په تفصيل نه دی ، ځکه دغه تفصيل يې د سپيڅلي قران کريم سره سر نه خوري ، خو د انسان ځمکني پيدايښت او ځمکني تاريخ ته زياته مخه پرانيزي او داسماني سرنوشت سره د لومړي څل له پاره له مرګه وروسته ښايي صرف د ارواحانو په توګه مخامخ کيږي .
ځينې ديني توضيحات که د معرفت سمبوليک شکل وګڼل شي ، د ځينو تيوريکي محتوياتو سره ورته والی پيدا کوي ، خو د مذهبي شکل له کبله ورسره سخت په ضديت کې پاتې کيږي ، له دې کبله مونږ هغسې تيوريکي ملومات دعقيدوي باور وړ نه ګڼو.
دا ه ويل کيږي چې د ابراهيم (ع) پورې د اديانو تاريخ تثبيت ګڼل شوی، خو د نوح او ادم عليهم السلام قصه بي ثبوته او بي تثبيته پاتې شوي او ګواکې صرف استوره يي محتويات انګيرل کيږي . دلته ر ښتيا هم د غروال صيب
تشويش پر څای ښکاري ، ځکه که چيرې نن هغه صحيفې يا د هغه وخت کوم اسماني کتاب موجود وای ،نو ((ﻻاقل دبشر خلقت به نن له بېزو ګمان څخه په امان کي وائ))
خو څنګه چې له ابراهيم (ع) له دورې څخه دمخکېنيو دورو ثبوت او تثبيت ندی تر ﻻسه شوی ، نو ميدان دغسې دﻻيلو ته خالي پاتې شوی چې دانسان خلقت له له حيواني مبدا څخه موجه وبريښوي . نو دا تشه بايد ډکه شي او که نه شايد د دار وين تيوري ورو ورو دلته هم څای ونيي ، والسلام



ليلماـ الفت
17.10.2003

درنو مسلمانانو وړونو !
يوه پوښتنه مي له ډيره وخته په زړه کي ده ـ غواړم چه ستاسو سره ئې شريکه کړم ـ
او تاسي ورباندي د قرآن او حديثو په ړنا کي بحث وکړئ ـ هغه داچه
ايا ښځه او نر ته په اسلام کي يو رقم حقوق ورکول سويدي ـ او که څنګه ؟ او ايا ښځي ته په حکومت کي د کار اجازه سته او که څنګه ؟
.............................................................................ستاسي يوه پښتنه خور.............................


م ن غروال
18.10.2003

پتمنې ليلمی الفت خورې سلام او درنښت
دښځو حقوق که په ټولو اياتو او احاديثو بيان غواړئ خورا زيات کار دئ٠ دا يو فقهي مؤمن ورور ته چه پدې اړه ټول شرعي اسناد ککرۍ کښی ولري هم کوچنۍ کار ندئ٠ خو زه غواړم د اسلام له پلوه چه هغه به هم اسلامي جامه لري تر خپل حده ستاسو خدمت ته په عرض ورسوم٠
لکه څرنګه چه انسانان په يو ډول ندي خلق شوي نو حقوق هم يو شکل نلري٠ ښځه او نارينه جسما چه د فزيکي حالت له پلوه سره په توپير کي دي نو حقوق هم هرومرو سره په توپير کی دي٠ دا توپير دښځي د ستونځو په نظر کي لرلو سره دښځو د بهترينو حقوقو ورکولو په بنسټ معين شوي يا امر شوئ دئ٠ له خوراک څښاک نېولې تر
زده کړې او کار او تر دخول د بهشته له نارينه سره هم حقوقه دي٠ خو شته داسی فرق چه ښځه ورڅخه د خپلې جسمي خلقت له امله حقوقأ معافه بللې ده چه مرام يې د درانه بار نه اېښودل دښځو پر اوږو دی٠ دمثال په توګه،
ښځه امام، قاضي يا اميرالمؤمنينه نشي کيدائ٠ او دمېراث او شهادت په چاروکي هم توپير شته او يا لکه د نارينه په شان د څو منکحو خاوند درلودل٠او دلباس د اغوستو يا حجاب توپير له نارينه سره هم د انسان د رزيله اخلاقو د مخنيوي په اساس وجود لري٠ داسی نور کوم توپير که ليدل کيږي د انساني حرمت او د ښځو او نارينه تر منځ دخورا نېکو اخلاقو په چوکات کی له يوه بله سره د ژوند کولو اهداف يې مرام دئ٠ په ټول قرأن العظيم الشان کی تل مؤمن نو که ښځينه ده يا نارينه، لوئ سبحان وتعالی خپلو اوامرو ته مخاطب ګرځولئ دئ البته صرفأ د بعضو مدني حقوقو د شرحې لپاره ښځه يواځې ياده شوې ده که نه خدائ ج ته د ښځې او نارينه کوم توپير نشته٠
له بده مرغه هغه څه چه زمونږ په وطنو کی پر ښځوڅه تيريږي اکثرا کلېوال ناوړه دودنه دي چه ښځينه طبقه يې قربانيږي٠ د اسلام علماؤ پدې هکله زمونږ ټولنو ته په خواشينئ سره هيڅ ندي کړي٠ که نه داسی کلۍ به هم وي چه هلته عالم ددين تشريف نه وي درلودﻻئ٠ دا غربي هيوادونه چه زمونږ په ټولنو کي د ښځو بغارې وهي دهمدغو ناوړو دودو تأثيرات دي چه اکثرأ د دين له لورې جريان ته جلوه ورکول کيږي او داسلام په نامه سياسي واکمنو له غلطيو او د اسلام له اصولو دغلطو استفادې تأثيرات هم البته په لومړۍ قدم کي تأثير لري٠ که نه څومره چه د ښځو حيثيت او ددوئ لمنو ته د اسلام دين پاکي او صفا او ارزښت او درناوئ ورکوي دا قبول کړئ چه په هيڅ يو بل دين او قانون کي نشته٠ اما څه وکړو چه زمونږ اسلامي سياسي واکمن هغه څه چه د ښځو په حق کی ترسره کړل يا يې هم تر سره کوي چه غير اسلامي خو هرومرو دي چه غير انساني هم دي٠ په درناوې


Ghairat
19.10.2003

پتمن خور الفت ، اسلام عليکم و رحمت الله و برکاته !
ټول افغان ته مو دداسې ښې پوښتنې سره قدم مبارک ، او هر کله راشئ !
زه باور لرم چې زمونږ وتلی استاد محترم طالب جان او يابل دينپوه ، لکه محترم غروال صاحب چې دادی پوره معلومات يې وړاندې کړی ، تاسوته د ايت او حديث په رڼا کې هم ډير معلومات درکړي ، خوزه به هم ، که ستاسو د اخلاليدو سبب نه ګرځي ، د ټول افغان د بحث په ټولګړي فوروم کې په دې پوښتنې له بله پلوه يو څه رڼا وغورڅوم .



ليلماـ الفت
19.10.2003

دروند غيرت او عزتمندغروال صاحب !
لمړۍ سلامونه او بيا ستاسي ددې عمده معلوماتو څخه يوه نړۍ مننه !
خو زما پوښتني دوې برخي درلودې پر دوهمه برخه که لږ رڼا واچوۍ احسان به مو وي ـ
داخو صحح ده ښځه و نر فطرتاٌ يو شان نه دي خو زما په اند د اسلام په سپېڅلي او مقدس دين کي ښځه دونه دنارينوؤ په پرتله له حقوقو څخه محرومه نه ده لکه زموږ ملاصاحبان چه ئې تحليله وي ددوی په وينا وؤ له کلو راهسي زموږ په ټولنه کي لا د مينځي حقوق هم نه ورکول کيږي ددوي په اند ښځه د فتنې يو لوښئ دئ بايد په څلور ديوالوکي بنده پاته سي د زده کړي ،کار او داسي نور خو ددوي په اند هډو په اسلام کي ځای نسته نو
ايا که ښځه په کور کي نارينه ونه لري نو د نفقې د برابره ولو لپاره د کار حق نه لري
ايا ښځه د خپل اولاد د سالمي تربيې لپاره يا د خپل روزمره ژوند دپاره ديني ياعصري زده کړي ته اړتيا نه لري
او داسي ډيري پوښتني ـــــــــــــ په مينه ستاسي پښتنه خور


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more