د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

ددروېش دراني شعرونه

رښتینی
16.02.2007

دشعر مينه والو او خوږو يارانوته سلام
غواړم دلته ددرانه شاعر دروېش دراني شعرونه رانقل کړم که کوم ورور ددراني صيب غوره شعرونه لري نو نه دې سپموي اودلته دې وليکي . مننه

زما په زړه کې که بتان ويني نو مات يې کړه ته
دا بتخانه دغسې مه پرېږده جمات يې کړه ته

زه خو راضي ستا په رضا يم پکې هيڅ نه وايم
که مې غمونه درته کم ښکاري نوزيات يې کړه ته

جهان انبار کړې رنګا رنګ وسلې زما و مخته
وايي داخپل وطن ته يوسه او خيرات يې کړه ته

دغه رڼا به دې دهر يوه محفل څراغ کړي
درد دولس واخله اوبرخه دخپل ذات يې کړه ته

ددروېش زهر زهر ژوند خوستا په مخکې دی نن
خواږه دشونډودې ورګډکړه لږ اوشات يې کړه ته


کټوازی
18.02.2007

د ټول افغان د شعرونو د برخې درنو کتونکو او لوستونکو پۀ ځانګړي ډول حامد کاکا
اسلام عليکم ورحمتۀ الله وبرکاتۀ!
يره خو زبردست نوښت دی چې ډېر خوند به وکړي خو له بده مرغه چې زۀ به يي يوازې د لوستونکو له ډلې يم ځکه چې د ښاغلي دروېش شاعري مې بېخي نه ده لوستلې!
خو پۀ هرصورت داچې زموږ ملګري ګران حامد د نوميالي شاعر ښاغلي دروېش دراني د شعرونو ترعنوان لاندې د مشاعرې تابيا کړې ،غواړم چې پرخپل ځای د ښاغلي دروېش يو غزل پۀ ترنم ترنم واورم.
__________________________________

که دې بيا تورې دواړه سترګې پۀ کجل کړې اشنا
دامې يقين دی راته پام به د اجل کړې اشنا

څوک د سايې پۀ شاني ګرځوې له ځانه سره
او څوک بيا هېر پر لاره باندې لکه پل کړې اشنا

زما پۀ زړۀ کې دې ډېر وخت او ډېر کلونه تېرکړل
اوس مې هم خيال نه دی چې دا کور به بدل کړې اشنا

وي به ړنده چې کومه سترګه شي ړنده درپسې
دا څۀ څراغ نه دی چې بېرته به يي بل کړې اشنا

د پښو پرځای باندې يي زړۀ سپينې تڼاکې وکړي
تۀ چې دروېش روان د هجر پر مزل کړې اشنا


رښتینی
18.02.2007

محترمو وروڼو او جناب کټواري صيب سلامونه

کټوازي صيب په دي خبره دي سم پوهه نه شوم:
[code:1:01483836d5]يره خو زبردست نوښت دی چې ډېر خوند به وکړي [/code:1:01483836d5]

خير ډيره يي مه شاربه مهمه نه ده
او ددي نوښت (!) په لړ کي ددرويش صيب داشعر در ونيسه :

_______________________________________________

زړه مي درد کوي له زړه ورپسي ژاړم
دښمنان چي مي وي مړه ورپسي ژاړم

ماديار دغه غوښتنه هم په ځاي کړه
نه يي نوم اخلم او نه ورپسي ژاړم

بيلتانه دي دهرچا په غم شريک کړم
ياردبل درومي او زه ور پسي ژاړم

چي ترڅومي وي دا ژبه يادوم يي
چي ترڅولرم ليمه ور پسي ژاړم

مخ او زلفي يي په ياد راځي درويشه
په رڼا او په تياره ور پسي ژاړم

-------------------------------------------
او ګوره صميم صيب دومره مشر هم ولاکه يم خو دا
دکاکا ټکۍ بيخي ښه نه راباندي لګيږي خدا څه
چل دي نه پوهيږم ؟

په مينه


رښتینی
19.02.2007

[color=darkred:866f503ed7] مرسته [/color:866f503ed7]

چي موږ واړه مرګي حاله وو له لوږي
دي دنيا هغه وخت هيڅ سخا ونه کړه

چي موږواړه وو بي برخي له لباسه
دي دنيا زموږ پر حال ژړا ونه کړه

چي موږواړه مبتلاوو په ړنځونو
دي دنيا مو دهيڅ رنځ دوا ونه کړه

خوچي کله تر خپل منځ موږ سره وران شوو
او روان مو يوله بله سره جنګ شو

هر ګريوان مو تر لمني پوري چاک شو
هر لستوڼي مو په وينوباندي رنګ شو

دغه وخت ددي دنيا هر يو وګړي
زموږ ورور شو زموږ خپل شو زموږ څنګ شو

را له را يي وړه وسله له هره اړخه
راته ويي ويل کوم شۍ مو په کار دي

که به موږ ته دخنجر ضرورت پيښ شو
دوي به وويل توپک تر تاسي جار دي

که به موږ ورڅخه غوښته تشه توره
دوي به وويل د توپ ښه دروند ګزار دي

بيا دجنګ په ژبغړاندو سرو لمبو کي
شپيلۍ وسوي دشپنو سندري وسوي

دوړکوټو او سورخولو ماشومانو
تتي ژبي او وړي خبري وسوي

مرمريني مناري ايري ايري شوي
په سره اورکي دجمات کوتري وسوي

هديري دوطن پلني شوي اوږدي شوي
رنګ په وينو ورله ډير شهيدان راغلل

وهرکلي ته په څير دسرو مرغانو
سره زخمونه په لټون دانسان راغلل

چي زموږ دپرهرونو علاج وکړي
په دي نييت ستر جراحان دجهان راغلل

خويوه لا هم مرهم راوړي نه و
بس نښتر يي چلاوه په دواړو لاسو

راته ويي ويل دا چي ګزک اخلي
پري کوو هريو زخمي اندام له تاسو

هسي نه وي چي نور مخ ورسره خوړين شي
که خوږمن دچا ليمه وي هغه باسو

بياچي موږ زياتره ګوډ شوو يا ړانده شوو
موږ ويل په دي دنيا به څوک باور کړي

که له لوږي مري ډوډۍ به پيدا نه کړي
خوکه جنګ کوي وسله په خلاص مټ درکړي

څوک دي نه اوري خبره که ژوند غواړي
که مرګ غواړي درته وا دلحد ورکړي

__________________________

په مينه


ددرویش درانی مختلف شعرونه

salam
16.03.2007

ددرویش درانی مختلف شعرونه;

پۀ کومه خلۀبه دعوه کاندی چې فائده دی راوړه
لمردی دځانه سره وړے وو او شپه دی راوړه
قاتل به نۀ ئ خوزۀ دومره ګواهی ورکؤم
توره دی تکه سپینه وړی وه او سره دی راوړه

2) دلته لا خلک خوښوی د وینو رنګ درویشه
یقین مې نشې چې زر ختم شې دا جنګ درویشه

3)
دامخامخ چې زړیدلی دی پۀ دار سرونه
پۀدې وطن کې بس هم دغه وو دکار سرونه

4) تر سحاره به ژړا وه پۀ هر کور کې
خدائ خبر چې څۀ بلا وه پۀ هر کور کې

دسړو شپې تیریدلی پۀ سنګر کې
اودکور میرمن تنها وه پۀ هر کور کې

5) همه تن کۀ اوښکې اوښکې شم ژړا هم
یاره درد به مې ونۀ منې تۀ بیا هم

ما د خپله کوره مۀ باسه څراغ یم
دلوګې سره سره لرم رڼا هم


رښتینی
05.03.2009

.
.

[color=yellow:2e8b9fc832]غزل

منزل ليري، لاره ورانه زه هم ستړى ته هم ستړى

څه دي خوښه ده ارمانه زه هم ستړى ته هم ستړى

نه مي ته شې هېرولاى، نه زما له خياله وزې

ځه پخلا به شو جانانه زه هم ستړى ته هم ستړى

ځغلوې كه مي هر څومره ته به هم راسره ګرځې

قدم ونيسه اسمانه ته زه هم ستړى ته هم ستړى

د وفا په ورانو لارو بيا سفر غواړې زړګيه؟

دا خبره به شي ورانه ته زه هم ستړى ته هم ستړى

دروېش وايي ښه به دا وي چي په ساري سره پرېږدو

اې د سرو لمبو توپانه زه هم ستړى ته هم ستړى[/color:2e8b9fc832]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more