د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

د کورنې شبکې د جوړولو اصول

شمشاد شينواری
19.01.2007

که په کور کې څو کمپيوټرونه لري ( چې په يو کې اکس پی وينډوز او کم تر کمه يو بل کمپيوټر کې اکس پی، ٢٠٠٠، مي (ME) او يا هم ٩ اکس (9x) وي) کولی شئ د يوې کورنۍ شبکې په جوړولو هغه ټول سره وتړئ. په دي کار سره کولی شئ د هغوي په اينټرنيټ، هارډ ويرز کې (لکه يو چاپ ماشين، سکينر او نور) او د هغوي تر منځ فايلونو او فولډرونو ته ګډون ورکړئ. د خپل کور د کمپيوټرونو په شبکه کولو سره کولی شئ د خپلي کورنې غړو ته دا شوني کړئ چې په څو کمپيوټرونو سره لوبي وکړې.
د کورنۍ شبکې چمتو کول دري پړاونه لري: د شبکې طراحي، د شبکې په هر کمپيوټر کې د هغې د هارډويرز (LAN Card) نصب او ځای پر ځای کول او د اکس پی په وينډوز کې د Network Setup د ويزارد اجرا کول دي. که څه هم چې د لومړي او دوهم پړاو په باب خبري اتري د دي ليکنې بريدونو څخه هاخوا دي، خو په دي باب ګټور معلومات کولی شي د اکس پی وينډوز د Help کې تر لاسه کړئ (Support Help) په اصلي پاڼه کې د Networking and the Web په لينک باندې کليک وکړئ).
د شبکې د طراحۍ پر مهال بايد هغې شبکې ډول چې غواړئ جوړ يې کړئ (HPNA, Ethernet يا د کورنۍ تيليفون د کرښې شبکه او يا هم د بي سيم) وټاکئ او هغه دستګاه د مناسبو هارډويرز د نصب او تړلو پر مهال يا پړاو کې، بايد د شبکې واسط کارت (NIC) چې د شبکې وفق ورکوونکی ورته ويل کيږي د شبکې د هر کمپيوټر سره و تړئ. پر دې سر بيره که غواړئ تر دوه و زيات کمپيوټرنونه سره شبکه کړئ، يو هاب يا سويچ ته اړيتا لري. هاب يو جلا بکس دي چې د شبکې د هر کارت کيبلونه ورسره تړل کيږی. د شبکې جوړولو ډيری کيتونه چې دا وخت په بازار کې خرڅلاو ته وړاندي کيږی د کارت او هاب او همدا ډول د هغوي د تړلو د کړنلارو درلودونکي دي.
په دريم پړاو کې د اکس پی وينډوز د Network Setup ويزارد په هر هغه کمپيوټر چې غواړئ شبکې سره وتړل شي تر سره کړئ. د دې ويزارد په مرسته کولی شئ هر کمپيوټر په اسانې او ګړنديتوب د شبکې سره د تړلو لپاره تنظيم کړئ.

[code:1:a35f1a2ca3]د شبکې جوړولو لپاره په لاندي پيوند کليک وکړي.[/code:1:a35f1a2ca3]http://www.pohandost.com/index.php?option=com_content&task=category&sectionid=4&id=16&Itemid=34


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more