د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

ملخوځی هم غذ ا‍ ده او هم درمل

خیریوسی
02.01.2007

ملخوځې Fenugreek
ملخوځی هم غذ ا‍ ده او هم درمل دی دملخوځوپه تخم (دانو ) کی trigonellene او choline ، پروتین 22٪ ږیت ثابت 6٪ ، هضمونکی مواد 28٪ ، غوړ 7٪ او فوسفور ، کلسیم ، اوسپنه ، ویټامین A,b, c,d وجود لری او ټوله ژر هضمیدونکی خاصیت لری
دملخوڅو کیمیاوی جوړښت دنهنګ داینې سره یو شان دی
دملخوځو فایدې :
1ـ اشتها خلاصوی
2ـ دوینی فقیر ته ډیره ګټه رسوی
3ـ وینه صافوی
4ـ معده قوی کوی
5ـ ایشول سوی ملخوځی دماشوم دمور شېدې ډیروی
6ـ په وینه کی شګر کموی او هغه کسان چی دبولو شکر یې وی دهغو دزخم په جوړولو کی زیاته مرسته کوی
7ـ تناسلی غدی په کار اچوی او نارینه ځواک قوی کوی
8ـ بولی زیاتوی او دبدن ځخه زاریات خارجوی
9ـ قبض ختموی
10ـ دځیګر او ستونی ناروغی ته ډیره ګټه رسوی ( ټوخ ، دسږی التهاب ، ربو ، بلغم )
11ـ که په نهاره وخوړل سی دګیډی چنجیان خارجوی
12ـ که ملخوځی وایشول سی او غرغړه سی دستونی التهاب سموی

ملخوځی هم غذ ا‍ ده او هم درمل دی وبدن ته هیڅ ډول ضرر نه لری په هر ډول چی وخوړل سی وبدن ته فایده رسوی

مینه


خیریوسی
16.07.2007

په تیر پسی

ویل کیږی چی که خلګ دملخوزو په ګټه خبر سی نو به یې دسرو زرو په بیه رانیس انګلیزی عالم کلیبر وایې که ټول درملونه دترازو په یوه پله کی واچوی او ملخوزی په بله پله کی واچوی نو به دملخوزو پله پر درنه سی
ملخوځی یا ملخوزی په انګلیسی قاموس کی fenugreek نوموی علمی نوم یې Trigonella foenum - graecum . اوپه عربی یې حلبه نوموی په اوردو میتی ورته وایې کوچنی دانی دی لکه ورجه چی دری ټوټی کړی ژړ رنګ لری دکرک بوی یې ځی ما هم دبوی په سبب نه خوړلی کله چی یې په فایده وپوهیدم اوس یې خورم اوچای یې جوړوم دملخوزو بو ټی 20 – 60 سم جګوالی لری دوه کوچنی ښاخونه کوی په سر کی دری اوږدی بری پری پاڼی کوی کوچنی ژړ ګل کوی تر ګل وروسته دښکر په شکل غوزه کوی دیوی غوزی اوږدوالی تقریبا 10 سنتیمتر وی چی په دغه غوزه کی بیا دملخوزو دانی وی په کند هار کی یې دورجو سره پخوی اودنوی ماشوم تر پیداکیدو وروسته یې دماشوم مور ته ورکوی
وایی یوه ورځ رسول کریم صلی الله علیه وسلم دسعد بن آبی وقاص رضی الله تعالی عنه پوښتنی په مکه شریفه کی ورغلی او هغه ته یې رنځپوه الحارث بن کلده راوغوښتی هغه چی دسع بن ابی وقاص حال ولیدی نو یې ملخوزی د تازه عجوی خورما سره ګډه پخه کړه او وریې کړه کومه ناروغی چی دهغه وه هغه ناروغی یې جوړه سوه

مینه


دملخوځو طبی ګټی

خیریوسی
06.10.2007

دملخوځو طبی ګټی :
دملخوځو غذایې ګټی مو مخکی لیکلی اوس به دملخوځو طبی ګټی ولیکو
ملخوځی که په اوبو کی پخی سی اووخوړل سی ګیده ، ځیګر ، حلق ، نرموی اوټوخ اراموی دحلق زږوالی سموی ، باء ډیروی ، سالنډی سموی ، دسږی ناروغي ته زیاته ګټه رسوی ،
میده ملخوځی که دنطرون او سرکې سره ګډ سی پر ګیډه وتړل سی دتوری پاړسوب سموی
که ملخوځی په اوبو کی وایشول سی او میرمن پکښ کښینی درحم پاړسوب سوی
که ملخوځی وایشول سی او وڅښل سی دګیدی باد بریښ سموی ، مات سوی هډوکی ژر جوړوی
که ملخوځی دشات یا انځر سره پخی سی اوپه تشه خوا وخوړل سی دسږی او معدې څخه بلغم خارجوی او مزمن ټوخ سموی
عالم دسقوریدس وایې چی ملخوځی ښځینه ناروغیو (درحم التهاب . ...) هغه ښه درمل دی
*دمعدې دزخم دپاره :
یوه کوچنی کاچوغه میده ملخوځی دشات سره ګډه کړی دورځی دری ځله خوړل کیږی
*دشاشه بنده دپاه :
ملخوځی په اوبو کی وایشوی په ناروغ یې وڅښی بولی به یې خلاصی سی
دځیګر دناروغي دپاره :
په یوه ګیلاس اوبو کی یوه کاچوغه ملخوځی 10 دقیقې وایشوی ناروغ ته یې دورځی یو ځله ورکړی چی ویې څښی
دشکری دپاره :
یوه کاچوغه میده ملخوځی دورځی دری ځله تر ډوډۍ دمخه خوړل کیږی دشکری دناروغ زخمونه سموی
داشتها دپاره :
یوه کاچوغه میده ملخوځی په یوه ګیلاس اوبو کی خیشتې کړی تر ډوډۍ دمخه یې وڅښی معده قوی کوی ، هاضمه سموی او په ګیډه کی چنجیان وژنی
دشېدو دزیاتوالی دپاره :
یوه کاچوغه میده ملخوځی په یوه ګیلاس اوبو کی خیشتی کړی ښه یې ولړی دورځی یوځلی څښل کیږی
دسوځلی دپاره :
میده ملخوځی دګلاب په تیلو ګډی کړی او پر سوځلی ځای یې ګښیږدی
دروماتیزم دپاره :
میده ملخوځی دکوټلی هوږی سره ګډکړی او لږ څه دکونجوتو تیل په ګډ کړی دردیدلی ځای په غوړ کړی
درحم دپاړسوب دپاره :
یو موټ میده ملخوځی په 3 لیټره اوبو کی10 دقیقې وایشوی کله چی اوبه لږ سړی سی میرمن دی پکښی کښینی
په فرانسه کی د اشتها دپاره دملخوځو څخه د( بیو تریکون )په نوم شربت جوړیږی

دپام وړ :
*بلاربه میرمن دی ملخوځی په اولو درو میاشتو کی زیاتی نه خوری
* هغه کسان دشکر ناروغي و لری او انسولین خوری هغه ته د ملخوځو دخوړلو دپاره دډاکتر مشوره اړینه ده


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more