د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

انتر نت دصناعی سپوږمکۍ له لاری

خیریوسی
24.12.2006

محترم ورور ډ اکتر ثواب الدین مخکښ صاحب
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
زه یو سوال لرم هغه داچی:
په څه ډول کولای سو چی خپل کمبیوتر دنړیوال جال (انترنت ) سره دصناعی سپوږمکۍ له لاری وصل کړو او دا سی امکان هم سته چی په وړیا توګه او یا په لږ مصرف تمام سی

ورور مو عاجزه


smakhkash
10.01.2007

ګرانه سلامونه او پیرزوینې مې ومنه
ښاغلیه داکار شونی دی ددې لپاره چې د سپوږمکیو له لارې انټرنیټ تر ګوتو کړې دا هر سړی په ځانګړې توګه نشې کولای په دې مانا چې هغه کسان چې دا سپوږمې یې په فضا کې ځای په ځای کړې ده هغوی نور ې وړې وړې ټولګې لرې چې د ISP(Ineternet Serivce Provider) په نوم یا دیږي او په هر هیواد او ددنیا په هر ګوټ کې شته او سیمې او ځای ته پام سره خلکو ته کارکوې کله چې ته وغواړې بیا نو دوی تاته یو Dish درکوې دکوم له لارې چې ته له سپوږمکۍ سره نښلې . ما یې یواځې هغه لاره او جوړښت درپه ګوتو کړ . او له تخنیکې پلوه دا یوې سترې لیکنې ته اړتیا لرې که خدای وس راکړ نو تا او ټولو هیودالو ته به ېی د کومې لیکنې په ترڅ کې وڅیړم.
په سپیڅلې کلیواله مینه
ډاکټر ثواب الدین مخکښ


خیریوسی
11.01.2007

محترم ورور ډ اکتر ثواب الدین مخکښ صاحب
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دجوابی لیکنی مو یوه نړی مننه تاسو ته می تکلیف درکړی بخښه غواړم
ما څو لیکنی لوستی وی چی کولای سو خپل کمبیوتر ددوش په واسطه دانتر نت سره په وړیاتوګه وصل کړو نو زه هم و دی نتجی ورسیدم لکه تاسوچی اشاره کړی هغه مؤسسی چی دانترنت خدمات وړاندی کوی هم دهغوی له لیاری کولای سوچی کمبیوتر دانترنت سره وصل کړو
په درناوی
ورور مو عاجزه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more