د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ایا د ملحد محمود بریالي جنایات بخښل کیدای شي؟

Ghairat
16.12.2006

درنو لوستونکو
ټول افغان ښه وکړل چې د محمود بریالی صرف د مړینې خبریې په مجرده توګه ښپور کړ چې :
[color=white:c38948af72]دپخواني کمونست رژيم دمشر ببرک کارمل ورور او مشهور پرچمی محمود بريالی نن په کابل کې خاورو ته وسپارل شو.[/color:c38948af72]، څولوستونکې پرې خپل نظر ورکړی .
نو پوښتنه داده چې د نوموړې څیرې مرګ په سیاسی ،اجتماعی ا و مذهبي لحاظ څنګه ارزوئ ؟

نیلې خور پرې خپله سیاسي تبصره داسې وړاندې کړې ده :

« محمود بريالی زموږ دهيواد په کيڼ اړخي نهضت کې هغه لانجمنه او دکړکېچ منبع وه چې د نوي یمی لسیزي د تراژيدي يو مبتکر او مرګونی سازمانده وو . هغه د انساني پرنسيپونو پر خلاف د ډاکټر نجيب الله پر خلاف چې تر همدا وخته یې نیژدې ملګری وو د توکمي او ژبني ضديت پر اساس تؤطئه وکړه او دشمال د لږکيو ائتلاف یې جوړ او د افغان ولس پرضد دکودتا لومړنی سازمانده وګرځيد . همدغه عامل وو چې زموږحساسه ټولنه یې د ملي وحدت ضد کړو په ګرداو کې را ښکېل او لويه انساني فاجعه یې را وزېږوله . نن د محمود بريالي ټوله طرفداران د افغانستاني او خراساني نا افغانه ملي ضد عناصر او کړیو په چوکاټ کې را غونډ سوي او یوه ملي ضد کړۍ یې جوړه کړېده .
دغه حرکت ددوی په اصطلاح نهضت چې دفتني او شر اندازۍ نهضت دی هغه به هيڅکله دافغان ولس او دهغوی د مخکښانو لخوا و نه منل سي . محمود بريالی په هماغه وخت کې د کابل د ښاریانو د راکټ پرانۍد پنځوسو زرو افغانانو دشهادت بالفعله مسؤل دی . هغه د ملی ضدتؤطئی د سازمانده په حيث يو ملي ضد عنصر پېژندل کيږي او ملت ته يو لوی خائن دی . هغه یو کودتاچي او ملي ضد عنصر دی چې ملت به یې هيڅکله و نه بخشي . د هغه د مرګ نه باد چې دغه طفلانه کمپيوټري بازي را شروع سوي دي هغه به ددې ملي ضد عنصر ملي ضد جرمونه کم نکړای شي . دا ولس دومره هم ويده ندی چې د هر نامرده پر افسانو خپلي ملي څهرې هيري او دښمنان یې و بخښي . »

[color=white:c38948af72]ستاسې د نظرونو په هیله ![/color:c38948af72]


pattang
16.12.2006

غيرت لا لا سلامونه !
خپرول نه خپرول کومه مانا نلري خوپه خپل وخت کې دواړه دپښتنو او افغانانو
کلتوري، عقيدوي ، سياسي دښمنان وو او د خپل ما ما پيرواني يې په پټو
سترګوکوله ، کله چې په خپلو منځو کې سره بد شول نوماما يوخورې خپل او دبل
په ... کې يې ور تف کړل ٠
[color=brown:127c0bec52]( لوخې چې د قوم سپکه غوښته سر يې په در ياب کې غرق شه )[/color:127c0bec52]
زه وايم په دواړو د نالت وي نوربحث کول پردې موضع وخت ضائع کول دي
او دا خلک اوس په لوی ماما پسې روان دي بډې خوري او دنني ګوډاګي دولت
مبلغين دي خو دا ځل د بډو لپاره٠
يوه يې هم پښتونولي ندی کړې جهنم دوزخ دې ځای وي٠


Ghairat
18.12.2006

[quote:7bcbf92df8]خوپه خپل وخت کې [color=red:7bcbf92df8]دواړه[/color:7bcbf92df8] دپښتنو او افغانانو کلتوري، عقيدوي ، سياسي دښمنان وو او د خپل ما ما پيرواني يې په پټو سترګوکوله ، کله چې په خپلو منځو کې سره بد شول نوماما يوخورې خپل او دبل په ... کې يې ور تف کړل ٠ [/quote:7bcbf92df8]
دروند پتنګ صیب ښې چارې! له [color=white:7bcbf92df8]دواړو[/color:7bcbf92df8] څخه دې مطلب خلق او پرچم دواړه دي، چې دنرغوندې دې دپښتنو او افغانانو کلتوري، عقيدوي ، سياسي دښمنان ... او د خپل ما ما ګوډاګیان بللي دي! دغه واقعیت دډیرو کسانو له پاره تر زهرو تریخ دی او منلې یې نشی ، خو د ردولو ځواک یې هم نه لري نو ځکه پرې چپ پاتې دي . په تیره بیا په دې برخه کې خلقیان د سیند او ... ترمنځ ښکېل شوي ،نو ( ژبه یې ) نه ښوري او هیڅ ځواب هم نشی لیکلی .


Mohammad Hassan
20.12.2006

غيرت صيب سلامونه!
دا چې محمود بريالئ مړ شو که مر دار شو، خدای ته مالومه ده او ورته ورغئ اوس به خپل ځواب پخپله وايی. خو تاسې پخپله په دې اړه کوم نظر لری؟ آيا محمود بريالئ مړ شو او که مردار؟ او هغه څوک يا شئ چې مردار شی نو مری نه او که څنګه؟ او که مړ شی مرداريږی نه؟ د تاسې په نظر د مړه او مردار ترمنځ ستر تفاوت څه دئ؟

دا چې محمود بريالی مړ بولې او که مردار، کمونست يې بولې او که مسلمان، پرچمی يې بولې او که خلقی؟ خو تاسې پخپله يا په کابل کښې ليدلی وی او يا به لږ تر لږه خبرونه تعقيبوی او وينئ يې چې ډيرو د خدای د لارې مجاهدو ملايانو يې د جنازې ښه راغلاست وکړ، جنازه يې په ډيرو شانداره مراسمو ونيوه، فاتحه يې ورته وکړه او هيچا هم کومه بې نزاکتی او کوم بد نظر ورته څرګند نه کړ. د خپل نوی ګوند له خوانه يې مراسم سازماندهی شول او د مسجد ملا هم ښه وعظونه پرې وکړل.
نه يوازې دا، بلکې هغو پخو مجاهدينو هم د ده په مړينه خواشينی ښکاره کړه، د ده او د کارمل له دولت سره په دښمنۍ او جهاد يې پښيمانی وښوده، د کابل په خورا معتبر هوټل انترکانتيننتل په بالروم صالون کښې يې ورته محفل جوړ کړ. به دې محفل کښې د مجاهدينو پخوانی ډير رهبران په نوبت جګ شول، د محمود بريالی او د هغو د نورو ملګرو درناوی يې وکړ، په خپل جنګ او جګړو، جهاد او دښمنيو يې پښيمانی څه چې توبې هم وايستې، د محمود بريالی مړی او د هغه زونديو ملګرو ته په ښکاره ډول په ګونډو شول او د احترام او پښيمانئ سرونه يې ورته ټيټ کړل.
نو اوس ته ووايه چۍ محمود بريالی مړ دی او که مردار؟


pattang
20.12.2006

وروڼو سلام عليکم !
داخوڅومره غټ کونست ( Kunst/art ) ندی چاچې بد کارونه کړي وي نو کله چې
مړشي ، خلک وايې پلانی مردار شه ٠ محمود بريالی هغ څوک وو چې د افغانستان
اشغال يې د روسانوله خوا يو روا کار باله اوددې اشغال يوه محرقه قوه ووچې بيا
وروسته يې د افغانستان دوېشلو پلانونه جوړول او دمسعودوف پننجي سياسي
مشاوري يې کوله ٠ نو سړی په جرعت سره وېلی شي چې مردار شه او انشاالله
هډوکی به يې لکه دکارغل دامو درياب ته واچول شي ترڅو چي دخپل ورور سره يو
ځای شي٠
هغوی چې ددې مردار شوي جنازې ته راغلي ،ټول غله خرڅ شوي انسانان او
دګوډاګي رژيم پلويان او دمحمود بر يالي زاړه ملګري او زاړه کودتا چيان او هغه
کسان دي چې دمجاهد په نوم يې د افغانسان د وېشلو نقشي پټې ګرزولې، نه
هيوادپاله افغانان .
اوس دځينوبې ناموسانو په دالرو سترګې داسې سرې دي چې پاک خپل ، دنن او
پرون ورځې هيواد خرڅونکي بيګانګان يو شی بولي او سترګې يې دالرو داسې
ړندې کړې دي چه دغه دواړه کسان نشي سره جلا کولی او نه يې جلا کوي ٠
لعنت دې وي دکرزي په ګوډاګي دولت چې دبريالي مردار جسد يې افغانستان
ته ور پرېښود٠

[quote:3b3eda83e1="Mohammad Hassan"]غيرت صيب سلامونه!
دا چې محمود بريالئ مړ شو که مر دار شو، خدای ته مالومه ده او ورته ورغئ اوس به خپل ځواب پخپله وايی. خو تاسې پخپله په دې اړه کوم نظر لری؟ آيا محمود بريالئ مړ شو او که مردار؟ او هغه څوک يا شئ چې مردار شی نو مری نه او که څنګه؟ او که مړ شی مرداريږی نه؟ د تاسې په نظر د مړه او مردار ترمنځ ستر تفاوت څه دئ؟

دا چې محمود بريالی مړ بولې او که مردار، کمونست يې بولې او که مسلمان، پرچمی يې بولې او که خلقی؟ خو تاسې پخپله يا په کابل کښې ليدلی وی او يا به لږ تر لږه خبرونه تعقيبوی او وينئ يې چې ډيرو د خدای د لارې مجاهدو ملايانو يې د جنازې ښه راغلاست وکړ، جنازه يې په ډيرو شانداره مراسمو ونيوه، فاتحه يې ورته وکړه او هيچا هم کومه بې نزاکتی او کوم بد نظر ورته څرګند نه کړ. د خپل نوی ګوند له خوانه يې مراسم سازماندهی شول او د مسجد ملا هم ښه وعظونه پرې وکړل.
نه يوازې دا، بلکې هغو پخو مجاهدينو هم د ده په مړينه خواشينی ښکاره کړه، د ده او د کارمل له دولت سره په دښمنۍ او جهاد يې پښيمانی وښوده، د کابل په خورا معتبر هوټل انترکانتيننتل په بالروم صالون کښې يې ورته محفل جوړ کړ. به دې محفل کښې د مجاهدينو پخوانی ډير رهبران په نوبت جګ شول، د محمود بريالی او د هغو د نورو ملګرو درناوی يې وکړ، په خپل جنګ او جګړو، جهاد او دښمنيو يې پښيمانی څه چې توبې هم وايستې، د محمود بريالی مړی او د هغه زونديو ملګرو ته په ښکاره ډول په ګونډو شول او د احترام او پښيمانئ سرونه يې ورته ټيټ کړل.
نو اوس ته ووايه چۍ محمود بريالی مړ دی او که مردار؟[/quote:3b3eda83e1]


بدر
21.12.2006

پتنګه وروره په خير راغلې !
دبریالی د مړیني په مراسمو کې چې دهغه نه یې یوه سیاسي ډرامه جوړه کړه او دې منفوره اماتور او خاین شخص ته یې يو کاذبه شخصیت ورکړ، افغان دولت د شمال ائتلاف سره د سیاسی ملحوظاتو په خاطر پر هر څه تېر راوړل او دشمال دائتلاف استازی د قانونی او محقق په ګډون، په هغه کې غوښن رول ولوباوه. اوس داخبره جوته کیږي چې په ماسکو اوتهران کې د مخدره موادو د مافیا او د بريالي دډلي ترمینځ څومره نیژدې او ګډي اړيکي موجودي دي . دغه ذلیله ډله چې پوتین او خامنه ای یې تر څنګ ولاړدي دافغان وطن په ملي ګټو کې اودافغان وطن په ملي يو والي کې څومره کرغېړن چرت لري . د هغوی هدف دادی څو افغان ولس نور هم په خپلو کې سره و لوېږي .
د بریالی د میهنی نهضت په نام ډله چې د هزاره ګانو دشیعه ډلي پوري تړلې د ایران پلوه دوحدت ګوند يوه مزدوره ډله ده ، تبلیغاتی، ګوندي او مالی منابع یې دیوه سره د ایران لخوا تأمینیږي او زموږ د وطن و تجزیی ته پلانونه جوړوي .
دوی خو به دا کارونه کوي او کشتمندان به یې هم خپلي اوساني وایی خو په پای کې به څيري کونه ورته پاتي کیږي .
په درنښت


داود فايز
21.12.2006

كولي شي چي دهغو مخكښو خلكو نومونه واخلي چي ددي ايجړا به مراسمو كي يي ګډون كړي ؤ ترڅو يي منحوسي څيري ملت ته څړګندي شي
والسلام
أبو عمر


Mohammad Hassan
21.12.2006

پتنګ صيب او د بحٍث نورو ګډون کوونکو ته سلامونه!
زما سوالونه خو اصلا غيرت صيب ته متوجه ؤ او دی. دا چې تاسې مهربانی کړې او ليکنه مو پرې کړی ده يوعالم مننه، خو زما سوالونه لا هماغسې بې ځوابه پاته دی، ګوندی وی چې غيرت صيب وخت ومومی او د خپله انده ځوابونه ورته ورکړی.

د بحث ځينو ملګرو چې د کابل له حاله پوره خبر نه دی د ځينو نومونو پوښتنه يې کړې ده. زه به دلته کټ مټ د مشعل د انترنيټی صفحې نه څو کرښې را نقل کړم.
((
مشعل
محفل بخاطر ياد و بود از زنده یاد محمود بریالی و اظهار خیر مقدم به هیأتیکه بخاطر خاک سپاری وی به کابل، افغانستان مسافرت کرده است

به تاریخ 24 قوس 1385 خورشیدی (مطابق به 15 دسامبر 2006 میلادی) بخاطر یاد و بود از شادروان محمود بریالی و پذیرایی ازاعضای هیأت تشیع جنازه كه از خارج به افغانستان مسافرت کرده اند، محفلی از سوی جناب حاجی محمد محقق رهبر حزب وحدت مردم افغانستان و وكیل در پارلمان، از ساعت سه تا شش عصر، در تالار بالروم هوتل انتر كانتینتال کابل، برگزارشده بود .
درا ین محفل به دعوت آقای محقق، شماری ازوزرا و اعضای كابینه، معینان برخی از وزارتخانه ها و رؤسای ادارات دولتی جمهوری اسلامی افغانستان، برخی از اعضای شورای ملی، ‌شخصیت های سیاسی، اجتماعی و بزرگان و نمایندگان گروه های مختلف قومی اشتراک ورزیده بودند. دراین محفل افزون بر اعضای هیأت، ازآقای شیر محمد بزرگر رئیس مجلس مؤسسان نهضت فراگیر دموكراسی و ترقی افغانستان و اعضای هیئت اجرائیه این حزب نیز، دعوت بعمل آمده بود.
درآغاز محفل، آقای بهزادی وكیل هرات در ولسی جرگه از سوی آقای محقق سخنرانی نمود و بمناسبت وفات زنده یاد محمود بریالی، یك تن ازشخصیت های سیاسی و ملی كشور که در مهاجرت وفات نموده و جنازه شان بوطن انتقال و به تاریخ 23قوس 1385 خورشیدی (مطابق به 14دسامبر2006 میلادی) درکابل بخاك سپرده شده است، ابراز تأ سف و همدردی نمود و به هیأت معیتی خیرمقدم گفت. وی ابراز آرزومندی نمود که محفل و شرکت هیأت درامر ایجاد تفاهم بیشتر میان گروه ها و نیروهای مختلف در درون کشور در راه تأمین صلح و امنیت مساعدت نماید.
درجریان محفل صحبتهای تعارفی بعمل آمد و پس از صرف طعام و درپایان، اسد الله كشمند عضوهیأت، به نمایندگی از دوستان همراه از دعوت آقای محمد محقق و برگزاری محفل، قدر دانی نمود و از بزرگداشت نسبت به شخصیت زنده یاد محمود بریالی و پزیرایی ازهیأت سپاسگزاری ابراز داشت. وی نیز، اظهار آرزومندی نمود که شرایطی بوجود آید تا تفاهم و همسویی میان تمام نیروهای جانبدار صلح و امنیت در راستای خدمت به مردم افعانستان تأمین و تقویت گردد.

مشعل
ختم قران عظیم الشان به روان پاک مرحوم محمود بریالی

مراسم ختم قران شریف وصرف طعام به مناسبت وفات مرحوم محمود بریالی درهوتل گلزاد شهرکابل ازطرف فامیل مرحومی ومجلس موسسان نهضت فراگیر دموکراسی وترقی افغانستان به روز سه شنبه مورخ 29قوس 1385برگزار گردید.
درین مراسم که هيات اعزامي همراه با معيت نيز حضور داشتند،مامورین بلند پایه دولتی ، شخصیت های سیاسی واجتماعی ،رهبران احزاب سیاسی وسازمانهای اجتماعی ،علما وروحانیون ،زنان ومردان ازاقشار مختلف اجتماعی به شمول محترم محمد یونس قانونی رئیس و عده يي از اعضای پارلمان شرکت ورزیده بودند .
در پايان مراسم به روح پاک مرحوم محمودبريالي اتحاف ادعيه گرديده و به بازمانده های شان صبرجميل آرزو گرديده و بخاطرتامين صلح،ثبات و آرامي در کشورما دعا گرديد.))

نور نو قضاوت د هرچا پخپل لاس کښې دی.


pattang
21.12.2006

محمد حسنه ورور سلام عليکم!
وروره زه داسې فکر کوم چې پښتون ټبره يې که ځما فرضيه درسته وي نو وروره
ته دا مردارخواره څه کوې ? ، قسم په خدای دی چه هر څومره پاړسوورسره ووايې
که دا خلک خپل کړې .
وروره نجيب احمدزي څومره پاړسو ور سره ووېله او څومره حزبي جنګونه به يې
ددې نمکحراموپه سرله حفيظ الله امين سره کول خو ګوره په هغه يې هم کودتا وکړه
اوپه اخر کې يې بندي او په طالبانويې را وځړا وو٠
زه په هيواد کې نه وم خو زه په ټولو خبرو درست خبر يم ، دا چې بحث شخصي نوو
نوځکه ما هم خپل ځان پکشې درګډ کړ٠


Ghairat
22.12.2006

ښاغلی محمد حسن خانه سلام او نیکې هیلې ومنئ!
ماخو صرف یوه پوښتنه کړې ، که تاسو هڅه کړې چې د خپل نظر پر ځای د ترسره شویو مراسمو لړۍ بیان کړئ، بیا هم مننه . هو، د یوه سیاستوال په اړه او په تیره بیا داسې سیاستوال چې د هیواد، ټول ملت اوان تاریخ سره یې نه بښل کیدونکې لوبې کړې وی، دغسې او ورته ډول پوښتنې دهر چا حق دی . البته پوښتنه د معلومات د لاسته راوړلو له پاره کیږی او په دې توګه د نظر د پیدا کولوسره مرسته کوي، نو اړینه نه ده چې سړې دې له پوښتنې مخکې هم بسانده مالومات ولري . او که یې ولري هم، اړینه نه ده چې له پوښتونکی څخه د ې بیرته د خپلې پوښتنې دځواب پوښتنه هم وشي!
هو، که ګڼ شمیر کسان څرګندونې وکړي، ښایي په پاې کې ترې یوه نتیجه ګیري وکړای شم اوهغه د لوستونکو سره بیا شریکه کړم ، او که لوستونکی کافی څرګندونې نه کوي او یا یې ونکړي نو بیا هم دا دهر چا خپله خوښه ده چې نظر ورکوی او که نه .
په درنښت !


نيلی
23.12.2006

ګرانو وړونو!
زموږ د وطن په دې کړکېچن حالت کې چې هر دله او دوس ددې وطن وراتلونکې ته سترګې غړولې دي هر عوض زاده، هر کشت علي او هر محقق به په دې سوچ کې وي چې ددې هېواد د سرنوشت په هکله د احمدي نژاد يا پوتین په امر د شیعه ګانو او هزاره ګانو د ذلت د واکمنۍ خوبونه به پر دې په ظاهر پر ډاګ پاتې وطن باندي د واکمني او تفرقې سوچونه وینی . هغوی به دافکر هم کوي چې بس ددې وطن آن نور ختلی او اوس زموږ دوران دی . د کارمل وسټوک او دبریالی رومانان به د روسیې د کا ګی بی لخوا پر دې ولس باندي واکمن کیږي او د پلورل سوي نهضتیانو لوری به ور باندي ټاکي!!
دوی که نران وي او دوی که ځانته افغانان وایی ځانونه دي ددې کشتمندانو او نورو مورده ګوانو سره یو ځای رامخته کړي هله دي بیا د افغانانو د ډګي و زور ته ځانونه تکيه کړي !
بخښنه غواړم چې ددې یو لېټره فانټا والاوو کشتمندانو وو سره همداسی خبري په کار دي . دا بې پرنسیپه او پست عناصر او ددې بې کرکتره څهرو سره همداسي خبري په کاردي .
د نهضت میهنی سره هم، دا د حزب وحدت د شیعه ګانو او ایرانیانو د مخکښانو د ګوند سره همداسي خبري په کار دي . عوض علی او یا کشت علي چې د بریالی ننګه کوي نو تو لانت دي پر داسی بریالی او کارملانو او د هغوی پر منګلي لارويانو وي چې دوی افغانان خوشي کوي او د هغوی لاره نیسي .
په درنښت


اختر
23.12.2006

دا خبري د افغانانو د زړه خبري دي . پرېږده چې کشت علی خېلان او عوض زاده ګان او ټوله يې ښه واوري چې دا وطن هم داسي پر ميدان ندی پاتې لکه هغوی چې فکر کوي .
سلطان علی کشتمند، محمد نبی عوض زاده، اسدا الله کشتمند او حاجي محقق او پدرامیان ، فاریابیان او نور دوسان دا خوجنګي جنایت کاران دي او اوس هم ږغېږي او یا د افغانان په نامه خبري کوي خو دوی باید په دې پوه شي چې دادافغانانو وطن دی! .



23.12.2006

غیرت صیب تاسو تیر وتي یاست او که زه (؟)، چې مو لیکلی:
[quote:b4e6b31229]نیلې خور پرې خپله سیاسي تبصره داسې وړاندې کړې ده :[/quote:b4e6b31229]
، ځکه تاسې نیلی ته د یوې پښتنې خور درنه کلمه کارولې اوهغې هم نه ده رد کړې او ما هم د نیلی په نامه د یوې پښتنې لیکونکې لیکنې لوستلې وې، خو داسې بریښي چې اوس له هغې پښتنې لیکونکې څخه یو پښتون لیکونکی جوړ شوی وي ، او که نه نو دغسې لهجه او په نخښه شوي الفاظ ( لکه مورده ګاوان ، د ډګې زور او داسې نور وییزونه ) کارول د یوې پتمنې پښتنې له پاره څنګه امکان لرلی شي (؟ ) :

[quote:b4e6b31229]دوی [color=white:b4e6b31229]که نران وي [/color:b4e6b31229]او دوی که ځانته افغانان وایی ځانونه دي ددې کشتمندانو او نورو [color=yellow:b4e6b31229]مورده ګوانو [/color:b4e6b31229]سره یو ځای رامخته کړي هله دي بیا د افغانانو [color=red:b4e6b31229]د ډګي و زور ته [/color:b4e6b31229]ځانونه تکيه کړي ! [/quote:b4e6b31229]په سلامونو .


pattang
24.12.2006

وروڼوسلام !
دنيلی خبرې خو ښې زما په زړه دي ، خو يوه (خو) پکښې شته چې زه هم دې نتيجې ته راغلم :
- نيلی خو خور نده بلکې ورور ده له نوم ځخه يې مالوميږ ي او نيلۍ دخور نوم دی .
نيلی په ځينو پښتني برخو کې ډير مست او قوي اس ته وايې اوداسې استعمال شوی دی لکه زما userid چې پتنګ استعمال شوی اويوډېر ښائيسته نوم دی .
- داستوګنې ځای sistan ? ماته يوسوال پاته دی .
- ډېره مهمه داده چې ايا دنيلی ورور دغه احساسات ذاتي سوچه پښتني دي او
که دخلق او پر چم يوه زړه ګوندي کينه ده٠
- که دغه کينه حزبي نوي او ذاتي پښتني و ي نوولې نيلی دې دغه ګوډاګي ،تحميل
شوي ،رشوت خواره او دجنګي جنايتکارانو په دولت پسې څه نه ليکي .
دپښتنو دښمنان خو درباري شوي او دکرزي له څنګ سره ناست دي٠


Ghairat
24.12.2006

ځواکمن صیب سلام .
تیروتنه زماوه، خو تیرونه مې ناحقه او بی دلیله هم نه وه ، د نیلی په نامه یوې خور له هالینډ څخه لیکنې کولې، چې کله نا که به یې په پای کې نیلو هم ورسره لیکل. نو ماځکه تر اوسه پرې د هغې ګمان پرې کاوه ، خو اوس راته جوته شوه چې دغه نیلی نوی دی او د روان کال له اپریل راهیسې یې لیکنې پیل کړي دي . هغه نیلي نیلو خور وه او دغه نوی نیلی یو ورور دی . هیله ده نیلی ورور د نیلي سره یو ( خان) هم ور زیات کړي ، نو بیا به پرې د لومړۍ نیلي خور ګمان څوک نه کوی . والسلام


N
25.12.2006

وټولوزړواونوودوستانوته سلامونه اونيکي هيلي.
دغيرت صاحب ,ځواکمن صاحب اونورودوستانو په لوړ اودرانه حضورکښي بايدعرض وکړم چې زه په هاليند کي ميشته اصلا دهلمند,نيلوفر سنګين ,له ډيري مودي راهيسي په ټول افغان پاڼه کي د*NELLY*ترمستعارنامه لادي کله ناکله ليکني کومه.خود*نيلي*ورور اويا خور له ليکنو سره هيڅ اړه نلرمه.
په درناوي.
نيلوفر سنګين.


Ghairat
06.01.2007

پتمنې خور نیلو فر ته ګیډ ۍ ګیډۍ سلامونه !

ډیر ګیله من یم چې دې ورونه په میدان پریښودل!
.................................خورکۍ ولې دې ګلان د ټول افغان پریښودل ؟


pattang
06.01.2007

نشته غيرتونه پښتانه د لنډې منډې دي
............................................... ځان ښکاره کول دي خوکاروان ته يې پښې لڼډې دي .
شعر او شاعري مې نه مسلک نه زما پوهه ده
................................................پښې مې دپښتون په سيالدارۍکې کلکې بندې دي.

[quote:fbb9c84c7c="Ghairat"]پتمنې خور نیلو فر ته ګیډ ۍ ګیډۍ سلامونه !

ډیر ګیله من یم چې دې ورونه په میدان پریښودل!
.................................خورکۍ ولې دې ګلان د ټول افغان پریښودل ؟[/quote:fbb9c84c7c]



06.01.2007

دریواړو ته له سلامونو وروسته د غیرت او پتنګ ورور په تایید

لاړه ملګري د سنګر یې په ارمان پریښودل
............................................. چې تش ګلونه یې په غیږ کې د جانان پریښودل .

په بینوا ځمکه یې هیلې بینوا پاتې شوې
............................................ادم د ستورو سترګکونه په آسمان پریښودل .


N
07.01.2007

ودوستانوته سلامونه اونيکي هيلي.

خدايه څه شول هغه ښکلي,ښکلي خلک
په ظاهر په باطن سپين ,سپيڅلي خلک
هيڅ خندا مي لدي خلکو سره نه شي
ژړوي مي هغه تللي,تللي خلک.
په درناوي.



10.01.2007

ښاغلی کوشان ٠
انديښنه مه کوه ، الحاد دين نه دی ے نو پردي دين هم نه بلل کيږي ، ان دا چې ديوه مشخص دين مخالفت هم نه کوي ، بلکې د خدای (ج) له شتون څخه انکار او په دې ډول دهر دين له برحقيت څخه انکار کوي . نوځکه يې دمرداريدو په اړه صرف پوښتنه شوې ده . ملحدين پخپله پر خپل مردارېدلو باورلري اوله مرګ وروسته هم دنورو حيواناتو څخه پر کوم لوړکيفيت قايل نه دي ! داچې ځناور مرداريږي نو دوی
هم د ځان له پاره پر همدغه شرنوشت وياړي ، خو د خپلې سياسي ﻻرې په تړاو دنه هريدلو پر بيځايه هيلو ځانونه بيا هم غولوي .



10.01.2007

ښاغلی کوشان
زما پر اند عقیده د هرچا خپله ده او پرزور باید تحمیل نشي،نو که څوک ملحد هم وي ، تر څو چې په ټولنه کې واک او اختیار ونه لري اوچاته یې ضرر هم نه رسیږي،
له دې دعا پرته چې الله تعالی دې دالحاد له ستر ظلم څخه چې پرځان یې کړی ، ژر ترژره خلاص کړي ، نور ورته د ویلو څه نه لرو !
زما هغه جمله چې تاسو پاس راخیستې یواځې د عربی ولسونو له پاره نه ، بلکې
د ټولې نړۍ د ولسونو له پاره اعتبار لري . داچې تاسې لیکئ :
[quote:dfc40b7f6d]په نړۍ کې تر يو مليارده ډير اتايستان يا ملحدين شته . سره له دې چې دوۍ د دين او د خدای د وجود انکار کوي ، خو بيا هم ډيرۍ د دغو خلګو د نورو انسانانو اعتقاداتو ته احترام لري .[/quote:dfc40b7f6d]
که اتییستان دولتی قدرت نه لري یایې نه دی لرلی، زمونږ دبحث موضوع هم نه ده، خو دولتی قدرت ته رسیدلواتییستانو ( کمونستی قدتونو) هیڅکله د چا عقایدو ته درناوی نه دی کړی ، ځکه خو یې :
۱ ـ قدرتونه د زورله لارې د عقیده لرونکو خلکو پر وژلو غصب کړی دي ،
۲ـ عقاید یې په زور سره ځپلی او له تربیوی سیستم څخه یې هم ویستلی دي،
۳ـ داتییستی حکومتونو دخپل قدرت د ساتلو له پاره پر میلیونو بی ګناه کسان وژلی دي او د وینوسیلابونه یې بهولی دي .
له دې کبله دخلکو، ولسونو قاتل او پر شهادت رسونکی ملحدان دهر باوجدانه
انسان پر اند که دغسې ملحدان چیرې ان په جګړه کې ووژل هم شي ،شهید کیږی نه بلکې له مرداروحیاناتو څخه هم زیات مرداریږي .
پاتې شول سوله ییز ،بیقدرته بی ضرره ملحدان ، چې ځینو به یې حتی کلتوری خدمتونه هم کړی وی، ښایی څوک یې په عامه او علنی توګه مردار و نه بولی، خو روښانه خبره ده چې د اسلام د سپیڅلی دین له پلوه بیاهم مرداریږی . په اسلامی ټولنې کې له اسلام څخه الحاد ته د اوښتو ملحدینوعقیده څه چې د ژوند احترام یې هم نه دی روا اوشریعت یې پر اعدام محکوموي .
نو[color=white:dfc40b7f6d]« ايا تاسي مناسبه » نه «ګڼئ چې د مردارېدلو اصطلاح دې د» انسان وژونکو کمونستو ملحدينو » لکه محمود بریالي « په وړاندې په عموموي ډول و کارول شي .؟؟ »[/color:dfc40b7f6d][quote:dfc40b7f6d]ايا دغه د يو انسان کرامت ته توهين يا تعرض ندی ؟؟ [/quote:dfc40b7f6d]

آیادغو قاتلو ملحدانو هغه وخت انسانی کرامت درلود چې په زرګونواومیلیونو بیګناه کسان یې له تیغه تیرول ؟
هو دغه ملحدين هم د خدای مخلوق دی ،خو په غلطه لار روان او په زرګونو اومیلیونونو بی ګناه انسانان یې له تیغه تیرکړي ،نوته ووایه چې ايا دغسې ظالم ملحدین هم نه مردارېږي ؟ ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟



12.01.2007

ښاغلي کوشان
[quote:1bf731d9db]زما په اند ، دغه څه چې تاسي ليکلي د اديانو په هکله هم صدق کوي[/quote:1bf731d9db]
نه ورورهاسې نه ده ،اديان او داديانو پلويان سره ډير فرق لري. که دغه کارونه پخپله د دينونو موسسينو لکه بودا، موسی(ع) ،عيسي (ع) او محمد(ص) کړي واي ن بيا ستاخبره سمه وه . وګوره : له کفارو څخه مکه په زور نه، بلکې پر داسی سوله ييزه توګه فتح شوی چې حتی يوه تيږه هم پربله نه ده اوښتې . او دمدينې خلکوخو د اسلام پيغمبر ته پخپله بلنه ورکړه او اوسيدونکي يې په داسی بيسارې داوطلبانه توګه مسلمانان شول چې داسلام سره د مرستې او نصرت له امله يې تر اوسه پورې د انصاروپه نوم حماسی ژوندۍ پاتې دي .
پر صليب دعيسی (ع) ځړول ، موسی (ع) له خپل قوم سره له وطنه شړل ، پر محمد (ص) باندې دمرګ سؤ قصد کول او پر همدې نيت يې دهجرت پر ﻻره په غر ونو رغنو کې تعقيبول دا ټولې پيښې په دغو اولی العظمه رسولانو باندې د بي حده او بيسرحده ظلم او تيري کولو شاهدي ورکوي ،نه برعکس .

بل داچې د اديانو او يوې سياسي ايديالوژۍ تر منځ ډير فرق موجود دي .چې بيان ته به يې ضرورت نه وي . اوهمدا رنګه د ٧ او ٢٠ پيړۍ تر منځ فرق به هم د هيرولو وړنه وي ،که څنګه ؟ د عيسي او بودا د زمانو سره خو به دا زماني او تاريخي توپير نور هم ﻻ ستر توپير اوسي !
نوهغه څه چې سره نه مقايسه کيږي ،هغه بايدمقايسه نشي !
سربيره پردې يو دين هم بي ضرورته او بي له تاريخي اړينتيا څخه نه دي راغلي !
کمونيزم اوکمونستي الحاد له تاريخي اړينتيا پرته په زور رامنځته شو، ددين په خلاف هيڅ يوولس پرې باور پيدا نکړ او بيرته يې په زور له منځه وېوړ ، حال داچې هيڅ يو دين خپل اړونده ولس په زور له منځه نه دی وړي او نه په زورله منځه تللي دی .
[quote:1bf731d9db]نو که يو مخلوق د خدای يوازې د دې د پاره چې په خدای اعتقاد نلري ، په مرګ محکوم دی او هغه هم د شريعت په حساب ، بيا نو توپير يې .... [/quote:1bf731d9db]
نه وروره داسی نه ده : که څوک له سره مسلمان نه وي ، ملحد يا يواځې کافر پاتې شوی وي ، نو هيڅوک ورته څه نه وايي، خوکه دعاقل بالغ په توګه شعوري مسلمان وي او بيا بيرته الحاد يا کفر ته اوړي ، نوهله پراعدام محکوميږي . هو !،پراسلام څوک ملنډې نشي وهلي ! !!!!! والسلام .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more