تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري مرستې
دانټرنیټ څخه دډانلوډپه وخت کی کمپیوترریسټارټ کیږې
ګلامخان
15.12.2006
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاة!
خدای ﷻ دې وکړی چی روغ جوړاوپه خپلوورځنیوچاروکی کامیاب یاست
محترمینونن دریمه څلورمه ورځ ده چی دانټرنیټ څخه څه ډالوندکولوغواړم کمپیوترمې ریسټارټ شی مخکی داستونزه نه وه همدامهال می یوڅه ډالوندکول غوښت چی هغه یوڅه کار وکړاوکمپیوترمی ریسټارټ شوهیله ده معلومات راکړی .
مننه
ګلامخان
15.12.2006
اوهاوروڼوکله چی وغواړم Regedit.exe راخلاص کړم نونه راخلاصیږی اویاهم کمپیوترریسټارټ کیږی هیله ده ددواړوپوښتنوځوابونه راته راکړی
smakhkash
16.12.2006
ګرانه وروره داسې اټکل کیږي چې کمپیوټر دې په کوم ویروس ککړ شوی. که چیرې کوم د ویروس ضد پوستکالی په کمپیوټر کې لري نو ویې چلوه تر څو کمپیوټر دې Scan شي. او کوښښ وکړه چې د خپل کمپیوټر څخه دې backup واخلې ځکه که ویروس ځان Replicate کړو بیا به ددې جوګه هم نه وي چې کمپیوټر دې وچلوي او که کوم د ویروس ضد پوستکا لی نه لرې نو بیا له back up اخستلو وروسته خپل کارې سیستم له سره انسټا ل کړه.
په سپیڅلې کلیواله مینه
ډاکټر ثواب الدین مخکښ
ګلامخان
16.12.2006
محترم ډاکټر صاحب اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاة !
دځوابې لیکنی نه مویوه نړی مننه خوشحاله شوم