د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

پښتو کره کېدی شي؟

N. M. Karaw
07.08.2003

سلامونه!
په دې اړه چې ايا پښتو سوچه کېدی شي که نه، د ټول افغان په پاڼه کې يوه موضوع خپره شوې وه، چې ځينو کسانو پرې نظر څرګند کړی و، هغه ليکنه اوس په لمبه مجله کې خپره شوې ده، د دې لپاره چې دغه لړۍ لا پسې وغزېږي او په لمبه مجله کې يې هره برخه خپره شي، غوره به دا وي چې په دې اړه نور نظرونه هم وغوښتل شي.

اکثره کسان چې د پښتو د سوچه کولو هيله لري، نو په يومخيز ډول کوښښ کوي له پښتو څخه عربي او د نورو ژبو توري ختم کړي، له دې کبله په خپلسري ډول ورته توري جوړوي. زيات وخت خو دا مصنوعي توري بېخونده يا پيکه وي، چې د ژبنيو قواعدو يا نيولوجېزم له مخې په تول پوره نه وي، زما په اند په خپلسري ډول د تورو جوړونه يا نيولوجيزم بې ګټې کار دی، دغه کار بايد د اکاډمۍ يا لږ تر لږه استادانو له خوا وشي. پښتو په دې نه سوچه کېږي، چې د نورو ژبو توري ترې وباسو، ځکه به نړۍ کې يوه ژبه هم مستقله او سوچه نه ده. خامخا يې له نورو ژبو پور کړی دی.

بله موضوع د سيمه ييزو لهجو او په لهجو کې د سوچه - پښتو تورو نه راټولونه ده، ګڼ شمېر پښتني کلي او سيمې شته، چې زيات سوچه وييونه او توري په کې ژوندي دي، د دې پرځای چې موږ له ځانه توري جوړ کړو، بايد دغسي سوچه او ناکارول شوي توري راټول، دود او خپاره کړو.
کړاو- کابل


خاټول
07.08.2003

ګرانه وروره کړاو صيب وعليکم السلام !
وروره دا لږدمخه می دګربت دمجلي دڅلورم کال په لمړۍ ګڼه لوسته اوستا دمحتوا نه ډک مضمون پکي ولوست خورا ښه مدلل مضمون وو مبارکي يي درته وايم.
دپښتو د سوچه کولو په اړه زه ستا آند تايدوم د بيلګي په ډول دطالبانو په دور کي دکندهار مجله چي په غه مهال دښاغلي عبد الحي مطمئن ([color=green:0958676552]که مړوي خداي دي وبښي او که ژوندي وي الله دي مل شي اوکه په[/color:0958676552] [color=red:0958676552]ګونټانامو[/color:0958676552][color=green:0958676552]کي بندي وي الله جل جلاله دي راخلاص کړي [/color:0958676552])په زيار چاپ سوي وه اوماته دلته امريکاته په ډيرو خواريوراورسيده خو چي ومي ليده نو دپښتو دسوچه کولو داسي نمونه وه چي زه يي والله که په ډيرو لغتونو پوهيدمه نومي ليک ورته وکيښ چي بيا دا دپيريانو ژبه په خپله مجله کي مه ليکۍ ځکه موږ ړندکيان ورباندي نه پو هيږو .
نو ستا د خبري په تائيدله سوچه والي نه کله داسي دپير يانو ژبه جوړه شي چي پوهيدل ورباندي ګران وي.[color=#444444:0958676552][/color:0958676552]



07.08.2003

دوستانو ، خويندو او ورونو ، ورسته له سلامونو ، زه هم ستاسې نظر تاييدوم ، خو بده به نه وي که دغه دواړه مضمونونه له اړوندو مجلو څخه دلته په ټول افغأن کې هم وړاندې کړئ ، څو د سکالو په ځانګړتياو خبر او بيا پرې نظر وړاندې کړای شو ـ البته په دې شرط چې کومه قانوني ستونځه په کې نه وي . او بيا ددواړو مجلو دقيقه پته او ، که يې ولري ، د ايميل او فکس نمره يې دلته وليکئ ، چې په اوسيزه او راتليزه کې ترې کار واخلو ـ په ډيره مينه او سلامونو .


دژبې سوچه کيدنې بهيريوازېزموږ په ژبه کې نه دی روان

شمشاد شينواری
09.08.2003

درنو او ښاغلو!
زه دا منم چې په ژبه کې خپلسري ښه نه ده خو دا درسره نه منم چې دا
بهير دې وځنډيږي ځکه دا بهير په ټولو ژبو کې په چټکی روان دی
بيلګه يې زموږ په ګاونډي هيواد ايران کې ليدلی شو.بايسکل ته يې
دوچرخه، سرحد ته مرز،کمپيوټر ته رايانه، هارډوير ته سخت افزار،
سافټ وير ته نرم افزار دغسې په سلګونو کلمې يې له پرديو ژبو خپلې
ژبې ته رااړولې دي نو بيا موږ ولې دومره غوغا پيل کړې چې دا ښه دی
او دا ښه نه دي .هيله ده په دې برخه کې دژبپوهانو ته ورشوچې هغوي څه وايې
هر سړی پيدا دي خپل خپل کار لره کنه


Re: پښتو کره کېدی شي؟

نقاد
09.08.2003

[quote:e370584e5c="N. M. Karaw"]سلامونه!
په دې اړه چې ايا پښتو سوچه کېدی شي که نه، د ټول افغان په پاڼه کې يوه موضوع خپره شوې وه، چې ځينو کسانو پرې نظر څرګند کړی و، هغه ليکنه اوس په لمبه مجله کې خپره شوې ده، د دې لپاره چې دغه لړۍ لا پسې وغزېږي او په لمبه مجله کې يې هره برخه خپره شي، غوره به دا وي چې په دې اړه نور نظرونه هم وغوښتل شي.

اکثره کسان چې د پښتو د سوچه کولو هيله لري، نو په يومخيز ډول کوښښ کوي له پښتو څخه عربي او د نورو ژبو توري ختم کړي، له دې کبله په خپلسري ډول ورته توري جوړوي. زيات وخت خو دا مصنوعي توري بېخونده يا پيکه وي، چې د ژبنيو قواعدو يا نيولوجېزم له مخې په تول پوره نه وي، زما په اند په خپلسري ډول د تورو جوړونه يا نيولوجيزم بې ګټې کار دی، دغه کار بايد د اکاډمۍ يا لږ تر لږه استادانو له خوا وشي. پښتو په دې نه سوچه کېږي، چې د نورو ژبو توري ترې وباسو، ځکه به نړۍ کې يوه ژبه هم مستقله او سوچه نه ده. خامخا يې له نورو ژبو پور کړی دی.

بله موضوع د سيمه ييزو لهجو او په لهجو کې د سوچه - پښتو تورو نه راټولونه ده، ګڼ شمېر پښتني کلي او سيمې شته، چې زيات سوچه وييونه او توري په کې ژوندي دي، د دې پرځای چې موږ له ځانه توري جوړ کړو، بايد دغسي سوچه او ناکارول شوي توري راټول، دود او خپاره کړو.
کړاو- کابل[/quote:e370584e5c]
کړاو صيب تاسو سمه خبره کوئ ، خو له سلام نه وروسته زما کلام به داوي چي هره سمه خبره د خپل ټاکلي منطقي ، تاريخي او ورځني اړوند تر پولو پورې سمه او تر هغوی ا خوا کږه بريښي . په تاريخي اړوند وايي چې يوه تيوري يا نظريه هغه وخت بشپړ او رښتينې ( حقيقت) بلل کيږي چې د خپل ضد او نقيض د رښتيا والي او حقيقت تاريخي شرايط هم ور سره بيان او يا لږ تر لږه په نظر کې نيول شوي وي . په منطقي اړوند به ستاسو د اند سموالی ﻻ بشپړ وای ، که چيرې مو د سوچه والي له پاره هم موجوده وييزونه له کليو، بانډو او غرنيو سيمو څخه ر ټولول ضوري بللی وای او هم د نويو وييزونو د جوړولو دوام د نيولوژيزم د غوښتنو سره سم غوښتی وای . په دې برخه بايد د پلويانو او مخالفينو ګډه هڅه او هلې ځلې داوي چې نوي وييزونه له مصنوعيت اوپيکه توب څخه پاک وي او له پښتو څخه د پيريانو ژبه جوړه نکړي . نوی و ييز بايد د معنی، وزن ، اهنګ ، تفکيک ، ګرامري ريښې او ـ اړونو له مخې پوره لوښه ولري . دا کار يواځې د مسلکي پوهانو انحصار بايد ونه ګڼل شي که نه ژبه هم ورسره په انحصار او محاصره کې ښکيل کيږي ، خو وروستی قضاوت او پريکړه به پرې حتمأ کارپوهان کوي . ځکه ژبه د خلاقيت زيږنده ده او له ځينو کارپوهانو څخه ورته نورو خلاقو مغزو ډير خدمت کړی او کوي يې .
البته د نوي وييز په جوړونه کې د ځينو خپل سرو په څير يواځې د ظاهري نوي توب په بيلګه بايد بسنه ونشي . يو چا په يوه وخت کې په رياضي کې قوس ته ( شپول ) او د سوال حل ته ( ستونځوبی ) کارولی ؤ (!).او هغه هم بيا په دې هيلمنتيا سره چې څوک د قوس په پوهيز او مفهوم نه پوهيږي ، نو که شپول واوري ،په تصور کې به يې د سپوږمۍ شپول، او دهغه سره نوې راختلې مياشت چې د قوس په شکل ده راياده شي او سمدلاسه به ترې د قوس معنی ا خلي . يا د ستونځوبي د اوريدو سره به مالګوبی ته ګوري ، داچې هغه د مالګې حل دی نو دا هم د ستونځې يا سوال حل بللي شو . خو زمونږ د رياضي ﻻر ښود دې ته پام نه و، چې مالګوبی د مالګې ( حل) ته نه ،بلکې محلول ته وايي او ستونځوب به هم د ستونځې محلول شي چې سوال به بيخي منحل او(( له منځه يوسي )) خو حل به يې نکړي . دېته رښتيا هم ( خپل) سري وايي او ترې پرهيز بايد وشي .

[color=blue:e370584e5c]او که ما پوښتې ، ځه خو ځينې بي بي سي کارولي وييزونه لکه شونی مساوي ممکن او شونتيا مساوي امکان هم نه منم ، ځکه چې يو خو ( شونی ) د حتمأ کيدوني معنی ورکوي او ممکن دواړه حالتونه چې يو کاريا پيښه به وشي يا به ونشي، دواړو چانس په بر کې رانغاړي . شونی او کيدونی د ( کيدای شي ) مجال له منځه وړي او کيدل يې مطلقوي ، خو د ممکن معنی دا نه ده .
له بلې خوا شول ، شوی ، شي ، وشو يا وبه شي ـــ ټول د يو پوره سرته رسيدلي يا سرته رسيدونکي حالت بيان دی او له ( کيدای شي ) څخه صرف ( شي ) را خلي او د ريښې سلامته برخه ( کيدای ) باندې سترګې پټوي چې له شي (شي) څخه ډېره مهمه ده او د (امکان ) او ( ممکن ) د پوهيز (مفهوم) اصلي ونډ دی ، تر ښپولاندې کوي .
نو شونی او شونتيا يوډير غريب ، ډنګر اود وچ کډو په څير تشمنځه تېرم ( لغت) ټکل شوی چې زه يې کومه نيکمرغه ، په تول پوره نه ، بلکې يوه (ناکامه) ټاکنه بولم . ولې بده به داوي چې دغسې ټاکنې څينو مسلکي کارپوهانو هم منلې او کارولي وي يا د کارپوهانو له نوموړي کيسيون څخه هم تيرې شوي وي . په مينه او درنښت [/color:e370584e5c].


تــــانــــــد شينواری
10.08.2003

[color=darkblue:8a7e0be562]ښاغلو لوستونکو سلام او درناوي!
هغه انديښني چې ځيني وروڼو په پښتو ژبه کې دځيني انفرادي لاسوهنو په هکله څرګندي کړي زما په اند ډيري پر ځاي دي او زه هم شخصاْ په دي انديښنو کې ځان شريک ګڼم .ددي فکر او احساس درلودل چې پښتو بايد يوه کره ژبه وي او دبهرنيو ژبو څخه راغلو کلمو ته بايد سوچه پښتو کلمې وټاکل شي يو ډير ښه کار دی خو بايد دي عمل ته دومره په ساده او کم ارزښته سترګه ونه کتل شي چې سمدستي قلم او کاغذ راواخلواو په خپل فکر او خوښه هغه ته ورته پښتو کلمات جوړ کړو . زما په اند هيڅ شخص په يواځي سر ددي کار وړتيا او صلاحيت نلري(او نه خو په ايران او نه کوم بل هيواد کې ددي مسايلو سره په دي ډول برخورد کيږي ) .
پښتو ژبه زموږ دهيواد ډيره مهمه ، ملي او رسمي ژبه ده ځکه نو ددي لپاره چې دا ژبه رښتينی رسميت ومومي بايد دهغه حکومت لخوا چې هغه يي دهيواد په تر ټولو اوچت قانون يعنې اساسي قانون کې دهيواد اقلاْ رسمې ژبه پيژندلې ،په رسمي ډول پالنه او رواجونه وشي او دهغې دکره کيدني لپاره هم بايد د دولت په سطح کار وشي البته دا ددولت لطف نه بلکه دنده ده ،نن سبا چې ددموکراسی چغي ناري هر لوري ته خوري دي او د افغانستان ټول قومونه ځان ،خپل قوم او خپلي ژبي ته حق او حقوق غواړي نو پښتانه وروڼه هم بايد دقانون په چوکاټ کي او په ډير زغرده او جرءت د خپلو تل تلف شوو حقوقو غوښتنه وکړي (په ځانګړې ډول دژبې په برخه کې)_ وړاندې تر دي چې( اوبه د ورخه تيره شي) او دوي په (قانوني ) ډول له خپلو حقوقو څخه بي برخي شي .
که يو ځلي بيا دپښتو دکره کيدلو خبري ته راوګرځو نو زما په اند بايد په دی هکله يوه معتبره علمي ټولنه موجوده وي او يواځې داټولنه پښتو ژبي کې دنوښتونو صلاحيت ولري .په دي ټولنه کې بايد دافغانستان دګوټ ګوټ څخه اوهم د پيښور او کوټې پښتو پوهان غړيتوب ولري دوي بايد هر کال (يا دکاله څخه کم يا زيات ) ټاکلی وخت کې غونډه او په پښتو ژبه کې دنوښتونو په هکله مشوري او هم دپښتو ژبي دحالت ، نيمګړتياوو او ضرورياتو په هکله خبري اتري او وړ فيصلي وکړي .
په ډيره مينه ....................[/color:8a7e0be562]تازه ګل شينواری


ځواکمنه وروره!

N. M. Karaw
23.08.2003

سلامونه!
ځواکمن ورور د لمبه مجلې پته غوښتې وه، زه يې د ويبپاڼې بشپړه پته دلته ليکم، چې تاسې يې هم پرانيزئ. ويې لولئ.
http://www.afghantech.net/brishna/lamba/Lamba.htm


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more