د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

خورما اودخورما غ‍ذایې کټی :

خیریوسی
29.11.2006

خورما اودخورما غ‍ذایې کټی :

خورما ډیره کټوره غذا ده په ویټامینو غنی ده خورما لکه انګور ډیر ډولونه لری خورما وچه او تازه خوړل کیږی دخورما ددرختو وایښودولوته باید ډیره پاملرنه وسی
دخورما فایدې :
1- په خورما کی ویټامین A زیاته دی وسترګو ته ډیره فایده رسوی او دبدن پوست تر وتازه ساتی
2- خورماد ډیر عمر خلګو ته ډیره فایده کوی خاصتا هغه کسان چې داعصابو کمزورې لری او یاپه غوږو ږغ ښه نه اوری
3- اعصاب اراموی او جسم ته ښه طاقت ورکوی
4- که وچه خرما په شېدو کی پخه شی جنسی طاقت زیاتوی
5- پښتورګی پریولې
6- هغه کسان چې دورۍ څخه یې وینی ځی او یا بواسیر لری دهغود پاره ډیره فایده کوی
7- دمیرمنو درحم پلې قوی کوی چې دزیږید پر وخت ورته ډیره فایده کوی
8ـ که دری دانی خورما تر غ‍‍ذ ا خوړولو مخکی وخوړل سی دغ‍ذا په هضمولو کی مرسته کوی
8- رطب یعنی هغه تازه خرما و میرمنوته ډیره فایده رسوی خاصتا دلنګون وروسته او دحیض په ورځو کی الله (ج) په قران شریف داسی فرمایلی دی :
{وَهُزِّي إِلَيْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسَاقِطْ عَلَيْكِ رُطَباً جَنِيّاً }مريم25
ژباړه : وخوځوه ځان خپل ته دا تنه دخرما چی راتوی به کړی په تا باندی تازه لندی خرماوی
رطب یعنی تازه پخه خرما هم غذا ده هم دوا که بل شئ تر خرما ښه وای نو به خدای تعالی وبی بی مریم ته دهغه شی په خوړولو امر کړی وای
دخورما مندکی : دخورماندکی که وتیل سی میده سی او وخوړل سی دزخم دپاره ګټه رسوی
په 100 ګرامه وچه خورما کی لاندی مواد وجود لری :
20ګرامه اوبه
65 ملیګرامه مګنیزیم
20 ګرامه پروتېن
0.21 ملیګرامه مس
0.6 ګرامه غوړ
0.15ملیګرامه منګنیز
75 ګرامه کاربون هیدرات
283 ملیګرامه کلورین
2.4 ګرامه نور
60iu ویټامین A
0.9 ملیګرامه صودیم
0.8 ملیګرامه ویټامین1 B
790 ملیګرامه پوتاشیم
0.5ملیګرامه ویټامین2B
65 ملیګرامه کلسیم
190ملیګرامه ګوګړ
2.18ملیګرامه تریو نیکوتینیک
2.1 ملیګرامه اوسپنه

مینه


عجوه خورما

خیریوسی
10.04.2007

محترمو لوستنکو السلام علیکم ورحمة الله
دوه کیلو عجوه خورما دوه نفره دزړه دافریشین څخه دالله (ج) په فضل او کرم خلاص سوه اوس دزړه څخه هیڅ شکایت نه لری
عجوه خورما یو ډول توره وړه خورما ده ددغی خورما ګټی زیاتی دی یوه دهغو څخه هم داده چی دزړه بند رګونه خلاصوی
دخوړولو طریقه یې داسی ده :
دخورما څخه مندکی وباسی مندکی به وتیېې لکه( پلۍ ..) چی تیل کیږی بیا به مندکی ښه میده کړی دیوی خورما مندکی په اندازه میده سوی مندکه به دیوی خورماسره ګډه کړی
هره ورځ سهار په تشه خوا اوه دانی خوړل کیږی

ستاسو ددعا په هیله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more