د موضوعګانو سرپاڼه
تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري مرستې
څنګه أډيواوويډيوفايل أپلوډکړم؟
خاټول
04.08.2003
السلام عليکم
وروڼو او خويندوڅنګه کولاي شم چی أډيو او ويډيو فايل دټول افغان پاڼي ته أپلوډکړم؟
په مينه اودرنښت
سلام
هيواد شېرزاد
09.08.2003
محترمې خور خاټول :!:
لومړی خو زما سلامونه او نېکې هيلې ومنئ.
د اوډيو او ويډيو فايل پدې پاڼه کې کېښودل يا راوستل لږ څه ګران کار دی، هغه ځکه چې دغه پاڼه دومره ځای نه لري چې داسې درانده فايلونه پکې کېښودل شي. مګر تاسې کوﻻی شئ چې د يو بل ځای څخه فايل دې پاڼې ته link يا وتړئ.