د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

اسلام؟

م ن غروال
31.07.2003

اسلام عليکم قدرمن ورور ښاغلئ طالب؛
تاسو که زما پوښتنوته ځواب راکړئ مننه کوم٠داسلام سپيڅلئ دين ولی اخرئ دين دي او ولي أهدا شو؟
اوس په نړۍ کی کوم هېواد اسلامي دي چه سنت د جناب مصطفی پکي حاکميت لري؟
مذهب يعنی د دين داحکامو دتطبيق طريقه ، که څه؟
دا تبليغيان څوک دي يعني دکوم مرکز څخه اداره کيږی، او دا کوم ډول دتبليغ ﻻره چه دوي انتخاب کړيده اسلاما صيح ده؟
محترما، زه به د پورتنيو پوښتنو په ځواب پوهيږم يا نه ،خو غواړم له تاسو په شم چه څه نظر لرئ ، ځکه چه غواړئ هرې اسلامي پوښتنو ته ځواب وواياست ٠ په درناوې ٠ محمد نادر غروال


نقاد
03.08.2003

ښاغلی غروال صيب ، دې فوروم ته ښه راغلاست او له پوښتنو څخه مو مننه . دا پوښتنې تاسو له محترم طالب جان صاحب څخه چې د ټول افغان يو وتلی همکار دی کړي دي او هغوی ښايې ځواب درکړي . بيا هم ستاسې په ليکنه کې ځينې وړې وړې نښې نښانې شته چې سړي ته سوال نه خو لږ څه شک پدا کوي ، مثلأ د ساري په توګه تاسې دا ليکنه د (( اسلام ؟ )) د عنوان ﻻندې کړې ده ، چې د سواليې نښه (؟) دلته سړی لږ څه شکمن کوي او سوال پيدا کوي چې دا نښه (؟) به دلته څه معنی لري او دڅه له پاره ايښودل شوې ده . همدغسې د (( جناب مصطفی )) سره د (صلی الله ...) پر ځای صرف د جناب کلمه استعمالول هم چندان ډيره نېکه اراده نشي تمثيلولای . او دريم دليل ﻻ دا چې تاسو خپله پرې اعتراف کړی او ليکئ چې : ((زه به د پورتنيو پوښتنو په ځواب پوهيږم يا نه ،خو غواړم له تاسو پوه شم چه څه نظر لرئ ، ځکه چه غواړئ هرې اسلامي پوښتنو ته ځواب وواياست )). که تاسو ، لکه څنګه مو چې ويلي هم دي ، رښتيا ددې پوښتنو په ځواب پو هيږئ ، نو بيا خو يې نه مطرح کول او نه جوابول کومه جدي خبره بريښي . ځکه تر کومه ځايه چې په دې فوروم کې محترم طالب جان صاحب ما پيژندلی دی ، نه دا ادعا لري چې د ټولو اسلامي پوښتنو په ځواب پوهيږي ، بلکې صرف هغه معلومات چې لري يې، او چاته به ډير چاته به کم ښکاري، د لوستونکو په خدمت کې ږدي او ترې نه يې دريغوي . در يا ، تظاهر او ځان ښودنې رنجه او بشکه مې هم ترې نه ده ليدلې ـ نو که چيرې هغوی ځواب ونه وايې يو هدف به يې له دغو منفي ځانګړنو څخه کلکه ځان ساتنه وي اوبس ـ نو په دې صورت کې بيا ډيره ښه ده چې تاسو پخپله خپلې پوښتنې جواب کړئ او پرهغې بيابحث ته مخه پرانيزۍ ـ والسلام


Re: اسلام؟


طالب جان
04.08.2003

[quote:d45bfb7ec2="Gharwal"]اسلام عليکم قدرمن ورور ښاغلئ طالب؛
تاسو که زما پوښتنوته ځواب راکړئ مننه کوم٠داسلام سپيڅلئ دين ولی اخرئ دين دي او ولي أهدا شو؟
اوس په نړۍ کی کوم هېواد اسلامي دي چه سنت د جناب مصطفی پکي حاکميت لري؟
مذهب يعنی د دين داحکامو دتطبيق طريقه ، که څه؟
دا تبليغيان څوک دي يعني دکوم مرکز څخه اداره کيږی، او دا کوم ډول دتبليغ ﻻره چه دوي انتخاب کړيده اسلاما صيح ده؟
محترما، زه به د پورتنيو پوښتنو په ځواب پوهيږم يا نه ،خو غواړم له تاسو په شم چه څه نظر لرئ ، ځکه چه غواړئ هرې اسلامي پوښتنو ته ځواب وواياست ٠ په درناوې ٠ محمد نادر غروال[/quote:d45bfb7ec2]
ګرانه او عزتمنده وروره [color=darkred:d45bfb7ec2](( محمد نادر غروال )) [/color:d45bfb7ec2]صيب : السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
اسلام په اصل كي دسپارلو په معني دی مذهب (( اسلام )) ته هم ځكه اسلام وايي چي مسلمان خپل ځان لوي خداي جل جلاله ته سپاري او دالله تعالي دټولو حكمونو په وړاندي دسر ښودلو او عملي كولو اقرار كوي يعني اسلام دانقياد او تسليم نوم دی او مسلماني دحكمبرداري دوهم نوم دی هسي خو ټولو پيغمبرانو له اوله تر آخيره له ځانه سره دين اسلام راوړ او خلكو ته به يي دخپلي زمانی په مناسبت دهغوي احكام بيانول او خلك به يي ديوه خداي جل جلا له فرمانبر داري هو دهغه عبادت ته را بلل ليكن په همدې سلسله كي چي سرور كائنات , خاتم النبيين , محبوب رب العا لمين , محمد رسو ل الله صلي الله عليه وسلم
ټولي نړۍ ته كوم مكمل , جامع ترين , عالمګير , او نه منسوخيدونكي لارښوني كړيدي هغه نه يواځي داچي په نويو لار ښونو , حكمونو , عبادتونو مشتمل او اډانه دي بلكه دتيرو اسماني اديانو لارښوني او ځانګړتياوي په پوره ډول پكي ايښودل شويدي , البته لوي خداي جل جلاله دخپل بالغ حكمت له مخي دمخكنيو اديانو ځيني حكمونه منسوخ كړي او په ځينو نورو كي يي زياتوالی يا هم كمښت كړی دی او بيا نوخداي جل جلا له دغه آيين او قانون د اسلام په سپيڅلې نوم نومولی .
[color=red:d45bfb7ec2]اسلام ولي آخري دين شو؟ [/color:d45bfb7ec2]الله تعالي جل جلاله په قرآن عظيم الشان كى فرمايي ((ان الدين عندالله الاسلام )) آلعمران آيت ١٩دريمه سپاره
ژباړه : بيشك دين دالله په نزد اسلام دی
همداراز په بل ځاي كي فرمايي :(( ومن يبتغ غيرالاسلام دينا فلن يقبل منه )) سورة آلعمران آيت ٨٥ سپاره ٣ ژباړه : او كه څوك ولټوي ((قبول )) كړي له اسلام څخه ماسيوا بل كوم دين نو هيڅكله به ورڅخه قبول نشي .
همداراز په بل ځاي كي فرمايي : (( اليوم اكملت لكم دينكم و اتممت عليكم نعمتي و رضيت لكم الاسلام دينا )) سورة المائده آيت ٣ سپاره ٦
ژباړه : نن ما مكمل كړ ستاسي لپاره دين ستاسي او پوره مي كړ په تاسي باندي احسان خپل او غوره مي كړ ستاسي دپاره دين اسلام .
دخداي جل جلا له كړه داسي و چي له هر دين سره به يي نوی نبي راليږه مګر د رسول الله صلي الله عليه وسلم په اړه يي داسي فرما يلي :((ما كان محمد ابا احد من رجالكم ولكن رسول الله وخاتم النبيين )) سورة الاحزاب آيت٤١ سپاره٢٢
ژباړه :نه دی محمدپلار دهيچا له سړو ستاسي څخه مګر رسول دالله دی او ټاپه ده په ټولو نبيانو .
له دي ټولو آيتونو څخه څرګنده شوه چي اسلام زموږ لپاره پاك خداي جل جلا له د اخيرني دين په توګه او حضرت محمد صلي الله عليه وسلم يي د آخيرني نبي په توګه خوښ كړيدي نو ځكه هم په مونږ باندي دا فرض دي چي د زړه له كومي په دي ايمان ولرو چي اسلام آخير دين او حضرت محمد صلي الله عليه وسلم د آخيري نبي په توګه ومنو او چونكه دا قرآني حكم دی نو ځكه پكي د ولي اوڅنګه پوښتنو حق نه لرو .
[color=brown:d45bfb7ec2]اسلام ولي اهدا شو؟ [/color:d45bfb7ec2]اسلام ځكه اهدا شو چي د اسلامي قوانينو دپلې كيدو په پايله كي به دخلكو تر منځ مينه , ورورګلوي , خوښي , اتفاق , او اخلاص را منځ ته شي تر ټولو لويه خبر دا چي په آخيرت كي به جنت او دالله تعالي نور نعمتونه دمسلمانانو په برخه شي .
په نړۍ كي الحمد لله داسي ډير هيوادونه شته چي د محمد مصطفي صلي الله عليه وسلم سنت پكي په انفرادي ډول په ډيره ښه توګه عملي كيږي خو په ډير افسوس سره ښايي چي ووايم چي : داسي اسلامي هيوادونه دګوتو په شمار دي چي دنبوي سنتو دحاكميت لپاره يي زيار ايستلی وي او يا يي په خلكو باندي عملي كړې وې .
[color=indigo:d45bfb7ec2]تبليغيان څوك دي؟ [/color:d45bfb7ec2]تبليغيان مسلمانان دي ددوي مركز دپاكستان دلاهور په ښار كي دی او له هماغه ځايه اداره كيږي . تبليغيان چي كوم تبليغ كوي هغه په اسلام كي ثبوت لري ځكه چي درسول الله صلي الله عليه وسلم له وفات څخه وروسته به په اونۍ كي يو وار حضرت عبد الله بن مسعود رضي الله عنه خلكو ته حديث بيانول همداراز حضرت ابوهريره رضي الله عنه به هم په مسجد نبوي كي په منبر باندي خلكو ته حدبث بيانول دصحابۀ كرامو له خوا حضرت معقل بن يسار , حضرت عبد الله بن مغفل , اوحضرت عمران بن حصين رضوان الله تعالي عليهم اجمعين داسلامي احكامو دتبليغ لپاره بصری ته ليږل شوي و همداراز حضرت عبادة بن صامت , او حضرت ابو الدردأ رضي الله عنهما يي دتبليغ لپاره شام ته ليږلي وو .
درسول الله صلي الله عليه وسلم دراوړي دين زده كړه او په هغه يقين او عمل كول او تر نورو خلكو يي رسول ډير ضروري دي الحمد لله په امت كي داسي خلك شته چي هغوي ته ددي اهميت څرګند شوی او هغوي نورو خلكو ته ددبن درسولو لپاره مختلفې طريقی خپلي كړيدي مثلا چا د وعظ اونصيحت لاره نيولي ده چا ددرس او تدريس ,چا دتصنيف او تاليف ,چا بيا دارشاداوتلقين لاره خپله كړي ده چونكه ددين داشاعت لپاره مختلفې طريقی اختيار شوي نو ځكه يوه طريقه لازمول ضروري نه دي بلكه دهر چا چي په هره شعبه كي له وسه كيږي په هغي شعبه كي ورباندي ددين پر مخ بيول فرض دي البته تر اوسه پوري دمدرسو نظم او ضبط ددين په خپرولو كي ډير مهم رول لوبولی نو ځكه دمدرسو دنظامونو برقراره ساتل ډير ضروري ليدل كيږي .


ستاسوځواب

م ن غروال
04.08.2003

محترما،
زه هم مننه کوم ستاسو له ښه رغلاست ويلو او ستاسو دليک څخه٠
اسلام ته سواليه يعني داسلام تعريف يعني داسلام په هکله پوښتل ، يعني اسلام څه شئ دي، دين ؟،خو کوم ډول دين؟، او ٠٠٠٠ که دما پوښتنی درست ځواب کړل شي داسلام له کلمي دسواليې نښه ليرې کيږي، په هر حالت دما هدف دلته داسلام په هکله پوښتل هدف دی٠
دخداي او پيغمبردخطاب سره دتعظيمو کلماتو استعمال اسلامي ادب او احترام دي چه مسلمان يي بايد په پام کي ولري که خداي سره پاک يا بي نياز يا داسي نورې ډيرې دتعظيم کلمات چه چه ټول دالله ج او محمد ص ځانګړي صفات دي، وويل شي جل جلا له يا صل الله عليه وسلم حتمي نه دي ځکه پاک او بي نياز د جل جلا له ځاي او جناب مصطفی د صلی الله عليه وسلم ځاي نيسي او همدا ډول که پيغمبر دريم غايب شخص په صفت خطاب شي د جناب او مصطفی کلمي خپله دتعظيم کلمه ده ، دا صيح ده چه که صلي الله عليه وسلم وويل شي نوره هم ښه ده او همدا ډول وشان عظمته دجل جلاله سره، او تبارکت عليه د صلی الله عليه وسلم سره که شريک شي، دابهتره دي اما حتمي نه ، که وويل شي الله ج نو جل جلاله او محمد ص سره دصلی الله عليه وسلم بيا حتمي ګنل کيږي حتی اوريدونکي ته هم ٠ خير خو ما به دا نيوکه نه وائ کړې٠
پاتي شوښاغلۍ طالب جان ورور که پوښتنو ته ئی ځواب وويل او که نه دما دپاره به ارزښت ونلري٠ زما پوښتنې دده دليکنې په اساس شوي دي زه به دپوښتنوځواب هم درته په ډيره مينه وليکم که تاسې ئي حتمي ګڼئ٠ دپو ښتنو هدف مې ځانته د ښاغلي طالب جان ورور نظرښکاره کول دي او بس ٠
ما کړائ شول چه نور هم په تفصيل درته وليکم خو فکر کوم دا به دومره دبحث وړ نه وي اودا به انشا الله تعالی ستاسو شک ليري کړي ٠ اما زه الحمدالله مسلمان يم او زيار مي همدا دی چه تر وسه داسلام مبارک دين کلتور ولرم٠ او ډير سخت د هغو مسلمانو چه داسلام غوندي ديو دين د بدنامئ سبب ګرځي مخالف يم بلخصوص دهغه مسلمان چه له دين څخه اؤښتئ وي يا خو په ظاهره مسلمان او په باطن کي ﻻدين، منافق، يا په بل دين معتقد شوئ وي ٠ستاسو دنيکمرغۍ او بريليتوب په هيله٠ په درناوې٠ محمد نادر غروال٠


دښاغلي طالب ورور څخه يوه دنيا مننه

م ن غروال
11.08.2003

ښاغلئ طالب ورور اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
يوه دنيا مننه کوم ستاسو دزيار څخه چه دما دپوښتنو لپاره مو ګاللئ دی ٠ ستاسو ځواب بي شکه چه اسلامي يا شرعي دي خو کيداي شي چه مسأله دمختلفو کړکيو وليدل شي بياځواب په مختلفو اشکالو بيان شي٠ زه عالم ددين نه يم خوتر کومه ځايه چه مالوست او زدهکړه ګړې ده او ځانته مسلمان وايم دا حق به ولرم چه په اسلامي مسألو يا ځان خبر ياهم ځان عالم کړم ٠ دبحث څخه به تيريږم را به شم اصلي هدف ته٠ اسلام؟ اسلام يعني د انسان دخلقت ، ددنړۍ او عالم خلقت، او دخداي ج دخداې دڅرګندونې دفلسفي علم او دهغې ختم٠دانساني کلتور، دانساني مسؤليت اودده د حرمت اوکرامت او عزت دمقام اخرئ لوړتوب او اخرې لارښونې او دهغې هم خاتمه ٠ اسلام به لغتا دتسليم معنی ورکړي خو دلته ددين چوکات کي وروسته داسلام له مطالعې څخه اسلام دکامل معنی ورکوي يعني پوره،نور هيڅ څه يعني مطلق هيڅ څه،؛يعني هر هغه هر څه مادي او معنوي چه دانسان په چاپېريال او دده په علم او عمومي ژوند اړه ولري؛ انسان ته نه پاتي کيږي چه دئ دځمکي دحيات تر ختمه پوري دمطلق خالق او مطلق قادر جل جلاله وشانه عظمته څخه متوقع وي٠ دانسان دژوند دلارې اړخ اولورې پوره او تکميليدل اود ځان پيژندنې علم او دده دخلقت دفلسفې دعلم اخري کتاب٠ يعنی قرأن عظيم الشان ، دعلم او فلسفې مور او بنسټ٠ اسلام يعني وجدان،ايمان،انسانيت، علم،فلسفه، مينه، يووالئ، مسؤليت،حرمت، کرامت،عزت،شرافت ٠اسلام يعني صبر زغم کار زيار سنجش تحليل ٠ اسلام يعني مبارزه دحق ثابتول او ټينګښت او حقدار ته رسول، دباطلاتو مخنېوئ او دمنځه وړل،اسلام يعني ريښتنۍ خداي ، ريښتنۍ دمځکو أسمانو مالک،ريښتنۍ دجزا دورځې بې نياز او کامل عادل مالک،پيژندنه او په هغه ايمان راوړل، عام او تام هغه ج ش ته تسليميدل٠ دا لا ذواله احد بې مثال پروردګار يعنی الله ج په خپل هيڅ کتاب کي او په خپل هيڅ يو راأستول شي استازي خپل علم او دانسان انساني مسؤليت او د خپل ذات دڅرګندوني دفلسفې علم اودانساني کلتوردپوره کيدو احکام، نه دې کامل کړئ مګر په خپل قرأن المبارک کي او په خپل حبيب سرور کائنات حضرت مقبول محمد مصطفی صلی الله عليه وأله وسلم وبرکاته٠ ځکه اسلام پوره ياکامل دين دي او ځکه هم اخرئ٠ دا دما زدکړه داسلام چه اسلام يعنی دا، او اخرئ دين هم ځکه٠ زه اسلام داسي پيژنم زما اخيستنه داسلام له لوست څخه دا ډول ده او زه اسلام پدي ډول پيژنم او دا ډول ئې هم تعريف يا ترجمه کوم٠ پاتي شو م مذهب اسلامي هېواداو تبليغيان، دا دي وي بله ورځ ته،په درناوې


نقاد
12.08.2003

ګرانه وروره غروال صاحب ، په کور دې برکت شه،سلامونه مې هم ومنه .ا وس مې زړه تسکين شو او خوښ شوم چې
د اسلام سپېڅلي دين ته ستاسوغوندې يو مخلص اندوی ( روشنفکر) د ټول ا فغان په ليکو کې لرو ـ هيلمن يم چې په راتليزه کې به د اسلام د فضيلتونو په اړه ليکنو او بحثونو کې ﻻ کوانده (فعاله) ونډه واخلئ او د لوستونکو تنده به په خپلو جالبو معلوماتو سره ماته کړئ . په تيره بياد اسلامي فلسفې نړۍ ليد او دهغې په رڼا کې د عصري ژوندانه پوښتنې او معضلې روښانه کول به ډير په زړه پورې وي . په درنښت او سلامونو .



طالب جان
12.08.2003

گرانه او محترمه وروره غروال صيب له ليکني څخه مو يوجهان مننه دقدر وړپاڅون صيب داچي تاسي ښاغلې غروال صيب ته دليکنو تحريض ورکړی نو ستاسي څخه هم ډيره ډيره مننه .


مذهب، اسلامي هېواد او تبليغيان

م ن غروال
12.08.2003

پتمن ښاغلئ طالب ورور اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
مذهب؟ په دې هکله تاسو څه نه وليکلي مهمه نه د ه ، دما دپاره دا جنجالترينه مسأله ده چه وکوالئ شم هر يوه ته قناعت ورکړم، يو خو دا چه په سړي زر ټاپه لګيږي او بله دا د مذاهبو او امامانو په هکله ددوي تاريخ يا هم ددوئ کړه ماته اصلا جالبه نه ښکاري چه وخت مې دهغې په مطالعې صرف کړم ٠ خير رابه شو ځواب ته ٠ مذهب پرته داسلامي سنت دتطبيق رقم يا روش يا طريقې يا ډول څخه پرته بله هيڅ معنی بايد ونه لري زه شخصا هر مذهب په دا ترجمه پيژنم ٠ دحکيم عليم ﻻذواله مالک ج ش او د هغه دحبيب جلاالتمأب محمدص احکام په مختلفو مفاهيمو ترجمه کول او په هغې عقيده کول ، دما لپاره مذهب نه، بلکه داسلام عقيدوي وېشل به معنی ولري، اوحتی داسلام نفاق داسلام درځ٠ هغه دسني اهل چه شيعه نه وي سني نه دي او هر هغه د شيعه اهل چه سني نه وي شيعه نه دی٠ او همدا ډول په نورو دوه منل شوي مذاهبو کي، چه هر څه نوميږي،يا حتي په نورو نوؤ مذاهبو کی لکه احمدي يا وهابي يا داسي نور٠ نن په مسلمانانو کي مذهب يعني ددين دعقيدي او ايمان يوه څنډه٠د عمان په البريمي ښارکي يو لو جومات چه قابوس ئي نوم دې ، ديوه نوي مذهب سره اشنا شوم چه فقط يو خواته سلام ګرزوي، داسي نور دتفکيک اساسات به هم هرومرو لري خو مادومره جدي پوښتنه ونکړه، ځکه ما خواشنۍ کوي دمذاهبو کثرت٠ زه بعضو حتی نه پرېښودم په امام پسي مي لمونځ وکړم ، خوزه تلم يو خو دمام تلاوت ډير ښايسته وؤ او بل جومات ماشاالله ډير ښايسته وؤ خو خيرزه تلم اوما به هم له دوئ سره يوخواته هم سلام ګرزاوه اولاسونه مه هم ددوئ په شان په ټټر نيول٠ او دشيعه وروڼو سره مې هم په مراتبو په خلاصو ﻻسو لمونځ ادا کړئ ٠ زه ده ډيرو مسألو څخه يوازي يو مثال به په نښه کړم، دفرض ترک په اوداسه کي ،اودس نشو او پرته د اودسه ډير زيات فرايض دي چه د الله تعالی په امر منع ګڼل شوي دي ،يعني پرته د اودسه کول عمل دامر جايز نه دی٠ اوس دپښو نه وينځل او دهغوئ مسح کول لوئ توپيردي چه دالله ج په حکم کي مختلفه ترجمه کيږي او دلته عقيده هم حتمي ځکه ګڼل کيږي چه د خداي پاک امر دې ٠يعنی مسح کړئ پښې خپلې ياهم امر دي چه اوينځئ پخښې خپل٠نبوي مبارک احاديث او قصص شته ،اما داسې معتبر اسناد، نه به وؤ چه هغه مبارک خپلې پښې اينځلې او که يې هم مسحه کولې٠ ددغو دوؤ مختلفو ترجمو يو بايد ترک د فرض وي٠ که فرمايل شوي وائ چه پښې خپلې لمدې او پاکې کړئ يا پاکې کړئ پښې خپلې په اوبو سره؛ نوبيا دواړه دلته ترجمه نه بلکه تعبيرات وؤ او دواړه هم په ځاي ٠ او شايد چه نور به ئې هم دمختلفو ترجمواوتعبيرونو ځائ درلودائ اما دلته څه چه الله ج دفرمودې ترجمه، دا دوه مذهب سره بيلوي، نه دده مبارک ذات سنت دډول په لحاظ بلکه د عقيدې په لحاظ٠ دواړه صيح؟ دا محاله ده چه امکان به ولري٠همدا ډول نور ډير داسې مذهبي مسأيل شته چه مذاهب دعقيدي په لحاظ سره بيلوي٠ دلته سني مجبور دي چه پښه خپله اوينځي ځکه دا امر دالله ج دي او شيعه بايد خپله پښه مسحه کړي ځکه ده ته مسح کول د پښې د الله ج امر دی او په نه کولولو ئې دواړه دفرض ترک کونکوؤنکي ګڼل کيږي٠ ما پورته عرض وکړ چه دا ډول ډير نورمذهبي عقيدوي ګړن لارې شته چه چه په ترک ئې دالله تعالی ډېر اوامر نه ادا کيږي٠ دښمن داسلام ، داسلام په وژلو او د قرأن ع په تغيريدو کي ئي ډېر زيار اويست اما مؤفقه نشو خو داسلام په معتقدينو ئې دنفاق زيار بريالئ شو٠ امام صاحبانو رح عليهم به هرومرو داسی اسناد لرل چه دالله تعالی دمبارکو هداياتو دا ډول ترجمې کړي دي٠ د سني او شيعه وروڼو تر منځ شخړو چه د يوه بل دوژلوپه حلال توب تماميدل دهمدغو عقيدوي نظرنود توپيرو تأثيرات دي او بس٠يوه امام رح چه داسی ترجمه کړې وه بل ته دهغې ددومره لو توپير د ترجمې هيڅ ضرورت نه وؤ٠او که وؤ هغه د هم لومړئ بيان شوې وائ چه دتيرې ترجمي معتقدينو ورسره منله،ښه او که چا نه وائ منلې نو معلوميده چه پخوانې ترجمه يا نظر صيح دي د راتلونکو عقيدوي توپير څخه بهډډه شوی وائ٠ په کابل کي يوه سني ورور هزاره ورور ته د خميني کنځل وکړل خو په ځواب ئي ورته وويل چه کنځل دستا په هغه چا وي چه نور تا ته له هغې بل محترم نه وي يا هر چا ته چه ته عقيده لرې٠ داسلام دښمن چه مسلمانان ديوبل په وژلو لګيا ويني نو دقرأن ع تغير ته ضرورت نه پاتې کيږي ، په اسلامي ډګر کي د اوبو خړول ورته ډير ساده شي او ښکارول دکبانو هم ورته دماشومانولوبې٠ د ايران او عراق جګړه په مذهبي عقيدوي لحاظ خپل اور ته دوسعت او جديت او کرکې لمن وهله٠ دښمن داسلام نو نور له دې اضافه څه غواړي٠ نور خو ﻻ څه کوئ چه د حضرت محمد ص دخاتم النبيين په هکله احمدي ډله عقيده لري چه ګواکي حضرت عيسی ع اخرئ پيغمبر دی٠ اوس که ددغو په اصلاح پيل وشي بايد مکمل نيم امت دمحمدرسول الله ص بايد ددې ﻻرې قرباني شي، ﻻ ډير، اما بيا به هم ممکن بې ګټې وي٠ همداسي دايران طرزالعمل دافغانستان په اړوند، داسي ډيرنور زيات شواهد او د سترګو ليدلي حالات شته چه مسلمانان په خپلو کي ديوبل دوينو څښلو ته تيار دي، او په يوبل دکفر حکم فتوی حتی په جهر سره دځانو حق او اسلامي کړن لاره ګڼي٠ دوام لري]


Ghairat
17.08.2003

د شرعي احکامو د تفسير او تشريح په اړه څلور يا پنځه مذهبونه د سختو اختلافاتو سبب نه ګرځيدلي دي او نه ګرځي ، خو دسياسي اختلاف پر بنسټ د اهل تسنن او اهل تشيع تر منځ اختلافات شته و وي به ، تر څو چې د قدرت او د واکمنۍ د مشرۍ موضوع نه وي حل شوي ، تر هغې به يو بل ته ظالم ويل کيږي او ظلمونه به يو پر بل کوي . دا په دې له منځه نځي چې يويا بل سني څان شيعه او شيعه ځان سني وبولي .دا سياسي اختلاف دی او
سياسي حل غواړي ،کهڅنګه؟؟؟؟


تکل
18.08.2003

وروڼو ښی چاري
دغروال صيب په ليکنه مي سر نه خلاصيږي که مي دمهرباني له مخي غروال صيب او يابل ورور دده په ليکنه پوه کړي تر عمره عمره به يي مننه کوم.


اسلام،مذهب، دتېر په دوام

م ن غروال
18.08.2003

هو، کله چه علما د اسلام دمذهب په هکله داسی وعظ وکړي، دعوامو خلکو څه توقع وشي٠دکفر حکم ته چه خبره ورسيږي نو جګړه رواه ګڼل کيږي٠په يوه بل د کفر حکم ما خپله اورېدلئ دی٠څه وکړو، توره تر ملا جهاد اعلان کړو، يا څه؟ داډول وعظ يا ليکنې يا بحث د مسلمانو په په ماغزو بې اغېزې ندي او دمسلمانو وروڼو تر منځ کرکه او نفاق پر مختګ مومي٠ دنړۍ پيشوا ص د ټولو اسلامي ستونزو، دنړېوالې اسلامي ستونزو، دحل اودټولئيز او ټولنيزو شرايطو په پام کی لرلو سره ، دمسلمانوداسلامي علم د زده کړو او داسلامي تعبيراتو دتفکر او څېړنې پرمختګ ، اود مسلمانانو تر منځ دعقيدوي اختلافاتو د مخنيوي او ددوئ د ورورګلوۍ او داسلامي يووالي په هدف، د اسلامي مشر داسلامي عالم ، يعنی امام،ارشاد فرمايلئ دی، نه داسلامي عقيدوي اختلافاتواو د نفاق او د يو بل د د وژلو، او نه د فرضي احکامودمختلفو ترجمواو فتواؤ په غرض٠اوس ددغو فرضی احکامو داختلاف له امله مذهب ميليونو مسلمانو وروڼو ته يوه کامله ايماني عقيده ګرځېدلې ده٠دمذهبو د همدغو اختلاف العقيدو په اساس ، د مسلمينوتر منځ دنفاق ا وژنې او په يوه بل د کفر حکم په ټولنه کی جاري دی٠ ما خو صرفا يوازې د پښو د اينځلو يو مثال راوړئ دی خو دا ډول نور زيات مثالونه شته چه ، مذهب مسلمان ته عقيده وربخښي، نه ددين کړنلاره٠ د جناب مبارک ص هدف د يوه اسلامي عالم مشر،ارشاد، هغه هم په داسي يوه سخت دريځه دتوپير په ډول ،او حرکت او عقيدې؟، نعوذو بالله،هيڅ وخت نه وؤ٠ بيشکه چه د امامانو رح عليهم هم دا ډول منظور هيڅ کله نه وؤ٠ اما عاقبت د مسئلې حتي د مسلمانو تر منځ په يوه بل د کفر حکم او دد يو بل په وژلو تمامه شوه او تماميږي٠دلته داحکامو شرحې يا توضېح يا تفسير نه دي بلکه د فرايضو په هکله دامامانو رح عليهم فتوې دي چه مذهبي عقيدوي اختلاف ئې را پيدا کړ٠ داحکاموله مختلفو شرحو نه، بلکه دفتوؤ، مذهب جوړ شو٠ همدا علت دی چه اوس دمذهب معتقدله خپل مذهبه نه تېرېدونکئ دی٠ ،،،،،نور بيا٠


اسلام، مذهب٠٠٠ دتېر په دوام

م ن غروال
18.08.2003

دپخوا په دوام،، اوس نه له نيوکو څه جوړيږي او نه په حالاتو د سترګو په پټولو٠ اوس بايد د معضلې د حل ﻻره پيدا کړو، چه څوک يو او څه کوؤ، اوڅوک وؤ او څه شوؤ٠ که امامان رح عليهم الله تعالی ج ش بيرته راژوندي کړي او دخپلو پيروانو دا حالت وګوري، ياخوبه دخپلو پيروانو مخ واړوي، ياخو به هم د خپلو احکامو تيريږي، اويا خو به فتوأ ورکوي چه نور مذهب نشته او که شته فقط يو مذهب دی، د محمدي ص د سنت طريقه په کامل يوه ګړنلارې او بس٠ دوئ رح عليهم به په شريکه خپلو پيروانو ته يو مذهب ، دشريعت د پلي کولو صرف د يوې طريقي هدايت ورکوي او بس، چه د ټولو تر منځ عقيدوي ستونزه به نوره وجود ونلري٠ چه ننۍ اسلامي ټولنه به د اسلام ددښمن دلاس وهنې څخه،او دمسلمينو دغه مذهبي اختلافاتو د سوأ استفادې څخه، به تر ډيره زياته حده خلاصه شي، او د مسلمانو تر منځ الخصوص د مذهبي وروڼو تر منځ به د اتحاد اورورګکوئ ور پرانيستل شي، چه د امامانو رح عليهم هم همدا ارمان دی٠ الحمدالله شته داسی علما کرام چه مذهب د شريعت کړن ﻻره بولي نه عقيده٠ او دا ډول مذهبي توپيرونه په کلکه غندي٠کله چه کړنلاره وګڼل شي، سني ، شيعه او نور بيا فرق نه سره لري، کولائ شي چه سني په ﻻس خلاسي ، او شيعه هم پهﻻس تړلي لمونځ ادا کړي، او همدا ډول نور، او نور مذاهب هم هذالقياس٠ بيشکه په بعضو مذاهبو کي داسي هدايات يا اوامر شته چه دکثيرالعلمأؤ لخوا خلاف د اسلامي سنت ګڼل شوي دي٠ که علمأ کرام د مختلفو مذاهبو ، ټولنو او هېوادو پخپلو کي ددغو ستونزو دحل لپاره پاملرنه او سره ناسته وکړي ، زه مطمئن يم چه انشأالله تعالی مسائل به د ښو په لور مخ ومومي٠ او د ورورګلوئ زېرۍ به د هر مؤمن په غوږ شي، چه دوخت په تېرېدو به نړېواله يوه واحده اسلامي ټولنه ولرو٠
اسلامي هېواد؟ لنډ ځواب دا دی چه نشته٠ دلته د اسلامي هېواد څخه مرام دمسلمان د کمښت يا زيا تئ په هېوادکی نه، بلکه مقصد د اسلامي سنت قانون يعنی د ټولنې اساسي قانون ، اود هغې د پلي کيدو دهماغه د حکومت مستقيم مسئوليت دی٠ د پروردګار ج لوئ مبارک دربار ته ډير د شکر ځاي دي چه چه په وګړيز ډول په مسلمانانو کي دسنت طريقې عمل شته، خودا ډول وګړيز داسلامي سنتو تطبيق ، د اسلامي هيواد مفهوم نشي ورکوﻻئ٠ ،،، سبا ته انشاالله اخيرې پاتې موضوع ، تبليغي وروڼه،


اسلام، مذهب٠٠٠ دتير په دوام

م ن غروال
19.08.2003

تبليغي وروڼه؟ ،بيشکه چه مسلمانان دي، دکفر حکم خو دلته د هيڅ مسلمان ن نظر او هدف ندی٠ دجناب مقبول اکرم ص په وخت کي يا د صحابۀ کرام يا تابيعينو په وخت کي کله چه يو مسلمان يا عالم ددين چيرته دشريعت تبليغ لپاره استول کيده،په هغه ټولنه کی کامله محمدي ص مقرره يا احکام يا کامل شريعت رعايت او تطبيق شوئ وؤ، داسی نه وؤ چه هلته به امير د ټولنې غيراسلامي اصول يا غير اسلامي کلتور ، جاري نه ساتل خو محاله خبروه ، چه دشريعت د تطبيق ، او دتطبيق په مسؤليت کي هيڅ ډول کمښت وجود نه درلود ٠ اوس خو دﻻهور څخه چه تبليغي ورور موزنبيق ته الو تنه کوي، خپله ﻻهور د پاکستان دټولنې ستره فحشأ له ځانه سره لري،دا په تبليغي ورور اړه نلري که څنګه؟٠ يا د تبيليغ په کولو ئی اسلامي مسؤليت خلاص شو؟٠ داسلام تبليغ صرف ددې دپاره نه دي چه په مسلمانانو کی فقط د اورېدو لپاره بيان شي او بس، چه له يوه غوږه ننوځي او له بله هم وؤځي٠ اسلامي تبليغي دنده او د يوه مؤمن اسلامي مسؤليت ټول همدا ندی ٠ اسلام مبارزه ده مبارزه ٠ دحق تأمينول دي او باطلاتو هم باطلول٠ دتبليغي ورور دنده او مسؤليت تر هغو ندې خلاص تر څوچه ړومبۍ په خپل هستوګنځي کي داسلام سنت نه وي پلي کړي او بيا په سلسلې سره ګام په ګام ټوله نړئ کی٠ تبليغي ورور چه د لاهور څخه ، زه لاهور مثال راوړم، کيدای شي ياکابل ياد شي يا هم دوبئ يا بل ځای، دېرش،څلويښت زره روپۍ يا لږې ډيري، د يوه بل لرې پروت هېواد ته د سفر خرڅه کي مصرف کوي ، ولي په هماغه خپل هستوګنځي کي دغې مبارزي يعني اسلامي تبليغ ته دوام نه ورکوي تر څو په ټولنه کی ئی شريعت نه وي جاري کړئ، چه هيڅ خرڅه ئي هم نه کيږي؟٠ که دده شخصي ژوندشتمني هم سړئ وګوري دخپل ماشوم درنځور د اعلاج به هيڅ هم نه لري٠ ده چه پخپلې ټولنې کی هيڅ نه وي کړی ، په بل ځاي کي ئی به د اوږده سفر او د يوې لوې خرڅې په کولوسره، څه وکړي؟٠
دلته ئی هم هماغه تبليغ چه له يوه غوږه ننوتل دي او له بله هم وتل،هلته به هم عينا همدا جريان وي٠ نو دکار ګټه څه شوه او مرام د تبليغ يعنی څه؟ ٠ ولې هلته هيڅ عالم،جومات، اسلامي سواد، او يا هيڅ د اسلامي زده کړي او بيان موادنشته که څه؟٠ او که تازه په اسلام مشرف شوي دي؟٠ چه په ريښتيا سره اسلامي اصولو او اسلامي علم او بيان ته اړتيا ليدل کيږي؟٠ خو تبليغي وروڼه چه چيرته تشريف وړئ دی لومړئ تم ځائ ئې جومات دي،چه الحمدالله عالم ددين پکي تشريف لري ، لمونځ ورکوي، تبليغ کوي او وعظ او ٠٠٠ ، ټول هماغه شريعت او فقه او د خالق ج او د هغه د حبيب ص احکام،قصص القرأن والنبوي بيانوي ، کوم چه تبليغي ورور ئی دبيان لپاره دومره اوږد سفر او دومره لويه خرڅه کړې ده٠ بيا دا هر تبليغي ورور خو عالم نه وي، دعالمانو شمير لږ او دبدرګو ډير وي، خير په هر حال٠ خو که ددغه ډول تبليغو سفرونو او خرڅو په ځائ ، داسلام تکړه تکړه اود فضاحت او بلاغت ريښتني دعلم څښتن، د اسلامي نړېوالې ستونزې دحل،او په مسلمانو کي د يؤوالي، او اسلامي ټولنه د يوې واحدې اسلامي ملګرتيا دپيل اود هغی ټينګښت ، او د علماؤ علمي پوهې راکړې ورکړې، او له يو بل سره د معرفت ، او اسلامي ټولنو کي د شريعت د تطبيق ودې،لپاره دعوت او يو او بل ځائ ته سفر وکړي، او دوئ ته دا زمينه مساعده شي، چه داسلامي بنسټيزي ستونزي حل،او د اسلامي پرمختګ دخنډو ورکول،اومسلمان ته ديوه اسلامي هېواد زېرۍ له ځانه ولري، بهتره به وي که دتبليغي وروڼو تبليغ عواموغير سياسي خلکو ته؟٠ له عوامو نا اګاه او په زرګنو کړاؤو اخته بيچارګانو خو د ټولنې اسلامي پرمختګ توقع نه کيږي ، هغوئ خو خپلو اسلامي عالمانو او مشرانو او دټولنې سياسي واکمنو ته ﻻس تر ځنې ناست دي چه خدايه، اوس به کله وي چه ديوې خوا نه، ديوې خوا دنېکمرغۍ زېرۍ راباندي وشي٠ بيا همدا خلکو دا دتبليغي وروڼو دا تبليغ يا اورېدﻻئ وي يا به ئی هم واوري ، ځکه چه جومات او امام يا عالم لري ٠ بيا هم پرته لدې ، دا دتبليغي ورور تبليغ ، نه داسلامي ستونزو، نه د اسلامي سياست، نه هم د اسلامي ټولنيز مسؤليت، تبليغ دي چه دخلکو سترګې روښانه شي، او خبر شي او درک کړي، چه په رېښتيا نور د ډوبېدو په حال کي دي، چه باﻻخره به په اسلامي علمي توره او ډال سمبال مبارزين، او د خپل بې مثاله او د انساني حقو او کرامت او عزت ضامن مقدس دين يعني اسلام نه ماتيدونکي مدافعين ورڅخه جوړ شي٠ اما دده محترم تبليغي ورور تبليغ فقط ثواب دی او ګناه،يا جنت دي او دوزخ٠ لکه چه دا اسلام يوازې د ثواب ګټلو ته راغلئ دي، او دجنت کمائی ته او بس؟٠ بله کومه معنی ياهدف هم دا اسلام لري که نه؟ ٠ که دغه د تبليغي وروڼو لګښت په اسلامي علماؤ، چه اکثره ئی د شتمنيزو ستونزو سره لاس په ګرېوان دي،ولګول شي او دا علمأکرام د ټولو اسلامي، اقتصادي،سياسي مذهبي دستونزو دحل ﻻره کي مثبت ګامونه واخلي ، لکه چه پورته مي ددوئ مسؤليت او ديني تبليغ ته اشاره کړيده، په زرګونو مراتبو به بهتره نه وي؟ ٠ چه دا به نړېواله اسلامي غوڼډې وي، او دنړېوالې اسلامي ستونزو دحل جرګه٠ او که پدې شکل تو جه ونشي او مسؤليت په پام کي ونه نيول شي، او تبليغ وي د غوږو ننوتل او وتل، نو دمسلمانانو بېړۍ لکه څنګه چه د ډوبېدو په حال کي ده، د ډوبېدو په مخ به پاتی وي تر څو چه دغربي نړئ د ديمکرات په نامه په سمندر کي ورکه شي٠ چه اسلام به داسي وي لکه ددوئ کلېساوې٠ او امام او عالم ددين به داسي وي لکه ددوئ پاپ٠ په درناوې٠ غروال
له قدرمنو لوستنکو او زړه ته رانږدي هم نظرو څخه مې د زړه له کومې درناوۍ دی٠
يادونه، په نورو ليکنو کي بعضي ټکي سهوا ليکل شو ي يا دوه ځله راغلي دي چه تاسو عزيز وروڼه او خويندې به ما په خپلو بزرګوارئ بخښئ٠ پاي


Ghairat
23.08.2003

ډېر ښه ډير ښه غروال صاحب له نيک احساس او ښه تفصيلاتو څخه مو مننه کوم، هر څوک ښايي خپل خپل اند يز او نظر وړاندې کړي. زه له سلام او نيکوهيلو سره خپل انديز داسې رالنډو چې :
1 ــ په څلورو مذهبونو لکه مالکي ، حمبلي ، شافعي او حنفي کې هډو عملي اختلافات نشته ، خو ددوی ټولو په وړاندې بيا د تشيع اختلافات ډير دي ، او هغه داهل تشيع او اهل تسنن د اختلافاتو په نامه ياديږي .دا اختلافات يو سياسي بنسټ لري او دسياسي اختلافاتو پر بنسټ په کې بيا انديز اختلافات هم په کې راپورته شوي او ژوندي ساتل شوي دي .
2 ــ دا سياسي درز په دې خبره رامنځته شوی چې ايا حضرت علي (رض) او د هغه زامن (حسن او حسين) ال محمد
په توګه له حضرت محمد (ص) تر وفات وروسته د اسلامي مشرۍ او خلافت وړاو مستحق ؤ که نه ؟ يا ددوی سره ظلم او په سياست کې د پيغمبر د کاکا زوی حضرت علي (رض) او د پيغمبر (ص ) د لمسيانو سره ظلم زياتی نه دی شوی ؟ ايا دوی له هره اړخه د انحضرت (ص) وړ او ﻻيق وارثان نه وو ؟ ايا د حضرت علي (رض) د خلافت پر ضد په شام او د مشق کې ياغي پاڅون ونشو چې په سلګونو مسلمانان په کې مړه شول ، ددې ياغي تحريک له پاره د عثمان (رض) په وينو لړلې جامې چا خلکو ته په دې نامه وښودې چې ګواکې نوموړی د حضرت علي (رض) له
خوا وژل شوی او دا نتقام له پاره يې دهغه پر ضد ددمشق حلک خونړۍ جګړۍ ته وهڅول . ايا وروسته معاويه (رض) د حضرت عثمان (رض) سره دقومي اړيکو له کبله چې امويان وو قدرت تر ﻻسه نکړ ؟ او ځوی يزيد ته يې په ميراثي توګه انتقال نکړ او همدغه يزيد بيا د پيغمبر(ص) دواړه بي ګناه لمسي حسن او حسين په شهادت ونه رسول ؟ او له هغه وخته تر اوسه پورې چې کوم په نامه خلافتونه تير شوي کوم يو خليفه له اهل تشيع څخه هم و ؟ او ايا له يزيد راهيسی موروثي واکمنۍ په سني پادشاهانو کې رواج نشوې او ﻻ هم روانې نه دي؟ دغه ټول به اهل تشيع څنګه ومني ، اخر دا ولې او دا د چا د ﻻسه ؟ نو اختلاف دلته دی ، نه د مناسکو په تو پيرونو کې ، که نه رښتيا به له منځه تللی وای که چېرې د غروال صاحب خبره هر سني شيعه او هر شيعه سني شوی وای . که د نړۍ سنيان په شيعه ګانو راټول او د شيعه و مشر د اسلامي نړۍ شريک خليفه وټاکي نو دا اختلافات به ډر ژر د تاريخ کندې ته وسپارل شي، که نه د اسلام د نزولي قوس له پاره دا هم يوه لويه تاريخي کنده وه ، ده او شي به . والسلام علی من التبع الهدی .


م ن غروال
24.08.2003

دروند او عزتمند ورور ښاغلۍ غيرت صاحب سلامونه او نېکې هيلې می ومنئ
ستاسو ليکنه اند يا نظر ندي بلکه تاريخ دي٠ او دما تاريخ نه بلکه دروان مذهبي جريان څخه اخيستنه ده٠ دما اند يا دا اخيسنه يا برداشت کيداشي غلط وي يا نا معقول، اماستاسوليکنه يو ثبت شوئ شئ دي چه زه يا بل څوک دويلو لپاره پکی څه نلرو چه وکولائ شي وويل شي ٠ دلته هدف مطرح دی چه اتحاد دی ، داسلام تر منځ او بس٠
په درناوې ٠ ستاسو کشر ورور محمدنادرغروال


تر اسه دوام لري .

Ghairat
24.08.2003

[quote:5dabca6bd8="Gharwal"]دروند او عزتمند ورور ښاغلۍ غيرت صاحب سلامونه او نېکې هيلې می ومنئ
ستاسو ليکنه اند يا نظر ندي بلکه تاريخ دي٠ او دما تاريخ نه بلکه دروان مذهبي جريان څخه اخيستنه ده٠ دما اند يا دا اخيسنه يا برداشت کيداشي غلط وي يا نا معقول، اماستاسوليکنه يو ثبت شوئ شئ دي چه زه يا بل څوک دويلو لپاره پکی څه نلرو چه وکولائ شي وويل شي ٠ دلته هدف مطرح دی چه اتحاد دی ، داسلام تر منځ او بس٠
په درناوې ٠ ستاسو کشر ورور محمدنادرغروال[/quote:5dabca6bd8]
[color=darkblue:5dabca6bd8]
منلی او ښاغلی غروال صاحب ، سلامونه مې ومنئ .
ماخو ه له همدې کبله ستاسو انديز ( نظر ) يو ښه او نيک نظر بللی او صرف د برياليتوب په اړه مې د پروبلم تار يخي ريښې ته ګوته نيولې ، څو د رنځ له تشخيص وروسته د تداوۍ هيلمنتيا پر ځای او رياليسته ښکاره شي . البته د تداوۍ په اړه مې په خپل اند يو وړانديز ورسره په پای کې مل کړی ، څو له دی کبلهچې موږ او زوږ پخوو سنياو د اهلتشيع حقونه ان له هماغه اول ، د علي (رض) په وړاندې هم تر پښو ﻻندی کړي او تر اوسه ﻻ دوام لري . موږ له مسلط اوواکمن د ريځ څخه هغوی په دې ن شو اقناع او پخلاکوﻻی چې صرف د لمانځه طريقه يې خپله کړو . مونږ بايد دوی ته واکمني پريږدو او يا ورسره دسنيانو پر ضد شيعه شو . لومړی کار خو په تيوريکي صورت کيدای شي ، ولې په عمل کې به يو سني واکمن هم قدرت اهل تشيع ته پرې نږدي . بايدهمدومره وشي چې سنيان دې دا خوب او خيال له مغزو څخه وباسي او په هغوی دې دا ملنډې هم نه وهې چې ګواکې سنيان تر هغوی ښه او صحيحتر مسلمانان دي ، څود نورو مظالوڅخه يې خوندي پاتې شي . که وروري ورسره څوک نه کوي ، نو دوښمني خو دې ورسره نه کوي . متل وايي : تير دې له خيراته ،خودا سپی دې رانه کورې کړه ! په دې لړکې ستاسو وړانديز او انديز هم البته پر ځای او معقول دی . والسلام [/color:5dabca6bd8]


Ghairat
02.09.2003

[quote:f506f521de="Gharwal"]دروند او عزتمند ورور ښاغلۍ غيرت صاحب سلامونه او نېکې هيلې می ومنئ
ستاسو ليکنه اند يا نظر ندي بلکه تاريخ دي٠ او دما تاريخ نه بلکه دروان مذهبي جريان څخه اخيستنه ده٠ دما اند يا دا اخيسنه يا برداشت کيداشي غلط وي يا نا معقول، اماستاسوليکنه يو ثبت شوئ شئ دي چه زه يا بل څوک دويلو لپاره پکی څه نلرو چه وکولائ شي وويل شي ٠ دلته هدف مطرح دی چه اتحاد دی ، داسلام تر منځ او بس٠
په درناوې ٠ ستاسو کشر ورور محمدنادرغروال[/quote:f506f521de]
غروال صاحب ښې چارې، سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ.
هسې خو تاريخ تيرې پېښې دي ، خو دا اوسنۍ ګډوډۍ ټولې له تيرو پيښو څخه راپېښې شوي دي ، په بله وينا تيره په اوسيزه او اوسيزه به په راتليزه کې بيا هم ژوندۍوي او په يو نه يو شکل سره به خپل ژوند کوي .که تاريخ تکراريږي نه ، خو بچي زيږوي او کله نا کله يې په نوي کول کې له مور نه لور غټه وي . مثالونه يې همدا اوس هم مونږ پر ځانونو د لږکيو په نادودو کې وينو. دلته زه ستاسو له موضوع څخه په پښتنو باندې د لږکيو نادودو ته واوختم ، بخښنه غواړم چې سؤ تفاهم رامنځته نشي او فکر ونکړئ چې دا ﻻندې شعر ستاسو د موضوع سره په کوم تړاو کې ليکم ، بلکې د دوستميانو ، ستميانو ، پر چميانو ، شمالي اتلافيانو او نورو پښتوندوښمنو متعصبو ډلو هغه نادود ته اشاره ده چې نن ورځ يې د هيواد پر قاطع او مطلق اکثريت باندې د بهرنيو نويو او زړو استعمارچيانو په زور تر سره کوي ، او دخپلو خيالونو او نازونو له پاره پر مونږ باندې جهان په دابل مخ اړول غواړي :
[color=blue:f506f521de]دناز ميرمنې چې زلفان اړوي ..............په دا بل مخ په مونږ جهان اړوي .
ښځې مړزې مو جنګي ختلي ..... .... .......زمونږ په سر اوږو تندي ختلي
په تورو ستر ګو سياسي چې ګوري ..........په تورو غرونو عاشقان اړوي [/color:f506f521de].

نو غروال صيب دا هم تاريخ دی چې حفيظالله امين ددوی قاومتونه څپلي دي ، ولې اوس هغه مونږ ته يادوي او
دوی مونږ ته وايي چې که پښتون کمونست حفيظ الله امين اهل شيعه هزاره ګان نه وای ځپلي ، نو اوس به شيعه مسلمانانو د پښتنو سني مسلمانانو په سرونو ميخونه نه ټکوهل . او د همغو پښتنو مسلمانانو سرونه يې ميخکوب او پايکوب کړل چې يا ددوی سره ښه ګاونډيانوو ، يايې ستا په څير ورسره په يوه جومات کې حتی ددوی په طريقه لمونځونه کړي وو او يا ورسره د جهاد په يوه او ګډه ليکه کې د روسانو پر ضد يو ځای جنګيدلي وو. داچې اميني کمونست د پښتنو څومره د سر سړي ووژل ، هغه بالکل نه شميري. د طالبانو په قصور کې يې د ټول پښتنون قام څخه واکمني واخيسته او څ نه وو چې پرې ويې نکړل او نور به ﻻ څه کوي که وسه او موقع په ﻻس ورشي . نو تعصب ؟ ، او بيا مذهبي ؟...دا د سر منګ دي له سره نځي . خو زه ستاسو د نيک اند او نيک خيال
پلوی کوم ، که څه هم اغيزه به يې هله مثبته وي چې سني دولتمشران د اهل تشيع سره تل ددوی په طريقه سره لمونځونه وکړي . ولسلام !



ع کريم حليمي
14.02.2004

سلام عليکم درنو وړونو او خوندو
محمد ص ، ابوبکر رض،عمر رض ، عثمان رض ، علی کرم الله وجهه ،فاطمه سيده نسا ، حسن والحسين سيدا شباب اهل الجنه ، و اهل بيت د مبارک ،او ازواج د مبارک ص ټوله دګناه پاک دی
........................................................................................................................................................................

اخلاقأ او شرعأ هيڅوک داحق نه لری چه وليکی يا ووايي چه چار يارو يو پر بل ظلم کړی وو ٠ دا ګوناه ده حواله مکتوبات ميا فقيرالله صفحه ٨
نبی محمد ص هيڅ وارث نه درلودی ٠ يوازی محمد ص يوڅه جايداد په خيبر کی درلودی ٠ مبارک ويلی وه هيڅ څوک زما دمال وارثان نه دی ٠ ټول امت ئی وارثان دی د حدث او د قرأن ٠ که څه هم حضرت علی کرم الله وجهه او بی بی فاطمی وغوښتل حق واخلی
يارانو مبارکانو جواب ورکی چه محمد ص د مال وارثان ئی هيڅوک نه دی يوازی دکور خرځ ځنی اخستلای سی٠
تر دغه ورسته حضرت علی کرمالله وجهه ٦ مياشتی د ابوبکر صديق سره خبری نکولی ورسته ئی برته شروع کړی
موضع ئی اوږده نور بيان بخاری وګورۍ ٠
نو د خلف وارث ئی هم علی نه کيږی ټوله خلګ د (اکتب لکم ) دبخاری د حديث څه دا مانا اخلی چه حضرت علی د پاره به ئی خلافت ليکلی ٠ دا ګومان دی او ګومان درواغ دی ٠ که داسی وي نو ولی مبارک نه ټنګيدی پر خپله خبره او د اهل تشيع او اهل تسبن ئی څه کار په دی خبره اوڅه ګټه لری ٠اسلامی ليډران غواړی چه ډلی جوړی کی
او ډلی د دوی د پاره قدرت دی او قدرت پيسی دی ٠ که خلګ ځانونه پر ډلو ځانونه تقسيم کړی نو زموږ خپل
تاوان دی عوام خلګ ته نده لازمه چه په دی خبرو پسی ولاړسی اوبس
هو پر حسن او حسين مبارکانو باندی ظلم سوی دی ٠ ايا دا زموږ او ستاسو ګوناه ده اوکه زموږ د پلرو کوناه ده
نو تشيع ولی موږ په دغه ملامتوی ٠ زموږ هم خوا په بده ده ٠ وايو يزيد ډير بد عمل کړی ٠
که اهل تسنن ،اهل تشيع دی نه تاريخ پاکه ولاسی نه ئی دمنځه وړای سی ٠
رالو لمانځه ته که ستا خوښ وي چه په ايله لاسو ئی وکړی که دده په تړلو لاسو ئی وکړی څه فرق لری ٠ دا نه فرض دی نه واجب ٠ ديته اخلاق ويل کيږی اوبس ٠ هو پښی نه منځل يو لوی اختلاف دی ٠
دغسی مشکلات په هر دين کی سته ،جوز،کرشچن، هندو،بودا
هر څوک چه ليډرشف په جنګ او زور غواړی غلط دی ، دغه زور وو چه هټلر،سکندر،روس،مغول ټوله دمنځه ولاړه ٠ هر څوک چه هرڅه و ه غواړی په صلحه هغه ور رسيږی ٠ او اخلاقأ دغسی ده ٠
هر جنګ اوجدل چی دی يوازی دليډرپه ګټه دی ٠ نه ئی وينی په وطن کی او هم هغه زاړه ګناکاران پر قدرت ناست دی ٠ نو به کوښښ وکو چه هغه خبرو ته غوږ ونه نسو چه رهبرانو ګټه او زموږ تاوان وي
که فرضأ زما ليکنه ښايسته نوي هره يوه لطفأ ئی ړنګه کړی محترم او قدرمن وطنمل صاحب ٠
حليمي



طالب جان
02.05.2004

[quote:54b174ee79="abdul karim Halimi"]سلام عليکم درنو وړونو او خوندو
محمد ص ، ابوبکر رض،عمر رض ، عثمان رض ، علی کرم الله وجهه ،فاطمه سيده نسا ، حسن والحسين سيدا شباب اهل الجنه ، و اهل بيت د مبارک ،او ازواج د مبارک ص ټوله دګناه پاک دی
........................................................................................................................................................................

اخلاقأ او شرعأ هيڅوک داحق نه لری چه وليکی يا ووايي چه چار يارو يو پر بل ظلم کړی وو ٠ دا ګوناه ده حواله مکتوبات ميا فقيرالله صفحه ٨
نبی محمد ص هيڅ وارث نه درلودی ٠ يوازی محمد ص يوڅه جايداد په خيبر کی درلودی ٠ مبارک ويلی وه هيڅ څوک زما دمال وارثان نه دی ٠ ټول امت ئی وارثان دی د حدث او د قرأن ٠ که څه هم حضرت علی کرم الله وجهه او بی بی فاطمی وغوښتل حق واخلی
يارانو مبارکانو جواب ورکی چه محمد ص د مال وارثان ئی هيڅوک نه دی يوازی دکور خرځ ځنی اخستلای سی٠
تر دغه ورسته حضرت علی کرمالله وجهه ٦ مياشتی د ابوبکر صديق سره خبری نکولی ورسته ئی برته شروع کړی
موضع ئی اوږده نور بيان بخاری وګورۍ ٠
نو د خلف وارث ئی هم علی نه کيږی ټوله خلګ د (اکتب لکم ) دبخاری د حديث څه دا مانا اخلی چه حضرت علی د پاره به ئی خلافت ليکلی ٠ دا ګومان دی او ګومان درواغ دی ٠ که داسی وي نو ولی مبارک نه ټنګيدی پر خپله خبره او د اهل تشيع او اهل تسبن ئی څه کار په دی خبره اوڅه ګټه لری ٠اسلامی ليډران غواړی چه ډلی جوړی کی
او ډلی د دوی د پاره قدرت دی او قدرت پيسی دی ٠ که خلګ ځانونه پر ډلو ځانونه تقسيم کړی نو زموږ خپل
تاوان دی عوام خلګ ته نده لازمه چه په دی خبرو پسی ولاړسی اوبس
هو پر حسن او حسين مبارکانو باندی ظلم سوی دی ٠ ايا دا زموږ او ستاسو ګوناه ده اوکه زموږ د پلرو کوناه ده
نو تشيع ولی موږ په دغه ملامتوی ٠ زموږ هم خوا په بده ده ٠ وايو يزيد ډير بد عمل کړی ٠
که اهل تسنن ،اهل تشيع دی نه تاريخ پاکه ولاسی نه ئی دمنځه وړای سی ٠
رالو لمانځه ته که ستا خوښ وي چه په ايله لاسو ئی وکړی که دده په تړلو لاسو ئی وکړی څه فرق لری ٠ دا نه فرض دی نه واجب ٠ ديته اخلاق ويل کيږی اوبس ٠ هو پښی نه منځل يو لوی اختلاف دی ٠
دغسی مشکلات په هر دين کی سته ،جوز،کرشچن، هندو،بودا
هر څوک چه ليډرشف په جنګ او زور غواړی غلط دی ، دغه زور وو چه هټلر،سکندر،روس،مغول ټوله دمنځه ولاړه ٠ هر څوک چه هرڅه و ه غواړی په صلحه هغه ور رسيږی ٠ او اخلاقأ دغسی ده ٠
هر جنګ اوجدل چی دی يوازی دليډرپه ګټه دی ٠ نه ئی وينی په وطن کی او هم هغه زاړه ګناکاران پر قدرت ناست دی ٠ نو به کوښښ وکو چه هغه خبرو ته غوږ ونه نسو چه رهبرانو ګټه او زموږ تاوان وي
که فرضأ زما ليکنه ښايسته نوي هره يوه لطفأ ئی ړنګه کړی محترم او قدرمن وطنمل صاحب ٠
حليمي[/quote:54b174ee79]
گرانه محترمه مکرمه او عزتمنه وروره حلیمي صیب :
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
زه هم ستاسي له پورتنۍ لیکني سره موافق یم ستاسي لیکنه حق او په زړه پوري ده .دحضرت معاویه رضی الله عنه یا نورو صحابه و په شان کي بی ادبي کول گناه ده . الله تعالی دي مونږ اوتاسي له گناهونو څخه وساتي آمین .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more