د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

يوه تفسيرى ادبى نكته

رښتینی
30.09.2006

يوه تفسيرى ادبى نكته

دپښتو ادب درنو مينوالو خوږو وروڼو او خويندو سلام مى ومنئ

زمونږ دكلى ملا صيب بيخى شه او نيك انسان وخورا په علم مين او
هغه دچا خبره دكتابونو چينجۍ و هر وخت به په كتاب كړوپ و او د
هغه په كږو وږو حاشيو يا لمنليكونو كى به داسى ورك و چى ددنيا په
هيڅ به نه و خبر

مونږخو لا دومره په ښه او به نه پوهيدو خو بيا څرنګه يي چى زمونږ په
كلى كى ډير وخت تير كړى ونو ځينى خبرى يي راته يادى دى په وعظ او نصيحت كى به ډير په غصه و او په ځينو خبرو به يي مونږ خو څه كوى زه وايم چى ولا كه هغه زمونږ دكلى كلك صوفيان هم پوهيدل

ده به طبعا ايت او احديث يا بله كومه ضرورى جمله په عربى متن كى تيروله
او بيابه يي چى خوارى پښتوته ژباړله نو دلته به دسړى ځان ته ژړا راغله او
كه هر څومره به دى په ماغزو زور وا چاوه په هغه پښتو ژباړه پوهيدل تقريبا ناشونى كار و زما باور و چى كومو كليوالو ددى ژباړى په مهال سرونه خوځول هغه هسى دملا صيب خوشالولو له پاره و كه نه په هغه جومات سوګند كه به يي يو هم په ټكى پو هيدى

خير ملا صيب به بيا دا دليل وړاندى كاوى چى عربى ډيره مغلقه ژبه ده
له دى نه مطلب اخيستل دهر سړى او نا سړى كار نه دى خو ما به بيا له
ځانه سره ويل چى رشتيا دا خو دومره مغلقه ده چى دا زمونږپښتوته يي
كوم تورى را ليږدول كيږى نو زمونږپښتو هم راته مغلقه او كلكه كړى

او ملا صيب به دا هم پسى زياته كړه چى دايت او حديث ترجمه خو ډير سخخخت كار دى كه په يوه ټكى كى سړى غلط شى نو كفر ته رسيږ ى
دلته به نو زمونږ صوفى جان محمد اكا غبرګ غوږونه په ګوتو كى ټين
ونيول او په توبه توبه ويلو سره به داسى ليدل كيدى تابه ويل چى دا او
س اوس يي كفر ته شا كړه او نوى توبه ګار شو

وروسته بيا له ملا صيب سره ډير بلد شوو او دهغه له طالبانو سره مو هم
كله كله په خبرو كى برخه اخيستله خو دا خبره په هغوى كى هم دكاڼى كرښه
ګرځيدلى و چى دقران ترجمه كول دهر سړى كار نه دى

او خداي خبره چى داخبره به ملاصيب له كومه استاده رانقل كوله او هغه به له بله استاده رانقل كړى وه خو تر د مګړى پورى خولو ژودولى او وهلى وه
او دى ځاى ته رارسيدلى وه چى د قران په ترجمه سړى كافر كيږى او له كفر
نه ځان ساتل خو دمسلمان لومړى دنده ده

خوله دى كفر نه ځان ساتل بيا ډير خطرناك تماميدل هغه داسى چى قران ته
به دى څټ كاوه اوبيا به په امان كى پاتى كيدلى او كوم ملاصيب به چى دا وس لاره چى قران وژباړى دهغه ژباړه به بيا له عربى ژبى كمه نه وه

نو لنډه دا شوه چى له قرانكريم نه په مستقيمه توګه څه را خيستل ناشونى كار و او د قران مفهوم او معنى ته درانه قلفونه لويدلى

يو وخت چى زه هم په الف او با ليږ پوهه شوم نو له يوه مستند او يا كره ملاصيب سره مى ديوڅه سپين سترګى په خپلولو ليږ بحث وكړ او ورته ويل مى چى ګوره ملا صيب له تاسو نه هر وخت دا اورو چى قران ډير مقدس كتاب دى او ډير له حكمته ډك كتاب دى او .....او.....
اخر په دى قران كى چى كوم حكمتونه دى هغه كوم دى ؟
دابه ته مونږ ته بيانوى ددى ژباړه به راته كوى او هغه حكمتونه
به څه ناڅه راته روښانه كوى

ده راته كړه چى له دى قران نه هغه داړتيا خبرى ټولى زمونږ امامانو را ايستلى دى او فقه شريفه يي راته تياره كړى ده مونږ نور شى ته اړتيا نه لرو ما خو سپين سترګى ته هسى هم ملا تړلى وه ملاصيب ته مى وويل
چى ملا صيب په فقه كى خو تاسو دلمانځه او داسه خبرى راته كوى او
داراز دزكات روژى بيو او نورى مسئلى راته كوى
خو دا د اخلاقو كيسى خو په فقه كى نشته دراز داخرت او د خداى د توحيد
په باره كى به هم په فقه كى ډير څه نه وى او كيدى شى نور هم ډير داسى
څه وى چى هغه دفقهى له موضوع سره سمون نه خورى نو هغه به مونږ
له كومه ځايه تر لا سه كوو ؟؟؟

د ملا صيب سينه تنګه شوه او نوره يي زما د سپين ستر ګى په وړاندى
دصبر پيمانه ډكه شوه او دنوى فكر او انحراف په توره ټاپه يي ونازولم
.........................
اوس همدومره او
دتفسير ادبى نكتى ته به بل وخت
را وګرځم چى شايد ادبى خوږلښت
او نوښت به پكى نغښتى وى
انشاء الله تعالى

په مينه


رښتینی
02.10.2006

يارانو سلام

د تفسيرى ادبى نكتى له پاره مى دملا صيب خبره ځكه مخته او دومره اوږده كړه چى مونږ په خپل هيواد كى ددى فن (علم التفسير )په اړه څه ستونزى لرو يو وخت زمونږ په سيمه كى دى علم ښه اوكره چوپړ وهوونكى لرل چى زه به يي يواځى يوه بيلګه درته را واخلم او هغه امام فخر الدين الرازى الهروى دى

امام فخر الرازى يوه داسى علمى سټه دى چى خدايګو كه بيخى پيژندنى ته اړتيا لرى خو دا نه اړتيا زمونږپه هيواد كى نه بلكى په نوره اسلامى نړى كى ده ما په اسلامى نړى كى داسى ښارونه ليدلى چى هورى ددى ستر امام په نامه لارى او څلور لارى نومول شوى دى او هغه لارى مى هم ليدلى دى خو په افغانستان كى مادده په نامه څه نه دى ليدلى
او كه تاسو ليدلى وى د هغى نشم ويلى

په علم التفسير كى ددى امام كتاب په (التفسير الكبير) سره مشهور دى
په دى ستر تفسير به نو زه غريب څه وليكم !!!
داخو يو ناپايه سمندر دى زما دا ګوډ مات قلم ته زه اجازه هم نه وركوم
چى په دى تفسير څه وليكم او نه ځان ددى وړ بولم او نه يي دا ځاى دى

خو اوس مى لكه مخكى چى وويل ډير ځايه داسى خلك شته چى هغوى وايي د قران ژباړه دهر غوږ كار نه دى داسمه خبره ده دقرانكريم دژباړى
له پاره ډير څه په كار دى او دهغه له پاره دعربى ادب مختلفو علوموته
اړتيا شته خو داسى نو هم نه ده چى با يد هغه دومره ويروونكى علم وګر
ځول شى چى بيخى په علمى كړيو كى هم څوك زړه ورته شه نه كړى
او دهغه اخلاقى او مختلفى شوونى رانه پاتى شى
لكه دا نن چى له كوم حالت سره مخ يو

هغه نكته بيا رانه پاتى شوه ګومان كوم دومره مهمه به هم نه وى
خو بس ما يي له دى نه سريزى زياتى كړى


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more