د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

رازئ چه ده فساد جرړه معلومه کړو!

سپوژمئ
26.09.2006

اسلام علېکم،

ده ډېرو درنو او ده مېنے ډک سلامونو نه ورسته،

زه ده خپل لېک نه وړاندۍ په دۍ فورم کې، ده خپلو درنو ورړونو او محترمو خوېندو نه بخنه غواړمه ولے چه دا لېک به زما لوړمبنئ لېک وۍ. هېله لرم چه دا زما ده لېکې تا ر به ده ټولو غړو له پاره خېر رسونکۍ ثابته شۍ.

زه باېد خپل مرکزى ټکى ته را وه ګرځېګم؛

په دى موضوع کى زه ارزو لرم چه درې ټکى و څېړم:

١. په اسلام کى ده وهابېت ده فرقه تارېخ

٢. القاعده او ُاسامه ابن لادن څوک دى؟ او زمونږ ګران افغانستان نه چشئ غواړى؟

٣. طالبان څوک دى؟ ملا عمر څوک دئ؟ او دوى ده ګران افغانستان نه چشئ غواړى؟

انشاءَالله، چه صبا ته به په لوړمبئ نقطى بحث شروع کړو.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــمم
[color=white:d02a1dbae2]ده مېنے ډک سلامو نه، زه ده خپل لېک نه ، ده خپلو درنو ورونو ، زما ده لېکې تا ر به.... [/color:d02a1dbae2]
په پورتنيو کلمو کې د اضافت د ( د ) پر ځای (ده) څو ځلې ليکل شوی او د (دۀ) شکل هم نه لري، که معقوليت يې ثبوت نشي، ترهغه يې له کارولو څخه ډډه کول سم بريښي . په مينه او درناوي . وطنمل .


Ajab
27.09.2006

[quote:4df9c25a8a]١. په اسلام کى ده وهابېت ده فرقه تارېخ [/quote:4df9c25a8a]
په سعودي کې د محمد بن عبدالوهاب په نامه يو تن د وهابيت په نامه نوې فرقه د دې لپاره جوړه کړه چې مسلمانان نور هم سره بې اتفاقه او تقسيم شي، معلومه نده چې پېسې د انګرېزانو لخوا ورکول کېدې که د بل چا لخوا خو د مسلمانانو د تقسيم او بې اتفاقۍ يوه نوې لاره پرانيستل شوه.
[quote:4df9c25a8a] القاعده او ُاسامه ابن لادن څوک دى؟ او زمونږ ګران افغانستان نه چشئ غواړى؟ [/quote:4df9c25a8a]
کله چې په مسلمانانو کې د وهابيت د فرقې جرړې مضبوطې شوې نو د يو نوي نوم منځته راوړلو ته اړتيا پېښه شوه او دغه نېک کار بيا امريکا ترسره کړ چې د القاعده په نامه يې دا جهادي ډله جوړه کړه او د دې مشر يې اسامه بن لادن کړ چې د سي اي اى خانداني تنخوادار دى هر څه چې امريکا ورته وايي هماغه کوي سي اي اى د ملياردونو ډالرو په لګولو د دې تن څخه يوه لويه بلا جوړه کړه او هر ځاى کې چې مسلمانانو سر جيګاوه نو دا اجنټ يې ورولېږه او هلته يې پرې مسلمانان ووهل. اوس القاعده يو پياوړى ځواک دى او په راتلونکي کې کېدلاى شي چې دا اسلامي تاريخ بلکې اسلامي عقيدې يوه برخه جوړه شي مثال به يې په پاکستان کې د ځينو هغو زيارتونو وي چې انګرېزانو پکې خپلې جامې ښخې کړې دي او خلک ورځي عبادتونه او منښتې پکې کوي او ناشنا ناشنا نومونه يې پرې ايښي دي چې دا پلانکى بابا دى او دا پلانکى. دغسې به القاعده هم وي چې جوړه خو امريکا د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کړه خو مسلمانان به پرې عقيده هم لري او اسامه به يو لوي ولي الله ګڼي.

[quote:4df9c25a8a]طالبان څوک دى؟ ملا عمر څوک دئ؟ او دوى ده ګران افغانستان نه چشئ غواړى؟ [/quote:4df9c25a8a]
دا هغه خلک دي چې د پاکستان د مدرسو څخه بوتلل شو او د اي ايس اي په پوځي کيمپونو کې وروزل شول د روزلو بوديجه يې د امريکا څخه ورتلله. وروسته پرې د پاکستان د پوځ او ديني مدرسو جګړه شوه. ديني مدرسو ويل چې دا زموږ بچي دي خو جنرال نصير الله بابر ويل نه، دا زما بچي دي. بيا يو ناڅاپه د يوولسم ستمبر پېښه وشوه او پاليسۍ بدلې شوې نو بيا هر چا د دوى د پلارتوب څخه انکار پېل کړ. پاکستان افغانستان ته وايي چې دا ستاسې خلک دي خو افغانستان وايي چې دا ستاسې لخوا په ناجايزه توګه زېږول شوي دي. خو ګردۍ نړۍ ته معلومه ده چې زېږونکى يې اي ايس اي، د پاکستان پوځ او د پاکستان کې د مذهبي خلکو د ترهګرۍ مرکزونه چې دوى يې مدرسې بولي دى.


سپوژمئ
27.09.2006

ډېرخواګه سلامونه،

عجب، ستاسو ډېره مننه. ستاسو ځوابونه او نظر دواړه ډېرمعلوماتۍ وه.

په هر ډول، زه هم غواړم چه د خپل نظر ټکى د قران پاک، اسلامى تارېخ، او د حدېث مقدس په رنړاه کې در وړاندې کم.

په اسلام کۍ ده وهابېت ده فرقې تارېخ:

د وهابېت د مذهبى عقاېدو سيستم،

وهابېان زان داسې ښکاره کئ چه ېوازى دوئ د اسلام تعقېبداران دۍ، او نور ټول مسلمانان په ناحقه دۍ. په تېرو ېو سو لسېزو کى وهابېانو په ډېرى هنرمندئ سره، ټول مسلمان قوم ېى خطا اېستلئ. دې فرقى ډېر پوه علماءِکرام هم غولولى او ېا ېى ده رشوت په واسطه خپل کړى. په لاندى ډول ېو څو ډېرې مهمې نقطى:

١. د شروع نه وهابېت او وهابېان، ده سعودى شاهى دولت جوړولو کې، ېوه مفېده او ده اسباب په دود ېوه استعمالېدونکې آلى پاتى شوې ده.
٢. هم تر دى چه د وهابېت موسس، محمد بن عبدالوهاب (١٧٠٣-١٧٨٧)، د سعودى شاهى دولت نېمګړې موسس هم بوللائ کېګى. له دې وجه، د سعودى شاهى کورنۍ او د وهابېانو د ډلى خپلوى لکه ځى د مېړه او د مېرمن.

٣. تر حاضره وخته پورى، د عبدالوهاب زوزات ېا اولاد په سعودى عرب کې ېى لوړ مشهورحېثېتونه او مقامات نېولى. د وهابېت د موسس د زوزاتې د شته والى له قبله، په اټوماټېکې ډول، دوي مذهبى متعصبداران منل کېګى. خو تراوسه زمونږ د خوږ او ګران پېغمبرنبى کرېم صلى الله علېه وسلم زوزات او اولاد، دوې ېوازى کړى، د وېرى پر لار ېى اچولى، او د هر ېو لوړو مقاماتو، حېثېتو ېى ډېر لرى ساتل شوى دى!

٤. محمد بن عبدالوهاب، د وهابېت موسس، په عوعېنا کې زېږېدلئ وه. له ډېرو سفرو نه ورسته دئ عوعېنا راستون شولو. ژر تر ژره، عبدالوهاب، په لوړمبى زل د ده خپل وهابېت بې قاعده او غېر تبلېغ ېى شروع کړکړل، او له دئ سره سره ېى خالص نظرې، سوچه دېن اسلامى عقېده ېى بېا جوړول شروع کړل. د خپلى خودنې او درس، ده سر چېنى نه، ده ېو ډېر مشهور، ده کفر نه ډک فلسفى، ابن تئمېا نه اخسېتئ وه. هر کله چه ده د بې لارى او ګمراه تبلېغ ده وجه فتنه او اختلاف پېدا شولو، دئ سمدستى ده عوعېنا نه وشړل شو (١٧٤٤). بېا دئ په ادېرعېا کى په ځاى شولو، دا ځاى ده نجد ده مملکت پا ېتخت وه په هاغه وخت کې، او ده دئ مملکت واکمن ابن سعود وه (ده نن وخت سعودى عرب).

٥. ده برطانېۀ ترامر لاندى، برطانوېانو ده وهابېت ده مفکورو علم (اېدېالوژى) ته ېى ده نېکمرغئ لاس وروړاندى کړلو. له دى سره سره، برطانوېانو ده وهابېانو او ده سعود کورنئ سره ېى ملا تړ وکړو چه ده نورو مسلمانانو (عرب او غېر عرب) هېوادونو سره جنګونه وکى، په نوم ده اسلام، خو ده وهابېت او ده سعود کورنئ ده ګټې اړ غوروالى له پاره.

انشاءالله صبا ته به زه خپل بحث جارى وساتم.........


صافی
28.09.2006

سپوږمۍ خورې! السلام علیکم:
تر ټولو دمخه درته هرکلی وایم، خورې! ښکلې لیکنه مو کړي ده او دبحث په فورم کې مو په مهمې موضوع بحث راخیستی دلوی خدای نه درته بریا غواړم .
خو خورې ! دا مو ندې ویلی چې دا لیکنه مو دشفاهی کیسو داوریدلو پر بنسټ را نقل کړی او که دکوم بل لیکونکي مطلب مو په ذهن کې دژباړې لاندی نیولی؟
مونږپښتانه خو هسې هم دخویندو دحقوقو په تالا متهم او ملامت یو چې خوا مو بده نشی هدف مې د ځان پوهول دي نه نور څه.

تاسولیکلی:

د خپلى خودنې او درس، ده سر چېنى نه،[color=red:bd7477ae2e] ده ېو ډېر مشهور، ده کفر نه ډک فلسفى، ابن تئمېا نه اخسېتئ وه. [/color:bd7477ae2e]هر کله چه ده د بې لارى او ګمراه تبلېغ ده وجه فتنه او اختلاف پېدا شولو، دئ سمدستى ده عوعېنا نه وشړل شو (١٧٤٤). بېا دئ په ادېرعېا کى په ځاى شولو،
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ګمان کوم دابن تیمیه (ستاسو په قول کفری فلسفه) هم مستدلل سند ته اړ تیا ولری که څنګه؟
سره ددې چې بحث اولیکنې مو روانې دي زه هسي ستاسو دلیکنو منځکې درګډشوم.
بښنه غواړم.
په درناوي


منلی
28.09.2006

سلامونه اونيکي هيلي
[quote:f1731409b3]په اسلام کى ده وهابېت ده فرقه تارېخ[/quote:f1731409b3]
وهابېت په اصل کښي دکومي فرقي نوم نه ده .
صرف دطنز اوطعني په ډول دهغه خلکو لپاره يونوم ايښودل شوي . چي ياخواهل حديث دي اويا دمحمدابن عبدالوهاب پيروان وي .
داهل حديثو مسلک خو پخواني ده . دڅلور امامانوله زماني څخه تراوسه راروان ده داهغه خلک دي چي دکوم امام دپيروي کولو په ځاي خپله دقرانکريم اوحديثو نه داحکامو تحقيق کوي .
پاتي شوه دمحمدابن عبدالوهاب پيروان هغه په اصل کښي دحنبلي صريقي خلک دي .ددوي فقه اوعقايد همغه دي کوم چي دامام احمدبن حنبل (رح) وه .

په افغانستان اوپاکستان کښي تقريباً ددي ذکرشوي ګروه پيروان نشته .
کوموخلکوته چي دلته وهابې ويل کيږي هغه په اصل کښي هغه اولي ډلي (اهل حديثو) خلک دي .
داخلک په اول کښي ډيرښه خلک وه اواوس هم ښه خلک پکي پيداکيږي خوپه دي ډله کښي ډير جاهل اوجګړه مار خلک شامل شوي چي هيڅ په هيڅه په وړو- وړو معاملاتو باندي بحث اومناظره کوي .
اوهمداسي جاهل خلک دحنفي په ګروه کښي هم زيات دي .

داټوله مناقشه ومباحثه او فرقه بازي ددي دوه فرقو برکت ده .


hewad
30.09.2006

ګرانو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ !
د وهابيت بنسټ مخکې د انګرېزانو لۀ ورتګ څخه اېښول شوی دئ او لومړنی جوړشوی حکومت يې
د عثماني امپراتورۍ لۀ خوا ړنګ شو٠ د دوهم ځل لپاره د حکومت پۀ جوړښت کې انګرېزانو د السعود
لۀ کورنۍ سره مرسته وکړه ٠ دالسعود او د محمد بن عبدالوب کورنۍ اړيکې د لومړني حکومت د جوړښت څخه
مخکې جوړې شوې وې٠ وهابيان ځان ته الموحدون ويي او د اخوان المسلمون نوم هم لۀ دوی سره تړاو لري٠
پۀ دې هکله پۀ ټول افغان کې د وهابيزم تر سرليک لاندې يوه ليکنه خپره شوې ده چې د هغوی د پيدايښت
پۀ هکله څۀ نا څۀ معلومات ترلاسه کېدای شي٠
همدا ځيل د ټول افغان د بحث پۀ فورم کې ښاغلي حليمي صاحب خپلې يوې ليکنې کې ملاسيد عبدالوهاب
ليکلي ؤ ،کۀ چېرې داسې وي نو دی خو د محمد رسول الله لۀ کورنۍ څخه دئ٠

اغلې سپوږمۍ !
لومړی مې سلامونه ومنئ ٠
تاسو ليکلي دي چې ابن تميمه کفري فلسفه لرله ٠ مهرباني وکړئ کۀ د هغوی کفري نظر موږ ته راڅرګند کړئ؟
همدا ډول د وهابيانو نظر څۀ دئ ؟ دوی څۀ غواړي او څۀ د لايل لري ؟
کۀ څۀ هم ما دا پوښتنې د اسلام پۀ برخه کې د څو پوښتنې تر سرليک لاندې مطرح کړي دي خو مقنع ځواب مې ندی
تر لاسه کړی٠
زما پۀ اند سره موږ پرته لۀ معلوماتو څخه دتائيد او ترديد نظر ورکوؤ٠
بل دا کۀ سپوږمۍ خورې خپل پښتو ليک هم يو څۀ سم کړې بده بۀ نۀ وي٠

پۀ درناوي هېواد



ع کريم حليمي
30.09.2006

سيد او محترم هيواد جانه سلام !
[quote:55e96157ea]حليمي صاحب خپلې يوې ليکنې کې ملاسيد عبدالوهاب
ليکلي ؤ ،کۀ چېرې داسې وي نو دی خو د محمد رسول الله لۀ کورنۍ څخه دئ٠[/quote:55e96157ea]
وروره !  سيد قطب او  سيد ملا وهاب يو لاهم د رسول  لۀ کورنۍ څخه نه دي
سيد (لَقَبُ كُلِّ رَجُل ) يعني MR ، ښاغلی 


سپوژمئ
23.10.2006

[quote:9d7eb6621a="hewad"]ګرانو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ !
د وهابيت بنسټ مخکې د انګرېزانو لۀ ورتګ څخه اېښول شوی دئ او لومړنی جوړشوی حکومت يې
د عثماني امپراتورۍ لۀ خوا ړنګ شو٠ د دوهم ځل لپاره د حکومت پۀ جوړښت کې انګرېزانو د السعود
لۀ کورنۍ سره مرسته وکړه ٠ دالسعود او د محمد بن عبدالوب کورنۍ اړيکې د لومړني حکومت د جوړښت څخه
مخکې جوړې شوې وې٠ وهابيان ځان ته الموحدون ويي او د اخوان المسلمون نوم هم لۀ دوی سره تړاو لري٠
پۀ دې هکله پۀ ټول افغان کې د وهابيزم تر سرليک لاندې يوه ليکنه خپره شوې ده چې د هغوی د پيدايښت
پۀ هکله څۀ نا څۀ معلومات ترلاسه کېدای شي٠
همدا ځيل د ټول افغان د بحث پۀ فورم کې ښاغلي حليمي صاحب خپلې يوې ليکنې کې ملاسيد عبدالوهاب
ليکلي ؤ ،کۀ چېرې داسې وي نو دی خو د محمد رسول الله لۀ کورنۍ څخه دئ٠

اغلې سپوږمۍ !
لومړی مې سلامونه ومنئ ٠
تاسو ليکلي دي چې ابن تميمه کفري فلسفه لرله ٠ مهرباني وکړئ کۀ د هغوی کفري نظر موږ ته راڅرګند کړئ؟
همدا ډول د وهابيانو نظر څۀ دئ ؟ دوی څۀ غواړي او څۀ د لايل لري ؟
کۀ څۀ هم ما دا پوښتنې د اسلام پۀ برخه کې د څو پوښتنې تر سرليک لاندې مطرح کړي دي خو مقنع ځواب مې ندی
تر لاسه کړی٠
زما پۀ اند سره موږ پرته لۀ معلوماتو څخه دتائيد او ترديد نظر ورکوؤ٠
بل دا کۀ سپوږمۍ خورې خپل پښتو ليک هم يو څۀ سم کړې بده بۀ نۀ وي٠

پۀ درناوي هېواد[/quote:9d7eb6621a]

واې خداېا پاکه! پوهنمل هېواد صاېب، زه بېخى خبر نه وم چه ته د پښتو د ژبى پوهنمل وى! ګوره د زما په ژوند لوړمبئ زل دى چه په پښتو کى مى لېک وکړ. پوهنمل صاېب زه ډېره بښنه غواړمه که په لېک کى رانه غلطى شوى ې.


hewad
24.10.2006

ګرانې خورې سلامونه مې ومنئ ،اختر مو نېکمرغه اوسه٠
زما موخه دا نۀ وه چې ګوندې ستاسو پۀ ليکنه نيوکه وکړم بلکې ستاسو پام مې وراړولو،دا چې تاسو
بل مفهوم ترې اخستی بښنه غواړم٠ زۀ ستاسو اند ته بشپړ درناوی لرم او څۀ چې مې ليکلي ؤ لۀ سپکتيا
او ياهم بل غرض څخه پاک دي٠
کۀ چېرې د موضوع پۀ هکله چې پيله کړې مو ده څۀ نور معلومات ورکړئ دا بۀ ښه وي ٠
پۀ درناوي هېواد


رښتینی
24.10.2006

وروڼو او خويندو سلامونه او نيكى هيلى مى ومنئ !

ګومان كوم چى ددا ډول بحثونو رامنځته كول ديوى ځانګړى سياسى موخى په اساس كيږى چى هغه دطالبانو مخالفت دى په دى كى شك نشته چى دطالبانو د
غندنى او په هغوى دنيوكو له پاره ددوى له مخالفينو سره استدلال شته او كولى شى چى له مصؤنو او خوندى لارو نه په هغوى نيوكى وشى دا معنى چى
دومره اوږدو تاريخى پرپړو ته اړتيا نه ليدل كيږى او دومره تاريخى فلسفى
څيړل هم دګټى په ځاى تاوان لرى

دطالبانو په سياسى كړنلارو كى ژورى كړمى وى په هغوى دى خبرى وشى
او داراز نور دى ته نو څه اړتيا ده چى خبره په وهابيت پورى ونښلول شى
بيا په محمد بن عبد الوهاب خبرى پيل شى او له هغه نه پورته بيا خبره تر
ابن تيميه پورى ورسيږى !!!!!

دلته نو بيا په والله بالله ځينى داسى مؤرخين ! او څيړونكى ! رامنځته شى
چى سړى ګوته په غاښ ورته پاتى شى او مونږ خو نو ماشاء الله بيا نوى په
څيړنو او تحقيقاتو راغلى يو او بده لا دا چى پلمى لټوو څو يو ليكوال په هره توګه چى وى په يوه طرف پورى يي غوټه كړو نوكه يوڅوك يوه تاريخى موضوع په مستند ه او كره توګه هم بيان كړى خو مونږ هغه د اردوژبو په وينا د (بال سى كال نكالنا ) يعنى له ويښته نه پوست ايستل نخره ورسره پيل كړو او هڅه كوو څو يي په خپل بي طرفه تحقيقى او څيړنيز نظر پري نه ږدو
او په يوه سياسى لورى پورى يي غوټه كړو

او دا زمونږ ستره بد مرغى ده او زيات خلك مو دبد ګومانى په دى ناولى خوى اخته دى دا خبر مى ځكه دومره اوږده كړه چى د وهابيت په باره كى دلته په ټول افغان كى تقريبا ډيرى ليكنى شوى خو تاريخى مالومات څو ځايه ديوه بل نقيض او ضد راغلى دى او دا ځكه لكه په پيل كى مى چى وويل
خبره په سياسى دريځونو را څرخيږى

ايا مونږ به دى ته چمتو شو چى ددى تاريخى موضوع په اړه ټول ديوه ليكوال په تاريخى ليكنه باور وكړو او هغه كره او مستند وبولو ؟
تر اوسه خو داسى څه ته نه يو تيار داځكه چى تاريخى مالوماتوته ضرورت نه وينو او له خپلى سياسى موخى سره مو كار دى

او دلته دسپوږمۍ خور يوى خبرى ته راځم دا ليكى

[code:1:9538cb6535] د خپلى خودنې او درس، ده سر چېنى نه، ده ېو ډېر مشهور، ده کفر نه ډک فلسفى، ابن تئمېا نه اخسېتئ وه.[/code:1:9538cb6535]

صافى صيب ته ورته زه هم له دى خور نه غواړم چى دا خبره مستند دليل ته اړتيا لرى ځكه ابن تيميه ته دكفرى مفكوره منسوب كول شايد وړه خبره ونه بلل شى

او نور بيا

په مينه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more