د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دمبارکی درختې( زيتون ) فایدې

خیریوسی
18.09.2006

دمبارکی درختې( زيتون ) فایدې

په زیتون کی ګلوکوز ، فوسفور ، ګوګړ ، پوتاشیم ، مګنیزیم ، کلسیم ، اوسپنه ، مس، کلور ، ویټامین A , ویټامینB, ویټامینC وجود لری
ان هذا الزيت ينتج من شجرة مباركة وصفها الله سبحانه وتعالى في محكم الكتاب حيث شبهها الله سبحانه وتعالى بالنور حيث قال: {يوقد من شجرة مباركة زيتونة لا شرقية ولا غربية} كما ان هذه الأسرار الكامنة في هذا الزيت المبارك الذي امتدحه رسول الهدى عليه أفضل الصلاة والسلام حيث قال: (كلوا الزيت وادهنوا به فانه من شجرة مباركة).لذلك فان عملية استهلاك هذا المنتج المبارك يوصي به من قبل شرعنا الكريم وكذلك من نتائجه العالية والله الشافي.
دغه دزیتون غوړی دمبارکی درختې څخه جوړیږی الله سبحان وتعالی دزیتون غوړی په نور سره نومولی دی او رسول کریم صلی الله علیه وسلام دزیتون او دزیتون د غوړو صفت او اسرار داسی بیان کړی دی وایې : تاسو دزیتون غوړی وخوری او ځان په غوړ کړی دمبارکی درختی څخه دی
دزیتون ښه غوړی هغه دی چی دزیتون څخه اول واری وایستل شی Virgin Oil Extr))
دزیتون او دزیتون دغوړو(Virgin Oil Extr.) فایدې :

1- ښه غذا ده او خواړه نرموی
2- ضفرا ډیروی او دپښتورګی ډبری ماتوی
3- دقبض ضد دی
4- دشګر نارغ ته ډیره فایده رسوی
5- هغه کسان چی چنجکې پر راخیږی وهغو ته ډیره فایده رسوی
6- دوینی فقیر ته ډیره فایده رسوی
7- دروماتیزم ناروغ ته ډیره فایده رسوی
8- هغه کسان چی ویښتان یی رژیږی که ویښتان په غوړو غوړ کړی ویښتان ټینګوی
9- دزیتون دغوړو خوراک وهغه کسانو ته چی دوینی فیشار یې جک وی ډیره فایده رسوی
10- دزیتون دغوړو خوراک هغو کسانو ته ډیره فایده کوی چی دزړه ناروغئ لری
11- دزیتون غوړی په وینه کی کروسترول ( LDL ) کموی
12- دزیتون غوړی شرایین دبندیدو څخه ساتی
13- یوه کاچوغه دزیتون غوړی که هره ورځ وخوړل شی د غټو کولمو چنګاښ خطر به کم شی
14- تر لامبولو وروسته که بدن دزیتون په غوړو غوړ سی دجلد یچنګاښ ناروغې خطر څخه به خلاص شی خاصتا سپین پوستی خلګ
15- که ماشوم د کيډی د درد او بریښ څخه شکایت کوی یوه کوچنی کاچوغه ورکول شی درد بریښ به ختم کړی
16- دزیتون غوړی ذاکره قوی کوی خاصتا هغه کسان چی عمر یې تر شپیته کاله ډیروی
17- دماغ سالم ساتی
دزیتون اود زیتون دغوړو فایدې ډیری دی زموږ دپاره درسول کریم صلی الله علیه وسلم حدیث کفایت کوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more