د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دوه پوښتنې

Ghairat
27.07.2003

اسلام عليکم ! زه دوه پوښتنې لرم :

1 ـــ د ادم (ع) له زمانې څخه تر اوسه پورې تقريبأ څو زره او څو سوه کاله تير شوي دي ؟
2 ـــ واکمنو پيغمبرانو لکه داؤد او سليمان (عليهم السلام ) او حضرت محمد (ص) په يوه وخت کې څو ښځې
په نکاح کړې وې ؟ او د کثير الازواج د جواز سبب يي څشی ؤ . له مو ثق معلومات څخه مننه کوم .



طالب جان
29.07.2003

گرانه او محترمه وروره (( غيرت )) صيب : السلام عليکم ورحمةالله وبرکاته
دلومړۍ پوښتني ځواب : دعالم اسلام مشهور مفسر محمد بن احمدالانصاري په خپل وتلي تفسير قرطبي کي ليکلي
(( کان بين أدم ونوح عشرة قرون والقرن مأة سنة وبين نوح وابراهيم عشرةقرون والقرن مأة سنة وبين ابراهيم وموسي بن عمران عشرة قرون والقرن مأة سنة فهذا بين أدم ومحمد صلي الله عليه وسلم من القرون وسنين . والله اعلم ))تفسير قرطبي122مخ 6ټوک .
ژباړه :دأدم او نوح عليهما السلام په منځ کي فاصله لس پيړۍ وه او هره پيړۍ سل کاله وي همداراز دنوح او ابراهيم عليهما السلام په منځ کي فاصله لس پيړۍ وه او هره پيړۍ سل کاله وي او د ابراهيم او موسي عليهما السلام په منځ کي هم لس قرنه فاصله موجوده وه اوهرقرن سل کاله وو . له دي څخه معلومه شوه چي له أدم عليه السلام څخه تر موسي عليه السلام پوري درې زره ((٣٠٠٠)) کاله تير شوي .
علامه شهاب الدين السيد محمود الآلوسي البغدادي رحمةالله عليه په نوموړي تفسير روح المعاني کي ليکلي
(( وکان بين موسي و عيسي عليهما السلام الف وسبعمأة سنة في المشهور )) روح المعاني ١٥٣مخ ٣ټوک .
ژباړه : له مشهور قول سره سم د موسي او عيسي عليهما السلام په منځ کي اوولس سوه١٧٠٠کاله فاصله وه .
نو دا ١٧٠٠کاله چي له پورتنيو ٣٠٠٠کلونو سره جمع کړو نو ړ٤٧٠٠کاله شو . همدا راز د عيسی عليه السلام او د خاتم النبيين محمد رسول الله صلي الله عليه وسلم تر منځ د فاصلی په اړه علامه آلوسي ليکي (( اختلفوا في مدتها بين نبينا صلي الله عليه وسلم وعيسي عليه السلام فقال قتادة کان بينهما خمسمأة سنة وستون سنة)) روح المعاني ١٥٢مخ ٣ټوک
ژباړه :داچي د رسو ل الله او حضرت عيسي عليهما السلام تر منځ څومره فاصله ده په دي کي اختلاف دی مگر حضرت قتادة رضي الله فرما يلي دي چي ددوي دواړو ترمنځ پنځه سوه شپيته ٥٦٠ کاله فاصله وه . نو دا ٥٦٠کاله چي له پورتنو ٤٧٠٠کلونو سره جمع کړو نودا ٥٢٦٠کاله شو .
بيا رسوالله صلي الله عليه وسلم په څلويښت ٤٠کلنۍ کي مبعوث شو له بعثت څخه ديارلس ١٣کاله وروسته يي مدينې منورې ته هجرت وکړ نو دري پنځوس ٥٣کاله داشو له هجرت څخه تر اوسه پوري څوارلس سوه څلرويشت ١٤٢٤کلونه وتلي دي نو پورتني ٥٣کاله چي له دې سره يوځاي کړو نودابه ١٤٧٧کاله شي بيا چي دا کلونه له پورتنو٥٢٦٠کلونو سره جمع کړو نودا ټول٦٧٣٧کاله شو نو دعلامه آلوسي او علامه قرطبي رحمهما الله له بيان سره سم له آدم عليه السلام څخه زمونږ تر زمانې پوري ٦٧٣٧ کلونه تير شوي دي .
يادونه : دنړۍ تاريخ چونکه ډير لرغونی دی نوځکه دبعض واقعاتو په اړه پکي اختلاف ليدل کيږي نو په همدي بنياد که زما دغه بيان کړی تاريخ له نورو تاريخونو سره لږ فرق يا تفاوت ولري بعيده نه ده ځکه چي په بعض واقعاتو کي د راويانو په اقوالو کي هم اختلاف ليدل کيږي هر عالم او مؤرخ ته چي کوم قول غوره ښکاره شوې نو هغه يي بيان کړی.
ددوهمي پوښتني ځواب : رسول الله صلي الله عليه وسلم په خپل ژوند کي دولس ودونه کړي وو چي دوفات په وخت کي نهه زمونږ ميندي ژوندي وی چي په هغوي کي عايشه ، حفصه ، سوده ، ام سلمه ، زينب ، ام حبيبه ، جويريه ، صفيه ، ميمونه رضي الله تعالي عنهن موجودي وې درسول الله صلي الله عليه وسلم د ازواجو په تعدد ځکه اعتراض نه دی په کار چي دا درسول الله ځانګړتيا وه چي الله تعالي ور په برخه کړی وو مگر موږ او تاسو ته له څلورو څخه زيات ودونه روا نه دي دوهم دا چي په حديث شريف کي راغلي دي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم ته پاک خداي د څلويښتو جنتيانو قوت ورکړې وو او د هر جنتي قوت ددنيوي انسانانو په پرتله له سلو انسانانو سره برابر دی نو له دي څحه معلومه شوه چي رسول الله ته خداي پاک د څلورو زرو دنيوي انسانانو قوت ور په برخه کړې وو نو د څلورو زرو انسانانو له قوت سره سره فقط او فقط له دولسو ښځو سره واده کول عين انصاف دی او هيڅ داعتراض وړ خبره نه ده دريم داچي تعدد د ازواجو په امت کي ددين دخپريدلو ذريعه هم وه ځکه چي .مونږ ميندو به خلکو ته ديني احکام هم ورښودل څلرم داچي د رسول الله صلي الله عليه وسلم سره د خسرتوب دتعلق په بنياد به دمختلفو قومونو مشران له ليري څخه راتلل او ديني احکام به يي زده کول او په خپلو منا طقو کي به يي خلکو ته بيانول همد راز نور هم ډير لاملونه موجود وو .


Ghairat
02.08.2003

ډيره زياته مننه کوم ، محترم ورور طالب جان صاحبه ، ستاسو له بشپړ جوابونو څخه ـ کور مو اباد ، خو بياسليم عقل هم سړي ته خپل ځينې پوښتنې او ځينې جوابونه پخپله رامنځته کوي ، د ساري په ډول :
1 ــ حضرت سليمان (ع) د زوجاتو له خورا ډير تعدد څخه کار اخيستی دی او د حکمت نوم خو يې ډير شهرت درلوده ، چې البته په ډيرو نکاح ګانو کې يې يو حکمت هم هغه شی و چې تاسو ورته د سرور کائنات محمد
مصطفی (ص) په اړه بيان ګوته نيولې ده : چې د ډيرو خپلوئيو له لارې د خپل (اسلامي) حاکميت اډانه پراخول ؤ. دغه راز اسلام ته د ښځو رابلل او تبليغ ورته کول هم يو ستر عامل کيدای شي ،خو داچې نبوت له امله د يو پيغمبر بدني يا شهواني قوه کې زياتوالی منځته راځي چې د نوي او ګڼ شمير ازدواجونو سبب ګرځي ، دا پيښه د نبوت سره څرنګه تړاو لرلی شي؟ د 12 ښځو سره سره د اولادونو ، په تيره بيا د نارينه او ﻻدونو قلت ځرنګه توجه کيدای شي ، چې قوه هم د (4000) نارينه کسانو سره معادل اوسي ، حال داچې [color=red:b78eaaf9d5]هره سالمه ميرمن د حيض د 13 ــــ 15 ورځې ترمنځ دحمل اخيستنې 48 ساعته مرحله حتمأ طی کوي . [/color:b78eaaf9d5] سر بيره پر دې مونږ خو شکر نور پيغمبران او له هغې جملې څخه حضرت عيسی (ع) هم پيژنو ، چې يوه ښځه يې هم نه درلودله ! حال داچې نوموړی په ژوندانه جنت ته تللی دی ، نو بايد چې دنبوتله کبله قوه يې هم ډيره درلودﻻی نسبت نورو عادي وګړو ته ، خو برعکس هغه مجرد ؤ او مجرد پاتې شو ، او وروسته چې کله بيا راځي نو هم مجرد به اوسي . خونورو پيغمبرانو چې د امت په تشکيلولو موفق شوي نه دي نو د نبوت سره سره يې يوه ميرمن لرله او يا يوه يې هم نه درلودله ، له دې نه جوتيږي چې د داود او سليمان عليهم السلام پورې د ازواجو ګڼ شمير صرف د ا مکاناتو پورې او امکاناتو د واکمنۍ او قدرت پورې تړاو درلود، نه د نبوت پورې . هو ، واده په فيوډاله زمانه کې د واکمنو له پاره په دنيا جنت دی ، د قدرت خاوند به ترې څنګه تير شي ، لکه چې يو شاعر ګوټي دغه فيوډالي معمول د خپل ارمان په توګه ښه تمثيل کړی او د ژوند له پاره ديې دحورو اوغلمانو داسې غوښتنه کړې ده :
ښئه سات ښئه قلم ، ښه تمانچه او ښئه ټوپک مې وای ـ ـ ـ ښه باز او چپک مې وای
دوه هلکان خويه خوله ، پيمخي مې په خوا کې وای ـ ـ ـ زه يی په تماشا کې وای
کال کې يو واده د زړه په شوق سره کـــــــولی ما ـ ـ ـ ښــــه ښايست لــرلــی ما
ښه يو مدرسه مې د قلاخواکې محکمه وای ٠ ٠ ٠ ٠ هر لمونځ مې په جمعه وای ....
ويل کيږي چې ټول اسماني اديان چې يو اسماني مقدس کتاب يې درلوده ، دغلامۍ څخه د فيوډالي دورې ته
د ليږداو يا ګذار په زمانو کې منځ ته راغلي د ي ٠ اوهغه حقوقي قانوني نظام چې دوی د شعرېعت په نامه رامنځته کړی دی ،د فيوډالي ټولنې ارماني شکل لري او چې البته په هغه خپل وخت کې دماقبل فيوډالي ټولنو په وړاندې يو ستر پرمختګ ؤ او سخت انقلابي اومتر قي شکل يې درلود ٠


والسلام ، نور بيا


Ghairat
02.08.2003

تکرار ؤ ، ګل شو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more