د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

په شهت ( ګبین) سره دهر ډول ناروغې علاج په ( عربی ژبه)

خیریوسی
17.08.2006

په شهت ( ګبین) سره دهر ډول ناروغی علاج په ( عربی ژبه)

محترمو لوستنكو السلام عليكم ورحمة الله وبرکاته

که وغواړی چی د هر ډول ناروغې علاج په شهت (ګبین ) سره وکړی په عربی ژبه یی په لاندی پیوند کی موندلای شی

أمراض<الدم http://www.alqrafi.com/indexnew.php?menu=disease&main=show&t=

مینه
ابو محمود


خیریوسی
22.08.2006

محترمو لوستنکو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
په شهت(ګبین ) کی شفا ده دهر ډول ناروغې علاج په شهت سره کیږی لاکن داستعمال طریقی یی علما و په مختلف ډول سره بیان کړی دی زه به وتاسو ته پخپله ګوډه ماته پښتو صرف هغه نسخي رانقل کړم چی په شات (ګبین) سره دناروغیو علاج په څه ډول کیږی

دوېنې ناروغې ( دوینی چنګاش )علاج په شهت ( ګبین )سره :

8 کاچوغې شهت( ګبین) هغه کبین چی رنګ یی وتور ته مائل وی
1کاچوغه مېده ملخوځې
1 کاچوغه دونکا تخم periwinkle )Vinca )
2 کاچوغې توری دانی (حبة السوداء)

داستعمالولو طریقه یی :
ټوله سره ګډکړی سهار په نهاره دی یو ګېلاس دزمزم اوبه ( که امکان وی ) که نه نو ساده اوبه دی وچېښی
او وروسته دی یوه غټه کاچوغه ددغه دوا څخه وخوری
دغه دوا دی پوره دوه کاله خوړل کیږی

مینه
ابو محمود


خیریوسی
26.08.2006

محترمو لوستنکو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

دبواسیرو ناروغې علاج په شهت ( ګبین ) سره :
1- شهت سدر
2- دزیتون غوړی
داستعمال طریقه یې :
دوی کاچوغی د سدر شهت سهار په نهاره اول خوړل کیږی تر شهت خوړولو وروسته دری کاچوغی دزیتون غوړی چیښل کیږی
دپام وړ : تر دوا خوړولو وروسته دی د یوه ساعت دپاره هیڅ شئ نه خوری

مینه


خیریوسی
26.08.2006

په شهت (ګبین) سره دسوځلی ځای علاج :

یوه کاچوغه شهت (ګبین) دیوی کاچوغی واصلین سره ګډ کړی او هغه سوځلی ځای په سهار او ماښام په غوړ کړی
دپام وړ : که غواړی چی دجلد رنګ طبیعی پاته شی نوپر سوځلی ځای باندی دزیتون غوړی په ساعت کی یووار اچوی
او دزیتون غوړی دماشومانو دسنت کولو وروسته وزخم ته ډیره فایده رسوی
زما د یو ماشوم لاس ډیر سوځلی ؤ دلاس ګوتی یې سره نښتی وی ډاکټر وماته وخت راکړی چی یوه اونې وروسته یې راوله چی افریشن ور کړم ما هم یو لیټر دزیتون غوړی واخیستل توقریبا په اونې کی هم هغه پر سوځلی ځای وراچول بسله یوی اونې چی می ډاکټر ته ماشوم ورښکاره کی هغه هم حیرا ن ورته پاته سو دافریشن څه اړتیا پاته نه شوه او لاس یې هغسی طبیعی جوړ سو

مینه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more