د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

نا مأنوس ، ځيږ او کېج تلفظونه

نقاد
06.07.2003

ژبه د شعور او شعور د تاريخ په وروستي کچ د ټولنيزو واقعيتونو او مناسباتو د مجموعې راغبرګيز
(انعکاس) دی ، نو الفاظ او تلفظ د تاريخ په اوږدو کې د پرله پسې کارولو په ترڅ کې صاف ، اسانه او تصفيه کيږي او له ځيږ ، سخت او کېج شکلونو څخه لهجه او تلفظ په صاف، سيقل او نرمو شکلونو بدليږي ، چې په کارولو کې اسانتيا او چټکتيا رامنځته کوي .لکه نجلۍ او نجونه ، پښه او مځکه چې په جلۍ ، جونه ، ښپه او ځمکه او اروېدل په اوريدلو اووښتي او ددې مطلب ښه مثالونه بريښي . دغه راز په لسګونو او ښايي سلګونو نور وييزونه وي چې د ټولې پښتونخوا په لويو لويو تاريخي سيمو لکه ګندهارا او نورو کې يې دغسې پرمختللي شکلونه غوره کړي دي. داچې د پرېمينځلو پر ځای اوس اکثره يواځې مينځل کارول کيږي داهم سانۍ او لطافت سبب ښکاري .
بله خبره د معياري پښتو ده . لږ تر لږه د تلفظ له مخې يوه معياري پښتو شته چې بايد په واحد شکل مراعت شي. مثلأ ژبې ته چې ږبه ، ژوند ته ږوند ويل څومره غلط دي، دغسې نږدې ته نژدې ، ږغ ته ژغ او خوږه ته خوژه ويل هم له معيار څخه سرغړونه ده . زه نه وايم چې څوک دې په خپله سيمه ييزه ژبه نه غږيږي ، ولې په ليکنو او خبري نطاقۍ کې بايد دا معيارونه ټيک مراعات شي ، و سلام .[img][/img]


پښتون ځلمی
08.07.2003

سلامونه او نېکې هيلې محترم پاڅون ورور او نورو ورونو او خويندو ته
ما هم د ليکنې په اړه يو څو پوښتنې درلودې (لرودې) خو ښه دى چې تاسو دغه موضوع پرانيستلې ده.
تاسو د سيمه ييز ژبو خبره کړې ده. زما يوه پوښتنه دا ده چې ځينې وييزونه خو په بېلو بېلو سيمو کې بېخي بېل ډولونه لري، لکه " [color=green:149ea52c22]ووړکى، وېړکى، وړکى[/color:149ea52c22] "، " [color=green:149ea52c22]جرنده، ژرنده[/color:149ea52c22] "، " [color=green:149ea52c22]جب، جېب[/color:149ea52c22] "، او نور، نو آيا د داسې (دغسې) وييزونو ليکلو څه معيار شته؟ او که يو سړى د نورو سيمو د تلفظ يا د ليکلو معيار سره نا اشنا وي، هغه به څه کوي؟ کولاى (کولى) شي په کوم ډول ېې چې هغه تلفظ کوئ، هغسې ېې و ليکي؟
ما چې کوم وييزونه په قوس (--) کې ليکلي دي، دا هم کېداى شي (کېدى شي) د هغه راز وييزونو مثالونه وي.
[quote:149ea52c22]دغسې نږدې ته نژدې ، ږغ ته ژغ [/quote:149ea52c22]
" نږدې " په دغه ډول ليکلو نه خو ښکاري چې ښايي مشرقيوال ېې " نګدې " تلفظ کړي او په کندهاري لهجه " نژدې " تلفظ شي. سره له دې چې موږ (مونږ) په خپله مشرقيوال يو، خو بيا هم " نژدې " وايو. نه پوهېږم ولې. تاسو ېې " نګدې " تلفظ کوئ که نه؟ کله کله خو " نزدې " هم وايو خو هغه په ښکاره ډول د فارسي تاثير ښکاري.
[color=red:149ea52c22]ږغ؟؟[/color:149ea52c22] تاسو نه په ليکلو کې خطا شوې ده که څنګه؟ ما خو فکر کول چې موږ ېې " غګ" تلفظ کوو او هرومرو به " غږ " ليکل کېږي. په دې هم زه کله کله سر خوږوم چې کندهاريان " ژغ " ولې واېي او ولې " غژ " نه واېي. ما پوه کړئ. :?:
[color=green:149ea52c22]وکه / وکړه ، وکئ / وکړئ ، و به کي / و به کړي ، راکه / راکړه ، راکئ / راکړئ[/color:149ea52c22] ......... په دې [دېوو؟ دغو؟] کې څه فرق شته؟ څه فرق؟ که نه وي نو.......؟
بښنه غواړم زه دغسې ډېرې پوښتنې لرم او په راتلونکي کې به هم تاسو ته زحمت در کوم. هيله من [مند؟] يم چې زړه مو راته تنګ نه شي.
يادونه: په ژبه يا ليکنه کې مې (سره د دې جملې) که څه غلطيانې يا نيمګړتياوې وي او يا پکې د "بهتروالي" ځاى وي، نو را ته ېې په ګوته کړئ.
په درنښت


د پښتو سره پښتو

نقاد
08.07.2003

[quote:4c37ebb9c8="پښتون ځلمی"]
سلامونه او نېکې هيلې محترم پاڅون ورور او نورو ورونو او خويندو ته
ما هم د ليکنې په اړه يو څو پوښتنې درلودې (لرودې) خو ښه دى چې تاسو دغه موضوع پرانيستلې ده.
تاسو د سيمه ييز ژبو خبره کړې ده. زما يوه پوښتنه دا ده چې ځينې وييزونه خو په بېلو بېلو سيمو کې بېخي بېل ډولونه لري، لکه " [color=green:4c37ebb9c8]ووړکى، وېړکى، وړکى[/color:4c37ebb9c8] "، " [color=green:4c37ebb9c8]جرنده، ژرنده[/color:4c37ebb9c8] "، " [color=green:4c37ebb9c8]جب، جېب[/color:4c37ebb9c8] "، او نور، نو آيا د داسې (دغسې) وييزونو ليکلو څه معيار شته؟ او که يو سړى د نورو سيمو د تلفظ يا د ليکلو معيار سره نا اشنا وي، هغه به څه کوي؟ کولاى (کولى) شي په کوم ډول ېې چې هغه تلفظ کوئ، هغسې ېې و ليکي؟
ما چې کوم وييزونه په قوس (--) کې ليکلي دي، دا هم کېداى شي (کېدى شي) د هغه راز وييزونو مثالونه وي.
[quote:4c37ebb9c8]دغسې نږدې ته نژدې ، ږغ ته ژغ [/quote:4c37ebb9c8]
" نږدې " په دغه ډول ليکلو نه خو ښکاري چې ښايي مشرقيوال ېې " نګدې " تلفظ کړي او په کندهاري لهجه " نژدې " تلفظ شي. سره له دې چې موږ (مونږ) په خپله مشرقيوال يو، خو بيا هم " نژدې " وايو. نه پوهېږم ولې. تاسو ېې " نګدې " تلفظ کوئ که نه؟ کله کله خو " نزدې " هم وايو خو هغه په ښکاره ډول د فارسي تاثير ښکاري.
[color=red:4c37ebb9c8]ږغ؟؟[/color:4c37ebb9c8] تاسو نه په ليکلو کې خطا شوې ده که څنګه؟ ما خو فکر کول چې موږ ېې " غګ" تلفظ کوو او هرومرو به " غږ " ليکل کېږي. په دې هم زه کله کله سر خوږوم چې کندهاريان " ژغ " ولې واېي او ولې " غژ " نه واېي. ما پوه کړئ. :?:
[color=green:4c37ebb9c8]وکه / وکړه ، وکئ / وکړئ ، و به کي / و به کړي ، راکه / راکړه ، راکئ / راکړئ[/color:4c37ebb9c8] ......... په دې [دېوو؟ دغو؟] کې څه فرق شته؟ څه فرق؟ که نه وي نو.......؟
بښنه غواړم زه دغسې ډېرې پوښتنې لرم او په راتلونکي کې به هم تاسو ته زحمت در کوم. هيله من [مند؟] يم چې زړه مو راته تنګ نه شي.
يادونه: په ژبه يا ليکنه کې مې (سره د دې جملې) که څه غلطيانې يا نيمګړتياوې وي او يا پکې د "بهتروالي" ځاى وي، نو را ته ېې په ګوته کړئ.
په درنښت[/quote:4c37ebb9c8]

سلام درانه وروره پښتون ځلميه!
زه نه کوم ژبپوه او نه کوم استاد يم ، خو نظر د مشورې په توګه وړاندې کولی او خپل تور توتان قربانولی شم :
اصلأ يوه معياري پښتو لا نه ده رامنځته شوې ، او يواځې رنګۍ رنګۍ نمونو يې وده کړې ده ، او سيمه ييز
ډولونه ﻻ يو د بل تر څنګ کارول کيږي . خو په ځينو برخو لکه ليکلو او تلفظ کې خايسته ښه بنسټ شته چې په معياري توګه وکارول شي :
د ساري په توګه، څنګه چې معياري پښتو توري لرو ، او توري بايد هم معياري وي ، او هر توری د يو ټاکلي غږ معيار او ښکارندوی دی ، بايد له هر توري څخه خپل کټ مټ غږ راووځي و د بل توري د غږ يا ږغ لپاره ونه کارول شي . ښه بيلګه يې ( ژ) او (ږ) ده . دادواړه توري په ليکلو کې هيڅوک يو دبل پر ځای نه کاروي او يو له بل څخه په روښانهتوګه توپير کيږي . نو څرګنده ده چې په ليکدود کې ددوی په توپير ولو باندي د پښتنو تر منځ يو سرتاسري ملي توافق موجود دی او په املا کې يو ډول مراعت کيږي . خو بده نيمګړتيا بيا په ويلو کې ددوی د توپير نقضول او تر پښو ﻻندې کول دي . ځوک چې ( ږيره) سم په معياري توګه ( ږيره ) ليکي او ( ژيره ) نه ليکي ، نو مهرباني دې وکړي له ليکلو وروسته دې بيا (ږيره) هم لولي او (ژيره) دې نه لولي . ولې خير دی چې په خپلو خبرو کې خپله سيمه ييز تلفظ کاروي او ږيرې ته ژيره ، ژوند ته جوند يا ( کيږي )ته (کيژي) وايي، خو په معياري توګه منل شوي او ليکل شوي (کيږي) به يو قندهاری هيڅکله (کيژي) او ( ژوند) به يو ننګرهاری هيڅکله (جوند) نه لولي ،ځکه چې د منل شوي معيار ي ليکدود څخه دا هم يوه سخته سرغړونه ده .

2 ـ د ووړ ، وړکې ، ويړکي او وړوکي تر منځ وروستی د معيار لوښه او متره لري، کوچنی او په تيره بيا ماشوم ، دواړو معياري ترويج موندلی دی .

3 ـ له ږغ څخه د غږ معيارې لوښه (ظرفيت) او د ترويج درجه لوړه ده، خو ږغ ، نه ژغ ، هم معياري بريښي .
4 ـ هيله مند غلط اوهيله من يا هيلمن سم دی ،لکه څنګه چې ډګرمند غلط او ډګر من سم دی ٠
٥ ــ نږدې ، ږلۍ، موږک، موږ ، مونږ ټول په (ږ) ، نه په (ژ) سره تلفظ کول معياري دي . داچې ننګرهاري لوستلي د سيمه ييز (نزدې) نه تير شوي ، او د معيار منلو په نامه يې په ښوونځي کې له درسي کتابونو څخه يوه ښکاره تيروتنه يا غلط مشهود تلفظ (نژدې) خپل کړی ، دا ښيي چې مونږ څومره د معيار منلو او ترويجولو په هڅه کې يو . ښايې د مشريقيوالو ملي هڅوب د سيمه ييز محدوديت پر ضد له دې څخه هم څرګند شي . ولې د همدې موخې لپاره بايد نزدې د نژدې سره نه، بلکې د نږدې سره بدل کړو .
6ــ کولی او کوﻻی ، کېدی او کېدای دواړه يوشی دي ، ښه دده چې خلکو کولی همدا کولی لوستلی او کولي يي ورته نه ويلی ،نو بيابه چا هم کوﻻی، کيدلای ا و ليدﻻی نه ليکه اونه لوسته او کولی ، ليکلی او لوستلی به يې ليکه .
دغه راز وکړئ ، له وکئ څخه ښه بريښي.
په مينه او سلامونو .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more