د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

آیا د دومره (ي) ګانو ضرورت شته ؟

مؤمن
09.08.2006

وروڼو : السلا م اعلیکم
غواړم پوښتنه وکړم چې آیا دا ضروري ده څلور پنځه ډوله یاګاني ولرو ؟ البته هره یا خپل بیل غږ لري ، خو په انګریزي کې هم واولونه (a,e,i,o,u) هر یو یي دری څلور ډوله غږونه لري خو شکل یې یو دی .
هیله ده خپل نظر را نه ونه سپموﺉ.

په پښتنه مینه.
مومن


hewad
09.08.2006

ګرانه وروره سلامونه مې ومنه!
د ياګانو شتون د ليک سم لوستلو او ليکلو لپاره ډېر اړين دئ ،نورو ژبو کې هم (يا )څو ډوله غږونه لري چې
پۀ مختلفو تورو ښودل کېږي او ځينو غږونو ته يې مرکب توری کارول کېږي٠ د بېلګې پۀ توګه
پۀ هالندي ژبه کې ie د ي ،ei د ۍ ،ij د ی لپاره کارول کېږي ،بل دا چې انګريزي ژبه کې د i ،e ،y شتون پر
دې دلالت کوي چې پۀ انګريزي کې هم مختلفې ياګانې شته نو ځکه ورته مختلف توري لري٠
پۀ درنښت هېواد


م ن غروال
09.08.2006

ښاغلی هېواد ورور ورسته له سلامو!
په يې ګانو کي خو ما هم تر ډيره حده ستونزه لرله او اوس تر ډيره حده هم کمه شويده خو د عربي ټکو په اړه غواړم عرض وکړم چې ټول هغه عربي ټکي لکه ــــ ث ذع ص ض ط ظ ق ــــ چې زمونږه پښتو ژبې ته راغلي دي پښتو پرې نه يوازې چې نوره هم ښکلې شويده بلکه پرې غني شوې هم ده ٠ او دا ډير اوږد عمر لري چې بدلون به فقط د پښتو ژبې ښکلا زيانمنه کړي٠
که د چا زړه درد کوي هغه زمونږه په پښتو کي د عربي ټکو ګناه نه، بلکه دا د يو ډول مرض ګناه ده چې د درملنې پر ځاي روزنې ته اړتيا لري! پښتو خو ډيره زر زده کيږي که څه هم ډيره سخته ده خو دا په ککرۍ اړه لري چې له څه شي ډکه ده!
په درناوې


نقاد
09.08.2006

تر سلامونو وروسته :
[quote:b9ce148a5b]مونږه په الفبا کې پنځه رقمه ـ زـ لرو . درې رقمه ـ س ـ لرو او دوه رقمه ـ ت ـ .[/quote:b9ce148a5b]
له دې پنخه ډولو څخه ٢ پښتو (ز او ځ) او ٢ عربي (ض او ظ) پيژنم ، خو پنځم ډول يې کوم دی ؟ کوشان صيب دا هم ووايه چې له ص ، ض او ط او ظ سره حساسيت خو به مو د عربي اوعربو سره دحساسيت پورې تړاو نه لري ؟
او که نه، نو عربي وييزونه به مونږ له دغو تورو پرته څنګه وپيژندلی شو او د هغوي پر مغيره حالتونو به څنګه وپوهيږو او ريښه به يې ځنګه ومومو ؟

د يا (ي) د ډولو نو په اړه :
که د اروپايي ژبو ليکدود ته وګورو, a, e , i , o , u پنځه بي غږه مرستندوی توري لري او تر څنګ يې په ورته غږ دوه غږلرونکي توري ( J , y) هم شته چې له بي غږوتورو سره څرګند توپير لري.. متاسفانه د پښتو ( يا ) هم د
بي غږو e , i او هم د غږ لرونکو j او y پر ځای کارول کيږي . البته له j څخه د جرمني ژبې د j غږ مطلب دی .
او داچې په دري کې يوه يا وجود لري ، نو ځکه د شير (ځمري) او شير (شيدې) په څېر تلفظونه سره نشي بيلولی.. دوې بايد د پښتو (ې) هم خپله کړي او شېر (شيدې) زېر (تحت ) ته په ورته ياګانو کې يې وکاروي.

لنډه نتيجه داچې په پښتو کې د پنځه ډول يا ګانو درلودل ډير ګټور دي ، که د y غږيز توري له پاره يوه شپږمه (ی) هم رامنځته کړو چې شکلاً هم له (ي) توپير ولري ډيرې لانجې او ستونزې به مو هوارې شي! والسلام !


کشمالې
10.08.2006

څوک که راته ووايي چه زه غلت شوي يم که ددې خبروليکونکي نوخدای به يي نه خواروي ٠
اوديياګانوتپوس هم ترينه وکۍ چه دا `` ی `` يي ولي دومره خوښه اونوريي بدي شي٠
تشکرله تاسوخوچه وايي اوس خو انشاء الله هغه اټكل هم له منځه تللآ

دغه كتابونه ګورو نو زياتره يې املايي او انشايي تېروتنې لري ، كه دغه كتابتونونه د خپلو كتابونو املائى او انشائى تېروتنو ته پاملرنه وكړى نو كتابونه به يې ډېر ارزښت پيدا كړى او معيار به يې هم ډېر لوړ شى ، نودامعياربه څنګه لوړيږي چه زه نپوهيږم اوبل چه نارې وهي خپل ځان نه ويني ٠ داسي شيان نولکه مړۍ تيرکوکه څه پي وکو؟
اوبيا خوټول عمرمی صاپي اوريدلي خوچه دا `` ساپآ `` يي کوم مود راوتې چه وايي ،
په دې خواخوږو كې يو هم ښاغلآ امام الدين ساپآ چې د پښتو څېړنواو پراختيا د مركز په نامه يې يو ستر فرهنګى مركز جوړ كړآ ،

جوړ كړآ ==== له منځه تللا ، هم عجيبه املاده لکه زما غوندی شډل خلک به څه فکرکوي؟

داخوسم کارنه دې چه بل ته ګوته نيسي اوځان ورته نه ښکاري


larghonay1
10.08.2006

د بحث ټولو ګډونوالو ته سلامونه !
كه څه هم زه د پښتو ژبې په اړه په هيڅ نه پوهېږم خو په څه شي كې چې نه تېروځم هغه پښتو بېلابېلې ياګانې دي.
يانې په دې اړه هيڅ ستونزه نه لرم . خو دا چې زه د يوې خپرونې د مسؤول په توګه په ډاډ ويلى شم چې اكثره پښتانه ليكوال د ياګانو په ليكلو كې ستونزې لري او ما ته د پخو پخو ليكوالو ډېر قوي ليكنې راځي خو په ياګانو كې تېروتي وي.
نو تاسو اوس ووايئ چې د يوې ژبې ليكوالان د خپلې ژبې په ياګانو كې ستونزه لري نو د عامو خلكو به څه حال وي؟
باور وكړئ د ښوونځي، ليسې او پوهنتون په دوران كې مې يوازې د پښتو ښوونكي ياګانې څه ناڅه سمي ليدلي نورو اكثرو به يې ورسره ستونزه درلوده.
هغه دولتي ماموراين چې پښتو ليك لوست كوي يايې كولى شي هم د ياګانو له تېروتنو سره مخ دي . بلكې بېخي يې نه مراعاتوي.
كه ووايو د پښتو ژبې ډېر محدود ليكوال به وي چې د ياګانو اړوند ستونزې نه لري.
ماخو چېرته نه دي اوريدلي چې د كومې بلې ژبې لوستي كسان دې د هغې ژبې د كوم توري د ليكلو ستونزه ولري، او بيا په ځانګړې توګه ليكوالان .
تاسو د اګريزي او هالنډۍ ژبو مثالونه وركړي خو كه د همدغو ژبو ويونكو ته ووايوچې زمونږ د ژبې له تورو سره زمونږ عام لوستي وګړي خو پرېږده چې ليكوال هم ستونزې لري نو حيران به نه شي؟
زه خو فكر نه كوم چې كوم چينايي ليكوال دې د هغوى د ژبې له كوم سمبول سره ستونزه ولري .
له نورو ژبو به تېر شو زمونږ د هيواد تربورې ژبې پاړسي ته به راشو چې هغوى هم پښتو ته ويونه لري چې په بېلا بېلو ياګانو تلفظ كېږي خو په يوډول يې ليكي.
خو هيچا به نه وي ليدلي او كه ليدلي يې وي هم ډېر كم به وي چې په افهام او تفهيم كې يې تېروتنه رامنځته شوې وي.
بله دا چې بېلابېلو ياګانو اوس نوې نوې سيمه ايزې ستونزې هم رامنځته كړي دي، كه چېرته يوه شي نو د يا اړوند سيمه ايزې ستونزې به هم له منځه لاړې شي.
د بېلګې په توګه : زمونږ كندهاريان وروڼه اوس په ډېرو ځايونو كې د (ى) پر ځاى (ي) كاروي او حتى د (ى) پر ځاى (ئ) كاروي چې دا لابېله مسئله ده.
همدا راز پېښوري ليكوالان وروڼه د بېلابېلو ياګانو سره نوي نوي اشنا شوي چې اكثره يې د ډېرو ستونزو سره مخ دي. او د (ى) پر ځاى (ے) خو خامخا ليكي .
نو اوس سړى حيران شي چې خدايه دا څنګه ژبه ده چې نور ويونه خو يې لاپرېږده چې لوستونكي يې د تورو سره ستونزې لري او هغه هم بيا ليكوال.
د نقاد صيب ګټورو خبرو مو يو څه پوښتنې حل كړې خو بيا هم زما دغه انديښنې وې كيدى شي دوستان يې له منځه وړلو كې راسره مرسته وكړي.
او د عربي ژبې تورو ته راځم .
كه څه هم پښتو ژبه د عربي ژبې سره هيڅ تړاو نه لري. پښتو د هندي اروپايي ژبو څخه ده او عربي ، عربي ده . د عربي ژبې خپل چوكاټ او قانون دى او د پښتو خپل خو دا چې د اسلام د مبارك دين د راتګ سره عربي په پښتو ژبه كې داسې ننوتې چې اوس يې ويستل خورا ګران كار دى.
خو كه وغواړو چې د پښتو ژبې د لا پرمختګ له پاره كار وشي نو د نويو پښتو ويونو سره بايد حساسيت ونه ښيو.
او په ځانګړې توګه د ډاكټر صيب مجاور احمد زيار له زيار سره .
ځكه همدغه اوس چې مونږ او تاسوڅه ناڅه روانه ، نږه او كره پښتو ليكو د همدغسې ښاغلو زيار يې بللى شو.
د بيا په هيله
ستاسو لاروى


کټوازی
10.08.2006

[quote:3b22966565="کوشان"] د دې [color=blue:3b22966565]يا کانو[/color:3b22966565] استعمال په کومپيوټر کې اسانه دی خو که څوګ يې په کتابچې کې کاروي ، هغه نو بيا نه يواځې چې ښه نښکاري ، مغلق او پېچيده هم ښکاري .[/quote:3b22966565]

کوشان صيب !
[color=white:3b22966565]ياکانې[/color:3b22966565] نه ، [color=blue:3b22966565]ياګانې [/color:3b22966565]!
چې تاسو يي پۀ کمپيوټر کې هم ناسمې ليکئ ، نو پر کاغذ به يي څۀ حال وي ؟ :oops: :lol: :oops:
او داپردې خبره دليل دی چې پۀ واقعيت کې يي تاسو ليکلای نه شئ ،ګنئ د پښتو پۀ ليک کې چې څومره د ياګانو ارزښت پۀ پام کې ونيول شي هومره يي ښکلا زياتېږي او پۀ لوست کې اسانېږي ، او دا چې تاسو واياست پۀ کتابچه کې خويي لومړی پۀ پام کې نيول سخت دي او که يي بيا څوک پۀ پام کې ونيسي هم نو هغه نه يوازې ښې نه مالومېږي بلکې ډېرې پېچلې ښکاري !
نو اشنا که د تظاهر تور راباندې و نه لګوې ، ما چې د پښتو ليک او لوست مې له ځانه زده کړی ، د کمپيوټر ترڅنګ هرځای يې اهميت پۀ پام کې نيسم اود کمپيوټر پۀ شمول هرځای چې يي مراعاتوم نو ښکلا يي هم ورسره زياتېږي ، که غواړئ نوستاسې د ډاډګېرنې لپاره به يي پرنټ اوترتاسوبه يي درولېږم ، کېدای شي دا هم ستاسې خپله ستونزه وي او هغه ټوکه رښتيا کوئ چې ،
يوۀسړي ته چا وويل چې يو ليک _ خط که را وليکې !
دۀ ورته وويل وايي پښه مې خوږېږي !
هغه سړي ورته وويل چې وروره زۀ خو تا کوم ځای ته راسره بيا يم نه ، او نه هم تۀ پۀ پښه خط ليکې :oops: چې وايې پښه مې خوږېږي :oops: :oops:
دۀ ورته وويل چې ټيک ده ! خو زۀ چې چاته خط وروليکم څو پخپله ورسره ولاړ نه شم نو بل څوک زما پر خط نه پوهېږي :oops:
خو پۀ هرصورت کوشان صيب چې خپه نه سئ !
د پنځه ډوله زې پۀ هکله که د ښاغلي نقاد صيب پوښتنې ته جواب وواياست ، نو موږ ته به مو هم درهنمايي شرف رابښلی وي !
پۀ درناوي
ورور مو صميم


کټوازی
10.08.2006

ګرانه وروره لاروی صاحب ،
سلامونه او نېکې هيلې مو ومنئ !
ستاسې ليکنه مې ولوستله خدای سته چې دپام وړ خبرې موپۀ کې کړې ، چې يوه يي هم له هغو څخه دپښتو ياګانودکارونې د ځايونه پېژندل دي !
او زۀ له تاسو سره پردې خبره بشپړ توافق لرم چې زياتره ليکوالان لا تراوسه هم د پښتو ياګانود کارېدنې ځايونه پېژني او نه يي هم مراعاتوي !
چې نه پېژندل يې د پښتو معياري ليکدود ترکلکې پوښتنې لاندې نيسي
پۀ دې تړاو ستاسې پۀ هکله هم خبره اوږدوم ،خدای دې وکړي چې تر پرېکټس _تمرين وروسته موافقه راسره وښيئ ،
او هغه داچې ستاسې پۀ ليکنو کې هم د [color=blue:b223bee02e]يي[/color:b223bee02e] او [color=white:b223bee02e]يې [/color:b223bee02e]توپير پۀ ټوله مانا له پامه غورځول شوی او هيچرې مو هم کوښښ نه دی کړی چې روښانه يي کړئ ، ځکه چې د[color=blue:b223bee02e] يي[/color:b223bee02e] او[color=white:b223bee02e] يې[/color:b223bee02e] ترمنځ پۀ تلفظ کې يو واضع او روښانه فرق پۀ نظر راځي چې پۀ لاندې جملاتو کې ستاسې پام وراړوم .
ستاسې له خپلې ليکنې څخه :
د ښوونځي، ل[color=blue:b223bee02e]ې[/color:b223bee02e]سې او پوهنتون په دوران كې مې يوازې د پښتو ښوونكي ياګانې څه ناڅه سمي ليدل[color=white:b223bee02e]ې[/color:b223bee02e] نورو اكثرو به [color=blue:b223bee02e]يې [/color:b223bee02e] _ نه [color=white:b223bee02e]يي[/color:b223bee02e] ورسره ستونزه درلوده
همدا ډول پۀ دې لاندې جمله کې يي هم واضع فرق پۀ نظرر اځي .

د دې لپاره[color=white:b223bee02e] يي[/color:b223bee02e] لا پۀ کوچنيوالي کې له ښوونځي لاس واخيستل چې پلار [color=blue:b223bee02e]يې[/color:b223bee02e] ډېر سپين ږيری اوناروغه به وو
پۀ دې هيله چې پر تلفظ به يي پۀ بېلابېلو ځايونو کې نور هم تمرين وکړئ
پۀ درناوي ،
ورور مو صميم


hewad
10.08.2006

ګرانو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ!
کټوازی صاحب !
ما خو د عربي تورو پۀ هکله څۀ نۀ دي ليکلي ،هيله ده چې زما پورتنۍ ليکنه يو ځل بيا ولونئ٠
زماپۀ اند پۀ پښتو کې عربي کلمات بايد پۀ عربي بڼه وليکل شي ،د بېلګې پۀ ډول زۀ صېب ليکلو سره موافق نۀ يم ٠
پينځمه يا زه نۀ پېژنم او وينګ يې هم راته معلوم نۀ دئ کۀ څوک يې راته واضح کړي منندوی بۀ يې وم٠
د پښتو ليکدود او ګړدود مسئله لاتر اوسه لانجمنه پاتې ده ،کۀ څۀ هم د ليکدود پۀ هکله ځينې پرېکړې شويدي
اما سرغړونې ترې کېږي او د ګړدود حل لا تر اوسه ډېر لري برېښي٠ لۀ همدې دې پښتانۀ پوه شي چې د ژوند
پۀ کومه کچه کې قرار لري چې تر اوسه ټولمنلې ژبه نلري٠
هيله ده چې څوک خوابدی نۀ شي رښتيا بۀ سره وايو٠
پۀ درنښت هېواد


hewad
10.08.2006

کټوازی صاحب بښنه غواړم ،پورتنۍ ليکنه کې مې غروال صاحب مطلب دئ ٠ زۀ غواړم د هغوی پام خپلې
ليکنې ته واړم څۀ چې دوی ليکلي زما پۀ ليکنه کې يې څرک نۀ لګي٠
پۀ درناوي


مؤمن
10.08.2006

له ټولو وروڼو نه مننه کوم چې په دی هکله یي خپل نظر څرګند کړ . د یاګانو په هکله ښې خبرې شوي دي خو کوشان صاحب هسی بی ډانګه په نورو تورو پسي په دی پلمه چې عربي دي راخیستي ده ، خو تری تیر به ځکه شو چې دا د ده همیشنی عادت ګرزیدلی .......

زما نظر دا وه چې که د اوسنیو پنځو یاګانو په ځای صرف یوه ی ولرو نو په دی سره به ژبه اسانه نه شي ؟ په پاړسي کې هم ی دوه ډوله غږونه لري خو دکارولو شکل یي یو دی او کوم مشکل هم نه لری .

په خورا درنښت


لرغونى لاروى

larghonay1
13.08.2006

صميم كټوازى صيب په پوره صميميت مې سلام ومنه !
ګرانه تاسو زما په اړه خپله ليكنه داسې شنه او سپينه رنګ كړې وه چې خداى شته زه وارخطا شوم چې دا دومره تېروتنې ؟
خو چې ومې لوسته نو ډېر سره ليرې نه يو.
مانا دا چې يې ګانې مې تر ډېره حده مرعات كړې دي . داسې هم نه لكه تاسو چې ليكلي [color=red:432d759e6d]:((او هغه داچې ستاسې پۀ ليکنو کې هم د يي او يې توپير پۀ ټوله مانا له پامه غورځول شوی ))[/color:432d759e6d]
په ټوله مانا مې له پامه نه دى غورځولى ، بلكې يوازې د ليسې او لېسې په ليكلو كې ستونزه ده.
وروره زما په خيال دغه لېسه عربي ويى دى او افغانان يې [color=blue:432d759e6d]ليسه[/color:432d759e6d] تلفظ كوي نه [color=white:432d759e6d]لېسه. [/color:432d759e6d]
همدا راز زمونږ ستر ستر ليكوالان هېواد ليكي خو ما چې اكثرو افغانانو ته پام كړى هيواد يې وايي .
او دغه بله يې چې ما ليكلي (( اكثرو به يې له [color=blue:432d759e6d]يي[/color:432d759e6d] سره ستونزه درلوده))
دا يې د ټايپ پر وخت (( يي)) ليكل شوې ګنې زه يې (([color=white:432d759e6d] يې[/color:432d759e6d]))ليكم. يانې شعوري مې نه ده غلطه كړې .
مننه
لاروى


کټوازی
13.08.2006

ګران ورور لاروی صاحب !
سلامونو ته مو وعليکم سلام وايو ، له نېکو هيلو څخه مو مننندوی يم او پۀ څنګ کې يي خپل د مينې تاودۀ سلامونه او نېکې هيلې درډالۍ کوم !
يه ! لاوی صاحب !
ما دا نه ويل چې ګواکې تاسو د [color=cyan:e0913b3e62]يې[/color:e0913b3e62] پرځای [color=white:e0913b3e62]يي[/color:e0913b3e62] ليکئ مطلب مې دا وو چې د يي پر ځای بايد يې و نه ليکو ياني د کارېدنې ځايونه يي چې تلفظ يې يو له بله سره توپير لري بايد پۀ پا م کې ونيسو !
د کاروان صيب پۀ دا لاندې شعر کې يي زۀ دواړه بڼې مراعاتوم انشالله چې پر مطلب به مې ورسېږئ !
شپه نيمه شپه ده راځه تش کړو سره ډک زړګوټي ،
بيا به نه تۀ [color=blue:e0913b3e62]يې[/color:e0913b3e62] نه کاروا ن نه [color=white:e0913b3e62]يي[/color:e0913b3e62] مسرې
نرګسه !
او بل د لېسې پۀ باب نو خو څۀ دقيق مالومات نه لرم ، زما پۀ خيال دا عربي نه ، فرانسي ويی _ وييز دی چې د ځينې نورو ډېرو توريو سره پښتو ته راننوتی دی !
پۀ درنښت ورور مو صميم


hewad
13.08.2006

ښاغلی کټوازی صاحب سلامونه مې ومنئ ،هيله ده چې روغ رمټ اوسئ !
د يي او يې پۀ هکله زما پۀ اند ستاسو بېلګه سمه نۀ برېښي ځکه چې( نۀ بۀ تۀ يې) کۀ د شعر ځانګړتياترې لرې کړو
بايد وليکل شي چې( نۀ بۀ تۀ وې) ځکه چې راتلونکې زمانې لپاره همدا ډول راځي او اوس يعنې ساده حالت کې
مخاطب لپاره( يې) کارول کېږي ٠ پۀ دې شعر کې( بۀ) راغلی دی چې پۀ راتلونکې زمانې دلالت کوي نو پۀ دې اساس
دلته بايد( نۀ بۀ تۀ وې) وليکل شي٠
نۀ کاروان نۀ يي شعرونه :دلته هم زماپۀ اند( يي) سم نۀ برېښي ځکه چې وينګ يې (يې) دئ ،کۀ چېرې کوم
سيميز ګړدود کې يي ويل کېږي پۀ دې هکله زۀ معلومات نلرم٠
نۀ کاروان نۀ يې شعرونه: دلته ( يې ) پر ملکيت دلالت کوي ،يعنې د کاروان شعرونه٠
بېلګه :کاروان او شعرونه يې ډېر مينه وال لري٠

زۀ د ياګانو پۀ شمېر کې تېروتلی وم ،پۀ پښتو کې پينځۀ ډوله ياګانې دي (ي ،ی،ې ، ۍ ،ئ ) خو وينګ کې څلور

ډوله دي ځکه چې ( ۍ او ئ )يو ډول وينګ لري٠
کۀ د ياګانو تر څنګ هې ګانو ته هم پاملرنه وشي ډېره بۀ ښه وي ٠
پۀ درنښت هېواد
٠


hewad
13.08.2006

ښاغلی کټوازی صاحب سلامونه مې ومنئ ،هيله ده چې روغ رمټ اوسئ !
د يي او يې پۀ هکله زما پۀ اند ستاسو بېلګه سمه نۀ برېښي ځکه چې( نۀ بۀ تۀ يې) کۀ د شعر ځانګړتياترې لرې کړو
بايد وليکل شي چې( نۀ بۀ تۀ وې) ځکه چې راتلونکې زمانې لپاره همدا ډول راځي او اوس يعنې ساده حالت کې
مخاطب لپاره( يې) کارول کېږي ٠ پۀ دې شعر کې( بۀ) راغلی دی چې پۀ راتلونکې زمانې دلالت کوي نو پۀ دې اساس
دلته بايد( نۀ بۀ تۀ وې) وليکل شي٠
نۀ کاروان نۀ يي شعرونه :دلته هم زماپۀ اند( يي) سم نۀ برېښي ځکه چې وينګ يې (يې) دئ ،کۀ چېرې کوم
سيميز ګړدود کې يي ويل کېږي پۀ دې هکله زۀ معلومات نلرم٠
نۀ کاروان نۀ يې شعرونه: دلته ( يې ) پر ملکيت دلالت کوي ،يعنې د کاروان شعرونه٠
بېلګه :کاروان او شعرونه يې ډېر مينه وال لري٠

زۀ د ياګانو پۀ شمېر کې تېروتلی وم ،پۀ پښتو کې پينځۀ ډوله ياګانې دي (ي ،ی،ې ، ۍ ،ئ ) خو وينګ کې څلور

ډوله دي ځکه چې ( ۍ او ئ )يو ډول وينګ لري٠
کۀ د ياګانو تر څنګ هې ګانو ته هم پاملرنه وشي ډېره بۀ ښه وي ٠
پۀ درنښت هېواد
٠


کټوازی
13.08.2006

ګران ورور ښاغلی هيواد صاحب ،
اسلام عليکم ورحمتۀ الله و برکاتۀ !
له يادونې څخه مو منندوی يم ، خوما د [color=cyan:74435dab48]يي [/color:74435dab48]تر څنګ [color=white:74435dab48]يې[/color:74435dab48] هم مراعات کړې چې د دواړو ترمنځ پۀ تلفظ کې يو واضح فرق موجود ياني يي پر yee او يې پر ey تلفظ کېږي او د دې لپاره چې لوستونکي يي ترمنځ توپير وپېژني د بېلګې پۀ توګه مې د کاروان صيب له يوې غزلې څخه يو شعر راوړی چې يو ځل يې بياستاسې پۀ حضور کې ږدم او هيله لرم چې پر تلفظ به يي نهايي پرېکټس _ تمرين وکړئ ::
شپه نيمه شپه ده راځه تش کړو سره ډک زړګوټي
بيابه نه تۀ [color=white:74435dab48]يې[/color:74435dab48] نه کاروان نه [color=blue:74435dab48]يي[/color:74435dab48] مسرې نرګسه !
پۀ دويم بيت کې لومړۍ يې چې پر ey تلفظ شوې د نرګس _ او يا هم هغه چا چې کاروان صيب ورته مخاطب دی او دويمه يي چې پر yee تلفظ شوې د کاروان صيب مسرې راښيي !
خو داچې تاسو واياست دا شعر بايد داسې وي چې ::
[color=blue:74435dab48]بيا به نه تۀ وې [/color:74435dab48] زما پۀ خيال شاعر حال له ماضي سره نه پرتله کوي بلکې د مستقبل لور ته اشاره کوي چې پۀ دې ډول ستاسې اخيستنه ناسمه مالومېږي
او داچې تاسو واياست ګواکې زۀ يي پۀ سيمه ييز ګړدودتلفظ کوم ، کېدای شي زما تلفظ سم نۀ وي ځکه چې ما پۀ افغاني ښوونځي کې زده کړې نۀ دي کړې ، پښتو ليک او لوست مې پۀ وچ زور زده کړی ، سره له د ې د ورځې ټول هم څلورساعته پۀ پښتو د خبرو موقع پۀ لاس نه راځي او که راشي هم نو هغه هم پۀ کور کې پۀ خپل ساده کليوال ګړدود سره ږغېږو او پاتې نور وخت بدبختانه د ضرورت او اړتيا له مخې چې پۀ ټولګي اونورو ځايونو کې يي ورته لرم پۀ انګرېزي ، اردو او هندکو خبرې کوم !
نو ځکه له نورو لوستونکو او کتونکو څخه پۀ ډېر درناوي هيله لرم چې پۀ دې تړاوزموږ له رهنمايي څخه ځان و نه سپموي !
پۀ همدې هيله ، ورور مو صميم


hewad
13.08.2006

ګرانه صميم جانه وروره سلامونه مې ومنه !
١ نۀ بۀ تۀ وې پۀ دې غونډله کې بۀ کارول شوئ نو پۀ هېڅ صورت لۀ تېرې زمانې سره تړاو نلري ، دا چې دلته پۀ شعر
کې څۀ ډول راغلی هغه بۀ د شعر دښکلا پۀ خاطر وي٠ کۀ تاويل زۀ يم او کۀ ماويل زۀ يم نۀ بۀ تۀ وې او نۀ بۀ زۀ وم ،
دلته خو د تېرې زمانې څرک نۀ لګي او راتلونکې سره تړاو لري٠
٢ نۀ کاروان نۀ يي مسرې نرګسه : زۀ يې چې هر څۀ لولم رانه( يې) شي٠کاروان او مسرې يې،هغه او کتابونه يې ،
شعر او تشبې يې ،هغه ليکنې يې چې ما لوستې دي ٠ ٠٠ او داسې نور٠ يي چېرې هم پۀ مخه نۀ راځي٠
٣ وروره دا چې شکسته نفسي کوې دانو بېله خبره ده کنه پښتو ليک دې سره لۀ ياګانو ډېر ښکلی او لۀ منل شوي
معيار سره سم دی،ياګانې او هې ګانې هم سمې کاروئ٠
٤ د وينګ اوسيميز ګړدود ستونزه پښتنو کې شته چې ځيني يې پۀ قصد او ځيني هم پۀ غلطۍ نۀ مراعات کوي ٠
تاسو هيواد ليکئ او زۀ هېواد،لاروي صاحب هم يادونه کړې چې ډېر خلک يې هيواد وايي ،ما خپله پۀ کندهاري ګړدود کې هيواد او د نورو سيمو استوګنو لۀ خولې مې هېواد اورېدلی چې اوس کوم ډول وليکل شي زۀ هم نپوهېږم٠
ای هېواده ازادو کې ازاده ،دا سندره بۀ تاسو هم اورېدلې وي او دلته خو يې وينګ هېواد دئ٠
٥ ګرانه قدرمنه !
تۀ خو ښۀ يې څلور ګړيه پښتو خو بۀ ګړېږې ،زماسره دا امکانت هم نۀ شته يوازې د تليفون لۀ طريقه کۀ کوم چاسره
پښتو وغږېږم اويا هم کۀ کوم وخت مې د مېلمه پۀ ليدو سترګې خوږې شي ٠ ماشومان مې نوي پۀ خبرو راغلي
چې زۀ ورسره پښتو غږېږم خو دباندې ،وړکتون ،تلويزيون ټول پۀ بله ژبه دي٠ ښوونځی مې پۀ خپل هېواد کې
پۀ پردۍ ژبه لوستی چې صرف يو پښتو کتاب مو لارۀ خو ښوونکی مو نۀ لارۀ حتا يو څۀ موده زموږ د کيميا ښوونکي
چې پۀ قوم ازبک ؤ موږته پښتو لوست راکاوۀ چې د هغۀ خپله پاړسي نۀ وه زده پښتو خو پر ځای پرېده٠
دا وه زموږ ملي ژبه او دا ؤ زموږ د غوڅ ډېرکي دريځ پۀ ټولنه کې٠ دا بدمرغي د ټولو پښتنو نصيب ده چې پۀ پردۍ
ژبه ليک لوست کوي او پۀ خپله ژبه د ليک لوست حق نلري٠
پۀ درنښت هېواد


larghonay1
14.08.2006

د هيواد صيب د خبرو په تاييد زه د كاروان صيب دشعر په اړه يوازې دومره ورزياتوم چې كه چېرته د كاروان صيب موخه ماضي واى نو بيا د (يې) پر ځاى واى ليكل كېږي او كه ګانده يا مستقبل وي نو بيا يې مانا همغه د هيواد صيب خبره (وې ) ده چې (يې) ليكل كېږي نه (يي).
او هيواد ما اكثره په هېواد ليدلى خو زه يې خپله هيواد تلفظ كوم او هيواد مې ډېر اوريدلى نه پوهېږم چې څومره به سم وي.
او كه خبره د ښوونځي شي نو باور وكړه ما ټول ښوونځى په پښتو ژبه ويلى خو داسې استاذان مو وو چې كله به د ملنګجان شعر په كوم كتاب كې و نو په هغه ځاى كې چې (پښتو) به ليكل شوې وه هغوى به ژر خط پرې كش كړ او اسلام به يې ترې جوړ كړ.
په داسې حال كې چې نه به يې وزن برابريده او نه قافيه.
***
زما په نظر دلته خبره دڅلورو يا پنځو ياګانود كمښت يا ډېرښت په اړه وه.
ځينو ويل چې اوس هم لا كمې دي او ځينو ويل زياتې دي.
زما په نظر كه كمې شي مونږ به له ډېرو ستونزو خلاص شو.
زمونږ ګاونډيو ژبې لكه (پاړسي او اردو ) د پښتو سره ډېر ورته والى لري او د ياګانو تلفظ يې هم تر ډېره سره شريك دى. يانې هغوى هم داسې ويونه لري چې د ياګانو بېلوالى پكې محسوسېږي خو يوه يا ليكي او هيڅ ستونزه نه لري.
اردو خو يې لا دوه ليكي .
نو كه مونږ يې هم يوه يا دوه كړو ، كيدى شي ډېرې ستونزې مو راكمې شي.
او بله دا چې مونږ بايد خپلو خلكو ته وګورو چې څومره ستونزې ورسره لري ، نه د نورو ژبو ويونكو ته .
يو چا دا خبره هم كړې وه چې كه كوم متن كې ياګانې مراعات نه شي او يو پاړسي ژبي ته يې وركړئ نو سم يې نه شي تلفظ كولى.
زه خو وايم كه مونږ پښتو ژبې ته زور، زېر، پېښ، شد، مد او غړوندى هم وركړو ،پاړسيوان يې نه وايي او نه يې سمه ويلى شي .
او كه داسې وي نو بيا به د پښتو د ځانګړو اتو تورو سره څه كوو؟
لكه ډړښ، څ ځ او نور

مننه
ستاسو لاروى


larghonay1
14.08.2006

:lol:


hewad
14.08.2006

ګرانو هېوادوالو سلامونه او ښې چارې !
ښاغلی لاروی صاحب سلامونه مې ومنه !
ی پۀ پښتو کې ډېر اړين توری دی چې د ياګانو پۀ ذريعه د ډېرګړي ،يو ګړي ،نارينه او ښځينه توپير کېږي،
ځکه د ياګانو څو ډوله اړين برېښي ٠پۀ پاړسۍ کې دا ځانګړتيا نشته او داسې لغات هم نلري چې پۀ يا يې وينګ بل ډول شي البته شير -شيدې ،شير -زمری دا يو تصادف دئ ٠
پۀ پښتو کې کۀ ی سمه ونۀ ويل شي يا ونۀ ليکل شي د غونډلې يا لغت معنا بدلون مومي٠
بېلګې :هغه پردی ؤ ، هغه پردي ؤ ، چې دلته د ی او ي پۀ ذريعه ډېرګړی او يوګړی جوتيږي٠
تۀ پردی وې ، تۀ پردۍ وې ، دلته د ی او ۍ پۀ ذريعه نارينه او ښځينه جوتيږي٠
همدا ډول نورو ژبو کې هم د ياګانو ډولونه ډېر دي چې پۀ مختلفو ساده او مرکب تورو ورښودل کېږي ،څنګه چې
انګرېزۍ سره ډېر خلک معرفت لري دياګانو د غږ لپاره بۀ يې بېلګې وښايم٠
ee,i,y,ea,ai,e البته زما موخه دا نۀ ده چې پښتو دې لۀ انګرېزۍ سره پرتله شي بلکې مطلب مې دا دئ چې پښتو
يوازېنۍ ژبه نۀ ده چې دياګانو شمېر پۀ کې زيات دئ پۀ نورو ژبو کې هم ياګانې زياتې دي ،بېل ډولونه لري او
زده کېږي٠ پۀ پښتو کې د څو ډوله ياګانو اړتيااو شتون لۀ ورايه څرګندېږي ،کۀ چېرې څوک دپښتو پاتې
توري ،ګرامر او وييونه زده کړي د ياګانو زده کول هم څۀ ستونزمن کار نۀ دئ٠
پۀ درنښت هېواد


مشواڼې
14.08.2006

ګرانودوستانوسلام !

د ياګانوپه هکله بحث اونظرونه ډېردپام وړدي ځکه چې دمختلفوياګانوکاروول مختلف غږونه انځوروي اودسم تلفظ سره مرسته کوي ٠ د پښتوځانګړتياوی دادي چې په دې ژبه کی دهرې بلې ژبې دغږونوتوان شته ، لس ځانګړي توري ( ڼ ، ټ ، ډ ،ځ ،څ ، ګ ، ښ ، ږ ، ړ، ۍ )لري اوداړتيا، امکان اوګرامرپه صورت کی دمنلوشووژبپوهانواوژبڅېړونکوپه ګډوهلوځلواوپرېکړونورتوري هم ورزياتېدای شي ٠ دغه پښتوتوري نه په فارسي کی ، نه په عربي کی ا ونه په اوردو کی کاروول کيږي ٠ په ټوليزه توګه پښتو ، فارسي ، اوردو ژبې عربي ( الفبا ) استعمالوي خوپه دې الفبا کی هره ژبه ځانګړتيا هم لري ٠ دبېلګې په توګه د پښتو خپل توري ددې ژبې ځانګړې ليکبڼه جوړوي او په پښتوکی دمختلفوغږونولپاره دمختلفو ياګانو استعمال دژبې هغه مشخصات دي چې دنوروژبوپه څنګ کی يې دروي ٠ که اوردوليکبڼې ته وګورونوهلته د (ر) او(ت )په سرد (ط)ايښودل او (ن) بې ټکي ليکل ددغې ژبې د ليکدود ځانګړتياده ٠ ژب څېړونکي چې کله ديوې ژبې دويونوپه تلفظ کی ستونځه وويني ، دهماغه ويون څنګ ته په فونيټيکي الفبا سم تلفظ وليکي ٠ که چېرې يوه ژبه دخپلو غږونولپاره اړوند توري ولري ، دضرورت نه پېښيږي ٠ دژبې د علمي څېړنې لپاره الفبايي غنا، ذخيرې ، ګرامراونښې ډېری ضروري دي ٠ علم تل دنيمګړتيا پرضدوي نوهرڅومره چې يوه ژبه مکمله وي دعلم په ضديت کی نه راځي ٠
که مونږووايوچې بايددهرغږلپاره يوه يا استعمال شي ځکه چې دډېروياګانوزده کړه سخته ده ، يوحقيقي نظرنه دې ځکه په پښتوکی د(يا) اړوندغږونه مختلف دي اويواځې ديوې ( يا) په کاروولوپه پوهاوي کی ستونځې رامنځ ته کيږي ٠
دبېلګې په توګه که په لاندی ويونوکی صرف يوه (يا) وکاروول شي په تلفظ اوافاده به څه اغېزه ولري ؟
وګورۍ :

-مينه
-مينه
-مينه

په پورته درې ويونوکی صرف يوه (يا) کاروول شوې چې صرف يومطلب افاده کوي خوزما مطلب له مختلفوويونوڅخه دې ٠ مونږکوولای شوپه تلفظ کی يې توپير وکړوخوپه ليکنه کی به څه کوو؟ داعلت دې چې بايدهرغږدامکان په صورت کی په اړوند توري وانځوروول شي ٠ دخوښۍ ځای دادې چې په پښتوژبه کی د ياګانوستونځه کمه ده اودسم تلفظ لپاره فونيټيکي الفبا ته نه اړکيږو ٠
داچې مختلفې ياګانې لرو، پورتني درې ويونه به پری داسې بېل کړو:

- مينه (م - (ي) - ن - ه) = محبت
- مېنه ( م - (ې) - ن - ه) = خونه
- مئينه (م - (ئ -ي) - ن - ه) = عاشقه

ستاسوورور

واحدمشواڼې


larghonay1
15.08.2006

ګران هيواد او هيوادوالو ته سلامونه !
په سر كې بايد ووايم چې زما له بحث څخه يوازې د ستونزو حل كول دي او خپل شكونه له منځه وړم ، چې په چا بد ونه لګېږي او يا چاته لانجه من ښكاره نه شم.
وروره ما مخكې هم ليكلي وو چې په پښتو ياګانو يوازې محدود كسان پوهېږي او پښتو د محدودو كسانو ژبه نه ده .
له كابل څخه پرته ټولو پښتنو ولايتونو كې ښوونځي او ليسې په پښتو دي چې ښوونكي او زده كوونكي يې پښتو ليك لوست كوي خو باور وكړه كه په سلو كې پنځه نوي يې پښتو ياګانې مراعاتوي.
د دې مانا دا نه ده چې هغوى غلط تلفظ كوي، بلكې ښه سم يې لولي.
حتى د ښوونې وزارت ، جهادي تنظيمونو او نورو ښوونيزو ادارو له خوا چې څومره ښوونيز كتابونه چاپ شوي په يو كې يې هم ياګانې نه دي مراعات كړي خو ټول يې ښه سم لولي.
ستونزه يوازې د ليكوالو ترمنځ ده.
او دا ستونزه دې ليكوالو په زوره رامنځته كړې ده.
ځكه چې د پښتو ژبې د معياري كيدو له پاره څو غونډې شوي اوډېر ليكوال په يوه هم عمل نه كوي. ډېر لږ دي چې د ياګانو په معياري شكل ليكنو عمل كوي . نور يې اكثره سيمه ايز لوري ته كش كوي. تاسو به ډېرې خپرونې او حتى ويب پاڼې ليدلې وي چې (دى) دئ ليكي، لكه ښونځى ، سړى ، منګى، او نورد ښوونځئ، سړئ ، منګئ په بڼه ليكي.
نو زه وايم كه (ي) يوه شي نو لهجه د هر چا خپله خو ليكدود خو به مو يووي!
او دا چې تاسو ليكلي :
اقتباس:
[color=red:30c8f9ef57](هغه پردی ؤ ، هغه پردي ؤ ، چې دلته د ی او ي پۀ ذريعه ډېرګړی او يوګړی جوتيږي٠
تۀ پردی وې ، تۀ پردۍ وې ، دلته د ی او ۍ پۀ ذريعه نارينه او ښځينه جوتيږي.)[/color:30c8f9ef57]
دا سمه ده خو په ځينو ځايونو كې بيا هم ستونزې لرو لكه : دا سړ[color=blue:30c8f9ef57]ى[/color:30c8f9ef57] دى .
دې سړ[color=darkblue:30c8f9ef57]ي[/color:30c8f9ef57] وويل .
دلته په دواړو حالتونو كې سړى يوګړى يا مفرد دى خو ياګانې يې توپير لري . په لومړي كې (ى) د يوګړي او په دويم كې (ي) د ډېرګړي ښكاري . ځكه چې مونږ يو ته سړى او ډېرو ته سړي ليكو. خو دا چې خلك څومره ستونزې لري؟
فكر نه كوم چې دومره ستره ستونزه به ولري.
او دمشواڼي صيب د خبرو په اړه بايد دومره ووايم چې په كابل كې د ټولو ملي بسونو په سر ليكلي وي ( خيرخانه مينه، پروان مينه، وزير اكبرخان مينه او پلانۍ مينه او بستانۍ مينه خو هيچا هم غلط ونه لوستو.
په عربۍ كې هم دې ته ورته ستونزې شته خو هغوى بيا ورته يوه اصطلاح لري چې وايي: ( د سياق او سباق له كلام څخه جوتېږي).
يانې د غونډلې څخه سړى پوهېږي چې دلته موخه مينه ده، مېنه ده او كه ميينه.
مننه
ستاسو لاروى


مشواڼې
15.08.2006

ګرانوهيوادوالو!

مخکې له هرڅه بايدووايم چې ترکومه وخته زمونږبحث علما`` اومنطقا`` چلېدای شي ، دخفګان اولانجې تصوورنشي کېدای ٠ له بلې خوا که فکروکړونودغربي هيوادونولاله هانده اوپه مادياتوککړژوندزمونږوجوداوفکرداسې زبېخلې چې په ټولنيزومسائلورغندفکرته هډو-وخت نه وي ٠ ويښه خوزمونږله اختياره وتلې خوخوب موهم په منډو- تېريږي ٠ دهرې مياشتی له نوي کېدوڅخه زمونږسره ايکي يوه اندېښنه وي اوهغه داچې دمياشتی په پای کی دکور کرايه ، دقرضې قسطونه ، دروغتيا بيمه ، دموټربيمه ، دګازاوبرق بيل ، د تليفون بيل ، دانټرنيټ بيل ، دکېبل بيل ، دډوډۍ خرڅ ، دماشومانوخرڅ اودکورنۍ خرڅ به څنګه پوره کيږي ٠ په خواروچېرې کارپيداکړو، هلته هم يوڅوک پيداشي چې له لاسه يې کارپرېښودوته اړشو٠ په دې به څوک راڅخه نه خفه کيږي که ووايم چې افغان نه په خپل هيوادکی حيثيت لري اونه په غربي هيوادونوکی ٠ ترڅوموچې ځان په شرق اوغرب نه وي پېژندلې ،يوپيت پوزې فيليپينې به هم راته سل خبرې کوي او دغه به موحال وي ٠ خېرپه دې خبروديوې کتابخانې يوه المارۍ ډکېدای شي خوکله چې دغم غلطولولپاره خپلې کورنۍ ته هم تليفون وکړو، نيم کارت خوراڅخه د تليفون دکمپنۍ کيسه بران ووهي اوکومې دقيقې چې پاتی وي په هلوملواوپای يې داشي چې هغوی ماته پاچاوايي اوزه هغوی ته ، هغوی ماته وايي چې په امريکاکی دې مزې وکړې اوزه هغوی ته وايم چې بېغمه ناست ياست مزې مووکړې ٠ داتورونه کله په خندا تېرشي خوکله دتليفون دګوشي په کړپ پای ته ورسيږي ٠ بياهم زه خپل خپلوان نه ملامتووم ٠ دا دهغوافغاني بيټلانواثردې چې دلته يې ديوجګ بيلډينګ مخې ته دپردي پورش ياکېډيلاک موټرڅنګ ته خپل عکس اخيستې وي اوخپلوخپلوانوته يې استولې وي ٠ هغه بېچاره ګان څه خبردي چې دغه بيټل په رښتيا څه کوي ٠ په هره توګه دلته په ليکنوډېروخت لګيږي اوکله خود ساعتونوخواري موپه يوکليک لمنځه لاړه شي ٠ ددې سره سره ، بياهم فکرکووم که له خپل کوراوکلي څخه په زرګونوميله لرې هم يم ، ددې وېبپاڼې په برکت به هغه څه خپلووطنوالوته عرض کووم چې حقيقت وي ٠ که زما په سلوخبروکی يوه هم دچا دفايدې وخيژي ، فکرکووم وياړبه مې په برخه شوې وي ٠ نوهمدا- احساس دې چې که دخبروپه سم چل هم نه پوهيږم ، د عالمانومجلس ته وردانګم اوپه هغوخبرواتروکی ځان شريکوو م چې په هرچاپوری تړلي وي ٠

اوس به راشم اصلي موضوع ته چې په پښتوژبه کی دمختلفوياګانودکارولواويانه کاروولوپه هکله راسپړل شوې ٠

تاسوڅېړلي چې له كابل څخه پرته ټولو پښتنو ولايتونو كې ښوونځي او ليسې په پښتو دي چې ښوونكي او زده كوونكي يې پښتو ليك لوست كوي خو باور وكړه كه په سلو كې پنځه نوي يې پښتو ياګانې مراعاتوي. ٠ دايوځلاندحقيقت دې اومنم يې خوداهم بايدهېرنه کړوچې په زياترودغوسيمواودټول هيوادپه اطرافوکی دتدريس اوصول ،دتعليم نساب ، دښوونکووړتيا ، حالات ،دتدريس وسائل اوپه تعليمي سيستم کی مسلکي څارنه اونووښتونه لااوس هم لويې ستونځې دي ٠ دافغانستان په اطرافوکی تعليمي مناسب اوپه تعليمي ستنډرډ برابرسيستم هيڅکله نه ؤ پلې شوې ، زياتره استاذان غيرمسلکي اوزياتره هغه څوک ؤ چې دنورماموريت چانس به يې نه درلود، زياترواستاذانوبه فقط دکتاب لمخې املاويله اودشاګردانودپوهوولو، دهغوی پوښتنوته ځواب ويلواوديوې موضوع دتشريح اوتوضيح لياقت پکی نه ؤ ٠ تفتيش وجوددرلود مګرصحيح ا رزيابي يې نه کووله ، اوله معلمانونه به يې رشوت اخيست اوغلطې نتيجې به يې سمې ښوولې ٠ دکمونستانوپه دورکی هم يوصحيح سيستم نه ؤ ، په زرګونومحصلين شوروي ته دتحصيل لپاره لېږل شوي ؤ خوپرته دپوستينونواونيکلي چاينکوله تجارته ، بل مهارت يې نه ؤ زده کړې ٠ دمجاهدينودتنظيمونوپه اقتدارکی خوپوهنتونونه ،مسلکي ادارې او ښوونځۍ لمنځه ولاړل اودطالبانوپه وخت کی تعليم اوتربيه ګناه وګرزوول شوه ٠ په تېرودرې لسيزوکی په افغانستان کی يوحقيقي ، مناسب ، بې سياسته اوبې پلوه تعليمي سيستم موجود نه ؤ٠ په تعليمي نساب کی يا کمونيستي فلسفه اصلي مضمون ؤ اويا ديني مسائل ٠ په دواړونظامونوکی ساينسي مضامينوته توجه نه کېده ٠ ددې ترڅنګ کمونستانودعلومواکاډمي لرله چې دژبوپه برخه کی يې څه ناڅه کارکاوه خودجهادي تنظيمونوپه چوکاټ کی نه يواځې چې دژبودپوهنې اوڅېړنوادارې نه وې بلکه دوی يې پرضدهم ؤاوخبره هغه ده چې دفارسي اوپښتوپه مخالفت تمامه شوه ٠
دافغانستان اولس هسې هم په سلوکی ٩٠ دسواداوعلم له نعمته محروم ؤ ، دغوسياسي ډلوورسره هغه لس فيصده تعليم يافته هم په لغتوووهل اوکندې ته يې نسکوروروغورځوول ٠ که څه هم دطالبانوپه رانسکورېدواودغربي هيوادونوپه مالي اونظامي طاقت تعليمي لارې بيا پرانستل شوې خويواځې په کابل اوځينې لويوښارونوکی څه ناڅه ډاډمن اومناسب تعليمي اوتربيوي سيستم فعال شوه خودافغانستان په اولسواليواواطرافوکی هماغسې هرڅه ويجاړدي اودکومی منلې تعليمي سويې هيله لاتری نه شي کېدای ٠ نوزه دامنم چې دپښتوژبې ديوکمپلکس اومرتفع زده کړې ستونځې خورا زياتی دي ٠ پښتانه لاتراوسه دخپلی ژبې د حقوقي مبارزې توان نه لري ، څنګه به تری دلوړوزده کړو توقع وشي ؟
معلومه ده چې اوس هم پښتوژبه خپل عبوري مراحل ګاموي ، خودپرمختګ کارونه بايدونه دريږي ځکه چې داددې وخت غوښتنې دي ٠

زما په نظرهره ارتقاع دلوړېدوقووت غواړي اوپرمختګ هم ګامونه غواړي ٠ نوداتکليف خوګالل غواړي ، که څوک نن دمختلفوعواملوپه سبب دپښتوپه پرمختللوزده کړو کی ستونځې ويني ، کېدای شي دسبانسل دغه ستونځې ونه لري اودکره ليکبڼې اوليکدود-دزده کړې لېوال وي ، نوښه به داوي چې يوفلت فورم خوورته تياروي ٠ په دې سربېره ، ښوونځۍ اوپوهنتون ددې لپاره دي چې عصري اونوې زده کړوته ضمينه مساعده کړي اوددېرش کالوپه زوړسيستم تکيه ونه کړي ځکه ساينس ، تکنالوژي ،ټولنيزعلوم اودافهام اوتفهيم وسائل بدل شوي ٠ که يوشاګرد دکمپيوټرژبه زده کوولای شي ، خپله مورنۍ ژبه ولی نه شي زده کوولای ؟ لکه څنګه چې هرڅوک د کمپيوټرپروګرامرکېدې نشي همدغسې هرڅوک ژبپوه کېدې نشي خوکه څوک توان اولياقت ولري هم پروګرامرکېدای شي اوهم ژبپوه ٠ دنننيو معلوماتي وسيلوپه مرسته زده کړه هم اسانه شوې خودافغانستان څخه دا توقع اوس نشي کېدای ٠ که ماهر پښتانه وکوولای شي په کمپيوټري پر وګرامونوکی منل شوې پښتوليکبڼه او مکمله الفبا وکاروي ، هم به رواج شي اوهم به دسبا ورځې دژبنيونيمګړتياؤاو-انهتونوڅخه ژغورل شوي وي ٠
زما په نظر، په زده کړوکی تل دلوړې سطحې په لورکوښښ پکار دې ٠ دا بهانه- نه ده چې دښوونځۍ شاګردان دزده کړې توان نه لري بلکه دښوونې په سيستم اووسيلوکی نيمګړتيا ده چې دعلت لټوول يې اړين دي ٠
که د ښوونې وزارت ، جهادي تنظيمونو او نورو ښوونيزو ادارو له خوا داسې ښوونيز كتابونه چاپ شوي وي چې په يو كې يې هم ياګانې نه وي مراعات كړي ، ددوی مسلکي نيمګړتيا څرګندوي اوماددوی دستونځوپه هکله پورته وويل ٠ په ١٩٨٥ ع کال کی دولتي مطبعې د حروفچيني زوړسيستم کاراوه اوهلته داسې خلکوهم کارکاوه چې محض لوستل يې زده ؤ، اوتر١٩٩٢ع پوری په پېښورکی کمپيوټر-نوې مارکيټ ته راوتی ؤ٠ د انټرنيټ نوم لا چانه پېژانده خواوس دواړوښه شهرت موندلې٠ زه دتنظيمونواودهغوی په دولتي اوتعليمي سويه بحث نه کووم بلکه دمنلووړ، ستنډرډ اوکره تعليمي سيستم درامنځته کېدو پلوي کووم ، داسې يوسيستم چې که دننګرهاردطب پوهنتون فارغ امريکاته لاړشي ، هلته هم دډاکټرپه صفت وپېژندل شي ، داسې نه وي چې بياپری له دولسم ټولګي څخه مکتب شروع کړي ٠ دبېلګې په توګه Medical Terminology دطب يو اساسي مضمون دې چې په ټوله نړۍ کی ورسره طبي محصلين مخ کيږي ٠ يوافغاني طبي محصل هم مکلف دې چې هماغه ترمينالوژي زده کړي چې په امريکايي پوهنتونونوکی تدريس کيږي ، که داونه کړي ډاکټرکېدای نه شي ٠ په دې برخه کی سړې نه شي ويلای چې افغانان يې نشي زده کوولای ٠ په تعليم کی استعداداوداستعدادونوروزل مهم دي اودا کارپه دولت ، وسائلواوښوونکوپوری مستقيم تړاو لري ٠ ددې خبرې په ځواب کی چې د پښتو ژبې د معياري كيدو له پاره څو غونډې شوي اوډېر ليكوال په يوه هم عمل نه كوي. ډېر لږ دي چې د ياګانو په معياري شكل ليكنو عمل كوي . نور يې اكثره سيمه ايز لوري ته كش كوي. تاسو به ډېرې خپرونې او حتى ويب پاڼې ليدلې وي چې (دى) دئ ليكي، لكه ښونځى ، سړى ، منګى، او نورد ښوونځئ، سړئ ، منګئ په بڼه ليكي. نو زه وايم كه (ي) يوه شي نو لهجه د هر چا خپله خو ليكدود خو به مو يووي ، بايد عرض کړم چې داسې غلطۍ حتا دبي ، بي ، سي دپښتووېپاڼې پرمخ هم کله راڅرګنديږي ٠ دبېلګې په توګه يوه ورځ ليکل شوي ؤ `` دارواښاداسحاق ننګيال په ( پلمه) غونډه وشوه `` ٠ له دې څخه داڅرګنديږي چې ليکوال کوښښ کړې ؤ چې يوسوچه پښتولغت ``پلمه ``وکاروي خودکاروولواصلي ځای تری خطاوتې ؤ ٠ دغلته به دپلمې پرځای که د ``وياړ`` لغت ليکل شوې وای ،غوره به وای خوکه ددې ستونځودلمنځه وړلولپاره سم کارونه شي ، زمونږ ژبه به هماغسې له هرکاروانه وروسته پاتی کيږي ٠ مونږ بايدداومنوچې انټرنيټ داسهولت هرچاته ورکړې چې پخپله خوښه وېبپاڼه جوړه کړي او داهم حقيقت دې چې دهرې وېپاڼې جوړوونکې هم نه په ډېزاين پوهيږي اونه ژبپوه وي ٠ همدغسې ځينې ليکونکي هم وګڼۍ خوکه مونږ دټول افغان ، افغان- جرمن ان لاين ، بېنوا- اونوروته وګورو، تسلي پری کوولای شوچې ورځ په ورځ يې کيفيت اوکميت لوړيږي ٠
په دې پاڼه کی خوزما هم ډېرکلونه وشول اوپوهېږم چې دلوړاستعداداوتفکرخلک دلته ليکنې کوي ٠ زه ډاډه يم چې دوی به کوښښ کوي چې دخپلې وسې اوپوهې په کچ دهراړخيزپرمختګ سره که نورنه وي خپلې معنوي مرستی خوبه روانې و سپاتي ٠ دابه هم لوی کاروي که چاته سمه لاروښودل شي ٠ چېرې چې غلطي وي بايدګووته ورته ونيول شي اوسترګې پری پټې نه شي ٠
په همدې هيله دپښتوتورواوپه ځانګړې توګه د ياګانودکاروولوپه پلوۍ خپل اوږدبحث په همدې ځای کی غوڅووم ٠
خدای دې وکړي چې تاسوهم ددې کارملاتړوکړۍ٠

په درناوي

ستاسوورور

واحد مشواڼې


hewad
15.08.2006

ګرانو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ !
ښاغلی لاروی صاحب !
تاسو ليکلي چې لۀ غونډلې د يا د وينګ د جوتېدو امکان شته ،هغه لنډې غونډلې چې د بېلګې پۀ توګه ما ليکلي
کۀ چېرې يا سمه پۀ کې ونۀ ليکل شي تا سو څۀ ډول پوهېږئ چې فاعل يو ګړی دی کۀ ډېرګړی ؟
دا سړی دی ،دې سړي وويل :دا خپله پۀ پښتو کې د يا پر دريځ ټينګار دئ ٠ ځکه چې يا پۀ پښتو کې ډېره اړينه ده
او د کارولو ځای او ډولونه يې ډېر دي ٠
دپښتو معيار پۀ هکله بايد ووايم يوازې د يا پۀ لږېدنګ او زياتېدنګ ژبه نۀ معياري کېږي او هغو پرېکړو ته چې
تاسو ګوته نيولې يوازې د ياګانو پۀ هکله نۀ وې ٠ ما مخکې هم ليکلي کله چې څوک نوره ژبه زده کولای شي
ياګانې هم زده کولای شي٠ کۀ چېرې د معياري ليکدود پۀ اړه شوې پرېکړې عملي شي ډېرې ستونزې بۀ حل شي ،
دا چې پښتانۀ د ځانغوښتنې پۀ ناروغۍ اخته دي دا نو بله خبره ده ، د يووالي پر ځای يې بېلوالي ته مخه کړېده ٠
پۀ درنښت هېواد


نقاد
17.08.2006

درنو سلامونه اونېکې هيلې مې ومنئ!

[quote:ec7b4b3b4f]دا سمه ده خو په ځينو ځايونو كې بيا هم ستونزې لرو لكه : دا سړى دى .دې سړي وويل .دلته په دواړو حالتونو كې سړى يوګړى يا مفرد دى خو ياګانې يې توپير لري [/quote:ec7b4b3b4f].
مونږ بايد متعدي او ﻻزمي فعلونه او اړونده مغيرات يې لکه فاعلي حالتونه يې سره توپيرکړو .
دا (يو) سړی دی او دا ( دوه ) سړي دي! سړی او سړي دلته دواړه د ﻻزمي فعل فاعلان په ګوته کوي چې سړی يې مفرد اوسړي جمع ده . خو ويل متعدي فعل دی مفرد يې : سړي وويل ، جمع يې : سړو وويل بلل کيږي . نو  ي   يواځې د جمع نښه نه ده  خو په جمع کې يې هم راځي ، ولې بلکې د مفرد اضافي ، مفعولي او نورو مغيره حالتونه ي لري چې ستاسو مثال يې هم يوه ښه بېلګه ده ..
داچې د (ی) پنځه ډولونه د چټک لوستلو او سم تلفظ کولو ژمندوی دي، بايد توپير يې و پيژندل شي ، او لوستونکی مجبور نشي چې اول ټوله جمله ولولي څو بيا د اړوندو يا ګانو سم تلفظ له يو ډول (ی) څخه سم تلفظ کړو . په ې ډول به هره جمله ٢ ځلې ، لومړې ځل په تجربوي توګه او دوهم په يقيني او سمه توګه لولو . دا کار په نطاقۍ کې هډو کيدلې نشي ، په تيره بيا په ايرانۍ فارسي کې چې شير (ځمري) او شير (د شيدو په معنی ) دواړه يو ډول په سقيله يا تلفظ کوي. د دري ده چې د شېر ، زېر ، تېر تلفظ لري خو په ليکلو کې بيا هماغه سقيله (ي) کاروي او داسې يې ليکي: شير ، زير او تير. ددري مآل راوړل د پښتو له پاره له بنسټه څخه بيځايه بريښ . ځکه آن په هغو ځايو کې چې تلفظ (ې) نه لري بلکې (ي) لري، بيا هم ترې صرف نظر کوي او له هر ډول يا څخه پرته ليکي ، لکه : بسيار ، چې دوهم تورې يې بايد (ي) وای، خو هيڅکله بيسيار څوک نه ليکي ، ولې بيا هم يې د بيسيار په توګه تلفظ کوي . نو دري د پښتو له پاره نشي مثال کيدلای . واوِل يا غږ لرونکي توري د اصلي تورو د تلفظ د توپير او تفکيک له پاره کارول کيږي. نو د پنځه ډوله يا ګانو کارول دپبښتو د پرمختګ بيلګه ده ، نه دهغې پراختيا د مخنيوي له پاره يوه و سيله .!
اوس هم يوې شپږمې (ي) ته اړتيا شته چې په تلفظ کې لرو خو بيل شکل يې ﻻ نه دې مالوم ، مثلاً : دغه سړی نصير نيم پښتون بولي .[color=white:ec7b4b3b4f] دی [/color:ec7b4b3b4f]وايي ،هغه يواځې په خټه بښتون [color=yellow:ec7b4b3b4f]دی[/color:ec7b4b3b4f] نه پر ژبه ! هغه پښتونشي ويلای ! په دې دواړ مثالونو کې دغه ( دی ) دوه ځلې راغلی ، خو تلفظ يې يوشی نه دی او معناوې يې هم سره بدلې دي.. والسلام !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more