د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د رحمت شاه سائل شعرونه

عصمت الله
06.08.2006

دسائل دشعر مینه والو او درنو یارانو ته ښه راغلاست وایم .
د سائل شعرونه ما ته لکه دې یویې ښکلې مڼې ونې غوندې ښکلي ښکاری هغه هم چې فصل ته رسیدلی وی او مڼې یې ښې سرې پخې شوی وي اوهره مڼه یې له یوې او بل یې نه خوږه او ښه وږمه ولرې زه غواړم چې دغې ونې نه یو څو دانې مڼې تاسو ته وړاندې کړم بوی یې کړی او خوند ترې واخلۍ

دګــل تصویر چــې دې لمبو په آینــه چوړووم
نــوی ژوندون لـــه دګنا صنــم خانه جوړووم
ټوټـــې ټوټـــې وجود ته نور د کتو تاب نه لرم
دې خپل تاریخ دې سرمایې نه خزانه جوړوم
چې دزړه وینې په کې ستا تر شونډو اورسوم
دمخ دې خـــــال نه به دې داسي پیمانه جوړوم
جانانه لــږه دې ایساره کړه ځوانــــی دې حسن
ستا ارمانونو لـــه به خپـــله زمــــــانه جوړووم
چـــــــې مړی هم پرې اتڼونه او رقصونه اوکړی
ستا غــــــوڅې ژبې له به داسی ترانه جوړووم
پښتنو ډول او ســــورنا راوړئ په اشر راوځی
دخپل وطـــــــــن دنوم پریوتـــــې استانه جوړووم
چې مې په دارکړی اوځوانی مې کړی سنګارپه وینو
ستــــا اشــاره لـــه به څه داســـی بهــــانه جوړووم
سائله بـــــې دې مینــــې نه ځی قافله دې ژوندون
اوس به هــــــــر چانه دې مینـــــې دیوانه جوړووم

لاره زمـــــــا که دې جـــــانان دې نظــر لاره نه وه
لاره به ضــــرور وه خــــو زما دې سفر لاره نه وه
زړکیه هســـــي دخپـــــې اورپیدې اوخـــویدې
داسې کوم غر وو چــې یې جوړ په س لاره نه وه
مونږه لیونی ستا دې جبین په معنی نه پوهیدو
مونږه پیژندلـــــــې دژوندون دسحـــــــر لاره نه وه
منم چې خپې به مې پرې تلې روح مې پرې تلې نه وو
چــــــــې کــــــومه لار د امتحان دخـــــطر لاره نه وه
زمــــــا په شـــــونډو دې الــفت نغمه اونه عـــــږیده
ته مــــــــــــــې اونه لیدې په خـــوا دګودر لاره نه وه.
اوس هم زور نه منی خو زرو په کې لارې اوکړی
سائـلــــه مـینه خــــــو دې زور او دزر لاره نـــــه وه

راځــــــی په ټال دخپلو زلفو کې زنګیږی جانان
دزړه بازار مــــــــې ورانوی نه قـــــــلاریږی جانان
نظر دې داســـــی تماشو نه څنـــــــګه اوشوکووم
په پاڼړه پاڼړه کـــــې دګـــــــــل راته کډیږی جانان
که ماته نه ګوری نو خپل ستم ته څوک شی کتي
زما دې غوڅو غوڅو شونډو نه شرمیږی جانان
خدایه دې عشق دغرور سرخومې راښکته مه کړې
نن مـــــې بلا بلا په زړه بانـــدې وریـــــږی جانان
لــکه مستــــی لکه خمار لکه شوخی لکه رنګ
دسوی زړه دګــــل دې جام نه می توئیږی جانان
د آئینــــــــې نه ورله لــږ ساعت لــــــــه مخ واړوي
په سمندر دې خپلو اوښکو کې ډوبیږی جانان
دې تصور دګــــــــلابونو نه یــې ځــــــار سائلــــــه
ازغی ازغی مې په زخمونو کې ټوکیږی جانان

نور بیا


amarkhil
07.08.2006

واه عصمت الله خانه زړګيه زما د خوښې دشاعر شعرونه دې راخيستي زما تنده دې هم پرې يو څه ماته كړه يو څه ځكه چې ډېر شعرونه دې نه دي ليكلي رښتيا چې سايل په زړونو كې ځاى نيولى دى زه يې هم درته يو دوه بيته ليكم
چې په خندا ورته د خوږ زړه پرهرونه نه شي
چرې دې هم ستا د ښايست غوټۍ ګلونه نه شي
خاموشې شونډې مې لوستې بيدارېدې ويل يي
اورونه مه چېړه لوګي دې پرې فكرونه نه شي
وړې مې د روح جنازه چرته د خندا په اوږو
په وينو سره دې تر ې شينكي شينكي خالونه نه شي
مينه
ورور دې امرخېل


عصمت الله
07.08.2006

امیرخیله وروره ستا سلام ته علیکم وایم .خدای مو راوله انشا ُالله چې هتمن به ستاسو تنده دې سائل په شعرو یوه ورځ ماته کړم .
اوس خو نوی مې شروع کړې ده چې ستاغوندې یاران راسره کومک وکړی نور دی ډیرو تنده به ماته شی .
تاسو هم ډیر ښکلۍ شعر انتخاب کړي ده چې زما ډیر خوښ شو.
دې اوس له پاره به یو دوه نور ولیکم

ما مې دخپل فن دې ماشوم داســـې زړه ساتلي دي
ستا تصویر مــــې ستا په کاڼه کاڼه زړه تراشلي دي

پریږده چې په غیږه کې مې واخلی اولـمبه مې کړی
ستا دې ښــــایست اور زما دمینـــې نازولـــــــي دي

غزل
په ســرمـــې غرونه غرونه کاڼی له فلکه راځــــی
څه زلزلې څه ، قیامتونه مې په زمکه راځــــی

دې پښتنـی تاریخ یوه یوه لــحظه مې وژنــی
د ورور دې وینې بویې د خپل ورور د ټوپکه راځی

د پیښورو پښتنو خوئندې کابلۍ ملالۍ
خپل پیښور ته چې راځی نوهم په ورکه راځی

دلوې خیبر په تاریخی وجود سله پرته ده
دبې ننګۍ یخه هوا پرې دې اتکه راځې

زما دې خوږ وطن دې هر سر دې کاسې په بدل
یو یو سرخیل ته مې کاسه دې سرونه ډکه راځی

دې کاروانونو دوړې خپلو وینو کینولې
دبې وسی یخه سیلۍ دې هر سړکه راځی

دخپل غزل مصرو له وینې خلي په اوښکووینځم
ځکه چې اوس دې خپلو وینونه هم کرکه راځی

نور بیا


عصمت الله
13.08.2006

سنــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــدره

زما مجبور مجبور جانانه ــــــــــــــــــــــــ مزدور جانانه
......................... وطن ته راشه
زما دې زړه دې دشت بـــــارانه ــــــــــــــــــــــــ مزدور جانانه
..........................وطن ته راسه

نه مو سپرلی اولیدل نه مو د سپرلی سیلونه
......ژوندون په دار تیریږی
نه مــــو اخـتـر ولیدو نه مو د اخـتـر ټالـونه
.........وخت دې سنګار تیریږی
زما ماشــوم ماشوم ارمـانه ـــــــــــــــــ مزدور جــانانه
........................ وطن ته راشه
مونږ به ټول عمر دحــالاتو غــلامان ولي ئو
........... اخر ګناه مو څه ده؟
په دې ګرانئ کې به د هرڅه نه ارزان ولي ئو
........... اخر ګناه مو څه ده؟
ماته دې ټول جهانه ګرانه ــــــــــــــــــــــــ مزدور جانانه
...........................وطن ته راشه
راشه که ډیر وږید یو هم به په دیدن ماړه یو
.......... د یو او بل په دیدن
په دې سپیره سپیره هوا به د وطن ماړه یو
........... روح دبدن دي وطن
زما په سر زما آسمانه ـــــــــــــــــــــــــ مزدور جانانه
..................... وطن ته راشه
تاپه پردیس ما په وطن مسافری کړیده
................بس دي راځه لالیه
تا دلــــــداری کړیده مــــا د دلبری کړیده
............. بس دي راځه لالیه
زما دې مینې بندیوانه ـــــــــــــــــــــــ موزدور جانانه
..................... وطن ته راشه
راځه راځه زما دې زړه کاله له شور راوړه
................ د مینې شور سائله
د اوده شــووُ جــــــذبو یخ بدن له اور راوړه
................ د دیدن اور سائله
زما دسپورو وربل ریحانه ـــــــــــــــــــــــ مزدور جانانه
............................ وطن ته راشه

......................رنګینه فتوه
لا مـــــــــــــې ستــرګـــــو تـــه ستــــا ســـم کتـــلــــی نه وو
چـــا مـــــــــې ور پـه خـــوا کــــې وویـل پســرلــــــي دي
تــا جــــــــــــوړ واوریــــــدل دې ځـــــان سره د وویــــــــل
ســـــــــــــائـــــــــل څـــه د څـــــه نه ، جوړ کړی لیوني دي


عصمت الله
08.09.2006

ژوند که مې یوه سلګۍ هم پاتې وو ټپه مې که
یو تار د ګروان په ګوتو راغي نو نغمه مې که

مانه خو حالاتو سربازی غوښته او اومې کړه
خپل نصیب مې دا وکه که تاوان مې که که نه مې که

ستنې مې دخپل نظر پښتون ته په زړه خښې کړې
نور ترې خبر نه شوم چې مې ویښ که که اوده مې که

اوس مې د ګو تو نه د ذهــــن هــــــــنر او ترړی
تاله خو مې ستا تصویر راوړي وو چې څه مې که

دومــره هم پوره وه د غـــریب زړه دالفــــت قصه
یاره ستا د مـــــینې د خـوبونو شهزاده مې کـــــه

ستا نظر چې ســـتانه وو پردي د آینـــې نه هـــم
دابه مـــې ضرور د مـــحبت مـــنې چې شته مې که

اور دهغو سترګو خو والله چې زما اور خوښ وو
عشقه لــېونیه دامـــې څــه او کــړه اوبه مــــــې که

رحمت شاه سائل


عصمت الله
08.10.2006

زمــا وطن نوي ادراک او نوي خيال غوښتي دي
يوې د دې وخت پاچاخان بل يې خوشحال غوښتي دي
چـې د ا لفت اذان د هرچا غوږ ته ور سوی
زما نه خپلې زمانې داسې بلال غوښتي دي
لکه په زيړ مخ مې د تړمو و ينو څاڅکي ګوري
زما جانان مانه تصوير دی نوی کال غوښتي دي
پر يږ دی چې اووری په هر پوله هر کو څه
تاريخ زما دې پا کو وينو پشهکال غوښتي دي
بې دې پښتون نه جوړ نيمګړۍ دي زنڅير دې نړۍ
چې مې ماْْضی دی مستقبل په خاطر حال غوښتي دي
دی خپل و جود د انکشاف عرفان لرې ا و کنه
دنيادې ټول پښتون دی شته وجود نه سوال غوښتي دي
په دار دی دغې اشاري شعور به څوک و لری
د آزادی ملو کې خپل جبين له خا ل غِوښتي دي
نو ی ځلمی نو و جو ټو له د خپل نوی ارمان
د هر موسم د رنګه ډک دميني ټال غوښتي دي
د خپل غمجن ارما ن د خوک زړه د ټکو ر د پا ره
سا ئل تل اور ستا دې جلال ستا دی جمال غوښتي ډي


عصمت الله
18.01.2007

لـــوګـــی کــــــوي اسويلــي اور نه کوي
څـــه پښتانه دي سوزي شــــور نه کوي
د ګــــلالــــو ښکــــــــلي غمژني سترګې
حملې کـــــــوي په زړه کې کور نه کوي
زور زورور کـــــوي پـــردي يــــې کــوي
ياران خــــو کــــور کــلی په زور نه کوي
مــــړي دې هســـــــې يې ژوندي مه ګڼی
چـــې د ژوند غم په ټنګ ټکور نه کوي
لکه هــــر څوک چـــې شــو قاتل د مينې
چاته هيڅوک د چـــا پيغــــور نه کــــوي
( ســــــــــايله ) دا په مــــا او په تا څـــــه وشو ؟
زنځير دې شړنګ بنګړي مې شور نه کوي

له افغان ادبی بهیر سیت څخه
را نقل شوی



هيواد شېرزاد
21.02.2007

سلامونه . عصمت خانه ، د سائل صيب مې پنځه کتابونه اخيستي ، په نن او سبا کې رارسيږي . انشالله چې دا لړۍ به ګرمه ساتو ....
اوس يې دا يو بيت په ډېر څه قبول کړه :

تار تار پروت دی چا راټول نه کړو سائله
د پښتون وطن ګرېوان د لېوني دی


N.Intezar
19.01.2009

ګرانو هيوادوالو په سلامونو مو لمانځم غواړم د سائل صيب په څو بيتونو مو ونازوم او په خاصه توګه په مسافرو ورو نو به ښه ولږې٠

چې مازيګر شې او دلبر دې نه وي
لکه چې سترګې وي نظر دې نه وي

ارمان د خپل وطن تودو ريګونو
نهر دې وي خو مسا فر دې نه وي

په ډک محفل کې وي يواځې سايل
چې زړه دې وي او دزړه سر دې نه وي

سايل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more