د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

ټول افغان ته يو شعر

ويښ ځلمی
01.07.2003

......................................د مور ناره
د زړګــــــي ســـر يــې زمـــا ....................د ژوند ثــمـــر يـــې زمــــا
نــــورالـــــبــصــر يـې زمــــا .................... شيرين پســـر يـــې زمـــا
هــــلـــــه پــاڅـــېـــږه زويــــه .................... راپورته کـــېــــږه زويــــه
زويـکـــه لــمــــر ختــــلــــی .................... وطن يې ټول نيــــولــــــی
حــــال د ويــــدنــې تلـلــــی ................... وخت د ويښتوب راغلی
مــکــتــب ته ځي هلکـــان .................... د وطن نوي زلـــمـــيـــان
بلبــــلان بيـــا چـــغـــېــــږي .................... همزولي ستا مستېـږي
هر څـــوک کــارونه کـــوي .................... خپل روزګارونه کـــوي
هــــلـــــه پــاڅـــېـــږه زويــــه .................... راپورتـــه کېـــږه زويــــه
تــــه هـــم راپـــورتــه شه ژر .................... څو به بيـده يـــې ابتــــر
ســـر تـــه راغلـــئ دی لمــر .................... لږ خو دې ځان کړه خـبر
تـــر څـو يې پروت بيکاره .................... زويه! د خــدای لـــپـــاره
وتــــاتــــــه پـــاتــــــه وطــــن .................... خوږ يې اوسه خوږمــن
خــوب په کار نه راځي نن .................... پرېږده دا ګرمه بړستـن
وســـــــم ميـــدان تــــه ووزه .................... نوي جــهــــان تــــه ووزه
د پـــښــتـــــون پت وساتــه .................... د پلار غيـــــرت وسـاته
انـــــســـــانــيـــت وســـاتــــه .................... شان او شوکت وســـاته
ورک کړه بې ځای چرتونه .................... د سرې غرمـــې خوبونه
دښــمـن خنــدا کړي پـــر تا.................... خپلوان ژړا کــړي پــر تا
ځينـــې واه واه کړي پــر تا.................... څوک واويلا کړي پـر تا
هلته دښمن شو خوشحال .................... خپلوان دې ګرځي ملال
ما چې تـــه ښـــــه روزلـــې .................... يا په جــار جـــار بللـــــــې
پـــه شيــدو مـــا پالــلــــــې .................... خــوب ته مې نه ساتلـــې
تـــه ولــــــــــې وغـــزېــــدې .................... په ژوند و نه پوهېــــــدې

(عبدالرؤف بينوا)


د ملنګ جان يو ښکلی شعر

ويښ ځلمی
06.07.2003

....................................................صداقت.................................................
سعادت که دې پکار وي شه ليوال د صداقت
...........................................ټول جهان کې به ښايسته شې په جمال د صداقت
که مطلب دې سرداري وي خدمتګار اوسه د قام خپل
............................................هر يو زړه کې به محبوب شې په کمال د صداقت
د اخلاص په دوکان کينه جوړوه متاع د مينې
...................................................په لکونو به خرڅيږي ستا مثقال د صداقت
توفيق وغواړه له خدايه د مانده ؤ مددګار شه
.............................................سرکښان به واړه بند شي ستا په جال د صداقت
پريشانۍ کړه د زړه ليرې توانا شه ملنګ جانه
...................................................ګرځوه د قام په مخکې بل مشال د صداقت
(مرحوم ملنګ جان)


د وطن د مور آواز

ويښ ځلمی
18.08.2003

[color=blue:c5ae379c78]...............................د وطن د مور آواز................................
.....زه راغلې يم ستا وره ته
ته زما غږ اورې که ناورې؟
.......تا رابولمه خپل زړه ته
ته زما غږ اورې که ناورې؟
.....................................په ما قرنې تېرې شوي
....................................ستا نه زه يم هېره شوې
..................................په ما لاړې صدۍ راغلې
.....................................د خپل برمه يم ولېدلې
..زما نوم در ځنې هېر شو
...زه يم خاوره جوړه شوې
ته زما نسل زما وجود يې
...ته زما اصل زما بود يې
....................................زه راغلې يم ستا وره ته
................................ته زما غږ اورې که ناورې؟
.......................................تارابولمه خپل زړه ته
................................ته زما غږ اورې که ناورې؟
...هر ټوټه زما د ځيګر دی
که ياقوت دی که ګوهر دی
په هر اړخ مې پراته زر دي
....زمرد دی که لاجورد دی
...........................................هره تړه مې طلا ده
............................د سرو سپينو مې ډک غر دی
........................................زبرجد دی که لعلونه
....................................ټول وجود مې معدنونه
..دغه زېرمې ټولې زما دي
.......تاته پاتې نن وړيا دي
.زما زړه سورئ سورئ دی
.ستا ناصح ګوره پردی دی
....................................زه راغلې يم ستا وره ته
.................................ته زما غږ اورې که ناورې؟
.......................................تارابولمه خپل زړه ته
.................................ته زما غږ اورې که ناورې؟
هر ټوټه مې تا پلورلې
.په زخمو ده تا وېشلې
....زه يم ډېره زورېدلې
.....په غمو يم کړېدلې
....................................زه ټوټې ټوټې له خاورو
.............................................يم زره زره راغلې
............................................زه يم ډېره ژړېدلې
..........................................د ناپوه بچو له لاسه
.......ژوبله ژوبله دردېدلې
څه جاهل شوه څه ناراسته
زه ستا خاوره ستا وطن يم
......په ګيلو ګيلو يم ستړې
......................................زه راغلې يم ستا وره ته
...................................ته زما غږ اورې که ناورې؟
.........................................تارابولمه خپل زړه ته
...................................ته زما غږ اورې که ناورې؟
په بمو زخمي زخمي شوم
......زه خندا د اجنبي شوم
..په ګولېو که سور اور يم
ستاسو زړونو ته ټکور يم
.........................................زه کنډر کنډر ويجاړه
..............................................هره تړه مې پرهاره
........................................د ستم شپه به سبا شي
...................................زما خواري هم تر سهار ده
....ورکړئ لاس ملي وحدت ته
..........د دښمن په سر بلا کړئ
..........زما زړه له وينو ډک شو
تاسو يې پاک په بسم الله کړئ
....راشئ پورته مې له غم کړئ
.....ټول راټول په يو وطن کړئ
.............................................زه راغلې يم ستا وره ته
..........................................ته زما غږ اورې که ناورې؟
................................................تا رابولمه خپل زړه ته
..........................................ته زما غږ اورې که ناورې؟
.........لويه ادې د پښتنو يم
......لوی ټبر مې دی راوړئ
.........زه نازو يم زرغونه يم
...چې سرور مې دی راوړئ
زما د وخت زلمي او نجونه
..........د غېرت يوه ټوټه وه
.........د وطن د عشق دپاره
.........ټول پراته په اديره وه
...د دښمن لاس يې لنډ کړی
.........ښه سپاه راته دېره وه
.........زما بچي زما لمن ته
........ټول راټول يوه پېره وه
..........................................زه راغلې يم ستا وره ته
......................................ته زما غږ اورې که ناورې؟
.............................................تارابولمه خپل زړه ته
......................................ته زما غږ اورې که ناورې؟
......هېچا نه ويل چې څوک دی
....دغه تور دی او که سپين دی
..............لکه يو پلار ؤ راوړي
ويل وطن دی ننګ دی دين دی
..............زه نه بوره وم نه وراره
............نه لوټ شوی دا وطن ؤ
.......احمدشاه زما په څنګ کې
..........ميرويس خان زما بدن ؤ
....د خوشحال د تورې شرنګ ؤ
..............ټول ټبر په يوه ننګ ؤ
.........په صدو صدو ژوندي وه
.....په تاريخ کې ښه خوندي وه
.......دښمن زما ورکول غواړي
....سپين تاريخ تورول غواړي
.............................................زه راغلې يم ستا وره ته
.........................................ته زما غږ اورې که ناورې؟
................................................تارابولمه خپل زړه ته
.........................................ته زما غږ اورې که ناورې؟
.............ای زما ګرانو بچوړو
......کور په تاسو ښايسته دی
..........زما لمنې ته راټول شئ
......ژوند په تاسو اراسته دی
.....راشئ راشئ ماکړئ پورته
له دې خاورو مې خپل لور ته
........په عزت غم په کفن کړئ
....رانه جوړ ښکلئ وطن کړئ
.دښمن ورک له دې چمن کړئ
.....هيله داده جوړ ګلشن کړئ
.....د خوشحال توره تېره کړئ
د دښمن په وينو يې سره کړئ
......تاريخي څادر مې راکړئ
....سرمې پټ جګه شمله کړئ
....لوی ټبر له خوبه ويښ کړئ
....د بابا ننګ ورته سيخ کړئ
......په يو لاس ملي وحدت ته
....سره ټول شئ خپل عزت ته
.............................................زه راغلې يم ستا وره ته
..........................................ته زما غږ اورې که ناورې؟
................................................تارابولمه خپل زړه ته
..........................................ته زما غږ اورې که ناورې؟
(نجيبه سارا بياباني)[/color:c5ae379c78]


ټول افغان ته يو شعر

ويښ ځلمی
07.02.2004

....................................د مومند بابا (وزير محمد ګل خان مومند) يو شعر

....................................پښتــــو ميـــن په تـــا يم کــــه وم وم که نه وم نـــه وم
....................................هر کله به دې ســتايــم کــــه وم وم کــــه نه وم نـــه وم

....................................پښتو د بڼ چوڼی يـم شــــور بـــه کړمـــــه پښتنـــو ته
....................................تل دوی ته په وينا يـم کـــه وم وم کـــه نـــه وم نـــه وم

....................................پښـتـــو که رانـه لاړه هــــــرڅـــه بـــه رانـــه تــللــي وي
....................................نو بيـــا تـالا والا يـــــم کـــه وم وم کـــه نـــه وم نـــه وم

....................................د رب مخ مې دروړی دی پښتونه پښتو ټينګه کړه
....................................زه تـــاتــــه پــــه ژړا يـــم کـــه وم وم کـــه نــه وم نــه وم

....................................دروغ مـــې هــېـــڅ زده نـه دي هم ټګي نه شم کولای
....................................پــښــتــون يــم په رښتـيا يم که وم وم که نه وم نه وم

.....................................خبره د ځلمو ده چې پښتو ته ځان تکړه کــړي دوی
.....................................زه زوړ يم او بـوډا يــم کـــه وم وم کـــه نـــه وم نـــه وم

....................................په خــټه سپيـن پښتون يم محمد ګل د قام خادم يم
....................................لـــه سـټـــې نه آريــــــا يم کــه وم وم کـــه نــه وم نه وم


ويښ ځلمی
16.05.2004

د ښاغلي عبدالوهاب سرتېر يو ښکلئ شعر

::::::::::::::::::::::وعده::::::::::::::::::::::::
دا مې وعده ده وطــــــــنداره درځـــــــــــم
پرېږدم دې نه سترګې په لاره درځــــــــــم

نېټه به نه ټاکم، دروغجن به شمـــــــــــــه
چې وخت پېدا کړمه د واره درځـــــــــــــم

په هرې وا مې چې خوږې شوې سترګې
د بابا ښاره کندهاره درځــــــــــــــــــــــــــــــم

نښتر نران دي په پوښتنه ارضــــــــــــــــي
د پکتيا غرو کې مې څاره درځـــــــــــــــم

په شنه لوګر، ځم تر ټپي کابلــــــــــــــــــــه
چې لږ دمه شومه، مزاره درځـــــــــــــــــــم

د ګُل سُرخ مېلې چې تېرې شــــــــولــــې
د بدخشان په لور تخاره درځــــــــــــــــــــم

هماسی لنډ په تورؤ غرونــــــــــــــو اوړم
د نورستان په لور اسمــــاره درځــــــــــــم

چې د کونړ په اوبو مست شولمـــــــــــــه
په شنو درو دې علينګاره درځـــــــــــــــم

د شعر ماښام به جـــــــــــــوړؤ په ګـــــــډه
چې نارنج ګُل شو ننـــګرهــــــاره درځـــم

زړه خو مې دی چې ټول هېواد وګـورم
په همدې هوډ يمه سرشــــــاره درځــــــم

(سرتېر) کوچي پکې خــــاپــــوړې کړي
په دې ډاډه اوســـه چې يـــــــاره درځــــم


ويښ ځلمی
16.05.2004

د ښاغلي عبدالوهاب سرتېر يو ښکلئ شعر

................................................شنه خوبونه
وختونه نور شول، دودونه نور دي
.........................................................جامې شوې نورې، موډونه نور دي
پرون که عيب ؤ، نن شـــــــرم نه دی
.........................................................پروردګــــــــــاره! شرمـــــــونه نور دي
د پخوانــــــــي درد کيــــــــسه زړه ده
.........................................................طبيب بل شوی، دردونه نــــــور دي
نوې نشــــــــه ده خُـــمــــــــــاره وروره
.........................................................ميــــــــــکده بلـــه، جـــامونه نور دي
واړه ســـــوالونه اوس نکوي څوک
.........................................................خوبونه شنه شول، فکرونه نور دي
ښار ته چې لاړې، څلور که سترګې
.........................................................پېټـي درانه دي، بارونه نـــــور دي
په ښکار کې وينــه اوس نه توېږي
.........................................................نوې دانــــــــه ده، دامـــــونه نور دي
له زاړه خــوبه راويښ کړی مطرب
.........................................................ترانـــــې نــــــــورې سازونه نور دي
پلو ئـــې واخله هــــــمدې ګڼــــه کې
.........................................................((سرتـېـر)) ليکلي شعرونه نور دي


د ښاغلي عبدالوهاب سرتېر صئيب يو ډېر ښکلئ آزاد شعر

ويښ ځلمی
24.06.2004

د ښاغلي عبدالوهاب سرتېر صئيب يو ډېر ښکلئ آزاد شعر

[size=24:622038b9b0][color=white:622038b9b0]رياضي !
رياضي ټوله ((تقسيم)) نه ده
په طريق پوه کړه ځان
په ((ضرب)) په ((جمع))، ((تناسب))
او.... په تفريق پوه کړه ځان
((تقسيم)) دا نه دی زوروره!
چې ذلت ووېشې
ښه تقسيم دادی
چې له مونږ سره خپل پت ووېشې
دا به جفا وي
دا تقسيم درسره نه منمه
چې په وطن مې چاړه کېږدې
او ... ملت ووېشې
مونږ سره ((جمع)) کړه چې يو شو بېلوې به مو نه
ژوند مو خوښېو سره ((ضرب)) کړه کموې به مو نه
غم او ښادي به سره وېشو نه تنها غمونه
دا ((تناسب )) نه دی چې بار کړې يو پر ما غمونه
[/color:622038b9b0][/size:622038b9b0]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more