د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

له پوهاند صاحب زيار څخه پوښتنه


22.07.2006

دروند ښاغلی محترم پوهاند صاحب !
ستا سو له روغتيا او نيکمرغۍ له غوښتلو وروسته دغه پوښتنې لرم :
د بي بي سي له پښتوڅانګې څخه ځينې ټکي اورم چې په يو لړ دليلونو راته کره نه بريښي . آيا زما دليلونه سم دي او که په شاړو سر شوی يم ، ستاسو اند څه دی ؟

ورکول سول : لکه په دار فور کې کډوالو ته خوراکي توکي[color=white:cf97760a9b] ورکول [/color:cf97760a9b]شوو.
که پرلتنه يې وکړو نو راوړل او وروړل په کلمو کې د وړل له مصدر سره د ( را ) او(ور) مختاړي ور زيات شوي دي ، خو که له ورکول او راکول څخه ور او را لرې کړو ايا کوم مصدر ترې جوړيږي چې د ورکړې راکړې مفهوم ولري ؟ هلته يواځې (کول ) پاتې کيږي چې د کړنې مصدر دی نه د ورکړې يا راکړې . او که ورکول راکول پخپله مصدر وي نو د ورکلو سو را کول سو له پاره بايد يو بل (ور) او (را) ورزيات شي ، خو هغه بيا هيڅ معنی نه ورکوي لکه : ور ورکول سو يا را راکول سو ، څه معنی ؟
نو آيا ورکول سو مطلقأ غلت نه دي او خوراکي توکي ورکړل شوو يا راکړل شوو سم نه بريښي ؟ او که څنګه ؟ که بل څوک يې ځواب لري، ودې وايي . مننه والسلام .


طالب
23.07.2006

ګران ورور ښاغلی ځواکمن صاحب ،
اسلام عليکم ورحمتۀ الله و برکاتۀ !
که څۀ هم چې تاسو خپلې پوښتنې د پښتو ژبې د کره ليکدود او ګړدود د علمي خوځښت د بنسټګر پوهاند مجاور احمد زيار صيب څخه کړې ، خو داچې پۀ پای کې مو له نورو وروڼو څخه هم غوښتي چې پۀ دې تړاو خپل نظر څرګند کړي ، ستاسې د همدې غوښتنې پر بنسټ ځانته حق ورکوم چې خپلې خبرې درسره شريکې کړم ،
تر کومه ځايه چې ماته مالومه ده ،
[color=blue:1fa8706890]ورکول سو ، راکول سو ، ورکولو مې ، او داسې نور [/color:1fa8706890]
د هغه سيمينار د پرېکړو له مخې ناسم برېښي چې پۀ ١٩٩٢ زېږديز کال د پښتو د کره ليکلار پر عنوان پۀ باړه ګلۍ کې جوړ ، اود لرې او برې پښتونخوا د پښتو ژبې تکړه پوهان ، عالما ن او ليکولان پۀ کې شريک وو ،
تاسو پر شاړو نه ياست سر شوي ، او کره او سمه بڼه يي[color=white:1fa8706890] { ور کړل شو ، راکړ ل شو ، ورمې کړ ، او نور ........ }[/color:1fa8706890]
اودا [color=blue:1fa8706890]ورکول سو ، راکول سو ، ورکولومې[/color:1fa8706890] ............... د کندهار اونورو جنوبي ولاياتوسيمه ييز ګړدود دی ، چې د پښتودکره ليکلار د اصولو له مخې ناسم برېښي !
او لکه چې تاسو يي يادونه کړې ، [color=white:1fa8706890]ورکول سو، راکول سو ،[/color:1fa8706890] که د ور او را مختاړي ورڅخه ليرې کړو نو د راکړې ، ورکړې دکړنې مصدر نه مالومېږي ا ويوازې [color=cyan:1fa8706890]کول[/color:1fa8706890] پاتې کېږي چې بېل مصدر دی ا وهغه مطلب نه بيانوي کوم چې ځنې متصور دی ( د راکړې ورکړې مطلب نه افاده کوي )
پۀ درنښت ، ورور مو طالب


نقاد
26.10.2006

ورکول سو = راکول + سو ، و رکول شو = ورکول + شو
ورکول او راکول مصدرونه دي او صرف (شو يا سو) ورسره جمع شوی دی. نو که پر همدې قاعدې له دوه مصدرونو خوړل او لړل په پام کې ونيسو او شو ورسره ورزيات کړو، ګورو چې (خوړل شو) او (لړل سو) ﻻسته راځي . دلته وينو چې يو څه په کې کم دي او دغه شکل نيمګړی دی . دغه کمي بايد په ورکول شو کې هم موجوده وي: که په خوړل شو او لړل شو کې يو (و) کم وي چې بايد دمخه يې داسې علاوه شي : وخوړل شواو ولړل شو، نو همدغسې بايد د ورکول او راکول له مصدرونو نه مخکې هم بايد (و) علاوه شي. نو که بيا يې شکل او معنی سمه وه نو ښه او که نه ، نو ورکول سو او راکول شو هم غلط دې :
و + ورکول شو = و ورکول شو ، و+ راکول شو = وراکول شو ! دا شکل نه شته او نه کومه معنې لري. نو له علاوه شوي (و) پرته ورکول شو او راکول شو هم غلط دي لکه خوړل شواو لړل شو چې نيمګړي شکلونه دي!
والسلام

.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more