د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

چای او نورشیان څښل هم څه کټه لری ؟

خیریوسی
12.07.2006

محترمو لوستنكو او ګران ورورهوتک صاحب
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
په ګران هیواد کی دچایو څښل یو عادت دی چی موږ اوتاسو یی همیشه چیښو دچایو څښل په معتدل ډول مثبت او ډیری څښل یی پر صحت منفی اغیزی لری
په نورو هیوادو کی دچایو وڅنګ ته نور شیان هم څښل کیږی چی هغه هم دانسان جسم ته فایده رسوی لکه تازه نعناع ، دبابونج وچ ګل ( ګل بابونه ) ، تازه شنی چای ، شنشوبې ۰۰۰۰
تازه شنی چای په رنګ او شکل دنعناع سره هیڅ فرق نه لری او په بوی سره یی جدا کولاشو
که په هیواد کی که دغه شنی شای ، دبابونج ګل ( ګل بابونه ) هر کروندګر په څو متره مځکه کی وکری اوپه ورځ کی یو یادوه واره دچایو په مقابل کی استعمال شی نوبه د عامو خلګو پر اقتصاد او صحت څه اغیزه ونه کړی ؟

که ژوند باقی و زه به دذکرشوو خوراکی توکو فایدې هم ولیکم

په درناوی


خیریوسی
14.07.2006

1- دبابونج ګل ( بابونه )
دبابونج ګل فایدې :
دبابونج ګل د شای پر ځای استعمالیږی ښه طریقه یې داده چې هغه په ترموس کی واچوی او اېشولې اوبه ور واچوی څو دقېقې یې سر ور پټ کړی بیا یې وچښې
دبابونج په ګل کی Anthamic Acid ماده ، Anthamedineماده ، Matricarin ماده او Prochamazulene ماده وجود لری
دبابونج ګل فایدې :
1-دتنفسی جهاز دالتهاب ، او پاکولو دپاره ډیر فایده کوی
2- دګېډی برېښ ، باد ، تشنج اودکېډی پاکوالی دپاره ډیره فایده کوی
3- ډوډۍ هضموی
4- اشتها خلاصوی
5- ژړ خارجوی
6- تو دوخه(تبه) کموی
7- دبولو دجهازدالتهاب ، سوزک دپاره ډیره فایده کوی
8-دمېرمنو دمیاشتنی عادت درد ونه اراموی
9- دمعدې اوکولمو دزخم دردونه اراموی
10- خوب جلبونکی خاصیت لری
11- دماشومانو دستونه (امل) دروی
12- دپوست خارجې التهاب ، زخمونو ، اودنوکانو التهاب دپاره فایده کوی
13- دسرددرد پاره که دبابونج ګل واېشوې او پښې تر بېدېدو دمخه په ګرم اېشول سوی بابونج کی کېږدی دسر درد اراموی ارام
دپام وړ : دورځې تر دوه ګیلاسه اضافه دبابونج ګل چیښل ښه نه دی ولی چې دسر دروند والې او سر کرځیدل اوکله د باکۍ احساس پیداکوی

2- شای
دشای فایدې : ( که په معتدل ډول وچیښل سی )
1- عصبی جهاز په کار اچوی
2- دزړه حرکت کړندی کوی
3- بولی زیاتوی
4- دجسم ستړیا ختموی
5- هغه کسان چی لمروهلی وی هغو ته ډیره فایده کوی
6- خواړه هضموی
7- په ګرمی کی تنه ماتوی
8- غاوښونه دخرابوالی څخه ساتی
9- نیم سیرئ درد ختموی
10-شرایین صافوی
11- شراین پاکوی او په رګو کی دوینی تګ ګړندی کوی
12- داېنې او پښتورګو وظیفی په کار اچوی
13- دتلاسیما ناروغی ته فایده رسوی
14- دوېنې او هډوکود سرطان مخنوی کوی
15- که سترګی په ټاکور شی دسترګو ستړیا ورکوی او دسترګو شاوخوا توری الغی ورکوی
16- دجسم بوست ته ډیره فایده رسوی
17- که ويښتان په پریولل شی ويښتان قوی کوی او وویښته ته ښکلا ورکوی
81- که دپښو دګوتو تر منځ په زخم کښیښودل شی هغه زخم جوړوی
شای څه زیان لری :
1-شای که په ډیره اندازه وچښل سی دهغه څخه یوه ضررناکه ماده جوړه سی په هضم کی کمزوری پیداکوی او قبض پیښوی
2- خوله ډیروی
3- زړه خفه کوی او تنفس ګړندی کوی
4- عصبی تغیرات پیداکوی
5- دوینی فیشار زیاتوی
6- په وینه کی شګر زیاتوی
3- نعناع
دنعناع فایدې :
1ـ نعناع معده په کار اچوی
2- خواړه هضموی
3- دګیډی بادونه ورکوی
4ـ اعصاب اراموی او عصبی دردونه ختموی
5-دتریخې اضترابات ختموی
6-دزړه خفقان ختموی
7- سر ګرځیل ، او قې ختموی
8- دماشوم ذکام ختموی که یی بخار تنفس کړی

ابو محمود


نعناع Mint

Rahmat spesalai
01.09.2006

ابو محمودصاحب سلامونه!
ډېر ګټور معلومات مو هيوادوالوته دروغتيا په اړه ليكلي دي الله دې تاسو ته خپله ښه روغتيا او دراز عمر دركړي.

دنعناع په اړه زه هم يوځه ويل غواړم :
نعناع يوطبي بوټۍدي نعناع يو ډول تيل Menthol لري چې په زياتره دواګانو خصوصاً دمعدې دناروغيودمخنيوي په دواګانو كې استعماليږي نه تنها دنعناع اوبه (عرق) بلكې كه نعناع په تازه او يا وچ ډول سره استعمال شي د ډوډۍ په هضميت او دمعدې دفعاليت دښه كيدواونورې .............لپاره زياته فايده لري.
زمونږ په هيواد كې دنعناع كرنه [color=cyan:ba3288dfbc]په وچو سيموكې دكرهڼي دځيړنونړيوال مركز (ايكاردا)[/color:ba3288dfbc]له خوا په دريو ولايتونوهلمند،كندز اوننګرهاركې شروع شوې ده چې هدف يې په هيواد كې دنعناع داصلاح شويو نوعوخپرول ،دهيواد دبزګرانواقتصادي سحطې لوړول ،دنعناع په طبې ارزښت باندې دهيوادوالوپوهول او په عملي ډول له نعناع نه اوبه (عرق ) ايستل چې همدا اوس هيوال كولاي شي په كابل ،هلمند،كندزاوننګرهار كې دنعناع اوبه له دواخانو اونورو پلورنځيوځخه ترلاسه او خپلې روغتيا ته پياوړتيا وروبښي
او په راتلونكې كې دكرهڼودځيړنو نړيوال مركز پلان لري چې له نعناع نه تيل Mentholوباسي چې په دې سره به دبزګرانواقتصادي سطحه نوره هم جګه شي ځكه چې دا تيل لوړ ارزښت او ښه ماكيت لري .

ځيړنوښودلې ده چې ۷۵% ناروغۍ دمعدې له خرابوالي ځخه پيدا كيږي .نودې معدې دخرابوالي دمخنيوي لپاره يوه ښه دوا دنعناع او دهغه د اوبو استعمال دي

نور دنعناع دكښت ،استعمال اود طبي او صنعتي ارزښتونو په اړه معلومات كولاي شي په ډېر نږدې وخت كې له دې وبلاګ ځخه ترلاسه كړي.
www.rahmatpetawal.blogfa.com

مننه
ستاسو د روغتيا په هيله رحمت پيتاوال


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more