د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

سلیمان لایق ته

أبوخليل
02.07.2006

[color=green:77602f052a]څوک چي سپک وي د هغوی لهجه وي سپکه
عزتمن اصیل پښتون کړي ترېنه کرکه
چي قاموس یې په ژباړلو کي تاخیر که
تا په نظم کي پېیل څنګه خیرکه
غوټه کونه ، توره سوټه ، وچه لوټه
دغه توري تا لیکل څنګه لوپکه
اخیر پلار د هم ملا هم خلیفه وو
تا د پلار توهین ته ملا تړلي کلکه
ازاري چي څوک د کور او د مذهب شي
د هغوی وي توري ورځي له فلکه
نه په ګوند اونه په قام نه په پردېس کي
د عزت مقام پیدا نکړ تا ځکه
اوس د وخت دی چي توبې ته ځان چمتو کړې
پس له مرګه بیا ارمان څه ګټه نه که
له الحاده توبه وباسه نادم شه
لار د پلار او د نیکه شوه درنه ورکه
د قلم عزت که اوس ته په ځای نکړې
پښتانه به د تل بولي نا لایکه
ولي دا چي پښتانه ټول مسلمان دي
سپین پښتون کله غولېږي په چوغکه
که خوشال که احمدشاه اوکه رحمان دی
د اسلام او د تقوی شمله یې لکه
د هغوی په قدم کېږده قدمونه
چي څېره د شي صفا له قامه ورکه
[/color:77602f052a][color=red:77602f052a]قدوسی[/color:77602f052a] [color=green:77602f052a]درته پېرزو کړې دا څو کرښي
ګوندي ته ترېنه عبرت واخلې لالکه[/color:77602f052a]


بصير افغان
23.07.2006

ابوخلیله وروره لږ څه راته ګونګ ښکاریږې.

ګوره کله په اسلام کې ګوتي وهي کله په سیاست کې کله په ټولنیزو چارو کې غږیږې او کله هم شعرونه وایي.

الحمد الله خدایه پاکه زموږ په پکتیکا کې داسې نابغه کسان هم شته!؟!


أبوخليل
23.07.2006

بصیرجانه السلام علیکم
الله تعالی د ښاد او اباد لره
زه ستا د لیک په محتوا ونه پوهېدم چي ستایل وو او که غیندل په هرحالت ستاسو د رایې د څرګنوني مننه کوم .
دا نړیواله معلوماتي ځاله یو داسي دسترخوان ته ورته ده چي ډول ډول خوراکونه او مېوې ورباندي اېښي وي که یو څوک رنځور نه وي ورته په کار ده له هر خوراک ځخه څه ناڅه څکه وکړي او که رنځور وي باید یو قسم پرهېزانه خواړه وخوري زه الحمد لله څه رنځ نلرم ځکه په هر سیکتور کي ونډه اخلم خو لایق ته مي دا شعر ځکه لیکلی دی چي هغه د پکتیکا ده او ښه ادیب او لیکوال دی کاشکي د هغه قلم دحزب خلق په محور نه بلکه د اسلام په محور څرخېدلی واي دا به زمونږ لپاره ستر ویاړ وای .
بله موضوع داچی زه ستاسو په وینا کله په اسلام کي ګوتي ... که دي موضوع ته ځېر شو دا ځیني پټ لاسونه دي چي زمونږ په مینځ کي دې نظریې ته وده ورکوي چي اسلام هم د کلیسا په شان له سیاست ځخه بېل مذهب دی خو واقعیت داسی نه دی بلکه اسلام خپله هم مذهب او هم سیاست دی دا باید زمونږ عقېده وي اوس که یو واقعي اسلامي حکومت وجود نلري نو دا د مسلمانانو نقص دی نه اسلام او که کوم اسلامي حکومتونه زمونږ په وخت کي راغلي او نیمګرتیاوي یې لرلي دي دا د هغو مسلمانانوکمزوري وه چي د هغه حکومت په راس کي واقع وو او د اسلام د جامعیت او استیعاب له درک ځخه محروم وو.
دوهمه خبره داده چي مسلمان پوهاند باید د خپل تخصص په څنګ کي نور هم په هره ساحه کي چي یې توان وي خبرتیا ولري او دخیل وي او یوازي په خپل تخصص پوري تړلی نه وي اودا یو حدیث دی ( الحکمة ضالة المومن اینما وجدها فهو احری بها) ژباړنه : پوهنه د مسلمان یوه داسي ورکه ده چي چېرته یې هم وموندله نو هغه یې د خپلولو حقدار دی .
زه نابغه نه یم خو الحمد لله چي الله تعالی په ما ډېري ښېګڼي لورولي دي زما لیکني کله ناکله لوله او اصلاحي تنقید رالېږه ستا به احسان منونکی یم .
په درنښت ستاسو ورور ابوخلیل


بصير افغان
24.07.2006

مشره وروره ابوخلیل سلامونه او پیرزوینې مې ومنه

ستا له حوصلې نه یوه نړۍ مننه، په اصل کې ما په تا باندې یوه ګوتنیونه کړي وه، هغه هم دا چې ګوره سلیمان لایق اوس هغه پخوانی سلیمان لایق نه دی، نوموړي په هغه غونډه کې، چې دده د ادبې کارنامو په ویاړ او وطن ته دده د بیرته راتګ په ویاړ د افغانستان د قلم په ټولنه کې ورته جوړه شوي وه، مخکې له هرڅه یي اول داوویل چې ما اوس هغه پخوانۍ ایډيالوژې پرییښې اوله سیاست څخه په بشپړه توګه وتلی یم او نور به بیا هیڅکله له دې وطن څخه ولاړ نه شم او ددې مهال په اوږدوکې چې زه په بهر کې وم ما ۸۰۰۰۰ زره پښتو لنډۍ راټولې کړي او کار پرې کوم .
اوس نو ګرانه او د عزت وړه ابوخلیله، څوک چې یو ځل یوه خواپریږدې او د عام ولس په مخکې له هغې څخه مخ ګرځوي او هغه هم بیا د سلیمان لایق په څیر کس، نو بیا به موږ ولي په هغه باندې شک لرو او سپکوو به یي. ګوره په ټول سلیمان کې خدای پاک همدا یو سلیمان لایق را باندې لورولی، نو که زما مني نور له دا شان کیسو څخه تیر شه، موږ باید د پښتنو داشان بیکاره او بیځایه خصلتونه نور په خپل ځای پریږدو. موږباید یو بل ته پاس سره ورکړو، موږ باید د سلیمان لایق لپاره نه یوازې ددې لپاره چې هغه کټوازی دی، بلکې ددې لپاره چې هغه په پښتو او دری ادب کې یو ستر ځلیدونکی ستوری دی وستایو.
هیله من یم چې رانه خفه شوی نه يي.

[color=green:3a89b09109]په پوره پښتنې حیا سره .[/color:3a89b09109]


أبوخليل
24.07.2006

بصيرجانه يوځل بیا السلام علیکم
زه په ادبي تنقید کله هم نه خفه کېږم دا چي موضوع د روښانه کړي وه در ځخه یوجهان مننه سلیمان لایق نه یواځی د پښتو او دري ادیب دی بلکه هغه د شرعیاتو د پوهنځي محصل هم پاتي شوی دی او یوې ښې علمي او متدیني کورنۍ ته منسوب شخص دی که هغه له پخوانیو تېروتنو توبه ایستلی وي الله تعالی د دهغه توبه ومني او که او که یې توبه نه وي اېستلي نو الله تعالی د له مونږ سره د رېښتني توبې توفیق ورکړي .
علم یوه رڼا او د هدایت ذریعه ده او ځما دا هیله وه چي هغه روغي لاري ته راستون شي ځکه خو مي شعر ورته ډالۍ کړی وو او د هغه په وروستنی موقف نه وم خبر په هرصورت مونږ به د هغه د نویو ښو لیکنو چي د اسلام او قام په ګټه وي انتظار باسو او که د قلم په ټولنه کي د هغه د وینا متن درسره وي او یایې موندلی شې ماته یې یو نقل ځما په برېښنا لیک را ولېږه al_quddusi@yahoo.com ځما د هغه خبري زیاتي خوښېږي .
دوهمه خبره چي تاته یې لیکل غواړم هغه داده چي کله د لیک لیکل غواړې نو په مسنونه طریقه یې په السلام علیکم پیل کوه او که یوچا درته السلام علیکم لیکلی وي نو جواب یې په وعلیکم السلام سره ورکوه دا یوه فقهي مسأله ده په دې توریو(سلامونه مي ومنه ) نه سلام لوېږي او نه بیا کېږي زه خپله یوڅه دیني او فقهي معلومات لرم او د خپلي ډاډېیني لپاره له یو معتمد عالم ځخه پوښتنه وکړه .
درېیمه خبره داده چي که خفه کېږي نه مونږ باید اول مسلمانان ووسو او بیا پښتانه او هم د الله تعالی په وړاندي مونږ د مذهب او عقیدې او د هغې په رڼا کي د خپلو کړووړو مسئول یو الله تعالی د له ماسره په خپل رحمت کي وساته ستا سو د لیک ځخه زیاته مننه په راتلونکي هم ستاسو د زیاتو پېرزوینو په هیله
ستاسي ورور ابوخلیل


زمريال
27.07.2006

ګرانو وروڼو،
اسلام عليکم ورحمتۀ اللۀ و برکاتۀ !
ښاغلی ابوخليل صيب ، ستاسې ليکنې مې ولوستلې ماشاالله ډېرې پۀ زړۀ پورې وې ، هيله لرم چې پۀ راتلونکي کې مو هم پۀ خپلو ارزښتمنو ليکنو ونازوئ ،
تردې وروسته د سلېمان لايق پۀ باب ، نور به څۀ نه وايم ځکه چې زموږ پۀ هيواد کې داسې څوک به نۀ وي چې کميس يې پورته کړې او د لاندې لوڅ لغړ نۀ وي ،
يوازې يوې خبرې ته که اجازه راکړئ د بصير افغان پام را اړوم ،
هغوئ ليکلي :
[quote:db5d0ed9cd]ګوره په ټول[color=blue:db5d0ed9cd] سلیمان [/color:db5d0ed9cd]کې خدای پاک همدا یو سلیمان لایق را باندې لورولی [/quote:db5d0ed9cd]
ښاغلی افغان صيب ، ښايي له ټول [color=white:db5d0ed9cd]سلېمان[/color:db5d0ed9cd] څخه مو مطلب ټول سلېمانخېل وي !
که تېروتی نه يم نواشناداسې نه ده !!!
دابه تر ما تاته ښه مالومه وي ، چې نو څرنګه ؟

او بيا سلېمان لايق ، سلېمانخېل نه بلکې علي خېل دی !!
پۀ درنښت : ستاسې يو ورور


رښتینی
28.07.2006

محترمو درنو او پوهانو وروڼو السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

يارانو ليكنى او تبصرى مو دقر وړ او بايد وستايل شى اباد او شاد اوسئ
خودى يوه ټكى ته مو توجه راګرځول غواړم هغه دا چى داد ناسيوناليستى
خوړينى نظريى ته دومره اهميت مه وركوئ په پښتنو كى چى څوك دخپل
درنښت او دبل سپكه غواړى يو بيكاره كار دى

وروڼو دا راسره ومنئ چى زه په خپله سليمان خيل يم خو كه پا اندړو كى يو
يو قلموال او يا ولسى چوپړوهونكى ووينم نو دسترګو تور يي بولم درازپه
كندهار ا و ننګرهار كى پوهان او ولسپالان د سر تاجونه ګڼم ځكه كه دا ليږاو
وروسته پاته پښتانه په خيلونو او پرګنو سره وويشل شى بيايي نوپه خپل
لاس هغه دملا صاحبانو په ګاى (قعر مزلت) ته غورځوو

خير ستاسو خبرى ډيرى خوندورى او په زړه پورى دى خو ما دا خبر
يوا ځى دبصير صيب په خبره پورى را ونښلوله چى ليكلى يي دى

[code:1:da9f555123]ګوره په ټول سلیمان کې خدای پاک همدا یو سلیمان لایق را باندې لورولی [/code:1:da9f555123]

سليمان لايق غريب به او س په دى تير عمر پښتو ته څه چوپړووهى دى غريب
ايله هغه تيرى ناولى او ناشولته كړنى يو څه ومينځى كه خداى تو فيق وركړ
ايا داخبره سمه نده چى دهيواد په روانه بد مرغى كى نوموړى پوره ونډه لرلى ده ؟
او بيشيره پښتانه خو څه كوى بلكى سليمانخيل او عليخيل دهغى ايديالوژى
دپلويانو له خواکړيدلو او زوريدلى دى چى دى لايق صيب ټول ژوند ورته وقف كړى و
خو اوس يي چى په تير عمر يوڅو لنډۍ رايوځاى كړى نو بس پاكه ملايكه شو ؟؟؟

ته يوځل زماكورپه توغنديو بمبار كړه واړه او زاړه مى را ته دربدره كړه دخولى
ډوډۍ مى له لاسه وكاږه او بيا وروسته راشه او په هغه نړيدلى كوركى راته كينه
او دا لنډۍ راته پيل كړه چى

کټ د بلۍ سيوري ته راوړه ،
زما شېرينې لکه غل راغلی يمه
او ......
او ......

نو اوس تاسو پريكړه وكړى چى دا شاغلى دڅومره قدر وړدى ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
او زما زړه ته هم وركوز شئ چى ددى پسخند وهونكى له پاره
به څه ډول احساس په كى پروت وى ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

او دپښتنو ځوانانو تويي شوى وينى

او دپښتنو ميرمنو له كړاوه راخوټيدلى اوښكى

دپښتو په چوپړكى له څو لنډيو سره پرتله كړئ !!!!!!

په درنښت


طالب
28.07.2006

ګرانو وروڼو ،
اسلام عليکم ورحمتۀ الله وبرکاتۀ !
ښاغلی حامد صيب[color=cyan:f604181b7a] ( زرملوال ؟ ) [/color:f604181b7a]پر قلم مو برکت شه !
رښتيا هم هغه څوک چې د ځوانۍ مقدسې او سپېڅلې شېبې يي پۀحيوانۍ مستۍ اوعياشۍ کې راتېرې کړې او د خدمت او چوپړ شپې يي د جبران نه منونکي خيانت او جنايت له کارنامو ؟ ډکې دي !
اوس به پۀ تېر عمر خپلې هغې ټولنې ته څۀ خدمت وکړي ، چې لا اوس هم د د ۀ او د ملګريو د [color=white:f604181b7a]کارنامو؟[/color:f604181b7a] [color=darkblue:f604181b7a]برکات او ثمرات ؟[/color:f604181b7a] ورته رسېږي !!
ايا دا به د خوش فهمۍ او خودفرېبۍ انتها نۀ وي ؟
چې لا ووايو [color=white:f604181b7a]( لايق اوس هغه لايق نه دی ! )[/color:f604181b7a]
ځکه چې " [color=cyan:f604181b7a]اوس يې هغه پخوانۍ ائيديالوژۍ پرېيښې "[/color:f604181b7a]
واه ، بصير جانه تر دې سادګۍ دې وګرځم !
دا يو طبيعي اصل او انساني فطري ځانګړتيا ده ، چې انسان له را ز چاپېريال او محيط سره خپل ژوند عيارولای شي ، اما د چاپېريال د مساعدت پۀ صورت کې خپل اصل ته بېرته ورګرځي ، او هغه لار تعقيبوي چې دۀ يي مفکوره پۀ خپل مغز کې منلې او روزلې وي !
نو ګرانه راځه چې نور سترګې وغړوو ، نهايي ادراک د حواديثو او پېښو پۀ باب ولرو او تر هر اړخيز سنجش وروسته پرېکړې وکړو !
پۀ دې هيله چې راڅخه خوابدی شوی به نه يې !
پۀ درنښت : ورور مو طالب


أبوخليل
28.07.2006

وروڼو ټولو ته السلام علیکم
ډېره بښنه غواړم چي داسي خښته مي ولګوله چي تاسو یې مصروف وساتلاست او قېمتي وخت مو پرې مصرف کړ نور به دی خښتي ته پلستر ورکړو او پټه به یې کړو هغه که علي خیل ده او که سلیمانخیل خو ما شعر ورته د ( وأنذر عشیرتک الأقربین) له کړکۍ لیکلي وو پوهاند که هرڅوک او د هر ټبر سره تعلق لري که یې لیکني مفیدي او ګټوري وي د ستایلو وړ دي او که تشي وي نو هیڅ بیه نلري خو خدای ورکړی استعداد که د هرچا وي سترګي ورباندي پټول نه دی په کار لایق د ښه استعداد خاوند دی خو بېڅایه یې لګولی دی دوهمه خبره که یو مشرک یا کافر او یا مرتدپه داوطلبانه توګه توبه وباسي نو الله تعالی یې هم توبه قبلوي او مسلمانان یې هم باید ومني او که په اجباري تو ګه یا د اسارت په نتېجه کي توبه وباسي نو بیا څه خبري په کي شته چي هغه به اسلامي محکمه په کي قضاوت کوي پاته شو دکمونستانو په وخت کي به ځما په خیال لایق د ولس په وړاندي قاتلانه جرمونه نه وي کړي ځکه چي هغه زیات وخت په زندان کي وو صرف د نجیب په وخت کي را ښکاره شوهغه هم د سرحداتو د وزیر په توګه خو یوشی چي زه ور باندي معتقد یم هغه دادی چي سلیمان لایق یو کمونست او ملحد وو که اوس پښېمانه وي ښه خبره ده او مونږ یې د اسلام له نظره هر کلی کوو خو د لنډیو لیکل خدمت نه بلل کېږي ځکه چي دا کار پېښوریانو مخکي لا ډېر کتابونه پرې چاپ کړي دي هغه که رېښتیا هم تایب وي نو ځما غوښتنه له هغه ځخه داده چي د ژوندانه په دې وروستیو شېبو کي د د خپل ژوندانه سرلیک د کمونستانو اشتباه ګاني او د ملت په وړاندي د هغوي جرایم او د اسلام د شمولیت او د هغه د سپېڅلي نظام په هکله یو کتاب مرتب کړي چي تاریخ ور باندي وویاړي د خدای په امان سرلوړي اوسۍ


بصير افغان
30.07.2006

وروڼو السلام علیکم

ډیر خوشحاله یم، چې یو وار بیاټولو په نقاب کې خپلې څیرې راښکاره کړي .

واه واه!!! زمریال جانه
او
واه واه !!! طالب جانه (صمیم کټوازی)

څومره ښه !؟!

او څومره په وطن مئین خلک!؟!

زمریال جانه ګیدړجانه دادې له چا اوریدلي دي، چې سلیمان لایق ، سلیمانخېل نه بلکې علي خېل دی . لویو لویو پوهانو لکه اکاډمیسین محمد صدیق روهي او ډاکټر مجاوراحمد زیار او داسې نورو پوهانو هغه په خپلو علمي اثارو کې سلیمانخېل پیژندلی او ته وایي، چې هغه خو علي خېل دی . [color=red:9d33744e74]دقیق معلومات ولره،بیا لیکنې وکړه![/color:9d33744e74]

او و توره پنجابیه طالب جانه (سور کاپیره، د پاکستان دکوني لوټې، د پنجابې د کاسې څټونکې اود پاکستاني بادارانوتور خره)، لکه چې بیا دې د خولي خوند سم سوی ده . یو وار بیا غواړې، چې افغان اولس دخپل میړه په دا شان توطیو باندې ووژني . سلیمان لایق که هر څوک و، خو نن هغه سلیمان لایق نه دی. چې پرون و. ګوری زه یو افغان یم هر څوک چې ما پیژني، نو زما مفکوره هم ورته معلومه ده چې زه څوک یم ،خوپه ښکاره وایم، چې په داشان تورکونو پنجابیانو دې دسلیمان لایق د سرد یوه ویښته بلا وګرځي.

د کوشان صاحب خبره بلکل د حق خبره ده، ګوری که موږ حضرت عمر فاروق(رض) ژوند ته وګورو، نو هغه په اول کې د اسلام د ستر استازې محمد(ص) او داسلام ددین لوی دښمن و، خو وروسته له هغه چې نوموړی داسلام په مبارک دین باندې مشرف شو، نو بیا د غیر مسلمان کسانو لپاره لوی دښمن و.
همداشان سلیمان لایق په خپله خوله وویل، چې ما هغه پرونۍ ایډیالوژې پریېښي، او له دې وروسته به ټول ژوند پښتو ادب او ژبې ته وقف کوم .

نو بیا تاسې ولي پرې شک لرئ؟

[color=green:9d33744e74]په پوره پښتنې حیا سره![/color:9d33744e74]


larghonay1
31.07.2006

سلامونه !
يه وروڼو ړوند خو يو ځل امسا وركوي تاسو ولې سر په سر امسا وركولو ته سر سرتور كړى دى؟
تاسو پوهېږئ چې سليمان لايق ولې بيا هيواد ته راستون شو؟
هغه خو د زړو له هاسټل او هغه ذليل عمر نه راوتښتېدو.
او دا په دې خاطر چې په افغاني ټولنه كې كه نور څه نشته نو خپل زاړه او عمر خوړلي مشران له كوره نه شړي او نه ورته هاسټل لري.
تاسو به د كرزي په همدې دوره كې د راډيوګانو له لارې د لايق ګيلې اوريدلې وي چې ويل يې زمونږ ګوند ته يې هيڅ ونډه نه ده راكړې!؟
بصير افغان ليكلي وو چې د قلم په غونډه كې لايق توبه وايسته او مسلمان شو.
دا بېخي غلطه ده !
د قلم په غونډه كې هغه يو شعر ووايه چې په بهركوم هيواد كې چې دى اوسيدو د هغه ځاى لوڅو ښځو ته يې ويلى و.
د ګوربت په غونډه كې يې په نره د هغو پسې پسخند ووايه چې د ده په وياړ جوړه شوې غونډه كې يې د مازديګر د لمانځه له پاره وقفه وكړه.
ټولو لمونځونه وكړل او لايق د ريشخند وهلو سره سره په خپل ځاى كرار ناست و والله كه يې الله اكبر هم كړى وي.
يواځې د مازديګر نه بلكې د ماښام لمونځ هم وشو خو لايق ونه كړ.
لايق كه رښتيا مسلمان شوى وي ولې په ليكني ډول نه څرګندوي چې له خپلې كفري عقيدې اوښتى دى؟
لايق د افغانانو د پناه ځاى په خاطر د پښتنو د ژمنۍ پلازمېنې، د مهاجرت ټاټوبي پېښور او پېښوريانو كوم توهين كړى ولې يې اوس په شعر كې بېرته كفاره نه وركوي؟
لنډۍ خو اوس په انټر نيټ كې هم تر اتيا زرو زياتې دي نو لايق به څه راټولې كړي او بله دا چې لنډۍ بايد په كليو او بانډو كې راټولې شي خو لايق په اروپا كې راټولې كړي دا نو لا د شرم خبره ده !؟
لايق كه د خپلې ځوانۍ پر وخت سور كافر و او د مسلمانانو او افغانانو په وژلو او لوټلو كې لوى لاس لري،
نو اوس په زړبودۍ كې هم په كرار نه دى ناست!
اوس غواړي ټولې ليكنې په خپل كليوالي ګړدود وليكلي، او دى په دې تمه دى چې دا وار بيا څو بې شعوره پيدا شي او د ده ملاتړ وكړي چې دا ځل پښتانه له معياره ليرې كړي او په ګړدود يې سره وجنګوي!
دا كه يوازې په دې مونږ خپل قاتل وبښو چې زوړ شي او سوړ شي نو بيا خو كارمل هم زوړ و او د وطندوستۍ چيغې يې وهلې .
آن دا يې هم ويل چې د شوروي په روغتونونو كې د هغه سم علاج نه كېږي او نه ورته پاملرنه كېږي!
نو مونږ بايد لومړى كارمل او بيا لايق نالايق ته ستوري ووايو؟
ستاسو د سم پوهاوي په هيله
ستاسو لاروى


بصير افغان
31.07.2006

ګرانه لرغونی صاحب یو وار بیا ستړی مشی

ګوره اول خو دا د پښتو او پښتنو ویب پاڼه ده، نو ته ولې د [color=red:a019889991]هاسټل[/color:a019889991] ویی کاروي، لکه چې ته هم پنجابي بادار راته لوی کړی يي.

دوهم ته وایي چې سلیمان لایق د قلم په ټولنه کې هغه شعر کوم چې نوموړي په یوه بهرنې هېواد کې لوڅو نجونو ته ویلی و، ووایاست . ډیر ښه، ګواکې چې ته هم هلته له نوموړي سره حاضر وي، چې د داشعر لوڅو ښځو ته وایاست او ته اوس شاهدې ورکوي . او وایي چې اتیا زره لنډی چې کومې د راټولې کړي، نو هغه به څه وي، خو په بهر کې یي ویلي دي، دغه لنډی دې دی په کلیو او بانډو کې ووایي .
ګوره دلته هم بیا یو وار ستا ړوند توب په اثبات ورسید، چې دا جمله دې لیکلې، اما، ما لیکلي وچې نوموړې د کډوالۍ په بهیر کې د پښتو ژبې د شاعرانو ۸۰۰۰۰ لندۍ راټولې کړي اوکار پر ې کوي .

وایي، پکه دا دې لا بله سپکه، ښاغلی لرغونی صاحب وایي چې سلیمان لایق دا ځل خپلې ټولې لیکني په خپل کلیوالې ګړدودلیکي، تر څو پښتانه یو وار بیا له همدي لارې په خپلو منځو کې سره واچوي!؟!

تاسو دې استدلال او منطق ته وګورئ !

که په رښتیا هم همداسې وي، نو د ایران هېواد تر اوسه پورې له خپلې ژبې نه ۳۵ په سلو کې عربی او نور بهرني ویوکې لري کړي همداشان د فرانسې هېوادد ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ سږ کال داوپتیېله، چې باید د یوه کال په ترڅ کې له فرانسوی ژبې نه ټول انګریزې ویوکې وباسي ، نو آیا دا ولسونو هم دامفکوره لري، کوم چې تا له دا خپلې مبارکې خولې څخه هغه استدلال کړی دی ؟
[color=green:a019889991]
په پوره پښتنې حیا سره ![/color:a019889991]


larghonay1
31.07.2006

ګوره بصير افغان صيب ما ستا ځواب نه دى ليكلى بلكې د لايق په اړه مې د موضوع سره سم خپل نظر څرګند كړى دى.
دغه خبره چې لايق اتيا زره لنډۍ راټولې كړي ما د لايق له خولې اوريدلې ده چې د مساپرۍ پرمهال مې په بهر كې دا كار كړى دى.
نوته ووايه چې په اروپا كې څوك وو چې ده ترې لنډۍ راټولې كړې ؟
زه دا به يې هم ومنو . ځكه لنډۍ دومره تنګه او لنډه لمن نه لري لكه د لايق بلكې پراخه دي .
خو دا چې لوڅو ښځو ته يې شعر ويلى دا راته يوډېر مؤثق كس ويلي وو ، زه هلته نه وم ګنې ما به يې ځواب ويلى واى!
او بله تا د ايران خبره كړې !
كاشكې لايق هغسې كار وكړي لكه ايران يې چې كوي .
مونږ به له هرڅه ورته تېر شو خو لايق اوس هغه خپل كليوالي ګړدود كاروي ، نه معياري.
دلته تاسو د ويي او ګړدود توپير وكړئ!
او دا چې ما د هاسټل ويى كارولى دا ځكه چې يو خو په افغانستان كې د زړو او عمر خوړليو له پاره كوم ځانګړى ځاى نشته ، نه پوهېږم چې موږ به ورته څه وايو؟
او بله دا چې په پښتو كې نه پوهېږم ليليه خو نه ليكم نو خوبځى يا بل څه تر اوسه مې داسې څه نه دي پيدا كړي كه راويې ښيې دا به ډېره غوره وي ، حتى د لايق تر دفاع به هم دا ښه وي چې د پښتو يو نوى ويى راباندې ولوروې !
په همدې هيله
لاروى


رښتینی
31.07.2006

.................................
...........................................................
........................................................................
ددى په ځاى چى داسى ټيټى ليكنى ته ځواب ووايم
زه خپله تيره ليكنه هم پاكوم ..............................


بصير افغان
01.08.2006

ګرانه وروره حامدخانه سلام

زه باید په بحث کې دپښتنې او اسلامي ادابو له کړۍ نه د باندې پښه کښې نږدم، خو تاسو ته کوم ملا او یا هم کوم پیر اجازه درکړې ده، چې دا کار باید وکړئ!!!

بې ادبې دې معاف وي زه یو کلیوالې متل تاسوته لیکم، هیله ده چې خفه نشئ. وايي( ملا په خپله کو.....ه ورکوي،خو دی نورو ته نصیحت کړي).

نوربیا...

[color=green:ad2d23608c]په پوره پښتنې حیاسره ![/color:ad2d23608c]


larghonay1
01.08.2006

ياره بصير افغانه په دې پورتنۍ ليكنه دې رښتيا هم ثابته كړه چې د سليمان لايق ريښتونى پيرو يې !!!!!!
ځكه هغه هم په خپلو شعرونو كې همدا ستا غوندې نازكخيالي كوي لكه د پېښور په اړه شعر كې چې قافيې يې :((لوټه، سوټه او داسې نورې دي.
شاباس په همدې منقطق



هيواد شېرزاد
01.08.2006

ورونو سلامونه!
ددې لپاره چې دا موضوع د ځينو دوستانو په مينځ کې زړه بدی پيدا نه کړي، په همدې ځای به يې بس کړو.
مننه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more