د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

زما هیواد افغانستان دی ، ژبه مې پښتو ده

timorshah
01.07.2006

زما هیواد افغانستان دی ، ژبه مې پښتو ده ، خو خبرې ، عمل ، ټول کارونه مې په پردۍ ژبه (فارسی ) کوم

یو و رځ د خپل ټولکیوالو سره ناست و م ، چې د پیژندپانې (تذکره) غوښتنه وشول ، کله چې زما تذکره یې ولیدل نو ټول په خندا شول
زه ډیرحیران شوم ، چې دوی ولې خاندي.
خو پسله څو ثانیو ماته یې وکتل او راته یې وویل چې پښتو د افغانستان ملي ژبه ټاکل شوی ده خو کندهارچې ټول خلک یې پښتانه دي خو بیا هم د فارسی ملاټر کوی اوته دلته په هرات ښار کې د پښتو دپاره کار کوی ، ددوی اشاره زماد پوهنځی ددرسونو لیکل په پښتو ، همداغه ډول زما و يب پانې ته وه چې په پښتو ژبه مطالب خپروي ..... www.techafghan.com
دوی ريښتیا وایې؟
د پیژندکلپانې د نیولو دپاره ، و خپل کندهار ته درسیدلو په درشل کې وم چې د کندهار ښار ټول (ډیری) ، د دوکانونو لوحې په فارسی ژبه لیکل شوی وو.
[color=blue:8edead07d8]دواخانه ............................
پرزه فروشی ......................
قالین فروشی .................. سرپوش بازار و مخته
دوا فروشی ...........................
موتر فروشی ....................[/color:8edead07d8]
ډیر حیران شوم چې ولې ټول په فارسی ژبه لیکل شوی دی.
شپه سهار شوه او روان شوم هغه ځای ته چې تذکره ورکوی د احوال او نفوس دفتر ته ټول د کندهار ښار مامورین و (ټول مامورین یا کارکونکي د کندهار ښار او پښتانه و)
تذکره راته راکړل شو ه خو ټول په فارسی ژبه و
نام
نام پدر
آدرس
آدرس فعلی
آدرس قبلی
زبان
څه ووایم.
ولارم د ترافیکو مدیریت ته چې خپل ځان ته د موټر لیسانس واخلم پسله آزموینې څخه راته وویل شو چې سبا سهار راشه چې تاته لیسانس درکړم .
سبا چې مې ځان ته لیسانس اخیسته نو بیا هم .............. پښتو نه نه نه نه نه بله ژبه ..........................
[color=darkred:8edead07d8]اسم :-
ولد:-
نمبر تذکره و محل و تاریخ صدور آن
محل و تاریخ تولد
ګروپ خون
محل امضا،[/color:8edead07d8]
نمبر مسلسل او نور داغسې ..............
خو کله چې مې دهغه و مهر ته وکتل دا ډول ووووووووووووووووووو.
[color=red:8edead07d8]وزارت امور داخله
مدیریت ترافیک کندهار
امریت جواز راننده ګې[/color:8edead07d8]

ښه مې په یاد دې چې له اول صنف (ټولکۍ ) څخه نیولې بیا تر دولسم ټولکی پورې ټول برخلیک پانې( سرپاچې) په پښتو ژبه وی خو نن چې هلې ځلې نظر و پخوا ته ډیرې شوی دی پښتو کې کوم د پرمختک بدلون نه دی راغلی لاپسې ځان یې بایللی دی.
دهغه کسانو څخه چې پښتو دپاره کار کوی او د پښتو دپرمختک نارې وهي غواړم چې تپوس وکړم چې پښتو، د کوم ځای ژبه ده ، ځکه پښتو خو په افغانستان کې نشته نو سل په سل کې دبل هیواد ژبه به وی او یاهم یو ډول ...............................؟
اوریدلي مې وو چې رادیو ارمان په پښتو او فارسی ژبه خپرونې کوي ، خو داخبره کاملاٌ غلته ده، ځکه پښتو د یو هدف دپاره کاروی. یو ورځ مې د سندری د فرمایش په بهانه مې زنګ و رته ووهه .
ماته یې وویل کومه سندره تاسو غواړی .
ماورته وویل ، عبدالله مقری ، راته وویل شول چې دعبدالله سندره په آرشیف کې نه لړو.
بل چا سندره راته ووایې ، ورته مې وویل چې د عبدالروف کندهاری سندره، خو بیاهم ځواب منفی و ، بیاراته وویل شو ه چې بل چا سندره ، بیا مې ورته وویل چې د استاد عبیدالله جان کندهاری په ږغ یوه سندره ، خو بیاهم راته وویل شو ه چې داغه سندره نشته ، بیامې ورته وویل چې د ګل حسرت په ږغ سندره همداډول د خان قرباغی په آواز ، حقیقت درته ووایم چې داخو دافغانستان سندرغازي نه دی نو په دې خاطر هغوی دداسو سندرغارو سندرې خپل په آرشیف کې نه لری.
د افغانستان سندرغاړو ته خبره ورته مې وویل چې داغه ټولو سندرغاړو سندري نه لړی نو د منیژه سندره راته پخش کړی نو ډیره مننه به مویې ،
ځواب راته راکړل شو چې د کوم البوم څخه او کومه سندره . افســــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوس
وګوړی .............................................................................................................................. پښتانه چیرته دی څه کوی.
تیمورشاه یوسف زی
له هرات ښارڅخه


م ن غروال
23.07.2006

ښاغلی تيمورشاه يوسف زی سلامومنه ومنئ!
داټول په کندهار او خوست ننګرهار کابل او ټول افغانستان کي ځکه په پښتو ژبه ندي چې په مونږه پښتنو کي دمسعود، طاهر بدخشي، لطيف پدرام، دستګير پنجشيري، نبي عظيمي،فريدمزدک، محمود بريالي، بېسواده جنرال بشير سالنګي،دانګټر عبدالله، کانوني او دداسو نورو په سلګونو د پښتون ضد ککريو لرجسته فعالين راپکي نشته، يَو دليل،
دوهم دليل زمونږه ميړنې باتجربه د پښتنو او پښتو مخلصين، هېواد مل،دحاجي قدير يو ورور دي چې اوس يې نوم راڅخه هېر شو، د کندهار والي ، د خوست والي،سياف او ګيلاني خيلان او داسي نور هم ډير د جګو شملو پښتانه ددوئ د مطلق امر و فرمان و حکم لاندې د هېواد خدمت په چوپړ کي دي لکه د دنورو پښتنو پاچاهانو په شان،چې پښتنو ته يې واقعاً :
[color=red:9d35764601]د ګټې نه يې تاوان ډېر دي د درد نه يې پړسوب او د خدمت نه يې هم خيانت ٠[/color:9d35764601]
دا چې ولې دا پښتانه ډيره ايز داسي دي دا نو پريږده چې دا نور محترمين به يو څه ځواب وليکي٠
په درناوې


timorshah
27.07.2006

ګرانه زما سلامونه ومنه:-
ګرانه ددې کار دپاره آیا یوازې داغه خلک چې تاسو یې ذکر وکړ،مسول دي او که ما او تا هم مسول یو.
ځکه موژ دا وایو چې دوی په دولت کې دي نو باید داغه ټول دی باید اجرا کړي ،
خوګرانه څرنګه چې تا پورته ذکر وکړ چې دګته یې تاوان وپښتو او پښتو ن ته دی خوآیا ګرانه داغه ټولنې چې په کندهار کې دي ددوی فعالیت څه دی.
زما پوښته دلته دا ده چې په کندهار کې څه دپاسه څو ټولنې لرو چې یوه یې ځو ورځي مخکې جوره شوه د لوی کندهار په نامه
خو که ددو وظیفه داوی چې غوندې وکړی او شعرونه یو و بل ته ووایې نو پښتو به پرمختک وکړي. زما ځواب خو منفی دی هیڅکه ...............................................
------------------------------------------------------------------------
ځکه ټولنې کولای شي چې پردۍ ژبې په ځای پښتو ژبې لغات ا و کلمات تبدیل کړی.
او پاته شو ه هغه خبر ه چې ددولت سره اړه لري لکه د تذکرو ، پاسپورتونه ، جوازسیرونه ، او دولتي مکتوبونو په پښتو ژبه لیکل
دا خو ددولت کاردی دا به کله وشي؟
پښتو پرمختک کوي که ښاتک؟


نقاد
06.08.2006

لومړی سلام او بيا :
يو اروپايي متل وايي، که ته راته ووايې چې په هيواد کې مو ښځې څه موقف لري، نو زه به درته ووايم چې هيواد مو کوم موقف لري د پرمختګ په پړاوونو کې .
دغسې که له سترو قونو څخه د يوۀ قام ژبه په هيواد کې .څه موقف لري، نو پخپله د هغه قوم موقف به سياست کې ورته د رجه ولري .نو د ژبې رول اوموقف د سياسي رول او دريځ ښکارنويي کوي . اوس چې پښتانه د طالبانو له ﻻسه په سياسي لحاظ کندې ته لويدلي ښکاري،د ژبې يې هم حال ﻻ بتر دي .
دابه غلطه وي چې پښتانه سياسي مبارزه ونکړي او خپل سياسي حقونه تر ﻻسه نکړي او بيا هم د ژبې حق يې خوندي شي، او دا د خپلې ژبې سره خيانت و، چې سياسي حقوق يې تر کومه ځايه خوندي وو خو د ژبې حق يې هير کړی و او تر پښو ﻻندې کيدۀ، نو اوس چې پښانه راويښ شوي څوک يې د لويدلي سياسي موقف پر بنسټ دې ته هم نه پريږدي چې د خپلې ژبې نوم په خوله واخلي !
اوتر څو د کرزي صيب د حلزون تګ دوام لري او پښتانه هم خپل حقوق نه غواړي او اواز يې نه راپورته کيږي
نو ترهغه به ستاسې د پوښتنې ځواب چې پښتو پرمختګ کوي که په شا تګ، په شا تګ دی ! والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more