د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

ښوونی ته اړتیا لرم

منلی
27.06.2006

سلامونه اونیکی هیلی
ورونو زه غواړم چی یو لیکوال شم اوس مهال هیڅ نه یم خوچی ستاسو لارښوونه او زما پخه اراده وی نو انشاالله امید لرم چی یوڅه رانه چوړ شی ولی چی په دنیا کښی سړی کلکه اراده او ښه لارښونکی ولری نوبیا هیڅ کار سخت نه دی .
زه دلته یومطلب لیکم له لیکوالانو ورونو نه هیله کوم چی رااصلاح یی کړی
ځوان څوک اومسولیت یی څه دی
ځوانان هغه ډله دی چی دیوقوم کامیابی اوارتقاء ددوی په مټوکی نغښتی وی دکوچنیانو اوزړودوی ته سترګی وی همداځوانان دی چی طبیعت پیژنی او له توروخاورونه دنګ دنګ برجونه جوړوی همداځوانان دی چی له سړی وسپنی موټر ، الوتکی جوړه وی همداځوانان دی چی کمپیوټر جوړه وی اوهمداځوانان دی چی افغانستان نه کڼډوالی جوړه وی .
نو ای دځوانانو ټولکیه چی دیوقوم کامیابی اوناکامی ستاسو په لاسونو کښی ده نوراځی چی تیر سره هیر کړو او یو قومی وحدت سره جوړکړو دورور ولی لاسونه ورکړو دخپل ورور غم خپل وکڼو مخکی له دی چی دځان په باره کښی فکر وکړو بایددنورو فکروکړو.وسلام

ډیره غلطی لری خوکه ستاسو لارښونه راسره وی نو انشاالله چی دټولی غلطی به لری شی


Re: ښوونی ته اړتیا لرم

منتظرمسید
28.06.2006

ګرانه وروره زخمي صیب !÷
ښې هیلې مې ومنه !
خدای دې وکړي چې ستاسونوم یاتخلص مې سم لیکلې وي ،ځکه چې تاسوپه انګریزي توروکې لیکلی دی .سره لدې چې که دانګریزي توروله مخې یی ولولونو زماپه اندچې هغه زخمي نه لوستل کیږي بلکې زه خوبه ووایم چې زاکسمي ویل کیږي چې پکرکوم دابه ستاسوتخلص نه بلکې ماپکروکړچې کیدای شي دې ورور په روسي ژبه زده کړې کړې وي اوپه روسي ژبه کې دX توری دخ غږورکوي ،نودابه زخمي وي ،خوپه هرصورت تاسوبه پدې اړه بخښنه راته کوئ ،
راغلوستاسودې خبرې ته چې غواړی لیکوال شي ،زه ځکه ډیرې مشورې نه درکوم چې ځان لیکوال نه بولم اوستاسوپه شان زه هم ددې مسلک لیوال ضروریم . خودومره به ضروردرته ووایم چې که غواړی چې لیکوال شئ نودنورولیکوالانو لیکنې ډیرې لولی اوهڅه وکړی په هغه ژبه کې چې غواړی پکې لیکوالي وکړی ،په اصلو،قوانینو،ګرامر،تاریخ اونورلوړوژوروکې ځان ورسوی ،نوپکرکوم چې هغه د تاسوخبره داچې کلک هوډاواراده لری ،مینه اولیوالتیالری اواستعدادهم هرومرو لری ،نوکه خدای کول لیکوال به هم شئ ،ځکه چې زماپه اندداکومه ناشونې چاره نده .
بریالي اوسئ
په درناوي


منلی
29.06.2006

سلامونه اونیکی هیلی
عذتمنده له لارښونی دی یوه نړی مننه اوبل تاسو زمانوم ښودلی وه بلکول سم پوه شوی یاست (زخمی ) اولیکل یی په روسی نه په لاتین شوی که غلط شوی نه یم .
وسلام


larghonay1
29.06.2006

زخمي صيب ستړي مشئ!
بس وروره له تخلص نه مو معلومېږي چې ليكوال يې او كه نه وې نو ډېر ژر به ليكوال شې. ځكه چې اكثره ليكوالان زخميان دي .
ليكوال او شاعر تر نورو يو څه ډېر سوچ كوي او له شعوره كار اخلي، هر شي ته يې پام وي او هره نيمګړتيا ته هۍهۍ كوي، ناخوالې د زړه په سترګو ګوري او دزړه په غوږو يې اوري ، سوچ پرې كوي او د مدغمګين غوندې ټوله ورځ د هغې په اړه غم كوي نو تاسو د مسيد صيب مشورې ومنئ خامخا به ليكوال شئ .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more