د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

په څه سبب ویښتتان ژر سپنیږی

خیریوسی
14.06.2006

محترمو وروڼو او خوندو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

دويښتان اصلی رنګ سپین دی لاکن په هغه يو دول رنګینه ماده ( میلا یین ) چی وويښتانو ته تور یا طلایی او یاسور رنګ ورکوی دمثال په ډول ( تور میلایین ) وویښتانو ته تور رنګ ورکوی
دعمر په تیریدو سره دمیلایین مادی افرازات وویښته کم شی نو ویښتان په سپینیدوشروع وکړی هلته داسی خلګ شته چی عمر یی تر شپیتو کالو ډیر وی اوويښتان یی تور وی او نو بیا داسی خلګ شته چی عمر یی تر دیرشو کم وی دسر او ږیری ویښتان یی طبیعی رنګ دلاسه ورکړی نو سبین لیدل کیږی
دويښته ژر سپین کیدل دا څو سببه کیدای شی :
1ـ سوء التغذية ( سالمه كامله غذا نه خوړل ):
ويښتان په زنک ، ګوګړاو پروتین تغذیه کیږی که ددغو موادو څخه یو شئ بکښی کم شی خپل طبیعی رنګ دلاسه ورکوی او که ويښته په کوتو راکش شی هغه دبیخه را خیژی چی داډول حالات په ماشومان کی هم لیدل کیږی سبب یی هم هغه خوراکی توکی دی چی په د بلیانو کی تیاراو او ساتل سوی وی دضرورت پر وخت دتلواری غدا جوړولو دپاره یی موږ استعمالوو او یا داسی نور ولی چی ویښته هغه اړینه غذا ددغسی خوراکی توکو څخه نه شی پوره کولای کامله سالمه غذا خوړل دماشوم توب څخه ډیر لوی تاثیر لری دویښتا دطبیعی رنګ ساتولو دپاره که وغواړو چی دويښتانو رنګ مو طبیعی پاته شي نو وموږ ته لازمه ده چی سالمه کامله غذا وخورو او په غذا کی کله نا کله کبان ، اېنه او هګۍ وخورو چی زموږ دضرورت مواد ( زنک ، پروتین او ګوګړ پوره شی
2ـ دواء:
*ددوا ډیر خوراک خاصتآ کیمیاوی دواوی
* هغه دواوی چی دحشراتو ضد استعمالیږی په کورو کی اوپه زراعت باندی شیندل کیږی او میوی اوخوراکی توکی بیا موږ خورو
*هغه کریم چی دويښتاو دښکلا دپاره استعمالیږیی
* شامپو
* دویښتانو وچولو ماشین
* دویښتاو کیماوی رنګونه

3- بیکاره هوا :
* دموټرانو لوکۍ
* دفابریکو لوګۍ
* په دواې لړی غذا دصحت دپار
* دبیکاره هوا تنفس کول
* دخرابو اوبو چیښل

4ـ وراثه :
یعنی دمور پلار څخه رانقل سوی تآثیرات

5ـ تاثیر دفکر ډیر خرابوالی :
په نن زمان کی چی موږ ژوند کوو چی هغه سړی په 15 کلنی کی ویښته سپینوی لکه جنګونه ، مادی سببونه ، دوطن او دوستانو لیری والی ، په کوچنی بند کورو کی استوګنه ، بیکاری ، دکورد اخراجاتو ډیروالی ، دامن نشتوالی

دویښتانو رنګول په نباتاتو سره :
(1) سری نکرځې
(2) دتوت پاڼې ( دتوت پاڼی وچ کړی او ښه یی میده کړی اوبه په ګډی کړی لکه نکروځی داسی استعمال کړی ویښته ته تور رنګ ورکوی
(3) دبانجڼ پوستکی : دبانجڼ پوستکی په ګاز کی داسی پوخ کړی چی ونه سوځل شی بیا یی لکه پوډر داسی میده او اوبه په ګډی کړی لکه نکروځی داسی یی استعمال کړی نصواری رنک وویښتانو ته ورکوی
(4) دپیاز پاڼی اویا دپیاز پوستکی : په اوبو کی ښه وایشوی او ویښتان په بریوی او پرداسی یی پریږدی چی وچ شی دا تقریبا وویښتانو ته طلایی رنګ ورکوی

هغه توکی چی د ویښتان دتوریدودپاره استعمالیږی :


1ـ ویټامین بی کمپلکس او تریو بارا مینو بنزویک 300 ملیګرامه ویل کیږی که یی سړی دوی میاشتی پرله پسی وخوری ویښته به تور رنګ غوره کړی
زه خپله دادوا نه پیژنم ( تریو بارا مینو بنزویک )
2 ـ کونجتی : اوبه وایشوی بیا کونجتی دضرورت په اندازه په هغه ایشول سوو اوبو کی 20 دقیقی کښیږدی په هغو اوبو ویښتان دورځی دری واره غوړ کړی
3ـ داوږې ، تور کبین ، او مچیو ګبن خوړل
4ـ توری شای ډیری ګاټه وایشوی او وهغوته یوه کاچوغه مالګه ورواچوی او ویښتان ددویښته دبیخ څخه ترسره په غوړ کړی او 45 دقیقی یی پریږدی او بیا یی په عادی اوبو پریولې دداسی ډول سره دشامپو استعمال بیخی منع دی
5ـ یو دول نبات چی دهغه نوم په عربی المریمیة په پښتو یی زه نوم نه پیژنم
4 غټی کاچوغی مرامیه په ایشول سوو اوبو کی دوه ساعته خیشتی کړی چی ښه یخی سی صاف یی کړی او ویښتان هر ماښم په غوړ کړی

مینه
ابو محمود


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more