د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

دانترنیت له لاری خبر کول

Gulam Khan
07.06.2006

ګرانووروړنوخویندودرته دزړه له کومې سلامونه !
محترمینو:- زه په انټرنیټ کښې دومره بلدنه یم خوصرف دومره مې اوریدلې دی
چه دانټرنیټ له لاری هم دتیلیفون په شکل په ډیرارزانه قیمت خبرې کیدای شی
دستاسو په نظر داحقیقت لرې ؟که یی لرې نو څنګه هیله ده معلو مات راکړۍ .
دستاسې دځواب په هیله ګلام خان (خاکسار)


Re: دانترنیت له لاری خبر کول

ليلا
10.06.2006

ښاغلی جبار صيب ،
وروره ، پۀ انترنېت کې پۀ لمړي سر کې دا سانتيا پۀ وړيا ډول ورکړل شوې وه ، خو دا چې د وخت پۀ تېرېدو سره پۀ انټرنېټ کې د خلکو شمېر بيليونو ته ورسېد ، نو د Net2 Phone کارډونه متعارف شول چې بيا هم ډېر پۀ ارزانه ډول اړيکې نيولې کېدې ،
خو داچې ما پخپله تر دې دمه نوموړی کارډ نه دی کارولی ، ځکه نه شم ويلای چې پۀ څومره ارزښت ( ! ؟ )
د دې ترڅنګ پۀ ياهو ، هاټمېل او نوو کې تاسو کولای شئ چې د چټينګ او وائس چټينګ پۀ بڼه خبرې وکړئ ، او بل دا چې اوس خو د موبايل کمونيکېشن پۀ برکت ، له يوځايه بل ځای ته خبرې کول لا هم ډېر ارزانه شوي دي ، نو ځکه اوسNet2 Phone کارډ دومره نه کارول کېږي او پۀ اصطلاح زړ شو ،
او داچې تاسو پوتنه کړې [color=cyan:9022833b9c]،دستاسو په نظر داحقیقت لرې ؟ [/color:9022833b9c]
نو وروره د ټينکالوجۍ اړوند ، که چا هر څۀ درته وويل ، ورسره منه يي ، ځکه چې انټرنېټ يا نړيوال جال چې پۀ نويو اختراعاتو کې د اتم براعظم پۀ نامۀ هم يادېږي ، دومره لنډ تنګ نه دی چې يوازې د برېښناليک پۀ راکړې ورکړې سره به يي موږ تسخير کړو ، داچې څومره پراخه جال دی او څومره ممکنات او امکانات ورسره پۀ پام کې نيول شوي ؟
له دې څخه يي و سنجوئ چې پۀ نويو ايجاداتو کې د [color=blue:9022833b9c]اتم براعظم [/color:9022833b9c]پۀ نامۀ يادېږي ، چې دا اووه واړه طبيعي براعظمونه يي ټول پۀ ټوله پۀ غېږ کې ځای شوي ، او له يوې ورځې وبلې ته لاپسې پراختيا کوي .


Gulam Khan
10.06.2006

ګرانې خورلیلاجانې سلامونه !
ګرانې تاسو چې دومره وخت ضایع کړي اوماته مودومره په زړه پوری ځواب لیکلي درڅخه یوجهان مننه کوم.
ګلام خان (خاکسار)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more