د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

دافغانى پتمنو ميرمنو له پاره دنازكخيال شاعر پيرمحمدكاروان پيغام

زرملوال
06.06.2006

له عصمت الله صيب نه په مننه دشاغلى كاروان صيب شكلى شعر دلته دافغانى پتمنو ميرمنو له پاره رانقل كوم

[color=yellow:0272211515]ليلو ته ليک [/color:0272211515]

[color=cyan:0272211515]له غرونواخوا له سيندونواخوا
يه دڅپې غوندې اوترې ليلو
دليوني زړګي سلام درليږم
نارې مې واوره مساپرې ليلو

يوداچې ښکلې جامې مه اغونده
بل په وربل کې دې ګلونه مه ږده
دانظروږي ګوربتان خو وينې
لکه دزرکې قدمونه مه ږده

له سپين رخسارنه دې غباردسفر
دسپين ټيکري په پيڅکه مه پاکوه
لکه ږلۍ به وري سترګې پرتا
پراننګوګلونه مه وروه

لکه په ګردکې دباروتوپټه
دخپل وطن دسپوږمۍ رنګ واخله
سردې پردي پاچاته ټيت مه شه
دعادکلي له ملنګ واخله

ليلوپه خپل ښايست کې پټه ښه يې
څودسپېروسترګودرپام نه شي
خدای مه کړه وران دې دخپل سردپاسه
پرتادخپلې ښکلابام نه شي

ليلوزمالاس به درونه رسي
چې درته غردسپېلنولوګی کړم
چې ستاله ښکلي مخ يې وتمبوم
چې نظرونه دسپېرولوګی کړم

زمالاسونه په زنځيرتړلي
خوبياهم تاته له دعانه ډک دي
د هرورغوي مې خطونه ريږدي
زمادخپل زړه له درزانه ډک دي

ته چې غبارله ايينوپاکوې
دخريدارپه نظرځان ته ګورې
فکردې وي چې داغ په زړه وانخلې
ډک دغاټولوبيابان ته ګورې

داخپل ژوندون به درته وران ښکاريږي
خوته يوباغ يې په دې وران کلي کې
دمرورو پسرلو په شانې
په دې رنځورغوندې خزان کلي کې

مادرته نه وې چې بيماره به شې
پردی وطن دی په سينګارڅه کوې
خپله ښکلاپه زړه کې پټه ساته
دشنوبنګړوپه شرنګهارڅه کوې

په دسمال وتړه بنګړي دمړوند
په کې بندي کړه ليوني راګونه
نه چې دچاغوږونه څک شي درته
زړه کې لمبه کړه سپېلني راګونه

سترګوته نيم سلايي مه ورکوه
پام په لجرومې چې غرض ونه کړې
کړۍکړۍ څڼې پرېشانې ساته
په دغې لومې چې غرض ونه کړې

د لااله الالله په ذکر
پاکه ستره اومقدسه ګرځه
بس په صدف کې مرغلره به يې
لرې له خاره او له خسه ګرځه

دغه يوڅوشپې دي بس تېرې به شي
په خپل وطن کې به رڼاخوره شي
لکه دزاڼې به پرواز راوکړې
ستادراتللوبه غوغا خوره شي

وي به ورغوي ستا،هندارې دجم
ډک درازونوکټوري به راوړې
درته به خاندي يتيمان زخمونه
خوږه دمينې ټکوري به راوړې

په خپل وطن کې به سرشاره ګرځې
زمادتوروغرونوسپينې بازې
زمادزړه پرچګس کېږده پنجې
زمادخپل وطن دمينې بازې

١٣٨٥-٢-١٦کابل خيرخانه مېنه[/color:0272211515]


پښتون ځلمی
20.06.2006

ماشاالله ، څومره ښۀ، څومره ښکلی يې ويلی دی


خليل احمد
10.10.2006

په زړه پورې دى ، دكاروان صيب په شعر كې به څوك څه ووايي ؟


خوشحال
26.01.2007

[quote:4b45d8e1a3="خليل احمد"]په زړه پورې دى ، دكاروان صيب په شعر كې به څوك څه ووايي ؟[/quote:4b45d8e1a3]
نوخوڅه ویلاي هم نشی


ahmadullha
19.02.2007

[color=darkred][/color]١ سلام عيکم ښځه دانسان دژوند يوه وسيلا ده ښځه مور ده ښځه .حورده او په بل عبارات ښځه دژوند ملګري هم ده اوبل ښځه هعه څوکده چی دچا دحپو لا ندی جنت دی کو حر څومره صفت دښځی وشی بيا هم کم دی دمور دوغا دجنت هواده ددونېا پنعمتو کی بېهتره نعمت صا لحه ښځه ده مور په يو لاس ځانګو زانګاوی اوپه بل لا س ددونېا دبا دشاهانو يو بادشا زانګاوی وسلام دتوه جونه ډيره مننه :[color=#444444][/color][color=darkblue][/color]


bazgar
01.10.2009

دکاروان په دي شعرکې خو دومره نازکخيالي وه،چې پټخ خيال ملاهم تري دخوندونه پلنډه تړلي او ترخرييلو بريتونو لاندي يې په په شډلو تورو شونډوشهواني موسکا خوره ده


و.افغان
03.10.2009

[quote:7e7f0f5146="bazgar"]دکاروان په دي شعرکې خو دومره نازکخيالي وه،چې پټخ خيال ملاهم تري دخوندونه پلنډه تړلي او ترخرييلو بريتونو لاندي يې په په شډلو تورو شونډوشهواني موسکا خوره ده[/quote:7e7f0f5146]

بزګر صاحب:
دا خبره مو له کايناتو (وبخښه کناياتو) ډکه ده، سم پرې پوه نشوم.
ځان خو به نه يادوئ وروره؟ :wink:

هيله ده چې خوا درنه نه کړئ .

په درنښت


..Ahmadzai
04.10.2009

وهاج صاحب
ډیر بد ویشتل کوې!!!!!!!!!
ههههههههههه ها ها :lol: :D


beett
07.10.2009

وهاج صاحب همداسی وی شاید ځکه دلته خو دبل چا کومه تبصره نه لیدل کیږی
او نه دکاروان صاحب شعر شهوت پاروونکی شعر دی او کیدی شی بزګر صاحب
ډیر نازکخیال وی نو ځکه یی خیال ژور تللی ! دی


..Ahmadzai
08.10.2009

وهاج صاحب
د بزګر(وبښۍ) بازګر ورور د لیکنې نشانه د لاندې ټکو چښتن وو
یو وار لاندې لیکنې ته ښه ځیر سه، د هغه املا د هغه دافکارو ترتیب ته

[color=yellow:cd7ef97d49]ahmadullha لیکلي :[/color:cd7ef97d49]

[quote:cd7ef97d49]سلام عيکم ښځه دانسان دژوند يوه [color=darkred:cd7ef97d49]وسيلا[/color:cd7ef97d49] ده ښځه مور ده ښځه .[color=red:cd7ef97d49]حور[/color:cd7ef97d49]ده او په بل[color=green:cd7ef97d49] عبارات [/color:cd7ef97d49]ښځه دژوند ملګري هم ده اوبل ښځه [color=darkblue:cd7ef97d49]هعه[/color:cd7ef97d49] [color=blue:cd7ef97d49]څوکده[/color:cd7ef97d49] چی دچا د[color=red:cd7ef97d49]حپو[/color:cd7ef97d49] لا ندی جنت دی [color=green:cd7ef97d49]کو[/color:cd7ef97d49] [color=darkred:cd7ef97d49]حر[/color:cd7ef97d49] څومره صفت دښځی وشی بيا هم کم دی دمور [color=darkred:cd7ef97d49]دوغا[/color:cd7ef97d49] دجنت هواده د[color=blue:cd7ef97d49]دونېا[/color:cd7ef97d49] [color=darkred:cd7ef97d49]پنعمتو[/color:cd7ef97d49] کی [color=darkred:cd7ef97d49]بېهتره[/color:cd7ef97d49] نعمت صا لحه ښځه ده مور په يو لاس ځانګو [color=darkred:cd7ef97d49]زانګاوی[/color:cd7ef97d49] اوپه بل لا س د[color=green:cd7ef97d49]دونېا[/color:cd7ef97d49] دبا دشاهانو يو بادشا [color=red:cd7ef97d49]زانګاوی [/color:cd7ef97d49]وسلام د[color=darkred:cd7ef97d49]توه جو[/color:cd7ef97d49]نه ډيره مننه
په درنښت[/quote:cd7ef97d49]


و.افغان
08.10.2009

[quote:2f99b980bd="jalal ahmadzai"]وهاج صاحب
د بزګر(وبښۍ) بازګر ورور د لیکنې نشانه د لاندې ټکو چښتن وو
یو وار لاندې لیکنې ته ښه ځیر سه، د هغه املا د هغه دافکارو ترتیب ته

[color=yellow:2f99b980bd]ahmadullha لیکلي :[/color:2f99b980bd]

[quote:2f99b980bd]سلام عيکم ښځه دانسان دژوند يوه [color=darkred:2f99b980bd]وسيلا[/color:2f99b980bd] ده ښځه مور ده ښځه .[color=red:2f99b980bd]حور[/color:2f99b980bd]ده او په بل[color=green:2f99b980bd] عبارات [/color:2f99b980bd]ښځه دژوند ملګري هم ده اوبل ښځه [color=darkblue:2f99b980bd]هعه[/color:2f99b980bd] [color=blue:2f99b980bd]څوکده[/color:2f99b980bd] چی دچا د[color=red:2f99b980bd]حپو[/color:2f99b980bd] لا ندی جنت دی [color=green:2f99b980bd]کو[/color:2f99b980bd] [color=darkred:2f99b980bd]حر[/color:2f99b980bd] څومره صفت دښځی وشی بيا هم کم دی دمور [color=darkred:2f99b980bd]دوغا[/color:2f99b980bd] دجنت هواده د[color=blue:2f99b980bd]دونېا[/color:2f99b980bd] [color=darkred:2f99b980bd]پنعمتو[/color:2f99b980bd] کی [color=darkred:2f99b980bd]بېهتره[/color:2f99b980bd] نعمت صا لحه ښځه ده مور په يو لاس ځانګو [color=darkred:2f99b980bd]زانګاوی[/color:2f99b980bd] اوپه بل لا س د[color=green:2f99b980bd]دونېا[/color:2f99b980bd] دبا دشاهانو يو بادشا [color=red:2f99b980bd]زانګاوی [/color:2f99b980bd]وسلام د[color=darkred:2f99b980bd]توه جو[/color:2f99b980bd]نه ډيره مننه
په درنښت[/quote:2f99b980bd][/quote:2f99b980bd]

ډاکټر صاحب:
يو ځل مو بيا ښه وخندولم :lol: .0، احمد الله صاحب خو ډېر ښه افکار وړاندې کړي دي
خو خير ترتيب او املاء به زده کړي.
او بزګر نه پوهېږم چې کوم غريب مسکين ملا صاحب ته يې په زړه توره شپه او په سترګو
تورې عينکې دي.

په درنښت


عبد السلام
15.10.2009

[quote:701e7fe8fd]http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=2104[/quote:701e7fe8fd]


عبد السلام
15.10.2009

وهاج لیکي:
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ډیر خلک دا عقیده لري، چی سړۍ او ښځه په ذکاوت او عقل کې برابر دي، او ځما دا نظر دی چی دوي په اوله خبره کی په صحي او په دوهمه کی په خطا دي.
ښځه کولاي شي چی د سړي سره په تیزپوهۍ او حاضر جوابۍ کی منډه ووهي، مګر نشي کولاي چې د سړي سره په نرمي کولو، د نفس د خواهشاتو قیضه کولو، او په خوښۍ او سختۍ باندې صبر کولو کې منډه ووهي.
ښځه کولاي شي چې هغه حالتونه او کارونه درک کړي کوم چې یې سړې درک کولی شي، کولاي شي چی د سړي غوندې نا معلوم څیزونه د معلومو څیزونو څخه راوکاږي، مګر نه شي کولاي چې له خپلو معلوماتو هغه ګټه تر لاسه کړي، کومه چې سړې یې ترلاسه کوي،ولې؟؟!!، ځکه چی د ښځې د دواړو تشو تر منځ داسی نفس دی، چې د سړې د نفس غوندی نه دی، او داسی خواهشات دي چی دسړي د خواهشاتو غوندې نه دي، ځکه چی د هغی داسی یو وړوکۍ زړه دی، او هغومره برداشت نلري کوم برداشت چی د سړي لوي عقل لري .
سړې د خپل عقل په لاره روان شي، نو منزل ته ورسيږي، او ښځه د خپل زړه په لاره مزل پیل کړي نو په کندو کپرو سر شي، نو هرکله چی د سړي په وړاندې ودریږې، نو د هغه مخې ته ډیره په کمزورۍ او عاجزۍ ولويږي، ځکه چی سړې ته د هغې د زړه لار معلومه وي، او هغه د سړې عقل ته د ورتګ لاره نه پیژني.
تاسې مه حیرانیږۍ، که زه ووایم: چی عقل او ذکاوت دواړه منځو کې فرق لري.
غله، چلبازان، جالي کاران، دروغ ویونکي، فاسقان، او منافقان ټول ذکیان دی، مګر دهغوي منځ کی یو هم د عقل والا نشته دی، ځکه هغوي خپل ځانونه د هلاکت او تباهۍ ځایونو ته غورځوي، او بیا دغه وخت د هغوي ذکاوت هغوي ته هیڅ فایده نه رسوي.
ډیر کرته تیز ذکاوت سړې د لیونتوب میدان ته راکاږي، تر دی چې که مونږ ډیرو ذکاوت والا خلکو ته وګورو، نو د هغوي د زندګۍ په کارونو کې به ځینۍ نا اشنا خوزښتونه او حالتونه وینو، چې نه دکم قانون سره سمون خوري، اونه د طبیعت د مادو سره موافقت لري، زما په نظر چی ډیرو ذکاوت والا وو ته چی کومې سختۍ ، بد حالتونه، او تنګه زندګې ور په برخه کیږي، د هغه لامل د هغه د عقل کمزوري ، او د تصوراتو نقصانمندي ده.
نو ذکاوت د انسان په سر کی د یوه بهادر په لاس کی د تیرې توري په څیردی، او ډیر کرته بهادر خپل سر په دغه توري پرې کړي، هر کله چی دغه بهادر کم عقله ، کم صبره، او بې برداشته وي، نه شي کولاي چی د خفګان او غوسې په وخت کې خپلې قیضی راخپلې کړي.
همدارنګه د ښځې ذکاوت هغې ته هیڅ ګټه نه رسوي، تر څو چی ددغه ذکاوت شاته یو عقل وي، چی دغه ښځه د کنترول لاندې کړي، او سمې لارې ته یې مخه کړي، او له لاسه یې ونیسۍ تر څو چی د منډې په وخت په خپلو جامو راونه ښوئیږي، او ژوند په مشکلاتو کی یې ملا ور غبرګه کړي.
کیداي شي زما دا خبری د ښځو په نفسونو او د هغه سړو په نفسونو باندی درنې ولګیږي، کوم چې د ښځو غوړه مالي کوي......)
خو زه څه وکړم، او زما په لاسونو کې یو داسی پریکوونکې دلیل دی، چې ددغه دلیل ماتول نه د ‌‌ذکاوت والا ښځو په وسعی پوره دی، او نه دهغه سړو په وسعی چې ځان د ښځو د مدافع وکیلان بولي، اګر که دوي یو له بل سره لاسونه غبرګ کړي.
که د سړې عقل په ښځه زیات نه واي نو دغه حکمرانې به یې پرې نلرله...، او نه به یې کولاي شو چی ځان پسې وروسته یې داسې کش کړي، لکه چی څوک چې یو روزل شوې بې ژبې کش کوي.
او نه به دی سړي کولاي شو چی ددغی ښځی غريبي او خاني په خپل لاس کې ونیسې، او نه به یې د ایسارولو او خوشي کولو، پټولو، ښکاره کولو، اودهغه قوانینو بنیاد ګذاري کولاي شوه چې هغه د ښځی پوری خاص دي، او دغه کمزوری ښځه په خپل ځان کی داسی قوت نه وینې چی دغه قوانین رد کړي، او یایې په مقابل کې پاڅون وکړي.
همیشه قوي په کمزوري باندې د طبیعت په قانون کې حکمراني کوي، همدارنګه د انسان مثال له حیوان سره، او د سړې له ښځې سره.
انسان د حیواناتو(دلته معنی ژوندي کائنات) له قسمونو څخه یو قسم دی، مګرد نورو حیواناتو په پرتله د لوي عقل او پراخ چل خاوند دی، لګیا شو د ځان لپاره د هغه هدف په لټون کی شو، چی د هغه د فطرت او استعداد سره مناسب وو، نو ښارونه یې جوړ کړ، او کلې یې آباد کړل، مالداره شو، د ژوند اسانتیاوي یې ځان ته برابرې کړې، او تر خپلو ملګرو دۍ ډیر اوچت شو، میدان یې ونیو، او خپل ټول ملګرې یې د غرو سرونو او بیابانونو ته وشړل، او هلته هغوي یو بل سره وخوړل، اولا لګیا دی، بلکه د انسان لاسونه هغه پسې هلته وراوږده شول، او استفاده یې تری وکړه.
سړې د ښځې ورور دی...،او دهغې د رحم او زانګو ملګری دی....، او په پلار ګرۍ، مورګرۍ، ناستې،پاستې... خوب او ويښوالې کی سره ګډه حصه لري، مګر دغه سړې په خپل نفس په دغې ښځې برتری وینې، ځان پر هغی باندی د عقل د قوت او تدبیر له خاطره بالا بولي، نو ښځه یې قیضه کړه، او پری غالب شو.
ځان یې دښځې د جسم مالک کړ، ځکه چی هغه یې له رڼا او هواء څخه بنده کړه، او هغی ورته غاړه کیښوده.
د هغی د نفس مالک شو، او دا یې ورته زړه کی واچوله چی د هغی ګناه اوفسق تر ده لوي دی، او د هغی جنایت دده تر جنایت ستر دی، نو ښځی دا رښتیا وباله.
له ښځې څخه یې غوښتنه وکړه، چی د هغې د کارونو تدبیر او پریکړی دده په لاس کړي، نو هغې موافقه وکړه، او د سړي قوانینو او ځیني ظالمانه کارونو ته یې د لویوالي او احترام په سترګه وکاته.
سړې ښځې ته چل ورکړي او دهغی شرافت اوعزت لوټ کړي، نو کله چی دغه ښځه کندی ته وغورځیده نو ټولې انساني مجتمع، ښځو او سړو پرې چغې او شورماشور او غړمبیدل شروع کړل، او ددغې ښځې زړه یې له ویري او ترس څخه ډک کړ، ځکه چی ددی انسانې مجتمع قانون همدغه سړي جوړ کړی.
او که چیرته ددغه ښځې عقل د سړې دعقل غوندی وی، نو کولاي به شو چی دغه سړې کور کې بند کړي، او په عقل یې لوبې وکړي، او د هغه جرم او جنایت ورغټ کړي، او خپل جنایت د هغه په سترګو کې کوچنۍ کړي، او زړه ته ځان ورښکته کړي او د هغه په زړه داسی لوبي وکړي، لکه څرنګ یې چی ماشوم په توپ باندی کوي، خبری ورته وکړي نو هغه یې رښتیا وګڼي،ښځه ورته امر وکړي نو هغه یې ومني، ښځه ورته ظالم قوانین کیږدي، نو هغه ورته غاړه کیږدي، او ایما ن پری راوړي....کټ مټ لکه چی څنګه سړې ورسره کړي وو.
ځما له دی خبرو دا مطلب نه دی چی ووایم: چی دغه عقلي فرق چی د سړي او ښځې تر منځ دی سړي ته دا حق وربخښی چی په هغی ظلم وکړي، بلکه وایم: هغه کارونه چی حوصلی او صبر او تعقل ته ضرورت لري، ښځه نه شي کولاي چی هغه کارونوکی داسی رول ولوبوي، کوم چی ښځه لوبوي.
الله جل جلاله چی کله سړي او ښځه پیدا کړي، او د هغوي دواړو تر منځ یې بدنی، جسماني، او عقلاني بنیادي توپیرونه ایښي دي، هغه د هغو دواړو په عقل، قدرت، صبر ، او برداشت پوره پوه دي، نو ښځی ته یې هغه کار په ګوته کړې چی د هغی د بدنی او عقلانی جوړښت سره سمون خوري، همدارنګه سړي ته هم، بعضي داسی کارونه دی چی ښځي یې په ښې توګي سرته رسوي، مګر سړي یې هغسۍ نشي کولاي، د مثال په طور د ماشوم تربیت، او ځینې کارونه دی چی سړي یې ترسره کولاي شي او ښځې یې نشي ترسره کولاي، د مثال په ډول، قیادت ، امارت، اویا پاچاهي، او ددی په خاطر نبی کریم صلی الله علیه وسلم وایې: هیڅکله به یو قوم کامیاب نه شي، چی خپلی واګی یوي ښځې ته وسپاري، په مقابل کی اسلام سړي ته زیات نصیحت کړی، چی واګي خو ستا لاس کې دی، نو دښځو سره ښه او نرمه رویه کوۍ، نبی کریم فرمایې: استوصوا بالنساء خیرا، یعنې یو بل د ښځو باره د خیر وصیت کوي، یا هغوي سره ښیګنه او سختي ورسره مه کوۍ، نو که ځمونږ ټولنې سړي او ښځې دواړه د الله حکم ته د عمل سر ټیټ کړي، نو یوه بې مثاله ټولنه به جوړه کړي، او ددنیا او داخرت له کامیابیو به برخمن شي.
_________________


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more