د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

شاعرانه تصوير

زهيرشينواری
05.06.2006

محقق ستانه مير زهير
..........................................[size=18:ddca713117][color=red:ddca713117]شاعرانه تصوير !!![/color:ddca713117][/size:ddca713117]
انځورګر د کاغذ پر مخ د قلم او بيلابيلو رنګونو په وسيله د هغه شي تصوير وباسي چې هغه يې په ذهن کې په خيا لي توګه مصور شوی وي او له هره پلوه ور ته ښکلی او په زړه پورې وي . عکاس بيا په کمرې د هغه شي عکاسي کوي چې هغه په طبعت کې شته خو په ليدلو يې دهغه احساس را پاريږي ، ژوره اغيزه پرې کوي او بيا غواړي خپل همدغه تاثر د نورو سره شريک کړي . مجسمه جوړونکی له خټو نه بيا يو ه داسې مجسمه جوړوي چې هغه دده په ذهن کې له هر څه نه ښکلې او په زړه پورې ده .
لنډه دا چې تصويريا انځور جوړونه که له هرې لارې وي هنر دی خو هنري ارزښت يې پخپله د هنرمند په هنري پياوړي استعداد پورې اړه لري .
دساري په توګه : يو عکاس په طبعت کې له يوې شته منظرې څخه د غرمې په مهال عکس اخلي ، بل عکاس بيا د همغې منظرې څخه دمازيګر په مهال، په داسې وخت کې چې لمر سترګه د لوړوغرونو تر شاه د پناه کيدو په حال کې ده عکس اخلي ، بل به بيا د همغې منظرې څخه له يوې داسې زاويې عکس اخلي چې هم غرونه ، هم لمر سترګه اوهم له منظرې نه وړاندې د روانو اوبو يو سيند هم د خپلې کمرې په سکرين راولي . په دې بيلګه کې ګورو چې منظره يوه ده خود عکاسي ليد لوری او زاوې يې بيلا بيلې دي . په دې عکسونو کې هغه عکس ډير ښکلی او په زړه پورې دی چې بشپړ او له هره پلوه د ليدونکو پاملرنه ځانته واړوي .
نو اوس راځو دې پوښتنې ته چې شاعرانه تصوير څه شی دی ؟
نامتو فيلسوف ( ژان پل سارتر ) شعر له ادبياتو څخه جلا ګڼي . د نقاشۍ ، مجسمه جوړونې ، موسيقۍ او معمارۍ سره يې په يو کتار کې و دروي .نوځکه ويلی شو چې شاعر هم يو انځور ګر دی اوشاعرانه تصوير هغه دی چې شاعر يې لومړی په خپل ذهن کې د تخيل په مرسته جوړوي او بيا همغه خيالي تصوير د تورو او لفظونو په مرسته د کاغذ پر مخ کاږي . هر شاعرانه تصوير په خپل بطن کې تخيل ، جذبات ، ښکلا ، عواطف ، خوند ، مفکوره ، په يوه يا بله بڼه د واقيعت انګازه هم لري چې همدغه ګډ ټکي د ځنو پوهانو له نظره د شعريت معيارونه هم ګڼل کيږي .
که چيرې يو شاعرانه تصوير د شعر د فني سکښت له پلوه يعنې وزن ، اهنګ ، قافيه ، رديف اونورې ځانګړتياو ې ولري خو چې تخيل يې کمزوری وي، احساس او عاطفه په کې نه وي ، په لفظونو کې يې استعاره او تشبه نه وي نوطبعا په اوريدونکو به يې اغيزه کمه وي . سره له دې چې شاعرانه تصوير به وي خو بيا هم ورته ښه تصوير نه شو ويلی .ځنې وخت شاعر په خپل ذهن کې يو تصوير جوړوي او فکر کوي شهکار يې کړی خو چې کله همغه تصوير دتورو په مرسته د شعر په چوکاټ کې ځايوي او لوستونکي يې لولي نو هغسې اغيزه پرې نه کوي لکه څومره چې شاعر ورنه متاثر دی .لامل دادی چې شاعر نه دی توانيدلی خپل خيالي تصوير لکه څنګه چې دهغه په ذهن کې دی په همغه بڼه د تورو او لفظونو په مرسته ترسيم کړي .
په دغسې حالاتو کې د کره کتونکي او شاعر تر منځ ژور اختلاف را منځ ته کيږي . شاعر چې په خپل ذهن کې د کوم تصوير سره لو بيږي هغه ورته ډير په زړه پورې او په شعر کې دهغه راوړل خپل يوخلاقيت بولي خو کره کتونکی بيا د شاعر د ذهن له احساساتو څخه نا خبره دی هغه قضاوت د شاعر په هغه تورو اوالفاظو کوي د کومو په مرسته چې هغه نوموړی تصوير د شعر په بڼه لوستونکو ته وړاندې کړی دی
ددې خبرې د وضاحت له پاره به يوه بله بيلګه هم وړاندې کړم :
يو شاعر ته د خپل ژوند يوه خوږه يا ترخه خاطره ډيره په زړه پورې ده ، هره لحظه چې هغه ور په ياد شي دهغه په روح اوروان يوه ځانګړی اغيزه ښندي . کله چې شاعر وغواړي خپله همدغه خاطره په يو شعر کې تصوير کړي ، کيدای شي هغومره بل څوک ورنه متاثره نه شي لکه څومره چې پخپله شاعر ورنه متاثره دی . نقاد يا کره کتونکی ښايي ووايي حيف په داسې يوشعر چې شاعر خپل وخت ورباندې ضايع کړی ، ځکه د شکل په تغيير سره محتوی هم تغيير مومي . نو کله چې شاعر په خپل ذهن کې د خپلې خاطرې نه تصوير جوړوي ،کيدای شي کټ مټ يې په همغه شکل وړاندې نه شي کړای ، خامخا به بدلونونه په کې راخي او چې بدلون په کې راشي نو بيا به يې خا مخا محتوی او منځ پانګه هم بدلون مومي .
نو دلته دشاعر هنر دادی چې د شعر د ويلو په وخت کې خپل شخصي تا ثرات او اغيزې په يوه تا خچه کې کيږدي ، خپل ټول فکر او سوچ دې ته راواړوي چې زه دا شعري تصوير د نورو له پاره جوړوم ايا دغه تصوير چې زه يې د تورواو الفاظو په مرسته کاږم همدومره به زړه راښکونکی وي ، لکه څومره چې يې زه تر اغيزې لاندې يم ؟
که شاعر وتوانيږي دې پوښتنې ته سم ځواب ومومي نو بيا خو خپل هدف ته رسيدلی او که د خپل ذهن تصوير يوازې دقافيو او رديفونو په بڼه وکاږي نو طبعاخپل هدف ته نه دی رسيدلی او خامخا به د کره کتونکو د نيوکو لاندې راځي .
د يوه عملي مشق او تمرين له پاره پام وکړی لاندې شعر ته :
تصوير
د لويې لارې په سر _ وحشي ياغي نظر مې
سرو اننګو کې د يار _ د خپلې ژيړې څيرې
يو تت تصوير وليده
نو هلته پوه شوم ايله _ چې يار کوربه دی دلته
زه مهاجر راغلی _ پردي وطن کې يمه
د پورتني شعري تصوير په باره کې اول يوه شيبه ښه فکر وکړی ،له هرې خوايې ښه په ځير ځانته مجسم کړی او بيا دهمدې شعردخوند اغيزې په خپل روح او روان باندې ارزيابی کړی . له هغې نه وروسته بيا د شاعر دې خاطرې ته غوږ شی چه هغه يې د همدې شعر ويلو ته هڅولی دی . ددې شعر شاعر وايي : يوه ورځ د پيښورښار په ابدره رو ډ باندې روان وم ، ناڅاپه يوه ډيره ښکلې او حسينه نجلۍ مې تر مخ ودريده په اردو يې رانه دکوم کالج د پتې پوښتنه وکړه ، زه په اردو سم نه پوهيدم ، بس د لاس په اشاره مې د همغه کالج پته ورکړه ، نجلې په خپله مخه لاړه خو په دې ډيره لنډه شيبه کې دهغې زياتې ښکلا اوخپل د مهاجرت بدې ورځې ، زيړ زبيښلی رنګ او وچې شونډې ، راباندې دومره اغيزه وکړه چې له هغه وخته ډير کلونه تير شوي خو هغه ښکلی مې تر اوسه سترګو ته داسې ولاړه ده ، لکه همدا اوس چې مخامخ ورته ګورم
.د همدې خاطرې له مخې مې پورتنی شعر ويلی دی او ماته په خپلو شعرونو کې تر ټولو ښه شعر بريښي . اوس هم چې کله همغه شيبه راياده شي نو پورتنی شعر د ځان سره زمزمه کوم .
اوس تاسو دا دواړه حالتونه چې يعنې ددې خاطرې د لوستلو دمخه او ددې خاطرې نه ورسته د پورتني شعر اغيزې پرتله کړی . ايا د خاطرې د لوستلو د مخه تاسو همداسې يو تاثر ورنه اخيستی و لکه چې شاعر يې وايي ؟
که تاسو هم کټ مټ نه خو که همداسې يو څه نا څه ورته تاثر اخيستی وي نو بيا خو شاعر د خپل تصوير په کاږلو کې بريالی دی او که داسې نه وي نو شاعر بريالی نه دی ، يوازې د هغمې خاطرې له پاره چې شاعر په خپل ذهن کې ورسره لوبيږي داشعر ورته ښه ښکاري . په داسې وختونو کې کره کتونکې حق لري چې ووايي شعر دی خو دومره نه چې ويې ستايو چې ښه شعر دی . .[color=blue:ddca713117][/color:ddca713117]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more