د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ
زمری او موږک
Hamim
01.06.2006
[color=yellow:4896bdcacd]زمری او موږک[/color:4896bdcacd]
وایې ز[color=white:4896bdcacd]مری[/color:4896bdcacd] په ځنګل کې ویده و چې موږک یې پرمخ وخوت، او ناببره په غوصه له خوبه پاڅېد او موږک یې له کلک ونیو، او د وژلو هوډ یې وکړ خو د موږک له پرله پسې زاریو وروسته یې بښنه ورته وکړه، او موږک ورته وویل چې هرومرو به ستا احسان درګرځوم، زمري ورته وخندل او نور یې پرېښود.
ډېره مو ده نه وه تېره چې زمری د ښکارزنو په لومه کې بند شو، چې په ټینګو ټینګو پړیو یې تړلې وه او د زمري زوږ او غوغا ټول ځایونه په سر واخیستل، کله چې موږک دا نارې واورېدې، په منډه لاړ او د پړیو په خوړلو او پرانېستلو یې پیل وکړ تردې چې زمری له بنده خلاص شو او زمري ته یې وویل: په هغه ورځ د چې کلک نیولی وم راپورې خندل دې، چې ستا مرسته به هرومرو کوم، او دا تمه د له ما څخه نه وه، او اوس خپله ګورې چې یو کوچنی موږک د ستاپه شان د یوځواکمن او لوی زمري سره مرسته کوي او له مرګه یې ژغوري.
hamimkahttat@gmail.com