د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ايا د جنت مادي نعمتونو ته بدن اړه لري ؟

نقاد
21.06.2003

ايا بدن د جنت مادي نعمتو نو ته اړتيا لري؟ انرژي تري توليدوي ؟ او په مصرف رسيږي ؟ که صرف خوند يا
مزه يې حس کوي اوبس او خو راکي مواد په خپل حال بي تغيره پاتې کيږي؟



طالب جان
26.06.2003

ګرانه وروره پاڅون صيب السلام عليکم ورحمت الله و برکا ته
په جنت کي بدن هيڅ انرژي ته ضرورت نه لري نو ځکه هم دجنت نعمتونه د بدن د تقويي لپاره نه بلکه صرف د تلذذ او خوند لپاره دي وتلي مفسر نا صرالدين ابي سعيد عبدالله بن عمر بن محمد الشيرازي البيضاوي رحمه الله په خپل تفسير انوارالتنزيل و اسرارالتأ ويل کي دغه سوال او ځواب په لاندي ډول ذکر کړيدي :
-[color=red:97c47970a9]فان قيل - فائدة المطعوم هو التغذي ودفع ضررالجوع وفائدة المنکوح التوالد وحفظ النوع وهي مستغني عنها في الجنة [/color:97c47970a9][color=darkred:97c47970a9] قلت -مطاعم الجنة ومناکحها وسائر احوالها انما تشارک نظائرها الدنيوية في بعض الصفات والاعتبارات وتسمي بأسمائها علي سبيل الاستعارةوالتمثيل وﻻ تشارکها في تمام الحقيقة حتي تستلزم جميع ما يلزمهاوتفيد عين فا ئدتها . البيضاوي ٢٠مخ ١ټوک .[/color:97c47970a9]
ژباړه [color=red:97c47970a9] پوښتنه غذا خودلوږي دليري کيولو لپاره خوړل کيږي همدا راز نکاح د اوﻻد پيدا کولولپاره کيږي او په جنت کي خو لوږه او داوﻻد پيدا کيدل نشته ( نوبيا دجنت دغذاؤ او نکاح څه معناده )؟؟؟؟؟[/color:97c47970a9]
ځواب :[color=darkred:97c47970a9] دجنت غذاوي او نکاح اونور هغه شيان چي له دنياوي شيانو سره مشابهت ورکړل شوی او په دنياوي نومونو نومول شوي دي دا داستعاري اونفس مثال په توګه دي له دي څخه هيڅکله دانه ﻻزميږي چي ګواکي دجنت نعمتونه به عين ددنيوي نعمتونو په شان وي او هغه فا ئده چي په دنيوي نعمتونو مرتبه ده (چيهغه دلوږي لري والی او يا داوﻻدونو زيږول دي ) همهغه به دجنت په نعمتونو هم مرتبه وي (( نه داسي نه ده بلکه دجنت نعمتونه به دظاهري شکل له مخي لکه دنياوي نعمتونه داسي وي مګر اثر او خوند به يي بدل وي ))[/color:97c47970a9]


نقاد
26.06.2003

[quote:f19710e672="طالب جان"]ګرانه وروره پاڅون صيب السلام عليکم ورحمت الله و برکا ته
په جنت کي بدن هيڅ انرژي ته ضرورت نه لري نو ځکه هم دجنت نعمتونه د بدن د تقويي لپاره نه بلکه صرف د تلذذ او خوند لپاره دي وتلي مفسر نا صرالدين ابي سعيد عبدالله بن عمر بن محمد الشيرازي البيضاوي رحمه الله په خپل تفسير انوارالتنزيل و اسرارالتأ ويل کي دغه سوال او ځواب په لاندي ډول ذکر کړيدي :
-[color=red:f19710e672]فان قيل - فائدة المطعوم هو التغذي ودفع ضررالجوع وفائدة المنکوح التوالد وحفظ النوع وهي مستغني عنها في الجنة [/color:f19710e672][color=darkred:f19710e672] قلت -مطاعم الجنة ومناکحها وسائر احوالها انما تشارک نظائرها الدنيوية في بعض الصفات والاعتبارات وتسمي بأسمائها علي سبيل الاستعارةوالتمثيل وﻻ تشارکها في تمام الحقيقة حتي تستلزم جميع ما يلزمهاوتفيد عين فا ئدتها . البيضاوي ٢٠مخ ١ټوک .[/color:f19710e672]
ژباړه [color=red:f19710e672] پوښتنه غذا خودلوږي دليري کيولو لپاره خوړل کيږي همدا راز نکاح د اوﻻد پيدا کولولپاره کيږي او په جنت کي خو لوږه او داوﻻد پيدا کيدل نشته ( نوبيا دجنت دغذاؤ او نکاح څه معناده )؟؟؟؟؟[/color:f19710e672]
ځواب :[color=darkred:f19710e672] دجنت غذاوي او نکاح اونور هغه شيان چي له دنياوي شيانو سره مشابهت ورکړل شوی او په دنياوي نومونو نومول شوي دي دا داستعاري اونفس مثال په توګه دي له دي څخه هيڅکله دانه ﻻزميږي چي ګواکي دجنت نعمتونه به عين ددنيوي نعمتونو په شان وي او هغه فا ئده چي په دنيوي نعمتونو مرتبه ده (چيهغه دلوږي لري والی او يا داوﻻدونو زيږول دي ) همهغه به دجنت په نعمتونو هم مرتبه وي (( نه داسي نه ده بلکه دجنت نعمتونه به دظاهري شکل له مخي لکه دنياوي نعمتونه داسي وي مګر اثر او خوند به يي بدل وي ))[/color:f19710e672][/quote:f19710e672]
ما شأالله ، طالب جانه وروره وعليکم السلام و رحمت الله وبرکاته !
د نعمتونو خوند او مزه خو د د ذايقې د حس پورې تړلې ده ، چې subjectiv يعنې ذهني يا معنوي کيف لري ، نعمتونه يې صرف رپاروي د خپلو خواصو ، ويټامينونو، انرژۍ او منرالي ځوا پواسطه . دا راپارونه په جنت کې
له انرژۍ او ويټامينونو پرته په تش ليدلو کيدای شي ، او ليدل څشی دی ،هغه خو هم احساس او ادراک دی يعنې ذهني پيښه ده ، چې مو ضوع يې مادي نړۍ ده ، خو پخپله مادي کيفيت نه ، بلکې ذهني او معنوي کيف او کيفيت يا پيښه ده . د جنت خوندونه هم ښايې يد ذهني و معنوي کيفيت ولري ، ځکه خو نا محدود خوندونه ورته وايي .
طالب جانه وروره ما د يو بل خوند په برخه کې اوريدلي چې د اسلام د لومړنيو سترو عالمانو له جملې ځخهيوډير مشهور شخصيت چې که د (رضي الله تعالی عنه) کلمات يې د نوم سره نه استعماليږي نو د (رحمت الله عليه)) خو ورته ضرور استعماليږي ، کوم چې د جنت او دوزخ په اړه يې ډير څه ويلي دي، خو له ما ځخه يې اوس نوم هير دی ، ويلي دي چې په دوزخکې يوه غوټه يا غوپه لږ تر لږه اويازره ( 70000 ) کاله ، او د جنت د نکاح پر بنسټ د شهوانيت د خوند ( انزال) يوه لحظه هم اويا زره کاله دوام کوي ! ايا دا رښتيا ده ؟ که رښتيا يې نه بولئ ، نو بيا د هغه ستر عالم نوم درته رالټوم ، څو منبع يې پخپله ولولئ، او که تاسو ته ملومه وي چې صحيح ده ، نو بيا په دې اړه نور سوالونه هم ممکن دي . والسلام .



طالب جان
02.07.2003

وروره پاڅون صيب : السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
دا د٧٠٠٠٠ زرو کلونو خبر ځما ترنظر نه ده تيره شوي چي البته دا به ځما دکم علمي قصور وي که مهرباني وکړۍ ددي عالم خبره راته پوره ذکر کړۍ ښه به وي چي هغوي داخبر چيري ? اوپه کوم کتاب کي ? اودچا په استناد ليکلي ده ???
په ډير احترام او مينه .


نقاد
10.07.2003

قدر منه وروره طالب جانه سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ .
په دوزخ کې د اويازره کلنې غوټې په اړه مې له ډيرو واعظو مولويانو ، ملا يان او طالبانو څخه اورېدلي وو، خو لوستلي مې هيڅ چيرې نه وو ،خو بر عکس داچې جنتيان به د شهواني خوند په هر موجکې اويا زره کاله کيلي ويلي پراته وي ، دا مېپه يوه مجله کې چې له هيواد څخه بهر چاپ شوې وه ، په نوموړي کچ او سويه د منابعو
سره لوستلي وو ، ولې اوس راسره نشته او وخت هم ډر تير شوی ، نو موندلی يې يو څه راته ګران شوي دي . خو داچې د کوم ايت يا حديث په استناد دا خبره نه وه ليکل شوې ، دومره راته مهمه نه بريښيده ، خو د جنت د روحي او معنوي نعمتونو په اړوند را ياد شول ، نو ځکه مې په دې هکله پوښتنه کړې وه .

هو که چيرې نعمتونه مادي وي ، استهلاک به لري ، انرژي به توليدوي او بي انرژۍ فضله مواد به خارجوي ، چې البته جنت له داسي شيانو څخه پاک او منزح او مبرا دی . له دې کبله د جنت نعمتونه به د خوند او ماهيت له مخې روحي او معنوي ، او د رنګ له مخې به البته مادي نعمتونو ته ورته بريښي . د جنت پراخوالی هم همدغسې کيفيت در واخلئ . الله اعلم .


واقعيت او حقيقت ، ماديت او معنويت ٠ ٠ ٠

Ghairat
11.07.2003

ښاغلی پاڅون، زه د لته نوی يم، خودغړي په توګه نه دلوستونکي په توګه ،او ستاسو بحث مې تعيب کړی دی،
خو البته ځينې ځيې اصطلا حات مو لکه واقعيت او حقيقت ، ماديت او معنويت ، ذهني او روحي سره بيلولی نشم ، خوتاسو يې ډ يرکاروئ ٠ البتهدا زما عقل همات وا يي ،که چيرې د جنت بې پولې باغونه ،ونې اومېوې
مادي واقعيت ولري ، بايد چې په مادي بيولوژيکي قوانينو وﻻړ وي ٠ اوبه ، لمر، تودوخه اونورکاراو پالنه وغواړي ٠او که داسې نه بلکې معنوي وي ، نوواقعيت يې اسانه نشم تصور کوﻻی ٠ په مينه اودرناوي .


نقاد
27.07.2003

غيرت صيب دې پاڼې ته مو راتګ ته ښه راغلاست وايم، له پوښتنو نه مو هم ډيره مننه . څو لنډ تعريفډوله بيلګې درته د پوښتلو پوهيزونو په اړه وړاندې کوم :
1 ــ هرڅه چې عيني ( به رنی) يا ذهني [b:d2c1bfec3e]وجود[/b:d2c1bfec3e] ولري ، واقعيت ورته وايي . عيني واقعيت په دوه ډوله دی .
چې يو يې مادي او بل معنوي بلل کيږي . هغه چې زمونږ له ذهن څخه بهر په مستقله توګه موجود او د حواسو په واسطه ورته ﻻره مومو او ددرک وړتيا لري ، ماده يا مادي عينيت ورته وايي . او که عيني وجود ولري ، ولې مادي نه وي ،معنوي عينيت يا معنوي عينيت ورته وايي ، چې البته په حواسو نه درک کيږي او موجوديت يې نه ثبوت لري او نه په مشخصه توګه تصور کيدای شي . عيني معنی او معنويت د علم ، پوهې ،منطق، څيړنو ،تجربو دليل او استدلال * سره هيڅ تړاو نه لري اويواځې دعقيدې ، دوګم او ګمان موضوع ده ٠ والسلام
*) ــ البته داستدلال بنسټي دليلونه دلته بياپه عقيده وﻻړ وي اوعقلاني يا تحقيقي بنسټ نه لري ـ



ع کريم حليمي
15.01.2004

ګرانو لوستنکو سلامو نه می ومنۍ
بسمه تعالی
و بشر الذين أمنو وعملو ا الصلحت ان هم جنت تجری من تحتها الا نهر کلما رزقو منها من ثمره زقاقالواهذالذی
رزقنا من قبل واتو به متشبها ولهم فيها ازواج مطهره وهم فيها خلدون٠
بعضی افغانان فکر کو ی اوسچه خلګ په پښور کی بغل وګروی کتاب وليکی ٠ تر يو حده معکول وی امما دا نده معلومه چه 100 کاله ورسته به څه قسم تبصره پر کوی ٠
1000 کاله مخکی په عراق کښی تر پښور زيات ليکو نکی وه ٠ په 100 کی 80 مذهبی (مسيحی،اسلامی،يهودی) philosophy وه ٠ او نن ورځ هم موږته منلی اشخاص دی ٠
دعراق ليکوالو د اکثرو عبرانی ژبه هم زده وه ٠ لکه ابوهريره تر اسلام دمخه يهود ؤ (عبرانی ئی زه وه)
نو د يهودانو قصی يو څه زموږ په دينی قصو راګډی سوي دی (د شداد رقمه قصی)
چه د( شداد)قيصه هيڅ نه په قرأن کی نه په حديث (اشاره)هم نده ورته سوی
رابسو د جنت موضع ته دپورته ايات شريف څه په پوره ډول معلمه سوه چه (متشابه)ژوند دی
اوبه،باغ،ولی، ميوی ٠ او خبری مجلس هم سته٠ دغه ئی پر دغه ځای پاته راځی بېرته يوواری دنياته ٠
دا دونيا داسی چوړه ده چی موږ څه شی وخورو بدن ګټه واخلی باقی مانده بايد دبده خارج سی ٠ هغه نو بيا مځکه وخوری ٠مځکه درختی ته ور کی تکرار ٠٠٠٠ زمو ږ درختو ته کاربون ډای اوکسايډ ور کؤ دوی اوکسيجن راکوی٠٠٠ تکرار نورنو تاسو هم واقف ياست ٠ يعنی دا دونيا دخدای RECYCLE ماشين دی ٠ داموږ يوو چی دنيا خرابوو (اوزونلير) چی موټر جوړه ؤ او ريسا يکل مو نه زده ٠٠ راسی برته يوواری جنته ٠ په جنت کی خدای موږ د الف څه تر يا پوری راکوی يعنی جنت هم په ريسايکل روان دی ٠ زه دځان سره دا وايم ته به پښتنه وکی ٠ چه خوشحالی نو دکومه کيږی ٠ هغه نو ياره ديدارونه ديدارونه ديدارونه اصلأ الله په خبر دی

دغه څه راسره وه ع٠ک٠ حليمی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more