د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

Fire security)) اور خوندیتوب(۳۰۹ مخ)

Hamim
02.05.2006

[color=white:88f0298943]Fire security)) اور خوندیتوب(۳۰۹ مخ) [/color:88f0298943]
============================================
د بېمې د ملتونونو له مخې، اورلګیدنه د سولګر منځیو د ویجاړولو تر ټولو ستر لامل دی، ساده لارښونې دا ویجاړۍ راکمولای شي، چې په پای کې د بېمه ورکولو ملتونو تاوان ورکول راکموي.
• د لاسوندونو د زېرمولو خوندیګرونه (روکونه ) باید لږ تر لږه څلور ساعته اور کچونګ ولري.
• دیوالونه، فرشونه، او چتونه د سولګریزو اسانتیاوو لپاره باید کم تر کمه دوه ساعته اور کچونګ ولري.
• اور زنګونه باید په یوه وخت په سولګر منځوي او تر ټولو نږدې اور منځوي کې وغږيږي. د دې تر څنګ د اور زنګونو اشارې باید په هغه ځای کې وي چې ګړندی غبرګون ښوول باوري وي.
• د شاتړ اومتوک د ساتلو خونه باید به یوه لری ځای کې په بدله ودانۍ کې وي.
• د لوګي او ایونایزیشن د موندلو( پیژندلو) غونډالونه باید د سولګر منځوي د چت په ټوله برخه کې ځای پر ځای شوي وي. د اوبو د موندلو غونډال هم باید د سولګر د منځي د فرش لاندې ولګول شي.
• هالون (halon) او دې ته ورته اور پیژندونکي غونډالونه باید د ټولې سولګر اسانتیا په هره برخه کې لګیدلي وي. خپلکاری سپرنکلر غونډال Sprinkler system)) باید د برابرولو او ملاتړولو په هره سیمه کې شتون ولري. د ویجاړیدو پر مهال، د ویجاړیدو د مخنیوي پلان باید شتون ولري.
• د ودانۍ د کوډې سره تړون او د اور جنګي قانون اړین دی.

[color=yellow:88f0298943] توکيSaboteur’s[/color:88f0298943]

په نږدې کلونو کې د سولګر د خوندیتوب لپاره هوښیارو چلندلارو پرمختګ کړی دی، مګر ډېر سولګر غونډالونه اوس هم په حیرانوکي توګه خوندي نه دي. ویجاړونکي کیدای شی په خوندیتوب د برلاسي لپاره ګڼ توکي او تخنیکونه وکاروي، چې ځینې یې په لاندې ډول دي.

Trojan horse: ویجاړونکی یوه پټه کړنلاره د سوداګرۍ په لیوي کړنلاره کې ځای په ځای کوي، سولګر په لیوي ډول خپل کار غځوي. کله چې پټه کړنلاره د اومتوک د راټولو لپاره خپلواکه وي، نو په کړنلارو او دوتنو کې په پټه توګه بدلونونه راولي، او تر دې چې د چلښتونو بشپړګلول رامنځ ته کوي. Trojan horse ته داسې کړنلاره ورکول کیدای شي چې د چلولو وروسته ټولې موخې ویجاړولای شي.
Salami Techiques: په سولګریزو کړنلارو کې پټ بدلونونه راوستلای شي، چې واړه بدلونونه رامنځ ته کوي او د موندلو وړ نه وي. خو دوهم اغیز یې ډیر کلک وي. د بیلګې په ډول، ویجاړونګی کیدای شي د پیرن له هر چک څخه لس سینټه غلا کړي، او خپل ګڼون ته یې ولیږدوي.
Back Door or Trap Door: د سولګر کړنلارې د پرمختګ پر مهال، ځینې مهال کړنلارګر (programmers) د دې لپاره چې له آر کړنلارې چلنلار څخه تېر شی یوه کوډه ورننباسي. کله چې کړنلارونه (programming) بشپړ شي، هغه کوډه کیدای شي په سولګر کې همداسې قصد یا سهو پاتې شي.
یرغلګر په همدې زیاتې کوډه پوهې تکیه کوي چې له ژغورنې څخه تېر شي.
Time Bomb/Logic Bomb : یوه کوډه کیدای شي په سولګر کړنلاره کې ورننویستل شي چې هغه مهال د ویجاړۍ سبب ګړځي چې له مخکې څخه پیژندل شوی اړ پیښ شي ،لکه یو مهال یا نیټه.
Masquerade: یوه لیکلې سولګریزه کړنلاره ده چې آر کړنلاره Masquerade کوي یا یې تقلید کوي. د بیلګې په ډول یوه کړنلاره لیکل شوې چې پردې او اړوندو خبرو ته ننوزي. کله چې یو کارن د ننوتلو هڅه کوي، کړنلاره د کارن پیژند او تیرنویی په نښه کوي او تیروت استوزې ښایي، چې کارن وهڅول شی چې بیا ننوزي.
دوهم ځل، کړنلاره پریږدي چې کارن ننوځي او کارن هیڅکله نه پوهیږي چې لمړۍ ننوتنه جعلي وه.
Scavenging: یو سولګر په لیوي ډول هغه اومتوک چې نور نه کاریږي نه پاکوي. کله چې کارن یو اومتوک ړنګوي هغه په رښتیا هم په بشپړ ډول نه وي ړنګ شوی، د دې پر ځای سولګر ته تشه په لاس ورځي چې وروسته ورباندې ولیکي، لدې کبله سکیونجر کیدای شی هغه ارزښمتن اومتوک غلا کړي چې د کارن په ګمان ړنګه شوې وه خو په حقیقت کې په سولګر کې پراته وي.
Viruses: وایرسونه له Trojan horse سره یو ځیل دي، پدې توپیر چې دویزه کوډه یې د دوه ګوني ویش وړتیا لري. وایرس په ګړندي ډول په غونډال کې خپریږي. له منځه وړل یې تاواني او سخت تمامیږي. د وایرسونو د مخنیوي لپاره، باید د کړنلارو په کارونه کې په diskettes یا د ساوتري په لمېسلو کې لهbulletin boards یا نورو سرچینو څخه چې له ملتون څخه بهر وي پاملرنه وشي. ټیکلي باید یواځې له باوري سرچینو څخه وکارول شي. تر ټولو ښه پاملرنه دا ده چې تجارتي وایرس پاکونکی د ټولو رالیښل شویو دوتنو لپاره مخکې د هغوﺉ له کارولو څخه وکارول شي. یوه بیلګه یې د McAfee’s وایرس پاکونکی دی. د وایرس مونده او ژغورنه ارزښمنه ده.
Data manipulation : د درغلۍ تر ټولو زیاته او اسانه لارد اومتوک زیاتول یا بدلول دي، مخکې له او یا د ننوتۍ پر مهال. تر ټولو ښه لار چې دا ډول سولګر جرم پرې بیامومو، د هوښیار لیږد او بیا کتنې د اوریدو لار ده چې زیاتونې، بدلونونه، او ړنګونې چې د دوتنو اومتوک ته شوي وي ښایی. د کوده ټولټالونو(batch totals)او ګډ ټولټالونو او د بیاکتنې ګڼیالونه د دې ډول جرم مخه نیولای شي. کوده ټولټال د ورځني ټولټال لیږد تر منځ یو سمون دی چې د وړو (micro) او لاسي پیژندل شوو ټولټالونو د یوه بل وګړي په واسطه پرته له سولګر چلوونی بهیریږي. د توکو کوږوالی (انحراف) باید وپلټل شي. Hash total هغه ارزښتونه زیاتوي چې په ځانګړي ډول یو ځای نه شي زیاتیدلای، لدې کبله ارزښت له مهار موښې څخه پرته بله مانا نه لري، بیلګه یې کارمن او اېبره شمېرې دي. یو چیک ګڼیال(check digit ) د دې لپاره کاریږي چې د پیژنیال شمیره (د بیلګې په ډول د ګڼون شمېره ، د کارمن شمېره) په سمه توګه پیژنیال شمېرې ته د شمېرکولو په زیاتولو ننویستل شوی ده، او د پایلې پرته کول د چیک ډیجټ سره.
Piggybacking: مهار شویو سیمو ته د لاسرسي لپاره کاریږي. فزیکي Piggybacking هغه مهال پېښیږي چې کله چې یو واکمن کارن د مقناطیسي پیژنیال کارت په کارولو له یوې دروازې څخه وځي، او د هغه پسې واکمن کارن په رخصت ځي. ناواکمن کارن بیا یو جرم کولای شي. بریښ Piggybacking کیدای شي هم وشي، د بیلګې په ډول، واکمن شوی کارمن یو پایال یا سرپاڼه پریږدي او یو واکمن وګړی یې د لاس رسي لپاره کاروي.
د اړیکو خوندیتوب
د سولګر په خوندیتوب باندې هغه یرغلونه چې فزیکي لاسرسۍ نه غواړي د اړیکو په خوندیتوب کې راځي. د سولګریزې ټیکنالوجۍ زیاتې کاریدنې مخابراتو پورې تړاو زیات کړﺉ دی. هر ډول اومتوک د غږونو،ویډیو،او کلتوري متن اومتوک ،د سولګرونو تر منځ د جال په واسطه لیږدول کیږي. د اړیکو د خوندیتوب دا مانا ده، چې باوري کړو چې د سولګرونو د جال تر منځ فزیکي پیوندونه هر مهال کار کوي. دا مانا هم لري چې د اومتوک د لیږدولو پر مهال له پریوتنې، ډیل او ځورونې مخنیوی وشي. د ناواکمنو وګړو ټاپلو، بدلولو، یا په بله بڼه له منځګړتوب څخه مخنیوی وشي. شپږ پاملرنې د اړیکو په خوندی کولو کې په لاندې ډول دي.
لیکه خوندیتوب: د سولګرغونډالونو بیلابیلو برخو ته د ناواکمن شوییو لاسرسییو د بندړولو سره تړلې ده.
لښون خوندیتوب: د اړیکو د ناواکمن منځګړتوب د مخنیوي سره تړلې ده.
ګڼیال لاسلیک : د استول او یا د استوزې د سموالي د کرولو لپاره ترلاسونکي ته کاریږي. خوندي ګڼیال لاسلیک بهیر د یوه لاسوند د لاسلیکولو داسې لیله ده چې ناشوني جعلکاري په نښه کوي، او بیا باوري کوي چې لاسلیک د واکمن وګړي پورې اړه لري.
Cryptographic خوندیتوب: cryptographic د خوندي لیکلو پوهه ده. د سایټوګرافیک خوندیتوب موخه دا ده، چې هغه پیچلې خبرتیاوې تر لاسه کړو چې لیږدول یې د ناواکمنو وګړو په واسطه منځګړي شوي وي. کله چې خبرتیاوې کاریږي، دا ناکوډه کیدای شي. د نازک اومتوک د خوندیکولو لپاره کوډه کول (کوډه کښنه )اړین دي. دودیزه لېله د( اومتوک کوډه کښنې کره) (DES) ده. د زیات خوندیتوب لپاره، کیدای شي غبرګه کوډه کښنه وکارول شي، چې کوډه کښنه پکې د دوه کیلییو په کارولو سره دوه ځله بهیریږي.یوه کیدای شي هغه دوتنې کوډه کښلې کړي چې سخت ټیکلي دي او د اومتوک د لوستلو څخه د یرغلګر مخنیوی کوي.IBM په ۱۹۹۷ مي کې اعلان کړه چې د کوډه کښنې یو نوی غونډال یې پرمخ بیولی چې په سلګونو کوډې په ناټاکلي شکل جوړولای شي، چې هره یوه یې د ماتولو لپاره ډیره سخته ده.
د خپرولو خوندیتوب (Emission security) : بریښي وزلې بریښنایي مقناطیسي وړانګې له ځانه خپروي، چې له مزو پرته د ناواکمنو وګړو په واسطه منځګړې کیدای شي. خپرولو خوندیتوب له داسې وړانګو له مخنیوي سره تړلی دي.
تخنیکي خوندیتوب: د وزلو د کارولو له مخنیوي سره تړلی دی. د بیلګې په ډول،ووړغږی،تړانسمیټر، یا د وایر ټیپونو د اومتوک لیږدول منځګړي کوي. د خوندیتوب داسې موډیم کیدای شي وکارول شي چې یواځې واکمن وګړي پریږدي چې باوري اومتوک ته ورسیږي. یو موډیم کیدای شي د خوندیتوب تدریجي کچې ولري او بیلابیلو وګړو ته کیدای شي د خوندیتوب بیلابیلې کوډي وسپاري ،د شاته بلنې او تېرنويي ځاندرې هم کیدای شي ولري. کیدای شي د کاهلانو ازمېيښتي وړتیاوې هم شتون ولري چې تاسې پریږدي چې وڅارﺉ چې څوک ځاني دوتنو ته لاسرسوي.[color=cyan:88f0298943]
او نور بیا[/color:88f0298943]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more