د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

نه پوهیږم چې دادشرم که دخواشینۍ ځای دی؟؟؟؟؟

منتظرمسید
29.04.2006

ډیردرنواومحترموهیوادوالو!
څه موده مخکې مې داریانا دټلویژن له لارې دمخابراتودسرپرست وزیرامیرزي مرکه واوریده .لکه چې زیاتروته جوته ده امیرزی دپکتیکا دولایت اوسیدونکی دی اومورنۍ ژبه یی پښتوده .داریانا دټلویژن هغه خبریال چې له امیرزي سره یی مرکه کوله هم په خټه پښتون ؤ .دوی مرکه په پښتوکوله خودمرکې په منځ کې د ټلویژن خبریال لکه چې مخکې مې یادوونه وکړه چې پښتون ؤ،په پاړسي ژبه خپله پوښتنه وکړه اوزموږ ورورامیرزي هم په پاړسي ژبه کې ورته ځواب ووایه .البته هغوی ته به ترمرکې دمخه ویل شوي وي چې ددې لپاره چې ملي وحدت !! ته زیان و نه رسي اوزموږځینې وروڼه (تل مروروروڼه )خپه نشي نوبایدټوله مرکه بایدپه پښتوکې نه وي اوانډول بایدوساتل شي .
زه پدې نه یم خواشینی چې ولې امیرزي په پاړسي کې ځواب ورکړیایی په پاړسي خبرې وکړې،بلکې خواشینی پدې یم چې هروخت کله چې پښتون په عامه رسینیویاغونډوکې خبرې کوي نوددې لپاره چې ځینې کسان !!!خپه نشي ،دانډول په خاطرهغه بایدهرومرویوڅه خوپه پاړسي هم ووايی،اما کله چې پارسیوان وزیر یاکوم بل څوک مرکه کوي اویاخوهم په غونډه کې ویناکوي ،ولوکه هغه په خوست ، کندهاریا کوم بل داسې ښارکې وي چې پښتانه پکې اوسیږي ،نوهغه په ډیرویاړ او غرورسره په پارسي خبرې کوي اودانډول خیال یی هم سرته نه ورزي اونه خوپښتانه ورته وايي چې وروره انډول دې هیرشو.
بله خبره داچې :دااوس که موږغواړوکه نه غواړوخودوې رسمي ژبې راباندې تپل شوې دي .چې یوه یی پاړسي ده اوبله دافغانستان داکثریت ژبه پښتوژبه ده ، امادخواشینۍ اوشرم ځای دادی چې په هره لوحه ،هرسند اوهرځای کې ،په سرکې پاړسي لیکل شوې وي اووروسته بیاپه کوم یوه کونج اوګوښه کې پښتولیکل شوې وي ،هغه هم زیاتره وخت غلطه بلطه.داولې ؟؟؟؟؟
شخصازمالپاره خودادډیرې خواشینۍ اوهم دشرم ځای دی ،اوکله کله په دې اندشم چې کیدای شي دازموږژبه پښتوبه کومه نیمګړتیاولري یابه هم پدې ژبه غږیدل اولیکل عیب اوګناه وي ،ځکه خوموږپه هغې خبرې نه کوواوپه ویلویی شرمیږو!!!!؟؟؟.امابیادانادان زړه اونیمګړی اند!!راته ووايي چې نه ګناه په پښتو کې نده،بلکې په پښتنوکې ده چې لوی خدای (ج) ورته دومره ښکلې خوږه ، ویاړلې اوبډایه ژبه ورکړې ده ،امادوی یی په قدرنه پوهیږي .

چې دبل ژبه ترخپل غوره ګڼې
کلچر،اخلاق یی ترځان بره ګڼي
بل هنروال ځان بې هنره ګڼي
دپښتون ژوندچې بې پښتوشونوژوندون ندی
انسان به وي خوخدایږودغه خوپښتون ندی

په درنښت
دپښتنودسرلوړۍ په هیله


Re: نه پوهیږم چې دادشرم که دخواشینۍ ځای دی؟؟؟؟؟

سمسورازاد
08.05.2006

ټولودوستانوته سلامونه
په رښتیاهم چې نه یوازې داچه کوم فارسیوان دفارسیوان خبریال سره په پښتومصاحبه نده کړې ،بلکه دپښتون ژورنالیست سره هم په پښتومصاحبه نه کوي اوپه خپله فارسې لګیاوي خبرې کوی ،که څوک پوهیږي اوکه نه .پښتنوته هم همداسې په کارده چې نوردهیڅ چاسره په فارسیي خبرې ونکړي اوپه هر ځای کې په پښتووغږیږي .
مننه


larghonay1
28.05.2006

جانان مې نوې نخرې زده كړې
چې سترګې تورې كړي لكۍ ورته كوينه
لاروى
وروره خبره ډېره خرابه شوې ده .
دلته اوس عجيبه ناوړه تقليدونه روان دي . كرزى صيب چپن له اوږو نه ښكته كوي ، يوازې خداى مو راوله په پښتو وايي نور نو ټوله پاړسي وايي او پاړسي يې هم لا څه چې اوس هڅه كوي چې ايرانۍ اصطلاح ګانې وكاروي .
ده خوار ته ملي وحدت يوازې په دې كې ښكاري چې يوه كلمه پاړسي اويوه پښتو وايه . يا خت او پرتوګ له ازبكي چپنې سره دا د ملي وحدت سمبول ګڼي.
خو له بلې خوا د پښتنو سيمو كې قصداً كار نه كوي چې هغوى جګړې ته وهڅوي . له حكومت نه يې بې برخې كړي دي . يوازې هغه څوك په كابينه كې پرېږدي چې د هيواد مل غوندې پښتون ستمى وي او يا د فاروق وردګ غوندې چاپړوس وي چې يوه خبره په پښتو كوي او يوه په پاړسي.
تېره ورځ يو افغان ځوان د ۳۳ هيوادونو څخه د كمپيوټر په سيالۍ كې لومړى مقام ګټلى و چې شكريه باركزۍ هم ورته راغلې وه . دغه غونډه كې د سلو په شاوخوا كسانو ګډون درلود چې ټول يې پښتانه وو خو شكريه باركزۍ پورته شوه قصداً يې پاړسي پيل كړه . په داسې حال كې چې اوريدونكي يې ټول پښتانه وو.
نه پوهېږم چې دغه مداريتوب دوى ته څنګه ملي وحدت ښكاري.
دوى ولې پښتو تر پښو لاندې كولو ته ملي وحدت وايي؟
كه چېرته مونږ واقعاً پر ډيموكراسۍ باور لرو او منو يې نو ولې يو چاته په خپل هيواد كې په خپله ژبه د خبرو كولو اجازه نه وركول كېږي.
دغه ښاغلي چې پښتانه دي او پاړسي خبرې كول ورته ملي وحدت ښكاري نو په پاړسيوانانو كې ولې يو ملي كس پيدا نه شو چې ژبه يې پاړسي وي خو د ملي وحدت له پاره په پښتو وغږېږي.
احمدضيا مسعود، كريم خليلي او د كابينې ټول پاړسوان وزيران خو يو هم داسې مداريتوب نه كوي چې يوه خبره په پاړسي او يوه په پښتو وكړي.
كه پاړسيوانان د دې خاورې بچيان وي او په رښتيا هم زمونږ سره ملي وحدت ټينګول غواړي خو دوى دې خپله پاړسي وايي او مونږ به خپله پښتو وايو او كوښښ به وكړو چې د يو بل په خبرو پوه شو.
خو كه رښتيا ووايو د پاړسيوانو خبره رښيتا ده ، پښتانه بې فرهنګه او غول خلك دي . د يوه پياده پر وړاندې هم خپله ژبه نه شي ويلى پرې شرمېږي او سپكه ورته ښكاري. دوى په خپله ژبه، خپل فرهنګ او خپل قوم شرمېږي . دوى دې مداريتوب ته مډرنيزم وايي چې يوه خبره په پښتو او پنځه په پاړسي كوي.
لرغونى لاروى


نه پوهیږم ...

منتظرمسید
29.05.2006

ګرانه وروره لرغونی لاروی صیب !!
سلامونه اوښې هیلې مې ومنئ
ګرانه وروره داچې پښتانه په پښتوویلوشرمیږي ،داځانته خپل لامل لري اولامل یی زموږټولواکي اوچارواکي دي .زموږپاچاهان چې تش په نامه پښتانه وو اوپښتو به یی نه وه زده ،نوپه غونډواورسمي محافلوکې به یی په پاړسي ژبه خبرې کولې ،چې دشي دپښتنوسره داروحیه راپيداکړه چې ګویاپښتودلوړپوړواولویوکسانو ژبه نده اودادخوارواووروسته پاتې کسانوژبه ده ،نوددې لپاره چې ځان وښيي چې ګویادی هم اوس عصري شوی دې اودښاغلواومحترموکسانوژبه یی زده کړی ده،نو هڅه به یی کوله چې په پښتونه بلکې پرپاړسي خبرې وکړي ترڅودوروسته پاتیوالي
تورداغ له ځانه لیرې کړي ،له بله پلوه کله به چې پښتانه له کلیونه ښارونواوپه ځانګړې توګه کابل ته راغلل ،نوددې ځای اوسیدونکوچې له بده مرغه زیاتره یی پښتانه ؤ خوخپله مورنۍ ژبه یی هیره کړی وه ،هغوته دبې کلتوره اووحشي خطاب کاوه ،چې دې کارهم پښتانه دیته اړایستل ترڅوخپله له ویاړه ډکه اوښکلې ژبه یانې پښتوونه وایی اوپاړسي باندې خبرې وکړي ،خودوی لدې نه بې خبرؤچې دویته وروسته پاتې اووحشي پدې نه وایی چې ګویارښتیاهم وروسته پاتې دي یایی پاړسي نده زده ،بلکې ځکه ورته وحشي وایی چې پښتانه دي اوپښتانه دافغانستان پوه اوښکلي اتباع دي اوغلیمان له حسرته اوبدنیتۍ نه ورته وروسته پاتې وایی .که نه پښتون چې هرڅومره وروسته پاتې هم شي ،بیاهم دافغانستان ترنورواوسیدونکوسل واره عصری اومډرن دی ،خوکه مډرن توب اوعصري والې داونه بولوچې سړی دې کالي وباسي اوځان دې لوڅ کړي یادې دښکلوملي جاموپه ځای ددووروپولیلامي پتلون واغوندي ،اودجنکیودښونځې مخکې ته دې ودریږي اوپرزې دې ووايی ....
زماپه اندددې لپاره چې پښتون په خپله پښتوخبرې وکړي ،یوڅوټکوته اړتیاده .
۱) لومړی داچې پښتنوته بایدداوروښودل شي چې دوی څوک دي اوڅومره لويي ،وړتیا،ویاړ ،استعداد اوپوهه لري
۲) دویم داچې هغه پښتانه چې پښتویی هیره کړې ده خوځانونه پښتانه بولي ،باید دې ته اړایستل شي چې پښتوزده کړي اورښتوني پښتانه شی ،اوداهغه وخت کیدای شي چې په پښتنوکې داسې یوه روحیه رامنځ ته کړای شي ،ترڅوله هغه پښتنو څخه چې خپله ویاړلې ژبه یی هیره کړې ده ،کرکه وکړي اوداورته وښيي چې دایوبې ننګه کاردی .اوله هغوټولوامتیازاتویی بې برخې کړی ،چې دپښتواوپښتنوپه نوم یی ترلاسه کوي ،په انتخاباتوکې ورته رای ورنکړي او...
۳) داچې پښتون دافغانستان په دننه کې ،که هغه ټلویژیون دی ،راډیوده ،ورځ پاڼه ده ،یادرسنیونورې وسیلې دي ،رسمي غونډې دی یاهم ،..،، دځان سره هوډ وکړی چې یوازې به په پښتوخبرې کوي اوبس !!!
دپښتوویاندیانطاق بایدپه بله ژبه خپرونې اوپروګرامونه جوړنکړي ،لیکنې ونه کړي اومرکې ونکړي ،بیابه زه وګورم چې څه کیږی اوسره مالومه به یی کړوچې څوک مډرن اوعصري دی !! اوڅوک وروسته پاتې اوله پښوغورځیدلی...
په درناوي


ghafar
29.05.2006

ګرانو هېوادوالو سلامونه او نېکې هيلې!
زمونږ ځينې دوستان پدې خپه دي، چې د مخابراتو محترم وزير اميرزئ سنګين او د آريانا د ټلويزيون خبريال که څه هم دواړه پښتانه دي ولې په پښتو نه غږېږي. دغو ګرانو دوستانو ته بايد عرض شي، چې د خپرونې پاليسي دا ايجابوي چې د تلويزيون د ليدونکو د اکثريت غوښتنه په پام کې ونيسي. د آريانا د ټلويزيون او د مخابراتو د وزير هدف دا ندئ، چې دپښتو ژبې د ودې او پراختيا په برخه وغږېږي، بلکه دوي غواړي د ټلويزيون ليدونکو ته د دوي د غوښتنې وړ معلومات وړاندې کړي. ځکه نو دواړه که پښتانه هم دي په دري غږېږي .لکه چې مونږ ټول پوهېږو د کابل دخلکو اکثريت که پښتانه هم وي په دري پوهېږي. زه باور لرم چې زما پاسنۍ ليکنه د دې بحث د ګډون کونکو به خوښ نشي، خو هر څه چې وي دا يو مطبوعاتي واقعيت دئ.
په درناوي
غفار


منتظرمسید
29.05.2006

ګرانه وروره غفارصیب !
سلامونه اوښې هیلې مې ومنئ .
داچې تاسولیکلي دي چې داریاناټلویژیون پالیسي دغسې ده ،زه بایدووایم چې لومړی خوداچې دکابل اکثریت پښتانه جوړوي ،دویم داچې دیوافغان په حيث بایده دي چې دکابل داوسیدونکوپښتوزده وي ،ځکه چې هغه زموږدرسمي ژبوڅخه یوه ژبه ده اوهم موملي ژبه ده ،بله داچې که داریانادټلویژیون پالیسي داوي چې په خبرو یی ټول پوه شي اودتاسوپه وینادکابل اکثریت په پاړسي پوهیږي ،نومهرباني دې وکړي ،ټولې خپرونې دې په پاړسي کړي ،نودپښتوڅه اړتیاده ،یادې انډول په نظر کې ونیسي اودپاړسیوانومرکه کوونکونه دې هم هیله وکړي چې دخپلې مرکې په ترڅ کې کله ناکله پښتوووایي ،ترڅویی انډول ساتلی وي .
خوخبره په دې کې نده ،زه خوپه دې اندیم چې یوپاړسیوان بشپړحق لری چې په پاړسي خبرې وکړي ،اوبایدهم دي ورته چې ویی کړي ،خوپښتون هم بایددیته اړنه ایستل شي ترڅودملحوظاتواوتفاهم لپاره ،په پاړسي خبرې وکړي .
په درناوي


م ن غروال
29.05.2006

د سلامونو وروسته!
البته پدې هکله کيداي شي سړی هر ډول نظر ولري خو خبره د پښتو ژبې د ودې په هکله ده٠ او د ښاغلي مسيد هم په قوي ګومان يوازې همدا مطلب دي٠
که غواړو پښتو ته خدمت وکړو، غږيدل پخپله ژبه په ټولنه کي لويه اغېزه لري او د ژبې وده خورا زياته چټکتيا پيدا کوي٠
زموږ نور وطنوال چې په پښتو نه پوهيږي علت يې دا ندي چې دوي به خامخا له پښتو سره تعصب لري بلکه د نورو علتنو په څنګ کي دا علت هم ډير مهم رول لوبوَي چې مونږه لکه تل د نورو په ژبو غږيدلي يو٠ نو هيچ چا ته به د پښتو د زدکولو اړتيا نه وي او لکه چې يې اړتيا هم نه وه٠
پا تي شول مطبوعات او د هغه هم اصول؟!!!
د افغان مطبوعاتو اصول بايد دا وي چې تل لومړۍ د پښتو ژبه په خبرو او ليکنو کي وي او پښتانه ليکوالان او ژورناليستان بايد په پښتو وليکي او په پښتو هم وغږيږي٠ دا نه د پښتو ژبې ودې لپاره، بلکه د اصولو او مقرراتو پر بنسټ! لدې امله يې زه مطبوعاتي واقعيت نشم منلی٠ دا واقعيت نه په حقيقي لحاظ واقعيت دي او نه هم په واقعيي !
په درناوې


منتظرمسید
29.05.2006

ښاغلی غروال صیب !
سلامونه اوښې هیلې مې ومنئ.
ستاسودخبرې په پخلي کې ویلای شم چې داسمه ده چې هرڅوک ددې حق لري چې خپلې ژبې ته خدمت وکړي ،بلکې زه خوبه لاداهم ووایم چې دایی دنده ده ترڅوخپلې ژبې ته خدمت وکړي .تاسوډیرې ښې موضوع ته ګوته نیولې ده اوهغه داچې زموږ د نورووروڼوتوکمونووګړي اصلادیته اړتیانه ویني چې پښتوزده کړي ،ځکه چې موږ یاني پښتنوتل هڅه کړیده چې ددوی په ژبه خبرې وکړو،تاسوته به ډیره ښه جوته وي چې په یوه مجلس کې که شل تنه پښتانه ناست وي اویوپاړسیوان ،نوداشل پښتانه ددې په ځای چې په پښتوخبرې وکړي ،اوهغه پاړسیوان ورورهم وکولای شي ترڅو یویادوه توري پښتوورنه زده کړي ،خودوی راولاړیږي اودیوه پاړسیوان په خاطر ټول په پاړسی خبرې کوي ،چې زماپه اندپدې کې دهغه پاړسیوان ورورهیڅډول ګناه نشته اوګناه ټوله په خپله په پښتنوکې ده .دخپلې ژبې سره مینه لرل ،دهغې دودې لپاره زیارایستل اوهغې ته پراختیاورکول ،هرګزدتعصب مانانلري ،سره لدې چې ځینې کسان شته ،کله چې پښتون په پښتوخبرې کوي نوهغه معتصب بولي ،خو زماپه اندداسمه نده اوموږبایدله هغې نه ویره ونکړو.پاړسیوان چې دخپلې ژبې لپاره خدمت کوي (اوپه رښتیاکوي یی هم ) نوموږبایدورنه ګیله ونکړواوپرهغه به نیوکه هم نه کوو ،ځکه چې دادنوموړی مسلم حق دی ،خوکه پښتون دپښتولپاره کار نکوي ،پرهغه بایدضرورنیوکه وکړواوخپلې اشتباه ته یی متوجه کړو.
زماپه اندپه ټلویژیون یاراډیواونورودرسنیوپه وسیلوکې ،پښتواوپاړسي باید سره بیلې شي ،پښتوخپرونې بایدځانته وي اوپاړسي ځانته ،ترڅوزموږ هیوادوال دا موقع ولري چې دخپلې خوښې سره سم دپښتویاپاړسۍ خپرونې ځانته غوره کړي اوورنه ګټه واخلی .دغه دودچې خبریال په پاړسي پوښتنه کوی اومرکه چې په پښتو ځواب ورکوي یاخبریال په پښتوپوښتنه کوي اومرکه چي ورته په پاړسي ځواب ورکوي ،بایده دي چې نورواړول شي .ځکه چې دنړۍ په هیڅ ځای اوهیوادکې ورته دوداودستورنه شته .له پښتون خبریال سره بایدپه پښتومرکه وشي اوله پاړسیوان سره په پاړسي .اوبله داچې دقانون له مخې څرنګه چې پښتواوپاړسي دافغانستان رسمي ژبې دي ،نوبایددهرچارواکي دواړه ژبې زده وي ،اوکه نه نودابایددقانون څخه سرغړونه وګنل شي .ځکه چې ددولت دڅوکیواوپوسټونودویشلوپه مهال هر سړی دملي مشارکت نارې وهي ،خودژبې دزده کړې اوپه رسمیاتوکې دهغودکارولو په مهال بیادمشارکت اوانډول خبره څوک په نظرکې نه نیسی ،ځکه چې خپله ګټه پکې نه ویني .
نوهغه څوک چې دپښتولپاره بایدکاروکړی ،هغې ته پراختیاورکړي اوپه افغاني ټولنه کې یی دودکړي ،هغه باید یوازې اویوازې پښتانه واوسي .موږبایدپدې برخه کې دبل چا زیاریامرستې ته سترګې په لارنشو.
په درناوي


ghafar
29.05.2006

ګرانو هېوادوالو غروال او زیب منتظرمسید صاحبانو سلامونه او نيکې هيلې!
راځۍ چې په آرامۍ سره بحث ته دوام ورکړوو، سمه ده؟
ګرانو دوستانو ستاسو په ليکنو کې پرله پسې د ( بايد) کلمه تر سترګو کېږي د مثال په توګه محترم غروال صاحب ليکي:

[quote:52dbd322af]د افغان مطبوعاتو اصول بايد دا وي چې تل لومړۍ د پښتو ژبه په خبرو او ليکنو کي وي او پښتانه ليکوالان او ژورناليستان بايد په پښتو وليکي او په پښتو هم وغږيږي٠
[/quote:52dbd322af]تاسې حتماً خبر ياست چې د مطبوعاتو د نوي قانون له مخې په افغانستان کې مطبوعات آزاد دي هر څوک کولای شي په آزاده توګه راديو، ټلويزيون او نورې چاپي رسنۍ وچلوي. داسې کوم قانون نشته چې د هغه له مخې څوک خپله غوښتنې نورو باندې تحميل کړي. يواځې ملي راډيو او ټلويزيون او دولتی مجلې او ورځپاڼې دا مکلفيت لري، چې په هېواد کې د رسمي ژبو انډول مراعات کړي.
دا چې د آريانا ټلويزيون يو خصوصی ټلويزيون دئ کولای شي په هره ژبه چې وغواړي خپرونه وکړي او څوک نشي کولای پر هغو باندې د پښتو او يا د کومې بلې ژبې خپرونه تحميل کړي. زه د پښتو ژبې د ودې پر ستونزو ستاسې نظر تائيدوم ، خو دستونزو د کمولو په برخه بايد پرته د دکتاتوري مفکورو بايد د
نورو اوږدمهالو عملی لارو چارو په لټه کې شوو. او دا هم د ستونزو په حلولو کې مرسته نکوي، چې د موجود حالت ملامتي پر يوه او بل باندې واچوو.
په درناوي
غفار


م ن غروال
29.05.2006

محترم غفار ورور وروسته له سلامو!
[quote:00e1502a2f]راځۍ چې په آرامۍ سره بحث ته دوام ورکړوو، سمه ده؟ [/quote:00e1502a2f]ولې نه، په دواړو سترګو! [quote:00e1502a2f]ستاسو په ليکنو کې پرله پسې د ( بايد) کلمه تر سترګو [/quote:00e1502a2f] زه دا د (بايد) کلمه يوازې پښتنو ته خطابوم٠ او دلته مې ياده ځکه کړې ده چې ښاغلي زیب منتظرمسید د پښتنو څخه د پښتو د نه ويلو ګيله کړيده چې د ژبې د پرمختګ لپاره يې زه حق په جانب بولم٠ [quote:00e1502a2f] داسې کوم قانون نشته چې د هغه له مخې څوک خپله غوښتنې نورو باندې تحميل کړي.[/quote:00e1502a2f] هو! فکر کوم دا به مونږه هم نه وي ويلي٠ [quote:00e1502a2f]دا چې د آريانا ټلويزيون يو خصوصی ټلويزيون دئ کولای شي په هره ژبه چې وغواړي خپرونه وکړي او څوک نشي کولای پر هغو باندې د پښتو او يا د کومې بلې ژبې خپرونه تحميل کړي.[/quote:00e1502a2f] مونږه د اريانا د تلويزون څخه سر ندې شکولئ بلکه د پښتنو څخه چې په بله ژبه ولې لکه بلبل لګيا وي٠ [quote:00e1502a2f]زه د پښتو ژبې د ودې پر ستونزو ستاسې نظر تائيدوم [/quote:00e1502a2f] البته دمننې له وړاندې کولو وروسته او بيا هم ښاغلی غفار ورور! چې مونږه د ژبې د ودې پر ستونزو نه يو غږيدلي بلکه د پښتنو په پښتو په نه غږيدلوغږيدلي يو او غږيږو!
او ستونزې؟ دا بل اړخ د ودې دي چې کومې ستونزې لرو؟ ولې يې لرو؟ چيرته يې لرو؟ او څه وکړو او غوره به څه وي تر څو ستونزې مو کمې او بالاخره له منځه ولاړې شي٠
نو ځکه زمونږد دا دوؤ درو ټکو په هکله ليکئ :
[quote:00e1502a2f]او دا هم د ستونزو په حلولو کې مرسته نکوي، چې د موجود حالت ملامتي پر يوه او بل باندې واچوو.[/quote:00e1502a2f]
او پاتې شو ملې راديو او تلويزيون؟
تاسو به خبر واست او که نه چې محترمه کابينه ويلي چې ملي او ژبه؟ او نورې هم ملي دي ولې دوئ د افغانستان ندي که څنګه؟
تاسو به هم اوريدلې وي او هم کتلي، چې ملي راديو او ملي تلويزيون او ملي پوهنتون او ملي پوهنځې او حتي [color=red:00e1502a2f]ملي سرود [/color:00e1502a2f](چې خوارکی څه عجب بد خټو کي ښخ ؤ او ايله په ايله چې ................) او دا ډول نور، څه پرې وشول؟ خير داسو ټکو ته ستونزې ويلئ شو او نور داسي ټکي ډير دي چې هغه ځانته بحث غواړي خو غوښتل مې چې يوازې دا جمله : [quote:00e1502a2f]يواځې ملي راډيو او ټلويزيون او دولتی مجلې او ورځپاڼې دا مکلفيت لري، چې په هېواد کې د رسمي ژبو انډول مراعات کړي. [/quote:00e1502a2f] ځواب کړم چې هلته هم ژرندې داسي چپه تاويږي چې له غنمو راته سوړسک راباسي٠
په درناوې


lawangin
29.05.2006

غفار جانه سلام عليکم !
ور وره ته خو ډيرې له منطقه وتلې خبرې کوې ، خلک حق غواړي او حق خو په
ديکتاتوري کې نه، بلکې په ديموکراسي کي غوښتل کيږي او تضمين کيږي .
پريږده چې خلک خپل حق وغواړي٠
دا څرنګه ? دپښتو شخصي tv ته رهين اجازه نه ورکوله او پاړسو ته يې ور کړه ?

[quote:183db2a26a]خو دستونزو د کمولو په برخه بايد پرته د دکتاتوري مفکورو بايد د
نورو اوږدمهالو عملی لارو چارو په لټه کې شوو. او دا هم د ستونزو په حلولو کې مرسته نکوي، چې د موجود حالت ملامتي پر يوه او بل باندې واچوو[/quote:183db2a26a].

وروره خبري خو دداسي بويني د ي لکه : د ....مل صيب اوکر... صيب ،لکه تاهم چې دکابل په شير پور کې سپينه ماڼۍ جوړه کړې وي ٠
پښتنو ته اړي اوموړې اچول لوی خيانت دي.٠

دنومياليو په لار او غورځنګ
lawangin


نقاد
29.05.2006

درنو دوستانوسلام پرتاسې !
د ښاغلي غروال صيب له ځواب وروسته به  زما ليکنه  زياتي وي  خو د غفار صيب د آرام بحث د غځولو د وړانديز ملاتړ کوم او وړاندې کړي دليلونه يې هم ښه بحث غځونکي بولم ، نو صرف  په دې اړه  چې  :
[quote:379e903218]تاسې حتماً خبر ياست چې د مطبوعاتو د نوي قانون له مخې په افغانستان کې مطبوعات آزاد دي هر څوک کولای شي په آزاده توګه راديو، ټلويزيون او نورې چاپي رسنۍ وچلوي. داسې کوم قانون نشته چې د هغه له مخې څوک خپله غوښتنې نورو باندې تحميل کړي. دا چې د آريانا ټلويزيون يو خصوصی ټلويزيون دئ کولای شي په هره ژبه چې وغواړي خپرونه وکړي او څوک نشي کولای پر هغو باندې د پښتو او يا د کومې بلې ژبې خپرونه تحميل
کړي [/quote:379e903218] زياتوم :
هو ، ستاسوخبره سمه د ه ، په دې کې رښتيا هم هيڅ [color=white:379e903218]شک نشته چې د آريانا ټلويزيون يو خصوصی ټلويزيون دئ کولای شي په هره ژبه چې وغواړي خپرونه وکړي او څوک نشي کولای پر هغو باندې د پښتو او يا د کومې بلې ژبې خپرونه تحميل کړي [/color:379e903218] . خو د خصوصي تلويزيون څخه مطلب طبعأ لومړی دا نه دی چې ګواکې د خصوصي ګټې وټې تلويزيون دی او د سوداګرۍ له پاره يې چې په هره ژبه کې ګټه ډيره وي پر همغه ژبه که هغه فارسي وي که پښتوخپلې خپرونې پرې کوي ، بلکې هدف به يې ژبې او کلتور ته خدمت وي . داچې داريانا د تلويزيون مشر يو پښتون دی، نو هغه ژبه چې دی ورته خدمت کول غواړي بايد پښتو وي .ځکه دا ليرې او ډيره بعيده بريښي چې پښتون دې خپله ژبه د هاغومره اړتيا او اړينتيا سره سره پريږدي او د فارسي ژبې خدمت ته دې ملا وتړي ، چې دۀ اود ده خدمت ته نه اړتيالري او نه يې اړينتياليدل کيږي ، يابرعکس يو فارسي ژبی کارپوه دې د فارسي پرځای د پښتوخدمت ته ملا وتړي ! دا کار تر اوسه چيرې نه پيښ شوی او نه به پيښ شي، خوکه په اوسنيو شرايطو کې پيښ هم شي دومره د حيرانتيا وړ نه ده ، ځکه د فارسي رسنۍ اوتلويزيونونه بي شميره شوي دي او ﻻ زياتوالي ته ښايي نور څه اړتيا ونه لري، خو پښتو ورته سخته جدي اړتيا لري . که په دغسې شرايطوکې يو فارسي ژبی افغان چې په پښتو کې هم ﻻس لري ، د پښتو تلويزيون رامخته کړي ، د احتمال او شونتيا څخه لرې نه ښکاري .
نو که داريانا مشر پښتون وي او غواړي پښتو ته خدمت وکړي او بيا هم په فارسي اخته وي ، نو بايد ورته په ډاګه شي چې وروره خير خو دی ، داته څه کوې ، ولې داسې کوې او دکوم هدف له پاره داسې کوې ؟ آيا غواړې د پښتو دخدمت يوه شونتيا ناشونې کړې او يو چانس يې وسوزوې (؟ ) او که ګمارل شوی يې چې پر پښتو او پښتنو ملنډې ووهې ؟
او که نه، هغه غواړي پر تلويزيون پيسې وګټې هم په فارسي او هم په پښتو خپله خصوصي پانګې ته پراختيا ورکړې ، نو بيا خو قانون اجازه ورکړې او دوام دې ورکړي . تر ده به د پښتون او پښتنو بل لوی دوښمن هم نه وي چې د څو پيسو له پاره پښتو ، پښتنې کلتور او د پښتنو حيثيت تر پښو ﻻندې کول غواړي ، نو په دې صورت کې که څوک پښتون وي ددغسې يوۀ بي مترې تجار تلويزون کتل به بايکات کړي او هيڅکله به يې ونه ګوري .
هو ، د فارسي تلويزيونونه بي شميره دي پر چا يې بده اغيزه نه ده کړې، که اريانا دې هم سوچه فارسي وي پروا نه لري ، خو ًپښتانه ً دې په کې پر پښتو ملنډې نه وهي !

وروره تاسو حتمأ کومه مفکوره هم لرئ او ليکئ چې :
[color=white:379e903218](( زه د پښتو ژبې د ودې پر ستونزو ستاسې نظر تائيدوم ، خو دستونزو د کمولو په برخه بايد پرته د دکتاتوري مفکورو بايد دنورو اوږدمهالو عملی لارو چارو په لټه کې شوو))[/color:379e903218]
که کومه اوږدمهاله عملې ﻻره چاره مو په سر کې ګرځي له ست او صلا پرته يې بيدرنګه وړاندې کړئ ، ځکه دا ښه فرصت دی که له ﻻسه يې ورنکړئ ښه به وي .
خو د پورتني نظر په وياړ او نوي وړانديز په هيله به مو يوه فکاهي هم درته وليکم :
غفار خانه وروره ، يوسپين ږيري سړي په ګاونډ کلي کې يو پيژندګلو هلک وليد چې له چا سره نوکر شوی او شليدلې جامې يې پر غاړه دي . سړي ترې پوښتنه وکړه چې دمياشتې په څو روپۍ مزدور يې ؟ هلک وويل صرف په خيټه او جامه نوکر يم. سپن ږيري اکا چې يې شليدلو جامو ته داسې ﻻندې باندې وکتل نو ورته وۀ يې ويل :
والله جامه خو ډيره ښه ده ، چې ډوډۍ به دې څنګه وي ؟

.


منتظرمسید
29.05.2006

ډیرښاغلی ورورغفارصیب !
سلامونه اوښې هیلې ومنئ .
ګرانه وروره تاسولکه چې زمالیکنې په غورسره ندي لوستې ،ماهلته هرګز داندي ویلي چې ولې اریاناټلویژیون په پاړسي خپرونې کوي ،بلکې ماګیله له خپلوپښتنو وروڼونه کړیده چې ولې په داسې حال کې چې دواړه هم خبریال اوهم مرکه کونکې پښتانه وو،نوددې په ځای چې په خپله ویاړلې ژبه خبرې وکړي ،دځینوملحوظاتواو مناسباتودساتلولپار ه یی په پاړسي خبرې کولې ،ځکه چې ترڅوبه یوازې پښتانه دغوملحوظاتوته پاملرنه کوي اوانډول!!! به ساتي ،پداسې حال کې چې مقابل لوری ددغوملحوظاتوهیڅ مراعت نه کوي اوپه هرځای کې هغه له پامه غورځوي .بله داچې هغه دښاغلي غروال صیب خبره په ځای ده چې پښتوبایدپه هرځای کې په سرکې ولیکله شي اووویله شي ،پښتو که څوک غواړي یانه غواړي دافغانستان داکثریت ژبه ده ،اوله بده مرغه داچې موږدوې رسمي ژبې لرو،نوبایده دادي چې پښتوپه هرځای کې په سرکې ولیکل شي اوورپسې پاړسي ،نه داسې لکه چې دااوس په هیوادکې روان دي ،اوپرپښتوپه غټ لاس ملنډې وهل کیږي . اخردا د ستراحمدشاه (رح) ژبه ده اوهرهغه څوک چې نوموړي ته درناوی لري ،نوباید چې پښتوته هم درناوی ولري ،اوکه څوک ستراحمدشاه باباته درناوی نلري ،نوزه هغه افغان نه بولم اوله افغانیت نه یی انکارکوم .
ماتل ویلي دي چې نورې ژبې هم دشتون اوودې حق لري خوداهرګز دامانانه لري چې هغوی دې دپښتود ځپلواوله منځه تلوپه بیه وده وکړي .
پښتود۱۰۴ ملیونیزه ملت اوولس ژبه ده اوداپرموږپښتنوفرض دی چې دهغې ساتنه اوپالنه وکړو .
په درناوي


ghafar
30.05.2006

ګرانو هېوادوالو غروال او زیب منتظرمسید او نقاد صاحبانو سلامونه او نيکې هيلې!
غروال صاحب ليکي:[quote:99e3f987a9]مونږه د ژبې د ودې پر ستونزو نه يو غږيدلي بلکه د پښتنو په پښتو په نه غږيدلوغږيدلي يو او غږيږو![/quote:99e3f987a9]ګرانه غروال صاحبه! داچې پښتانه په پښتو نه غږېږي د پښتو ژبې د ودې په لاره کې يوه لويه ستونزه ده !
او بيا دا چې ما ليکلي وو ( يواځې ملي راډيو او ټلويزيون او دولتی مجلې او ورځپاڼې دا مکلفيت لري، چې په هېواد کې د رسمي ژبو انډول مراعات کړي)غروال ليکي:[quote:99e3f987a9] ځواب کړم چې هلته هم ژرندې داسي چپه تاويږي چې له غنمو راته سوړسک راباسي[/quote:99e3f987a9]ګرانه ما هلته د ملي ټلويزيون چلند په هکله څرګندونه او کومه پوښتنه نه وه کړې، ما يواځې اوسنئ حقوقي حالت ښودلئ و !
زیب منتظرمسید ليکي:[quote:99e3f987a9] ګرانه وروره تاسولکه چې زمالیکنې په غورسره ندي لوستې ،ماهلته هرګز داندي ویلي چې ولې اریاناټلویژیون په پاړسي خپرونې کوي ،بلکې ماګیله له خپلوپښتنو وروڼونه کړیده چې ولې په داسې حال کې چې دواړه هم خبریال اوهم مرکه کونکې پښتانه وو،نوددې په ځای چې په خپله ویاړلې ژبه خبرې وکړي[/quote:99e3f987a9]ګرانه داسې ښکاري، چې د ډله ايزو رسنېو طرزالعمل سره دومره آشنائي نلرۍ. که د آريانا ټلويزيون پدې باور وي، چې د هغه د ټلويزيوني خپرونې ليدونکو زياتره برخه د پښتو په پرتله په دری ښه پوهېږي، نو خپله خپرونه همداسې عياروي. ځکه هغه غواړي د ساري په توګه اعلانونه خپاره کړي او هيله لري چې ډير خلک پرې پوه شي .هغه زما او ستا دردونو په کيسې کې ندئ، نو که پښتون خبريال او يا نطاق د هغه غوښتنه ونه مني، نو هغه به نه استخداموي! او که د مخابراتو محترم وزير صاحب د پښتو په مصاحبې ټينګار وکړي، نو ورسره مصاحبه به نه کېږي !! پاي!!
محترم نقاد صاحب ليکي:[quote:99e3f987a9]که کومه اوږدمهاله عملې ﻻره چاره مو په سر کې ګرځي له ست او صلا پرته يې بيدرنګه وړاندې کړئ ، ځکه دا ښه فرصت دی که له ﻻسه يې ورنکړئ ښه به وي [/quote:99e3f987a9]ګرانه وروره نقاد صاحبه، که څه هم زمونږ د بحث موضوع دا نده خو ستاسود فکاهي څخه سړئ دا الهام اخيستئ شي چې تاسې پر ځان ډېر مغرور ياست او خوښېږي مو، چې پر نورو باندې ملنډې ووهۍ، نو ځکه عرض کوم لکه چې ما پخوا هم يو ځل په يوه بل بحث کې ليکلي وو د اوږد مهاله لارو چارو څخه يوه لاره د ښوونځيو د تدريسي پروګرام تنظيمول او پلي کول دی.
په دې برخه کې ضروری برېښي چې پر اساسي قانون باندې استناد وشي، چې پکې راغلي دي: دواړه پښتو او دری ژبې دافغانستان رسمي ژبې دي. رسمي ژبې په دې معنی چې هر څوک چې د افغانستان په رسمي ادارو کې کار کوی بايد په يوه د مخه ټاکل شوي معيار په دواړو ژبو د ليک او لوست توان ولري . ددې غوښتنې د پلی کولو لپاره بايد دهغو ښونځيو شمېر، چې پکې په پښتو او يا په دری ژبه زده کړه وشي، بايد د پښتو ژبي او دري ژبي وګړو شمېر سره سمون ولري . ما اساسی قانون ته ځکه اشاره وکړه، چې دتعليمی پروګرام په جوړولو کې د پښتو ژبې د مخالفانو مقاومت کم شی .
په درناوي
غفار


ghafar
30.05.2006

ګرانه وروره lawangin سلامونه او نيکې هيلې!
تاسې ليکۍ:
[quote:fb2140269e] وروره خبري خو دداسي بويني د ي لکه : د ....مل صيب اوکر... صيب ،لکه تاهم چې دکابل په شير پور کې سپينه ماڼۍ جوړه کړې وي ٠[/quote:fb2140269e]ګرانه تاسو ته دومره ويلئ شم، چې زه تاسو سره بحث نکوم !! بښنه غواړم .
په درناوي
غفار


منتظرمسید
30.05.2006

ګران ورورغفارصیب
سلامونه اوښې هیلې
تاسولیکی :([color=red:38a0cc78f7]ګرانه داسې ښکاري، چې د ډله ايزو رسنېو طرزالعمل سره دومره آشنائي نلرۍ. که د آريانا ټلويزيون پدې باور وي، چې د هغه د ټلويزيوني خپرونې ليدونکو زياتره برخه د پښتو په پرتله په دری ښه پوهېږي، نو خپله خپرونه همداسې عياروي. ځکه هغه غواړي د ساري په توګه اعلانونه خپاره کړي او هيله لري چې ډير خلک پرې پوه شي .هغه زما او ستا دردونو په کيسې کې ندئ، نو که پښتون خبريال او يا نطاق د هغه غوښتنه ونه مني، نو هغه به نه استخداموي! او که د مخابراتو محترم وزير صاحب د پښتو په مصاحبې ټينګار وکړي، نو ورسره مصاحبه به نه کېږي !! پاي!!) [/color:38a0cc78f7]
ګرانه وروره داچې تاسوپکرکوئ چې یوازې تاسودرسنیودطرزالعمل سره اشنايي لرئ اوبس ،داستاسوحق دی ،زه پدې اړوندڅه نه وایم لاکن خبره پدې کې ده چې لکه چې تاسولیکی که نوموړي وزیرپه پاړسي مرکه نه وای کړې نومرکه به ورسره نه وای شوې ،دادرسته ده اوزه هم پدې پوهیږم ،خوزماموخه داده چې نوموړی وزیردې لدې مرکه نه تیرشوې وای ،دونیاخونه ورانیده ،موږبایددخپلې ژبه لپاره دومره قرباني خوبایدورکړو،اوبله داچې ده کولای شول په هغه صورت کې دهیوادپه نورورسنیو کې شکایت وکړی اوداریانادغه پښتوضدچل چلندوغندي ،لاکن نوموړي ددې لپاره چې په ټلویژیون کې راښکاره شي ،دپښتوحق ترپښولاندې کړ.
تاسوته به داهم پته وي (ځکه چې درسنیوپه طرزالعمل ښه پوهیږئ )چې داریانااو طلوع زیاتره کارکونکي اوتکړه ویاندي اونطاقان پښتانه دي ،اوکه چیرې هغوی دغه لاره په مخ کې ونیسي چې یاپه پښتوخپرونې وایم اوخبرې کوم اویاخوهیڅ په نوموړوټلویژیونونوکې کارنه کوم ،نوډاډدرکوم چې دنومړوټلویژیونونوڅښتنان به دیته اړشي چې پښتوته لازمه ونډه ورکړي .
بله داچې ګرانه وروره غفارصیب ،داستادخبرولهجه هم زماسره اوهم دنورو ښاغلو وروڼو،غروال صیب ،نقادصیب اولونګین صیب سره ،دخبرواترواوبحث لهجه نده ،بلکې یوډول قهرجنه اوله کینې ډکه ده ،لکه چې تاسوته داخوندنه درکوی چې موږ پدې ستونزه ،چې په ننني وخت کې زماپه اندترټولوستره اومهمه ستونزه ده ،خبرې اوبحث کوو،خووروره متل دی چې وايي سوزي هغه ځای چې اورپرې بل وي ،البته موږبه دغه ستونزه ځوروي اونه به غواړوچې نورزموږحقونه ترپښولاندې شي ،تاسو بایدچې پدې خبره په قاراوغوسه نه شئ ،ځکه دازموږمسلم حق دی چې دخپل ځان اوخپلې ژبې غم وخورو.
ګرانه وروره ! هیله ده چې په راتلونکي کې به خپلې لهجې ته بدلون ورکړئ اولږ نرمښت به پکې راولئ .ترڅووکولای شوپه ارام زړه پدې اړوند وغږیږواو خپل نظروړاندې کړو .
ستاسودبري په هیله


larghonay1
30.05.2006

كله كله سړى حيران شي او ځانته يې هم غوسه راشي چې دا زه خداى په څومره بدمرغه قوم كې پيدا كړى يم.
د غفار صيب دلايلو پر ماهم همدا كانې وكړې . زه وايم پښتانه كه د پښتو له پاره كار نه شي كولى او يا يې په ګټه منطق نه شي ويلى نو پر خلاف خو دې يې اخر څه نه وايي!.
غفار خانه فكر كوم تاته تر اوسه د اريانا ټلويژن نه دى معلوم چې څنګه پاليسي لري ، پښتو ټلويژن دى او كه پاړسي؟
زه به درته ووايم چې د اريانا ټى وي څښتن احسان الله بيات چې پخپله پاړسي ژبى دى زه يې په هكله هيڅ نه وايم خو د ټى وي په اړه بايد دومره درته ووايم چې هغه د انګريزانو خبره فيفټي فيفټي پاليسي لري. يانې پښتو او پاړسي ته يې د برابر حق پاليسي وركړې ده خو دا چې هلته كوم پښتانه دي هغوى د تېر په څېر د كمترۍ يا كم ګڼنې احساس كوي دا نو بېله خبره ده كنه بيات د دواړو ژبو له پاره يو ډول امر كړى دى.
او حتى پښتو خبرونه له پاړسۍ نه مخكې وايي يانې سهار په او بجو پاړسي په اتو پښتو وي خو ماسپښين په دوولسو پښتو او په يوه پاړسي ، د ماښام په اوو پښتو او په اتو پاړسي وي.
وروره باور وكړه چې ماد بيات هغه امر هم ليدلى چې اووه څلوېښت په سلو كې بايد پښتو وي ، اووه څلوېښت په سلو كې بايد پاړسي او شپږ په سلو كې بايد انګليسي وي.
او بله دا چې د اريانا ټلويزيون سرپرست احسان الله ارينزى،رييس يې نظرى او د وياندانو يا نطاقانو مشر يې غني مدقق دى چې دغه ټول ښاغلي پښتانه دي خو دا چې دوى هم دا فكر كوي چې پاړسي د پاړسيوانانو په اصطلاح كاكګي ده نو هغه بيا بېله خبره ده.
رابه شو اميرزي سنګين ته وروره امير زى څه د دوو وزيرانو معاش نه اخلي او نه د پاړسيوانو وزيرانو پر وړاندې كوم امتياز لري.پاړسيوان وزيران ولې پښتو نه وايي .هغو ى خو د پښتنو پوښتنه هم په پاړسي ورځوابوي؟
تاسو به تېر كال د ازادۍ راډيو په يوه ژوندي پروګرام كې د فرهنګ اخلاق ليدلي وي چې يو پښتون ورور ورڅخه په خوله وغوښتل چې په پښتو ځواب راكړه او دازادۍ راډيو پروګرام چلوونكي هم ورته وويل چې په پښتو ځواب غواړي خو ده په پوره نر توب په خپله مورنۍ ژبه ځواب وركړ.
بله دا چې غفار بيا هم ډېر ناخبره او د نقاد صيب خبره كيدى شي كومه مفكوره لري كنه نو د كوم منطق له مخې وايي چې د اريانا ټي وي اكثره اوريدونكي پاړسيوان دي؟
اريانا خو په ټول افغانستان او حتى په څو اويا بهرنيو هيوادونو كې خپرونې لري .
له بهرنيو به يې راتېر شو نو په افغانستان كې دى د كوم منطق له مخې پښتانه لږكي بولي او دومره لږكي چې بايد يو وزير يې په ژبه خبرې هم ونه كړي؟
او بله دا چې وزير خو د يو قوم يا يوې ژبې دخلكو نه وي بلكې د يوه هيواد وي نو كه سنګين د هيواد وزير وي خو پښتو د هيواد رسمي ژبه ده؟
او بله دا چې تر كرزي راپه دېخوا او ځينې پښتنو غوړه مالو چارواكو پرته نور يو پاړسيوان هم له خپلې مورنۍ ژبې او خپل دريځ نه نه تېرېږي تاسو ضيامسعوداو كريم خليلي ته وګورئ هغه يوازې د پاړسيوانو وزيران دي؟
تاسو په كابينه ، ولايتونو او ټول هيواد كې پښتانه هم وڅارۍ او پاړسيوانان هم چې څوك په خپله ژبه وياړي؟
راغلو د اعلانونو خبرې ته غفار ګله ته بيا هم د خپرونو يا مطبوعاتو سره نا اشنا يې!
اعلان د سوداګر كار دى هغه پيسې وركوي چې په كومه ژبه يې غواړي په هغې يې خپرولى شي خو پښتانه تجاران اوس څه ناڅه پوه شوي دي ، پښتو اعلانونه هم غواړي خو دا چارواكي او ځينې نور غوړه مالان يې لا نه دي پوه.


منتظرمسید
30.05.2006

ګران ورورلرغونی لاروی صیب !
سلامونه اوښې هیلې مې ومنئ .
ستاسوله خبروسره سل په سلوکې هوکړه کوم اوزه خولاداهم ویلې شم چې پرخوله دې برکت شه وروره.
ماتل ویلي دی اواوس هم وایم چې دپښتنوغلیمانوتل هڅه کړیده چې پښتانه دپښتنوپه وسیله وځپي ،داځکه چې بل څوک دومره میړانه اوجرات نلري چې دپښتنومخې ته ودري .اوستاسودخبروپه تائید،هغوپښتنوچې دکمترۍ دحس په ناولي مرض اخته دي ،تل پښتنوته لوی زیانونه وراړولي دي ،دوی ددې لپاره چې ځان عصري !!!! وښئي دپښتوپه وړاندې ددښمنۍ چلندکوي ،له دې نه بې خبره دي چې :
چې انجام دې پریوتل ندي نوڅه دي ؟
چې پرې ناست يي پرې کوې هماغه څانګه
بیات صیب ته دې بیاهم خدای خیرورکړي چې پاړسیوان سړی دی اوپښتوته یی د پاړسۍ سره برابره ونډه ورکړې ده ،خوهدایت دې خدای هغوپښتنوته وکړي چې ددې لپاره ترڅوځانونه عصري اومډرن وښئي ،نوخپلې ژبې ته يي ورشاکړیده اونوروته چوپړ کوي .
په درناوي


ghafar
30.05.2006

ګرانه وروره larghonay1 صاحب سلامونه او نيکې هيلې!
د آيانا د ټلويزيون په هکله ستاسو د مفصلو معلوماتو څخه ډېره مننه، په ريښتيا چې ما د آريانا د تلويزيون په هکله دومره معلومات نه درلود او دا ادعا مې هم نده کړې!
تاسې ليکۍ:[quote:bd3bdcb2e6]بله دا چې غفار بيا هم ډېر ناخبره او د نقاد صيب خبره كيدى شي كومه مفكوره لري كنه نو د كوم منطق له مخې وايي چې د اريانا ټي وي اكثره اوريدونكي پاړسيوان دي[/quote:bd3bdcb2e6]ګرانه تاسې خپل اعصاب پر ما باندې بې ځايه خراب کړي دي. که تاسې زما ليکنې ته ځير شۍ نو موضوع به تاسو سره حل شي. ځکه ما ليکلي: ( که د آريانا ټلويزيون پدې باور وي، چې د هغه د ټلويزيوني خپرونې ليدونکو زياتره برخه د پښتو په پرتله په دری ښه پوهېږي، نو خپله خپرونه همداسې عياروي). ما مطلقه ادعا نده کړې، ما ليکلي ( که د آريانا ټلويزيون پدې باور وي) !! هيله ده چې قناعت مو حاصل شوئ وي !
زیب منتظرمسید وروره تاسې ليکۍ:[quote:bd3bdcb2e6] پښتود۱۰۴ ملیونیزه ملت اوولس ژبه ده اوداپرموږپښتنوفرض دی چې دهغې ساتنه اوپالنه وکړو .[/quote:bd3bdcb2e6]که مهربانی وکړۍ د دغه شمېر منبع څرګنده کړۍ.
په درناوي
غفار


منتظرمسید
30.05.2006

ګرانه وروره غفارصیب !
ښې هیلې ومنئ .
ولې نه وروره ،زه به دشمیرنې یااحصائی دغه سرچینه درته په راتلونکي کې وړاندي کړم چې د(WAK FOUNDATION FOR AFGHANISTAN)یوبې پرې اوبې پلوه موسسې له خوترسره شویده .
اوس اوس زه غواړم وخت ومومم ترڅوهغه له انګریزۍ ژبې نه په پښتوواړوم .
په درناوي


نقاد
30.05.2006

محترم ورور غفار خان او ټولو دوستانو ته سلامونه او نېکې هيلې !
که مو د اوږد مهاله عملي ﻻو چارو د ګونګ مهوم پر ځای د مخې په اساسي قانون کې ددواړو ژبو د رسميت پر استناد د ښوونځيو د تدريسي پروګرام تنظيمول او پلي کول په ګوته کړي وای، چې پخوا مو هم ددې يادونه کړې او کومه نوې خبره هم نه وه، نو اړونده پوښتنه او فکاهي به يې هم نه راپورته کوله ، خو کله چې غروال صاحب تاسوته د ملي راديو او تلويزيون په تاو د اساسي قانون عملي حالت ښه په ګوته کړ [color=white:946061207e]چې هلته هم ژرندې داسي چپه تاويږي چې له غنمو راته سوړسک راباسي٠ [/color:946061207e]نو تاسو بيا وويل چې زما مطلب عملي نه ، بلکې حقوقي حالت دی . په حقوق حالت کې خو دې هر ژورنالست حق لري له رسمي ژبو
څخه په هره يوه ژبه چې غواړي مرکه وکړي ، ددې مخه يووزير هم نشي نيولی ! دغه راز مو دغه ادعا هم عملأ د درک وړ نه ده چې که يووزير په پښتو مصاحبه کوي نو د اريانا په څير يو خصوصي تلويزيون به ورسره مصاحبه ونه کړي (! )، نو ګواکې ددولت پښتو ژبي وزيران مجبور دي چې د رسمي حقوقو چوکات مات او مرکه په فارسي وکړي ، په داسې حال کې چې د اريانا تلويزيون بيا په سلو کې ٤٧ په پښتو او ٤٧ برخې په دري خپرونې هم کوي .
له دې نه څرګنديږي چې په مشخصو حالتونو کې عام غږيدل او له قانون سره د مشخص تړاو پرته د قانون قانون يادول له مسلې نه تښتيدل او چندان پرځا کار نه وي . بيا هم راځئ دا ګز او دا ميدان ، هغه دې قانون ، دغه دې معضله او دا هم مونږ اوتاسې ، کوم عملي تدبيرونه او ګامونه پورته کول غواړئ؟ او څومره اوږود مهاله
تدبيرونه ؟ څو ﻻسونه سره يو کړو او د عمل ډګر ته يوځای ورودانګو !

د اوږد مهاله لارو چارو څخه يوه لاره د ښوونځيو د تدريسي پروګرام تنظيمول او پلي کول دی. په دې برخه کې ضروری برېښي چې پر اساسي قانون باندې استناد وشي....

چې هلته هم ژرندې داسي چپه تاويږي چې له غنمو راته سوړسک راباسي٠
په درناوې


نقاد
30.05.2006

محترم ورور غفار خان او ټولو دوستانو ته سلامونه او نېکې هيلې !
که مو د اوږد مهاله عملي ﻻو چارو د ګونګ مهوم پر ځای د مخې په اساسي قانون کې ددواړو ژبو د رسميت پر استناد د ښوونځيو د تدريسي پروګرام تنظيمول او پلي کول په ګوته کړي وای، چې پخوا مو هم ددې يادونه کړې او کومه نوې خبره هم نه وه، نو اړونده پوښتنه او فکاهي به يې هم نه راپورته کوله ، خو کله چې غروال صاحب تاسوته د ملي راديو او تلويزيون په تاو د اساسي قانون عملي حالت ښه په ګوته کړ [color=white:6f710768c8]چې هلته هم ژرندې داسي چپه تاويږي چې له غنمو راته سوړسک راباسي٠ [/color:6f710768c8]نو تاسو بيا وويل چې زما مطلب عملي نه ، بلکې حقوقي حالت دی . په حقوق حالت کې خو دې هر ژورنالست حق لري له رسمي ژبو
څخه په هره يوه ژبه چې غواړي مرکه وکړي ، ددې مخه يووزير هم نشي نيولی ! دغه راز مو دغه ادعا هم عملأ د درک وړ نه ده چې که يووزير په پښتو مصاحبه کوي نو د اريانا په څير يو خصوصي تلويزيون به ورسره مصاحبه ونه کړي (! )، نو ګواکې ددولت پښتو ژبي وزيران مجبور دي چې د رسمي حقوقو چوکات مات او مرکه په فارسي وکړي ، په داسې حال کې چې د اريانا تلويزيون بيا په سلو کې ٤٧ په پښتو او ٤٧ برخې په دري خپرونې هم کوي .
له دې نه څرګنديږي چې په مشخصو حالتونو کې عام غږيدل او له قانون سره د مشخص تړاو پرته د قانون قانون يادول له مسلې نه تښتيدل او چندان پرځا کار نه وي . بيا هم راځئ دا ګز او دا ميدان ، هغه دې قانون ، دغه دې معضله او دا هم مونږ اوتاسې ، کوم عملي تدبيرونه او ګامونه پورته کول غواړئ؟ او څومره اوږود مهاله
تدبيرونه ؟ څو ﻻسونه سره يو کړو او د عمل ډګر ته يوځای ورودانګو ! والسلام!


نقاد
30.05.2006

محترم ورور غفار خان او ټولو دوستانو ته سلامونه او نېکې هيلې !
که مو د اوږد مهاله عملي ﻻو چارو د ګونګ مهوم پر ځای د مخې په اساسي قانون کې ددواړو ژبو د رسميت پر استناد د ښوونځيو د تدريسي پروګرام تنظيمول او پلي کول په ګوته کړي وای، چې پخوا مو هم ددې يادونه کړې او کومه نوې خبره هم نه وه، نو اړونده پوښتنه او فکاهي به يې هم نه راپورته کوله ، خو کله چې غروال صاحب تاسوته د ملي راديو او تلويزيون په تړاو د اساسي قانون شرميدلی حالت ښه په ګوته کړ [color=white:a05642b2fe]چې هلته هم ژرندې داسي چپه تاويږي چې له غنمو راته سوړسک راباسي٠ [/color:a05642b2fe]نو تاسو بيا وويل چې زما مطلب عملي نه ، بلکې حقوقي حالت دی . په حقوق حالت کې خو دې هر ژورنالست حق لري له رسمي ژبو
څخه په هره يوه ژبه چې غواړي مرکه وکړي ، ددې مخه يووزير هم نشي نيولی ! دغه راز مو دغه ادعا هم عملأ د درک وړ نه ده چې که يووزير په پښتو مصاحبه کوي نو د اريانا په څير يو خصوصي تلويزيون به ورسره مصاحبه ونه کړي (! )، نو ګواکې ددولت پښتو ژبي وزيران مجبور دي چې د رسمي حقوقو چوکات مات او مرکه په فارسي وکړي ، په داسې حال کې چې د اريانا تلويزيون بيا په سلو کې ٤٧ په پښتو او ٤٧ برخې په دري خپرونې هم کوي .
له دې نه څرګنديږي چې په مشخصو حالتونو کې عام غږيدل او له قانون سره د مشخص تړاو پرته د قانون قانون يادول له مسلې نه تيښته ،  او چندان پرځا کار نه وي . بيا هم راځئ دا ګز او دا ميدان ، هغه دې قانون ، دغه دې معضله او دا هم مونږ اوتاسې ، کوم عملي تدبيرونه او ګامونه پورته کول غواړئ؟ او څومره اوږود مهاله
تدبيرونه ؟ څو ﻻسونه سره يو کړو او د عمل ډګر ته يوځای ورودانګو !  ومن الله توفيق ٠ والسلام!


ghafar
30.05.2006

جناب محترم نقاد صاحب بيا هم سلامونه او نېکې هيلې!

[quote:c3f92cfddc]که مو د اوږد مهاله عملي ﻻو چارو د ګونګ مهوم پر ځای د مخې په اساسي قانون کې ددواړو ژبو د رسميت پر استناد د ښوونځيو د تدريسي پروګرام تنظيمول او پلي کول په ګوته کړي وای، چې پخوا مو هم ددې يادونه کړې او کومه نوې خبره هم نه وه، نو اړونده پوښتنه او فکاهي به يې هم نه راپورته کوله [/quote:c3f92cfddc]
دا زمونږ د بحث موضوع نه وه، چې په تفصيل ورباندې غږيدم! خو سره لدې هم د اهانت حق نلرۍ ! تاسې کولاي شۍ خپله فکاهي د ټوکو په برخه کې ووايۍ.

[quote:c3f92cfddc]په حقوق حالت کې خو دې هر ژورنالست حق لري له رسمي ژبو
څخه په هره يوه ژبه چې غواړي مرکه وکړي[/quote:c3f92cfddc]
سمه ده، د آريانا د ټلويزيون خبريال هم همدا کار وکړ. نو دومره نارې سورې د څه لپاره؟
[quote:c3f92cfddc]راځئ دا ګز او دا ميدان[/quote:c3f92cfddc]
پهلوان صاحبه خپه نشۍ، پر دا ډول ليکنو باندې له تبصرې څخه عاجز يم، خو دومره ويلئ شم، چې د ښوونځي ماشومان مې را په ياد شول!!
په درناوي
غفار


منتظرمسید
30.05.2006

ګران ورورنقادصیب !
سلامونه اوښې هیلې منئ .
ستاسوخبرې په ځای دي ،زموږپښتنویابه ښه داوي چې ووایم افغانانوداعادت او دود دی چې په جرګواوغونډوکې سره راټول شونوهرسړی له ستونزواومشکلاتونه سرټکوي ،خوخبره یوازې په سرټکونه اوشکایتونویانیوکوباندې پای ته ورسیږي اودستونزودحل لپاره داوارۍ لارې چارې زیاتره رامنځته نشي ،په دغوبحثونوکې چې موږاوتاسویی دنیټ له لارې کوواودهیواددستونزوپه اړوندخپل وړاندیزونه او له هغونه سرټکوو،نوډیرلږ داسې کسان به وموندل شي چې دبحث یاخبرواترونه یی موخه دستونزې لپاره داوارۍ موندل وي ،بلکې زیاتره کسان بحث یوازې دبحث لپاره کوي ،اوپداسې حال کې چې په ډیرومواقعوکې پدې پوهیږي چې په حقه ندی ،لاکن په خپل نظریاخبره ټینګ ولاړوي اوله هغې نه تیریدل یادبل سم نظردځان لپاره سپکاوی بولي ،چې زماپه اندداسم اودرست چلندندی ،دتیرودیرشوکالونواو ان نن هم زموږدهیوادستونزې ځکه نه اواریږی ،چې موږدمسائلوپه وړاندې ورته چلندکوواوددې په ځای چې دبل هیوادوال سم اودرست نظرومنو ،په خپل ناسم دریځ کلک ولاړؤ .په دې پاڼه کې هم ځینې ورته کسان شته چې یوازې د موضوع د اخلال لپاره بحث کوي ،سره لدې چې پوهیږي چې نظریی ناسم دی .خوپه هرصورت رابه شوستاسویادونې ته چې دښوونځیوپه اړوندکړي وې،
ګرانه وروره نقادصیب ،زماپه اندترڅوچې پښتنوته داحق ورنکړشي چې دنړیوالو،اسلامي اوانساني قوانینوسره سم ،په خپله مورنۍ ژبه یاني پښتو لیک لوست وکړي ،ترهغودپښتودودې یاپراختیاپه اړه خبرې کول ،زماپه اندهم بې ځایه دي ،
لومړۍ خوبه داووایم چې له بده مرغه چې موږافغانان دوه رسمي ژبې لرو،ترټولو
به ښه داوای چې یوه رسمي اوملي ژبه مودرلودلی ،ځکه چې ترڅوچې موږیوه ملي ژبه ونلرو،ترهغه پورې داستونزمنه ده چې دیوملت اووروڼوپه شان سره نژدې شو،خوخیردابه دپښتنویابې کفایتي اوکمزوري وي چې داسې ونه شول یانه کیږي ،خواوس چې دوه رسمي ژبې پرموږتپل شویدي نوښه به داوي چې دهیوادپه ټولوښونځیوکې که هغه په پکتیاکې وي ،یاپه بدخشان کې یاهم دهیوادپه نوروولایاتوکې ،دځینونوربهرنیوهیوادپه څیر په هرښوونځي کې دوه ټولګي شته وي ،یاني هم دپاړسي اوهم دپښتو،اودابیا زده کوونکوته موقع ورکړه شي چې په هره ژبه وغواړي ،په هغه دې زده کړې وکړي ،که څوک غواړي چې په پاړسي زده کړې وکړي ،نوهغه به دپارسۍ په ټولګي کې زده کړې کوي ،خوکه څوک وغواړي چې په پښتوزده کړې وکړي هغه ته به هم موقع په لاس ورغلې وي چې زده کړې په خپله ژبه ترسره کړي .اوهغه څوک چې دخبرولپاره دقانون اوحقوقوډیره یادونه کوي ،هم دملګروملتواوهم زموږداساسی قانون حکم په ځای شوی وي .
په درناوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more