شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ |
ليکوال |
پيغام |
هيواد شېرزاد ستوري


دغړيتوب نېټه: 04 اګست 2002 ليکنې: 214 ځای: سويډن
|
د ليکنې نېټه : شنبه اپريل 08, 2006 2:10 pm عنوان : د ټول افغان طرحي مشاعره . . . . |
|
|
سلامونه !
طرحي مشاعره مو دلته رانقل کړه . هيله ده چې دا لړۍ هدلته جاري وساتو، او د بيت بازۍ مشاعره هلته (تر خپل عنوان لاندې).
عابد ليکلي :
صميم جانه وروره ښې چارې:
دا چې تاسې ما ته د طرحې د ايښودو اجازه راکړې ده نو راځئ چې بسم الله کړو.
او نور دوستان دې هم په کې برخه واخلي. موږ به خوښ شو کيدای شي چې طنز و مزاح شعرونه په کې هم وويل شي غم به نه کوئ.
طرحه:
ستا له سينې سره په جنګ به شمه
جانانه يو موټی لونګ به شمه
بس ورونو پرې رادانګئ. زموږ دوه ورځې رخصتي د يکشنبې يا اتوار په ورځ به راپيدا کيږم خدای دې وکړي چې ښه په درز کې شعرونه پرې وويل شي.
ستاسې ورور عابد
--------------------------------
سهار ليکلي:
ټولو دوستانو ته د زړه له کومې سلامونه او ژورې پيرزوينې .
عابد صيب ته خاص سلامونه او درناوی د شعرونو سره مو مينه او اشنايي لرو
که څه هم پخپله شاعر نه يم خو تاسو وړاندې کړی بيت مې دومره خوښ شو چې زه يې وهڅولم چې تاسوبدرګه کړم په دې هيله چې نيمګړتيا به مو تاسو پوره کوئ .
ستا له سينې سره په جنګ به شمه
جانانه يو موټی لونګ به شمه ...... ب. م. عابد
پښتنې ځای که په اوربل راکوې
درته ګلونه رنګ په رنګ به شمه ...... سهار
په مينه او درنښت ستاسو سهار
-------------------------------
هيواد شېرزاد ليکلي :
د عابد صاحب په طرحه شعر هم خورا ګران کار دی ، خو ډېر دروند به نه وي . زه به هم يو شعر پکې وليکم ، خدای دې وکړي چې ډير کمزوری نه وي (اګر چې وي به هم ).
ستا له سينې سره په جنګ به شمه
جانانه يو موټی لونګ به شمه ...... ب. م. عابد
پښتنې ځای که په اوربل راکوې
درته ګلونه رنګ په رنګ به شمه ...... سهار
هغه شېبه هغه مستي نشته اوس
زړه مې نری دی اشنا ړنګ به شمه ..... هيواد شېرزاد
وروستی ځل بدلون هيواد شېرزاد په ٣ شنبه اګست 01, 2006 3:41 pm ورکړی دی , د تغير شمېره 3 |
|
بېرته سر ته |
|
 |
Abid
دغړيتوب نېټه: 26 ميئ 2003 ليکنې: 72 ځای: کابل
|
د ليکنې نېټه : ١ شنبه اپريل 09, 2006 6:00 am عنوان : |
|
|
قدرمنو ورونو هر يو شيرزاد صاحب او سهار صاحب مينه او بيا هم مينه چې زما طرحه مو استقبال کړې ده. له نورو يارانو هم هيله لرم چې په دې ښکلي يون کې له موږ سره مله شي او تر کومه ځايه چې يې غزولی شي، نو مزه به وکړي. سهاره وروره تاسې خو شاعر ياست دا خبره ځکه کوم چې تاسې تر ما هم ښه بيت ليکلی دی.همدا رنګه زما د جانان هيواد شيرزاد بيت هم ډېر ښکلی دی بس را شيوه شئ پرې يارانو دا لاندينۍ بيت هم په ډالۍ کې واخلئ:
چې بلا ښکلي مې په څار کې واخلي
د چا په څير د چا په منګ به شمه؟
ياران دې په ړومبي سر کې له لږ دقت نه کار واخلي چې استعمال شوې قافيه باندې بيت جوړ نه کړي. خو څرنګه چې دا قافيه محدوده ده، نو کيدای شي چې د قافيې د خلاصون په وخت کې تکراري قافيې ته تم شوو او مشاعره مخته بوځو.
ستاسې د ښکليو بيتونو د لوستو په هيله ستاسې ورور عابد |
|
بېرته سر ته |
|
 |
Abid
دغړيتوب نېټه: 26 ميئ 2003 ليکنې: 72 ځای: کابل
|
د ليکنې نېټه : ١ شنبه اپريل 09, 2006 6:02 am عنوان : |
|
|
ستا له سينې سره په جنګ به شمه
جانانه يو موټی لونګ به شمه ...... ب. م. عابد
پښتنې ځای که په اوربل راکوې
درته ګلونه رنګ په رنګ به شمه ...... سهار
هغه شېبه هغه مستي نشته اوس
زړه مې نری دی اشنا ړنګ به شمه ..... هيواد شېرزاد
چې بلا ښکلي مې په څار کې واخلي
د چا په څير د چا په منګ به شمه؟ ...... ب. م. عابد |
|
بېرته سر ته |
|
 |
پاچاخوستي
دغړيتوب نېټه: 23 مارچ 2006 ليکنې: 30 ځای: اديسه
|
د ليکنې نېټه : ١ شنبه اپريل 09, 2006 2:22 pm عنوان : |
|
|
ښې چارې ګرانووروڼو طرحي مشاعره په رانقل کيدوډيرخوشحال شوم
زه خودومره لوړ شاعرنه يمه خوددې مشاعرې ډيرخوندراکړنويوبيت مې
وليکله امکان لري ښه وي
ستا له سينې سره په جنګ به شمه
جانانه يو موټی لونګ به شمه ...... ب. م. عابد
پښتنې ځای که په اوربل راکوې
درته ګلونه رنګ په رنګ به شمه ...... سهار
هغه شېبه هغه مستي نشته اوس
زړه مې نری دی اشنا ړنګ به شمه ..... هيواد شېرزاد
چې بلا ښکلي مې په څار کې واخلي
د چا په څير د چا په منګ به شمه؟ ...... ب. م. عابد
که ديدانونه هسې مشکل وي ډير.
کچکول را اخلم يو ملنګ به شمه٠٠٠٠٠ پاچاخوستی |
|
بېرته سر ته |
|
 |
بيدار
دغړيتوب نېټه: 08 اپريل 2006 ليکنې: 4 ځای: افغانستان
|
د ليکنې نېټه : ١ شنبه اپريل 09, 2006 7:33 pm عنوان : |
|
|
ګرانوورونوښه صيحت
دپاچاخبرې دتکرارنه وي زه خپله نوي راغلی يم اودومره ښه شاعرهم نه يم خومشاعره ډيره په زړه پورې ده يوبيت ليکم
ستا له سينې سره په جنګ به شمه
جانانه يو موټی لونګ به شمه ...... ب. م. عابد
پښتنې ځای که په اوربل راکوې
درته ګلونه رنګ په رنګ به شمه ...... سهار
هغه شېبه هغه مستي نشته اوس
زړه مې نری دی اشنا ړنګ به شمه ..... هيواد شېرزاد
چې بلا ښکلي مې په څار کې واخلي
د چا په څير د چا په منګ به شمه؟ ...... ب. م. عابد
که ديدانونه هسې مشکل وي ډير
کچکول را اخلم يو ملنګ به شمه ..... پاچاخوستی
دا سې مې مه ګورئ ډېر زړه ور يم
دا خوليلا ده ترې په څنګ به شمه .......بيدار |
|
بېرته سر ته |
|
 |
Ajab ستوري

دغړيتوب نېټه: 17 فروري 2006 ليکنې: 142 ځای: اوسمهال: يوکرين
|
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه اپريل 10, 2006 6:01 am عنوان : |
|
|
[quote="بيدار"]ګرانوورونوښه صيحت
دپاچاخبرې دتکرارنه وي زه خپله نوي راغلی يم اودومره ښه شاعرهم نه يم خومشاعره ډيره په زړه پورې ده يوبيت ليکم
ستا له سينې سره په جنګ به شمه
جانانه يو موټی لونګ به شمه ...... ب. م. عابد
پښتنې ځای که په اوربل راکوې
درته ګلونه رنګ په رنګ به شمه ...... سهار
هغه شېبه هغه مستي نشته اوس
زړه مې نری دی اشنا ړنګ به شمه ..... هيواد شېرزاد
چې بلا ښکلي مې په څار کې واخلي
د چا په څير د چا په منګ به شمه؟ ...... ب. م. عابد
که ديدانونه هسې مشکل وي ډير
کچکول را اخلم يو ملنګ به شمه ..... پاچاخوستی
دا سې مې مه ګورئ ډېر زړه ور يم
دا خوليلا ده ترې په څنګ به شمه .......بيدار[/quote]
د زمانې طوفان مې هيڅ ونکړل
که ته مې بايللې نو ړنګ به شمه ....... عجب کنړى |
|
بېرته سر ته |
|
 |
کټوازی ستوري

دغړيتوب نېټه: 21 جولاي 2005 ليکنې: 411
|
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه اپريل 10, 2006 12:19 pm عنوان : |
|
|
وا ه ، واه خدای مو ژوندي او ګړندي لره ، عابدجان او هيواد شېرزاد د ډېرې مننې وړ دي ، چې يوۀ د طرحي مشاعرې طرحه کېښووله او بل دلته رانقل کړه ، زۀ به هم يو ګوډ مات بيت وليکم ، خو دا وړانديز به مې بېځايه نۀ وي ، چې د مشاعرې لپاره دې وخت پۀ وخت طرحه بدله شي ، او دا وار که يي طرحه ګران هيواد شېرزاد کېږدي ،ښه به وي
_________________
دومره پۀ ناز هم سترګې مه را اړوه ،
درته پۀ سترګو کې ګړنګ به شمه |
|
بېرته سر ته |
|
 |
بيدار
دغړيتوب نېټه: 08 اپريل 2006 ليکنې: 4 ځای: افغانستان
|
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه اپريل 10, 2006 1:08 pm عنوان : |
|
|
سلام اوښه ژوندون
دصميم کټوازی خبرې په تکرارطرحه بدلون هم ښه دي خوبیایومت ګوډبیت لیکم
خدی دوکړي جې ښه وي
ستا له سينې سره په جنګ به شمه
جانانه يو موټی لونګ به شمه ...... ب. م. عابد
پښتنې ځای که په اوربل راکوې
درته ګلونه رنګ په رنګ به شمه ...... سهار
هغه شېبه هغه مستي نشته اوس
زړه مې نری دی اشنا ړنګ به شمه ..... هيواد شېرزاد
چې بلا ښکلي مې په څار کې واخلي
د چا په څير د چا په منګ به شمه؟ ...... ب. م. عابد
که ديدانونه هسې مشکل وي ډير
کچکول را اخلم يو ملنګ به شمه ..... پاچاخوستی
دا سې مې مه ګورئ ډېر زړه ور يم
دا خوليلا ده ترې په څنګ به شمه .......بيدار[/quote]
د زمانې طوفان مې هيڅ ونکړل
که ته مې بايللې نو ړنګ به شمه ....... عجب کنړى
دومره پۀ ناز هم سترګې مه را اړوه ،
درته پۀ سترګو کې ګړنګ به شمه .... صميم کټوازی
که سورسالويي ټول داغزوډک وي
نه يي ګورم په کې ړنګ بنګ به شمه ...........بيدار |
|
بېرته سر ته |
|
 |
کټوازی ستوري

دغړيتوب نېټه: 21 جولاي 2005 ليکنې: 411
|
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه اپريل 11, 2006 6:33 am عنوان : |
|
|
يارانو ، چېرې ورک سواست ؟
بيدار صيب يو ګوډ مات بيت به بل هم وليکم ، څومو د عابدجان له ګيلې ځان خلاص کړی وي ، خو پۀ تکراري قافيو کې به مشاعره ،خوند ونۀ کړي ، ځکه يي يوارې بيا يادونه کوم چې ، طرحه دې يي وخت پر وخت بدله کړای شي ، ګورم چې هيواد جان يې له کومې خوا راکچي
ستا له سينې سره په جنګ به شمه
جانانه يو موټی لونګ به شمه ...... ب. م. عابد
پښتنې ځای که په اوربل راکوې
درته ګلونه رنګ په رنګ به شمه ...... سهار
هغه شېبه هغه مستي نشته اوس
زړه مې نری دی اشنا ړنګ به شمه ..... هيواد شېرزاد
چې بلا ښکلي مې په څار کې واخلي
د چا په څير د چا په منګ به شمه؟ ...... ب. م. عابد
که ديدانونه هسې مشکل وي ډير
کچکول را اخلم يو ملنګ به شمه ..... پاچاخوستی
دا سې مې مه ګورئ ډېر زړه ور يم
دا خوليلا ده ترې په څنګ به شمه .......بيدار[/quote]
د زمانې طوفان مې هيڅ ونکړل
که ته مې بايللې نو ړنګ به شمه ....... عجب کنړى
دومره پۀ ناز هم سترګې مه را اړوه ،
درته پۀ سترګو کې ګړنګ به شمه .... صميم کټوازی
که سورسالويي ټول داغزوډک وي
نه يي ګورم په کې ړنګ بنګ به شمه ...........بيدار
دا به دې هسې بس يو خيال وي اشنا،
چې دې له مينې نه پۀ څنګ به شمه .................... صميم کټوازی |
|
بېرته سر ته |
|
 |
وقار
دغړيتوب نېټه: 15 فروري 2006 ليکنې: 46
|
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه اپريل 11, 2006 7:24 am عنوان : |
|
|
ګرانو دوستانو سلامونه و منئ.
ډېره په زړه پورې طرحي مشاعره مو پېل کړې ده.
هيله ده چې دا زما مات ګډ په کنډه نيم شعر په پوره و ګڼئ
ستا له سينې سره په جنګ به شمه
جانانه يو موټی لونګ به شمه ...... ب. م. عابد
پښتنې ځای که په اوربل راکوې
درته ګلونه رنګ په رنګ به شمه ...... سهار
هغه شېبه هغه مستي نشته اوس
زړه مې نری دی اشنا ړنګ به شمه ..... هيواد شېرزاد
چې بلا ښکلي مې په څار کې واخلي
د چا په څير د چا په منګ به شمه؟ ...... ب. م. عابد
که ديدانونه هسې مشکل وي ډير
کچکول را اخلم يو ملنګ به شمه ..... پاچاخوستی
دا سې مې مه ګورئ ډېر زړه ور يم
دا خوليلا ده ترې په څنګ به شمه .......بيدار[/quote]
د زمانې طوفان مې هيڅ ونکړل
که ته مې بايللې نو ړنګ به شمه ....... عجب کنړى
دومره پۀ ناز هم سترګې مه را اړوه ،
درته پۀ سترګو کې ګړنګ به شمه .... صميم کټوازی
که سورسالويي ټول داغزوډک وي
نه يي ګورم په کې ړنګ بنګ به شمه ...........بيدار
دا به دې هسې بس يو خيال وي اشنا،
چې دې له مينې نه پۀ څنګ به شمه .............. صميم کټوازی
د هجر شپو کې د وصلت په لټون
مينه کې ستا لکه پتنګ به شمه ........... وقار
په مينه
-----
وقار |
|
بېرته سر ته |
|
 |
Ajab ستوري

دغړيتوب نېټه: 17 فروري 2006 ليکنې: 142 ځای: اوسمهال: يوکرين
|
د ليکنې نېټه : شنبه اپريل 15, 2006 4:12 am عنوان : |
|
|
څوک ټماټر څوک مصاله ده دلته
زه د ډوډۍ خوند له بادرنګ به شمه
عجب خان کنړى |
|
بېرته سر ته |
|
 |
Abid
دغړيتوب نېټه: 26 ميئ 2003 ليکنې: 72 ځای: کابل
|
د ليکنې نېټه : ١ شنبه اپريل 16, 2006 10:48 am عنوان : |
|
|
يارانو سلامونه او ښې چارې. والله مزه يې وکړه چې ډېرو يارانو په طرحي مشاعره کې برخه واخيسته. زه پوره يوه اونۍ پس فورم ته ورننوتم. صميم جان ډير ښه وړانديز کړی دی چې طرحه دې بدله شي چې تکراري قافيه په کې را نه شي ځکه چې بيا د شعر خوند،خوند نه پاتې کيږي. او لکه څنګه چې صميم جان په هيواد شيرزاد غږ کړی چې طرحه به ټاکي نو هيله ده چې طرحه ژر تر ژره وټاکي چې ياران به نوې قافيې ته تنده لري. په زړې طرحه يو بيت بل هم در شړم.
جانانه نوم دې په هوا خورم
درته پژواک به شم ګړنګ به شمه
په ټوله مينه او درنښت
ستاسې ورور عابد |
|
بېرته سر ته |
|
 |
پاچاخوستي
دغړيتوب نېټه: 23 مارچ 2006 ليکنې: 30 ځای: اديسه
|
د ليکنې نېټه : ١ شنبه اپريل 16, 2006 12:07 pm عنوان : |
|
|
سلام ګرانوورونونوې طرحه شوروکړې دغه دې په هم دځاي باس وي
ستا له سينې سره په جنګ به شمه
جانانه يو موټی لونګ به شمه ...... ب. م. عابد
پښتنې ځای که په اوربل راکوې
درته ګلونه رنګ په رنګ به شمه ...... سهار
هغه شېبه هغه مستي نشته اوس
زړه مې نری دی اشنا ړنګ به شمه ..... هيواد شېرزاد
چې بلا ښکلي مې په څار کې واخلي
د چا په څير د چا په منګ به شمه؟ ...... ب. م. عابد
که ديدانونه هسې مشکل وي ډير
کچکول را اخلم يو ملنګ به شمه ..... پاچاخوستی
دا سې مې مه ګورئ ډېر زړه ور يم
دا خوليلا ده ترې په څنګ به شمه .......بيدار[/quote]
د زمانې طوفان مې هيڅ ونکړل
که ته مې بايللې نو ړنګ به شمه ....... عجب کنړى
دومره پۀ ناز هم سترګې مه را اړوه ،
درته پۀ سترګو کې ګړنګ به شمه .... صميم کټوازی
که سورسالويي ټول داغزوډک وي
نه يي ګورم په کې ړنګ بنګ به شمه ...........بيدار
دا به دې هسې بس يو خيال وي اشنا،
چې دې له مينې نه پۀ څنګ به شمه .............. صميم کټوازی
د هجر شپو کې د وصلت په لټون
مينه کې ستا لکه پتنګ به شمه ........... وقار
څوک ټماټر څوک مصاله ده دلته
زه د ډوډۍ خوند له بادرنګ به شمه٠٠٠٠٠٠٠ جب خان کنړى
جانانه نوم دې په هوا خورم
درته پژواک به شم ګړنګ به شمه ٠٠٠٠عابد |
|
بېرته سر ته |
|
 |
Abid
دغړيتوب نېټه: 26 ميئ 2003 ليکنې: 72 ځای: کابل
|
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه اپريل 17, 2006 5:11 am عنوان : |
|
|
ګرانو دوستانو مننه کوم چې زما طرحه مو استقبال کړه او دومره پاخه خيالونه مې په شعر کې راونغاړل. که څه هم دوه درې بيتونه په کې داسې هم وو چې يو نيم ځای به په کې وزن مات وو. خو د سمون وړ وو. د پاچا خوستي له غوښتنې سره سمه له ښاغلي هيواد شيرزاد نه هيله کوم چې ژر تر ژره طرحه وټاکي چې ياران به د شعر ويلو تنده لري. خو راځئ چې دا ځل په کې نقد ته هم ځای ورکړو. مطلب مې دا دی دپه طرحه د شعر ليکلو نه مخکې دې په ويل شوي بيتونو کره کتنه وکړي او خپل نظر دې پرې څرګند کړي. د شرزاد صاحب د طرحې د ټاکلو په هيله
ستاسې ورور عابد |
|
بېرته سر ته |
|
 |
Ajab ستوري

دغړيتوب نېټه: 17 فروري 2006 ليکنې: 142 ځای: اوسمهال: يوکرين
|
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه اپريل 17, 2006 2:12 pm عنوان : |
|
|
يارانو تاسې خو دا مشاعره ډېره ژر پاى ته ورسوله. او وتښتېدئ زما په فکر لا خو دوام ورکول پکار دي تر څو زيات بېتونه پرې وويل شي. دغومره بېتونه خو پرې ما په اوله ورځ ويلاى شول. ماته خو دا عابد پوخ شاعر ښکارېدۀ خو ډېر ژر يې قافيې له لاسه ورکړې چې دا دده په "ماشوموالي" دلالت کوي.
يو بېت پکې بل درواخلئ
که په دليل يم نو "کوشان" يمه زه
که بې دليله شوم "پتنګ" به شمه
(يادګيرنه] کوشان او پتنګ د دې فورم دوه ليکوالان دي. کوشان تل په دليل او منطق پوره ليکنه کوي او پتنګ تل بې دليله او د ځانګړيو ښکنځلو ډکې ليکنې کوي)
ستاسې
عجب خان کنړى |
|
بېرته سر ته |
|
 |
|