د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

دښځودنړۍوالي ورځي په درناوي يومهم علمي اثرخپورسو

Nangialai
21.03.2006

( د ښځو وتاريخ ته يوه کتنه ) مهم تاريخي اثر چاپ شو

چاپي بڼه

دښځودنړيوالي ورځي په ياړدمرحوم محمدعلم بڅرکي هغه اثرچي په ژوندکې دښځوداحترام په خاطرليکلی وو

ديوه قوم ژبه هغه وخت داهميت اوپاملرني وړګرزي

چي دهغه ژبي قوم اووينونکي وخپلي ژبي ته پاملرنه وکړي اوپه نوموړې ژبه کي علمي ميتودونه اودبشري ټولني دپاره هغه ليکلي کتابونه خپاره کړي څودهغه ټولني خلک په نړيواله سطحه دهغه څخه په علمي ډګرکي ګټه واخلي چي دنيکه مرغه تقريآدنيمي پيړۍ په شاوخوا کي پښتون قوم وخپلي پښتوژبي ته دقدروړخدمت کړی دی په نوموړې ژبه کي اوس پوره غني مواد شته دي چي په هره برخه کي دمينه والوتنده په ماتيدای سي اوپه دې باب موږدخپلوليکوالانوستاينه کوو.اوپه مختلفوبرخوکې ځانونه ستړي کړي دي.نوهمدااوس بياداسي يوکتاب زموږلاسته راغلی چي دمرحوم محمدعلم بڅرکي دورستيوشيبودکاراوفعاليت نتيجه ده،نوموړی کتاب چي دښځووتاريخ ته يوه کتنه ده مرحوم محمدعلم بڅوکي په 15کلونوکي دافغانستان اودنړۍ وښځوته دډيرتحقق څخه وروسته يو داسي علمي اثروړاندي کړچي وميرمنواوښځوته په هره برخه کي ريفرنس او ماخذکيدای سي.نوموړی اثرچي په۴٨٨مخونوکي خپورسوی دی ٩٠عنوانه لري اودماقبل تاريخ څخه بيا ترنن ورځي پوري په هره برخه کي په زړه پوري معلومات لري اوښځه دتاريخ په اوږدوکي بيا ترنن ورځي پوري په علمي اومذهبي ډګرکي ، په ناخوالو اوقهرمانيو کي يا هغه څه چي دتاريخ په اوږدوکي پردوی تيرسوي دي ديوه علمي اوتاريخي ريفرنس په توګه دنوموړي کتاب څخه ګټه اخيستل کيدای سي . نوموړی کتاب چي دښځودنړيوالي ورځي په درناوي پرخپل وخت خپورسو داحمدشاه بابادعلمي ادبي ټولني په هلوځلوسره خپورسوی دی چي اوس نوموړی کتاب په هالينډ کي داحمدشاه باباعلمي ادبي ټولني په ادرس اويا په کويټه کي دمحترم رازمحمدرازپه کتابت سنټرکي ترلاسه کيدای سي.زه ننګيالی بڅرکی داحمدشاه بابادعلمي اوادبي ټولني اومحترم رازمحمد رازڅخه مننه کوم.اوپه دې لاره کي نوره پيروزي هم ورته غواړم

په درناوي

ننګيالی بڅرکی - هالنډ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more