د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

مذ هبي زور واکه که ملي اسلامي اولسواکه حکومت ؟

نقاد
04.06.2003

په زړه پورې حکومت بايد څنګه او د چا په ﻻس کې وي ؟ مهم خاصيتونه يې بايد څشی وي او د ﻻندينيو معيارونو څخه بايد کوم ولري او کوم نه:
زورواکه ، اولسواکه ، ملي ، اسلامي ، مذ هبي که غير مذهبي حکومت ؟
ايا حکومت دې کمونستانو ته ، مجاهدينو ته، که طالبانو يا ملي ، ديموکراتيکو مسلمانو ځواکونو ته وسپارل شي ؟.



طالب جان
08.06.2003

پاڅون صېب سلامونه مي ومنه :
په زړه پوری حکومت هغه دی چې اسلامي شرېعت نافذ کړې او د خپلې سپېڅلي خاوري سرحدونه وساتی امن او امان راولي اوزما په نظر ددغسي حکومت دراتلو لپاره بايد په دوهم ځل داسلامي مذهبي ولسواکه مجا هدو طالبانو راتللو ته لاره هواره شې او بس :


نقاد
08.06.2003

طالب جانه سلام عليکم و رحمت الله . ستاسې سره موافق يم چې :
(( په زړه پوری حکومت هغه دی چې اسلامي شرېعت نافذ کړې او د خپلې سپېڅلي خاوري سرحدونه وساتی امن او امان راولي ..)) نو زما په نظر ددغسي حکومت دراتلو لپاره بايد په دوهم ځل لپاره د پخواني باچا المتوکل علی الله ظاهر شاه اولسمشري او قيادت رامنځته شي چې اسلامي شريعت يې نافظ کړی و،دهيواد پولې يې خوندي ساتلې وي ، ملي واکمني تامين وه او ديموکراسي هم راټوکيدلې او مخ پر وده روانه وه ، امن او امان پکې بې ساری و او ملت پري باور درلود .



طالب جان
13.06.2003

ګرانه وروره پاڅون صيب سلا مونه مي ومنۍ :
تا سي ليکلي چي اعليحضرت په خپل وخت کي شريعت نافذ کړی وو وروره زه داعليحضرت دحکومت له شرعي نظام څخه نه يم خبر که مهرباني وکړي اوداسي يو څو بيلګي راپه ګوته کړی چي په فلاني تاريخ ياهم دمتوکل په وخت کي يو سړي قصاص شو يا شرابي په درو ووهل شو يادغله لاس يا پښه پری شوه يا په فلاني وﻻيت کي جامع جمات جوړشو يا نوري اسلامي پروژی پيل شوي ځکه چي دغه شيان داسلامي شريعت بنسټيز توکي دي له دي ماسيوا اسلامي شريعت ناشوني دي ځما دا خبرې الزامي نه دي نه هم زه شاه ته دغدار اوخائن لقب ورکوم بلکه دا شيان ځکه پوښتم چي ته ما ته ځواب راکړي نو تاسي ته به خداي اجر در کړي اوځمابه په معلوماتو سر بيره له شاه سره محبوبيت يو په دوه شي . په مينه او احترام


نقاد
15.06.2003

قدر من ورور طالب جان ته سلامونه !
ستاسو پوښتنو د مقاومت په کلونو کې يوه پېښه شوې کيسه را ياده کړه چې وايي : يو مجاهد په يوه کلي کې
يوه تن ته په خبرو کې وويل : (( وه ناپوهه کم عقله ! دا خو د مجاهدينو برکت دی ، که نه اوس به دې مور په پنځم ټولګي کې ناسته وه !)) . :lol:

خو ګرانه وروره ، په افغانستان کې چې څه لوی او واړه جماعتونه جوړ شوي ، دهغې په سلو کې ( 70) د اعليحضرت محمد ظاهر شاه په دوره کې جوړ شوي دي، پرته له ې چې خلکو که حکومت جوړ کړي وي. دده په وخت کې چې کوم او څومره يو قانون چلېدلی او عملي شوي، نو شرعي اسلامي قانون پلی شوی نه کم بل څه . شرعه يواځې سزا او مجازاتو ته نه وايي ،چې تاسو يې مثالونه اعدامول ، ﻻس او پښې پرېکول او نور راوړي دي ، بلکې د حقوقو ټولګه ده چې ښه ساری يې د مالکيت حق او دميراث حق دی چې تل په افغانستان کې د اسلامي شريعت له مخې ويشل کېده او ساتل کېده .
د قتل متهم په چټکۍ سره زندان ته غورځېده ، مجرم په اعدام محکومېده ، د حکم د صادريدو نه تر اعدامولو پورې به مجرم اوږده موده په سخت بند تيروله ، تر څو د مجرم د بخښلو لپاره مدعي بخښلو ته وهڅول شي .، تر دې حده چې د قاتل په غاړه د اعدام چاړه ايښودل کېده ، راټول شوي مخلوق به له مدعي څخه د بخښلو غوښتنه په ګډ او لوړ إواز سره کوله ، په مجرم به هسې هم ډير وخت بند تير شوی ؤ ، چيرې چې به ممکنه وه پخپله اعليحضرت به دغه خای ته تشريف راوړ او د خلکو په مشرۍ به يې له مدعي څخه د بخښلو غوښتنه کوله . ځينو به بي له قيد او شرطه څخه باخښه ، ځينو ته به مجرم او خپلوانو يې او د راټول شوو خلکو د چندې روپۍ ورکول کيدې څو بخښنه وکړي او ځينو به د عمري بند په بدل کې له اعداميدلو څخه بخښلو .وروستی واک تل
او تصميم تل د مدعي ( د مقتول دشرعي وارث يا وارثې) په ﻻس کې ؤ، نه د با چا او نه د بل چا په ﻻس کې ، چې چاړه پرې راکاږي او که بخښي يې . مجرم به ﻻس او پښې او سترګې تړلی د مدعي په پښو کې پروت ؤ ، داچې د
اعدام شوو مثالونه لږ او يا نشته ، صرف بخښلو ته د مدعي د هڅولو نتيجه وه او بس ! ډيرو قاتلانو اعدام د بخښوونکي په خوښه په عمري بند اړول شوی دی . تاسو اوس خپله قضاوت وکړۍ چې په دې برخه کې اعليحضرت د راشيدينو خليفه ګانو څخه وروسته تر ټولو باچهانو څخه عادل ، زړه سوانده او يو مستثنی با چا په نړۍ کې نه ؤ ؟ دغه راز د زنا د رجم د سزا حکم او فيصله پخپله د شرعې له مخې سخته څه چې نا ممکنه ده،
ځکهچې د قتل دثبوت لپاره دوه ، خو د زنا د ثبوت لپاره څلور تنه شاهدان ضرور دي ، که ښځې هم شاهدې وي ښايې د شاهدانو تعداد 5 يا 6 تنو ته ورسيږي ،او د هر شاهد شاهدي يواځې هغه وخت اعتبار پيداکوي چې له څلورو خواو څخه په يو وخت کې پرې ټول 4، يا 5 او يا 6 شاهدان راغلي او د زنا کارانو د زنا عمليه يې داسې ليدلي وي لکه د رنجو په کڅوړه کې د سئلا يي د خوځيدو په څير ! چې البته په دې سختو شرايطو سره د دومره
ګڼ شميره عاقلو بالغو تقوا دارو شاهدانو موندل نږدې ناممکن کار دی . تر هغې زيات د افغانانو ( پښتنو ) خپل
رواج سختګير او عملأ ډې اسانه او بې له رسوايۍ څخه ډير چټک پلی کيږي .يواځينی ځای چې ښځينه د نارينه مجرم سره مساوي کيږي ، هغه د زنا سزا ده چې دواړه په ډيره چټکۍ سره په پئټه يا ښکاره سره وژني ، اکثره لومړی زنا کار او بيا زنا کاره له منځه وړي. او يا پرې د پغلتوب په صورت کې ددواړو نکاح تړي . نو په دې توګه د افغان ملت غيرت هغه شرم او رسوايې نشي زغملای چې د شرعې په ﻻ ره ورته پيښيږي ، په تيره بيا چې بي ثبوته ، بي رجمه او بي سزا هم پاتې شي ! :lol:
همدارنګه د غلا يا سرقت په صورت کې هم له حکومتي بند او هم د پښتنوله رواج او پښتونولۍ له سزايي سيستم څخه کار اخيستل کيده . لنډه دا چې د غلا ، زنا او نورو جناياتو مخه په مؤثره توګه نيول کيدله ،د ملا يانو وعذونه او اسلامي فعاليتونه تل روان وو او د امر بالمعروف مخهحلاصه وه او د اسلامي علماو قدر او مقام په ټولنه کې لوړ ؤ . اسلامي مدرسې ، عربي دارلعلوم او د شرعياتو فاکولته ټول د اعليحضرت په دوره کې رامنځته شوي او ډېره په زړه پورې نتيجه يې ورکړې وه . واسلام



طالب جان
17.06.2003

ګرانه وروره پاڅون صيب له سلامونواواحترامه وروسته عرض دادی چي:
کومه کيسه چي تاسي مجاهدينو ته منسوبه کړي ددي کوم اصل نشته مجاهدين دښځو دتعليم مخالف نه ؤ البته هرڅه بايد په اصولو برابر وي نو هرعاقل په مسائلو کي دقواينو دمراعات غوښتونکي دي اوپه دي کتګوري کي ښايي تاسي هم شامل ياست .
تاسي ليکلي چي شرع دسزاو نوم نه دي وروره داخودي زما دزړه خبره کړيده نو وروره که مهرباني وکړي هغه شرعي پرختيايي کارونه راته په ګوته کړۍ چي دشاه صيب په وخت کي ترسره شويدي .
تاسي ليکلي چي دزناپه اړه به پښتني دود ترسره کيده نو وروره داپخپله يوغيرشرعي عمل دي ځکه شريعت يوالهي قانون دي له ټولوغلطيو څخه پاک اوترټولو قوانينو لوړدي نودداسي يوه قانون له وجودسره بيا پښتني دودعملي کول څه معنا لري .
تاسي داهم ليکلي دي چي دخپلوانوله بخښلو وروسته به قاتل په عمرقيد محکوميده ورور جانه داهم کوم قانون نه دي ځکه چي په شريعت کي له بخښني وروسته قاتل بايد په سملاسي ډول ازادشي نه داچي هغه نورهم وځورول شي .
تاسي داهم ليکلي چي دامربالمعروف اداره قائمه وه نو وروره دا اداره چيري وه اوڅه دنده يي درلودله ? اومشريي څوک اودکومواوصافوخاوندؤ.
تاسي داهم ليکلي دي چي مدرسي اودشرعياتو پوهنځي موجودي وي ګرانه وروره ددي مدارسو تعليمي معيارونه څه و و ? اوايا افغانستان له يوه يادوو وﻻيتونو څخه عبارت دي که له يوديرشو ولايتونوڅخه .
سره له دي ټولوکمزوريو زه داوايم چي دشاه صيب به همدا له لاسه کيدل نوربه يي له وسه نه وو الله تعالي دي په دي نيمګړو چوپړونوده ته اجر ورکړي .


نقاد
17.06.2003

[quote:423465ed0b="طالب جان"]
.
تاسي ليکلي چي دزناپه اړه به پښتني دود ترسره کيده نو وروره داپخپله يوغيرشرعي عمل دي ځکه شريعت يوالهي قانون دي له ټولوغلطيو څخه پاک اوترټولو قوانينو لوړدي نودداسي يوه قانون له وجودسره بيا پښتني دودعملي کول څه معنا لري .[/quote:423465ed0b]
ګران او منلی وروره طالب جانه ، د سلام او درناوي وروسته عر ضوم چې پښتنې دود د حکومت لپاره دشرعې ځای نه نيوه ، خو په عمل کې پښتنو د مدعي په نامه دغسې يو شکايت نه وړاندې کاوه او د رواج له مخې يې
زنا کار ته دپښتو له مخې پخپله سزا ورکوله ، نو شرعي رسمي مقامات څه چې بل څوک به په ګاونډ کې هم نه خبريدل . مقابل لوري هم دا خبر پټه ساتله او د مرګ ژوبلې علت به يې کوم بل څه باله او حکومت به يې ترې خبراوه هم نه .که حکومت يا بل څوک به خبرېده نو نوموړي به د رسوايې له ويرې وطن پرې ښوده ، ښځه به خپلو واليانو په پټه وژله . له دې کبله دغسې د فسق پيښې د نورو اسلامي هيوادونو په نسبت دلته کمې پيښېدې . پښتانه يو غيور قوم دی او ښځينه غړي د ځان او کورنۍ ناموس بولي ، داسې ناموس چې په رجم او درو وهلو يې اعاده کيدلې نشي . له دې کبله که يو نفر هم دوه تنه په زنا ګير کړي چې دده دناموس سره تړاو ولري بي درنګه ورته ټوپک را اړوي او له وژلو وروسته پرې څوک له شرمه عريضه هم نه کوي . نو په دې کې نه د حکومت څه قصور شته دی او نه د شرعې .

((تاسي داهم ليکلي دي چي دخپلوانوله بخښلو وروسته به قاتل په عمرقيد محکوميده ورور جانه داهم کوم قانون نه دي ....))
که تاسو هغه برخه بيا ولولئ ، وبه ګور ئ چې ما داسې نه دي ليکلي . ما صرف داسې ليکلي چې که مجرم د بند يا عمري بند په مقابل کې بخښل کيده هم يې ا ستقبال کيده . او دا په شرعه کې ناروا هم نه ده .البته وروسته بيا د وخت او د مجرم د اړخ سره د موافقې په صورت کې د بند موده لنډيدله او له عمري بند څخه به هم خلاصيده .
(( تاسي داهم ليکلي دي چي مدرسي اودشرعياتو پوهنځي موجودي وي ګرانه وروره ددي مدارسو تعليمي معيارونه څه و و ?))
په هر صورت له هغو نصابونو څخه لوړ وو، چې طالبانو په وخت کې يې امکان درلود . د عربي دارالعلوم څخه ډير پاخه قاضيان فارغيدل ، په عربي به هم پوهيدل او د شرعياتوله فاکولتې نه خو ځينې ځينې شرعي حقوقپوهان هم فارغيدل ، ځينې محصلان به يې د مصر اﻻظهر ته ترې ليږل .

(( ..ايا افغانستان له يوه يادوو وﻻيتونو څخه عبارت دي که له يوديرشو ولايتونوڅخه .)) نورې مدرسې هم موجودې وې ، خو په ډيرو ولاياتو کې ځکه نه وې چې د هر ولايت مينه وال به په موجودو مدر سو کې درس لوسته ، او دليليو مصارف به يې دولت ورکول ، البته د ټولنې د ضرورت سره سم کافي شمير ځوانان پکې تربيه کيدل او د يني پوهه د کفايي فر ضو په توګه د نوموړو او نورو شخصي ﻻرو څخه تر ﻻسه کيدله !

ا لبته د عصري علومو عام تعليمات ، او په پوهنتونونو کې د هغې عالي تحصيلات هم ترويج اوتعميمېدل چې د ژوندانه ستن پرې ولاړه ده . د ځوارلسنيم سوو کالو څخه وروسته خو ديني معلوماتو ته ( ( علم )) ويل هم کوم اسانه کار نه دی ، پاتې ﻻ هغې ته په ژوندانه کې دومره پراخه ضرورت چې د محاکمو له شمير څخه دې زيات قاضيان او ديني مولويان تر بيه شي . ايا په هر وﻻيت کې يو ال اظهر ؟ په هره اولسوالۍ کې د شرعياتو يو پوهنځی ؟ او په هر کلي کې يو دارالعلوم ؟ او په هر کور کې يوه مدرسه ، او په هره کوټه کې يومسجد او په هر کټ کې يوه طالبه يا طالب ، ايا دابه تر ټولو ښه نه وای ؟ دا به په دنيا جنت وای خو که د ژوند لپاره پکې همغسې د جنت څلور ويالې ډک باغونه او ښه هوا هم موجوده وای ؟ طالب جانه وروره:
و من الله التوفيق !
.



طالب جان
19.06.2003

ګرانه وروره پاڅون صيب له ليكني څخه دي ډيره ډيره مننه : داسي ښكاريږي چي خپله دعوا دي هيره شوي ده محترمه وروره ستا دعواداوه چي شاه صيب اسلام نافذ كړي ؤ او په دليل كي دي دپښتني دودونود نفاذ مثالو نه راوړي دي وروره : هغه پښتني دودونه چي داسلامي احكامو سره متصادم نه وي او دټولني په فايده تماميږي عملي كول يي غوره كار دي مګر هغه دودونه چي د قرآن حكيم،مباركو احاديثو ،او نورو شرعي حكمونو په مقابل كي پلي شوي وي مر دود او دمنلو وړ نه دي او دشرعي احكامو په مقابل كي دداسي دودونو تعميل او تنفيذ دخپل آخرت دخرابولو په معنا ده دشاه صيب له طرفه پلي شوي پښتني دودونه هم په دوهمه كته ګورۍ كي شامل دي .
په مينه او احترام


نقاد
20.06.2003

قدرمنه وروره طالب جانه ، له جواب څخه مو مننه ، شايد تاسې خبره همدغسې درک کړې وي ، خو زه تاسوته د هغه اړونده کرښې رانقلوم چې شايد غلطفهمي يې رامنځته ړي وي . ما ليکلي دي :
( ( .... د افغانانو ( پښتنو ) خپل رواج سختګير او عملأ ډېر اسانه او بې له رسوايۍ څخه ډير چټک پلی کيږي ...او هغه د زنا سزا ده چې دواړه په ډيره چټکۍ سره په پئټه يا ښکاره سره وژني ، اکثره لومړی زنا کار او بيا زنا کاره له منځه وړي. او يا پرې د پېغلتوب په صورت کې ددواړو نکاح تړي . نو په دې توګه د افغان ملت غيرت هغه شرم او رسوايې نشي زغملای چې د شرعې په ﻻ ره ورته پيښيږي ، په تيره بيا چې بي ثبوته ، بي رجمه او بي سزا هم پاتې شي ! )) دلته داسې څه نشته چې ثابته کړي ، چې ګنې حکومت کوم رواجونه پلي کول . د حکومت قانون شريعت ؤ ، نه رواج او دودونه ، که نه نو قاضيانو ته به د دود او دستور درس ورکول کيدای . خو اولس کې داسې هم پيښيده، چر موؤع بي له قضا او محکمې څخه حل کړي او اولسوال ته هيڅ خبر ورنکړي ، هلته بيا طبعأ له پښتونوالي څخه کار اخيستل کيده ، خو حکومت پرې هډو خبريده هم نه .

په اولس کې (( همدارنګه د غلا يا سرقت په صورت کې هم له حکومتي بند او هم د پښتنوله رواج او پښتونولۍ له سزايي سيستم څخه کار اخيستل کيده . لنډه دا چې د غلا ، زنا او نورو جناياتو مخه په مؤثره توګه نيول کيدله )) ، دلته هم دا معنی نلري چې حکومت ته دغسې يوه رسېدلې دعوا رواج يا اولس ته راجع کيدله ،او حکومت له رواج څخه کار اخيسته ، بلکې محکمې ته له رسيدو مخکې او د حکومت د بي خبره پاتې کېدو په صورت کې رواجي برخورد کيده او رواج د خپل سختولي له کبله په خلکو کې دومره ډار غورځولی ؤ، چې چايې د نقضولو جرئت هم نه کاوه . د غفغانستان خلکو ، اسلاکي عالمانو او نورو هم شکايت نه درلود چې ګنې د حکومت فيصلې غير شرعي دي ، بلکې برعکس له رژيم څخه ملا يان خوشاله وو او چا ترې د اسلام په برخه کې شکايت
نه کوه. د سردار داود خان ل خوا ځينې سهوې د صدارت په وخت شويدي ، په کوم چې د ظاهر شاه زور هم نه رسيده. والسلام .



طالب جان
21.06.2003

ګرانه وروره پاڅون صيب دملايانو نه مخالفت هيڅکله دا معنا نه لري چي دودونه پلي کول ګواکي ښه کاردی يا له شريعت څخه سر رغړونه نه وه اول ښايي ملايانو به نوري مجبوري درلودی بله داچي په ملايانوکي هم ډول ډول خلک شته ايا دکرزې غلامه او دپردو نانځکه اداره ( قاضي القضا ) نلري??? هغه هم ځان ملا بولي نو وروره دغسي با طل او مردود نام نهاده ملايان په هر وخت کي پيدا کيږي د داسي کسانو په تايئد بايد موږ اوتاسي هيڅکله ونه غوليږو .
وروره پاڅون صيب ; ستاسي په پورتنې ليکنه کي ددو تورو په معنا پوه نه شوم فکرنه کوم چي دا( مشکل ) تو ري دي په کوم قاموس يا ډکشنري کي هم موجود وي که يي ما په معنا پوه کړۍ دا به مو په ما احسان وي هغه توري دادي : [color=red:b38422c93e] [size=18:b38422c93e] غفغانستان ; اسلا کي .[/size:b38422c93e][/color:b38422c93e]


نقاد
21.06.2003

طالب جانه وروره سلامونه مې ومنئ ، که تاسو ليکلي چې : ((دملايانو نه مخالفت هيڅکله دا معنا نه لري چي دودونه پلي کول ګواکي ښه کاردی يا له شريعت څخه سر رغړونه نه وه))، نو دا خو چا ويلي هم نه دي چې ګنې دود به حکومت پلی کاوه ٠ که نه ملايانو به پرې تنقيد کړی ای ٠ خواصلأ داسې نه وه . د پښتنو د پټې پښتوڅخه حکومت هډوخبرېدی هم نشو ٠ نو د پښتو ترسره کول په پټه يوعمل دی چې پړه يې څوک په حکومت يا ملايانو نشي غورځولی . د شرعې د نظارت او څارنې لپاره (جمعيت العلما افغانستان ) ) او ستره محکمه موجوده وه، دوی دود ته کله اجازه ورکوله او دولت هم د شرعې پر ځای په دود تکيه کوله . هيله ده پټه پښتو بيا د دولت او شرعې سره په تړاو کې رانه وړئ ، ما ستاسې پاملرنه څو ځله دې ته را واړوله چې ځينې پښتو دودونه له دولت او شرعې نه په پټه په يو شکل سره افرادو پلی کول ، چې موندل يې ګران وو. دساري په توګه دپښتون خوراولو ر ته څوک په بده سترګه هډوکتلی نشي ، بې له دې چې د زنا کار اوزناکارې سرونه فورأ غوڅ شي.

ــــــــــــــــــ
(( ستاسي په پورتنې ليکنه کي ددو تورو په معنا پوه نه شوم.... توري دادي : غفغانستان ; اسلا کي )).
البته غفغانستان = افغانستان دی او اسلا کي = اسلام کې دی ، يعنې د ټيپ مشهوده غلطي وه اوبس . په درنښت او نيکو هيلو . والسلام.



طالب جان
22.06.2003

ګرانه او محترمه پاڅون صيب
ستاسي له دي ټولو څرګندونو نه په ډاګه شوه چي د شاه صيب په مهال كي هيڅ اسلام نافذ نه وو.او هغه څه چي وو هسي يو ګپ شپ وو. والسلام


نقاد
24.06.2003

دروند ورور طالب جان صاحبه ، دغه ډول استنتاج ستاسو په څير د سالم او منطقي اندود لرونکي شخصيت سره سمون نه خوري ، شايد زما په ليکنه سم نه ياست پو هېدلي ، هيله ده يو ځل بيا يې ولولئ . په ډيره مينه ، درنښت او سلامونو . ستاسې يو ورور : پاڅون



طالب جان
24.06.2003

محترمه وروره پاڅون صيب سلامونه او نيکي هيلي مي ومنه .
وروره ستاسي په ليکنه مي اول هم سر خلاص ؤ خوستاسي له مشوري وروسته مي بيا په ځير سره وکتله وروره بيا مي هم داسي څه پکي پيدا نکړل چي تري ثابته شي چي دشاه صيب په وخت کي اسلامي قانون پلی ؤ . وروره ما هميشه ستاسي دنظر احترام په پام کي نيولۍ اونيسم به يي وړی وړی غلطي په هرچا کي وي ما شاه صيب خائن نه دی بللی غدارمي نه دی بللی جنايتکارمي نه دی بللی دپردو ګوډاګۍ ...............
بلکه ورورجانه ستاسي غوندي له با احساسه شخصيت څخه دا سي ناوړه الفاظ دټول افغان په پاڼه کي د طالبانو د ا سلامي غورځنګ دمشر امير المؤ منين او دغورځنګ دنورو کار کؤنکو په اړه ليکل شوي دي چي دنه منلو په صورت کي يي موږ نموني راوړاي شو مګر زه په يوه اوبل باندي داعتراضونو دغه سلسله جاري ساتل نه غواړم وروره زه دهر چا اود هر ډول نظر درناوي ته قائل يم ډيره محترمه عزتمنه اودي قدر وړه که زما په ليکلو الفاظو ستاسي زړه ازار شوی وي نو زه له تاسي څخه ډيره زياته بخښنه غواړم اوستاسي له شان سره دا هم بعيده نه بولم چي ما غوندي (ګناه ګار ) به معاف کړي زه له هغو کسانو څخه نه يم چي په خپله خطا باندي بي ربطه دﻻ يل ذکر کوي بلکه که ستاسي په نظر ما په کوم توري کي خطا يي کړي وي نو بيا مي معاف کړه بخښنه غوښتونکی ورور دي طالب جان


نقاد
25.06.2003

دروند وروره طالب جانه ، خدای (ج) دې دروند او سر لوړی لره !
زما عرض يواځې زما د ليکې وروستۍ برخه وه چې د حقوقو معيار شريعت ؤ او محاکم ټول په شرعه وﻻړ وو. اسلامي وعظ او تبليغ ، اسلامي تدريس او د ديني عالمانو درناوی ټول موجود وو، خو ځينې پېښې پښتنو پا اسلامي روحيه، خو د پښتو په له مخې په پټه تر سره کولې ، لکه د قتل مسئله به ځينو له حکومت څخه پټوله او پخپله به يې خپل انتقام اخيسته . د زنا هيڅ مسله په پښتنو کې رسوايۍ ته نه رسيږي او خپه چوپه خوله دواړه زناکاران له منځه وړل کيږي او د دواړو خواو وارثان يې په وژلو وياړي ، و حتی په نامعلومه توګه يا د کومې بلې پيښې يا تيروتې په نامه يې مرګ توجه کوي ، لکه ناروغي ، ټکر ، د نامعلومه دوښمن ډز يا نور. .. او نور يې هيروي . دا کار تل موجود ؤ، د طالبانو په وخت کې هم د پښتنو چلندپه دې اړه بدل شوی نه دی ، چې دا نه د طالبانو ، نه د شاه په وخت کې د حکومت او نه اوس د حکومت ګناه شميرلی شو چې پښتانه ترې دحکومت خبرول ځان ت شرم ګڼي، نو بيا دا د هيچا ګناه نشي کيدای .
که د شاه په 44 کلنه اوږده موده کې شريعت نه چلېدای ، نو زمونږ دپلرونو نسل به څنګه ښه مسلمانان پاتې شوی او د اوسي نسل اسلامي تربيه به د چا و کوم ځای څخه مونږ ته را کول کيدله او بيا به دا نسل څنګه د کفر
اوالحاد پر ضد، دروسانو او دهغه د ګوډاګيانو (پرچم او خلق) پر ضد جهاد ته وتلی وای . يواځې په پاکستانۍ روزنه خو څوک نه دي مسلمانان شوي . البته د اسلام په اړه د داؤد خان مداخلې په حکومت کې ريفورميستي مداخلې و ې چې دا صرف د نوموړي ګناه بلل کيږي او پر شاه هم زوراور ؤ . والسلام !
اق)



طالب جان
25.06.2003

ګرانه او قدرمنه وروره له سلام او درناوي وروسته بايد ووايم چي : دهر حکومت دا دنده ده چي دپيښو په اړه پلټنه وکړي نو دا څنګه ممکنه ده چي په يوه کلي کي دوه کسان ( زاني او مزنيه ) نا حقه مړه کيږي ( ځکه په اسلام کي دزاني او مزنيي سزا که هغه شادي شده نه ؤ سل دوري دي او که شادي شده ؤنو بيا يي رجم سزا ده مګر دا سزا به شرعي حاکم او قاضي نافذوي نه هرکس اونا کس )او حکومت هيڅ نه خبريږي يو ډير کمزوری حکومت هم له دي ډول غټي پيښي څخه بی خبره نه شي پاتي کيداي او دشاه حکومت خو تاسي خورا زورور معرفي کړی دی .
تا سي ليکلي چي ددي کسانو له قتله وروسته به ددوي وارثان ډير خوښ ؤ وروره وا رثان هيڅکله دا حق نه لري چي زانيان ووژني مګر دا ( بيچارګان ) به دشاه صيب په وخت کي بيا هم وژل کيدل نو دا قاتلان به ولي نه قصاص کيدل ???????? ايا د شاه حکومت دومره کمزوری ؤ چي د قاتلانو درک به نه ورته لګيدو ???
اوکه داسي نه ؤ نو بيا ددي شرعي امر دنه پليکيدو لامل څه ؤ ??? ايا دشريعت نفاذ که بل څه ???


نقاد
26.06.2003

(( دهر حکومت دا دنده ده چي دپيښو په اړه پلټنه وکړي نو دا څنګه ممکنه ده چي په يوه کلي کي دوه کسان ( زاني او مزنيه ) نا حقه مړه کيږي ځکه ...د رجم سزا ... شرعي حاکم او قاضي نافذوي نه هرکس اونا کس او حکومت هيڅ نه خبريږي...))
اسلام عليکم ، قدرمنه وروره طالب جانه !
په تصوراتو کې غلطفهمۍ زمونږ بحث اوږود کړی دی : بايد په نظر کې ونيسو چې :
1) پښتون د د زنا رسوايي نه مني ، او د حيثيت او ناموس بربادي يې بولي ، نو د عربو او نورو اسلامي هيوادو
په څير دلته د زنا پېښه نه پيښيږي !
2 ) ځکه خو که پيښه هم شي پټه پاتې کيږي ، نه د علنيت او نه د محکمې رسوايۍ ته بره وتی شي او نه له
پښتون څخه صرف د سل دورو په سزا مجرم خلاصېدای شي .
3 ) کومه سزا چې پښتون ورکوي، هغه هم له کلي کور ، اولسوالۍ او محکمې څخه پټه پاتې کيږي .
4) که د مجرم په مرګ څوک خبريده يا خبر شي ، وژونکی پښتون پر مجرم بل تور لګوي ، لکه جنګ جګړه ، کنځل ، داړه او نور ، خپل اعدام ته هم په ورين تندي غاړه ږدي (*) خو مجرم د خپل اب ، ابرو او ناموس ساتنې
لپاره د زنا په تور نه تورن کوي .
له دې کبله نه د طالب ،نه د شاه ، او نه د مجاهد په دوره کې د شرعي ﻻرې ټيتې سزا او لوړې رسوايۍ ته کله
يو پښتون تن ايښی يايې پرې بسيا او قناعت کړی او د دورو يا رجم سزا يې غوښتې ده . دا داسې مثال لري
چې که شرعه يو جرم ته يوه ښکاره سپيړه پر مخ ټاکلې ، پښتون ترې (( پر مخ سپيړه )) د زړه له کومې منلې ،
علنيت او رسوايي او بي ابي يې د خپل ناموس ساتنې له پاره پريښودی، خو دويمه سپيړه يې پرې هم ور زياته کړې ده ، چې دې ته وايي پښتو، چې هم د شرعې د هدف ( يوې سپېړې ) سره سمون لري او هم ترې زياتوالی دی ، خو د څوارلس سوه کالو اسلام سره سره پښتون دغسې يو پښتون مسلمان پاتې شوی دی او له عربي مسلمان سره يې خپل فرق ساتلی دی . داچې دابد کاردی که ﻻ ښه ، دا پوښتنه دلته نه د ه مطرح شوې .
دغې څنګه دا بيا پټ پاتې کيږې ، ښايې کله به مو داسېاوريدلي وي چې يو سړی دفعتأ ورک شو، کورنۍ يې وايې چيرې لرې يې سفر کړی ، يا مزدورۍ او غريبۍ پسې پيښور پنجاب ، ايران يا عربو ته تللی ، يا مرور شوی يا له پوروړو څخه تښتيدلی دی ،يا يوه ښځه د ناروغۍ له امله مړه شوه، يا د پلار کره په بله سيمه کې تللې وه ، هلته يی سکته وکړه او مړه شوه، يا بيګا مار وچيچله او ځی په ځی شوه ... او داسې نور ، حال داچې هغه به دوی زندۍ کړې او له منځه وړې وي . د داسي ((طبيعي)) مرګ پوښتنه بيا څوک کوي . والسلام
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(*) : داسې عملأ پيښ شوي چې په يو سړی د قتل له امله د اعدام حکم شوی ، ولې هغه به يو زناکار وژلی ؤ ، خو
څوک يې د قتل په اصلي علت نه خبراوه .



طالب جان
02.07.2003

[quote:9b973442a3="پاڅون"]
اسلام عليکم ، قدرمنه وروره طالب جانه !
په تصوراتو کې غلطفهمۍ زمونږ بحث اوږود کړی دی : .[/quote:9b973442a3]
ګرانه وروره پاڅون صيب ستا په نظربه دا پورتني توري حقيقت وي ولي زه بيا هم په زغرده وايم چي دشاه صيب تر ټولو لويه کمزوري داوه چي اسلامي شريعت يي نا فذ نه کړاي شواي شايد کوښښ به يي کړی وي مګر له وسه به يي نه وي شوي . تاسي هم په دي نه وتوانيدي چي دشريعت د نفاذ يوه بيلګه ذکر کړۍ نو ځکه منا سبه بولم چي ددي بحث کړکۍ په همدی ځاي بنده کړو- والسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته .


نقاد
02.07.2003

ګران او منی وروره طلب جانه ، السلام عليکم ورحمت الله و برکاته !
عادلانه او رښتنې خبره به دوي چې ووايو ، محاکم موجود او فعال وو ، څه فيصلی يې کولې د محمدي شرعي پر بسټ به حکم او فيصله صادرېدله ، له شرعې پرته په محکمه کې کوم بل قانون موجود نه ؤ .صرف د سزا او مجازاتو په برخه کې هغه وخت چې به دمجرم جرم د شرعې له مخې په ثبوت نه رسيده ، نو شرعي مجزات ( لکه دقتل يا غلا شرعي سزا ) به هم پرې نه نافض کيدله . د اعدام حکمونه عملأ صادر شوي ، خو وروسته له دې چې ومقتول وارث بخښنه کړې ده ، مجرم خوشې شوی او ژونی پاتې شوی دی . د ﻻس نه پرې کيدل به هم د بخښنې پر بنسټ ممکن وو، بخښنه به اکثره د مدعي او مدعی عليه تر منځ د روغې جوړې نه وروسته رامنځته کيدله او د چا ﻻس پرې کوله ته به ضرورت ن پاتې کېده . داچې د هيچا ﻻس نه دی قطع شوی ، دا زه هم منم ، خو د شرعې د نفې کيدو پر اساس نه ، بلکې د بخښنې او د دعوا ددواړو خواو د روغې جوړې پر اساس . نور زه هم لتاسو سره ددې بحث د تړلو پلوی کوم اوستاسو د ښه او اصولي او په سړه سينه له ورورګلويزه بحث کولو څخه ډېره ډيره مننه غو د زړه له کومي تشکر کوم . ښايي مونږ په نورو مو ضوعاتو کې د بحثونو او فکرې تبادلې انډيوالان پاتې شو . نور مو په لوی الله (ج) سپارم ، والسلام قدرمنه وروره طالبجانه !


N
31.01.2004

دسياسي څانګي ومينه والوته سلامونه اوښي چاري.
اغلو او ښاغلو, پدي وروستيو کښي هغه وخت چي داساسي قانون لويه جرګه جوړه
سوه نو څلورو تنو دهغي دمشرتابه لپاره ځانونه ونومول:
١-دښاغلي کرزي استازي پوهاند مجددي.
٢-دښاغلي رباني استازي حفيظ منصور.
٣-دملت بابا أستازي عزيزالله واصفي.
٤-دکيڼو ځواکونو أستازي عبدالکبير رنجبر.
زما هيله له ګرانو لوستونکو څخه داده چي ددي څلورو ځواکونو څخه به دکومي ډلي
لخواجوړسوئ حکومت ملي اوډيموکراتيکه بڼه ولري؟ستاسو أټکل پدي هکله څه دئ؟
په بله وينا دچا لخوا جوړکړل سوئ حکومت به مذهبي زورواکه اويا هم ملي اولسواکه وي؟
بله خبره داچي دکوموډلو ترمنځ دائتلاف شونتيا سته ده؟
په درناوي.


نقاد
31.01.2004

[quote:cff73ec269="Nelly"]دسياسي څانګي ومينه والوته سلامونه اوښي چاري.
اغلو او ښاغلو, پدي وروستيو کښي هغه وخت چي داساسي قانون لويه جرګه جوړه
سوه نو څلورو تنو دهغي دمشرتابه لپاره ځانونه ونومول:
١-دښاغلي کرزي استازي پوهاند مجددي.
٢-دښاغلي رباني استازي حفيظ منصور.
٣-دملت بابا أستازي عزيزالله واصفي.
٤-دکيڼو ځواکونو أستازي عبدالکبير رنجبر.
زما هيله له ګرانو لوستونکو څخه داده چي ددي څلورو ځواکونو څخه به دکومي ډلي
لخواجوړسوئ حکومت ملي اوډيموکراتيکه بڼه ولري؟ستاسو أټکل پدي هکله څه دئ؟
په بله وينا دچا لخوا جوړکړل سوئ حکومت به مذهبي زورواکه اويا هم ملي اولسواکه وي؟
بله خبره داچي دکوموډلو ترمنځ دائتلاف شونتيا سته ده؟
په درناوي.[/quote:cff73ec269]

ګرانو خويندو اووروڼو ( نه خوندو او وړنو) ته سلامونه !
ډيرې ښې پوښتنې نيلو خور مطرح کړي دي ، خو زه به لومړی په مشخصه توګه څه نه ليکم ، څو د چا د اند او اندڅار ګامونه مې نه وي رالنډ کړي . همدومره به ووايم چې دديموکراسۍ دوښمنان په افغانستان کې دوه ډوله متضادې ډلې دي . يو ښي اړخه بنسټپالان دي چې د اولسواکۍ سره خپله دوښمني هم نه پټوي ، او بل يې کيڼ اړخه ډلې دي چې نه يواځې خپله دوښمني د ديموکراسۍ سره پټوي ، بلکې ځانونه دديموکراسۍ فعال پلويان هم ښيي، خو په حقيقت کې يې تل د پوځي کودتا ګانو له ﻻرې د يوې واکمنۍ د رامنځته کولو هڅه کړې چې هيڅډول مشروعيت نه لري. دوی د واکمنۍ په وخت کې د ديموکراتيک سنتراليزم او د زيار کښانو د ديکتاتورۍ په نامه ديموکراتيک غورځنګونه شنډوي او هرډول آزادي اوانساني کرامت ته درناوی له منځه وړي . که د بنسټپالانو وسلوالې ډلې له يوې خوا او د واکمنۍ د وسلوال قدرت غوښتونکي چپ اړخه فرعي ډلې له بلې خوا د هيواد په سياسي مشرتابه کې ټاکونکی رول ونه لري ، نورې مرکزي او منځنۍ ډلې به د ملي او لسواکۍ په رامنځته کولو کې نسبتأ ښه رول ولوبولی شي،خو بې له دې چې ښي اړخه او چپ اړخه ډلې بالکل په سياست کې له برخې اخيستنو څخه محروم کاندي . دوی بايد د دملي او ديموکراتيکو ځواکونو په څنګ کې د ديموکراسۍ سره بلد او شنا شي او ددوی ملي ځواک هم عبث نشي . په درنښت .


هدايت دالله جلا جلاله له جانبه ده نه دشاه

ziauddin
05.10.2004

قدرمنه وروره پا څون صاحب سلام وبعد ستا او طالب خان په مابين كي
درګډيږم له تاسو دواړو معا في غواړم او زه دا يوه خبره ظاهره ول غواړم
چه هدايت دالله له لوري ده وبس موږ ته هدايت الله كړي او تر شاه دمخه هم
افغانان مسلمانان وو(( او الله جل جلا له هم دا ارشاد كړي دي چه زه كوم انسان
ته هدايت وكړم هغه بيا نشي ګمراه كيداي)) او دارنګ دروس مقا بله افغانانو
دخپلي عقيدي پربنيادشوي ده نه دشاه صاحب دترغيب له وجهي
او نه دشاه په پيسو او ډا لرو او دارنګه دښمنانوته ماتي او ځواب
دافغانانو سابق تاريخ دي او ستا دا خبره چه اسلا مي روزنه يوازي له
پا كستانه نه ده بالكل حقيقت لري بلكه زما په عقيده دپا كستان
حكو مت دخپلو مفاداتو په خا طر كله دمسلمانانو مرسته
كوي او كله دكفارو ضياالدين


هدايت له الله دي نه له شاه

ziauddin
06.10.2004

محترم نقاد صاحب افغانو ده شاه تر دوره له مخه هم مسلمانان وو او هم يي قرباني وركړي وي او هم يي له شاه ورسته دافغانانو روزنه دحق علما كړيده نه سابق شاه او دسابق شاه دوره افغانان نه غواړي او نه را تلاي شي ځكه ظاهر شاه اوس له هر څه لويدلي دي او كرزي صيب هم داسي ښكاري چه دشاه لاس مو چونه يي پريښوه او بوش ته يي رجوع وكړه 000او دا خبره چه ته وايي چه اسلامي روزنه يوازي له
پا كستانه نه ده بالكل صحيح ده بلكه دپا كستا ن حكومت دخپلو مفاداتو په خاطر
كله كله دمسلمانانو مرسته كوي او اټا ليا خو يو وقت داسلام مرستي ته نه دي را دانګلي
وسلام ضياالدين ))())(


ziauddin
06.10.2004

محتر مه هدا يت له الله ده نه له سا بق شاه افغانان له پخواه روزل شوي دي او هة يي
دزماني په اوږدو كي قر باني ور كړي دي شاه پخپله هم په اسلا مي اصو لو خاص واقف نه وو
او نه يي اسلا مي اصول خوښول نوځكه يي اسلامي علما په برقي ډنډو وهل
نو ددي پر ځاي با يد وه وايو چه علما دملت دافغانان په روزنه كي لوي لاس لري
او هم دروس په خنثي كولو كي سابق شاه په اټا ليا كي مزي كولي اوس بيا يوار
دغربيانو په قوت راستون شو كرزي څه ناڅه وه نازاوو خو اوس يي بيا دشاه لاي موچونه
پريښوده او خپل يار بوش ته يي مخ وه ګرزاوو بهر كيف شاه اوس ګدا دي))(()نه پو هيږم دا ليكنه څوځلي ولي خرابه شوه
تخنيكي مشكل دي كه لاس وهنه ) ضيأالدين


نقاد
14.03.2005

[quote:bad0baee02="ziauddin"] شاه پخپله هم په اسلا مي اصو لو خاص واقف نه وو
او نه يي اسلا مي اصول خوښول نوځكه يي اسلامي علما په برقي ډنډو وهل[/quote:bad0baee02]
ضيأالدينه وروره له سلام وروسته مو پام دې را اړوم چې د دموکراسۍ په لسيزه کې کوم ديني عالم ته ډنډې نه دې ورکړل شوي، او که د مخه ورکړل شوي وي هغه به ضرورد داود خان يا هاشم خان ((کار نامه)) وي ، نه دده. هو د ببرک او پچم پر ضد
په کابل کې راټول شوي ملايان هم د داود خان په امر د شپې له خوا ونيول شول او ولاياتو ته ويږدول شول ، نو هغه کار هم دده نه و.
دا خبره مو سمه ده چې [quote:bad0baee02]علما دملت دافغانان په روزنه كي لوي لاس لري
او هم دروس په خنثي كولو كي [/quote:bad0baee02] خو کاس کې د هغه څه سره يې غرض نه کولای چې هيڅ يرې نه پوهيږي او هغه د ملت سياسي سرنوشت دی ، چې دتاريخ په ناولتياو يې وﻻړه .
نور پخواني باچا او طالبانو دافغان اولس سره په ګډه هغه وخت د سولې او پرمختګ له پاره ښه چانس ﻻره چې طا لبانو او القاعدې ﻻ د ١١ د سپتمبر بريد نه و تر سره کړی . اوس اندازه لګولی شې چې هغه وخت دده شخصيت د هيواد له پاره څومره ګټور تماميدلی شو؟ والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more