د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

د پښتو ژبې لپاره شعرونه

جوهري
01.02.2006

پښتو

ډېره ئې نرمه او خوږه ئې پښتو

دپښتنو دزړه غونچه ئې پښتو

پښتانه ټول درنه ځاريږي ځکه

تۀ دپښتون ولس ګاڼه ئې پښتو

تاچې دښمن واوري سم ولړځيږي

دښمن لپاره زلزله ئې پښتو

دستا دوښمن به ورکوي په دونيا

پښتون چې وي ولې خپه ئې پښتو

ولې به نه در نه ځارېږمه زه

د" جوهري "خومعشوقه ئې پښتو

جهاد" جوهري"


پښتوخوږه ژبه ده

جوهري
14.05.2006

پښتوخوږه ژبه ده

پښتوخوږه اوهنري ژبه ده

ډېره ده نرمه جنتي ژبه ده

افتخارځکه په پښتوکومه

ډېره پراخه کمالي ژبه ده

وبه شرمېږې دپښتودښمنه

پښتوخوډېره غېرتي ژبه ده

پښتوته دغه مقام خدائ ورکړی

چې ډېره لوړه تاريخي ژبه ده

وياړمه ځکه چې پښتووايمه

د هنر ډکه ادبي ژبه ده

ولې به نه ترېنه ځاريږو واړه

پښتوزمونږه افغاني ژبه ده

دومره خوږه به بله ژبه نه وي

دجوهري دا جوهري ژبه ده

جهاد جوهري


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more