د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دخيام سْرونه دپښتو په ټال کې

خيرن
25.01.2006

د خيام ژباړل شوي ربا عيات
ژباړونکی عبدالبارې جهان

از آتش ما دود کجا بود اينجا
وز ما يه ماسود کجا بود اينجا
آن کس که مرا نام خرابا تی کرد
در اصل خرابات کجابوداينجا

سرترپايه سره لمبه سوو څوک اګاه سول په دودونو
دمايې ګټه مو څه سوه څوک خبرپه حسابونو
چي مي نوم د چا پرشونډوشرابي خرا باتي و
دلته چيري خرابات و څوک سيراب سول له خمونو

چون عهد نميشود کسی فردا را
حالی خوش دار اين دل پر سودا را
می نوش بنور ماه ای ماه که ماه
بسيار بتابد ونيامد ما را

څه معلومه ده سبا به څوک باريږي څوک پا تيږي
زړه دي مست لره له ميوچې نوبت درنه تيريږي
دي سپوږمۍ په نور يې نوشه سپوږمۍمخي چي سپوږمۍ
به موږپيدا پر ځمکه نه کړي په پيړيو به ځليږي

عاقل به چه امد در اين کهنه سرا
بر دولت او نهد دل از بهر خدا
هر ګاه که خواهد که نشيند از پاه
ګيرد اجلش دست که بالا بنما

دا به څه رنګه هوښيار وي دي زاړه کور ته راغلی
څه اميد به ور سره وي چې یې زړه وي په تړلی
چي زړه شينی له ستړیا سي چی آرام ته دچا زړه سي
بيااجل ورته ولاړ وي وايې لوړ يې چا بللی

هرچند که رنګ وروی زيباست مرا
چون لاله رخ و سروبالاست مرا
معلوم نشد ه که در طربخا نه خاک
نقاش ا زل بهر چه اراست مرا

که هر څونه ښا يسته يم که هر څونه يمه ښکلی
که مي مخ لکه لا له دی لکه سرو یم ښاغلی
زه پوه نه سوم چی دخاورو کارخانې ته څنګه ولاړم
د ازل نقاش زه څنګه په دې رنګ يمه تراشلی
په درنښت
خيرنټټ


Dost
26.01.2006

خیرنه،سلامونه او نېکي پیرزوني مي ومنه !
وه ځوانه،پدې نوم خو دي سي مخاطبوو لکه ښکنځل چي درته کوو، ولا حیا راته درېزي ،خو هر څنګه چي ده دجهاني صیب ژباړه مي ډېره خوښه سوه ،که دا لړۍ جاري وساتۍ منندوی به مو یم ،ځکه چي زما په څېر ډېر د ادب مینه وال پداسي سیمو کي اوسېږي چي هلته پښتو مطبوعات نسته
پۀ مینه او درنښت ،ستاسي یو کشرئ مسافر ،ورور


سلامونه

خيرن
26.01.2006

سالامونه او مينه!
ګرا دوسته هيله من يم سره له کورنۍ او دوستانو روغ او جوړ اوسې د زړه سره دا نوم لوی داستان لري بيا به په کراره د خيرن د نوم داسان درته وليکم ْ
ګرانه وروره زه به هڅه وکړم چې دا لړی جا ري و ساتم څو د مسا پرو ورنو ادبي تنده پري ما ته سي
په کليواله پښتنه مينه
خيرن


hotak
21.03.2006

هلک خيرنه او دوسته پخير!
خيرنه دمورشيدې دي شه پدغه پاک اوبې آلايشه تخلص. همداسي خيرن اوسې. ځکه په خيرن والي باندي اعتراف په حقيقت کي دخپلي پاکۍ درمز څرگندول دي.
اوس هوتک گوره کله له ځان سره لوده وليکي کله ماغود کله تاغود کله هډوک مار کله سپی. خوپه قرآن که ياسپی يم ياهډوکمار يالوده ياچاوچاغود.
سم سيده نرپښتون مسلمان يم. والله که مي په ژوند دورکړي په نمت چاته گنډه (بډه) خلاصه کړي وي. خوبلي خواته بياگوره برهان الدين "رباني" عبدالرب الرسول الرب الرسول الرب الرسول الرب الرسول ال"سياف"
احمدشاه "مسعود" وغيره وغيره چي دوي ټول په اصل کي د"رباني" پرځای "شيطاني" د"سياف" يانی "توريالي" پرځای ټريالی ياټغيالی اودمسعودپرځای منحوس وختل.
پاتي شوه دجهاني صيب دخيام درباعياتوخبره نوهغه پدغه نامه کتاب خپورکړی خوکه اوس دومره څوک دنربچی پيداشي اوپرليکه يی کړي.
اوتاچي ليکلي دخيام سُرونه دپښتوپه ټال کي نو وروره داټال نه بلکي "تال" دی چي دموسيقي په اصطلاح کي سُر يو سمفونيک ياغږيز توکی دی او تال بيا يو انسټرومينټل يانی دآلې په وسيله منځته راغلی ترکيب دی. (که خدای غلط کړی نه وم زه وايم دابه مي سم ويلي وي. خيرکه غلط وم څه وحی خونده چي خدای مي پرې ونيسي).
تربياميني مينه
ستاسي ټولو خيرن؛ چټل، مردارخور هډوکمار هوتک


خاټول
21.03.2006

هرچند که رنګ وروی زيباست مرا
چون لاله رخ و سروبالاست مرا
معلوم نشد ه که در طربخا نه خاک
نقاش ا زل بهر چه اراست مرا

که هر څونه ښا يسته يم که هر څونه يمه ښکلی
که مي مخ لکه لا له دی لکه سرو یم ښاغلی
زه پوه نه سوم چی دخاورو کارخانې ته څنګه ولاړم
د ازل نقاش زه څنګه په دې رنګ يمه تراشلی
وروڼو مېنه او سلامونه!
زما په آند دخيام په رباعي اودښاغلی جهاني صاحب په ژباړه کي د مفهوم توپير شته ، خيام واې چي هرڅومره زما مخ ښکلی او قد لوړ دی لکن په دي نه یم پوه چي دازل انځورګر دنیا ته دڅه دپاره را استولی يم،او ژباړه بیا داسي مفهوم افاده کوي چي نه یم خبر چي دازل نقاش دنيا ته په څه ډول را استولی يم ،ګويا له شاعرڅخه دخپلو راتللوموخه ورکه ده اوژباړن نه بیا دخپلو راتللو لار ورکه ده .
هیله منه يم چي تاسو به هم خپل نظر څرګند کړې.
مننه


hewad
25.03.2006

سلامونه!
اراستن پاړسوکې دسينګارولو ياجوړولو مانالري نۀ داستولو٠ د جهاني صاحب ماناسمه ده٠ ځکه پۀ ورځنۍ خبرو اتروکې څنګه دڅۀ لپاره ياولې مانا هم ښندي٠
پۀ درنښت هېواد


خاټول
26.03.2006

ګرانه اوښاغليه وروره هيواد صاحب !
منندويه به مو يم که مو يو ځل بيا دا لاندي بيت ولوست او په خپله ژبه او تعبير مو وژباړه تر څو داصل او ژباړي تو فير درته روښانه شي :
نقاش ا زل بهر چه اراست مرا


hewad
26.03.2006

قدرمنې اواغلې خورې سلامونه مې ومنئ!
ددې مانازما پۀ اندداده چې :انځورګر(څښتن تعالی)زۀ يانې ادم دڅۀ لپاره پۀ ورځنئ محاوره کې څنګه سينګاريا جوړکړی يم٠ دا چې ادم وروسته رااستول شوی دی داد پېښې دوهمه برخه ده٠
پۀ درنښت هېواد


خاټول
27.03.2006

وروره يو ځل مو بیاحضورته سلامونه ډالۍ کوم !
وروره ! اوس نو زما او ستا مناقشه له اصل څلوريزي او ژباړي ور واوښته په څنگه او دڅه لپاره تورو کي سره په اختلاف کي يو ، زما په أند څنګه چي دپارسي مترادف یي چطور اودڅه لپاره چي پارسي مترادف يي ازبهر چي دی ځانته ځانته توري دي او مفاهيم يي هم جدا جدا دي .
تاسو بيا دواړه توري سره مترادف ګڼۍ نو ځکه مو دخیام داصل او دجهاني صاحب دژباړي تر مينځ مفهومي توپير تر سترگو نه دی درغلی.
داچي زه دواړه توري سره بیل بیل گڼم دا دهغه مسلم او بدهي تو پير له مخي چي لاندنۍ دوه سواليه جملي يي افاده کوي :
1- احمده دڅه لپاره راغلي ؟
2- احمده څنګه يا څه رنګ راغلي؟
بدهي ده چي دواړه جملي بیل بیل مفهوم افاده کوي او دابیلوالی يي دڅه لپاره او څه رنگ تورو دکارولو له کبله خپل کړی.
هیله منه يم چي تاسو به زما داقناع دپاره علمي دلائل وکاروي .
خاټول عفت کاکړ


hewad
27.03.2006

قدرمنې خورې سلامونه مې ومنه!
ما ليکلي ؤ چې( څنګه ) خبرواترو کې د څۀ لپاره ياولې پرځای هم استعمال لري،البته دليکدود لۀ مخې داغلط دی٠
احمده څنګه راغلې کېدای شي داحمده ولې راغلې ماناهم وښندي خودليکدود(ګرامر)لۀ مخې صحيح نۀ دی٠ کۀ تاسويې نۀ منئ دابېله خبره خوزۀ ډېرپښتانۀ پېژنم چې څنګه دولې يا څۀ لپاره پرځای هم کاروي خوعلمي بنسټ نلري٠ دا چې جهاني صيب څنګه پۀ کوم مفهوم کارولی دی زۀ نپوهېږم ،کۀ دلته ترې د څۀ لپاره مفهوم وي سم دی ځکه کېدای شي چې دشعردجوړښت لپاره يې کارولی وي او تراشل خو همهغه اراستن دسينګارولويا جوړولوپۀ مفهوم کارول شوی دی٠
زما ستاسوسره مناقشه نه بلکې دڅنګه پۀ هکله لنډمعلومات ؤ چې ځينې خلک يې د ولې يا څۀ لپاره پرځای کاروي٠
پۀ درنښت هېواد


Dost
27.03.2006

پتمنې خور خاټول او ګران ورور هیواد صېب پۀ سلامونو مو لمانځم!

[quote:57c2d5c0ad]احمده څنګه راغلې کېدای شي داحمده ولې راغلې ماناهم وښندي خودليکدود(ګرامر)لۀ مخې صحيح نۀ دی٠ کۀ تاسويې نۀ منئ دابېله خبره خوزۀ ډېرپښتانۀ پېژنم چې څنګه دولې يا څۀ لپاره پرځای هم کاروي خوعلمي بنسټ نلري٠ دا چې جهاني صيب څنګه پۀ کوم مفهوم کارولی دی زۀ نپوهېږم ،کۀ دلته ترې د څۀ لپاره مفهوم وي سم دی ځکه کېدای شي چې دشعردجوړښت لپاره يې کارولی وي او تراشل خو همهغه اراستن دسينګارولويا جوړولوپۀ مفهوم کارول شوی دی٠
زما ستاسوسره مناقشه نه بلکې دڅنګه پۀ هکله لنډمعلومات ؤ چې ځينې خلک يې د ولې يا څۀ لپاره پرځای کاروي٠ [/quote:57c2d5c0ad]
ګرانه وروره! سمه ده چې ډېر خلک به "څنګه" د "څۀ له" پۀ ځای پۀ ځینوځایونو کې کاروي خو پۀ هر ځای کې نۀ، ځکه چې پۀ مفهوم کې يي توپیر راځي خو که دجهاني صاحب دې لاندې ژباړې ته ځیر شو
[color=darkred:57c2d5c0ad]که هر څونه ښا يسته يم که هر څونه يمه ښکلی
که مي مخ لکه لا له دی لکه سرو یم ښاغلی
زه پوه نه سوم چی دخاورو کارخانې ته څنګه ولاړم
د ازل نقاش زه څنګه په دې رنګ يمه تراشلی [/color:57c2d5c0ad]
نو ریښتیا هم چې د پورتنۍ ژباړې پۀ لوستلو، لوستونکی فکر کوی چې لۀ شاعر(خیام) څخه دراتلو لار ورکه ده که څۀ هم پۀ فارسي لوستلو کې لکه څنګه چې مو خور لیکلي لۀ شاعر نه د راتلو موخه ورکه ده .
پاتي سوه دشعر د جوړښت خبره نو زما پۀ اند که د څنګه پۀ ځای "ولې" او یا"څۀ له" ولیکل سي د پورتنې سېلاب پۀ ښکلا اغېزه نه کړي .
پۀ مینه او ادب ستاسي "دوست"


خاټول
28.03.2006

ښاغليو وروڼو دوست او هيوادصاحبانو سلامونه او نيکي هيلي مي ومنۍ!
ښه شوه چي دوست ورور زما سوال په ښه بڼه تشريح کړ، اي کاش چي يو چا جهاني صاحب هم په دي خبره راخبر کړې وای تر څو يي دهمدي موضوع په اړه زمونږ تنده را خړوب کړي وای.


شیوانی
24.12.2006

ګرانو وروڼو او خویندو!
د پښتنې مینې ډک سلامونه مي و ومنئ.

یاره د بحث موضوع څه شی ده او تاسي ښاغلي پرکومه روان یاست؟

موضوع د خیام د ژباړن شوو څلوریزو په هکله ده، خو تاسو بیا د جهانی صیب پرسمی او غلطي شاعری باندي وخت لګوي، چي زما په فکر هغه یو جلا بحث ته اړتیا لري ، نو راځي چه خیرن ورور پریږدو چي څلوریزي راته ولیکي د سمی او یا غلطي شاعری په هلکه به په یو بل بحث کښي سره وږغیږو، که څنګه ؟؟؟

په پښتنه مینه
ستاسو کشرۍ ورور
محمد اسحاق شیوانی
hemat_shiwani@yahoo.com


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more